دنړۍ بری یاد وچی دبیومونو پیژندنه


بيوم پيژندنه

سمول

تر ټولو پراخه ايکالوژيکې ساحه چې د مشخصو نباتاتو او حيواناتو له مخې توپير وړ وي او پکې څو ايکوسيستمونه شامل وي يا په بل عبارت هغه پراخه جغرافيايې ساحه چې سره ورته اقليم او ايکوسيستمونه ولري بيوم بلل کېږی.

بري یا دوچې بيومونه

سمول
 
هغه نقشه چې په ټو له نړۍ کې د وچې بیومونه ښيي

دې بيومونوشاوخوا (۸۰٪ حيواناتو او نورو اوسيدونکو ته په خپله غيږه کې ځای ورکړی او له هغی څخه ساتنه کوی. اکسيجن ددی سيمو لوی نعمت دی چې د اوبو (۲۰۰) برابره اکسيجن لري. په دې بيومونو کې د رطوبت کموالی د ژوند کولو په وړاندې خنډ دي.د رطوبت دا کموالی ددې باعث شوی چې هغه ژوندي موجودات چې په دې بيومونوکې اوسيږي پوست يې وچوالي ته مايل دي او نشی کولای ددی ژونديو موجوداتو بدن استوار وساتي. دځمکې په سر او لاندې د اوسيدو ځای لرې چې دځمکې لاندي هستوګنځايونه ته زيرزمينی ويل کېږي زيرزمينی هغه دي چې حيوانات پکې داوسيدو لپاره په ځمکه کې لاندې سوری کوي زيرزمينی د لمر د وړانګو څخه محرومي دي ولې داوبو څخه غني دي.په دي بيومونو کې محيطی عناصر محدود دي ځيني حيوانات په دې ځايونو کې پټيږي، استراحت کوي په دې ځايونو کې کلوروفيل لرونکې نباتات ژوند نه شی کولای بکترياوی او هغه نباتات چې روښنايي ته ضرورت نه لري په دې ځاې کې ښه ژوند کولاي شی. هغه حيوانات چې په غارونو کې اوسيږي، دلمر په وړاندې ډير حساس دي، سترګې يې ډيرې کوچنۍ او يا هم سترګې نه لری مګر لمسي ويښتان او ډير پرمخ تللي حسي سيستم لري.دځمکې د بيومونو په باره کې د جغرافيې پوهانو ترمنځ د نظر توافق وجود نه لري دا په دې خاطر چې دا بيومونه په اسانۍ نه تشخيص کېږی.

د ګرمو سيمو بارانی ځنګلونه

سمول

د ګرمو سيموباراني ځنګلونه چې عموماً د استواکرښې په دواړو خواو ( لس درجي شمالي عرض البلد اولس درجي جنوبي عرض البلد ) کې ليدل کېږی معمولاً د بحرد سطحي څخه (۵۰۰ - ۱۰۰۰) متره پوري پورته وجودلري د باران اندازه په طول د کال کې له (۸۰ - ۹۰ ) انچ ته رسيږی چې د رطوبت اندازه يي د کال په اوږدو کې په باراني ځنګلونو کې زيات اهميت لري که چېري د باران اندازه د کال په وچوو مياشتو کې د دوه انچوڅخه په هره مياشت کې کمه شي او دغه حالت دوام وکړي نودغه بارانی ځنګلونه به په پاڼريژ ونکې ځنګلونو باندی بدل شي نو پس دی پاېلی ته رسيږو چې په بارانی ځنګلونو کې بايد اورښت په مياشت کې د (۵ - ۶ ) انچو څخه کمه نه وي .استوايي بارانی ځنګلونه عبارت دهغي باثباته او غني نقاطو څخه دي چې په بيلابيلو انواعو او اقسامو د نړۍ زياتو سيمو کې ليدل کېږي په نوموړي بيومونو کې کافي رطوبت موجود وي اودتودوخې ددرجې تغيرات دومره د پام وړ نه وي. د پوهانو د معلوماتو له مخې باراني ځنګلونه د شمالي قاری د استراليا سرحدات په منځ د (1260m)اوږدوالی اويوه ونه د (140) مترو په اندازه او يو ډول مختلف ژوندي موجودات په دغو سيمو کې ليدلی شوې امريکايي پوه ( MARTEN BATES ) ويلې دي چې په يوه باراني ځنګل دارجنټاين کې په يو کېلو متر فاصله کې د 18 نوعو په حدودو کې شامپرکونه(Swallowtails) ليدلي شو او د پورتنی سروي اومشاهداتو څخه دي پايلي ته رسيږو چې دغه ډول بيومونه د نړۍ د زياتو جمعيتونو او ژونديو موجوداتو لرونکې دي بارانی ځنګلونه په زياته پيمانه غذايي مواد لري اودحيواناتو دغذايې لويه برخه يي ميوې تشکېلوي دغه بيومونه يو ډول ژوندي موجودات وني او شني ګياوي دي د ونو تنوع په دي ځنګلونو کې يه زياته اندازه وجود لري او مارفولوژي د شکل يو د بل سره ورته والی لري اود دغه بيومونو دونو لوړوالی (۴۰ - ۶۰ )مترو پوري رسيږی او د تني په پورتنۍ برخه کې يي پاڼی د چتر يا (Canopy) په څيروي پاڼي يي غټې پلنې اوچرم ته ورته توررنګې بڼه لري او د پاڼو پورتنۍ سطحه ښويه او ځلا لرونکې وي اويو طرف ته د ناوی په شکل جوړښت لري چې د باران څاڅکې د ځمکې خواته راکوځوي د دغو ونو تني ديوه نازک سپين رنګې قشر په واسطه پوښل شوې وي او ګلان يي معمولاً واړه وي د دغه ونو ريښې په خاورو کې عميقاً په ننوتې وي او ساقه يې مخروطي شکل لري . دغه سيمې د لوړو ونو څخه پرته نورې ونې هم لري چې ريښي يي ډيرې عميقې نه وي ننوتلي او ځني يي دويښتانو په څيرريښې لري لکه (Epiphytes ) اپيفايتس ، هغه نباتات دي چې په نورو نباتاتو باندې تکېه کوي خو اوبه او د ضرورت وړ منرالونه راساً د مرطوبې فضا څخه اخلي علاوه ددې څخه اسفنجي ريښې او پياله شکله پاڼې باعث د جذب د رطوبت او عضوی تجزيه شوی موادو ګرځي له همدې امله هغه اپيفايتس چې د ځمګې سره وصل نه دي خپله غذا له هغو ذخيره شويو موادوڅخه چې په چتر شکله سيمو کې موجود دي ،اخلي د خرما په شکل نباتات (Palmes ) خزي ، او نورپدې سېمو کې موندل کېږي . علاوه د نباتاتوڅخه چې په چترباندي ژوند کوي په زيات شمير کې ځنګلي حيوانات هم دلته ژوند کوي نوپس ويلي شو چې ژوند پورته د ځمکې د سطحې څخه په باراني ځنګلونو کې موجود دي او د ځمکې په سطحه کافي اندازه نور په دغو سيمو کې نه ليدل کېږي په همدي لحاظ په ځنګلي سيمو کې علفي نباتات ډيرکم ليدل کېږی د ځمکې سطحه د ځنګلې سيمو پرسوده شويو موادو څخه خالي وي ځکه چې پرسوده شوي مواد دځمکې پرسطحه باندي لويږی او هغه هم ژر تجزيه او د نباتاتو لخوا جذبيږي او د دغه بيومونود ځمکې خاوری حاصلخيزه نه وي اوزياتره يې ديوې نوعې خاورې د (Hate rites) په نامه پوښل شويدې هيترات يوه يوانانی کليمه ده او لفظې معنی يې خښته (BRICK) ده هغه کرهڼه چې د ځنګل له منځه وړلو وروسته په دغه ځمکه کې بر سره کېږي ضعيفه دي ځکه چې دغه ځمکه د کرهڼی لپاره مساعده نه ده په عمومي ډول سره باراني ځنګلونه معمولاً د استوا د کرښي سره په نږدې سيمو کې ليدل کېږي او هر څومره چې د عرض البلد څخه د قطبينو خوا ته ځو نوموړي ځنګلونه هم کميږي. د بارانی ځنګلونو زياتوالي دځنګل د فضا د تاريکې باعث ګرځي او د همدغه امله په فوتوګرافي کې ديوه ځای او يا د لرې ځاي ليدنه دومره دامکان وړنه وي ځګه په اکثرو برخو ددغو سيمو کې د لمر نور يو پر سلمه برخه د هغه معمولي نورده چې د ځمکې پر مخ لګيږي.

