دځمکې لاندې اوبو ککړتيا

دځمکې لاندې اوبو ککړتیا اصلاً د ځمکې له سطحې او همدارنګه د ځمکې د داخلي برخې له موادو څخه منخ ته راځي

Raw sewage and industrial waste in the New River as it passes from Mexicali to Calexico, California

د اوبو په اړه عمومي معلومات سمول

د اوبوپېژندنه:اوبه د الله(ج) لخوا هغه لويه،مهمه او بې مثاله تحفه ده چې د ټولو ژونديو موجوداتو د وجود مهمه برخه جوړوي.او د ژونديو موجوداتو د ژوند د پايښت مهم عنصر دی.او به هغه بې رنګه،بې خونده اوبې بويه کيمياوي ماده ده چې ځانګړې تودوخه او فشار لري او د څښلو لپاره مناسبې وی،ا وبه يوازينۍ ماده ده چې په طبعيت کې په درې حالتونو يعنې جامد،مايع او غاز حالتونو باندې پيدا کېږي،د اوبو کليمه يوه عامه کليمه ده چې د اکسيجن او هايدروجن څخه تشکيل شوېده،خالصې اوبه بې رنګه،بې خونده او بې مزې وي،اوبه يوه کيمياوي ماده ده چې فورمول يې H2o دی او د ځمکې د 70% څخه زياته برخه يي نيولې ده،چې يوازې 1% يې په مستقيم ډول داستمعال وړ دي،اوبه په طبعيت کې د طبعي محلول په نوم يادېږي. اوبه يوه شفافه ماده ده چې په ذاتي ډول سره ابي روښانه Light blue رنګ لري،اوبه يو قوي محلل دی چې اکثره اوبه خوښوونکي Hydrophilic مواد لکه مالګې،تېزابوه،القلي او ځنې نور مواد په ځان کې حلوي. مګر Hydrophobic يعنې هغه مواد چې اوبه نه خوښوي به اوبو کې په ښه ډول نه حليږي.اوبه د سانتي ګراډ به صفر درجه کې جامدې،په 100درجې سانتي ګريډ درجوکې په جوش راځي او په بخار بدليږي او د کوټې به تودوخه کې په مايع ډول دي.د مطالعاتو له مخې ويل کېږي چې د ځمکې به کره کې (37521454) ميلونه کيلو متر مکعب اوبه دي.همدا راز د نورو څېړنو او مطالعاتو له مخې ويل کېږي چې په طبعيت کې 1billion Km3يو بيليون کيلومتره مکعب اوبه شتون لري او په بله وينا 4,1 مليارده کيلومتر مکعب اوبه شتون لري،چې 1% يي تازه اوبه،2% يې قطبي يخچالونه او کنګلونه او 97% يي بحرونه تشکيلوي،د انسان بدن د 65-75% پورې اوبه تشکيلوي،همداراز په نباتاتو کې د 75% څخه تر 80% پورې اوبه شتون لري. دا چې اوبه دومره د اهميت او ارزښت لرونکې ماده ده نو ضروري بريښي چې ددې په اهميت ګټو،د اوبو په معنا،د استعمال ځايونو،د ابوکمښت،د اوبو د کمښت ارقام،د کمښت علتونه او د کمښت اغيزې او خطرونه يې.د ابو مصرف کوونکو ته سپارښتنې،د اوبو صنايع کيدل او بالاخره د ابو د مخنيوي په لارو چارو يې ځانونه پوهه کړو دماغ هره ورځ دوه نيم ليتره اوبو ته اړتيا لري.

