دلرګیو په انتخاب کی اساسي فکتورونه

دلرګي پيژندنه سمول

( Wood identification) : دلرګي تشخيص تر ټولو ډير مهم د هغه صنعت کارانو لپاره چې څوک په اول يا دويم ځل لرګي کاروي. همدا ډول د لرګی تشخيص ددولت دادارو لپاره ، دموزيومونو ، دقانون تطبيقونکي ادارو او دساينس پوهانو لپاره څوک چې دنباتاتو په ډګر کې کار کوي ، انسان پوهنه کې کار کوي ، په ځنګلاتو کې يا دلرګو تکنالوژۍ کې کار کوي ددی ټولو لپاره د لرګي پيژندل اړين دي. دلرګيو تشخيص دلرګو دخصوصياتو دپيژندلوسره او همدا ډول دلرګيو د بڼی سره او څه هم په ارثي خواصو په اساس لرګی تشخيص کېدای شی. ځکه مختلف ډوله لرګي ديو جنس څخه بيلابيل شکلونه او کارونه تر سره کوي دبيلا بيلو حالاتو سره شديد مشکلات منځ ته راتلی شی که دتوليد پرمهال دلرګيوبيلا بيل ډولونه سره يو ځای شی او همدا ډول په استعمال کې له دی کبله بهرنی لرګی وارديږی دامريکی بازارونو ته تر څو خرڅونکی او اخستونکی صحيح معلومات دلرګيو دتشخيص او استعمال په اړه ولری. دمختلف قسم لرګيو کاروباريان او هغه څوک چې دلرګيو په فابريکه کې کار کوي دوۍ بې دلابراتوار څخه لرګی پيژني دلرګي دبڼی رنګ ، بوی، دتخم شکلونه، ګڼوالی،او سختوالی خو دتجربی سره دغه بڼی او شکلونه مونږ کارولی شو تر څو ګڼ او بيلا بيل لرګی وپيژنو خو دلرګی دتشخيص صحت په تجربی پورې اړه لری چې دغه تشخيص څومره تجربه لری او څنګه يو نامعلوم لرګی پيژنی که دناپيژندل شوی لرګي نښه يوه خصوصی بڼه لری يا خو مساوی ، ياوړوکي وی نو په دغو حالا تو کې به دلرګيو پيژندل ناسم وی.که مونږ سخت لرګی وګورو د ( ۱۰ تر ۲۰) Hand lens نو دا به په غټه اندازه د تشخيص صحت منځ ته راولی. ځينې پوهان يې په نورو ډولونو پيژني لکه دلرګي غوڅول دچاړی په واسطه تر څو د لرګيو تشخيص په سمه توګه وکړی په علمی توګه سم تشخيص دلرګی دمايکروسکوپ ته ضرورت لری ترڅو دقيق معلومات لاس ته راشی. دمايکروسکوپ په کتلو سره مونږ کولی شو چې ډيرې بڼې په شيانو کې پيداکړو او بيا به راته تصميم نيول اسان وی په همدی ډول مونږ بايد دلر ګيو نښې هم په نظر کې ونيسو ترڅو تشخيص اسان شی. دلرګيو تشخيص په بيولوژيکی تخنيکونو سره يو داسې علم دی چې اوس هم دکوچنيتوب په مرحله کې قرار لري .

لرګی سمول

( Wood) لرګی د بوتانی له نظره له مړ زايلم څخه عبارت دی چې هر کال زايلم دونۍ په قطر کې د يوی حلقی په شکل زياتيږي چې دغه حلقه بيا له مونږ سره دوني دعمر په معلوماولوکې کومک کوي. اما کارک دلرګی دفلويم له برخي څخه انکشاف کوي دلرګي بحرنی پوستکې فلويم دی اوداخلی برخه يې زايلم څخه عبارت دی.

دلرګين نباتاتو خاصيتونه سمول

Characteristic of woody plants

لرګي عموماً دونو څخه لاسته راځي يا دلرګی اصلی ټاټوبی ونې دی. ۱- لرګين نباتات بايد زايلم او فلويم انساج حتماً ولري. ۲- لرګين نباتات بايد څو کلن عمر ولري. ۳- لرګين نباتات دداسې تنې لرونکي وي چې کال په کال پکې زياتوالی راځي.

دلرګين نباتاتو ډولونه سمول

(Kinds of woody plants) لرګين نباتات دځنګل له نيګاڅخه په درې ډوله دی. ۱- Trees ۲- Shrubs ۳- Lianas

