دوه پښیز توب

دوه پښیزتوب یو ډول ځمکنی حرکت دی چې په هغه کې یو ژوندی موجود له خپلو دوه شاتنیو اندامونو یا پښو په کارونې سره حرکت کوي. یو حیوان یا ماشین چې په دوه پښو حرکت وکړي، د دوه پښيز / ˈbaɪpɛd / په توګه پېژندل کېږي، د «دوه پښو» په مانا (له لاتیني bis «دوه» او pes «پښو» اخیستل شوی). په دوه پښیز حرکتونو کې په لاره تلل، منډې وهل او خیز وهل شامل دي.

اوسني ډېر کم ډولونه معمولي دوه پښیز دي چې د هغوی عادي تګ په دوه پښو دی. د ټریاسیک په دوره کې، د آرکوسورانو ځینو ډلو (د تمساح ګانو او ډایناسورانو په شمول ډلو) دوه پښیزتوب ته وده ورکړه؛ د ډایناسورانو په منځ کې، ټولې لومړنۍ بڼې او ډېری وروستۍ ډلې، انحصاري یا معمولي دوه پښیز وو؛ مرغان هم د ځانګړو دوه پښیزو ډایناسورانو، ټروپوډانو یوه ډله ده. په تی لرونکو کې، عادتي دوه پښیز توب څو ځلې تکامل موندلی دی، لکه ماکروپوډان، کانګرو موږکان او صحرایي موږکان، فنري سوی، خیز وهونکي موږکان، پانګولینان او هومینیان بیزوګانې (آسټرالوپېتیسین او انسانان) او همدارنګه ځینې ورکې شوې بڼې چې په خپلواک ډول دې ځانګړنې ته تکامل ورکوي. د مډرنو ډولونو ګڼ شمېر په متناوب یا لنډ وخت کې د دوه پښيز حرکت څخه کار اخلي. د مارمولکانو ډېری بڼې د منډې په وخت کې په معمول ډول کله چې له ګواښونو څخه تښتي له دوه پښيز حرکت څخه د تېښتې لپاره کار اخلي. د تی لرونکو ډېری ډولونه او خنځیران خوړو ته د رسېدو لپاره او په خپل چاپېریال کې د څېړنې لپاره، دوه پښيز حرکت غوره کوي، که څه هم لږ شمېر موارد شتون لري چې هغوی یوازې په خپلو شاتني اندامونو سره حرکت کوي. د ونې تی لرونکو څو ډولونه، لکه ګیبونان او اینډریډان، هغه لږه موده چې د ځمکې په سر تېروي، په ځانګړې توګه په دوه پښیز توګه په لار ځي. ډېری څاروي د مبارزې په وخت کې یا د جوړه کېدو په وخت کې په خپلو دوه شاتنۍ پښو ولاړېږي. ځینې حیوانات په خپلو شاتنۍ پښو درېږي ترڅو خوړو ته ورسېږي، په ځان پام وکړي، خپل سیال یا ښکاري وګواښي یا یو ښکلی حرکت ترسره کړي، خو په دوه پښو حرکت نه کوي.[۱][۲][۳]

ریښه پېژنونه سمول

دا ویی د bi(s) «دوه» او Ped- «پښې» لاتینو وییو څخه اخیستل شوی دی چې له څلورپښیزتوپ «څلور پښې» سره په تضاد کې دی.

ګټې سمول

محدودشوی او ځانګړی دوه پښیزتوب کولی شي د یوې بڼې لپاره ګڼې ګټې ولري. دوه پښیزتوب سر لوړوي؛ دا حیوان ته اجازه ورکوي چې پراخه سیمه ولیدلی شي او لېرې ګواښونه او سرچینې تشخیص کړي، د حرکت په حال کې حیواناتو ته د ژورو اوبو لاسرسی اسانه کوي او حیواناتو ته اجازه ورکوي چې د خپلې خولې له لارې لوړو خوراکي سرچینو ته ځان ورسوي. په داسې حال کې چې په ولاړه کې، غیر متحرک اندامونه د نورو کارونو لپاره آزادېږي، له هغې جملې څخه لاس وهنه (په تی لرونکو او روډنټانو کې)، الوتنه (په مرغانو کې)، کېندنه (په لوی پانګولین کې)، جګړه (په خنځیرانو، لویو بیزوګانو او لویو مارمولکانو کې) یا هم پټېدنه.