iد ځمکې لاندې اوبو اهميت= سمول

په مخزنونو کې رسوب،د ځمکې لاندې اوبو د ذخيره کولو لپاره مناسب ځايونه،د سطحي محلونو د ځايونو نشتوالي،د تبخير نه مخنيوي او د اوبو اضافه والی،ټول د ځمکې لاندې اوبو له کمي او کيفي پلوه به ډيروالي کې اغېزناک دي.د ابو د ځمکې لاندې او ژورو اوبو د مخزنونو نه په ګټې اخيستنه بی شمېره طبعي ګټې لري. ډيرهېوادونه ډيری اوبه لري.سره ددي چې نږدې په ټولو هېوادونو کې د اوبو غير عادلانه وېش که د جغرافيايي پلوه وي او يا د فصلي پلوه وي شتون لري.د برابرو شویو اوبه نه په بشپړه توګه ګټه اخيستنه د هغې اړين کنترول دی.د سطحي اوبو اداره کولو ډير پرمختګ کړې دی.ګڼ شمېر بندونه د اوبو د انتقال شبکې جوړې شوې دي.ددې کنترول سره سره د ځمکې لاندې اوبه په لومړنيو پړاوونو کې ځای لري.د اقتصادي دلايلو له امله تر هغې چې د سطحي اوبو نه د ګټې اخيستنې امکان موجود وي د ځمکې لاندې د اوبو نه د ګټې اخيستنې لپاره به هيڅ ډول اقدام ونه شي.اوبه په پراخه توګه د ترځمکې لاندې منابعو نه راخيستل کېږي او ځمکو د خړوبولو لپاره اوبو ته د لاسرسي مناسب ميتود دی.د اوبو د سطحې آفت چې په ډيرو ځايونو کې طبيعي عواقب لري په اصل کې د اوبو ويستلو سره د ورته والي له امله هم اهميت لري.په نورو سيمو کې چې دځمکې لاندې اوبه په کې دومره ښکه کېدل او په پايله کې دغه کار ډيروي.په ځينو سيمو کې د ابوو کمښت هومره جدي دی چې دهغوي لګول د پاملرنې وړ دي.

د اوبو خصوصيات سمول

properties of water

اوبه يوه بې خونده، بې بويه او بې شکله ماده ده چې يوه خاصه معياري درجه، حرارت او فشار لري، په ذاتي ډول سره د اوبو رنګ آبې روښانه (Light blue hue) سره د دې چې په کم مقدار سره اوبه بې شکله ښکاري. اوبه يوه شفافه ماده ده مګر بيا هم هغه نباتات چې اوبو ته اړتيا لري(Aquatic plants.) کولای شي چې د اوبو په منځ کې ژوند وکړي ځکه چې د لمر شعاوې دوی ته رسېږي. اوبه يو ډېر قوي محلول دی چې په هغې کې زيات شمېر مواد حل کېږي هغه مواد چې هغه په اوبو کې ډېر ښه ګډېږي او حل کېږي لکه د مثال په ډولSalt, Sugars, acids, alkalis, and some gases, او په خاصه توګه اکسيجن oxygen او کاربن ډای اکسايد Carbon dioxide چې د اوبو په نوم باندې يادېږي، مګر هغه مواد چې هغه په اوبو کې ښه نه ګډېږي د مثال په ډول لکه شحم، غوړي (fats, and oils) زموږ چاپېريال داوبونه خو وښونکي (Hydrophobic Water fearing) موادو په نوم يادېږي.

د اوبو سرچینې (Water Resources)= سمول

د هر هېواد اتباعو ته لامزه ده چې دخپل هېواد د تاريخ او جغرافيه په څېر د خپل هېواد طبعي منابع هم وپيژني او د هغې په باره کې جامع او مستند معلومات ولري،او دا ځکه چې طبعي منابع د انسانانو په ژوند کې کليدي نقش لري اوبه يو له دغه منابعو څخه مهمه او قيمتي منبع ده،نه يوازې دا چې يو انسان هر ورځ 8-7 يا 9 ګلاس اوبو ته ضرورت لري بلکی ټول حيوانات او نباتات بيدون له ابوو څخه ژوند نه شي کولای.ټولې هغه اوبه چې زمونږ په ماحول کې پيدا کېږي Hydrosphere ورته ويل کېږي.نو مونږغوره وګڼله چې دلته هم د اوبو په منابعو رڼا واچوو. داوبو منابع په دري ډوله ويشل شويدي، چې هرې يوي ته يې لنډه کتنه کوو.

  • الف جوی منابع :precipitation

لکه اورښت (واوره ، باران اوږلي) چې د اوبو دا ډول منابع precipitation په نوم هم ياديږي د ا ډول اوبه که چيرې دلوړې درجې دتودوخي سره مخامخ شي نوځمکی ته راځي

  • ب.سطحي منابع:Surface Water Resources

د اوبو په سطحي منابعو کې بحرونه،سيندونه او دريابونه شامل دي،چې د اوبو ډېره برخه يي تشکيل کړې ده.

