دوچکالۍ په وړاندې تدابیر
پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونو او چاپيریال ساتنې څانګه
دوچکالۍ پېژندل
سمولوچکالي هغه اوږده دوره ده چې د باران د نه ورېدو له امله د هوا نسبتي رطوبت په تدريجي دول سره يعني په ۵۰۱ عام تصور دخلکو له دښتو تقريبا روښانه ده هغه ځاي چې داوبو دکمبود له وحي اوکمبود دپوښښ دوښو له تيز اوسوزوتکي لمر سره او خطرناکه طوفانونه چې مرګ ژوبله ولري هيڅ توانايې نه لري،اما دکار پوهانو له نظره دښته هغه ايکوسيستم دي چې کلني اورښت يې۱۵۰ ميلي متره او دحرارت نتيحه يې۴۰ درحو دسانتي ګراد څخه زياته او نسبي رطوبت يې۱۵-۵۰فيصده وي . ملي مترو څخه کمه وي وچې سيمي بلل کيږي او په تدريجي ډول دکال په اوږدو کي دکلني اورښت اندازه تقريبا د ۲۰۰ميلي مترو څخه کمه وي نو وچکالي رامنځته کيږي هغه سيمي چې د کلني اورښت اندازه يېکمه وي او د حرارت درجه لوړېږي.ېاوچکالي هغه حالت دې چې په ېوه سېمه کي اورښت اندازه دکلنۍ منځنۍ اندازي څخه ډېر ټېټه شي اونوموړي شنه اواباده سېمه وځپي. ==د وچکالې د رامنځته کيدو تاريخچه== وچکالي نباتاتو پوښلي ځمکه د لمنځه وړي،د منرالي موادو د کموالي سبب ګرځي، همدارنګه ځمکه يو کلک پوښ پيداکوي، د ځمکې ساختمان تخريبېږي، که دا پيښه چېرې د نړۍ په سطحه پراخه شي، نو په محلي بڼه په انسانانو اثر غورځوي، د (UNEP) ياUnited nations Environment programs له نظره يعنې (د چاپيريال ساتنې نړيوال سازمان). ټولې دشتې او صحرايې ځمکې چې د کښت وړ وي په ۱۹۸۰کال کي نږدې۹۵۰۰ميليون هکټاره وي چې ۴۵۰۰ميليون هکټاره ځمکه د خرابيدو په حال کې وه ، د احمدوکاساس په ۱۹۸۷کې په دې عقيده و، هر کال ۶۰زره کيلومتره مربع ځمکه د لاسه وتي، ېعنې شاوخو(ا۲۳۰۰۰۰۰۰)هکتاره څړ ځاېونه او ۵۱۲۰۰۰۰۰۰)هکټاره ځمکه للمي او ۱۲۵۰۰۰اوبه لرونکې ځمکه. چې هغه کمتوليدلرونکي ځمکې چې دلاسه مو وځي نو بايد د هغه د پاره څه وکړو په تېرو پنځوس کلونو کې ۶۵۰۰۰۰کيلومتره مربع ځمکه دصحراپه جنوب ي برخه کې د وچکالۍ سره مخ ده بيا همUNEP د ېو اين اي پي د ارزونو له مخې د ۱،۵څخه تر۱،۶پورې هغه خلک دي چې وچکالۍځپلي دي د(نړيوالې بيديا ګانې د مخنيوي کميټي) په پنځمه ناسته کې چې په کال ۱۹۹۴کې وه معلومه شوه چې ۹۰۰ ميلونه خلک په نړۍ کې د وچکالۍ څخه تنګ دي، چې دوه سوه ميلونه يې افريقايې کروندګر دي او په افريقا کې د شلو څخه ترپنځوس ميلونو خلکو ځمکه خرابيږي (هرکال د اوبو يا باد له امله) شاوخوا ۱،۴افريقايې وچکالۍکې(۷۴۰۰۰۰۰۰)هکټاره حاصل ورکوونکي ځمکه د لاسه ورکولو په حال کې ده چې ۱،۵ميلونه ډالردنړېوالې نقشې پراساس وچکالي چې په کال۱۹۷۰کې چې دچاپيريال ساتنې نړيوالې کميټې اندازه کړي په ټولو براعظمونو کې ۳۸هيوادونو ته تاوان رسولې دي وچکالۍ پر وړاندې تدابير د باران د وچکالۍ(info Lack يا د وريځي)کله چې وچکالۍ واقع شي د وريځي (واوره او باران) نشتوالي دي. په ياد ولرئ چې باران نه يوازې دا چې د وچکالۍ په مانا. ځينو سيمو کې کيداي شي بې له کوم باران وريدو څخه د څو مياشتو لپاره ونه شي، عادي دخلکو او ساحون نه راځي، او بزګرانو ته د اوبو لګولو د زيربناوو وجود ونه لري ،او خلک د ستونزو وسره مخ شي د کرنې وچکالۍ واقع کيږي. اېکالوژي هغه علم دې چې دچارپيرېال اوپه مجموع کي دټول حياتي زنځيراواېکوسيستم څخه بحث کوي، ددغه علم پيچلتياپه دې کې ده چې ګڼ شميرپدېدې احتواکوي له بلې خوادغه ټولې پدېدې ېوپربل متقابلې اغيزې لري. دژوندچارپيرېال Environmentاوچاپيرېال ساتنه يې ېومهمه موضوع تشکيلوي،په دې کې هم ېوه ډېره مهمه موضوع اقليم ،داقليم بدلون،دتودوخې ورځ په ورځ زېاتيدل اودوچکاليوواقع کيدل دي. دځمکې دمخ هواورځ په ورځ تودېدل دنړې په ډېروسيموکې دوچکاليوپيښيدل اوپه ساحلي سموکې داورښتونوډېرېدل دکنګلي سيموپرلپسې وېلي کيدل هغه نړېواله لوېه ستونزه ده ،چې نه ېوازې ېه سيمه ېوهيواداوېوه وچه ورسره مخامخ ده بلکې دادټول بشرېت ستونزه ده چې ملګروملتونوهم په ېوېشتمه پيړۍ کې په خپله اجنډاکې شامله کړېده. له نيکه مرغه ددغې ستونزې په برخه کې علمي څيړنې ترسره شوي اوهم نوې لاس ته راوړنې ترسترګوشوي دي،پوهان اوس هم بوخت دي اوپه دې هکله علمي څيړنې کوي له بلې خواپه ګڼ شميرهيوادونوکې ټولنيزغورځنګونه راوېښ شوې دي اوچاپيرېالي ستونزواوچاپيرېال ساتنې په برخه کې عملافعاله مبارزه کوي مثلاپه جاپان کې دچاپيرېال ساتنې غورځنګ،په افرېقې کې دچاپيرېالي ستونزو،وچکالي اودګر مي دزېاتواتلي فعالان اوپه اوروپاکې دشنوګوندونو غور ځنګونه،چې ېوه موخه يې چاپيرېالي مساېل دي. دغوراوپا ملرني وړټکي دادي چې دچاپيرېال په دغه منفي بدلون کي ترډېره برېده پوري په خپله دانسانانوبي توازنه اوافراطي عمل دخيل اوېوفکتوريې ګلخانه ېې ګازات،دصنعتي فعاليتونو تشدېدي کيدل اوبي کنتروله اوافراطې اوفاضله کاربن داې اکساېدبهرکول دي . په دې لړکې ېوهم دوچکاليوپيښيدل دي داپه داسې چې په هيوادکې داوبوذخيره کولو،ساتنې اوجرېان دکنترول لپاره هيڅ ډول تدابيرنه شته دبيلګې په توګه افغانانوزرګونه کاله مخکې چې اوسنې ټکنالوژي اوماشينونه وه داوبه خورډېره ښه سيستم درلود. دغازي بند،سلطان بند،سلمابنداورستم بنداونورېې ښه مثالونه دي،دبيلګي په توګه افغانستان کې سيستان اوسيستان ابادې اوغوره هوانوم درلود. دسيستان دابادي درستم بندله برکته وه چې دغه بندپه ۱۳۸۳زکال دتيمورګوګاني په لاس چې له ماورالنهرڅخه ېې په افغانستان ېرغل کړېوه ونړول شو. دهرېروددحوزې هغه وېالې اونهرونه نه دي پاتې چې شااوخواسيمه ېې خړوبوله،دغزني دولاړواوبوطبعي بندکې هم داوبوزېرمه دله منځه تللوپه حال کې ده سلطان بندچې زرکاله عمرېې درلوده دتکنالوژاوپرمختللي عصرپه دوران کې ونړېده اواوس هم مونږپه دې برخه کې کوم تدابيرنه لرو. که چېرې په داسې حال کې په سيمه کې اوبولګولوسيستم نه وې اولازمه پراختيانه وي ورکول شوې ونې اوبوټي له وچوالي څخه لومړې مړاوي اوبياله منځه ځي. کله چې داډول حالات راشي دلمروړانګې هم دپخواني عادي حالت په پرتله لازېاتې اوپه ډېرشدت سره په ځمکه غورځيږي،په دې توګه داوبودکمښت اوګرمي ېوله بله سره لاس ورکوې اوپه سيمه کې رازرازستونزې پيداکوي.ناروغي زېاتيږي،دخلکوورځينې ژوندستونزمن کيږې اودژوندانه منابع له لاسه وځې، ان داچې چې نې،کارېزونه اوسيندونه اوچېږې تردې چې خاوره ورستږي اوخپل خاصيت دلاسه ورکوي تاوده بادونه رالګيږې اودشګوغونډې جوړوې اوژوندمختلوي همدارنګه سيمه له حاصل ورکونکې خاورې څخه تشه اوتيږې رابربنډېږې. بشرېت دډېرپخواڅخه دوچکالې څخه وېره درلوده. اېاسږکال به څنګه وي ؟هرافغان دهرکال په ژمي اوپسرلي کي همدې پوښتنې سره مخامخ کيږې خوافغانان نه پوهيږي چې دوچکالي راوستلوکې ددوې لاس هم شته چې په خپل تعقل اتدابييرويې مخه هم نيولې شي. په ۱۹۳۰څخه تر۱۹۳۸ ميلادي کلونوکې په امرېکې کې هم وچکالي راغله ددغه هيوادڅيړونکوپه دې برخه کې علمې څيړنې وکړې اوداتياېمې لسيزې په ترڅ کې ېې ډېرغوره علمي نتاېج ترلاسه کړل. ۱۹۴۴-۱۹۴۵ميلادي پورې په استرلياکي وچکالي پيښه شوه. ۱۹۸۲-۱۹۸۶م کې په افرېقې کې ډېره بده وچکالي پيښه شوه دادې اوس په ۲۰۰۹ ميلادي راهيسې بياليدل کيږي چې په ترڅ کې يې لس زره تنه له خپلوسيمه