دوه-‌ګوندی سیستم

دوه-ګوندی سیستم د سیاسي ګوندونو یو سیستم دی چې په هغه کې دوه لوی سیاسي ګوندونه په ګډه پر سیاسي منظر برلاسی مومي. هر مهال په معمولي ډول په مقننه قوه کې يو له دوو لورو څخه اکثریت په واک کې لري او معمولاً د اکثریت یا واکمن ګوند په توګه يادېږي حال دا چې بل لوری لږکي یا مخالف ګوند وي. دا اصطلاح په ټوله نړۍ کې بېلابېلې معناوې لري. د مثال په ډول په متحده ايالاتو کې باهاما، جامئیکا، مالتا او زېمباوبوې کې د دوه –ګوندي سیستم مفهوم داسې یو تنظیم یادوي چې په هغه کې نږدې يا ټول منتخب چارواکي د دواړو اصلي ګوندونو اړوند کسان وي او درېیم‌ګړي کسان په ندرت مقننې قوې ته بریالي کېږي. په دغه ډول تنظیماتو کې داسې برېښي چې دوه-ګوندي سیستمونه له بېلابېلو لاملونو لکه «[1]ګټونکي هرڅه ترلاسه کوي» یا «[2]لومړی له پوست څخه تېرېږي» پایله ده. په داسې حال کې چې په دغه ډول سیستمونو کې د درېیم‌ګړیو لپاره په ټاکنو کې لویو ملي ادارو ته د بریا چانس ډېر لږ دي، د هغو ډلو لپاره ممکن دی چې لوی ګوند ولري او له یو یا دواړو سره په مقابله کې وکولی شي پر دواړو اصلي ګوندونو اغېز وکړي. په کاناډا، انګلستان، استرالیا او ګڼو نورو ځایونو او پارلماني سیستمونو کې د دې خلاف د دوه-ګوندۍ اصطلاح ځینې وختونه د هغه تنظیم لپاره کارول کېږي چې په هغه کې دوه اصلي ګوندونه پر ټاکنو برلاسي کېږي خو په هغه کې د ودې وړ درېیم‌ګړي ګوندونه هم ‌شته چې د مجلس ځينې څوکۍ ترلاسه کوي او په هغه کې دوه ډېر نفوذلروونکي ګوندونه د خپلو رایو د سلنې پر بنسټ برابر لوی اغېز ښيي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د دې توضیحاتو په اړه بحث شوی چې ولې له ازادو ټاکنو سره یو سیاسي نظام په یو دوه-ګوندي سیستم بدل شي. یوه ممتازه نظریه داسې تشرېح کوي چې دوه ګوندونه د «ګټونکې ټولې رايې ترلاسه کوي» سیستم طبعي پایله ده.  

مثالونه سمول

مشترک‌المنافع هېوادونه سمول

د بریتانیا په څېر هېوادونو کې دوه ډېر نفوذ لرونکي ګوندونه سره یوځای کېږي او تمایل لري چې ډېری نوماندان له دوی څخه وي، خو د لږکیو ګوندونو ډېر شمېر له بېلابېلو نفوذي درجو سره شته چې ځينې وختونه دا لږ ګوندونه کولی شي د مقننه قوې په ټاکنو کې خپل چارواکي وټاکي. د وېست‌منېستر (د پارلماني حکومت یو ډول، ژباړن) پر سیستم ولاړ نظامونه چې د بریتانوي موډل پر بنسټ د پارلماني دیموکراسۍ خاص ډول دی او په ډېری مشترک‌المنافع هېوداونو کې پیدا کېږي، اکثریت ګوند دولت جوړوي او د لږکیو ګوند اپوزسیون جوړوي او د ګوندونو ائتلاف ډېر لږ ممکن دی؛ په داسې نادرو شرایطو کې چې هېڅ ګوند هم اکثریت ونه‌لري معلق/ زوړندی پارلمان رامنځته کېږي. ځينې وختونه دا سیستمونه د یو دوه‌اړخیز سیستم په توګه یادیږي، خو معمولاً هغوی ته څو ګوندی سیستم یا دوه‌ګوندی جمع (+) سیستم ویل کېږي. د دوه ګوندي او څو ګوندي نظامونو تر منځ تل یو مشخصه کرښه شته.

یو دوه‌ګونی سیستم په ټوله کې د سیاسي طیف یو څوګونی وېش دی چې په ظاهري ډول په یوه ښي اړخې او چپ اړخې جناح بدلیږي:

  • په متحده ایالاتو کې دیموکرات ګوند د جمهوریت غوښتونکي پر وړاندې،
  • په استرالیا کې کاریګر ګوند د استرالیا د ملي ائتلاف د بلوک پر وړاندې،
  • په بریتانیا کې کاریګر ګوند د محافظه کار ګوند پر وړاندې او په مالتا کې کاریګر ګوند د ملت‌پال ګوند پر وړاندې.  