  • ج:د ځمکې د لاندې اوبو منابع:Ground Water Resources

هغه اوبه دي چې د ځمکې په لاندې سطحه کې ځاي نيسی او د خاورې سوري يي ډک کړي وي لکه چينې،څاګانې،کاريزونه او د ځمکې رطوبت پکې شامل دي. په لاندې جدول کې د اوبو د منابعو د سلنې مقدار د هايدروسفير په مختلفو طبقو کې ښودل شوی شماره منابع اوبو اندازه په % 1 بحرونه 3,97 2 قطبونه 14,2 3 د ځمکې لاندې اوبه 61,0 4 خوږې اوبه 009,0 5 تروې اوبه 00,70 6 د خاوررطوبت 005,0 7 اتمو سفيري اوبه 001,0

داوبو دوران: سمول

دبحرونو، اوقيانوسونو ، سيندونه او نورو اوبو يوه برخه دلمر دحرارت اويا بلي حرارتي منبع په اثر کې په بخار بدليږي او اتمو سفير ته پورته کيږي. چې وروسته ددی بخار دیو ځای کيدو څخه بيرته دباران، ګلۍ او ياد واورې په څېر مستقيما او ياد ځمکي له طريقه او قيانوسونو، بحرونو او سيندونو ته ورداخليږي چې دغه ډول جريان ته په طبعيت کې د اوبو دوران وايي او لاندي درې برخي لري.

  1. اوبو بخار: هر کال داوبو تقربياً ديو متر په ارتفاع دبحرونو او نورو منابعو اوبه اودبخار په څيراتمو سفير ته ازاديږي چې باران، واورې، ګلۍ اوشبنم په څير بيرته يو ځای کيږي او ځمکې ته راتوييږي .
  2. دبخاراتو تراکم: دا چې دتروپو سفير په طبقه کې دحرارت درجه کمه ده داوبو بخارات پدی طبقه کې سره يو ځای کيږي.
  3. کله چې داوبو ماليکولونه سره يو ځای شي دباران، واورې او ګلې په څير راتوييږي باران چې په وچه ځمکه ووريږي ۶۰٪ بيرته تبخيريږي ۳۰٪ يې دريابونو، سيندونو او ډنډونو ته ځي او ۱۰٪ يې په ځمکه کې جذبيږي او دځمکې داخلي اوبه جوړوي.

سطحي اوبه: (surface water)= سمول

سطحي اوبه هغه اوبه دي، چې د ځمکې پرمخ قرار ولري، د دي اوبو اکثره منشاء دباران له اوبو څخه وي، دغه اوبه د چټلتياډېر زیات چانس لري ځکه چې زياتره په نهرونو کې بهېږي، چې په ځېنو ځايونوکې د دغو نهرونو ترڅنګ کورونه وي او د دې کورونو ټوله ګندګې دي نهرونو ته غورځول کېږي همدارنګه د ډېرو کورونو دتشنابونو پايپونه هم نهرونو او حوضونوته راوتلي وي چې ددغو ګندګيو او ددغو پاپيونو دګنده ااوبوله امله دغه چټليېږي.

دځمکي داخلي اوبه (ground water) سمول

دځمکي داخلي اوبه له هغو اوبو څخه عبارت دي چې هغه دځمکي په داخلي برخه کې قرار ولري، دغه دځمکي داخلي اوبه دوه مهمي منابع لري چې په لاندي ډول دي.

  1. چيني
  2. او کوهيان.

دځمکي لاندي اوبو سطحه سمول

under ground water table
 
Pollution in the Lachine Canal, Canada
 
Point source pollution at a shipyard in Rio de Janeiro, Brazil.

لکه دمخه مو چې وويل دځمکې لاندي اوبه water table دبندونو لکه کوچنی اويا هم په لوي حجم کې وي دځمکې لاندي اوبه تقويه کوي د افغانستان په زياتو برخو کې داوبو سرچينه دځمکې لاندي اوبه دی چې دکاريزونو Underground canal دڅښاک او اوبه خورد پاره وي. داوبه خور اوڅښاک دپاره دبرمه يې څاه ګانو Driling ويستل ، اود کورونو عادي څاه well دڅښاک اودباغچې داوبه خورد دپاره دي. تجربوښود لي هغه اوبه چې دځمکي له سطحي تبخييرکېږي Evaporation، ۴۵٪ سلنه او هغه اوبه چې دنبات دپاڼو پواسطه تعرق کېږي. Transportation نوميږي، داوبو دخسارو مقدار چې دځمکي لاندي اوبو سطحه water table کې وي خصوصاً په ګرمو ساحو کې ضايعات ډېروي چې په دي ترتيب د اوبو واټر ټيبل ټيت ځي.