دلرګيو اهميت سمول

لرګي يو د اصلی محصولاتو دځنګل دی چې په مختلفو ځايونو کې استعماليږي. اګر چې دهغي تخنيکی پرمختګ استعمال صورت دهغه په يو داقتصادی سکتورونو پوری محدود کړی دی سره له دی په نورو سکتورونو کې زيادت کړی دی او ليدل کېږي چې دهغه مصرف په جهانی سطحه مخ په زياتيدو دی. د A O F دوړاندوينې په اساس چې په (۲۰۰۰) م کال کې د (۱۹۷۰) م کال په نسبت دلرګيو مصرف دوه برابره زيات شي لرګي همدا اوس دترانسپورټ په ساحه ( داوسپنی خطونو، پول جوړولو) مخابراتو کې په شکل دتختی په کمه چاتراش او دپايو او داسی نورو کې په زياته اندازه استعماليږی. اهميت دهغي په ذغال سنګ اودمعدنياتو په راوستلو کې همدارنګه ساختمان ،موبل ، فرينچر ، دموسيقی الا تو ،دکاغذ جوړولو او سلولوز کې ډير استعماليږي دسلولوز د مجموعې څخه چې په ټول جهان کې استعماليږي (٪ ۹۸ ) دلرګی څخه جوړيږي. په (۱۹۶۲)م کال کې دنړۍ په سطحه دسلولوز اندازه (۷۹۴۰۰۰۰۰) ټنه وه چې دغه مقدار په ( ۱۹۸۵ ) کال کې (۲۶۷۰۰۰۰۰۰) ټنه پورته شو دسلولوز په توليد کې ښه نوعه عبارت ده د سرپ له ونو څخه دلرګيو اهميت همدارنګه په ټوټه ، وړيو، مصنوعي وريښم ديادونې وړه دي چې له لرګي څخه تهيه کېږي. دسلولوز توليد ( ۱۹۳۲- ۱۹۴۱) م کلونو کې ( ۱۵۰) چند زيات شو او هر کال د (۶۰۰۰۰۰) ټنه زياتيږي د ځنګل ديو متر مکعب لرګي څخه په اندازه د (۲۰۰)کېلو ګرام سلولوز او يا ( ۱۵۰۰) متره ټوټه په لاس راځی دغه مقدار ټوټه او سلولوز مساوی دی د(۳۰) عددونو پسونو د وړيو سره . اسيتون ، فورمالين ، ميتايل الکول او نور دلرګی څخه لاس ته راځی. د ځنګل د يو متر مکعب لرګی څخه په اندازه د (۷۰- ۱۰۰) ليتره ايتايل الکول لاسته راځي. په دې طريقه له دی مقدار الکولو د توليد لپاره د ( ۷۰۰- ۱۰۰۰)کېلو ګرام په اندازه کچالو ته ضرورت دی. نوټ: د لرګي ډير ارزښت پدې کې دی چې د نورو طبيعي منابعو په شان لکه طبيعي ګاز، تيل ، نفت ، د خامو موادو په شان له منځه نه ځي او دوباره د ترميميدو قابليت لري. د نورو موادو په لاسته رواړلو کې انرژي مصرفېږي خو لرګی د فوتو سنتيسيز د عمليې په واسطه منځته راځي.

دلرګيوکيمياوي او فزيکي خواص سمول

داچې لرګي دځنګل داصلي محصولا تو دجملې څخه دي اوداستعمال ساحه يې ډيره پراخه ده چې په مختلفو مواردو کې داستفادې وړ ګرځي لکه ساختمان،کاغذ جوړونه،دموسيقۍ الات،سلولوز جوړونه،ارت اونقاشي اوداسي نور.... دلرګيو خصوصيات دلرګيو په اهميت اواستعمال کې مهم رول لري.چه ددي خصوصياتو په نظرکې نيولو سره په مختلفو شيانوکې استعماليږي.چې ددې خصوصياتو دجملې څخه دلرګي طبيعي رنګ دی چه دلرګي په عالي صنايعوکې خاص اهميت لري.لکه موبل سازي،دموسيقۍالات،هنري نمايشات اوداسي نور.دلرګي ځلا په ارت او نقاشۍ کې اهميت لري.دلرګيو دنقشو څخه دلرګينولوښو او سامانونو په جوړولوکې استفاده کېږي.دلرګيود بوی په واسطه دلرګيونوعې اوکيفيت پيژندلوکې ترې استفاده کېږي. لرګی دحرارت په موجوديت کې نسبت نوروساختماني موادوته کم متضرره کېږي اودانبساط ضريب يې هم کم دی. دلرګيو رطوبت په دې خاطر اهميت لري چه لرګي دذخيره کولو اوانتقال لپاره مساعددی اوکه نه.دلرګيو ميخانيکيت چه دمختلفو خارجي قوو اووزنونو په مقابل کښې لرګيو ته مقاومت ورکوي چې دلرګيو ميخانيکي خاصيت ښه وي لرګي کلک وي.څرنګه چه دلرګيو برقي هدايت کم وي نودلرګيوڅخه دبرقي سامان الا تو په جوړولو کې ترې استفاده کېږي. دلرګيودکيمياوي خصوصياتو اهميت په دي کې دی چه لرګي دکوموموادونه جوړدي اوکوم شيان ترې لا سته راځي.لکه دلرګي زياته برخه دعضوي موادو نه جوړه ده دلرګيو په ترکيب کې منرالي موادهم وجودلري.اودلرګيوپه ترکيب کې شامل عناصر عبارت دي له کاربن،هايدروجن،اکسيجن،اوکمه اندازه نايتروجن لري.او هغه انرژي چه دلرګيودسوځيدو څخه ترلاسه کېږي په مختلفو مواردوکې ترې استفاده کېږي.