داسې ښکاري چې دوه پښیزو لوړ سرعت به د څلورپښیزو چې انعطاف پذیره ملا لري په پرتله کم وي – شترمرغ او سور کانګرو دواړه کولی شي په هرساعت کې د ۷۰ کیلومټرو (۴۳ مایله په ساعت کې) سرعت ته ورسېږي، په داسې حال کې چې پړانګ کولی شي په هرساعت کې له ۱۰۰ کیلومټرو (۶۲ مایله په ساعت کې) سرعت څخه هم تیز شي. که څه هم دوه پښیز حیوانات په لومړیو کې په اوږدو لارو کې ورو‌ دي، خو د استقامتي منډې فرضیې له مخې، انسان ته دا امکان برابروي چې له نورو حیواناتو څخه مخکې شي. په کانګرو موږکانو کې دوه پښیزتوب د حرکتي کړنې د ښه توب لپاره اټکل شوی چې له ښکاریانو څخه د تېښتې په وخت کې ورسره مرسته کوي.[۴][۵][۶][۷][۸]

اختیاري او اجباري دوه پښیزتوب سمول

ځناورپېژندونکي ډېری وخت د دوه پښیزتوب په شمول چلندونه د «اختیاري» (یعنې په خپل زړه) یا «اجباري» (حیوان بل معقول بدیل نه لري) په توګه نوموي. ان دا توپیر هم واضح ندی – د بېلګې په توګه، انسانان له نوي زېږېدلو پرته ټول په دوه پښو حرکت کوي او منډه وهي، خو کابو ټول کولی شي د اړتیا په وخت کې په لاسونو او زنګنو پروت او حرکت وکړي. ان د انسانانو څخه داسې رپوټونه هم شته دي چې هغوی په معمول ډول په ټولو څلورو لاسو او پښو حرکت کوي، خو خپل زنګنونه په ځمکه نه لګوي، خو دا موارد د Uner Tan سنډروم په شان ناروغیو له امله رامنځته کېږي – جنیټیکي عصبي اختلالات چې ډېر نادر دي او له طبیعي رفتار سره سمون نه لري. ان که د ناروغۍ یا زیان له امله رامنځته شوي استثنایي حالتونه له پامه وغورځوو، ډېر نامشخص شوي موارد شتون لري چې دا حقیقت څرګندوي چې «عادي» انسانان کولی شي په لاسونو او زنګنونو حرکت وکړي. له همدې کبله دا مقاله د «اختیاري» او «اجباري» اصطلاحاتو څخه ډډه کوي او په هغو حرکتي سبکونو چې په معمول ډول د بېلابېلو حیواناتو ډلو لخوا کارول کېږي، تمرکز کوي. معمولي انسانان کولی شو «مجبور» دوه پښیز په توګه په پام کې ونیسو، ځکه بدیل حرکتونه دوی لپاره ډېر ناراحت کوونکي دي او یوازې هغه وخت ترې کار اخلي چې عادي لاره تګ ورته ناممکن وي.[۹]

حرکت سمول

ځینې حرکتي حالتونه شتون لري چې په معمول ډول له دوه پښیز توب سره تړاو لري.

  1. ولاړېدل. په دوه پښو پاتې کېدل. په ډېری دوه پښیزو کې دا یوه فعاله پروسه ده چې د تعادل دوامداره تنظیم ته اړتیا لري.
  2. قدم وهل. یوه پښه له بلې پښې څخه مخکې، لږ ترلږه یوه پښه باید په هرګام اخیستو کې په ځمکه وي.
  3. منډه وهل. یوه پښه له بلې پښې څخه مخکې، له داسې دورو سره چې کېدای شي دواړه پښې له ځمکې څخه پورته وي.
  4. خیز وهل/جمپ کول. د دواړو پښو له حرکت سره سم د جمپونو یوې لړۍ سره حرکت کول.

