دويمه څپه فيمينيزم


د فيمينيزم دويمه څپه د فيمينيزم پلوي فعاليت هغه دوره وه، چې د ۱۹۶۰ز لسيزې په لومړيو کې پيل او نږدې دوه لسيزې يې دوام وکړ. د ټولې لويديځي نړۍ هېوادونو کې پېښه شوه او د تېرو فيمينيزم پلويو لاسته راوړنو د بیارغولو له مخې يې د ښځو لپاره د برابرۍ زياتول په نښه کړل.

په داسې حال کې چې د فيمينيزم لومړۍ څپې زياتره د رايې کارونې پر حق او د جنسيتي برابرۍ (لکه: د رايې کارولو حق او ملکيت حق) پر وړاندې د قانونې خنډونو پر له منځه وړلو تمرکز کاوه، دويمې څپې فيمينيزم خپله مناظره پراخه کړه چې موخه يې جنسيتي تمايلات، کورنۍ، کورنی حالت، کار ځای، د بيا زېږېدنې حقونه، حقيقي يا بالفعل نابرابرۍ او رسمي قانوني نابرابرۍ مسائلو رانغاړل وو. دا خوځښت پر پلارواکۍ باندې نيوکې يا په ټولنه کې د نارينه تر واک لاندې بنسټونو او کلتوري لارو چارو باندې متمرکز و. دويمې څپې فيمينيزم د کورني تاوتريخوالي او مدني په زور نيونه [په زور زنا کول يا تښتول] مسئلو ته هم پام واړوه. د په زور زنا يا تښتونې کړکېچ مرکزونه او د ښځو پناه ځايونه يې جوړ کړل او د خونديتوب او طلاق په قوانينو کې يې يو څه بدلونونه راوستل. د فيمنيزم د پلويانو کتابپلورنځي، د امتياز اتحاديې او رستورانتونه د خوځښت د ناستې له کليدي ځايونو اون اقتصادي ماشینونو څخه وو. [۱][۲][۳]

د دويمې څپې فيمينيزم اصطلاح، په خپله د ژورنالېستې Martha Lear له لوري د «فيمينيزم پلوې دويمه څپه: دا ښځې څه غواړي؟» تر سرليک لاندې د نيويارک ټايمز مجلې د ۱۹۶۸ ز د مارچ مياشتې په يوه مقاله کې عمومي وينا د عامو خلکو پر وړاندې راوړل شوه. نوموړې وليکل: ملاتړ کوونکې ورته د فيمييزم پلوې دويمه څپه وايي، دويمه څپه د رايې حق له پرتمينې بريا وروسته بېرته وګرځېده او په پای کې د يو ځای کېدنې يو ستر sandabar کې ورکه شوه.[۴]

د زياتره تاريخ پوهانو له نظره، د فيمينيزم د دويمې څپې دورې په امريکا کې د ۱۹۸۰ ز لسيزې کې د ځينو مسئلو، لکه: جنسيتي تمايل او pornography پر سر د فيمينيسټ جنسيتي جنګونو د فيمينيزم دننه په شخړو سره پای ته ورسېده، چې د ۱۹۹۰ ز لسيزې په لومړيو کې يې د درېيمې څپې فيمينيزم دوره کې لارښوونه وکړه. [۵]

په متحده ايالتونو کې دويمې څپې فيمنيزم ته کتنه

سمول

د فيمينيزم دويمه څپه په متحده ايالتونو کې له دويم نړيوال جنګ څخه وروسته د ښځو د نوي کورني ژوند پر خلاف د يو ځنډني غبرګون په توګه راغله: د ۱۹۴۰ ز لسيزې جنګ څخه وروسته پراختيا يا ستر خوځښت چې د بې مخينې اقتصادي ودې په واسطه يوه مشخصه دوره وه او د baby boom په نوم ستر خوځښت چې د کورنۍ اړوند کليوالي سيمو يو حرکت او د ملګرتيا [خوښې] واده وروسته هيله وه. د دې وخت پر مهال ښځو د کورني ژوند او کورنيو دندو کې د بوختيا امله د ګومارنې يا دندې تر لاسه کولو ميلان نه درلود. که څه هم يوازې په کور کې بوختېدل د دوی لومړنۍ دنده وه، مګر زياتره وختونه يې په کور ګوښه او له سياست، اقتصاد او قانون جوړونې څخه لرې پرېښودې. دا ژوند د خپل وخت د رسنيو له لوري په روښانه ډول تشرېح شوی دی. د بېلګې په ډول: لکه د Father Knows Best [پلار ښه پوهېږي] او Leave It to Beaver تر سرليک لاندې تلويزيوني نندارو کورنی حالت خپل وروستي مطلب ته ورساوه. [۶]