وکوچې ي دل. دځنګلونووهل اوله منځه وړل هغه سترظلم دې چې انسانان يې دخپلوراتلونکونسلونوپه وړاندې ترسره کوي. زمونږپه هيوادکې له ختيځ څخه نيولې (دکنړځنګلونه)ترجنوب(دپکتياځنګلونه)چې معمولاتل شنې وني لري اوبيادمرکزي ولاېتونوترشنوساحو(پلن پاڼي اوپاڼرېزځنګلونه)اوتيره بيادشمالي سيمودپستې ځنګلونه چې دېوې پټارې په بڼه له بدخشان اوسيزک غاښي څخه دهرات ترپولوغزېدلې دې له لاسه ووتل. دعلمي څيړنوله مخې که چېرې ېوه پنځه کلنه ونه شل تنوته اکسيجن چمتوکوي دپنځه هکتاره ساحې ونې پنځه ټانکره اوبه اوبړاس هواته ورکوي چې هغه بيا په ورېځ اوورښت بدليږې،په دې توګه شنه ساحه اوځنګلونه دوچکالې دمخنيوي اوګرمي دکمښت ډېره ښه وسيله ده. افغانانوته په کارده چې نه ېوازداچې ځنګلونه تبانه کړي بلکي هغه بياورغوي. زمونږهيوادترټولوزېات ځنګل روزنې استعداداوامکانات لري ديلګې په توګه پسته اودپستې ځنګل نه ېوازې په اقليم اوهواډېرمثبت تاثيرلري بلکې دهغې محصول(پسته)ېومهم عاېداتي مدرک دې. مونږداوبوذخيره کولوډېرښه امکانان لرو،زمونږسيندونه(کنړ،کابل،هلمنداوهرېرود)که چېره مناسب ځاېونوکې مهاراوکانالونه ورڅخه وکيندل شې نه ېواځې داچې شنه ساحه اوځنګلونه به پراخه شي بلکې اولسونه به معموراوابادشي،په ==افغانستان کې دوچکالې دمخنيوي لپاره ضروري تدابير== ۱ـ داوبوبندونواوسيندونوداوبودزېموجوړول. ۲ـ دکانال په کيندلوسره له ېوې سيمې څخه نوروسيموته داوبوانحراف اوابياري سيستم جوړول. ۳ـ په زراعتي اوځنګل لرونکوساحوېرغل نه کول،دښتې اوشاړې ځمکې تراستفادي لاندې راوستل. ۴ـ په غرنيوسيموکې اورښتونوداوبوداېسارولولپاره دبندونوجوړول چې په دې توګه دسيلابونومخه هم نيول کيږې. ۵ـ دهرې سيمې داقليم سره سم دونو،بوټواوځنګلونوپراختيادبيلګې په توګه زمونږدهيوادډېروچ ډاګونه هم دځنګل دکرلولپاره مساعددي. دختيځ په ډاګونوکې غزاوابليټس(اېوکالټس)ونې ډېرښه توافق لري، دجنوب په دښتوکې ټيټ قدي اغزي اوټيټ قدي کوچني بيدېاني بوټي دتکثيرفوق العاده قابليت لري چې په اقليم کې ډېرتاثيرلري،تاوده بادونه کنترول اودوچکالي دپيښيدوچانس کموي. الله جل جلاله مونږته کافي منابع اوامکانات په لاس راکړي دي که چېرې له هغوڅخه دېوباتدبيره وېښ متحداووطنپال ملت په توګه کارواخلومونږبه له هررازټولنيزواوطبعي ناخوالوځان ژغورلې وي.
دوچکالي ډولونه
سمولوچکالي يوه اقليمي اتفاقي پيښه ده، چې د هغې په اثر په چاپيريال کې طبعي او د هغې نقش په اقتصادي، سياسي اوټولن پوهنه عبارت د يو بل سره د برابروالي اوداوبه ايز حاصل ټيټوالې دې، وچکالي وچ اېکو سيستم په غير منظم تراغيزې لاندې راولي، د شلمې پيړۍ د نيمايې څخه دا تاثيرات قدم په قدم زياتيدل په هماغه اندازه ستونزې هم ډېرېدې د بيلګې په ډول غذايې ستونزې، اقتصادي، ټولنيزې او داسې نورې... په هر حال وچکالي او وچوالې د يو بل سره نږدې اړيکې لري يوازې دا نه ده چې د باران کم ورېدل وچکالي ده، يا د اوبو کمښت، بايد نور شيان هم په پام کې ونيول شي لکه. ۱–دنمجن موسم موده ۲–داوبودکمښت موده ۳–داوبوډېرکمښت ۴–دڅواونيوپرله پسې کموالې چې دنباتاتو د ودې په وخت کې منفي اغيزې لري. ۵–دکلنيوبهيدونکواوبوکمښت چې داليکتريکي انرژۍ پواسطه وي هم اغيزې لري. ۶–دځمکوداوبوکمښت اودهغې دسطحې لاندې راتلل هغه باران چې خاوره تر ژوروالي پورې لنده کړي د استراحت په حال کې نباتاتو لپاره کفاېت کوي. کله چې نباتات غټيږي او همدغه رطوبت هغوې سره تر يوه ځايه مرسته کوي او اقليمي وچکالي د څړ ځايونود پراخيدلو څخه مخنيوې هم کوي، وچکالي هم په طبيعي ډول په څو ډوله ده لکه اقليمي وچکالي، د اوبو سطحي وچکالي او کرهڼې وچکالي. هغه وچکالي چې د خاورې د بستر څخه پيداکيږي د نورو وچکاليو سره توپير لري، چې اوس د دريو ډولو وچکاليو څخه يادونه کوو. ۱–اقليمي وچکالي، ۲–داوبودسطحي وچکالي،۳–ادافيک وچکالي