دګټي اخيستنی له مخي دځمکي لاندي اوبو ډولونه سمول

څښاک وړاوبه Drinkable water سمول

اکثر دځمکي لاندي اوبه دڅښاک لپاره داستفادي وړګرځي د څښاک خوږي اوبه داوبوخورترټولو مهمه سرچينه شميرل کيږي. په دي وروستيو کې دمالګينو او تروو اوبو خوږول او جوړول دي چې نسبت خوږو وابو ته دتروواوبو خوږول زياته پانګه لګښت اوستونزي غواړي.

تخنيکي اوبه Technical water سمول

دځمکي لاندي هغه اوبو ته ويل کيږي چې دکرني اوصنعت په مختلفو برخو کې مصرفيږي دڅښاک داوبو سره يې توپير صرف همد ومره دي چې تخنيکي اوبه بايد ډېري نرمي وي او دسختي درجه ونلري استعمال يې دکنسرو په جوړولو اونورو کې دي.

صنعتي اوبه lndustrial water سمول

هغه اوبو ته ويل کيږي چې دبرومينو او ايود ين عناصرو مقد اريي هومره وي چې په صنعت کې اهميت ولري دا اوبه معمولا لوړمنر اليشن لري چې ۲۰ – ۵۰۰ ان تر ۶۰۰ ګرامه في ليتر وي دا اوبه کلورايدي اوسود يمي وي او دحرارت درجه يې C0 ۸۰ - ۶۰ درجه دساتنی ګريدوي.

دموقيعت په اساس دځمکي لاندي اوبو ډلبندي سمول

داوبه خور دپاره دځمکي لاندي اوبو صنف بندي دام افچېنکوف او په ګليمافتوف پواسطه صورت نيولي په دي ډول ده.

دځمکې لاندي لوړی اوبه Zone of aeration سمول

بدون دفشار دي او لرونکي ده ازادي سطحی دي په دي اوبو کې فشار مساوي داتموسفير دفشار سره دی ددي طبقي پنډوالي له صفر څخه شروع په جبه زاره ځمکو او په غرني برخو کې تر سلګونو مترونو پوري رسيږي دا اوبه په اوبه خور کې کارول کيږي چې د څښاک دپاره نه دي.

ځمکي لاندي نامحدوده اوبهground water unconfined سمول

معمولاً دځمکې دژوروالي ۲ متره څخه شروع تر ۱۰ متروپوري موقيعت لري دا اوبه اکثر خوږي اولږي مالګيني وي او دترکيب له پلوه هايد روکاربونات،کلسيمي، سلفات لرونکي او کلورايد ي وي دا اوبه په پوره اند ازه ټولي شوي وي ډېر لوړ کېفيت لرونکي وي داسيمي د درو، غرونوپه لمنو او يخبند ان کې موجوده دي دنامحد وده اوبو څخه اوبه خور کې وسيع استفاده کېږي. نامحدوده اوبه دځمکي د درزونو له درکه معمولا دوزن په تباد له کې موقعيت لري په همدي لحاظ د ا اوبه خوږي وي او هايد روکابونايتي او کلسيمي ترکېب لري. دسطحې اوبو جذب اونفوذ د درزونو له لاري امکان لري چې د طبقاتو په منځ کې (محدودي ) اوبه (ګرونټي اوبه) هم ککړي اوملوت شي داموضوع بايد داوبه خور په وخت کې مد نظروي.

دځمکي لاندي اوبو ځانګړتياوي: سمول

  1. په دي اوبو کې کاربن ډاي اکسايد شايد زياد وي دځمکي لاندي اوبو کې پي اچ ۷.۹ – ۶.۹PH وي.
  2. دځمکې لاندي اوبو کې پراته (معلق) مواد کم وي.
  3. کېداي شي کمه اندازه شګه اوياهم خړه ولري نوراضافي وړ ګډ شوي مواد کم وي
  4. دا اوبه اکثرا منګنيز لري چې داوبو رنګ داکسايد له امله ژيړه وي.
  5. معمولا دا اوبه سختي وي (زيات وخت موقتي سختي لري.)
  6. په ترو اوبو کې دکلورين اوسوديم آيونونه زيات وي.

