دنباتي انساجو کرنه

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنه او ځنګلونو څانکه

د نباتاتو د انساجو کښت سمول

(Plant Tissue Culture e)

 
انځور دنباتي انساجو کښت راښیي

د نباتاتو د انساجو کښت د غيرى زوجى تکثيريو ميتود دى پدې طريقه د تکثير کې کوچنى برخه د نبات لکه حجره او نسج چې د Explant په نوم ياديږي په خاص Testube کې (Glassware) او يا خاص Container کې په کنترول شوى محيط او تغذيه شوې جوړه شوې ميډيا کې کرل کيږي، چې د يوې حجرې او يا د حجرې د يوې برخې څخه زيات شمير نباتات چې مورنى خصوصيات لري او د هر ډول امراضو څخه پاک وي لاس ته راځي. او يا هم. Tissue Culture means Propagation of plants from very small plant parts called explant (Cell, tissue and other organs). د نباتاتو د انساجو کښت د Plant science د پيشرفت او انکشاف لپاره خاصتاً په تعليمى او تحقيقاتى ادارو کې يو ضرورى عمليه ده. دا تکثير په Invitro او يا هم Glassware کې په Asepticشکل او مصنوعى کنترول شوى محيط کې د نبات د يوې برخې کښت دى چې د ډيرې کوچنى برخې څخه په کمه او محدوده ساحه کې بې شميره نباتات لاس ته راځي.

تاريخچه سمول

 
انځور دامریکا په متحده ایلاتو کې د نبات انساجو کښت یو بانک ښي
 
In vitro tissue culture of potato explants

ډير زيات علفى او لرګين نباتات په مختلف طريقو تکثيريږي. د مثال په توګه Cryptomeria Jopnica زر کاله پخوا په غير زوجى ډول تکثير شوي ده. په همدې ډول د توسکاونه نيولتيک په دوره په بريتانيا کې د قلمې په واسطه تکثير شوې ده. ډير ونې داسې دي چې په زوجي ډول د دوى تکثير مشکل يا د امکان څخه بهر دى نو په همدې اساس کوښښونه شروع شو چې دغه ډول نباتات څنګه تکثير کړو. چاپيريالى کښت ډير اوږد تاريخچه لري. د نباتاتو تکثير په پوره ډول د نورو عالمانو په مرسته په مختلف وختونو کې ذکر شوي دي. اوس مونږ خپل اصلى موضوع (انساجو کښت) تاريخچه څيړو. په ١٨ پيړۍ کې دوهامل دومون سو په نوم يو عالم مشاهده کړي چې نباتات د زخى (Bud) په وسطه تکثيريږي. د ١٩ پيړۍ په شروع کې شوان په نوم يو عالم دا ثابت کړل چې د نبات هر يو حجره د څانګړى نباتاتو تکثير سبب کيداى شي. دغه نظريه بلاخره Totipotency فرضيې ارائه سبب شو. په ٢٠ پيړۍ کې حجرې کښت په بشپړ ډول کاميابي تر لاسه کړل. يو حجره پيژندونکى عالم حاذق چې په کوستر مشهور وو د Totipotency نظري په اړه شک وکړل. په هر حال د انساجو کښت د نبات غړو کښت څخه په ښه ډول ثابت شو. لومړنى غړى چې ميډيا کې وکرل شو عبارت دى له: د وربشو ريښې د دې وروسته د روميانو او د مارچوبي (Asparagus) په تنکى ښاخونو تر سره شو. آکسين د ونت له خوا کشف شو او پيژندنه يې کګل او د هغې ملګر په واسطه وشو. دغه ماده وروسته د ګوترت نوپ کرت او وريت له خوا په نباتي انساجو کښت کې استعمال شو او دوى داسې وويل چې د آکسين پرته د نباتي انساجو کرنه امکان څخه بهر ده. د دې وروسته سيتوکنين په ١٩٥٠ کال کې بلکسلى او وان او ربيک له خوا کشف شو او د ميلر او د هغې ملګري له خوا په نباتي انساجو کرنه کې استعمال شو او د دې وروسته نباتي انساجو کرنه ډير په چټکۍ سره مخ په زياتيدو شو بلاخره نور هورمونونه هم کشف شو او د نباتي انساجو په کرنه کې ورڅخه ګټه اخيستل شروع شو.

د نباتي انساجو د کرنې اهداف سمول

1. په کمه ساحه او ځاى کې په ډيره پيمانه تکثير صورت نيسي. 2. د کوچنيو نباتي برخو د تکثيرولو له لارې معمولاً له ويروسونو څخه پاک نباتات توليديږي. 3. په ښيښه اي لوښو کې invitro کې د نباتاتو توليد او تکثير د کال په ټولو وختونو کې صورت نيسي. 4. د کوچنيو نباتي برخو تکثير د دوه کوريزه نباتاتو (خرما، ونې خټکي) د تکثير په برخه کې ګټوره بريښي ځکه له دې لارې ډير شمير ښځينه نباتات توليديدلى شي. 5. د نباتي نسلګيرۍ د لړۍ د لنډولو سره مرسته کوي. 6. د يو ډول جنټيکي جوړښتونو لرونکو نباتاتو توليد د کوچنيو نباتي برخو د تکثير له لارې شوني دى. 7. دا د هغو نباتاتو لکه (خرما،ونې خټکي، کوپرې او داسې نورو) له پاره چې تکثير يې د غير زوجي تکثير له لارې ستونزمن دي مناسبه طريقه ګڼل کيږي. 8. د انساجو د کرنې په پايله کې داسې دوهمي توکي توليديدلى شي چې د درملو يا درمل جوړولو صنعت په چارو کې په کار وړل کيږي. 9. په کمه ساحه کې د اوږدې مودې لپاره د توکيو زيرمه کول د کوچنيو نباتي برخو د تکثير د پر وسې له لارې ممکنه ده. 10. د Vitro په سيستم کې توليد شوي تکثيري توکي لرو پرتو ساحو ته په اسانۍ سره ليږدول کيږي. 11. د جنين جلا کولو او کرلو د تخنيک له لارې بې تخمه ورايټي، (انګور) تر لاسه کيدلى شي. 12. Distant دوه رګه کول د micro propagation د تعقيب له لارې تر سره کيږي.

داصطلاحاتوتعریفونه چی کرنه کی عموم سمول

بيا ژوندي کيدل (Adventitious): دغه اصطلاح د ريښو، څانګو يا د جنين انکشاف د غير نورمال موقيعتونو څڅه په کارول کيږي. د نمونې پر ډول د ريښو څخه د څانګو، پاڼې يا کالس ريښې د پاڼو يا کالوس څخه او جنين په غير زايګوټ د نورو حجرو څخه منځ ته راشي.