داستوايي سيمو بارانی ځنګلونه په نړۍ کې

سمول

په عمومی صورت سره د نړۍ دری عمده دسيمې د بارانی ځنګلونو د ودې لپاره ځانګړي شوي دي چې په لاندي ډول دي : ۱:په جنوبي امريکا کې د امازون سيمې ګرم ځنګلونه: ددې سيمې د برازيل ، مرکزی امريکا او د شمالي مکسيکو تر سرحدونو پوری رسيږی. شکل 2 ) داستوايي سيمو بارانی ځنګلونه ( ۲:دافريقا د کانګو د سيمې بارانی ناحيی :د دغو ځنګلونو تر لويديځو سرحداتو د (Liberia) پوری ادامه لری . ۳:هغه بارانی ځنګلونه چې د هند او سېلون سيمو څخه پيل ترفلپين ،.د ماليزيا تر يوې جزيرې او د استراليا تر سرحداتو پوری ادامه لري. د اوسنې وخت بارانی ځنګلونه په حقيقت کې د لويو ځنګلونو د تيری شوې جيولوژيکې دوری بقاياوې دي چې د ځمکې اعظمي سطحه يې احتوا کړی ده .د انساني نفوس زياتوالي په دغو سيمو کې دغه ځنګلونه له منځه وړي او پرځای يې نور نباتات کرل کېږی .خاوره د دغو ځمکو حاصل خيزه نه ده .زيات ځلې ليدل شوي چې د د غو ځمکود ځنګلونوتر سوځيدو وروسته دوه يا دری ځلې دا ځمکې د حاصل وړ دي .او وروسته د کرهڼی وړتيا نه لری.که چېرې د انسان نسل د دغو ځنګلونو له منځه وړلو چټکتيا ته کموالی ورنکړي په ډيره کمه موده کې به يې يواځی هسته باقي پاتی وي .