د لرګي عيبونه سمول

(flaws of wood): دلرګي عيبونه کوم چې د لرګي په شکل او ساختمان کې نواقص رامنځ ته کېږي او يا هغه نواقص کوم چې په لرګيو باندې د امراضو يا ورستيدنه صورت نيسي دکوم په نتيجه کې چې د لرګي تخنيکې ارزښت له مينځه ځي او کموالي يې رامنځ ته کېږي. دلرګي ارثي مشخصات د هغه عيبونو د يو لړ ( اقليمي او محيطي ) فکتورونو سره تړاو لري . او نوموړي ورستيدنه او يا امراض د ونو د قطعه کولوڅخه وروسته د ذخيره کولو په وخت کې نور هم زياد ښت کوي چې په نتيجه کې خپل اصلي شکل او مشخصات دلاسه ورکوي .د لرګي عيبونه او نواقصات معمولاُ د لرګي د اصلي نواقصو له جملي څخه شميرل کيږي ونه يا هغه کومه بله برخه کوم چې د هر نوعه عيبونه څخه پاک وي که ميخانيکې او يا بيولوژيکې وي .په تدريجي ډول رامينځته کېږي. بعضي لرګي بي ارزښته کېږي. د لرګي عيبونه مختلف ډول تاثيرات د لرګي په فزيکې او ميخانيکې خواصو باندي واردوي . په عمومي شکل دلرګي عيبونه په دوه ډوله ويشل شويدي ۱- ظا هري عيبونه (External flaws ) هغه عيبونه چې دوني په ساختمان يعني ساقه کې تر څيړني لاندي نيول کيږي او د هغه ارزښت اوکيفيت ته کموالی ورکوي دلرګې ظاهري عيبونو په نوم ياديږي. د لرګيو دا نوعه عيبونه عبارت دي له لرګي کوږوالي ، د لرګيوکمبوتي، د کندي غټوالي ، غيرنورمال قطر په قاعدي باندي، ريښو زياتوالي ، د وني دوه ښاخه کېدنه او پړسوب لرونکې برخي وي.چې داعيبونه لرګی بايد ونلری. ۲- داخلي عيبونه (Internal flaws ) د لرګيوپه داخلي ساختمان کې لاندي ذکر شوي عيبونه شامل دي چې عبارت دي له دويېزه هستي ، نچوړوالي، کلني حلقوڅپيزجوړښتونواو لاندي خلتود بندونو حلقي دی. چاوديدنه:چې د کلني حلقوچاوديدل د يخوهني چاوديدنه اونوری ونه لری.

دلرګيو حشرات سمول

د ځنګلي د ونوافتونه يوله حشراتو څخه عبارت دي. ځينې حشرات کېدلى شي چې د ټولو ونو د نوعو لپاره آفات وسي په داسې حال کې چې يو شمير حشرات د ټاکلو يا معينو نوعو لپاره آفتونه وي. حشرات کولى شي چې د مختلفو لارو څخه د ونو لپاره د زيانمن کېدلو سبب شي او هغوي ته صدمه رسوي.

(Bark Borers) سمول

لکه څرنګه چې ددي حشرې نوم ورته اشاره کوي د ونې د پوستکى سورى کونکي له هغه حشراتو څخه عبارت دي چې ونو ته د ونو د پوستکې لاندې پاتي کېدلو پواسطه يو حجوم منځته راوړي. دا حشرات نرم کمبيم، نوى او تازه توليد شوى لرګى او د ونې د پوستکى حجرات خراب کوي. دا حشرات په موثره توګه د ونې پوستکى په حلقه وار شکل سره غوڅوي او په دي ترتيب سره د غذايي يا خوراکي مواد اکمالات قطع يا پري کوي له دي څخه علاوه چې سوري کونکي خپله د ونو لپاره صدمه رسونکي دي او هغوي ته زيان رسوي، معمولاً د ننوتلو يوه لاره د ناروغيو او نورو حشراتو لپاره برابروي چې له دي لاري څخه په ونه باندې حمله کوي يا حمله صورت نيسي. ددي نوعه حشراتو يو له عمده حشراتو عبارت دي لکه د کاج د پوستکى ګونګټه (Pine Bark Beetle) څخه.

(Wood Borers) سمول

دلرګی سوری کونکی: په دي کټګورۍکې شامل حشرات خپله لاره د ونې د ساقي او لرګى د مغز د خوړلو پواسطه خلاصوي. دا عمل ددي سبب کېږي ترڅو چې لرګى په شديده توګه کمزوری شي. په دي کټګورۍ يا ګروپ کې مشهوره حشره له موريانې (termite) څخه عبارت ده.

(Eastern pines trees shoot borer) سمول

ددې چنجی علمی نوم ( Eucosma gloriole hienrech) او نور نمونه يې (Amreican pines shoot borer) له دی چنجی لاروا خړرنګه سپين رنګه لری په همدی مرحله کې ونو ته زيان رسوی. چې په ونو کې د لاندې خواڅخه پورته تونل اوباسي چې (۳-۸) فټه پوری يو چينجی وستلی شي چې په دی سره دونی انساج او لرګي تخريبيږي چې په دی سره لرګي اهميت او ارزښت دلاسه ورکوی.

دولی او سپيدار د تنی سورکوونکی چېنجی سمول

له دی عامل يوه ګونګټه ده چې علمی نوم ( Cryptorhynchus lapathi) ددی په واسطه دونو په تنو کې سوری کېږي او لرګی يې زيانمن کېږي او اقتصادی اهميت دلاس ورکوی او نور زيات حشرات شته دی چې لرګي ته زيان رسوی لکه Powder post beetle

دلرګيو ناروغي سمول

د ونو د ناروغيو اکثره عاملين يا لاملونه له پرازيتونو څخه عبارت دي. پرازيت له يو ژوندى موجود څخه عبارت دى چې د تغذي يا خوراکې لپاره په ژونديو موجوداتو باندې د ژوند کولو لپاره تکيه لري. پرازيتي اورګانيزمونه په پنځه عمده کټګوريو  تقسيم شوي دي چې عبارت دي له: فنګسونه، بکترياوي، نيماتودا، ويروسونه او  طفلی عالی نباتات دی. 

په پورته پنځه ذکر شويو پنځه ګروپونو يا کټګوريوکې پرازيتونه،بکترياوي او فنګسونه د ځنګل په ونوکې د ډيرو مهمو ناروغيو سبب کېږي. له بل پلوه فنګسونه د ډيرو باريکو سپورونو پواسطه خپاره شوي او د مثل توليد کوي. فنګسونه کولى شي په ډيرى چټکۍ سره تکثير وکړي. د فنګسونو پواسطه منځته راتلونکي ناروغۍ کولى شي چې د ونې په هري برخي باندې حمله وکړي. د افغانستان کاج د Diplodia pinea ناروغۍ په مقابل کې حساس يا قبلونکى دى. د ساقي ناروغۍ په عمومي توګه ډيري خطرناکي پيژندل شوي دي، ترکومه ځايه چې د ونې د مړينې او له منځه تلنې سبب کېږي. د پاڼې او ريښي ناروغۍ په عمومي توګه ونه له منځه وړي يوازې ونه ضعيفه کوي او د هغې رشد او نمو په قراره کوي د ساقي د ناروغيو نموني يا بيلګي عبارت دي د بلوط سپږۍ پواسطه وهل Dutch elm ، خاکسترک heart rot ، تاولک(Brown rot) او Shot hole څخه عبارت دي.