(Apical Dominance) د طبيعت يو پديده داسې ليدل شوې ده چې د څانګو د اخيرۍ او د څوکې د غوټۍ يا (Shoot)په موجوديت کې د څانګې د جانبى غوټيو (Auxiliary Buds)د نمو او ودې د مخنيوى سبب شوې ده. تعقيم شوى کلچر (Aseptic Culture) د انساجو او د نبات د يوې برخې څخه د داسې کلچرونو تيارول چې د بکترياو، وايرسونو، پوپنکو او نورو مائيکرو ارګانيزمونو څخه پاک وي.

غير زوجى تکثې (Asexual Propagation) د نبات زياتول چې د نباتي انساجو د استعمال په وسيله تر سره شوي وي. اګزين (Auxin) يو ګروپ د ودې او نمو تنظيموونکى چې د حجراتو د اوږدوالى، د ريښې د تشکيل او داسې نورې ورته دندې ترسره کوي.

انډول استيک اسيد (IAA) نفتالين استيک اسيد (NAA) انډول بيوتاريک اسيد (ABA) ٢،٤ ډايکلوروفنکسي استيک اسيد (2,4-D) جانبي (Axillary)د نمونې پر ډول جانبي غوټۍ چې د پاڼې په يو جانب کې پرمختيا مومي. کالس (Callus)په طبيعت يا په کلچرونو کې د حجراتو د غير منظم ډيرښت څخه د يو نسج منځ ته راتګ دى. (Colonel Propagation)د نبات غير زوجى ډيريدل د يو واحد بوټي څخه پيل شي. ""کلون"" حجراتو يوه ټولنه چې د يوې حجرې څخه د دوګونو انقسام په وسيله وزيږيږي، او همدارانګه د هغو بوټو پر ټولنه دلالت کوي، کومه چې د يو واحد نبات څخه د غير زوجى تکثر په وسيله منځ ته راغلې وي.

""کلچر""د معدني او خوراکي توکو په ميډيا کې د تعقيم او کنترول شوو شرائطو لاندې د حجراتو، انساجو او د نبات د غړو د ټولو بوټي کرل دي، د نمونې پر ډول د نباتي ګردې کرل، د جنين کرل، د تاندو څانګو د څوکو کرل (Shoot Tip) او داسې نور. (Cytokinis) يو ګروپ د ودې او نمو تنظيمونکى چې د حجراتو د ويش، تغيرات، د تاندو څانګو د تغير، د (Apical Dominance) له منځه وړلو وظيفه په غاړه لري، ځينې ئې چې د انساجو په کرنه کې په کار راځي په لاندې ډول دي: بينزايل امينو پروين (BAP) دوه ايزو پنتايل ادينين (2-IP) (Kintin)، فورمورايل امينو پورين او زياتين.

تغيرات(Differentiation) د مختلفو فزيالوجکي او مارفولوجکي خواصو انکشاف او پرمختيا ده. د مثال په ډول د يو حجروي تخمي زايګوټ څڅه د يو غړى پرمختيا پر څو حجروى ژوندي موجود سره. د انساجو په کرانه کې دغه اصطلاح معملاً د دې لپاره استعماليږي چې د مختلفو نوعو حجراتو، ريښو، نودو، جنين يا د نورو غړو جوړښت د حجراتو په کلچر يا کالس کې تشريح او واضح کړي. غبرګ (Diploid) د هر کروموزوم دوګونې جوړې چې د انواعو خواص انتقالوي. جنين (Embryo) ډير ځوان نبات چې د ښځينه غړي (Gametophyte)په داخل کې پرمختيا کوي، چې معمولاً د القاح په نتيجه کې تشکيليږي، البته کله کله بغير له القاح (Aponixis) هم تشکيليږي. Embryo genesis د جنين د تشکيل او پرمختيا د مراحلو څخه عبارت دى. (Embryoid) په کلچرونو کې د غير تخمى (Non-zeygotic) جنين تشکيل او جوړښت. (Excise) د پلارنۍ سرچينې څخه د يوې برخې انساجو يا د يو غړى لرې کول دى، لکه څنګه چې نوى او تازه څانګې د کالس څخه، يا د يوې څانګړې څانګې جا کول د نور ډير تکثيري څانګو څخه او يا د يو بند پرې کول يو څانګې څخه د تکثير او زياتولو پر موخه. (Explant) د يو نبات غړى يا د انساجو يوه برخه چې پر هغې باندې کلچر پيل شي. (Genotype) ارثى سينګار(Make-up) چې د يو ګروپ جينينو په واسطه چې د کروموزمونو د پاسه قرار لري انتقاليږي. (Habituation) د ودې او نمو د تنظيموونکو په نشتوالى کې د حجراتو د ودې او نمو وړتيا يا قابليت څخه عبارت ده. چې دغه وړتيا د ځينو حجراتو کرنه د زيات وخت لپاره د ځينو هارمونونو په موجوديت کې حاصليږي. (Haploid) د هر کروموزوم يو نقل يا کاپي په يوه حجره کې چې د جنسي حجراتو خواص ولري. غير هم جنسه ټولنه (Heterogeneous Population) نا برابره او بې بڼې ټولنه چې زياتې نوعې ولري. هم جنسه ټولنه (Homogeneous Population) مساوي او برابره ټولنه چې ټول يو ډول ارثى سينګار ولري. هم جنس (Homozygous) د دوګون يا څو ګون کروموزوم لرونکى افراد چې يو شان او ورته اليلونه په هم جنسه کروموزومونو کې ولري، پر خپله ګرده القاح کيدونکي هم جنس افراد يو متجانس ټولنه منځ ته راوړي. دوره رګه (Hybrid) د يو ژوندى موجود يا د حجراتو يو قطار چې د داسې والدينو په وسيله چې خواص ئې يو شان وي توليد شي. دوه رګه کول (Hybridization) هغه مراحل چې دکومو دوره رګه په وسيله منځ ته راشي. (In- Vivo) پر تحتي لفظي ډول (په ژوندکې) هر هغه تدريجي پرمختګ او مراحل چې په يو مکمل ژوندى موجود کې رامنځ ته شي (په طبيعت کې). (Indection) د يوې مرحلې يا يو جوړښت د تشکيل او ابتکار سبب او وسيله. (Inoculum) حجرات، انساج يا د يو غړي استعمال د سب کلچر لپاره. (Enter Node) د يو ساقې هغه برخه چې د دوه بندونو تر منځ موقعيت لري. (Meristem) د حجراتو هغه موضوعى ګروپ چې د فعال ويش وړتيا ولري، دکوم څخه چې د دائمى او با ثابته انساجو سيستم (ريښه، څانګه، پاڼه او ګل) منځ ته راځي. د مرستماتيک ډير عمده او مهم ګروپونه عبارت دي له: د څوکو او غوټيو مرستماتيک چې د ريښې او څانګو په اخيري نکته کې واقع دى. جانبي مرستيم: چې په کارک او رګداره انساجو کې وي. (Inter calary) مرستيم: چې د بندونو په ساقه او دځينو مشخصو پاڼو په بيخونو کې موجود وي. مرستماتيک: چې د حجروى انقسام خاصيتونه ولري. مرستمويد: د مرستماتيک حجراتو يو موضوعى ګروپ دى کوم چې په کالس کې منځ ته راځي او ممکن ريښۍ او څانګې تشکيل کړي. (Micro Propagation) په تعيم او کنترول شوو شرائطو کې د نباتاتو زوجي يا غير زوجي تکثر. (Morphogenesis) د يو جوړښت يا صورت د ودې او پرمختيا څخه عبارت دى. د نايتروجن نصبيدل د هوا د نايتروجن بدلون په امونيا او امينو اسيدونو باندې.