اقليمي وچکالي
سمولوچکالي يوه اقليمي پيښه ده، چې په دې ډول وچکالي کې باران منځني حد يا د هغه څخه هم کم شي. د کم اورښت ټاکل ستونزمن کار دې او په منځني حد کې سړې تيروتنه کوي په تيره بيا د کُرې نيمايې برخې په دښتو کې چې هر کال د باران اندازه بدلون مومي. د باران ورېدل د هوا په حالاتو کې مهم رول لري که دا شراېط وړ وي د منځني حد څخه کم اورښت هم ښه حاصل ورکوي. د افريقا ساحلي وچکالۍ د ۱۹۶۵-۱۹۸۵م په تېره د ۱۹۷۲-۱۹۷۳م او۱۹۸۳،۱۹۸۶م کلونو په منځ کې چې د مورېتاني هېوادونو څخه تر (ايتوپي) پورې ټول هيوادونو نيولې وه، اقليمي وچکالي په افريقا کې د هغوې د دويمې ځانګړنې څخه وه. په برازېل کې د اورښت اندازه د ۴۰۰څخه تر۶۰۰ملي متروپورې دهوادهغوې کلنې کمښت د۴۰-۳۵پورې دې،چې ډېرې ځانګړې سيمي تراغيزې لاندې راځي چې د۴۰۰ملي مترو اورښت لاندې دي. حقيقي وچکالي په کال ۱۹۸۴-۱۹۸۳م کې وه چې په اکثره ځايونوکې منځته راغلې وه د ۱۹۸۴څخه اورښت زيات شو. اوپه۱۹۸۵کې سيلاب آسيايې زراعتي سيمې د منځه يوړي. او د ګرمۍ موسم په نيمه وچو سيمو کې، نيمه مرطوبه سيمو کې، د افريقا د سواحلو پر غاړه، شمالي هند، شمالي چېن او په ۱۹۲۰کلونوکې اورښت بيازيات شوددې برعکس۱۹۶۰کلونوکې دعربستان په جزيره،شمالي هنداوچېن کې هم وه.
داوبو سطحي وچکالي
سمولد اوبو سطحي وچکالي هغه ده چې طبعي سطحه د اوبو کمه شي او د اوبو لاندې سطحه په عادي توګه وپيژندل شي. د سيندونو په سطحه کې توپيرونه او د اوبو د تبخير په اړه توپيرونه هم ددې له اغيزو څخه دي چې افريقايې سيندونه ۱۰۰۰کاله مخکې دميلادڅخه چې شاوخوا۱۳درجې شمالي عرض کې او دوه درجې په جنوب کې اوچته وي، ۲۵۰۰کاله مخکې دميلادڅخه داسطحه ورو،وروښکته راغله چې داداورښت دکمښت نښه وه دافريقاشرقي سيندونه دخپلې لوړې سطحې سره چې په۱۹۵۱-۱۹۵۲پورې په ترتيب ښکته لاړه. په جاپان کې د (ناې) او (آسيايې) سيندونه خوږې اوبه لري چې د ځنګلونو د قطع کيدلو اندازه يې ښکته راغلې.
ادافيک وچکالي
سمول(د خاورې او تيږو د بستر وچکالي): دا ډول وچکالي د خاورې او د چاپيريال د وچکالۍ پورې اړه لري، (البرژه) او نورو په کال ۱۹۹۲کې دې ډول ځمکې خاورې پلټنه وکړه اوپاملرنه يې ورته وکړه. اوداپلټنې دخپلوهمکارانوسره چې اته برخې ځمکه چې يوملي مترمربع وي دفشارله وجې يې د باران شکل اختيار کړې وي. د دايمې اندازې له مخې د خاورې رطوبت، د وخت او اوبو د منلو وړ اندازه په خاوره کې اندازه شوې ده چې د افريقا په ساحلي سيمو کې د مورتياني عالم (تاسودان) له انده د موادو جذب د خاورې تر اغيزې لاندې وي، واښين او ښاخ ډوله ريښې ډېر کم د وچکالۍ د اغيزې لاندې راځي نبات د فعاليته لوېږي او دا حالت کولې شي چې چاپيريال ته هم ډېر خطر پيښ کړي او اقليمي وچکالي ترې رامنځته شي نوځکه نباتات خپل دودي توازن دلاسه ورکوي اوپه اخره کي دځمکې په وچکالي اوړي ، په ۱۹۵۰کال کي دافريقاټولې شګلنې سيمې چې۱۵۰ملي متره اورښت يې په کال کې درلوددGramina د پوښښ څخه برخمن شول، او ددې نباتاتو لپاره غونډۍ ټاکل شوي دي چې د ذراتو د حرکت او د موادو د بيځايه کيدو څخه مخنيوې وشي، د ساتلو وړتيا يې ډېرېږي او په پايله کې دا خاوره ښه حاصل ورکوي خو اکثرا دا سطحې بادونو ته پاتې وي نو ځکه نباتات خپل د ودې توازن د لاسه ورکوي او په اخره کې د ځمکې په وچکالۍ اوړي.
