دولسم پاپیوس او ټولوژنه

د دولسم پیوس پاپتوب  کال ۱۹۳۹ د مارچ په ۲ پیل او د کال ۱۹۵۸ د اکتوبر تر ۹ پورې یې دوام وموند چې  دویمه نړیواله جګړه او د ټولوژنې دوره یې تر پوښښ لاندې راوستله چې په لړ کې یې په میلیونونه یهودان د آدولف هتلر له خوا ووژل شول. مخکې له دې چې هغه پاپ شي، کاردینال پاسیلی په جرمني کې د واتیکان د دپلومات په توګه  او د واتیکان د دولت د یوولسم پاپ د سکرتر په توګه یې خدمت کاوه .د نازیانو په دوره کې د هغه رول په دقت سره  تر نیوکې لاندې و. د هغه ملاتړي استدلال کوي چې هغه داسې دپلوماسي په لاره واچوله چې د نازیانو د جګړې د مهال له قربانیانو سره مرسته وشي، هغه ددکلیسا له لارې په محتاطانه ډول له یهودانوسره مرسته وکړه او د سلګونو زرو خلکو ژوند یې وژغوره. پاپ پیوس د جرمني له مقاومت سره اړيکه وساتله او له متفقینو سره یه یې استخباراتي معلومات شریکول. دهغه له خوا د نسل وژنې قوې اوښکاره غندنه د متفقینو له خوا نا کافي وبلل وشوه خو نازیانو هغه د متفقینو پلوی باله چې د هغه له خوا د واتیکان بې طرفۍ توهین و.   [۱][۲][۳]

له جګړې وروسته ځینو نیوکه کوونکو، پاپ پیوس په دې ملامتاوه چې د ټولوژنې د حقیقت په وړاندې هغه ډېر محتاط و، یا یې کافي عمل نه تر سره کاوه او یا هم چوپ و. د هغه ملاتړي په دې عقیده دي چې هغه زرګونو تنو یا په لس هاوزرو او یا سل هاوزرو یهودانو ته خپله کلیسا کې پناه ورکړه او مرسته یې ورسره وکړه اوهغوی ته یې د نازې عقیدې په وړاندې د روحیې ورکولو او معنوي رهبری تر سره کړه. [۴][۵][۶]

د واتیکان د دولت د سکرتر په توګه، هغه د نازیسم له منتقدینو څخه و او په کال ۱۹۳۷ کې یې د نازې په ضد د پاپ د متحد المال لیک د مسودې په لیکلو کې مرسته وکړه. هغه په کال ۱۹۳۹ کې په خپل لومړي متحد المال لیک کې دولسم پاپ پیوس په بولند باندې د جرمني په یرغل خواشيني څرګنده کړه ( پرته له دې چې هغه وغندي)  ، تل یې د نړیوالې ورورګلوۍ په اړوند کاتولیکي ښوونې تکرارولې او د هغو په مقابل کې یې مقاومت یې تائید کړ چې د طور په غره کې د وحیې او د عیسی (ع) د موعظو د معنوي اصولو په خلاف و. د کال ۱۹۴۲ په کریسمس کې چې د یهودانو وژنه پکې ښکاره شوه، هغه د هغو سلګونو او زرګونو بیګناه خلکو په وژنه خپل اندېښنه ښکاره کړه چې د خپل تابعیت یا توکم له امله ووژل شوي و. د نازیانو له خوا د یهودانو د شړلو د درولو لپاره د هغه هڅې لع علمې اړخه لاهم د بحث وړ پاتې دي. د هغه په مرګ کې هغه د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر او دنوړو مشرانو له خوا په مهربانۍ سره وستایل شو. د امریکا ولسمشر دویت دیوید ایسنهوور هغه د ظلم دښمن او په مظلومانو باندې مهربان اود هغوی ملګری وباله. د دویمې نړیوالې جګړې د مقصر په توګه د نازیانو د نومولو په اړوند د هغه بې پرېتوب د ځینو کړیو له خوا د هم مهاله او وروسته نیوکو لامل شو. د واتیکان د اپوستولیک د  آرشیف اونړیوال دپلوماتیکې مکاتبې په دې اړوند لا روانې دي.    [۷][۸][۹][۱۰]