دوه پښیز حیوانات سمول

ډېری ځمکني ژوندي فقاریه حیوانات څلورپښيز دي او د ژوندیو ډلو ډېر لږ یې دوه پښیزتوب ښکاروي. انسانان، ګیبونان او لوی مرغان په یوه وخت کې د یوې پښې پورته کولو سره په لاره ځي. له بلې خوا، ډېری ماکروپوډان، کوچني مرغان، لموران او دوه پښیز روډنټان په یوه وخت کې د دواړو پښو پورته کولو سره حرکت کوي. د ونې کانګروګان د قدم وهلو او خیز وهلو وړتیا لري، په معمول ډول د بوټو منځ کې چې حرکت کوي خپلې پښې په متناوب ډول ژر ژر سره بدلوي او کله چې د ځمکې په سر وي په یوه وخت کې د دواړو پښو په سر خیز وهي.

پاتې خزندګان سمول

د مارمولکانو ډېری بڼې په لوړ سرعت سره د حرکت په اوږدو کې دوه پښیز کېږي، لکه د نړۍ په کچه ترټولو تیز مارمولک، (د Ctenosaura نسل څخه) د ازغي لرونکې لکۍ سره ایګوانای په شان.[۱۰][۱۱]

لومړني خزندګان او مارمولکان سمول

لومړنی پېژندل شوی دوه پښیز بولوسوریډ ایوډیباموس دی چې د فوسیلونو لرغونتیا یې ۲۹۰میلیون کاله پخوا ته رسېږي. د هغه شاتنۍ لوړې پښې، مخکنۍ لنډې پښې او ځانګړي مفصلونه، ټول د هغوی د دوه پښیز توب ښکارندویي کوي. دا بڼه د پرمیان دورې په لومړیو کې ورکه شوه.

سرچينې سمول

  1. Heglund, NC; Cavagna, GA; Taylor, CR (1982). "Energetics and mechanics of terrestrial locomotion. III. Energy changes of the centre of mass as a function of speed and body size in birds and mammals". Journal of Experimental Biology. 97: 41–56. doi:10.1242/jeb.97.1.41. PMID 7086349. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Stewart, D. (2006-08-01). "A Bird Like No Other". National Wildlife. National Wildlife Federation. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Davies, S.J.J.F. (2003). "Birds I Tinamous and Ratites to Hoatzins". Grzimek's Animal Life Encyclopedia (2nd) 8. Farmington Hills, MI: Gale Group. 99–101. ISBN 978-0-7876-5784-0. 
  4. Garland, T. Jr. (1983). "The relation between maximal running speed and body mass in terrestrial mammals" (PDF). Journal of Zoology, London. 199 (2): 157–170. doi:10.1111/j.1469-7998.1983.tb02087.x. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۱ اگسټ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sharp, N.C.C. (1997). "Timed running speed of a cheetah (Acinonyx jubatus)". Journal of Zoology. 241 (3): 493–494. doi:10.1111/j.1469-7998.1997.tb04840.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bramble, Dennis M.; Lieberman, Daniel E. (2004-11-18). "Endurance running and the evolution of Homo". Nature. 432 (7015): 345–352. Bibcode:2004Natur.432..345B. doi:10.1038/nature03052. ISSN 1476-4687. PMID 15549097. S2CID 2470602. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Djawdan, M (1993). "Locomotor performance of bipedal and quadrupedal heteromyid rodents". Functional Ecology. 7 (2): 195–202. doi:10.2307/2389887. JSTOR 2389887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Djawdan, M.; Garland, T. Jr. (1988). "Maximal running speeds of bipedal and quadrupedal rodents" (PDF). Journal of Mammalogy. 69 (4): 765–772. doi:10.2307/1381631. JSTOR 1381631. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۶ جون ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  9. Humphrey, N.; Skoyles, J.R.; Keynes, R. (2005). "Human Hand-Walkers: Five Siblings Who Never Stood Up" (PDF). Centre for Philosophy of Natural and Social Science, London School of Economics. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2000-11-03 باندې). Upright lizard leaves dinosaur standing. cnn.com.
  11. Berman, David S.; et al. (2000). "Early Permian Bipedal Reptile". Science. 290 (5493): 969–972. Bibcode:2000Sci...290..969B. doi:10.1126/science.290.5493.969. PMID 11062126. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)