دځمکي لاندي اوبه د طبيعت هغه اوبه دی چې د وران کوي اود ځمکي لاندي جمع کيږي وروسته بيا په تدريج سره دځمکي لاندي نفوذ او حرکت کوي او د احرکت ادامه مومي او کله د ځمکي پرسر دچېنو په شکل جريان مومي . دنبات په وسيله يا د انسان په وسيله دڅاه ګانو په شکل، برمه وي کوهيان، معاد ن او نورد ځمکي پرمخ جريان مومي په اصل کې دځمکې لاندي د اوبو اصلي سرچينه سطحې اوبه دي چې دباران، سيند ونو، خوړونو ، واورو، ږلي په شکل وي او ځمکي لاندي په کراره ځي او لاندي سرچينی شتمنی ګرځوي.

د ځمکې لاندې اوبو بررسي کول: سمول

که څه هم د ځمکې لاندې اوبو د مخزونونو په اړه زموږ معلومات ډير دی په ښه توګه کولای شو چې د ترځمکې لاندې اوبه ډير ی کړو،ترلاسه يې کړو او ګټه ترې واخلو.د ځمکې لاندې اوبو د فزيکي ځانګړنو تعينول په عادي حالت کې مشکل دي.له دی امله د ټولو ريښتينو اطلاعاتو د ټاکلو لپاره د د ټولو ميتودونو کارول اړين دي.ددې کار لپاره څلور ميتودونه کارولای شو.

  1. د ځمکې پيژندنې مشاهدات او څېړنې.
  2. تر ځمکې لاندې اوبو د فزيکي اړخونو شتون،لکه فشار،ژوروالی،ځای په ځای کول او کيفيت.
  3. د کشف جيو فزيکي ميتودونه
  4. د موجودو څاګانو اړونده راپورونه

دغه ټول روشونه يو بل بشپړوي او د لاسرسي لپاره د ځمکې لاندې ټولو مخزنونو يو بشپړ انځور ته اړتيا ده. د ځمکې پيژندنې په اړه څېړنو او مشاهدو د ځمکې فزيکي ځانګړنې مشخصوي او د ځمکې لاندې وضعيت د معلومولو لپاره يوه ښه شاخص دی.د ځمکې فزيکي ځانګړنې او د ځمکې پيژندنې نمونو د هغه څه چې انتظار يې کېده د ځمکې لاندې شتون لري بايد وښودل شي په ځانګړې توګه د ځمکې مناسبې اوبه لرونکی برخې چې اوبه توليدولای شي.په هغه صورت کې چې د اوبه د ځمکو د خړوبولو لپاره راويستل کېږي ددې د سختو برخو،د نفوذ يارسوب وړاوبو لرونکو برخو په اړه معلومات راجمع کول اړين دي.هوايي نقشې د طبيعي ځانګړتياوو په ټاکلو کې ډيری ګټوری دي.کله چې هوايي نقشې د استرايو سکوپ پوسيله تر غور لاندې ونيسو،د ځمکې د سطحې قوت په روښانه توګه مشاهده کولای شو.او د ځمکې طبيعي ځانګړتياوې په بشپړه توګه روښانه کېږي. هغه معلومات چې د څاه د کندنې له امله راښکاره کېږي هم بايد د پامه ونه غورزول شي.د څاه د کندونو قراداديان د کار په مهال د باارزښته معلوماتو يوه ټولګه تر لاسه کوي.په معموله توګه د فشار د سطحې د تعينول تودوخه او د ترځمکې لاندې اوبو د اندازې معلومولو لپاره د څاه ګانو نه ګټه اخيستلای شو.د څاه د وضعيت اړونده معلومات ګټور دي.ددې معلوماتو په انتقال سره پر نويو طرحو په منطقي او ډاډمنه توګه د تيرو وختونو او شواهدو چې تازه اوبه ورکوونکی سيمو کې وړاندوينه کېږي بحث وکړ. د ترځمکې لاندې اوبو په مخزنونو کې د اوبو ډيروالی: د ترځمکې لاندې اوبه د لاندې دلايلو له امله کميږي. د طبعيی ډيروالي محدوديت،د ذخيره کولو کمه وړتيا،او تر اړتيا ډير مصرف ددې امله لازمه ده چې د ترځمکې لاندې اوبو د ذخيره کولو لپاره د سطحي اوبو په مرسته اقدامات ونيول شي. سيلابي جريانونه که په هر شکل ضايع کيږي د ځمکې په مخ جمع کېږي اوپه خاوره کې د ژمې په موسم کې د سيندونو د اوبو،اضافه اوبو او د فابريکو د اوبه د ترځمکې لاندې مخزنونو کې د اوبود جمع کولو يوه ښه منبع ده.د برابرو شويو اوبه ساتنه او تر نه د سطحي اوبو دکارولو په پوسيله ګټه اخيستل،او د اوبو د جمع کولو په ذخيرو کې يې جمع کول امکان لري. د سيلابونو په منظمه توګه راوتل او د ځمکې لاندې مخزنونو کې داضافه اوبو جمع کېدل د اوبو د ذخيره کيدلو لپاره مناسب ميتود ګڼل کېږي.په معموله توګه اوبه د ځمکې په مخ ويشل کيږي او په خاوره کې تر نفوذ وروسته د ترځمکې لاندې مخزنونو لوري ته حرکت کوي.ددې کار سره د اوبو تر ټولو لويه اندازه د ځمکې لاندې خوضونو ته ننوځي.تر نفوذ وروسته د تر ځمکې لاندې مخزنونو کې ذخيره کېږي چې د اړتيا په صورت کې ترې نه خلک د کورني لګښت او د ځمکو د اوبه کولو لپاره استفاده وکړي.