ځينو مهمو پېښو د دويمې څپې د بنسټ ډبره کېښوده. فرانسوۍ ليکوالې (Simone de Beauvoir) په ۱۹۴۰ لسيزه کې په پلارواکه ټولنه کې د «بل» په توګه د ښځو په اړه درک کړای شوې نظريه يا مفهوم څرګند کړ. نوموړې د خپل ۱۹۴۹ ز کال د «دويم جنس» په نوم علمي رساله کې پايله بيان کړه، چې نارينه متمرکزه نريه د يو اصل په توګه منل شوې ده او د افسانې د روان پرمختګ په واسطه پياوړې شوې دا او دا حقيقت چې د ښځې د اميندواره کېدلو، شيدې ورکولو او په مياشتني ډول ناروغېدلو (حايضه کېدل) وړتيا په هيڅ حالت د دويم جنس په توګه د يوې ښځې ځای کولو لپاره د منلو سبب يا تشرېح نه ده. ياد کتاب د يو څه متن په کمولو سره له فرانسوي څخه انګليسي ته وژباړل شو او په ۱۹۵۳ ز په امريکا کې چاپ شو. [۷][۸]

په ۱۹۰۶ ز کې د خوړو او درملو ادارې تر کيبي contraceptive ګولۍ (د خولې له لارې خوړل کېدلې) تاييد کړې، چې په ۱۹۶۱ ز کې هم د لاسرسي وړ شوې. دې چارې د ښځو لپاره د تمې خلاف اميندواره کېدلو له امله د دندې له پرېښودلو پرته ورته (دندې ته) ادامه ورکول اسانه کړل. دې دا معنا هم لرله چې د ناڅاپي اميندواريو له امله به ځوانې جوړې په عادي ډول ناخوښه ودونو ته نه اړ کېږي. [۹]

که څه هم په پراخه ډول منل شوي دي، چې ياد خوځښت له ۱۹۶۰ ز لسيزې څخه تر ۱۹۸۰ ز لسيزې پورې ادامه وکړه، مګر کره کالونه په ګوته کول يې ستونزمن او ډېری وختونه کړکېچن وي. باور دا دی چې ياد خوځښت په ۱۹۶۳ ز کال کې هغه مهال پيل شوی دی، چې Betty Friedan خپل اثر (ښځينه معنوي پېژندنه: The Feminine Mystique) چاپ کړ او د ښځو د حالت په اړه د ولسمشر John F. Kennedy ولسمشريز کميسيون د جنسيتي نابرابرۍ په اړه خپل راپور خپور کړ.

د ولسمشر Kennedy ادارې د ښځو حقونه د نوې پولې (New Frontier) مهمه مسئله وګڼله او د خپلې ادارې لوړو بستونو ته يې ښځې ونومولې. نوموړې د ښځو د حالت په اړه يو ولسمشريز کميسيون هم رامنځته کړ، چې مشري يې Eleanor Roosevelt له خوا کېده او د Peterson او لوی څارنوال Robert F. Kennedy په ګډون مقامونه، سناتوران، استازي، سوداګران، روانپوهان، ټولنپوهان، پروفيسوران، فعالان او عامه خدمتګاران يې رانغاړل. ياد راپور د مورولۍ تاديه کېدونکې رخصتي، زده کړو ته پراخ لاسرسی او له ښځو سره د ماشوم ساتنې کې د مرستې برابرولو په واسطه د دې نابرابرۍ د بدلون غوښتنه وکړه. [۱۰][۱۱][۱۲]

په يو څه پراخه ټولنه کې د ښځو له لوري نور عملونه هم وو، چې په سياست کې د دوی د پراخې بوختيا يا ګډون يې په ډاګه کاوه او کېدای شي د دويمې څپې سره راشي. د ۶۰ ښارونو په ۱۹۶۱۵۰۰۰۰ مېرمنو کې چې د سولې لپاره د ښخو اعتصاب له لوري هڅول شوې وې، په فضا کې د هستوي بمونو د ازمايلو او ککړو شيدو په اړه لاريون وکړ. [۱۳][۱۴]