دمعتدله سيمو پاڼی رژيدونکې ځنګلونه

سمول

پاڼريژي ځنګلونه هغه ځنګلونه دي کوم چې په معتدلو سيموکې موندل کېږي معتدلې سيمې هغه دی چې يوګرم او يو يخ فصل ولری .په نوموړو سيمو کې بايد کافی رطوبت د نباتاتو د نمو او ساتنې لپاره موجود وی چې په عمومی توګه دوده ئيز فصل اوږدوالې پايد د (۴-۶) مياشتې وي او د ژمی موسم بايد له (۳ - ۴ ) څخه تجاوز ونکړی د پاڼه ريژو نباتاتو زياته سطحه د ځمکې احتوا کړی وه چې د نفوس زياتوالی له امله يې ځينی برخی له منځه تللی دي .څرنګه چې د نامه څخه معلومه ده دغه نباتات په نا مساعده موسم د کال کې لکه ژمی يا هم په ډيره ګرمۍ کې خپلې پاڼی تويوی . د پاڼورژيدل په حقيقت يو مهم بيولوژيکې عمل دی او نباتات د اوبو د ضايع کېدو څخه دساتی کوم چې ښايې دنبات د حجرو له پاره زيان رسونکې وي .پاڼه ريژي نباتات يو د بل سره توپيرونه لري.او دهغه جغرافيوي چاپيريال تابع وي چېری چې دوی ژوند کوی ځکه بيلا بيل لاملونه لکه د تودوخې درجه ،د باران کچه پر د نبات په وده زياته اغيزه لري په عمومي توګه ويلی شو چې پاڼريژې نباتات (Aqusfoliaceae)دفاميل اود څيړۍ ، (Birch) او (Beach) فاميلونه هم مهم انواع دی له مورفولوژيکې لحاظه په عمومي توګه په پاڼريژو نباتاتو کې په حدود د څلورو قسمونه نباتات په بيلا بيلو سيمو کې ليدل کېږي چې عبارت دي له :(الف): دونو طبقه :لوړقامت او هم ونييز نباتات دی چې لوړوالی په منځ ۸-۴۰ مترو ته رسيږي د دغو ونو پاڼی په مساعدو ورځو د کال کې چترۍ په څير (canopy)د ځنګل فضا پټوی او په هغو وختونو کې چې پاڼې يې ورژيږي نو د لمر نور هغو کوچنيو نباتاتو ته چې په منځ د ځنګل کې موجود وي رسيږي او د هغو د نمو سبب ګرځي. (ب):د بوټو طبقه:د بوټود طبقې نباتات تر پنځو مترو پورې نمو کوي او لرګينه تنه لري ښاخونه يې د تنې څخه شنه کېږي او نبات ته د بوټي شکل ورکوي . (ج):علفی نباتات: دا ډول نباتات ډيره کمه ارتفاع لري او علفی شنه ساقه لري لکه هغه خود رو او وحشی ګل بوټي د ځنګل هم شامل د دغو نباتاتو دی .ګلان د ځنګلونو هغه وخت چې د لمر وړانګی د ځنګل ښکتنې برخی ته ورسيږی ګلان توليدوي او خاصه ښکلا طبيعت ته وربښی. (د): Thegraound Layer د ځنګل په سطحه کې زيات شمير بسيط او لومړني نباتات وجود لري چې د جامدو اجسامو په مخ قرار لري د پاڼی رژيدونکو ځايونو ځمکه حا صلخيزه او غني وي چې پورتنۍ سطحه يې تور رنګه وي او د عضوي موادو لرونکې وي (Humus) سربيره له عضوي موادو څخه نور ژوندی موجودات پروتوزوا ، فنجيان ، چېنجيان ، حشرات او داسې نور لري . ددې نباتاتو ريښي د باراني ځنګلونو برعکس په خاوره کې ژوری ننوتی وي چې وروسته له منځه تللو څخه دغه ريښي په عضوي موادوتبديليږي ،د حيواناتو تګ راتګ لکه حشرات او نور باعث د نرم والی د ځمکې ګرځي چې په پايله کې ډيرې اوبه ځمکه جذبوی.د پاڼريژي ځنګلونو فضا يو مساعد چاپيريال لپاره د پرورش او ساتنی د بيلا بيلو حيواناتو لکه کوچني او غټ تی لرونکې ، الوتونکې ، حشراتو ، ذومعيشتينو او خزنده ګانو ده پراخه ساحه احتوا کوي چې دغه ډول توندرا ځيني وخت د (cousinia) په نامه سره هم يادوي . علفي توندرا:دغه تندرا په ارتفاع ددوه يادري زرو مترو کې وجودلري چې د(Grass tundra) په نامه سره ياديږي په دغه نوع توندرا کې بيلابيل شمير نباتات چې نوع يې د ارتفاع سره سم توپير کوي شنه کېږي زمونږ په افغانستان کې توندرا په جګو ارتفاعاتو لکه د هندوکش، دغزني د غره، د بابا د غره چې لوړوالې ېې له دری زرو متره څخه زيات وي ليدل کېږي .

دنړۍ پاڼريژي ځنګلونه

سمول

دشمالی امريکا شرقي سيمې د اسيا ځينې برخې او غربي اروپا او دمديترانې سيمې عمده مرکزونه د پاڼی ريژي ځنګلونو مرکزونه دي چې هره ونه يې د ځانګړو خصوصياتو درلودونکې وي.

د افغانستان پاڼريژي ځنګلونه

سمول

د افغانستان پاڼی رژيدونکې ځنګلونه چې له ۲۰۰۰ مترو ارتفاعو څخه ښکته نمو کوی عبارت له طبيعی پاڼې رژيدونکو ځنګلونو څخه دي دغه ځنګلونه د چاپيريال شرايطو له نظره په بيلا بيلو سيمو ويشل شوي دي. الف: د زيتونو وحشې ځنګلونه: عبارت له هغه ځنګلونو څخه دي چې په زياته پيمانه د پکتيا په ځاځې ميدان کې رازرغونيږي. ب: د پستی ځنګلونه: چې د بادغيس او بدخشان په ولايت کې موجود دي چې مهم اقتصادي رول لري. هغه ځنګلونه چې په ۲۰۰۰ متره ارتفاع کې د کونړ او پکتيا ولايتونو کې موجود دي عبارت د څيړيوله ځنګلونوڅخه دي چې په زياته پيمانه وجود لري ټول پاڼې رژيدونکې او مهم ځنګلونه چې د افغانستان په اقتصاد کې زيات اهميت لري عبارت د چهارمغزو (Juglans regia) غرنی بادامو (Amygdalus reuteri) څخه دي چې د هزاره جاتو په سيمو کې زيات دي د مقاومت له لحاظه نباتات د چاپيريال نامساعدو شرايطو په وړاندی په دوه دستو ويشل کېدای شي . ۱: ځينې ونې لکه (Conifer) چې مخصوصې پاڼی لري چې کولای شي د وچکالۍ په موسم کې د خپل ځان څخه زيات مقاومت وښايي د دغو ونو د پاڼو جوړښت داسې دی چې خارجي مستحکم قشر لري چې دغه نوع نباتات د (Xerophytes) نامه سره هم يادوی. ۲: دوهمه ډله هغه نباتات دي چې پاڼې يې لنډ عمر لري چې د د کال په نامساعده ورځو کې پاڼې تويوي چې دغه پاڼې تويوونکې نباتات د بيولوژی د علم له لحاظه (Hygrophytes)په نامه سره يادوي .