دنبات دمينځنې برخی ورستيدلو ناروغی( Heart rot) سمول

دا ناروغی دسختو لرګيونو نباتاتو کې د فنګس ( Fistulina hepatica) په وسيله رامنتځته کېږي. دسختو لرګينو تنو په مينځنې برخو ورستيدنه ده په لرګينو ونو کې ليدل کېږي. لکه ( چېنار ، وله ، څيړی ، نښترو ، سپيدارو او نور) کې وی دا ناروغی دنړی په مختلفو ځايونو کې چېرته چې سخت لرګی و ی پيداکيږي او نبات ته دتنی دزخمونو له لاری ننوځی که ونه کمزورې کوي فعاليت يې تيز وی او که ونه قوی وی فعاليت يې په قلار سره وی دغه ناروغی دنبات منځينې برخی انساج ورستيږي اوله منځه ځی او نبات په تنه کې تونل پاتی کېږي. له دی ناروغی زيان د لرګيو کاروبار واله ته زيات رسيږي ځکه دا ناروغی دوني دريمه برخه له منځه وړی همدارنګه دونی غټ ښاخونه پرې هم اخته کېږي او زړې ونې ډيرې خرابوی.

دونو د بوغمو ناروغی ( Tree crown galls سمول

دا ناروغی يوه بکتريايي ناروغی ده چې ( Agrobacterium tumeficens) عامل په واسطه په ونو کې منځته راځی. مختلف قسم ونې له دوي اغيز لاندې راځی لکه ( ځنګلداری ،ميوداری ) ونو او هرقسم نباتاتو کې منځ ته راځی دنبات په مختلفو برخو باندی پړسوب يا بوغمی رامنځته کېږي چې غيری منظم جوړښتونه دی چې دلرګې جوړښت او انساج غيری منظم کوی او لرګي د استفادی څخه اوباسی او دلرګې اقتصادی ارزښت کې کموالی راولی او نوری زياتی فنګسی ناروغي شته دی چې لرګي ته زيان رسوی لکه دلرګي چڼياسی ( Mold fungi)، دلرګي داغکېدل ( Staining)، Mycelium او وچ ورستيدنه ( Dry rot fungs) چې دا ناروغي سختو او نرمو دواړو لرګيو ته ډير زيان رسوی .

خنډونه يا دښاخ بيخ سمول

Knots or branch stubs

په پراخه اندازه عيبونه موجود وی دچاتراسو په کرونده کې د ښاخونو دغوټو چې دغه خنډونه مداخله کوی دچاتراسو په حاصل کې او کموی دهغی قوت او کوالټی څرګنديدنه د دغي نقطه شايد ورستيدنی دننوتلو لار وی او بی رنګه يې کړی چې دغه توپير مستقماً وی په ونه کې عموماً غټ وی که دا خنډونه واړه وی چاتراس ارزښت لری خو سره له دی له دوی ډولونه، داندازی ډولونه او ځای ددغه غوټی موهم دی چې دغه خنډونه اثر اچوی په کوندو او په سلويکلچری نظام باندې. يا دا دهغه دونو دښاخونو غوټي دی چې دونو څخه په وتلو تختو کې ښکاری چې سطحي ډوله تختي وي .نو دغه غوټي په کې بيا ګرد شکل کې ښکاری داډول عموماً په عمودی تختو کې ښکاري خو په ( Quarter sawn) کې دغه غوټي پريکولی شي سره داوږدوالی دلرګي څخه او ګل ميخي هم له منځه ځی نو په دی اساس ويلی شو چې غوټي په دوه ډوله په تختو کې پيداکولی شو. ۱- دلرګي دننه او پوښل شوی غوټي : دا ډول غوټه يا خنډ دونی د تنی دجريان او د پر مختګ په وخت کې منځ ته راځی او يا د کمښت په وخت کې که څانګه ژوندۍ وه په هغه وخت کې چې ونه نمو کوي. او تختی جوړوی نو دونی ډډ او څانګه يا ښاخ به هم نمو کوي په دغه دوران کې دنمو دوران روان وي او پوښل شوی غوټي به هم منځ ته راځی که چېری ښاخ وچ و په هغه دوران کې چې ونی نمو کوله نو دتنی لرګی ياډنډر به تاويږي دڅانګی نه بی دغټوالی دڅانګی نه نو په دغه وخت کې دغه څانګه ياښاخ يوه غوټه پيداکوي ځکه چې دنورو ونی سره يوشان نمو نشی کولی چې دابه يوه پوښل شوی غوټه وي پوښل شوی غوټه به تر زيات اغيز لاندي وی د نورو په نسبت .

==ښکلا ورکونکی بڼی==

( Decorative features) : دلرګی دښکلا اساس دلرګی په رنګ، شکل، اوپه هغه طريقه چې لرګی سپينيږی ، ډکيږي د انمونه لری يا روڼ وي ، تړاو لري دلرګی ساختمان ته که وګورو چې څه ډول تړاو لری داصل توليد سره اوکله چې داصل ځاي څخه پريکيده ، نو په دغه وخت کې مونږ ډير نمونی شو پيداکولي په يو لرګي کې چې د ډير ښکلا باعث به شی. يو عام سبب دلرګی دښکلا دلرګی شکل دي کوم چې خارجی بڼه ښايي که دلرګی نمونه په پلنو اره شوی تختو کې يا دلرګې څرګنديدل په ( کوارټر سوانه تختو کې ) يا نورو خارجی شکلونه چې په يو بی قاعدی ډول منځ ته راغلی وي که د فرعی سترګی ( Birds eye) وي.