په هر حال ښايي په دې هېوادونو کې نورو ګوندونو د سیمه‌یززو او سبنشنلونو (د یو هېواد فرعي واحد چې په هغه کې د هېواد یوه ځانګړې سیمه خپلواک دولت جوړوي، ژباړن) لپاره مناصب ټاکلي وي.[۱۳]

په ځینې دولتونو کې ښايي دوه ګوندي سیستم ته ورته د ولسي جرګې د غونډو څو ځایونه ولري او ځينې نور له یو څو ګوندي سیستم سره ورته‌والی ولري. د مثال په ډول د استرالیا سیاست تر ډېره د دوه‌ګوندي سیستم (هېوادنی/لېبرال ائتلاف) په توګه په پام کې نیول کېږي. په هېوادنۍ کچه د دولت په جوړولو کې د اوږدمهاله ائتلاف له امله یو واحد ګوند؛ دوی په نادره توګه د استرالیا د مشرانو جرګې د ورته څوکیو د ترلاسه کولو لپاره چې د چټکې رایې اچونې له لارې د لومړیتوب لرونکو رایو په توګه له یو بل سره سیالي کوي. په هر حال د استرالیا د سنا مجلس چې د رایې ورکونې له نسبي سیستم څخه کار اخلي تر ډېره تابع دی، چې تر ډېره د کوچنیو ګوندونو لپاره مناسب دی.  

په کاناډا کې په ولایتي او فېدرال کچه یو څو ګوندی سیستم شته دی؛ له دې سره ځینې ولایتونه په عملي ډول په دوه ګوندي سیستم بدل شوي چې په هغه کې یوازې دوه ګوندونه خپل غړي ټاکي، حال دا چې کوچني ګوندونه تر ډېره په‌دې نه دي توانېدلي چې ټاکنیزه استازولي تضمین کړي او له درېیو سیمو څخه یې دوه د سیاسي ګوند پرځای د غیر ګوندي دولتي اجماع له‌خوا اداره کېږي. د البرتا او ساسکچوان  د مقننه اسامبلې ولایتي ټاکنې اوس‌مهال دوه ګوندونه لري؛ دوه‌ګوندې استازولي هم له تاریخي پلوه د برېتېش کولمبیا، نیوبرانزويک او د پرېنس اېډوارډ ټاپو په مقننه اسامبلۍ کې دود وه. له دې سره ټولو په‌خپلو وروستیو ولایتي ټاکنو کې د درېیم‌ګړي ګوند غړي وټاکل.   

د کارابین مشترک‌المنافع هېوادونه په داسې حال کې په دوه‌ګوندي سیستمونو بدل شوي چې خپل بنسټیز سیاسي سیستم یې له بریتانیا څخه په میراث اخیستی. د جامایکا سیاست د خلکو د ملي ګوند او د جامایکا  کاریګر ګوند تر منځ دی. د ګایانا سیاست د خلکو د پرمختللي ګوند او APNU (په ګایانا کې د ملي وحدت لپاره د مشارکت په نوم چپ سیاسي لوری، ژباړن) تر منځ دی چې په حقیقت کې د کوچنیو ګوندونو ائتلاف دی. د ترېنيډاډ او توباګون سیاست د خلکو د هېوادني غورځنګ او د متحد هېوادني کانګرېس تر منځ دی. د بېلز سیاست د متحد دیموکراتیک ګوند او د خلکو د متحد ګوند تر منځ دی. د باهاما سیاستونه د پرمختللي لېبرال ګوند او ازاد ملي غورځنګ تر منځ دي. د بارباډوس سیاست د دیموکراتیک کاریګر ګوند او د بارباډوس کاریګر ګوند ترمنځ دی.

د زېمباوبوې سیاستونه په اغېزمن ډول د افریقا د ملي اتحاديې – د زېمباوبوې د هېودانۍ جبهې تر منځ د رابرت موګابه او د دیموکراتیک بدلون لپاره د مخالف غورځنګ د ائتلاف له‌خوا رمنځته شوي.

متحده ایالات سمول

په متحده ایالاتو کې دوه غالب سیاسي ګوندونه شته؛ له تاريخي پلوه داسې ډېر لږ موارد ثبت شوي چې په هغه کې درېیم‌ګړی ګوند په ټاکنو کې بریالی شوي وي. د لومړني ګوند په سیستم کې، یوازینی ګوند د فېدرالېست الکساندر همیلټون او د جمهوري غوښتونکي ټوماس جفرسون دیموکراتیک ګوند له وتلو سیاسي ګوندونو څخه وو. د لومړي ګوند په سیستم کې جمهوري غوښتونکي – دیموکرتان برلاسي وو (تر ډېره د جېمز مونرو په ولسمشرۍ کې).