د ترځمکې لاندې اوبود مخزنونو په اړه سم معلومات: سمول

د اړتيا وړد ځمکې لاندې اوبو راويستل د اړتيا وړ لګښت سره تړاو لري.د اوبو د سطحې د تراندازې ښکته تګ انديښمنونکی کار دی او په پايله کې ايجابيږي چې ددې نه ګټور او بې خطره معنا بايد تعريف شي.د مصرفوونکو له لوري د اوبو د مصرفولو غوښتنه تر ډيره بريده د اوبو د محدودي اندازې د لګولو د قوانينو د تدوين سبب کيږي او په دی کار سره تر ډيره بريده د ځمکې په اوبو لرونکو برخو کې د فشار اندازه اداره کېږي.دغه ډول پريکړې په اصل کې نه يوازې د اوبو د مصرفوونکو د حقونو ضمانت کوي بلکې د انرژۍ اړينه اندازه هم پکار ده چې طبيعي فشار او د اوبو فشار وساتل شي ددې پرته د اوبو د ځمکې لاندې منابعو نه اغېزناکه ګټه نه شي اخيستل کيدای.د محدودونکو مقراراتو په رعايت کولوسره يوازې د تشو اوبو کمه اندازه استخراجولای شو.

د هرې سيمې اضافه اوبه بايد د هغه سيمې خاورې ته ورکړل شي چې داوبو لاندې سطحه نوره هم ژوره نه شي.په ځينو سيمو کې چې د ځمکې لاندې اوبو د مصرف امکان موجود نه وي د ژورې څاه کيانستل د يو منل شوي ميتود په توګه منل کېږي.نو له دې امله اوبو ته هم بايد د بلي طبعي منبعې په توګه پاملرنه په کار ده او وروستيو پرمختګونو سره په يو وخت کې کولای شو د منبعې ته هم وده ورکړو.د کليفورنيا په سنترال والي کې د اوبو د پراختيا ښه بېلګه ليدلای شو.په تير وخت کې دځمکې لاندې اوبو راويستل نه يوازې قانوني و بلکې دغه کار ته به پام لاندې سيمو ته چې د اوبو د کمښت سره مخ وی د اوبو د انتقال يوه پياوړې منبع وه دغه طرحه په بشپړه توګه د کليفورنيا په ايالت کې اجرا شوه او په پايله کې د ځمکې لاندې د اوبو تخليه شوي مخزنونو کې بيا اوبه پيدا شوی.