علف زار

سمول

(Grassland) په دغه نوع بيوم کې (Grass) غالب وي او په هغه ځايونو کې چې په کافي اندازه باران د ونو د ودي لپاره موجود نه وي پيداکېږي د نړۍ ترټولو لوي بيومونه د په شمالي امريکا، روسيه ، ارجنټاين، او جنوبي افريقا کې موقيعت لري واښه يا (Grasses) په دسته يې شکل په دغه بيومونو کې ليدل کېږي چې معمولاً په کې (Legumes) رشقه (Alfalfa) شفتله او نور تر سترګو کېږي دغه علف زارونه دبيلابيلو حيواناتو لکه زرافه، غرڅه ،وحشي اسونه او نورو غوښه خوړونکې حيواناتو لکه ليوه، زمريان، پړانګان، او نوروته د روزنې ښه مناسب ځايونه دي . سربيره له پورتنيو حيواناتو څخه انسانان نورو اهلي حيواناتو ته په دغو ځايونو کې روزنه ورکوي چې په زياتره حالاتو کې دزياتو مالونو دڅرولو له اغيزي څخه نور وحشي حيوانات له منځه ځي او ديوي پراخه صحرا شکل غوره کوي .

چپارال

سمول

چپارال عبارت له هغو سيمو څخه دی چې نرم او ملايم ژمی او بارانونه ولري ددې برعکس اوړی يې ګرم ، وچه هوا او د باران لرونکې نه وي په دغه بيومونو کې تل شنه او يا هغه بوټي چې اغزي او پنډ شکلونه ولري موجود وي .ددغو بايونومو د نباتاتو رنګ کم رنګه شين وي .

تايګاه

سمول

تايګاه يوه روسی کليمه ده او هغو سيمو ته اطلاق کېږی چې د تودوخې منځنۍ درجه په کال کې له يوې څخه تر دری مياشتو پوری لس درجی وي د د غوبيومونو نباتات ستن ډوله او پنډې پاڼې لري او تل شنې وي . دتايګاه نباتات تل شنه وي او زيات سيوري په ځمکه توليدوي چې لدې امله د ځمکې دمخ علفي نباتات نشي کولاي وده وکړي د تايګاه په بيوم کې رطوبت معمولاً په اوړي کې زيات وي خو د‌ ‌‌ژمي په موسم کې د رطوبت له مقداره څخه خالي وي له همدي کبله د اوبو تبخير هم کم وي .دغه بيومونه په افغانستان کې زيات مساحت چې ارتفاع يې۲۰۰۰- ۳۰۰۰ زره مترو پوری رسيږي احتوا کوي نورستان ،ځاځي ميدان ،ارګون ، ځدرانو او نورو ځايونوکې پيداکېږي.په نوموړوساحوکې د اوړي په موسم کې زيات بارانونه ليد ل کېږي عمده وني د تايګا په افغانستان کې عبارت د کاج (Pinus) صنوبر (Juniferous) سروي (Cedrus) او نوری دي.

تندرا

سمول
(Tundra)

تندرا فنلندي کليمه ده او د هغو سيمو په معنی سره ده چې وني په کې موجودي نه وي .دغه بيومونه په هغو ځايونو کې پيداکېږي چې د رطوبت اندازه يې نسبت د تايګاه سيمو ته ډيره کمه وي او هم د تودوخي درجه يې په کال کې په هغه اندازه کمه وي چې د (Coniferous) د نباتاتو د نمو لپاره هم نا مساعده وي تندرا عبارت له علف زاروسيمو څخه دي چې تقريباً يو په لسمه برخه د وچې ئي شمالي قطب سره اشغال کړي ده حتی ځينې علمي کتابونه او ماًخذونه دغه ساحه د سايبريا له شمالي سيمو ترشمالي قطب پوری ښودلي ده. يو مهم او عمده خاصيت د د غه بيومونه دادی چې دايمی شبنم (Permafrost) لري او دځمکې مخ پوښي له بله طرفه دځمکې تحتاني خاوره په دايمي شکل منجمده وي .لنډ اوړي لري په دغه موسم کې يوازي څوانچه برسيره طبقه دځمکې ګرميږي او نورې باقي برخې دځمګې منجمدې وي. د ځمکې د سطحي د ګرميدو او سوړوالي عمل چې د کال په اوږدو کې پرځمکه باندي وارديږي ددې باعث ګرځي چې دنباتاتو ريښی متاثره کړي او يواځې بوټي شکل نبات غوره کوي هغه ژمی چې د رطوبت څخه خالی وی هم د نباتاتو د نمو د اغيزمن کېدو باعث ګرځی . وخت (period) يا د نباتاتو نمويي دوره د کال په اوږدو کې نظر د نبات نوع ته توپير کوی معمولاً د نمويي دوری پيل د جون په مياشت کې او د نمويي دوری د انکشاف ختم د سپتمبر په مياشت کې صورت نيسی. د اوړی د موسم لنډوالی د ځينو نباتاتو د نمو اوتکميليدو لپاره کفايت نکوی له همدی کبله ځينی نباتات د واوری لاندی خپل نمو تکميلوی د ګردی خپريدل معمولاً تر څلوراتيا سلنه د باد په وسيله او نوره يې د اوبو په وسيله صورت مومي .علفی نباتات د دغو سيمو څو کلن يا(perennial) ( هغه نباتات چې له دوه کلونو څخه زېات عمر ولری ) دي کوچنۍ تخمې اوکوچنۍ ضخيمې ريښی لری او مقاومې ويکولای شی چې اوبه په اسانۍ سره زيرمه کړی با وجود د دې چې تندرا د شنو وښو د چاپيريال په نامه سره ياديږی بيا هم که چېرې ونه په دغه سيمه کې وجود ولري نو نمو به يې ډيره بطی يا ورو وی لکه څنګه چې د علماؤ محاسبی ښودلی چې يوه ونه که څلور سوه کاله عمر ولری نو قطر به يې د شپيتو سانتی مترو په اندازه وي. په حدود د نيم ملی متر کې خاوره او د خاوری کېماوی ترکېب نظر نورو بيومونوته کلنۍ نمو دونو د تندراد نباتاتو په نشونما زيات اغيزه لري. اوحتی ځينې حالاتو کې خاوره د تندرا کاملاً ريګ وي او د نباتاتو د نمو لپاره ګټور نه وي نو له همدې کبله په لويو دښتو چې واښه لرونکې وي تبدليږي .په عمومي صورت دغه نباتات عبارت دي له (Cosines) ، (Grasses) او (Carex) څخه دي چې په عمومي صورت سره مال څړ تشکېلوی.