دوچکالۍ ځينې ځانګړتياوې
سمول(۱)دمينځلو لپاره داوبو دکمښت له امله خلک دستونزو سره مخامخ کيږي. (۲)خاوره له منځه ځي. (۳)دکرنيزو توليداتو اندازه ډيره کميږي. (۴)دبريښنا دتوليد له امله دبندونو داوبو زيرمې کميږي،دبريښنا توليد هم کم او ښايې اوبه په برخو وويشل شي. (۵)ډيره وچکالي په ځنګلونو کې داور لګيدنې لامل کيږي.
دوچکالي په څو مرحلو کې لرونکې خصوصيات
سمول(۱)دهوا وچوالي،دخوړو او څښاک کمښت او دټولنې دخلکو دروغتيايې ستونزو سره يو ځاي دڅښلو داوبو کمښت. (۲)دلومړنيو خوراکي توکو دشتوالي په هکله د ډاډ لمنځه تلل. (۳)دڅښلو اوبو پسې ډيرو لري ځايونو ته تلل چې دزړو او کمزورو خلکو او ماشومانو د روغتيا دخرابۍ لامل کيږي. (۴)په کروندو کې دغذايې توکو او په باغونو کې دميوو نشتوالي،دپاکو اوبو کمښت او داوبو ککړتيا. (۵)دناروغيو زياتيدل او دماشومانو او لويانو دمړينې دزياتيدو خطر. (۶)داضطرار کلک حالت ،دخوراکي توکو نشتوالي او په عمومي توګه داوبو کمښت. (۷)دناروغيو دپراخوالي دپام وړ زيات والي،دماشومانو او لويانو حتمي مړينې. دغه ارزيابي د جي آي ايس په شبکه کې درج ده او په بيلابيلو سيمو کې دوچکالۍ دتثبيت دبنسټ معيار ګڼل شوې ده .
نور ضمني عوامل هم په وچکالي کې دپام وړ دي
سمول(۱)په ښارونو کې تر يوې اندازې پورې دخوراکي توکو کمښت نه تر سترګو کيږي،خو په کليوالي سيمو کې خلک داوبو او خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ وي.
(۲)داوبو په بندونوکې داوبو دکمښت له امله په ښارونو کې دبريښنا کمښت وي،بريښنا په ځنډ،ځنډ فعاله وي او ددې تر څنګ وچکالي ګڼ شمير اقتصادي ستونزې هم لري.
دځمکې دتودوخې دزياتيدو لاملونه چې دوچکالۍ سره اړيکې لري
سمول(۱)دلمردتورو ټاپيو دځايونو دبدلون له امله دتودوخي زياتيدل. (۲)فعال اور غورځونکي. (۳)تاوده شيان او بړاسونه. (۴)دتودو اوبو چېنې. (۵)داستوا په کرښه او استوا لاندې دلمر دوړانګو عمودي لګيدل. (۶)دشګلنو سيمو وچه او توده هوا. (۷)دځمکې پر مخ د شنه فرش له منځه تلل او په څړ ځايونو کې دڅارويو ډير زيات څرول. (۸)دسمندرونو داوبو کلني بړاس. (۹)دګلخانه يې ګازونو رامنځته کيدل او داوزون دطبقې لمنځه تګ چې د ځمکې دتودخې لامل کيږي.
د باد وچکالي
سمولعبارت د اتموسفير د وچکالي څخه دي چې ډېر زورور بادونه او ګرمه هوا ورسره مل وي، د رطوبت د نه شتون له امله د ځوانو نباتاتو پاڼې په ېو اړخ پرتې وي او خيرنې ښکاري هغه بوټې چې ځوان او کافي نايتروجن لري او د وچکالۍ له لاسه په پخوانيو کې بوټو باندې پراته وي، که داسې وي نو د ناېتروجن کمبود ښيئ. او که نايتروجن په کافي اندازه مصرف شويوي نو د ژر غټېدو مخنيوي کوي او قهوه يې رنګه ټاپې د پاڼو پرمخ پيدا کېږي امکان لري چې بوټې وچ شي د وچو دښتو نباتات او حېوانات د يو يا څو لارو څخه اوبه لاسته راوړي او د کارول شويو اوبو د سوريو د حرکت د کنټرول څخه او همدارنګه د وچکالي د خوښوونکو ساختمانونو څخه لکه زخيم کيوټيکل هره ورځ ښکته ځي او سطحه کنټرولوي.
