دپښتو فلمونو تاریخچه
په پښتونخوا کې دپښتو فلمونو تاریخچه په پښتونخوا کې دپښتو فلمونو تاریخچه له نن نه ۷۶ څلور اویا کلونووړاندې مودې ته رسیږي یعنې ۱۹۳۹ زیږدیز کال ته او لومړنی پښتو فلم لیلا او مجنون نومیده چې په هماغه کال کې جوړ شو او بیا په ۱۹۴۲ زیږدیزکال کې په پيښور، کوئیټې او کلکتې کې دسینماګانو پر پردو وښودل شو.ددغه فلم لارښود(ډایرکټر) امیر حمزه شینواری ( حمزه بابا) واو دفلم کمپوزر عبد الکریم و. د لیلا او مجنون پښتو فلم تر جوړیدو نه ډیر وروسته یعنې په ۱۹۶۰ زیږدیز کال کې دویم پښتو فلم ( نوې پلوشه ) جوړشو. داپه اصل کې دیوه اردو فلم ( نیا کرن) ژباړه وه .ددغه فلم ډیالوګ دامیر حمزه شینواري له خوا لیکل شوي و.دغه فلم دپیښور په نا ولټي سینما کې وښودل شو. دریم پښتو فلم چې جوړشوهغه ( تیږه ) نومید،دغه فلم په ۱۹۶۳ زیږدیز کال کې دامیر حمزه شینواري له خوا جوړ شو.ددغه فلم ستوری عمر دراز و او دفلم کیمره مین لودیل و.بیاو ورپسې په ۱۹۶۸ زیږدیز کال کې دیکه یو سف خان فلم جوړشو.دغه فلم ستورې (هیروئین)غزاله وه او دفلم ستوری(هیرو) یې رب نوازو. ددغه فلم دپرانیستلو مراسم داردو فلمونو دستورې رنګیلا له خوا ترسره شول. یکه یو سف خان په ۱۹۷۰ زیږدیز کال کې ښودنې ته وړاندې شو. دپښتو بل فلم یوسف خان او شیربانو نومید چې په ۱۹۶۹ زیږدیز کال کې جوړشو او په ۱۹۷۰ کالکې ریلیز او نندارې ته وړاندې شو. ددغه فلم کیسه دعلی حیدر جوشي له خوا لیکل شوې وه او ددغه فلم لارښود( ډایرکټر) عزیزشمیم و.ددغه فلم ستوری ( هیرو) بدرمنیر او دفلم ستورې ( هیروئین)یې یاسمین خان وه،ددغه فلم بدماش نعمت سرحدي نومید.سندرغاړی په پښتو ژبه کې دیو بل فلم نوم وچې دغه فلم په ۱۹۷۰ زیږدیز کال کې نندارې ته وړاندې شو. کله خزان کله بهار دیوبل پښتو فلم نوم و چې ددغه فلمډایرکټر جمیل احمد او پروډیوسر بې سید امیر سرحدي و او هيرو يې امان ابراهيم خېل و، د امان په وينا د کله خزان کله بهار فلم چارې له يوسف خان شېربانو و، چې د فلم د بوديجې د کمښت او د امان د مېټريک امتحان له وجې يو څخه وخت وځنډېده، دغه فلم په ۱۹۷۰ زیږدیز کال کې نندارې ته وړاندې شو.
علاقه غیر یا هغه سیمه چې قانون پکې نه چلیږي دیوبل پښتو فلم نوم وچې په ۱۹۷۱ زیږدیز کال کې جوړشوچې بروډیوسر یې حبیب الله او ډیالوګ او شاعري یې دامیر حمزه شینواري وه. ددره خیبر او آدم خان او درخانۍ فلمونه دشکیل ایوب له خوا پروډیوس شوی وو او ډایرکټر یې عزیز تبسم و.دپښتو بل مشهور فلم ګل مکۍ او موسی خان و چې دفلم ستوری یې آصف خان او ستوری یې یاسمین خان وو.
