دلمانځه فرضونه واجبات سنتونه

د لمانځه، شرطونه، واجبات او سنتونه په لاندې ډول سره دي[۱]


د لمانځه شرطونه اته (۸) دانې دي:

۱ :- په پاکو اوبو اودس کول دي، که اوبه نه وي نو بیا تیمم وهل دي په پاکه خاوره سره.

۲ :- د جامې پاک والی دی د سپکي او درنې مردارۍ څخه.

۳ :- د هغه ځای پاکوالی دی چي لمونځ پر کیږي.

۴ :- د بدن پاکوالی دی د بولو او ګندګیو څخه او هغه مرداري چي ددې په مثال وي.

۵ :- د عورت پټول دي، د نارینه عورت لاندي له نو څخه تر ځنګنو پوري دی او ښځه ټوله عورت ده خو مخ، لاسونه، او پښې یې نه دي عورت؛ لاسونه تربندو، پښې تر بیجلکو پوري.

۶ :- مخ قبلې ته ګرځول دي.

۷ :- نیت کول دي.

۸ :- د لمانځه وختونه پیژندل دي.

هر هغه څوک چي ددغه اتو( ۸)شرطونو څخه یو شرط پریږدي، که په هیره یا په قصد سره وي، لمونځ یې نه صحیح کیږي.


د لمانځه ارکان یا فرضونه شپږ (۶) دانې دي.

۱ :- د لمانځه د شروع الله اکبر یا تکبیر تحریمه دی.

۲ :- ولاړه ده.

۳ :- قرائت دی.

۴ :- رکوع ده.

۵ :- سجده ده.

۶ :- اخیري ناسته ده.

هر هغه څوک چي ددغه شپږو (۶) ارکانو څخه یو رکن پریږدي، لمونځ یې فاسدیږي او بیا به لمونځ د سره را ګرځوي.


د لمانځه واجبات اوو (۷) دي:

۱ :- الحمد الله ویل دي.

۲ :- اوله ناسته ده.

۳ :- په اخیره ناسته کي التحیات ویل دي.

۴ :- د قرائت په زوره ویل دي، د امام په هغه لمونځ کي چي په زوره ویل کیږي. لکه سهار، ماښام، ماخستن.

۵ :ـ- د قرائت کرار ویل دي، په هغه ځای کي چي قرائت کرار ویل کیږي. لکه ماپښین، ماځیګر.

۶ :- په وترو کي دعاءقنوت ویل دي.

۷ :- د رکنونو اراموالی (کرار والی) دی.

هر څوک چي له دغه اوو (۷) واجباتو څخه یو واجب په قصده سره پرېږدي، څه نه پر لازمیږي خو لمونځ یې له زیانه سره دی.

البته لمونځ راګرځول واجب دي، که يې را ونه ګرځوي، ګناه کاره کیږي خو که يې په سهوه سره پرېږدي لمونځ يې ناقص دی، سجده سهوه به کوي. (فقه المیسر)

یادونه: د لمانځه نور واجبات هم سته چي د فقهي په نورو کتابونو کي ذکر سوي دي هلته دي وکتل سي.


د لمانځه سنتونه څوارلس (۱۴) دي:

۱ :- په اول الله اکبر سره د لاسو ګوتي پورته کول او بټه ګوته د غوږو نرمیو ته ور وړل.

۲ :- راسته لاس پر چپه لاس ایښودل دي تر نو یا نامه لاندي.

۳ :- سبحان الله ویل دي.

۴ :- اعوذ باالله ویل دي.

۵ :- بسم الله ویل دي .

۶ :- آمین ویل دي.

۷ :- سمیع الله لمن حمده ویل دي.

۸ :- ربنا لک الحمد ویل دي.

۹ :- تسبیحات په رکوع کي ویل دي.

۱۰ :- تسبیحات په سجده کي ویل دي.

۱۱ :- په اوله ناسته کي د التحیات ویل دي.

۱۲ :- په اخیرو رکعتونو کی د الحمد الله ویل دي.

۱۳ :- الله اکبرونه یا تکبیرونه دي، ماسیوه د تکبیر تحریمه څخه.

۱۴ :- سلام ګرځول دي.

هر څوک چي ددغه څوارلسو (۱۴) سنتونو څخه یو سنت په قصده یا په هېره سره پریږدي، څه نه پر لازمیږي . البته ددغو سنتو مراعتول پکار دي ترڅو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په قول عمل وسي او لمونځ ښه کامل سي.

د شروط الصلوة پښتو ژباړه .

ژباړن:- احمد جنید مبارز

https://www.nunn.asia/114627/%D8%AF-%D9%84%D9%85%D8%A7%D9%86%DA%81%D9%87-%D8%B4%D8%B1%D9%88%D8%B7-%D8%8C-%D8%A7%D8%B1%DA%A9%D8%A7%D9%86-%D8%8C-%D9%88%D8%A7%D8%AC%D8%A8%D8%A7%D8%AA-%D8%A7%D9%88-%D8%B3%D9%86%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%87/

  1. شروط الصلوة کتاب ژباړه. {{cite book}}: External link in |author-link= (help)