Node

په ساقه کې هغه ساحه له کومې څخه چې يوه پاڼه او جانبي غوټۍ منځ ته راځي. غذائي چاپيريال Media د اوبو او خوراکي توکو ترکيب او يو ځاى کيدل چې په نيمه جامد او يا د مائع په حالت کې وي، چې معمول په هغه کې څو ګونې غيرې عضوي مالګې، يو کاربوهايدريټ، عضوى مالګې او ويټامينونه شامل وي، دغه شان ميډيا ته ترجيح ورکول کيږي چې يوه اساسي ميډيا شي، البته د ځينو نور اضافى نموئې هارمونونو او ناڅرګنده تومنو لکه د ناريال پر اوبو او د وربشو پر اوبو غنى شي. د غړى کرل د منظمو جوړښتونو تعقيم اوکنترول شوې کرنه ده، د مثال په ډول د ريښې څوکه، د څانګې څوکه، د څانګو کړۍ (حلقې)، جينين او داسې نور. (Organized Tissue) د منظمو زياتو شوو حجراتو ترکيب دى. (Organogenesis) د اعضاؤو او غړو تشکيل او جوړښت ته ويل کيږي. (Plantlet) يوه کوچنۍ ريښه لرونکې څانګه يا زرغون شوې جنين. (Ploidy) په هر هسته کې دمکملو کروموزومونو د ګروپونو شمير. (Polyoloidy) په هر هسته کې د دريو يا زياتو کروموزمونو د سيټونو ظرفيت (درې ګون، څلورګون، پنځه ګون او داسې نور.) (Shoot tip/shoot apex) د يوې څانګې 1.0-0.1 ملي متره اخيرۍ برخه تقريباً 0.1 – 0.05 ملي متره پورې مرستيم انساج لري، البته د اصلي او انکشافي پاڼو او د ساقې د نږدې يا مجاور انساجو پر شمول. (Somatic) نباتي يا غير زوجي برخې يا بدلون ته ترجيح ورکول. (Sub Culture) تازه ميډيا ته د بيا ويشل شوي يو کلچر انتقال ته ويل کيږي. (Tissue Culture) د يو نبات يا حيوان د خوندي او کنترول کرنې څخه عبارت ده، چې دغه اصطلاح د انساجو د ټولو ډولونو کرنې ته راجع کيږي. (Totipotency) د يو ژوندى موجود د توليد قدرت د هغه د يوې برخې څخه، د يوې واحدې حجرې يا د يو ژوندى موجود د يوې برخې د توليد قدرت چې يو مکمل ژوندى موجود منځ ته راوړي. انتقال (Transfer) د کرل شوو انساجو انتقالول او يا ځاى بدلول يوې نوې او تازه ميډيا ته. (Vegetative Propagation) د نباتاتو غير زوجي تکثر چې د نبات د بدن يوې برخې په جدا کولو سره پيل کيږي، د نمونې پر ډول لکه قلمه کول چې بلاخره پر يو مکمل نبات بدل شي.

د نباتاتو د انساجو ګټې سمول

(Advantage of Plant tissue culture) 1. د خوښى وړ او پاک نبات لاس ته راوړلو لپاره د تکثير په نورو ميتودونو کې کلونه کلونه وخت ته ضرورت دى اما د Tissue culture په وسيله کم وخت کې پر حاصله او د خوښى وړ نبات په لنډ وخت کې لاس ته راځي. 2. د تکثير په نوموړى ميتود کې کوچنى محدوده ساحه د لوى او زياتې اندازې نباتاتو د توليد لپاره پکار وړل کيږي. 3. په دې ډول تکثير کې ډيره کوچنى محدوده برخه د نبات چې هغه حجره (Cell) او يا يوه برخه د حجرې يا نسج (Tissue) چې د Explant په نوم ياديږي د زيادښت لپاره پکاروړل کيږي. 4. Tissue culture د جرم پلازم د Exchang يو سريع بين المللى طرز دى چې د Quarantine اصول پکې په بشپړ شکل مراعت کيږي او د پاک او لوړ حاصل لرونکى نباتاتو انتقال په اسانى سره صورت نيسي. 5. په دې ډول لاس ته راغلې نباتات قوي وده او لوړ حاصل ورکونکى وي. 6. Micro propagated plants سل فيصده Free virus او Free other disease وي. 7. Micro Propagation يو مفيده او عامه پروسه د تکثير ده د هغه نباتاتو لپاره کوم چې په زياته اندازه د ښځينه بوټو توليد ته ضرورت لري لکه کيله او خرما چې کولى شو په دې طريقه د تکثير سره زياته اندازه ښځينه بوټي لاس ته راوړو. 8. د تکثير دا طريقه د نباتاتو Breeding cycle را لنډوي. 9. په دې طريقه په زياته اندازه Homozygous نباتات لاس ته راځي. 10. د انساجو کښت يو مفيده پروسه ده خاصتاً د هغه نباتاتو لپاره په کوم کې چې Vegetative Propagation تکثير امکان نه وي او يا هم زوجى تکثير ډير په بطى شکل تر سره کيږي لکه خرما او پپايا. 11. په دې طريقه د تکثير سره د زيات او اوږد وخت اولرې فاصلې ترانسپورت اسانه وي. 12. د تکثر دا طريقه يو د نباتاتو د نويو ورايټيو د معرفت او لاس ته راوړنې طريقه ده. 13. د انساجو کښت د محصلينو او استادانو لپاره د تحقيق مواد دى.