د ځمکې لاندې اوبود کشف د نويو تکنيکونو په ودی سره،په هغه سيمو کې چې لاتراوسه د اوبو د کمښت سره مخ دي هوا په ښه توګه پيژنو او د انرژۍ لګښت په نسبی توګه راکم کړود اوبو منابع راپيداکولای شو.ددې تعريف سره سم د اقتصادي او تخنيکي وضع د بدلون نه ښّاېي او ګټور برداشت کولای شو.په هغه صورت کې چې د ځمکې لاندې مخزنونو وړتيا ډيره وي کولای شی دشته اوبو تر راويستلو مخکې بايدمخکې سطحي اوبه تصفيه شي او اضافه يې ذخيره شي. د دي د رې ژورې سيمې نه راوتلي اوبو ښه کيفيت لري او لګولو ته هم اړتيا نه لري.ښه خبره ده چې د اوبو د ټولو منابعو نه ښه برداشت وشي او دواړه د سطحي او د ځمکې لاندې اوبه په پام کې ونيول شي.

د ځمکې لاندې اوبو د ډيريدو امکان: سمول

د ځمکې لاندې اوبود سطحي ټيټوالی ايجابوي چې اوبه د ډيرې ژورې ساحې نه راوځي او ځينې وختونه ددې کار لګښت ډيريږي.په دې ډول حالاتو کې لازمه ده چې ژوره څاه ووهل شي او بمبه ښه ورښکته شي.د ځمکې لاندې سرچينونه دځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو د راويستلو په ارزولو سره د کلنور سطحي جريانونو او د پرځمکې لاندې جريانونو باندې د هغوي ډيروالي د اهميت وړ مرکزونه او مخزنونه دي. د ځمکې لاندې اوبه د سرچينو د حالت د ښه والي په اړه بايد لاندې ټکو ته پاملرنه وشي چې د ځمکې لاندې د اوبو منابعو لکه چې مناسبه ده انکشاف ورکړو.

  1. د اوبو د کيفيت او ژوروالي شتون
  2. د اوبو د فشار د سطحې شتون
  3. قانوني او طبعي محافظتونه
  4. د عملياتو لګښت
 
Blue drain and yellow fish symbol used by the UK Environment Agency to raise awareness of the ecological impacts of contaminating surface drainage
 
Poster to teach people in South Asia about human activities leading to the pollution of water sources

په عمومي توګه دغيري معياري څاه ګانو (سپټيک ټانک) ايستل دکاناليز اسيون سيستم نه موجوديت دمښځلو انبارونو موجوديت داهغه لامل دي چې دځمکي لاندي اوبه ککړوي. دامريکادځمکي لاندي داوبو بنسټ دڅيړنو په اساس داوبو ککړتيا هغه وخت رامنځته کيږي کله چې انسانانو جوړشوي محصولات لکه پترول،تيل، دسړک مالګي اوکيمياوي مواد دځمکي لاندي اوبه ته لاړشي بيا هغه ددي سبب شي چې اوبه دخلکو داستمعال لپاره نامناسب وي هغه ډيري مادي چې دانسان بدن يا روغتياته خطر ناکه وي په اساني سره کولای شي چې دځمکي لاندي اوبو ته ننوځي.

دفابريکو څخه کيمياوي ضايع سمول

 
A manhole cover unable to contain a sanitary sewer overflow.
 
Fecal sludge collected from pit latrines is dumped into a river at the Korogocho slum in Nairobi, Kenya.
 
A garbage collection boom in an urban-area stream in Auckland, New Zealand.
Macroscopic Pollution in Parks Milwaukee, WI

چې سيندونوته اچول کيږي او يا په مستقيمه په ځمکه کې ښخول کېږي هم اوبه ککړوي. آفت وژونکې کيمياوي موادو استعمال کرني په برخه کې د سطحی اوبو او د ځمکی لاندې اوبو ته ډېرو وختونه په لويی مقدار کې ننوځې په کرنيزو ځمکو کې د کيمياوي سری دی او د غه راز د حشراتو د له منځه وړولو لپاره له کيمياوي توکو ګټه اخيستل کېږي چې دغه کار د ځمکې لاندې اوبو د ککړتيا لامل ګرځې. په همدې ډول د ځمکې لاندې د مايعاتو لپاره زيرمی ټانکونه لکه پطرول په مستقيم ډول په ځمکې کې نفوذکوې چې بالاخره اوبه ککړوي د سپتیک ټانکو نو په واسطه هم د ځمکې لاندې اوبو ککړتيا رامنځته کوي په هغه صورت کې چې په معياري شکل جوړشوي نه وي، د کمودونو اوبه ته يې په اساني سره نفوذ کوي د ځمکې لاندې اوبه ککړوي