تندرا د نباتاتو او ارتفاع له مخې ډولونه

سمول

اغزی لرونکې تندرا

سمول
په جګو ارتفاعاتو کې چې له ۳۶۰۰ مترو کې قرار لري او اغزی لرونکې نباتات لکه (cousinia)،(Astragals) د دغو سيمو لکه چې دا ټول له ميووي نباتاتو او يا هم د يو بل څخه تغذيه کوی د دی ځنګلونو معمولی اوسيدونکې موږکان سلجانونه، خراسان، غرڅی، ګيدړی ، زمريان،الوتونکې او نور خوږ غږي مرغان او وحشی فيل مرغان دي. د ژمی د موسم څخه پرته دغه ځنګلونه په نورو وختونو د کال کې د بيلا بيلو اوازونو لرونکې وي خصوصاًد شپې له مخې او د ژمي د موسم په رارسيدو په دې ځنګلونو کې سخته ارامتيا رامنځته کېږی ځکه زياتره حيوانات د ژمی په موسم کې ځانونه په ځمکه کې پټوی او الوتونکې مهاجرت کوي.

لکه څنګه چې وويل شو په عمومی صورت سره پاڼرژي ځنګلونه د(Aqusfoliaceae) فاميل اړوند دي ولی په هغه ځايونو کې چې لنډ او يخ اوړی ولري په دغه سيمو کې د ذکرشويو نباتاتو پر ځای (Conifer) منځ ته راځی د (Conifer) نباتات د خپلی نمو لپاره هم وخت ته اړتيالري د يخنۍ او وچې هوا په مقابل کې مقاوم دي د بيلګی په توګه پاڼرژي نباتات حد اقل ۱۲۰ ورځی لس درجی د تودوخی ته اړتيا لری تر څو نمو وکړی په داسی حال کې چې(Conifer) ديرش ورځی ګرمی ته اړتيا لری. پاڼی رژيدونکې نباتات د (Conifer) نباتاتو سره دمقايسی وړ نه دي ولې نظر په دې چې دا نباتات په تمدن د سپين پوستو انسانانو کې د تمدن ارزښت درلود نو ځکه د ډير ارزښت وړ دی او ډير وختونه انسانان په تغير د شکل د دغو بيومونوکې عمده سهم لری او له خاورو څخه يې د کرهڼی او مالداری لپاره کاروی .

دښتی يا بيابانونه

سمول

بيابان ،دښته يا هم صحرا هغو سيمو ته ويل کېږي چې په هغه کې د باران اندازه د لس انچو څخه کمه وي او يواځې د سپرلي په موسم کې باران پکې موجود وي په اوړي کې ګرم او وچ وی او په ژمې کې په ډيره کمه اندازه واوره په کې وريږي. لويې دښتې د نړۍ د عرض البلد په ديرش درجو کې قرارلري دسارا دښته يا (Sara desert) چې د بحرالاطلس له سواحلو د افريقاڅخه پيل تر سعودي عربستان پورې رسيږي. علاوه له دې څخه د استراليا دښته چې څلورڅلويښت فيصده يې نوموړې قاره اشغال کړي او دشمالی امريکا دښته چې د نړۍ د لويو دښتو څخه شمارل کېږي.د رطوبت اندازه په نوموړو سيمو کې زياته ده او ځينې وختونه دغه توپير ديرش درجو د سانتي ګراد ته رسيږي. د بيابانونو نباتات اکثره يوکلن وي يعنې خپله دوره په هغه موسم کې چې بارانونه دي تکميلوي په دغوبيابانونو کې د (perennial) نباتات بايد له وچې هوا سره توافق وکړي د همدې محلوظ په اساس ډير کم ليدل کېږي او د (perennial) نباتات د صحرا سپنجي ساقې او ريښې د اوبود جذبولو لپاره لري لکه زقوم د (Cactus) او هم کوچنی چرمي شکله پاڼې لري چې د اوبو د ساتنې لپاره د اوړي په موسم کې د نبات څخه رژيږي. ژوندي موجودات د دښتو لکه حشرات او خزندګان خارجي پنډ جلد لري او کولاې شي چې د بيابانونو وچکالي وزغمي. د صحرا د خاورې ماهيت نظر نبات ته توپير کوي د هلمند وادې، د مارجې دښتې ريګستان او د رابو دښته د افغانستان د دښتي بيومونو له جملې څخه دي. او نباتات يی معمولاً بټه دي او لنډقدې ونې تشکېلوي. د دښتو او صحرا ګانو نباتات د توافق د نظره چاپيريال سره په درې عمده ګروپونو ويشل کېږي. (الف): لنډ مهالي نباتات يا (Ephemerals) دغه نوع نباتات يواځې په باراني موسم کې نمو کوي يعنې نمويي دوره يې لنډ مهالې وي د دغو نباتاتو برجسته مثال (xerophytes) يا يو کلن نباتات دي. (ب): غوښين نباتات(Succulents) دغه نباتات د داسې جوړښتونو لرونکې دي چې اوبه جذبوي چې په ساقه او پاڼوکې موجود دي او کولاې شي چې په باراني موسم کې اوبه زېرمه کړي او وروسته په تدريج سره له دغو اوبو څخه استفاده وکړي. چې د دغو نباتاتو مثال زقوم(Cactus) دی. (ج): بوټي او نيمه د صحرا ووني ډوله نباتات د دغه نباتاتو مثال لکه شترخار(Alhagi camelanum) چې مربوط د (Fabaceae) د فاميل ده دغه نباتات اصلي لنډې ساقې او ډيرو شاخونو او پنډو پاڼو لرونکې وي چې د اوبو د زيات تبخير مخنيوې کوي او همدارنګه د ګرمۍ په موسم کې يي پاڼي توييږي او د تبخير څخه مخنيوي کوي د ايکالوژي له نظره دوه ډوله بيابانونه تشخيص شوی دي (ګرم او يخ بيابانونه) په عمومي صورت سره ټول نباتات په صحرا کې په قسم د پراګنده بوټو په ليري فاصلو کې يو د بل څخه قرار لري . چې زياتوالي د واټنونو د غذايي موادو رقابت په منځ د نباتاتوکې کموي او که چېرې د نباتاتو تر مينځ د اوبو د جذب رقابت صورت ونيسي نو باعث د مرګ د يو جانب ګرځي.