د انساجو د کښت زيانونه سمول

(Disadvantages of Tissue culture) 1. نوموړى طريقه زياته اندازه پيسو او مصارفو ته ضرورت لري. 2. د دې طريقې څخه استفاده کوونکى او هغه شخص چې په دې طريقه د تکثر کارکوي بايد د نباتاتو د علم سره پوره بلدتيا ولري او د لابراتوار په اصولو په مکمل ډول پوه وي. 3. په دې ډول تکثير کې ځينې وختونه ډيره کمه غلطي باعث د خنثى کيدنې د کلچر کيږي. 4. د انساجو کښت يو دنويو او ناپيژندل شويو پتوجنونو معرفت ته زمينه برابرونکى ميتود دى.

عمومى تخنيکونه او د لابراتوار اړتياوې سمول

د انساجو د کرنې د لابراتوار اندازه او د هغه پراخوالى او تجهيز د پروژې پر چاپيريال او په هغو پيسو پورې اړه پيدا کوي، کومې چې په لاس کې موجودې وي. که څه هم د انساجو د کرنې يو معيارى لابراتوار بايد لاندې امکانات ولري: 1. د شيشه اي لوښو، پلاستيکى لوښ، او نورو سامان الاتو د پريمنځلو او زيرمه کولو امکانات او اسانتياوې. 2. د غذائې چاپيريال يا ميديا د تيارولو، تعقيمولو او زيرمه کولو امکانات. 3. د نباتي موادو د لاسي کار لپاره يو تعقيم شوې او خوندي ساحه. 4. د کرل شوو انساجو ساتنه، د روښنائي او تودوخې په خوندي شرائطو کې. 5. د کرل شوو انساجو د مشاهدې لپاره ساحه. 6. معمولاً د پريمنځلو ماشين او يوه دست شوئى. 7. د روانو يخو او تودو اوبو او ډيايونايز اوبه د دغه مقصد لپاره مناسب دى. ټول شيشه اى او پلاستيکي سامان الات په يو پلاستيکي سطل کې واچل شي، پر مايع صابون پريمنځل شي او بيا پر تعقيم شوو او اوبو (Distilled Water) سره کنګل شي، وروسته په داشونو کې وچ او د ګرد او غبار عايق الماريو کې ځاى پر ځاى کړاى شي.

هغه امکانات چې د يوې ميډيا د برابرولو لپاره اړين بريښي سمول

أ‌. په يو مناسب لوړوالى سره چوکۍ چې ولاړې کار کول اسانه وي. ب‌. (Deep Freezer) يو ژور يخچال چې د مايع زيرمو د زيرمه کولو لپاره په کاريږي. ت‌. يو يخچال چې مختلف کيميائي توکي په کې ذخيره شي. ث‌. پلاستيکي بوتلونه تقطير شوو اوبو دزيرمه کولو لپاره. ج‌. د وزن کولو ترازو. ح‌. د کيميائي توکو د محلول کولو لپاره مقناطيسي ټکان ورکوونکى ګرم پليټ. خ‌. (PH mater) د‌. د اګر د ذوب کولو لپاره ديګ بخار ذ‌. د ميډيا د تعقيم لپاره يو اوتو کلب. ر‌. يو هوا کش يا خالي کوونکى پمپ چې فيلتر کول او تعقيم کول اسانه کړي...

د نباتي موادو د کرلو لپاره مختلف ډوله وسائل استعماليږي، معمولاً د ساحې څخه اعظمي ګټه په کې مهم هدف دى، او لابراتوار عيارول هم د ساحې څخه اعظمي استفاده په نظر کې ده. د انساجو د کرنې د معيارى لابراتوار د کرنو لپاره په زياته پيمانه شيشه اي ټيسټ تيوبونه استعماليږي. په مختلفو اندازو سره د لويو خولې لرونکى بوتلونه، او د شيدو بوتلونه پر ځانګړى ډول د کوچنى تکثير لپاره استعماليږي. د انساجو د کرنې په کار کې يوازې بايد بورسليکيټ يا فايريکس شيشه اى وسائل استعمال کړاى شي. د سوديمى شيشو تکراري او پرلپسې استعمال ممکن زهر جن حالت رامنځ ته کړي. د زيږيدنې د کلچر خونه بايد په يوه خوندي او کنترول تودوخه کې وساتل شي. يعنې معمولاً ايرکنډيشن او بخارۍ استعماليږي، تر څو د تودوخې درجه د سانتي ګراد په (25+2) درجو کې وساتل شي. د څيړنيزو تجربو (چې د انواعو لپاره د مناسبې تودوخې اړتيا پر ګوته کړي.) د بچيو د زيږونې په ځاى کې امپلورسينټ څراغونه استعماليږي. کلچرونه پر عمومى ډول په غير مستقيم روښنائى (Diffuse Light) کې ساتل کيږي. ( د (1klux) په لږه درجه کې). که څه هم د کلچرونو په عادي خونه کې کلچرونه د روښنائي په لوړ شدت کې يا هم په مکمله تياره کې ساتل کيږي. د ورځنى روښنائي کنترول (د ورځې او شپې دوران) د اتوماتيک ساتونو په وسيله ئې روښانه کول تر لاسه کيږي. شپاړلس ١٦ ساعتونو لپاره پر نورلمال ډول روښنائى د پلورينسنټ تيوبونو په وسيله برابريږي. د کلچرونو د زيرمه کولو لپاره دکلچر خونه په ځانګړو ډيزاين شوو الماريو سره چمتو شوې وي. چې دغه المارۍ پر عادي ډول د اوسپنې کله نا کله د لرګي څخه جوړې شوې وي. او هر المارۍ په پلورينسينټ ټيوبونو سره سمبال دي، په داسې حال کې چې پلاسکونه، بوتلونۀ، پيتريديشونه کولاى شو چې مستقماً په الماريو يا تشطونو کې چې د مناسبې اندازې شکل لرونکې وي ځاى پر ځاى کړو. د دغه مقصد لپاره د شلو (٢٠) څخه تر څلويښتو (٤٠) ټيوبونو په ظرفيت فلزى سيم لرونکى روکونه مناسب ګڼل کيږي. دروک په يوه خوا کې د تجربې تفصيل، د نبات نوم، ايکس نبات، ميډيا، دکلچر نيټه او د څيړونکى نوم د يوې نښې يا ليبل پر څير سريښت شو وي. دا به په زړه پورې وي که چيرې ايمرجنسي اشاره کوونکى (Power Points) د بريښنائى جنراتور سره يو ځاى کړاى شي، تر څو روښنائى او تودوخه دکلچر په خونه کې ثابت وساتي. د نباتي انساجو دکلچر ميديا کوم چې د لوړ غلظت لرونکى سکروز ولري د زياتو ميکرو ارګانيزمونو د چټکې ودې سبب ګرځي، کوم چې د ميډيا رسيدنه ګړندى کوي نسبت کلچر شو انساجو ته چې په پاى کې د هغوى د مړينې او له منځه تللو سبب ګرځي. نو د دې لپاره دا اړينه او ضروري بريښي چې د کلچر د لوښ، او تيوبونو داخلي چاپيريال په مکمل ډول پاک او تعقيم وساتل شي، او ځينې احتياطى تدابير تر لاس لاندې ونيول شي. يعنې دا چې ټول ملوث اوککړ کلچرونه د کلچر د ساحې څخه څومره زر چې شونې وي لرې او مخکې له دې چې وغورځولش ي بايد اوتوکلب کړاى شي، تر څو په ترتيب سره ميکرو ارګانيزمونه مړه او له منځه لاړ شي. د ميډيا د ککړيدنې د څو ګونو سرچينو امکانات موجود دي لکه: أ‌. د کلچر لوښى او سامان الات ب‌. خپله ميډيا ت‌. د نبات هغه برخه چې کلچر شوې ده. (Ex-plant) ث‌. د انتقاليدونکې ساحې چاپيريال. ج‌. هغه وسائل چې د نباتي موادو د تکثير او سب کلچر په وخت کې استعماليږي. ح‌. د کلچر د خونې چاپيريال.

