دودونه- رواجونه

لیکوال: شهید علامه مرتضی مطهری

ژباړه: استاد اجرالدین اقبال

دودونه

سمول

په بېلا بېلو ملتونو کې ډېر ګډ ملي دودونه لیدل کېږي. دا هغه دودنه دي،چې کله نا کله د ژبې او نژاد په څېر یو له بل څخه د ملتونو د پېژندنې وسیله ګرځي؛ خو دې دودونو تر کوم حده د ملتونو په تکوین کې ونډه او اغېز درلوده؟ دودونه او حتی فرهنګونه د تېرو انسانانو د ارادي او اګاهانه فعالیت محصول  دی او که له  ګذشتې څخه تر اوسه د افرادو او د ټولني د واحدونو ترمنځ اړیکه او تړنه نه وه؛نو دا دودونه به کله هم له یو نسل څخه بل ته نه و رارسېدلي. ترڅو،چې ملیت او جمعي وجدان نه وي؛نو دود او فرهنګ نه منتقلېږي؛نو موجوده ملي دودونه هم خپله د ملیت محصول دی او د انسانانو فعالیت او ژوند دی، نه دا چې د هغوی سټه او پانګه وي.

په یو ملت کې اوسني اجتماعي دودونه په دوه ډوله دي : یو هغه دي،چې له اخلاقو، مجاهدت او مبارزو څخه راټوکېدلي وي،چې دا له مقدسو انساني ځانګړنو ځنې دي او د دودنو دا ډول په دې هڅه کې وي،چې نېکي او عدل واکمن کړي. بل ډول یې له ناپوهۍ، دنیاپرستۍ او اجتماعي ظالمانه اړیکو څخه سرچینه اخلي.

د لومړي ډول دودونو محصول د ملتونو ژوندي پاتې کېدنه،خرکت او راغوړېدنه ده او د دویم ډول محصول ، وروسته پاتې کېدنه، انحطاط او د ارباب، شتمنۍ او حکومت په لاس د خلکو بندیتوب دی.

دا چې د هستې بنسټ په عدالت، تقوی، ودې او تکامل دی؛نو غوره انساني دودونه د ملتونو د ژوند او دوام لامل کېږي او ناوړه دودونه د ملتونو د ځوړتیا،مرګ او نیستۍ لاملېږي. نمونې ته یې کافي ده،چې د تېرو امتونو برخلیک تر ننني امت پورې وګورو، لکه د لوط، عاد او ثمود او د مصر،یونان روم قومونه.