عمر سمول

د زياتو انواعو دچاتراشو لرګيو کڼوالی سره عمر زياتوالی کوي. په دی وسيله زياتوالی دعمر لرګی ته قوت ورکوی او په اره شوو چاتراشو ته فابير دلرګيو ټوټی قوت ورکوی او هغه سپيشزونه چې کم ګڼوالی ولری. لکه Pines او څه Eucalypts چې شايد دا ځوانی ونی جوړی کړی چې دا کم ارزښت لری

شاخبوری کول داوچت کيفيت چاتراشو لپاره سمول

دلرګي دقوي والي لپاره اودلرګي دنوروښکاره ارزښتونولپاره بايددونې دتنې څخه خاښونه کم شي. چې ترڅودونی داوچت ارزښت لرونکی چاتراش ځای ونيسی يا دډيرو وړو خنډونو شتون يا هيڅ نه شتون په ټول لرګي باندی که دغه غوټي په لويه اندازه وی د( ۵-۶) سانتی متره قطر ولری په چاتراسو کې له دوی موجوديت به جوړښتوالی درجي نامناسب کړي او چې دغه درجه به په زياته اندازه ښکاره وی. دچاتراسو ونی په مصنوعی ډول پريکولوته ضرورت لری د ( څانګو، منډوکو) اصلاح کولو ته که چېر ته دغه غوټی په مناسبه اندازه وی شايد دا غوټی غټی شی او په هغه پاک لرګي کې هم واقع شی چې دښاخونو دغټوالی په اساس دغه غوټی غټيږي. د زياتو انواغو ښاخونه په غټه اندازه غټيږي که وغوا ړو دا په کمه اندازه غټوالی وکړی نو دا خاص دساحی په حاصل خيزی پوری اړه لری . که چېری په اغيزمن ډول زياتوالی دقطر ترتيب کوو نو پر مخ بوځو ټيټوالی د هغه جګو ساقو او شاخبوری اکثره وخت په اساسي ډول وشی. که شاخبوری په ښه ډول وشی ونی به کوندی توليد کړی دهغوي هستی به په غوټينو چاتراسو کې وی دښاخونو دغوټو پريکول همداسی وی نوپه دغه بيا ګردچاپيره نوی پوستکي پوښی او ازاد او صفا لرګي توليديږي چې دغه صفا لرګی څو کاله لپاره احتياط غواړی.

دلرګی نوع يا لرګيو قسمونه سمول

دهغه لرګيو په باره کې چې دهغې څخه يو سورتمنت (Assortment) يا دلرګي مختلف طبقه بندي تهيه کېږي. د لرګيو دذخيری داندازی دانتشار په ساحه کې او همدارنګه دکيمياوی او فزيکي او محيطي شرايط دی. هغه وخت کې تر استفاده اخستل کېږي چې په دی باره کې يوازی د لرګي ډيره برخه نه پيژندل کېږي چې واقعاً استعماليږي. بلکی هغه لرګي پيشنهادکېږي چې استعمال کې محدود ( لږ ) وی يا داچې په نامه د غيری آبادی په نامه تری استفاده کېږي. دسورتمنتونو دستندر بعضی هغه لرګې وړاندې کېږي چې راتلونکي لری يا په نژدی راتلونکي کې تري کار اخستل کېږي.

د سورتمنت اندازه ( قطر او اوږدوالی ) سمول

د سورتمنتونو اندازه په لاندی  پنځه  ډوله  په ګروپونو  باندی  درجه بندی کېږي .

اول ګروپ : هغه لرګی چې په دی سورتمنت پوری تعلق لری په پوره ډول يې اوږدوالی او قطر معلوم وي. دوهم ګروپ : په دی ګروپ کې هغه سورتمنتونه شامليږي چې دسور اواوږدوالی معلوم نسبتونو لرونکی وی يا مناسب طول او عرض لرونکی وی. چې د برق دپايو په منظور ، تليفون دپايو ، تليګراف پايو او د معدنياتو ذخيرو په راستلو او داسی نورو شيانو داستفادی لپاره تری کار اخستل کېږي. چې اوږدوالی د هرسورتمنت دهغي دپيړوالی ( ضخامت ) په اندازه وی هر کله چې اوږدوالی يې زيات وی نو ضخامت يعني پيړوالی يې هم ډيريږي . دريم ګروپ : په دی ګروپ کې هغه سورتمنتونه شامليږی چې اوږدوالی او پيړوالی يې فوق العاده لوی وی چې د تنی قد يې د چاتراس ( سليفر) په اندازه وی. چې په بعضی وختونو کې د هغې استعمال د اوږدوالی ، سور او پيړوالی په رابطه فرق کوی . څلورم ګروپ : هغه سورتمنتونه په دی ګروپ کې شاملېږی چې معلوم او پوره اوږدوالی ولری او پيړوالی تر اخری حد پوری وی. چې دی قسم څخه په فرينچرو او مستح کولو کې تری کار اخستل کېږي. پنځم ګروپ : هغه سورتمنتونه چې دی ګروپ ته يې نسبت کېږي اوږدوالی او پيړوالی به يې کوچنی وی. چې په کيمياوی صنايعو جوړښتونو کې تری استفاده اخستل کېږي دبعضو سورتمنتونو نری څوکی

( تيغه ) په اوږدوالی د څو سانتی مترو  ( + - ) پوری کېدای شي  دا قسم  اوختل  يعنی  انحراف  بايد د اخری  حد څخه  زياتوالی  نه کوی .