دميکروبي ککړتيا نښې نښانې پر عادي ډول په ميډيا کې د همغې شروع څخه تر سترګو کيداى شي. د دې لپاره چې د دغې ککړتيا مخنيوى وشي، نو باي د د هغو کلچري وسائيلو چې ميډيا په کې ځآى پر ځاى شوې بايد د هغوى خولې د بکترياي ضد(Bacterial Proof) بندونکو په وسيله بند او اوتو کلب کړاى شي. (د فشار لاندې د بخار په وسيله ګرمول) يعنې 1.06 kg/cm په (١٢١) درجو سانتي ګرادو کې تر پنځلسو (١٥) دقيقو پورې تر هغه وخت پورې چې ميډيا لازمه تودوخه تر لاسه کړي. ځينې د ودې او نمو عاملين لکه جبرليک اسيډ، زياټين اپسي سيک اسيډ (ABA) اوځينې مشخص ويتامينونه د تودوخې مقابل کې حساس دي او نه شو کولى چې هغه اوتو کلب کړو، کله چې هم داسې يو مرکب استعماليږي ټوله ميډيا غير له د تودوخې په مقابل کې حساس مرکب په پلاستيک کې اوتوکلب کداى شي. او په لامينر پلو الماريو کې ساتل کيږي، تر څو تودوخه له لاسه ورکړي او يخ شي. د تودوخې په مقابل کې د حساسو مرکباتو مايع د پرده لرونکي فلتر په وسيله تعقيم او هغه اوتوکلب شوې ميډيا ته کومه چې وروسته يخه شوې وي، يعنې لږ تر لږه (٤٠) درجې سانتي ګراد تودوخه ولري ور علاوه شي. په نيمه مايع حالت کې د ميډيا (يوازې د اګرد رامنځ ته کيدو څخه لږ څه د مخه) او يا هم د خونې په تودوخه کې کله چې ماثع ميډيا استعماليږي. د مايعاتو د فلتري تعقيم لپاره بکتريايي ضد پرده چې ضخامت يې (0.4) مايکران ته رسيږي استعماليږي. (مايکرو فلترونه) هغه وسائل او لوازم چې د تعقيم شوو لاسي کارونو لپاره استعماليږي لکه پنسونه په نورمال ډول د (٩٥) فيصد ايتانولو په وسيله تعقيم، د اور د شغلې (Fulming) په وسيله تعقيب او يخ کړاى شي، چې دغه پورتنى عمليات څو څو ځله دکار په بهير کې سرته رسيږي. زياتره تعقيم شوي لاسي کارونه په نورمال ډول د (Laminar air flow) په المارۍ کې د ننه سرته رسيږي، دې ته اړتيا ليدل کيږي چې ذکر شوې المارۍ يو کوچنى موتور ولري، تر څو هوا د غټ فلترونو په لور پمپ کړي چې ستر زرات هلته پاتې شي وروسته دغه هوا دکوچنى فلتر څخه تيريږي او بشپړ تعقيم منځ ته راځي. اخر داسې پيژندل شوى دى، چې لوړ ظرفيت زره زره کوونکى هواد0.1 um)(High Efficiency Particulate Air جسامت لرونکى غټ زرات لرې کولى شي ډيره پاکه هوا (د ميکروبي ککړتيا څخه پاکه) د کار د ساحې په لور جريان او خوځښت پيداکوي. دهوا د راوتلو سرعت دکوچنيو او تنګو فلترونو څخه 27+3m/Min اټکل شوى، کوم چې د کار کولو د ساحې دککړتيا دمخنيوى لپاره مناسب ګڼل کيږي. په کومه کې چې کارونکى مخامخ ناست وي او يو پاک او تعقيم شوى چاپيريال دکار کولو په ساحه کې تر هغه وخت پورې ساتل کيږي تر کومه چې المارۍ پرانيستې وي. د نباتي اجزاو د تعقيم نورې خواې په وروستۍ برخه کې تر بحث لاندې نيول شوى دى.

د ميډيا ترکيبونکى عناصر سمول

منرالي عناصر د نبات ژوند لپاره ډير مهم دي د مثال په توګه منيزيم دکلوروفيل تشکيل لپاره ګټور دي. کلسيم حجروي موادو تشکيل لپاره ضروري ده. نايتروجن د امينو اسيدونو، ويټامينونو، پروټينونو، او نيوکليک اسيدونه د تشکيل لپاره ضروري ده. همدارنګه اوسپنه، مولبدن د انزايمونو لپاره ګټور دى.د نبات ودې لپاره ضروري عناصر ١٢ دي چې عبارت دي له نايتروجن، فاسفورس، کلسيم، پوتاشيم، مګنزيوم، اوسپنه، منګنيز، مس، بوران، جست، مولبدن، سلفر. دغه ټول عناصر د نبات ودې لپاره ضروري دي اوس دا ثابت شوې ده چې دغه عناصر د انساجو کرنې لپاره هم ضروري ده المونيم او نيکل د هلر له خوا دکرولو ميډيا کې استعمال شو خو د نبات لپاره ګټور تمام نه شو وروسته د نورو خلکو له خوا استفاده ونه شو. د انساجو کرنې په اړه دقيق څيړنه (ميډيا ترکيبونکى عناصر) په اړه د هلر له خوا وشو. هغه نوې فرضيې د نايتروجن او اوسپنې په اړه بيان کړل. په ١٩٤٣ کال کې اوسپنه Fe2(So4)3 په شکل ميډيا کې استعمال شو.ځکه چې FeCl2 د اوپسنې منبع په توګه ګټور نه وو. په دې شکل کې اوسپنه PH=5/2 په توګه ميډيا کې استعمال وړ وو. څرنګه چې څرګنده ده چې د انساجو په کرنه کې په يو هفته کې ميډيا PH5/8-6 څخه تر 4/9-5 پورې تغير کوي. په دې کې د نبات ريښې د اوسپنې کمبود سره مخامخ کيږي. د دې مشکل حال لپاره اوس په زيات ميډيا ګانو کې Fe.EDTA په شکل استعماليږي. په دې شکل اوسپنه PH=7/6-8 پورې د نبات استفادې وړ وي. منرالي نايتروجن په ميډيا کې معمولاً په دوه شکلونو سره ليدل کيږي يو د نايتريت په شکل او بل د امونيم په شکل بعضې وخت نايتريت د امونيم شکل څخه ښۀ وي خوکله چې نايتريت يواځې استعماليږي د ميډيا PH قلوى خاصيت غور کوي. د امونيم کمه اندازه د نايتريت سره يو ځاى د PH د دغه تغير څخه مخنيوى کوى.