په ۱۹۶۳ ز کې د Simon de Beauvoir له بنسټ اېښودنې څخه اغېزمنې شوې Betty Friedan د ښځينه معنوي پېژندنې تر سرليک لاندې زيات خرڅېدونکی کتاب وليکه. ياد کتاب کې يې په بنسټيز ډول د سپين پوستو ښځو په اړه بحث کاوه، چې تر څنګ يې په مطلق رسنيو کې د ښځو د انځورولو او کور کې ځای پر ځای کولو (د کور مېرمنې په توګه) په څرنګوالي باندې نيوکه وکړه، چې د دوی شونتياوې او ضايع شوی ځواک يې محدود کړی دی. نوموړې له Smith College څخه د خپلو پخوانیو ټولګيوالو څخه په ګټې اخيستنې سره د يوې خورا اړينې نظرپوښتنې (سروې) په تر سره کولو کې مرسته کړې وه. يادې سروې څرګنده کړه، چې هغه ښځې چې په کور او کاري ځواک کې يې ونډه لوبولې، د نورو هغو په پرتله ډېرې خوښمنې او قانع وې، چې يوازې په کور پاتې شوې وې. په کور پاتې شویو ښځو د پارونې او خپګان احساسات څرګند کړل. Friedan پايله تر لاسه کړه، چې ډېری دې خوابدو ښځو ځانونه په دې نظريې کې ډوب کړي دي، چې بايد له کوره د باندې هيڅ هيلې ونه لری. فرېډان دا د بې نومه ستونزې په توګه تشرېح کړل. نوموړې وليکل چې: د بشپړې هستوي کورنۍ انځور شوي حالت او په پياوړي ډول په هغه وخت کې عام کېدلو خوښې ورغبرګه نه کړه او د ښځو لپاره لږه د پام وړ وه. دې کتاب ته په متحده ايالتونو کې د دويمې څپې فيمينيزم د پيلامې په توګه د ونډې لوبولو لپاره پراخ امتياز ورکړل شوی دی. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د Friedan د کتاب تر څنګ د ښځو حالت په اړه د ولسمشريز کميسيون له لوري راپور د زياتو ښځو (په ځانګړي ډول د کور مېرمنو) د ناخوښۍ په اړه خبرې وکړې او د فيمينيزم پلويو زياتو خپلواکو سازمانونو په ملتيا يې د سيمه یيز، ايالتي او فدرالي حکومت د ښځو ډلو جوړښت ته لاره هواره کړه. [۱۹]

سرچینې

سمول
  1. "women's movement (political and social movement)". Britannica Online Encyclopedia. نه اخيستل شوی July 20, 2012.
  2. Davis, Joshua Clark (August 8, 2017). From Head Shops to Whole Foods: The Rise and Fall of Activist Entrepreneurs. Columbia University Press. pp. 129–175. ISBN 9780231543088.
  3. Pierceson, Jason, 1972- (2016). Sexual minorities and politics : an introduction. Lanham, Maryland. ISBN 978-1-4422-2768-2. OCLC 913610005.{{cite book}}: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  4. Lear, Martha Weinman (March 10, 1968). "The Second Feminist Wave: What do these women want?". The New York Times (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-06-25.
  5. As noted in:
  6. Murray Knuttila, Introducing Sociology: A Critical Approach (4th ed. 2008 Oxford University Press)
  7. Simone de Beauvoir, The Second Sex, 1949.
  8. Moi, Toril (2002). "While we wait: The English translation of The Second Sex". Signs: Journal of Women in Culture and Society. 27 (4): 1005–1035. doi:10.1086/339635. JSTOR 10.1086/339635. S2CID 146683607.
  9. Tone, Andrea (2001). Devices & Desires: A History of Contraceptives in America. New York: Hill and Wang.
  10. "Esther Eggertsen Peterson (1906–1997)". AFL-CIO. Archived from the original on September 27, 2011.
  11. "President's Commission on the Status of Women 1961–1963". Womenshistory.about.com. December 14, 1961. نه اخيستل شوی July 20, 2012. {{cite web}}: Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)ساتل CS1: url-status (link)
  12. Hunt, Michael (2014). The World Transformed: 1945 to the Present. New York: Oxford University Press. pp. 220, 221. ISBN 978-0-19-937102-0.
  13. Woo, Elaine (January 30, 2011). "Dagmar Wilson dies at 94; organizer of women's disarmament protesters". Los Angeles Times.
  14. Laurie Ouellette (May 1, 1999). "Inventing the Cosmo Girl: class identity and girl-style American dreams". Media, Culture & Society. Mcs.sagepub.com. 21 (3): 359–383. doi:10.1177/016344399021003004. S2CID 143024139.
  15. DuBois and Dumenil. Through Women's Eyes: An American History Since 1865. (Bedford; St Martin's, New York)
  16. Epstein, Cynthia Fuchs (1988). Deceptive Distinctions: Sex, Gender, and the Social Order. New Haven: Yale University Press.
  17. Hunt, Michael (2014). The World Transformed: 1945 to the Present. New York: Oxford University Press. pp. 220, 221. ISBN 978-0-19-937102-0.
  18. Sweet, Corinne (February 7, 2006). "Betty Friedan". The Independent. London.
  19. CBCtv. "Betty Friedan: Women". YouTube. Archived from the original on 2021-12-21. نه اخيستل شوی July 20, 2012.