د لرګيو دکيفی وضعيت تعينول سمول

څرنګه چې لرګي دونی د بيولوژکي يو مشترک عمل محصول دی او محيطی فکتورونو تاثير لکه ( اقليم ، خاوره ، لوړی ژوری او دحرارت درجه ) يې غيری ثابت وی چې دغه ذکر شوی حالت او حتی دونی د تنی ( ساقی ) برخي يوشان نه وی ددی قسم فرقونو په نظر کې درلودلو سره همدا رنګه فرق چې په کيمياوی خواصو او داخلی جوړښت د لرګي په داخل کې موجود وی. چې تعين کېدل ددغه وضعی اوکيفيت دهغې په ځمکو او موقتی ذخيره ځايونو کې صورت نيسی فوق العاده مشکل دی. معمولاً دلرګي کيفی وضعيت دظاهری نقصان او درجی په اساس تعينېږي. چې دغه قسم عيب په سبب د هر قسم سورتمنت مخکی تعين او معلوم شوی دی. علاوه د ستندر سورتمنتونو په باره کې په ښکاره عيب لرولو سره فزيکی اوکيمياوی خواص يې هم په نظر کې نيول کېږي. دلرګي ښکاره عيب او نقصان نه يوازی په علامه او نښه د محصول دکيفيت بلکه په علامه او نښه دکميت دهغی هم سبب د فايدی ( استفادی) قرار لری چې دلوی والی نقصان يې هغه وخت تامين کېږي. چې برابروالی دکيفي وضعی او دکيفی وضعی محصول په لاس راوړل موجود وی. ځکه چې کيفي وضع د هر سورتمنت دځنګل لرګي چې کم حد دهغی د پوره کولو په مشکله سره صورت نسی نو دا خبره ده چې سورتمنت ديو لرګی يوازی په رابط اوکيفي وضعی دهغی يو شانته نه وی دلرګيو دواحدونو ترتيب په صنعتی فابريکوکې کېږي چې کيفي وضع دهغی هم لږ اختلاف لری دلرګيو بعضی سورتمنتونه دکيفی وضعی داندازی دنقطی نظره هم لږ اختلاف لری او بعضی دهغی څخه کيفي وضعه يې يو شان وی چې مختلفو قسمونو لکه د معدنياتو دراوستلو ، پايو ، چاتراس، سلولوزو، تليفون پايو او داسی نورو کې استعماليږی. دا قسم مواد بايد داسی استعمال شي چې ډيره برخه داقتصاد جوړه کړی.