د ککړتيا څځه د خوندې ساتني لاري چاري: سمول

د ځمکې لاندې د اوبو بنسټ او نورو ډېرو بنسټونو پدې اړه تفصيلي څېړنې کړي او د اوبو د خوندې ساتلو څو لاري يې په ګوته کړي . په خپل ځاي کې اصل نباتات کرل، دا ځکه چې هلته د ابوټی ډېر ښه ښکاري، او د ډېرو اوبو يا سروته اړتيا هم نلري. همدارنګه د خپل ځاي لپاره غوره ډول واښه انتخاب کړئ. کوم چې ستاسو د سيمی د اقليم لپاره ډېر مناسب وي، دا ځکه چې هغه هم ډېرو اوبو ياسروته اړتيا نلري. کله چې اوبو ته ککړتيا د اخله شي نو د هغي څخه خلاصي دا ډير ستونزمند کار دي خو داسې هم کېدای شي چې ځيني ککړ ونکی کيمکل په ورو ورو مات شي او بيابي ضرره کيمياوي مواد تری جوړه شي . کله چې دځمکي لاندي اوبو ته دککړتيا انډول بند شي نو بيا په تدريجي ډول ککړ شوي مواد دځمکي دپرتونو (Ground layers) څخه تيږي او همداسي ککړتيا فلتر کيږي او پاکي اوبه دناپاکو او بوځای نيسي خوستونزه دا ده چې معمولاً داډيره وخت نيسي اوبو څخه اندازه ککړتيا بيا هم پکی شتون لري. همداسي دسيندونو اوبه دزهرو په څير بارانو په پايله کې دسيلابونو راوتلو له امله دځمکي لاندي اوبو ته نفوذ کوي چې لامل يې دځمکي لاندي اوبه پر زهرجنو موادو ککړيږي. سپتيک ټانکونه:سپتيک ټانکونه که چيري معياري جوړښت ونلري نو دا هم کولای شي چې دځمکي لاندي اوبه په لوړه کچه ککړي کړي. خو ددي ستونزي دحل لاره داده چې دسپتيک ټانکونه دی معياري جوړ شي تر څو دکمود اوبه تری ځمکي ته نفوذ ونکړي او يا هم دشاروالي دټانکرولخوا لومړي تصفيه شي او بيا دځمکي پرمخ په يوه ساحه کې واچولي شي نو بيا کم چانس شته دککړتياهغه هم دځمکي لاندي اوبو دغذايي موادو په مينځنه کې بايد دصحي قواعدو استفاده وشي ترکاري باب چې اومه خوړل کېږي په کلورين لرونکي اوبو، پتاشيم پرمنګنات پريمنځي همدارنګه ډېر کېمېاوي مواد موجود دي چې دلته يې مونږ ديادولو صرف نظروکړ. دسطحي اوبو او ځمکې لاندی اوبو ددککړتياو څخه دخوندي ساتلو دپاره اودهوا دپاکولو اوپه ځمکه کې داوبو دښه جذب په خاطر د موجود دځنګلونو خوندي ساتل او احياءاود نوي شين محيط ايجاد اوخوندي ساتل دژوندانه دنورو اړخونو او دټول چاپيريال خوندي ساتل.

تړلې لیکنې سمول

دهوا لوړ او ټیټ فشارونه

سرچینې سمول

  1. هاشمي، سيد رقيب شاه،کال( ۱۳۹۳)دڅښاک وړاوبه.مخ(۵۱،۵۵،۵۷،۶۱،۶۲) مومند خپرندويه ټولنه، جلال اباد.
  2. کوچی، خدايداد،کال( ۱۳۹۴).چاپيريال ساتنه.مخ(۵۵،۵۷) ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي،
  3. سادات، سيد ماليار،کال (۱۳۹۳ )زموږچاپيريال.مخ(۷۲،۸۲،۸۴) عبدالمجيد خپرندويه ټولنه جلال اباد.
  4. امين، دوست محمد،کال(۱۳۹۵) د افغانستان او نړۍ د ژوند چاپيريال ننګونې،مخ(۶۹،۷۲) مومند خپرندويه ټولنه.