د نبات وده تنظيموونکي هورمونونه سمول

Plant growth regulator

دضروري عناصرو پرته نباتات خپل ودى او نمو لپاره ځيني هورمونونو ته اړتيا لري چى عبارت دي له : 1. Auxins 2. Cytokinins 3. Gibberellins 4. Ethylenes 5. Abscisic acid ددى هورمونونو ضرروت د نبات ډول پورى اړه لري او دغه هورمونونه په طبعى ډول په نباتاتو کى شتون لري او کولى شو چى مصنوعى ډول نباتات ته علاوه کړو . 1. Auxins: هغه اګسينونه چى عموماً د انساجو په کرنه کى ورڅخه استفاده کيږي عبارت دي له : IAA(اينډول -3-استيک اسيد ) IBA( انيډول -3-بيوتيريک اسيد) NAA(نفتالين استيک اسيد) NOA(نفتوکسي استيک اسيد) P-CPA( پارا –کلورو فنو کسي استيک اسيد ) 2,4,D(ډاى کلورو فنو کسي استيک اسيد) 2,4,5-T(تراى کلورو فنو کسي استيک اسيد) د پورتني هورمونونو څخه IBA او NAA دخاورى لاندى د ريښو رامنځته کولو او همدارنګه د سايتو کنين سره يوځاى د ساقى تکثير لپاره ورڅخه استفاده کيږي. 2,4,D او 2,4,5-Tد القاح او کالوس د ودى لپاره گټور دي . اکسينونه عموماً په ايتانول يا NaOH رقيق محلول کى حل کيږي IAA چى دى تر ټولو مهم اکسين دى چى په طبيعت کى په طبعى ډول موجود دى خو د انساجو په کرنه کى ورڅخه استفاده کيږي ځکه چى دغه اکسين IAA د رڼا او حرارت په مقابل کى ناپيدار دي .

د Auxins وظايف : أ‌. حجره اوږده وى ب‌. حجروي ديوال په استراحت کى ساتي ت‌. د R.N.A د ترکيب توليد کموي ث‌. په حجره کى موادو حرکت ښايي ج‌. د هغه طبقى څخه چى نبات زوړوالى سبب کيږي مخنيوي کوي . ح‌. د اتيلين توليد کى زياتوالى رامنځته کوي . خ‌. د سايتو کنين سره يو ځاى د اعضاؤ جوړولو وظيفه په غاړه لري . -2Cytokinins: هغه سايتو کنينونه چې د انساجو په کرنه کې ورڅخه استفاده کيږي عبارت دي له: Bap (بنزايل آمينو پورين) 2-iP (ايزوپنتايل آدنين) Kinetene (فورفوريل آمينو پروين) Zatine سايتوکنين په عام ډول په HCL يا NaoH په رقيق محلول کې حل کيږي. Lytokinins وظايف: أ‌. حجروى ويش کې مرسته کوي. ب‌. حجره پراخه وي. ت‌. د آکسين سره يو ځاى د اعضاؤ جوړولو وظيفه په غاړه لري. ث‌. نبات استراحت ته وړي ج‌. د جانبى زخو انکشاف سبب کيږي. ح‌. نبات زوړوالي ته نه پريږدي. خ‌. د غذايي موادوحرکت کې لارښونه کوي. د‌. د D.N.A او R.N.A فعاليتونه کنترولوي. 3. Gibberellins: د 20 ډولونو څخه زيات جيبرلين تر اوسه پورې پيژندل شوي دي. له دوى جملې څخه GA3 د انساجو په کرنه کې استعماليږي. GA3 د نبات وده او نمو کې ډير مؤثر رول لري. GA3 په اسانۍ سره په سړو اوبو کې ترmg/L 1000 حل کيدو قابليت لري. Gibberellins وظايف أ‌. اتيلين زيات تجمع سره توليداتو کې زياتوالى. ب‌. جيوتروپسيم سبب کيږي. ت‌. نبات زوړوالي ته وړي. ث‌. د ميوې پخيدو کې مرسته کوي. 4. Ethylen: هغه څيړنه چې د نباتاتو په کرنه کې چې په ښيښه اي لوښى کې تر سره شوي دا ثابت وي چې اتيلين د نبات وده تنظيمونکى ده چې د مختلف منابعو څخه د انساجو په کرنه کې رامنځ ته کيږي د مثال په توګه د نبات زخمي برخو څخه، توکيدنې څخه، د ځوانو پاڼو څخه، پلاستيکي خريطو کې کرنه، همدارنګه سکاره هم کولى شي چې اتيلين غاز توليد کړي. د حد څخه زيات اتيلين تجمع په کرل شوې لوښـي کې د دې باعث ګرځي چې د نبات وده او نمو راکموي. د اتيلين وظيفې په اړه مختلف نظري موجود دي د مثال په توګه د تنباکو کالوس د رڼا په موجوديت د اتيلين توليد سبب شوى دى. دغه ماده د ښاخونو د زياتوالى او جنين د له منځه تګ کې کموالى رامنځته کوي. د جنين له منځه تګ او د غړو رامنځته کيدو کې مثبت رول لري د بل خوا اتيلين د آلوګانو بوټي کې شوى دى. د اتيلين منفى اثرات کمولو لپاره د اتيلين فعاليت او يا هم د ودې او نمو کموالى او د پاڼې د سطحې کموالي سبب شوى دى، اتيلين بيوسنتيز څخه مخنيوى شي. د دې مقصد لپاره AVG موادو څخه (آمينو اتوکسى وينيل ګلايسين) چې ACC انزايم فعاليت مانع باعث کيږي او په نتيجه کې اتيلين توليد څخه مخنيوى کيږي په همدې توګه STS کولى شي چې د اتيلين رامنځ ته کيدو څخه په کلچر شوي ميډيا کې مخنيوى وکړي. Ethylen وظايف: أ‌. جيوتروپسيم کې مرسته کوي ب‌. نبات زوړوالي ته وړي ت‌. د ميوې پخيدو کې مرسته کوي. 5. Abscisic acid يا ABA چې بازار کې CEPA په نوم ياديږي. Absicisc acid وظايف: أ‌. د ميوې او پاڼې غورځيدلو کې رول لري. ب‌. نبات استراحت ته وړي ت‌. د جبرلين خلاف عمل کوي. ث‌. ګل رامنځته کولو کې رول لري. ج‌. د ستوماټا بنديدل د اوبو فشار حالت کې. ٣- دکوچنى تکثير عمومى تخنيکونه او مراحل: په عمومى ډول په کوجنى تکثير کې څلور مرحلې شاملې دي:

١- د تعقيم کلچر شروع کول. ٢- د نوې څانګې تقسيمات او تکثير ٣- په (vitro) کې د جوړو شوو څانګو ريښه وهل. ٤- د بوټو انتقالول لوښ، اوګل دانيو ته.

په ځينو نباتاتو کې چيرې چې مورنى بوتي په شديد ډول د ميکروبونو په وسيله ککړ شوي دي يوه بله مرحله ضروري ده چې وپيژندل شي او هغه د مورني نبات د اجزاو د تيارولو مرحله ده.

په ځينو حالاتونو کې څرنګه چې موږ تجربه لرو لکه د (Populous Deltoids) د دوامدار تکثير کولو په مراحلو کې ځوانې څانګې دنمو څخه پاتې او لنډيږي، نو ځکه د دې اړتيا ليدل کيږي چې د تکثيرولو څخه د مخه بايد لږ څه اوږدې شي.

د نباتاتو د يوخوندى او تعقيم شوي تکثير لپاره اړین ګامونه سمول

(Debergh) او (Meane) په ١٩٨١م کال کې وړاند يز وکړ چې يوه بله د صفر مرحله هم بايد په کې زياته کړاى شي. د مثال په ډول د مورني نبات انتخاب او تيارول، همدا رنګه کوچنى څانګې بايد پر يو ډول او مساوي اندازه اوږدې شي، تر څو پر اعظمي ډول ريښې توليد کړي. (F-2) چې دغه هر پړاو څانګړى اړتياوې لري او پر لاندې ډول روښانه کړاى شوي دي:

(Debergh and Meane 19981) (Morashige 19974) د مورنى نبات تيارول ١- شروع او پيل ١- شروع او پيل ٢- تقسيمات او برخې ٢- د بوټي تقسيمات او برخې کول ٣- ريښه کول ٣- پر مساوي ډول اوږديدل. ٤- ريښه کول په کلچر کې. ٣-١ د صفر پړاو ===دمورني نبات انتخاب او تيارول==i دا ډيره مهمه ده چې مورنى نبات انتخاب شي او پر دې ځان باوري کړئ چې نوموړى نبات د ناروغيو څخه پاک دى. په ډيرو نباتاتو کې وايروسونه موجود وي خو په حاصلاتو او توليد کې کومه مداخله نه کوي، که چيرې داسې پلان شوي وي چې دکوچني تکثير په وسيله تکثير شوى نبات په هغه ساحه کې وکرل شي نو دې اړتيا نه ليدل کيږي چې وايرسونه ئې محدود کړاى شي. په ازاده کرونده کې شنه شوي نباتات په نورمال ډول دککړتيا ډيرې ستونزې لري، د دې امکانات نشته چې د تعقيم کولو داسې لاملونه وپيژندل شي چې ټول ماکيرو ارګانيزونه وژني، د دې لپاره دې ته اړتيا ليدل کيږي چې مورنى او انتخاب شوى نبات بايد د پوپنک وژونکو درملو سره دوا پاشي شي، او يا دا چې انتخاب شوى څانګه په پلاستيکي کڅوړو کې بندې وساتل شي. په ځينو حالاتو کې چيرته چې د دې امکان موجود وي چې ريښه کول دعمومي لارو او طريقو په وسيله تحريک شي نوکولى شو چې نبات شنو خونو ته انتقال کړو. دغه په تحريک يا لمسوونو کې تغيرات راوړي او هغه ودوري، کله چې هغه ته اړتيا وي (په شنو خونو کې کيداى شي چې رڼا، رطوبت او تودوخه کنترول شي.)

دکلچر شروع او پيل سمول

د بوټي هغه برخه يا جزء چې پر هغې باندې کلچر پيل شي هغې اکس پلانت ويل کيږي. د اکس پلانټ انتخاب د (Shoot) د تکثر په طريقو او لارو پورې اړه پيدا کوي، کومې چې تر لاس لاندې نيول کيږي. د نبات ټول اجزاوې لکه بندونه کړۍ ګانې د بندونو تر منځ ساحه، د څانګې اخيرۍ غوټۍ، ريښه او داسې نور پيژندل شوي دي، چې يو مکمل نبات منځ ته راوړلى شي. دکوچني تکثير په وسيله چې هدف د عيني اوکټ مټ نباتاتو توليد دى د دې سپارښتنه کيږي چې کلچر د نبات ديو جزء (EX-plant) د نوي تشکيل شوي مرستماتيک انساجو څخه پيل او شروع شي. په پخو او رسيدلو بوټو کې پر دوه ډوله نباتي اجزا په ډيره اسانۍ سره ترلاسه کيداى شي، د نمونې پر ډول د څانګې (Shoot) پر ډول. (زياتره هغه مهال پرې کيږي کله چې يو بوټى په ډيره شديده توګه پر وايرسونو ککړ وي) او د اکس پلانت (د ساقې هغه برخه اخيستل کيږي چيرې چې پاڼه ورسره وصل وي.) هغه مهال ډير فعال غبرګون ښيى او مثبته نتيجه ورکوي کله چې بوټى د فعالې ودې او نمو په درشل کې وي.

دوهم پړاو او د تاندو څانګو تکثيرول سمول

داخورا ډير مهم پړاو او د تکثير اندازه ده چې دکوچنى تکثير د سيستم برياليتوب پر ګوته کوي. او کيداى شي چې پر لاندې ډول ترلاسه کړاى شي.

ا. د جانبى څانګو پورته کول. اړخيزه غوټۍ د هرې پاڼې په خوا کې ليدل کيږي چې يوه څانګه او يا د يوې څخه زياتې څانګې ورڅخه پرمختيا کوي، چې دا ميډيا کې د سايتوکينين د موجوديت له امله منځ ته راځي.