اکثراوښېن نباتات وچکالي سره مقاومت کوي لکه د کرمې په مقابل کې کاکتوس چې د ورځې له خوا بندوي او د شپې چې کله خلاص شي کاربن ډاې اکسايد د فوتو سنتيزس لپاره اخلي او د عالي اسيدونو په حيث يې ذخيره کوي او د ورځې يې ازادوي او د د فوتو سنتيزس عمليه سرته رسوي.اکثرا نباتات د بند څخه لاندې د وچکالۍ په مقابل کې ښه مقاومت لري او کولې شي چې خپل ژوند ته ښه ادامه ورکړي او د ډېرو وچېدو مخنيوي کوي. دښتي ګزروفيتونه هم د وچکالۍ او د حرارت د د رجې په مقابل کې ښه مقاومت کوي، يو شمېر نباتات پوهان د ساکنو او غيروساکنو کزروفيتونو ترمنځ په توپير قانع شوې. غيرساکن ګزروفيتونه: واړه شاخونه او وړې پاڼې لري او په وچ فصل کې وړې پاڼې او واړه ښاخونه منځته راوړې لکه : ګل سنګ او اکاسيا. ساکن ګزروفيتونه: ثابت هيومس لري او په غالب ګمان سره يوه ښه نوع يې د يوکالباران دنه کېدوپه صورت کېسره هم خپل ژوند پرمخ وړلاې شي او ډي هايدرېشن زغمي لکه موسې شيره چې فشار يې د ۵۵درجې داتموسفير څخه لوړېږي او د اوبو ژر جذبيدل پکې ښه ونډه لري، چې د هغوې د بدن د اوبو مقدار ثابت نه دې او همدارنګه دوې کولاې شي چې د دانه لرونکې خاورې څخه اوبه لاسته راوړي. ځنې نباتات د باران د اول ځل ورېدو سره نوې ريښې منځته راوړي، ځنې کاکتوسونه لږې ژورې ريښې او د يو اړخ نه زياتې ريښې لري.
د وچکالې تاثيرات
سمولد وچکالې تاثيرات په ايکو سيستم باندې
سمولاوس مهال چې د فضايې ليدونکو پوسيله د دښتو پيښې څه ناڅه مالومې شوېدي او د هريوچې او دښتې لپاره موعوامل اومېکانيزم جوړکړې دېاو داقليم مسله شاوخوا د وچکالي اوداوبود وچکالي سره ګورو مخکې مو ولېدل چې په ټولو براعظمونو کې وې په اروپا کې (د مديترانې په غاړه) وچ ځايونه شتون لري، چې په هغې کې د محيط د اوبو وچوالې د اقليم شاوخوا يو بل ته نږدې دي، د چاپيريال وچوالې
دا ښيئ چې د باران کموالې شتون لري. او دارنګه وچکالي نور اقليمي عوامل هم لري لکه: ډېر تيز لمر، د حرارت لوړه درجه، د هوا کم رطوبت او زيات تبخير سره تړلې دې.اويو کال ځکه وچ وي چې په هغې کې موقتي بارانونه دي او د عادي بارانونو پورې اړه لري، د ساحلي (شمالي افريقا) اود سوډان ايکو سيستم مخکې د وچکالۍ د سيستمونو تر اغيزې لاندې وو.
دنبات په وسيله پوښل شوې خاوره نسبت لوڅي خاوري ته غني وې دهغوې ډېناميک توپير په داخل دخاوره کي چې دفضاېي توپير قابليت اوداوبولپاره دېونبات لاس رسي وي.نباتي پوښښ بدلون مومي اوپه مجموعي ډول دنبات ژوندتغير کوي اوپه پايله کي ټول نباتات په وچ اېکوسيستم کي چې دنبات پوښلي برخي اوېادنبات مختلفې سطحي چې په بيلابيلوبرخوکي يې وده موندلي وي.اودابرابروالي ېوکمزورې حالت وي.
داوبوپرمنابعو تخريب کوونکي اغيزي
سمولدوچکالي په وخت کي نه يواځي داچې داوبود منابعو کموالي موجود وي بلکي دځمکي لاندي اوبودراوتلوستونزي هم موجودي وي چې دغه ستونزي د وچکالي له امله په اوبوکي د بکترياوو او انوروناروغيودنمودزياتوالي اوپه معدني موادوکي د مضره ميکروبونود زياتوالي باعث ګرځي .
د څړځايونو پر مخ تخريب کوونکي اغيزې
سمولکوم وخت چې وچکالي موجوده وي نوڅړځايونه هم کم وي او هم د نباتاتوناروغي زياتي وي او هم د نباتاتوپرکيفيت رشد نمواوبرابروالي كي مستقيمي اغيز کوي اوپه نتيجه کي د څړځايونود لمنځه تلو باعث ګرځي . ۴ـ دخاوري پرمخ تخريب کوونکي اغيزي:دوچکالي په وخت کي خاوري دځانګړوتخريب کوونکواغيزولاندي وي، لکه د دښتو پيداکيدل ، او دخاورو اود معدني موادو بدلونونه رامنځته كيږي .
په ټولنيزو او اقتصادي مسايلو پرمخ تخريب کوونکي اغيزي
سمولدوچکالي په وخت کي په توليداتوکي کموالي راځي چې ددوي په نتيجه کي اقتصادي ستونزي راولاړيږي . چې ددغو اقتصادي ستونزوڅخه مهاجرتونه ، د توليدي ځايونو خالي پريښودل ، د حدنه زيات د رموساتنه اوداسي نور دي چې دغه ټولي ستونزود زياتوالي باعث ګرځي .
د وچکالۍ په مقابل کې د نبات عکس العمل
سمولد وچکالۍ په مقابل کې عکس العمل د يو اندازه ميکانيزونو او سختو عکس العملونو نتيجه ده، ځنې خلکو ويلي، چې يوازې اساسي ميکانيزم کولې شي چې وچکالي په مقابل کې مقاومت وکړي يو نبات کيداې شي چې د اجتناب او زغملو ميکانيزم ولري. د چاپيريال د شرايطو د پلي کيدو څخه مخکې يو نبات کولې شي چې د وچکالۍ په مقابل کې ځان وساتي، زياتره وخت ځنې نباتات کولې شي د خپل ځان په داخل کې د يو څه اوبو د ذخيره کولو له لارې د وچکالۍ په مقابل کې مقاومت وکړي او دا کار د ژورو ريښو پوسيله سرته رسيداې شي. د يو پنډ کيوټيکل او په پاڼو کې د ډېرو سوريو لرل کولې شي چې په ګرميو کې ځان وساتي، د سوريو بندول کولې شي چې د ډېرې وچکالۍ څخه مخنيوي وکړي ځکه چې د پاڼو سوري د ګازو او کاربوتيک د زياتيدو څخه په فوتوسنتيزس کې کنټرول وکړي خو د وچکالۍ په مقابل کې دا توان ډېر کم دې کوم نبات چې دا ډول ميکانيزم لري کولې شي چې د رطوبت پوسيله وده وکړي.