مخینه سمول

د نازیانو د دورې په مهال دوه تنه پاپان را منځ ته شول، یوولسم پاپ ( ۱۹۲۲- ۱۹۳۹) او دولسم پاپ ( ۱۹۳۹- ۱۹۵۸). سپېڅلي سیند ( دلته د واتیکان حکومت او هلته د پاپ قلمرو او اسقفانو ته اشاره ده) په ټینګه سره د ۱۹۳۰ او ۱۹۲۰ لسیزو کې په نازیسم باندې نیوکه کوله چې له دې ډلې کاردینال پاسلي ( دولسم پاپ) په ډاګه سره په نازیسم نیوکه کوله. په کال ۱۹۳۳ کې واتیکان له جرمني سره هوکړه لیک په دې هیله لاسلیک کړ چې په نازي حکومت کې د کاتولیکانو حقوق وساتل شي. د دې تړون شرایط د هتلر له خوا په پام کې ونه ساتل شول. د بریتانیک انساکلوپېدیا د معلوماتو له مخې: له کال ۱۹۳۳ تر ۱۹۳۶ پورې ( د یولسم پاپ په دوره کې)،  د دریم ریچ ( د هتلر دوره ) په وړاندې تر سره شول  او په ډراماتیکه توګه د فاشیستي ايټالیا په وړاندې د هغه (هتلر) چلند له هغه وروسته تغیر شو چې د نازیانو توکمیزه پالیسي په کال ۱۹۳۸ کې ایتالیا ته وپېژندل شوه.   [۱۱][۱۲]

یوولسم پاپ د اروپايي توکم پالنې مخ په زیاتېدونکې جریان په وړاندې درې انکیکلیلونه (متحدالمال مکتوبونه چې د پاپ له خوا د رمن کاتولیکانو اسقفانو ته استول کېږي) ( په کال  ۱۹۳۱ کې مونږ نه غواړو تاسو سره آشنا شو- دا د ایتالوي فاشیزم په وړاندې و)، ( په کال ۱۹۳۷ کې، له سترې اندېښنې سره، دا د نازیسم په وړاندې و) او په کال ۱۹۳۷ کې خدایي ژغورونکی ، چې د الحادي کمونیزم په وړاندې و).  د مونږ نه غواړو تاسو سره آشنا شو مفکورې په مستقیم ډول فاشیستي ايټالیا د یوه کافر خوزښت په توګه ننګوله چې ځوانان یې له کلیسا او عیسی مسیح څخه لرې کول او خپلو ځوانانو کې کرکه، تاوتریخوالی او بې حرمتي راپاروله. یوولسم پاپ همدارنګه د فرانسې سخت دریزه ملتپالنې خوزښت او په امریکا کې یې یهودیت ضد مفکوره و ننګوله.     [۱۳][۱۴]

په داسې حال کې چې اروپا په جګړه کې وه، یوولسم پاپ د کال ۱۹۳۹ د فبرورۍ په ۱۰ مړ شو او دولسم پاپ پیوس یې د ځای ناستي په توګه وټاکل شو. د نازي حکومت یوازینی حکومت و چې د دولسم پاپ تاج ايښودنې مراسمو ته یې استاذي وانه استاوه. هغه د نړۍ مشرانوته د جګړې د مخنیوي لپاره جدی لارښوونه وکړه او بیا یې د جګړې د ظهور په مهال له احتیاط ډکه د پلوماسي غوره کړه. له کال ۱۹۴۲ څخه را په دې خوا خپله وروستۍ حل لارې په پلې کولو چې چې هغه صنعتي تخریب و بیل وکړ. [۱۵][۱۶][۱۷]

له پاپ کېدو څخه د مخه د نازیانو په وړادې اعتراضونه سمول

د واتیکان د دولت د سکرتر په توګه، کاردینال پاسیلي ( دولسم پاپ) د نازي له خوا د توکم پالنې د مفکورې د لرلو په ګډون  د نازي پالیسیو په وړاندې ۵۵ اعتراضونه تر سره کړل. هغه له یوولسم پاپ سره د کال ۱۹۳۷ د نازي ایدیولوژي  په اړوند د (( له ډېرې پرېشانۍ  سره)) په نامه  یو متحدالمال مکتوب په لیکلوکې چې په  نازي حکومت نیوکه شوې وه مرسته  وکړه. داسند تر یوحده د جرمني د نورمبرګ دقوانینو په ضد لیکل شوی و خو د هتلر یا دنازیانو نوم ته پکې اشاره نه وه شوېو خو توکمیزې تیوري ګانې او د نژاد په اساس چلند یې غندلی و. په کال ۱۹۳۸ کې کاردینال ( دولسم پاپ) د یوولسم پاب دا خبرې چې د عیسویت او یهودیت تر منځ یې د مغایرت په هکله کړې وې  بیا ځلې پیان کړې (( دا د یوه عیسوي لپاره ناممکنه ده چې په یهودیت ضد فعالیت کې برخه واخلي، یهودیت صد فعالیت زمونږ لپاره د قبول وړ نه ده، له معنوي اړخه مونږ ټول یهودیان یو)).  [۱۸][۱۹]