دمرطوبوسيموستن پاڼی ځنګلونه

سمول

ستن پاڼی دځمکې دکری زياته برخه تشکېلوي ددې بيومونواصلي مشخصه يوځاې اوسيدل دي دجنسونوتعداد او قسمونه يې ډيرکم دی اودډيرو ونو په يوه لويه برخه کې په يولوي جنس پورې اړه لري .دامريکې د جنوب غرب سواحلوپه لمنه کې تر۱۰۰۰متره ارتفاعاتوپورې ستن پاڼې ونې وجود لري. ددی سيمو د اب و هوا حالات مرطوب اويخ دي د تايګاد اقليم سره تفاوت لري پدې ځنګلونو کې د کلني اورښت اندازه د ۳۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ مترو پورې ده مهمترين خصوصيات يې دا دي چې د کال ډيری ورځې يې د باران پواسطه پوښل شوي دي مهمترين اقليمی خاصيت ددې منطقی دادی چې هوا يی په زياترو ورځود کال کې دوپ او لرونکې وی يا (نری باران لرونکې ) وي کله چې اقيانوس کبيرمرطوبه هواد سيندغاړو ته رسيږي نو يو شديد دوپ توليدوی ددې منطقې ځنګلونه کولاې شي چې علاوه د باران د مستقيم راپريوتوڅخه يوڅه زيات مقدار اوبه د شاخونو او پاڼو سره د دوپ سره د برخورد په مقابل کې ونی اًخذ کوی. د دوپ څخه د اوبو لاسته راتګ کلنی مقدار۱۰۰۰ ملی متره براورد شوی دی .باوجود ددې تفاوتونو دا ونې په غالب ډول ستن پاڼې دي چې ددې بيومونوځنګلونه د مرطوب يا ستن پاڼو ځنګلونو په نامه ياديږي زياتره عالمان ستن پاڼي ځنګلونه دتايګا د فرعي برخې يا د هغې د مجموعې لاندې طبقه بندي کوي . بعضې عالمان دا ايکوسيستمونه په مستقل ډول حسابوي دتايګا او مرطوب ستن پاڼو ځنګلونو ترمنځ فرق د هغې ونو د طبقو علفی او د سطحې پوښونې له امله دی تايګاپدې لحاظ د مرطوبو ستن پاڼو ځنګلونو په نسبت ډيرغريبه ده ددې څخه علاوه په مرطوبوستن پاڼوځنګلونو کې د ونو تنې د خيمې او خزي پواسطه پوښل شوي وي او ظاهري شکل يې يو له بل سره فرق لري نوموړي ځنګلونه د ځمکې د کرې د زياتې ارتفاع د ځنګلونو څخه دي د ستن پاڼومرطوبو ځنګلی ونو ارتفاع ۱۰۰ متره ته رسيږې او۶متره قطرلري.

ساوانا

سمول

هرڅومره چې د استوا د کرښې څخه جدا کېږو وچ فصل ښکاره کېږي او په تدريج سره اوږديږي د تشکېلاتو په وسيله رامنځته شوي ځنګلونه د ساوانا په نوم ياديږی چې هغې کې علفی نباتات اساسي نقش لوبوي دا علف زارنو په دواړو طرفونو د استوا د کرښې ته يو تل ګرم او په يو اوږد او وچ فصل کې مشخص کېږي.او ددې بيمونو نباتات د وچوبې سره مقاومت لری تر هغه پورې مربوط دي علوفه په ساوانا کې د معتدله علفزارونو څخه اوچته ارتفاع کې موقعيت لري. او بعضې وخت د هغې ارتفاع ۳/۵مترو ته رسيږې اخر (بااباب ) نوع د غالبو ونو د ساوانا څخه دی د ساوانا دا علوفه ريښه د هغې د ساقې او پاڼې نسبتي څوکه و ددی علوفه په دستی جمعی ډول د وچ فصل په اخر له مينځه ځی يعنی هغه رايزومونه وي چې په ځمکه کې موقعيت لري د نوي کال په لومړی باران سره هغه نوې وده کوي اغزن کېدل او دغنمو دکورنی کوچني سطحي نباتات د وچوبې سره د ساوانا د جوړيدو علامه ده. په همدی موجوديت کې په مرطوبو فصلونو کې دهغې وچې پاڼی ډيرې استفاده اسمانی نزولاتو څخه کوی د هغی رايزومونه فقط وچوبه په ډيرو ګرمو او سوځيدونکو او بی بارانه ورځو کې تحمل کوی لکن د سوزيدو په وخت کې يواځی سطحی انزايمونه د هغې وچېږي او دسوځيدنې په اساس ډيره ګرمي تحمل کولاې شي په هر کال د طبيعی سوځيدنی په واقع کېدويا دانسانی فعاليتونو په اساس ساوانا کې مينځ ته راځی مصنوعی نوعې د ونود وچوبی سره مقاومت لری په ساوانا کې طبيعی علفزارونه واښه خوړونکو د روزنی اودهغې په زياته اندازه تکثر لپاره زمينه براروی لکه،مېښی،فيلان ،افريقايی هوسۍ،صحرايی خر او داسې نور.... دا حيوانات د غذا او اوبو لپاره خپل ځايوتو ته تغير ورکوی په غالب ګومان سره دغه دساوانا واښه خوړونکې په لويو برخو ساواناګانو د افريقا او محدود شمير يې د اسيا په سهيل ختيځ ، سهيلی امريکا او استراليا کې قرار لری دغه واښه خوړونکې د غوښه خوړونکو په واسطه لکه زمری ،پرانګ ، ګيدړ او د نورو پواسطه ښکار کېږی د تی لرونکو څخه علاوه زيات حشرات هم په ساوانا کې وجود لری مرغان ، شترمرغ او نور مختلف مرغان هم په دی کې پيداکېږی ميږيانو ټولنی يو ځايوالی په ساوانا کې څو مترو ته رسېږی د ملخانو ټولنې هم په ساوان کې د وختې فصلونو مهاجرت ته مجبور کېږي چې کروندو او نورو محصولاتو د نباتاتو ته زيات زيان رسوي .