د لرګيو دوام او دهغې ساتل د چاودلو څخه سمول

دلرګيو دوام او محکم والی مفهوم عبارت دی دلرګيو د کلکوالی مواد چې په بيولوژيکی اوکيمياوی او فنګسی مرضونو سره مقاومت وکړی. او خپل فزيکی اوکيمياوی او ميخانکی او طبيعي خواص خپل وساتې بعضی لرګي دداخلی او خارجی فکتورونو په واسطه هغه وخت تغير خوری چې استعمال صورت يې محدود وی. چې ذکر شوی تغيرونه په محيطی عواملو پوری تړل شوی دی چې ځينې يې څو مياشتی او ځينې زرهاو کلونو کې قطع کېږي. لرګي د فلزاتو ( اوسپنی ) په خلاف په خپل محيط او چاپيريال کې په پوره کيمياوی تعادل ژوند کوی نو په دی خاطر يې دوام هم ډير وی کوم لرګي چې په ازاده هوا ، نمجن اواوبه لرونکی محيط کې وی په دی شرط چې دضررناکو حشرو څخه په آمن کې وی دنامعلوم دوام لرونکی وی . دلرګې دوام په يو سلسله خارجی او داخلی سببونو پوری تړلی دی. دلرګيو دوام اهميت خاص په داخلی سببونه پوری تړلی دی. چې عبارت دی دلرګي داناتوميکی اوکيمياوی ساختمان دلرګی دی چې سببونه يې عبارت دی له ( هوا، رطوبت، حرارت او حيوانی او نباتی موجودات دی. ريزين او تانين مواد چې دلرګی په هسته کې ذخيره کېږي دلرګي دوام زياتوی. نشايسته چې اصلاً دلرګي دپرامشيم په انساجو کې ذخيره کېږي امکان دغټيدو او پيړوالی اود لرګي ددوام سبب کېږي. کوم لرګي چې په وچو کوټو کې جمع کېږي دهغی دوام ډيريږي دتعمراتی او موبل سازی لرګی تقريباً د غنی محيطی شرايطو لاندې قرار لری. کوم لرګی چې په اوبو کې وساتل شي دوام يې هم ډيريږي او کوم لرګي چې په ازاده هوا کې وساتل شي داقليمی سببونو لکه ( رطوبت ، حرارت، دلمر شعاع اونورو) دتاثير لاندی راځی نو په تيز سره په پسرلنۍ حلقو او اوړنۍ حلقو کې تخريب رامنځته کيږي. ځکه چې حرارت او د هوا رطوبت په تيزی سره تغير قبلوونکی دی نو دلرګي دوام کميږي. هغه لرګي چې له دی نوعه اقليمی شرايطو لاندې قرار نيولی وی په لويو او کوچنيو درزونو يا چاودنو سره اخته کېږي او د فنګسونو دحملی لاندې راځي دلرګي دوام چې د معدنياتو په کارخانو کې داستفادی لاندی قرار نيسی قسم لږ دی. مګر په بعضی خاصو معدنونو کې لکه د مالګی معدن ، جست معدن، او مسو معدنونه دهغوی دوام زياتوی نو له دی اصل په اساس کولای شو په پيداکولو ديادو شو معدنونو کې بناً په دي چې لرګي له فنګسی امراضو ، مضيره حشراتو څخه وساتل شي. لرګي چې په حيث د تليفون دپايو،تيلګراف او د اوسپنی خطونو او په نورو کې تری استفادی لاندې قرار نيسی ډير زيات کم دوام لرونکی وی ځکه په دی نوعه ځايونو کې دلرګي يوه برخه پورته دځمکي نه وی او بله برخه دځمکي لاندې قرار نيسی. داقليمی اثراتو او دخاوری دخراب شرايط ور باندی علاوه کېږي. درطوبت تغيرات لرګي په تيزی سره دوچېدلو عيب او پړسوب منځته راوړی او په لويو او وړو درزونو چاودی او لرګی عيب ناک جوړيږي. لرګی په پسرلی او وړی فصل کې متضريره کېږي نو لرګي بايد په داسی ځايونو کې په ښه شکل سره ذخيره شي اقليمی شرايط ، امراض او افات يې خراب نه کړی. دلرګي ذخيره کېدل په دری ډوله دی. ۱- داوبو ذخيره ۲- درطوبت ذخيره ۳- وچه ذخيره کې صورت نيسی لرګی چې په اوبو او يا مرطوب شکل سره ذخيره کېږي دفنګسونو په واسطه نه متضريره کېږي او په هيڅ نوعه درزونو نه اخته کېږي. په داسي حال کې که چېرته لرګي په وچه ذخيره کې ساتل کېږي نو اول د هغی رطوبت د اشباع نقطی لاندې فايبرونه راوړل شي او پس له هغي نه ذخيره کېږي. دفنګسونو فعاليت له دی نوعه رطوبت د تاثير لاندې ودريږي دهغوي د ضرر امکان له منځه ځي په ځنګلاتي محيط کې دلرګيو وچې ذخيری طريقه د اهميت لرونکی ده په داسی ډول سره چې لرګي په منظمه توګه سره يو پر بل ايښودل کېږي چې دهغوي په منځ او شاوخوا کې د هوا جريان امکان موجود وی. چې لرګي کې دپړسيدنې او فنګسونو دواقع کېدو دفعاليت مخه نيول کېږي. دلرګيودوچېدو څخه وروسته او دلرګيو دوچېدو په ځايونو کې بايد له هغه تدابيرونه کار واخستل شي چې دلرګيو ددرزونونه مخنيوی وشی په دی نوعه ځايونو کې له کيمياوی او ميخانيکي طريقو نه استفاده کېږي. دلرګيو معامله کول درطوبت ضد موادو په واسطه يوه دکيمياوی طريقو نه ده چې دلرګې په مقابل د درزونو کې تضمين کوي او دچاودنی څخه يې ساتی. يوه ساده اومروجه ميخانيکی طريقی معمولاً هغه دی چې ټکول ديوی ټوټی اوسپنی چې سطحه يې همواره وی او د (s) په شکل جوړه شوی وی او دچاتراشو مخ پری پټ شی نو د چاودنی څخه به يې مخه ونيول شی چې له دی قسم اوسپنی ټوټی په معمولی ډول پيړوالی يې (۲- ۳) ملی متراو سوريې (۳۰- ۴۰) ملی متر پوری برابر شوی وی . لرګي ددوام په اساس په درې ډوله دی : ۱- هغه لرګی دی چې نسبت د زيات دوام لرونکی دی چې عبارت دی له . بلوط ( Quercus spp)، لارچ ( Larix deciduas)، چارمغز (Juglans regia)، اکاسی (Robinia psedoaca)، کستن (Castanea sativa) ۲- هغه لرګي دی چې دمتوسط دوام لرونکي دی عبارت دی له . راش (Fagus silvatica)، شنګ ( Fraxinus spp)، سرپ ، سور کاج ( Pinus silvestris)، بيجور (Abis spectabilis) ۳- هغه لرګي دی چې دکم دوام لرونکی دی عبارت دی له . چېنار (Populus spp) ، بيد ( Fraxinus spp)، وله ( Salix spp)، ريمه (Betula alba) او نور دغه قسم طبقه بندی دلرګي دوام په فزيکي او ميخانيکی خواصو او طبيعي قسمونو په مختلفو ونوکې صورت نيسی او ثابته نه وی چې دخاصيت په ارتباط څرنګوالی دچاپيريال او اقليمي عواملو د لرګيو دذخيره کولو طريقه او نور د تغير وړه دی چې کم يا زياتيږي .