۱۹۳۸ سمول

د هنګري د شکر ایستلو کانګرس سمول

کاردینال ( دولسم پاپ ) د شکر ایستلو نړیوال کنفرانس ته چې د هنګري په بوداپست کې د کال ۱۹۳۸ د مې له ۲۵ څخه د مې تر ۲۹ جوړ شوی و وینا وکړه. د تولوژني تاریخ پوه  میخایل فیار د وینا له مخې، دولسم پاپ داسې خلک وبلل چې (( د هغوی شونډې عیسی  توهینوي او زړونه حتی اوس عیسی ردوی )). میخایل فیار ټینګار کوي چې دا وینا هغه وخت وه چې مجارستان د نوی یهودي ضد قانون د فورمولبندۍ په پروسه کې  وه او دا وینا  د یولسم پاپ له هغې وینا سره په تضاد کې وه چې هغه د کال ۱۹۳۷ په سپتمبر کې وړاندې کړې وه او کاتولیکانو ته یې ټینګار کړی و چې د خپل معنوی ابراهیم (ع) درناوی وکړي. [۲۰]

تاریخپوهان هریو رونالد ریچالک او ویلیم دونیو استدلال کړی دی چې دویم پاپ یهودانو ته اشاره نه وه کړې ځکه د تایمز مجلې په خپل راپور کې په دې اړوند څه ویلې نه و. د ریچالک او دونیو په وینا، هغه په خپله وینا کې د بایبل د تاریخ په اړه خبرې وکړې، د عیسی (ع) لیوالتیا یې یاده کړه او هغو پرګنو ته یې اشاره وکړه چې د صلیب کوولوغوښتنه یې کوله چې ((  د صلیب په پښو کې د پروپاګند، درواغو، سپکاوي او غلطو تعبیرونو په واسطه تحریک شوي یا غولول شوي و))، خو هغه په خپلو خبرو کې یهودانو ته کومه اشاره ونه کړه.  [۲۱]

سرچينې سمول

  1. Gilbert, Martin (2001). "Final Solution". In Dear, Ian; Foot, Richard D. (eds.). The Oxford Companion to World War II. Oxford, UK: Oxford University Press. pp. 285–292. کينډۍ:ISBN.
  2. Coppa, Frank J. (29 June 2006). "Pius XII: Assessment". Encyclopædia Britannica.  
  3. "Roman Catholicism: the period of the world wars". Encyclopædia Britannica. (17 February 2016). 
  4. Bogle, James (31 March 1996). "The Real Story of Pius XII and the Jews". Catholic League. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "860,000 lives saved—the truth about Pius XII and the Jews". National Association of Catholic Families. Autumn 1991. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Dalin, David G. (2005). The myth of Hitler's Pope : how Pope Pius XII rescued Jews from the Nazis. Regnery Publ. OCLC 266029457. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-89526-034-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. . The Pope's Many Silences | Tim Parks.
  8. Hitler's Pope?; Martin Gilbert; The American Spectator; Aug 18, 2006
  9. Netton, Ian Richard (2006). Islam, Christianity and Tradition: A Comparative Exploration. Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 113. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-748-63025-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. West Joins in Tributes to Pope Pius; The Canberra Times; Oct 10, 1958
  11. Gorsky, Jonathan. "Pius XII and the Holocaust" (PDF). Yad vashem. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Pius XI". Encyclopædia Britannica. (16 March 2007). 
  13. "Pius XI". Encyclopædia Britannica. (16 March 2007). 
  14. Soucy, Robert (6 November 2009). "Fascism". Encyclopædia Britannica.  
  15. Gilbert, Martin (18 August 2006). "Hitler's Pope?". The American Spectator. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Gorsky, Jonathan. "Pius XII and the Holocaust" (PDF). Yad vashem. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Coppa, Frank J. (29 June 2006). "Pius XII: World War II and the Holocaust". Encyclopædia Britannica.  
  18. Gilbert, Martin (18 August 2006). "Hitler's Pope?". The American Spectator. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Coppa, Frank J. (29 June 2006). "Pius XII: Early Life and Career". Encyclopædia Britannica.  
  20. کينډۍ:Harvp citing Herczl, Moshe Y. (1993). Joel Lerner (المحرر). Christianity and the Holocaust of Hungarian Jewry. NYU Press. د کتاب پاڼې 94. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8147-3520-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Rychlak, Ronald J.; Doino, William Jr. (16 September 2010). "Pius XII and the Distorting Ellipsis". First Things. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)