د حاره مناطقو د باراني ځنګلونه

سمول

دا ځنګلونه د سرطان او جدي کرښو ته نژدې قرار لري د لمر کلنۍ وړانګې دي منطقو ته کمی رسيږی همدارنګه د اتوموسفير د کموالی له امله کلنی اورښت په کې ډير زيات دی ددی ځنګلونو مهم مشخصات په لاندی ډول دي. (الف) ددې ځنګلونو د ونو دتاج برخې خورې دي نوځکه ددې ځنګلونو لاندې برخې ته په ډيره کمه اندازه روښنايي رسيږی. (ب) علاوه پردی چې خواره دې دترکېب له لحاظه ډيرې نوعې لري د مثال په ډول دبرازيل په زيات باران لرونکي ځنګلونو کې د 2km2 په سطحه (۳۰۰) نوعې د ونو موجودې دي. (ج) په دی ځنګلونو کې هغه واښه ډوله نباتات اوسيږي چې ډير لوړ تلونکي او پيچلي دي د ونو څخه د تکيې په ډول استفاده کوي او د لمر د وړانکو د اخستلو په خاطر خپل ځان د ځنګل د تاج برخې ته رسوي. (د) ددې ځنګل ونو ته نژدې دخاورې په کلک پوښ د وانيلا (استوايي سيموته نږدې يوبوټې دی چې دلوبياپشان پلي لري اوپه مسالجاتوکې ترې استفاده کيږي) ډيرې نوعې شنې کېږي چې غيري طفيلي وده کوي د هغې ګلان او پاڼی دی ځنګلونو ته ښکلی منظره ورکوی. (ه) علفی وده په دې ځنګلونو کې ډيره کمه ده او ددې ځنګلونو ډيره برخه د علفي ودې څخه محرومه ده په دې وجه چې هلته روښنايي کمه ده تنها هغه علوفه جات چې سيوری خوښونکي دي په دې ځنګلونو کې وده کوي. ايکولوژيکې شرايط او دغذايي موادو ډيروالی ددې باعث شوی چې د حيواناتو ډيرې نوعې لري دا ځنګلونه د خپلو نوعو او حيواناتو د نظره ډيرغني دي.ډير حيوانات لکه شادی، سنجاب ، ميږی خوړونکې لری او ډير خزندګان ،ماران. په دې ځنګلونو کې د غرڅه د نوعو په شمول ډير واښه خوړونکې شته.په دې ځنګلونو کې الوتونکې چې دانه خوړونکې ، د مېوې خوړونکې ګلانو د شهدو خوړونکې د حشراتو او وړو حيواناتو خوړونکې دي هم شته . ددې ځنګلونو په متوسطه طبقه کې هغه الوتونکې زيات دي چې قوي پنجې لري او د ونو په شاخونو ځان ځوړندوي ددې طبقې د مشخصو الو تونکو څخه طوطيان دي.

دمعتدلوساحو چمنونه

سمول

دغه د اوسيدوځای ډيره فاصله لری او د معتدلوسيمو د ځنګلونو ارزښتونه ددې سيمې کلنی اورښت معمولاً د 250 څخه تر500 ملي متره پورې دی. د ارزښت څخه ډک اقلمی خصوصيات ددغې اوسيدو ځای دی او يو ډير اوږد وچ اقليم لری (مديترانيی يا قارايې) چې په دې کې اورښت د تخريب څخه کم دی دا د اوسيدو ځای په مختلفو وچو،براعظمونو او هيوادونو کې وجود لری چې په مختلفو نومونو سره ياديږی په شمالي امريکا او په اروپا کې لوړ چمنونه شته په جنوبي امريکا او جنوبي افريقا کې دولد (Veld) په نامه سره ياديږي او ددغې سيمې اصلي پوښښ څوکلن نباتات دي چې د غنمو کورنۍ په پوري اړه لري چې زيات شميرد ستيپا(Stipa) ،اګروپيرون(Agropyron) ، کوئلريا (Koeleria) ، فستوکا (Festuca)، اندروپوګون (Andropogon) او اليموس (Eestuca) جنس پوري اړه لري دغه جنسونه د وچوالي سره مقاوم دي. د کال په مساعد وخت کې ډير د نباتاتو نه (يو کلن ) د يو مشيمي او دوه مشيمي په نباتاتو کې وده کوي د ژوند دوران ددي نباتاتو د وچ فصل سره ضميمدای شي په همدې علت سره د نباتاتو کوښښ په دې فصل کې يوازې ډير بوټي رامنځ ته کېږي. همدا ډول د څو کلنو نباتات لکه پياز او نور غده يي نباتات په دغه ځمکه کې د نباتاتو په پوښښ کې په دي ساحه کې ډير مهم دي دغنمو د کورنۍ بوټې دغه بيمونه لوړي ننوتنې او د حجم نه لوړې ريښې لري د دوی د مرګ نه وروسته زيات تعداد د ځمکې په سر باندی پاتی کېږي يا ښکاره کېږي غه مواد د زراتو نه جوړ شوي اوښه غني خاوره رامنځته کوي چې تور رنګ لرونکې وي نوري خاوري ( موسمي او چرنيزوم (Chernozem)) په دي طريقي سره منځ ته راغلي دي د يو کلنو نباتاتو موجوديت په معتدلو مناطقو کې يو شان نه دی د وچوالي په زياتيدو سره او ديخ ډيروالی سره هوا د چمنونو د سهم نه کميږي او د يو کلنو نباتاتو سهم پکې زياتيږي حيوانی ټولنی د دغی اوسيدو ځای په ډير مقدار سره تي لرونکو نباتاتو خوړونکو د ډير غټ شمير سره جوړوي ( وحشي غواګاني ،هوسۍګانې د امريکا په چمنونو کې شتون لري مخکې د انسان د مداخلی څخه اسيا او اروپا د وحشي آس ،بزو او ميږو د اوسيدو ځای وو په جنوبی امريکا کې لامه او په استراليا کې کانګرو ګان اوسيږي . ددغه حيواناتو ځای اوس محال د اهلي حيواناتو په واسطه نيول شوي دی ډير شمير الوتونکې ددې ځای د ونو د نه موجوديت له امله د خاوري په سر باندي وخت تيروي او دشمير له مخې زيات دي د خزندګانو د جملي څخه سمساره ،مار او د ژونکې د جملی څخه موږکان او د واښه خوړونکو نه سوی په دغي اوسيدو ځاي کې يوه لويه برخه تشکېلوي . ليوه ، سور لنډی ، کېدړه ددي ځاي اصلي غوښه خوړونکې دي .