د دویم ګوند په سیستم کې، جمهوري غوښتونکی- دیموکرات ګوند د متحده ایالاتو د ۱۸۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ادامز د پلویانو او د جکسون د پلویانو تر منځ ووېشل شو. د ۱۸۲۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د انډرو جکسون په ملاتړ مدرن دیموکرات ګوند جوړ شو. ازاد ملي جمهوري پالان د جان کوئنسي ادامز په ملاتړ رامنځته شول. د جمهوري غوښتونکو تر تیت او پرک کېدو وروسته د ويګ ګوند او د ازادې خاورې ګوندونه په چټکتی سره رامنځته او نسکور شول.[۱۴]

سرچينې سمول


[1]  دا يو ټاکنیز سیستم دی چې له ګټونکو اوصولو څخه کار اخلي او له‌دې لارې د اکثریت استازیتوب ته لار هواروي، ژباړن

[2] یو ټاکنیز سیستم چې په رسمي ډول د یو غړي د څوګونو رایو سیستم دی. 

  1. Note: in the politics of Australia, for example, technically there are not two political parties but rather "two major political groupings"; for further information, see Coalition (Australia).
  2. . American Government and Politics Today 2008–2009. Wadsworth Publishing Company
  3. Wong Chin Huat, fz.com, July 29, 2013, When winner takes all Archived 2013-08-01 at the Wayback Machine., Accessed August 12, 2013, "...This "winner-takes-all" characteristic of political contestation then forces political groups to consolidate into two blocs, hence, the two-party system..."
  4. Regis Publishing, The US System: Winner Takes All, [مړه لينکونه] Accessed August 12, 2013, "...Winner-take-all rules trigger a cycle that leads to and strengthens a system of few (two in the US) political parties..." (in Wayback Machine)
  5. The Two Party System, Boundless Publishing, Two-party systems are prominent in various countries, such as the U.S., and contain both advantages and disadvantages Archived 2013-10-03 at the Wayback Machine., Accessed August 12, 2013 "...There are two main reasons winner-takes-all systems lead to a two-party system...",
  6. Eric Black, Minnpost, October 8, 2012, Why the same two parties dominate our two-party system Archived 2020-05-02 at the Wayback Machine., Accessed August 12, 2013, "...SMDP (single-member districts, plurality) voting system. ... This forces those who might favor a minor party candidate to either vote for whichever of the two biggest parties the voter dislikes the least, or to risk the likelihood that their vote will be "wasted" or, worse, that they will end up helping the major-party candidate whom the voter dislikes the most to win. Minor parties aren’t banned, but they seldom produce a plurality winner, and their lack of success often causes the minor parties to wither and die...."
  7. History Learning Site, Why America is a two-party state Archived 2015-06-08 at the Wayback Machine., Accessed August 12, 2013, "...The American electoral system – winner-takes-all – guarantees that any third, fourth party etc has no chance of winning...."
  8. Patrick Bashan, CATO Institute, June 9, 2004, Do Electoral Systems Affect Government Size? Archived 2020-03-10 at the Wayback Machine., Accessed August 12, 2013, "...The current system has many disadvantages, most notably its propensity to discriminate against minor parties operating outside the increasingly uncompetitive, cozy two-party system.... America’s winner-takes-all electoral system may be the least bad option for those seeking to limit government involvement in the nation’s economic life...."
  9. George F. Will, October 12, 2006, Washington Post, From Schwarzenegger, a Veto for Voters' Good Archived 2017-05-20 at the Wayback Machine., Accessed August 12, 2013, "...That electoral vote system (combined with the winner-take-all allocation of votes in all states but Maine and Nebraska) makes it very difficult for third-party presidential candidates to be competitive..."
  10. Ashley Ford, September 17, 2012, Cavalier Daily, Party of three: A third political party is an important aspect of the Virginia democratic process Archived 2020-03-23 at the Wayback Machine., Accessed August 12, 2013, "...The two party system forces the third party to join their group in a winner take all system..."
  11. Two Party System, PBS, Two-Party System Archived 2019-11-17 at the Wayback Machine., Accessed August 12, 2013, "...Third-party or independent candidates face a slew of obstacles in American politics, from limited media coverage to legal barriers and Congressional leadership rules. Laws regarding third-party candidates also vary from state to state, presenting additional difficulties...."
  12. Chris Cillizza and Aaron Blake, May 18, 2012, The Washington Post, Americans Elect and the death of the third party movement Archived 2020-02-25 at the Wayback Machine., Accessed August 11, 2013
  13. Disch, Lisa Jane (2002). The Tyranny of the Two-Party System. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0231110358. مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۲ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. L. Sandy Maisel; Mark D. Brewer (2011). Parties and Elections in America: The Electoral Process (الطبعة 6th). Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781442207707. مؤرشف من الأصل في ۰۷ جنوري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)