دنیايي زده کړه

دنیايي زده کړه یا سېکولر ایجوکېشن Secular Education د پوهنې هغه سیستم دی چې په دنیايي علومو باندې ولاړ وي. دغه سیستم اکثره په هغو هېوادونو کې موجود وي چې د هغوی د دولت سیستم هم دنیايي یا سېکولر وي. د دې ډول سیستمونو یوه ښه نمونه د فرانسې هېواد د پوهنې سیستم دی چې مطلق دنیايي دی او حتا زده کوونکي دا اجازه هم نه لري چې دیني نښانونه هم ښوونځي ته راوړي. د استرالیا هېواد هم کوښښ کوي چې خپل د پوهنې سیستم دنيايي کړي.