دوتنه:HIST0024.jpg

HIST0024.jpg(۳۸۶ × ۴۵۸ پېکسل, د دوتنې کچه: ۴۰ کيلوبايټ, MIME بڼه: image/jpeg)

د لقمان وصیتونه زوی ته

خدای پاک وایې: (ولقد آتيــنــا لقمان الحكمـــة). قرآن كريم. او بل ځای دایې وایې: (ومن يؤت الحكمة فقد أوتي خيراً كثيراً)

اې زویه : په سکوت هېڅکله نه یم پښېمانه شوی اې زویه : له شر څخه ځان وساته ستا عزت به وکړای شي، ځکه شر له شره پیدا کېږي اې زویه : خپله ژبه په اللهم اغفرلي) عادت کړه، ځکه خدای لره داسې وختونه دي، چې د غوښتونکی پکې نه ردوي. اې زویه : د خدای اطاعت سوداګري او تجارت وګرځوه، ګټې به پرته له تجارته درته راځي. اې زویه : خوب او خوراک ډېر مه کوه، ځکه هرڅوک یې چې ډېر کوي، د قیامت په ورځ به یې عملونه کم وي. اې زویه : په هغه کوهې کې، چې اوبه ترې څښې، تیږه مه غورځوه. اې زویه : ستا په قسمت کې مرغۍ د بل په قسمت کې له غوایه ښه ده. اې زویه : له زړه او ژبې خواږه څیز نشته، کله چې صالح شي، او که پاسد شي ترې خبیث څیز نشته. اې زویه : پر دنیا همېش تکیه مه کوه، او زړه مه پرې نښلوه، ځکه ته دې ته نه یې پیدا شوی. اې زویه : له عجیب څیز پرته مه خانده، او له هغه څه چې ګټه نه لري، مه پوښته. اې زویه : څوک چې رحم کوي رحم پرې کېږي، څوک چې سکوت وي، په امن کې وي، څوک چې د خیر خبره کوي، غنیمت لاس ته ورځي، څوک چې د خپلې ژبې واک نلري، پېښمانه کېږي. اې زویه : پوهانو او علماوو ته په دواړو زنګونو کېنه، او په دواړو غوږونو ترې اوره، ځکه زړه د علماوو په رڼا ژوند مومي. اې زویه : له ډېرو انبیاوو سره مې لیدلي، چې ډېر ګټور څيزونه مې ترې زده کړي: کله چې په لمانځه کې یاست، خپل زړه وساته. او کله چې د خلکو په مجلس کې یاست، خپله ژبه وساته. او کله چې د خلکو په کورونو کې یاست، خپلې سترګې وساته. او لکه چې د ډوډۍ په خورا ک کې یاست، د معدې حفاظت وکړه. او دوه شیان هېڅکله مه په زړه کوه: هغه خلک چې بدي یې درسره کړې ـــــــ او له خلکو سره ستا احسان.

د دوتنې پېښليک

په يوې نېټې/يوه وخت وټوکۍ چې د هماغه وخت او نېټې دوتنه چې څنگه ښکارېده هماغسې درښکاره شي.

نېټه/وختبټنوکډډېکارنتبصره
اوسنی۰۷:۱۴, ۲۴ اکتوبر ۲۰۰۷د ۰۷:۱۴, ۲۴ اکتوبر ۲۰۰۷ پورې د بټنوک بڼه۳۸۶ × ۴۵۸ (۴۰ کيلوبايټ)Saifuddin (خبرې اترې | ونډې)د لقمان وصیتونه زوی ته خدای پاک وایې: (ولقد آتيــنــا لقمان الحكمـــة). قرآن كريم. او بل ځای دایې وایې: (ومن يؤت الحكمة فقد أوتي خيراً كثيراً)

داسې هېڅ کوم مخ نه شته چې د دغې دوتنې سره تړنې ولري.

مېټاډاټا