ب. د اضافګي غوټيو تشکيل (Adventitious bud Formation) کومې غوټۍ چې د پاڼې له خوا يا د څانګې د وروستۍ برخې څخه پرته نور د هر ې برخې څخه راپورته شي اضافګي غوټۍ ګڼل کيږي. په طبيعت کې هم د ځينو نباتاتو ډولونه د خپلو مختلفو برخو څخه اضافګي غوټۍ تشکيولي، لکه په بيګونيا کې د پاڼې څخه او په شيشم کې د ريښو څخه او داسې نور. په حقيقت کې په زياتره فصلي نباتاتو کې د اضافګي غوټيو په وسيله تکثيرول د باغدارۍ يو معياري تمرين دى.

د انساجو په کلچر کې د نبات د يوې عضوي ډيره کوچنى برخه په کار راځي، چې پر دې ډول کيداى شي په زياته اندازه نباتات رامنځ ته کړي، البته دغه کړنلار د (Chirmeric) نباتاتو لپاره په زړه پورې نه ده. (هغه نباتات چې مختلفې او رنګ رنګ پاڼې توليدوي) لکه (Crotons) او داسې ډير نور نباتات. ت. دکالس په وسيله (Trough Callusing)

د نبات حجرات کيداى شي چې پر نا محدود ډول تقسيم يا وويشل شي، چې وروسته بيا پر يو مکمل نبات بدليږي. د انساجو په کلچر کې تغير خوړلى حجرات مخکې له تغير خوړلى حجرات مخکې له تغير خوړلو څخه دحجراتو يوه کتله جوړه وي چې معمولاً هغه ته کالس ويل کيږي. کالس يا څانګه لرونکى غوټى توليدوي يا يو دوه قطبي جنين ته ورته جوړښت رامنځ ته کوي، چې دغه د جدار لرونکى جنين د سوماتيک امبريو (Somatic Embryo) په نامه ياديږي. دلته يو څو مشخص او معلوم شکونه د توليد شوو نباتاتو دکلون کولو د مساوي توب او برابرۍ په اړه شته دي. څرنګه چې د کالس حجرات په ډيره چټکه توګه انحراف او بدلون مومى نو مختلفو النوعه بې ترتيبي او غير عادي وضعيت رامنځ ته کيږي. نو دغه وجه ده چې هغه نباتات چې نوي توليدشوي دي کټ مټ د مورني نبات پر څيړنه نه دي.

په (Vitro) د جوړو شوو څانګو اوږديدل سمول

د څانګو کرل او ډيرول په هغه ميډيا کې سرته رسيږي چې د سيتوکينين درلودونکى وي. ډير داسې وختونه چې کوچنى ساقې په داسې ميډياو کې جوړيږي قدونه يې ډير لنډ او د نمو څخه پاتې کيږي، نو بايد چې مختلفو ميډياو ته د اوږديدلو لپاره انتقال شي. چې دغه ميډيا يا اساسي ميډيا او يا دا چې فعاله سکروز، جبرليک اسيډ او داسې نورو په وسيله ضميمه شوې وي. 3.3b: په (Vitro) کې د جوړو شوو څانګو ريښه کول. د دې لپاره چې يو مکمل کوچنى بوټې (Plantlets) د جانبي شاخچو، د اضافګي غوټيو او يا کالس د حجراتو څخه تر لاسه کړو بايد چې مختلفو ميډياو ته انتقال شي، تر څو د ريښې توليد تحريک کړي، چې نوموړى ميډيا ته اګزين ورعلاوه کيږي. که څه هم په ځينو نباتي سيستمونو کې د دې امکانات شته دي چې د طبيعي شرايطو لاندې د ريښې وهل تحريک شي. کوچنى قلمي پر مستقيمه توګه ګل دانيو ته انتقال کيداى شي، د پرې شوې برخې قاعده د ريښې دايستلو په پوډرو کې ډوبيږي او د لوړ لندبل تر شرائطو لاندې ساتل کيږي، دغه ميتود په ډيره چټکۍ سره شهرت پيدا کوي، ځکه د لابراتوار په تعقيم شوو لاسي کارونو کې يو پړاو پس انداز کيږي. سربيره پر دې دا ډير اسانه کوي چې د څانګو ګيډۍ له ميډيا څخه را وايستل شي نسبت ريښه لرونکى نبات ته. (چيرې چې ريښې په ميډيا کې ځاى پر ځاى شوې

څلورم پړاو: انتقالول سمول

دغه وروستى او اخيرى پړاو دى چې نباتات په کې پوره پاملرنې ته اړتيا لري. دمکمل کنترول شرائطو څخه د نباتاتو د انتقالول بايد په تدريجي ډول سره سرته ورسيږي. هغه تدريجي مراحل چې د يو بوټي يا نبات لپاره برابريږي تر څو د کروندې په شرائطو کې ژوندى پاتې شي. (Acclimatization) پر نامه ياديږي، هغه نباتات چې د انساجو په کلچر کې توليد شوي دي، که څه هم د شين رنګ لرونکي وي، ولې د خپل پايښت لپاره بسيا خواړه نه شي برابرولى. څرنګه چې دکلچې د لوښو (Vessels) په داخل کې لندبل ډير لوړ وي نو ځکه د انساجو په کلچر کې توليد شوي نباتات د طبيعي محافظوي پوشش (Cuticle) دکموالي سره مخ وي، نو ځکه بايد چې بوټي د انتقال څخه وروسته ډير زر په لوړ لندبل کې يعنې د (٩٠) فيصدو څخه په پورته لندبل کې وساتل شي، چې د ٦-٨ اونيو په دوران کې په تدريجي ډول راکښته شي. د دغې دورې په بهير کې بوټي د دې وړتيا پيدا کوي چې خپل خواړه په خپله جوړ کړي او د کيوتيکل انساجو پوشش ته پرمختيا ورکړي. بوټي نورو سترو او لويو لوښو او ظرفونو ته انتقاليږي. او عضوي سره يا نورې سرې د لا زياتې ودې او نمو لپاره ورکول کيږي. د يوې يا دوو اونيو لپاره نبات په سيوري کې ساتل کيږي او وروسته د هغه نه دې ته چمتو وي چې کروندې ته انتقال کړاى شي.

سرچینې سمول

راټولوونکي مقيب الله اسحق زی سید جمالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه 1. يوسفزى. امين الله. نباتاتو تکثير لارې چاري چپټر نوټ، کونړ پوهنتون.١٣٩١هـ ش.

2. عبدياني عتيق. سيداجان. هارټيکلچري نباتاتو تکثير. ننګرهار پوهنتون ١٣٩١ هـ ش.

3. احسان پور. داکتر علي اکبر. کشت سلول و بافت گياهي. جهاد دانشگاهي واحد اصفهان. ١٣٨٢ هـ ش.

4. آروين. محمد جواد . کشت بافت درختان چوبي. دانشگاه شهيد با هنر کرمان. ١٣٨١ هـ ش.