همداراز د۱۹۷۰ او ۱۹۸۵ کلونو ترمینځ نورډیر بې شمیره پښتو فلمونه جوړشول چې په هغو کې بهادرخان ، عجب خان ابریدی، زما بدن، مغرور، اوربل ، ټوپک زما قانون، دهقان ، باغي ،ارمان ،میرنی ورور، تربور ، اقرار، انګار، زخمونه، ناوې او نکریزې، ناوې دیوې شپې، اجرتي قاتل، توپاني شپه ، بنګړي او هتکړۍ،آب حیات ، ښکلې ناوې او نور چې او س دغو ټولو پښتو فلمونو شمیر تر ننه پورې (۷۵۷) فلمونو ته رسیږي .
دپښتو دغه فلمونه او زما اند او نظر:
سمولزما ددغې مقالې دلیکوال په اند دپښتو دلومړیو پنځلسو کلونو یعنې د ۱۹۷۰ زیږدیز کاله راواخله تر ۱۹۸۵ زیږدیزه پورې ددغو پښتوفلمونو نه یې ځینې فلمونه سټینډرډ او معیاري وو او ډیر ښه او اوچت وواو ډیر ښه وځلیدل ،ځکه دامیر حمزه شینواري ، مراد شینواري او امیر غلام صادق نوښاري په څیر ډیرښه ډایرکټران ، دکیسو لیکوالان او پروډیوسران او هم دآصف خان او بدرمنیر په څیر فلمي ستوري ا و دګلنار بیګم ، کشور سلطان ، استاد خیال محمداو هدایت االله په څیر فلمي هنرمندان او سندرغاړي یې درلودل. د غه فلمونه په دپښتونخوا په ښارونو، پيښور ، مردان ، چارسدې ، مینګوره او دپښتنو په نورو سیمو لکه دسهیلي پښتونخوا په مرکز کوئیټه او ان دافغانستان په ډیرو سینماګانو کې چلیدل او خلک په به په ډیرې مینې او لیوالتیا سره دغه پښتو فلمونه لیدل او دافغانستان راډیو -ټلویزیون به هم کله ناکله د پښتونخوا دغه پښتو فلمونه خپرول. خو زما په اند په دغو فلمونو کې دابتذال ټکی دادي چې په دغو پښتو فلمونو کې پښتني کلچر په پام کې نه ونیول شوی او ددغو فلمونو پر جامو او نڅاوو باندې پردی پنجابي کلتور خپلې کر غیړنې وزرې غوړولې وې او اوس هم دغه لړۍ روانه ده ،نو ځکه دپښتو دغه فلمونه یې پیکه ،بې رنګه او مبتذل کړي وو او کړي یې دي . که چیرې په دغه فلمونو کې سوچه پښتني کلچرساتل شوی وای او دپنجابیانو کلچر او نڅاوې پکې نه وای نو دا فلمونه به نور هم خوندورواي .زما هیله ده چې دپښتو فلمونواوسني پروډیوسران زما داخبره په پام کې ونیسي او ددغه شان ابتذال مخه ونیسي همدا علت دی چې اوس دغه فلمونه چندانې دير مینه وال نه لری ، همداراز دسینماګانو سره دخلکو مینه ځکه کمه شوې ده چې له یوې خوا دپښتنو په سیمو کې نا امنه حالات روان دي او له بلې حوا اوس هرڅوک په خپلو کورونو کې تلویزیونونه( ټي . وي ګانې) او کمپيوټرونه لري او د یوټیوپ له لارې دغه فلمونه لیدلای شي .
که موږ وغواړو په رښتیا سره هم دغه پښتو فلمونه پښتني رنګ او بوي ولري باید دپردیو دکلتورد اغیزو نه یې وژغورو ، خکه زموږ ویاړلي پښتني کلتور تر بل هره کلتوره موږ ته زیا ت اهمیت لري .