معتدل تل شنه ځنګلونه

سمول

معتدل تل شنه ځنګلونه په مختلفو اقليمونو کې واقع دي لکه کلفورنيا مديترانې او په جنوبی استراليا کې د يادونی وړ دی چې په جنوبی استراليا کې دغه ځنګلونه د ونو په واسطه مغلوب شوی دي د تل شنو پلن پاڼو په واسطه او په ډيره کمه اندازه د وړو پانو په واسطه د کلفورنيا په شمال کې او د متحده ايالاتو په غربی ساحه کې. غوزه لرونکې د غالب چتر والا په شمول(Pseudotsuga menziesii), sitka spruce(picea sitchensis) په نيوزيلينډ کې هم پيداکېږی همدارنګه مختلفی ونی لکه Beech( Nothofagus) په کې پيداکېږی د نيوزيلينډ په ځنګلونو کې دير الوتونکې موجود دی چې ددی د جملی څخه ځينی يې د الوتنې توان لری او ځينی الوتنی توان نه لری چې د نه الوتونکو د جملی څخه يې (kiwi) دي . ډيره کمه توانايی لری چې الوتنه وکړی او همدارنګه د دوی د سترګو د ليدلو او شامعی حس ډير قوی دی او دوی د دواړو حسونو څخه د ښکار لپاره استفاده کولای شي او همدارنګه په نيوزلينډ کې يوه نوع د طوطی موجوده ده چې د(Kakapo ) په نامه سره ياديږي چې دا الوتونکې ډير نه پيداکېدونکې دی او دوی کولای شي چې والوځی خپل غذايې توکې دپاڼوڅخه لاس ته راوړي او يوبل ډول الوتونکې چې په نيوزليند کې موجود دي د Kea(Nestor Notabilis) په نامه سره ياديږی چې دغه الوتنکې د شنو توکو او سبزيجاتو نه استفاده کوله چې وروسته په غوښه خوړنکو باندی تبديل شول اوس د نړی غوښه خوړونکو الوتنکې شميرل کېږی .

دلرګيومعتدله ساحه

سمول

دغه ساحه په کال ۱۹۷۵ميلادی کې Whittakerطبقه بندی کړی او کله چې اقليم وچ شي نو د غالبو ونو په څير ښکاره کېږی او په دغو ساحو کې دخلاص چتر واله ونی موجودی دي او ددې ښه مثال (pygmy)يا ګيتار دی چې د امريکې په متحده ايالاتو کې موجود دي البته دغه غوزه لرونکې دی دغه خلاصه ساحه د pines او Junipers په واسطه غالب شوی ده او همدارنګه Shrubs او واښه په کې موجود دي

معتدلو بوټو سيمه

سمول

د مديترانې په سواحلو کې د اورښت کلنۍ اندازه ۳۰۰-۸۰۰ ملی مترو پوری ده او ددوبی په دوران کې بارانونه هيڅ وجود نه لري او د څلور مياشتو لپاره د حرارت اندازه د شلو څخه تر پنځه ويشت سانتی ګراد پوری وي او په يخو مياشتو کې د حرارت اندازه لس سانتی ګراد ده او په دې حرارت کې دير يخ هله صورت نيسی چې دا يخ په جنوبی کلفورنيا،افريقا ، جنوبی او غربی استرليااو چېلي په ځينې برخو کې موجود وی او په دې ساحه کې سبزيجات خواره شوی وی او همدارنګه د نباتاتو مختلفې نوعی په دې ساحه کې موجودی چې دغه نوعی د يو نه تر پنځه مترو لوړوالی پوری موجود دی او وړی مقاومی پاڼی لری مديترانيې ماکېوس ‎،د کلفورنيا چپرال ددې بيومونه ښه مثال ددی او په دی بيومونه کې ګرمې ساحه موجودې دي او په بيومونو کې ځينی انواع د اور په مقابل کې مقاومی وی .

سرچینې

سمول

۱ – بلال،غلام دستګير.۱۳۸۷ هـ ش. ايکولوژي

۱ – بلال،غلام دستګير.۱۳۸۷ هـ ش. ايکولوژي

۲ –. ځلاند،وسيم الله .۱۳۹۲هـ ش. دايکولوژي اساسات، سيد جمال الدين افغان پوهنتون.

۳ –- عساکره،حسين.۱۳۸۴ هـ ش.مباني جغرافيه زيستي. سعادت مطبعه.

۴– ستانکزی،عبدالهادي،ژباړه دستګيرخاورين. بيالوژي عمومي . رياست عمومي تربيه معلم وزارت معارف افغانستان .۱۳۸۶.

۵ – ستانکزی،عبدالهادي. فزيالوژي نباتي . رياست عمومي تربيه معلم وزارت معارف افغانستان .۱۳۸۶

6 – Chapman, J L & Riess M J (2008) Ecology !principle and application.com Bridge university

7-راټولوونکی فرهاد شګيوال سيد جمالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونواو طبيعي څانګه