د وچکالۍ د زغملو ميکانيزم
سمولد دانه لرونکو نباتاتو او وښينو نباتاتو حالت په حال د ضعيف کيدو کې دې. د وچکالۍ له امله رامنځته شوي يکانيزم: په وښينو نباتاتو کې ډېرې وخت په نظر راځي، د ټيټې طبقې ميکانيزم يواځې په پستو نباتاتو کې رامنځته کيږي. (اسپتي) خاورو کې واښين لنډ بياباني نباتات او نيمه بياباني په وچ اقليم کې شتون لري، د اقليم ښکته والې د تبخير څخه کم وي او بل ډول هوا د نمجن کولو او د خاورې د قوي کولو لپاره وي، په معتدله وچو سيمو کې بارانونه موسمي وي او په ترتيب سره ورېږي او د باران ورېدل په داسې سيمو کې يوه پيښه وي،کيداې شي څو کلونه سر په سر باران ونه اوري نو د تبخير تيزوالې او د اوبو پاس راتلل په خاوره کې د خاورې سره ښه کومک کولې شي، د داسې نمو نورې نښې د هوا وچوالې او د حرارت د درجې توپير د تيږو د فزيکي خرابوالي سبب ګرځي.
په نباتاتوکي داوبو دکمښت اغېزي
سمولموقتي مړاوې کيدنه
سمولددي مړاوې کيدواصلي دليل داتموسفيروچکالي ده څه وخت چې په خاوره کې په کافي اندازه اوبه شتون ولري خودهواکم رطوبت دحرارت درجي لوړېدل اوتبخيرلوړېدل چې په خاوره کي داوبو اندازه شيان نه شي زغملي په دي وخت کي ډېرې نباتات خپل دپاڼو شينوالي اوتازه والي دلاسه ورکوي چې په فوتوسنتيزضعيفه کيږي اوډېرژرپه نبات اغيزه کوي.
داېمي مړاوي کيدنه
سمولداهغه مهال پيل کيږي چې په خاوره کي داړتياوړ اوبه شتون ونه لري که په دي وخت کي تبخير کم هم وي دنباتات دداېمي مړاوي کيدلو سبب کيږي چې په پاېله کي دنبات ټول ارګانيزم وچېږي ځواني پاڼي دودي په وخت کي اوبه دساقي اوريښوڅخه اخلي چې داډول مړاوي کيدل ډېروژونکي هم وي.
دوچکالي زيانونه
سمول۱-کرنيزهارتيکلچري ځنګلي نباتات اوخاوره ويجاړوي ۲-هغه موده چې بيلابيل سلويکچري عمليات په کي صورت نيسي مخنيوي کوي ۳-په طبعي يا مصنوعي ډول دځنګل بيرته نوي کول دناکامئ سبب کيږي ۴-داوبودکموالي شرايط منځته راوړي ۵-رسيدلوځنګلونوکي ټولي وني اوبيا دوني پورته برخه وچوي دوچکالي اغېزناکه مخنېوي هغه کرنيزبوټي چې په تکرارې ډول په وچکالي کي ښه حاصل ورکوي نوهغوې درطوبت ذخيره کولوېا جوړولوته هم ډېره اړتيا لري چې همدې ته نورهم شته چې عبارت دې له:داوبو دکمښت زغمونکې بوټي ټاکل چې داېوکرنيزتکتيک هم دي چې رطوبت څخه استفاده وکړې اونورې اوبه ذخيره شي اودتبخيرکيدل هم کله کله پيښيږي ېعني دهغه نباتاتوټاکل مناسب دي چې وچکالي ښه زغملې شي. ) مدرسکي) او (جغرز) په ۱۹۷۳راپوروړاندې کړهغه بوټي چې وچکالي پرې ډېره اغزه نه شي کولې په ۱۰۰کي ۲۰ اوهغه بوټي چې وچکالې پرې ډېره اغيزه لري په ۱۰۰ کې ۴۰ زېات شوې دي دجواروغوندې بوټې چې په ډېره کمه موده کې غټيږې په کمه اورښت لرونکوسيموکې ښه نتيجه نه ورکوې ډېر کرنيزبوټي داوبودکمښت سره لاس اوګرېوان دي داهغه وخت دې چې ېونبات پرته دکوم زېان څخه وچکالي نه شي زغملې . (اسلچر)په ۱۹۶۹کال کې وېلي چې په وربشوکې همداپروسه پرمخ ځي اوبياپه صيعت کې ډېره نه کارول کيږي. (رېد)په ۱۹۶۶کې وېلي چې دميوې په وخت کې دميوې دوړې کيدوسبب کيږي اود۵۰څخه تر۷۵سلولونواوبه دلاسه ورکوي زراعتي بوټي پرلپسې دوچکالې دخطرسره مخ کيدونکي دي. دناروغيومخنيوې په نباتاتوکې ددانودزېاتوالي سبب ګرځي اودې کارته په پرلپسې وچکالې کې باېدډېره پاملرنه وشي وخاورې حاصلخيزي دوچکالي په مقابل کې هم باېد په نظرکې ونيول شي په خاوره کې دغذاېې موادوکمښت داوبودډېرمصرف سبب کيږې اودېونبات وده داوبوسره کموي اونوې وده صورت نه نيسي اونبات ته هم ډېر ګټوروي داوبوراټوليدل په خاوره کې اوبيادهغواوبواستعماليدل دنبات له لارې په زراعت کې داېوه ښه لاره ده په خاوره کې ذخيره شوېلوندوالې اودکيماوي سروکارېدنه ېه اړېنه لاره ده دچاپيرېال،اوبواوهوادوچکالي سره دنباتاتوجوړښت:
دوچکالي سره دجوړښت له پلوه ډلبندې
سمولپه وچکالي کي فعالي نوعي: داوبوذخيره لري اوبوټې ته داتوان ورکوي چې په وچکالي کي خپل ژوندپرمخ ېوسي اوخپل شينوالې په ټول کال کې وساتي په دې نوعوکې قوي نباتات شامل دي چې کم ستوماته اووړې پاڼې لري اوداسې ښکاري لکه ېوکلن نباتات داېوکلن نباتات ډېره دانه توليدوې دخوب موده ېې ډېره وي اوباران څخه مخکې ميوه ورکوي. سوکلن نباتات دخپلورېښوپه وسيله خپل چاپيرېال په امن کې ساتي ددې نباتاتورېښې نظردهغه نوعې اوضخامت ته چې پوټکې ېاپوښ يې دځمکې سره تړلې نه وي مختلفې برخې لري سطحي رېښې چې دسطحې اوبوڅخه ګټه پورته کوي اوژورې رېښې ژورواوبوڅخه ګټه پورته کوي چې داهم دوچکالې په مقابل کې ېوښه لاره ده دداېمي نباتاتوډېرول دهغوې درېښو،دانواودېادوزړوڅخه صورت نيسي. ۲ـ دوچکالي غيرې فعالې نوعې: دوچکالي په وخت کې په دې نباتاتوکې دفوتوسنتسيزعمليه غيرفعاله وي. ېوکلن نباتات:څه وخت چې ددوې دژونددوران دباران له خوامحدودشي نوددوې دانې مقاومت کوي. داېمي نباتات:دوچکالي په وخت کې خپلې پاڼې دلاسه ورکوي اودلوندفصل په پيليدوسره خپل فعاليت بيا پيلوي .
دوچکالي په مقابل کي دنباتاتومقاومت
سمولهغه نباتات چې وچکالي سره مخ وې کله چې اوبه ورورسيږې نوبېادانباتات دډېرې وچکالي سره ښه مقاومت کولې شي داقوي نباتات دپروتوپلازم لرونکې دي ېادفوتوسنتيزې قوې عملي لري دتيزتنفس کمښت،نسبت رېښي نه ساقي اوپاڼه کي ښه وي اودوچکالې په مقابل کې دکم قوت لرونکونباتاتو په څير وي،هغه نباتات چې دوچکالي سره مخ دي اوقوي دي دوچکالي په مقابل کي دهغوي نوري برخې عبارت دي له: ۱ـ سلولي رطوبت ډېرښت، ۲ـ دجوړېدونکې انزاېم ېا ناېترېت ډېرښت، ۳ـ دناېترېت راټولېدل، ۴ـ دناېتروجن داندازي ډېرښت، وچکالې په وړاندي دمقابلي وړتيا يوي نوعي څخه بلي ته توپيرکوي داوړتيا په يوشميرځانګړتياووپوري اړه لري چې نباتات ورته ښايي انکشاف ورکوي دبيلګي په ډول اغيزمن انتقالي سيستم دپاڼوکمه ساحه ډبل کيوتيکل دسټوماټا دشميرکموالي دپاڼوريژول اونور
دوچکالئ په وړاندي دمقاومت دوړتياپه اساس دونوانواع
سمولدوچکالې په وړندي مقاوم دوچکالې په وړاندي نيمه مقاوم ددي ډولونوڅخه لاندي جدول کي ورکړل هريوصنف ديوشميرانواعونومونه په شوي دي
د وچکالي په وړاندي مقاوم د وچکالي په وړاندي نيمه مقاوم د وچکالي په وړاندي حساس
Acacia arabica Acacia catechu Toona ciliata Bombax ceiba Dalbergia sissoo Shorea robusta Zizyphus jujuba Adina cordifolia Tactona grandis
سرچینې
سمولراټولوونکی عبدالاحد احدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه ۱:- اخوت، محمود ، بيمارې غلات، ۱۳۷۶ ، انتشارات دانشګاه تهران
۲ـ عظمي،رضوان لله ،اېکالوژي لکچرنوټ،۱۳۹۴،لغمان پوهنتون.
۳:- امينې ، اجمل، ۱۳۸۱ ،د طبعي پيښو اساسات لکچر نوټ. لغمان پوهنتون.
سمول۴:- ځلاند ،وسيم الله ، عمومي سلويکلچر، ۱۳۹۳ کونړ پوهنتون.
۵:- وچکالې او دهغې په وړاندې تدابير ( دپوهاند بشير دودېال صيب ليکنه.
۶: www.google .eschool today.com