دسټی ياګرګی ارزښت سمول

قيمت ورکول هغه خاصو ونو ته کوم چې ارزښت ورکوی اخيستونکي درقابت په اثر دکارخانی ته زياتی وجی چې څه شی ښه وی دپروسيس لپاره چې اصلاح کړی ارزښت دهغه ولاړو ونو کرونکی ته چې زيات فکتورونو توان ورکوی قيمت ته . ۱- دحاصل ورکولو وخت کې دچاتراش قيمت ازادوی چې نباتات پروسيس ورکولو اندازی ته توان ورکوی چې په اسانی سره لاس ته راځی او دساحی خاصيتونه او دانتقال قيمت پاک وی وړی ساحی دځنګل لپاره هغه غټه ساحه چې يوشان نباتات ولری او همواره ځمکه وی او سرک ته نږدی وی . ۲- چاتراس يو دروند توليد دی او په انتقال يې زياته مصارف راځی نو کوندی په ماشين کې بندی شی. ۳- په ټول کال کې لاس رستی حاصل ته کولی شي دهغوي ارزښت په غټه اندازه سره ولاړ وی. په زياتو منطقو کې دلرګي سوداګر سست وی په لوند سيزن کې که تاسو کرنی ته لاس رسيدنه وی په ټول کال په دوران کې دابه اسانه وی چې قراداد کوونکی او اخيستونکی راجلب کړی. ۴- مقاومت او ساتنه هغه کسان چې پوره کوی او سمبالوی داوږدی مودی لپاره چاتراس سره له دی زيات واړه کرونکی له دی قابل نه وی چې برابرکړی په لويه اندازه حجم داوږدی مودی لپاره. پيوسته کول د مارکيټ او داخليدل مارکيټ ته دمارکيټ په موافقی او پيشرفت سره کولی شی ارزښت ورکړی اره کول په کارخانه کې په زياتو پوهيدو او هغه کوالټی او لويدل دکوندو په ځنګل کې چې قيمت مختلف وی دهغوی دکوالټی او تشخيصوونکی توپير په اساس او د هغوی دشکل يابڼی په اساس زياتيږی. او پريکړه کېږي دهغوی په حاضرسايز او کوالټی او عيبونو باندی دولاړو کوندو ارزښت دحکومت په ځنګلونو کې واړه کرونکی شايد تمه ولری دغټی اندازی اوشايد دوی لږ قابليت ولری دکارخانو واله دټيټ ارزښت چاتراس چې په وړو ټوټو ځمکو کې کيږي وني چېرته موجودی شی او چېرته استعمال شی او يادنورو فايدو لپاره دسيوری او پناګاه چاتراش نو له دومره فايدو سره دوی ساتلو ته ضرورت لری.

هغه فکتوری عوامل چې دسټی په ارزښت باندې تاثيرکوي سمول

په لاندی ډول دی : ۱- Diameter قطر ۲- Straightness ناسم ۳- Log length دلوګ اوږدوالی ۴- Presence of defects مو جوده عيبونه ۵- Growth stresses ودی ‍ قوت دوی شامليدل په فيصدۍ سره لاس ته راوړل کېږي او په درجه داخری توليدکې او په کارخانه کې ددوي لاس ته راوړل او په نښه د درجه د ( Sawn timber from native logs) وی چې کولی شی دټيټ څخه د (٪ ۱۰) څخه د(٪ ۵۰) پوری لوړ شی .

عمومی بڼه ياشکل :

په دی شکل کې شامليږي کوم چې کولی شی مستقيماً وګتل شی. بغير دميکروسکوپ دمرستی دعمومی شکل دمطالعه په اساس تشريح او په دغه شکل کې دمخکی نه کېښودل شوی وه د Rao او Juneja په ( ۱۹۷۱) م کال اناتوميکی شکلونه ذکر شوی وه دنړيوالی اتحاديه په واسطه. دلرګی اناتوميکی تشريح لست شوی و دميکرسکوپی شکلونه لپاره دسختو لرګيو پيژندګلوی د Wheeler په (۱۹۸۹) م کال چې دا هم مربوطيدل داتحاديه په واسطه هغه غټه اندازه دعمومی بڼی کومه چې په مطالعه کې شامليدلی په لاندې ډول دی . ۱- Colour رنګ ۲- Hardness کلکوالی ۳- Weight وزن ۴- Odour بوي ۵- Lustre روڼ والی ۶- Texture جوړښت ۷- Grain تراشل Timber Description دچاتراشو تشريح  : هر يو چاتراش په لاندې خواصو تشريح کېږي ۱- Colour رنګ په عمومی ډول سره رجوع کېږي دلرګی منځينې يا ( Heartwood) ته که چېر ته بله نښه نه وی ياداشت شوی په مختلفو مينځنی برخو دلرګو او نرمو برخو دلرګو کې. ۲- Weight (Specific gravity) وزن يامعين وزن

په وزن باندې باوری کيدل د هوا په وچو حالاتو کې چې چاتراش په لاندې ډول ګروپ بندی کيږي.

A - ډير سپک او سپک : کوم چې د (۰،۵۵) پوری معين وزن يادجازبی قوه لری. B – په متوسط شکل دروند: هغه دی کوم چې د ( ۰،۵۵ تر ۰،۷۵) پوری معين وزن ولری. C – دروند او ډير دروند: هغه دی کوم چې د (۰،۷۵) پورته معين وزن ولری. ۳- Texture

 A ـ نرم: هغه چې ښويه حيس کيږي.	

B – مينځنی حالت: هغه چې په مناسب شکل ښويه حيس کيږي. C – زيږ : هغه چې زيږ حيس کيږي. ۴- Strength group قوت ، کلکوالی ګروپ: A – Weak هغه چې په موازی ډول يوځای کيږي او د (N/mm2 ۲۸ ) پوری لاس ته راځي. B – په مينځنی اندازه قوی: هغه چې په موازی ډول يوځای کيږي اود (N/mm2 ۲۸-۴۱) پوری لاس ته راځي C – قوی اوډير قوی: هغه چې په موازی ډول يوځای کيږي اود (N/mm2 ۴۱) څخه پورته لاس ته راځی ۵- Durability دکلکوالی قابليت: د ژوند دوران په کلونو کې لکه څنګه چې د هديرو ياګريويارډ امتحانولو څخه مشخصيږي. A – ورستيدونکی يا له مينځه تلوونکی: هغه چې د( ۵) کالو څخه کم وخت په برکې نيسی. B – په منځنی اندازه کلک: هغه چې د ( ۵-۱۰) کلونو پوری دژوند دوران لری. C – کلک: هغه چې د (۱۰-۲۵) کلونو پوری دژوند دوران لری. D – ډيرکلک: هغه چې د (۲۵) کلونو څخه زيات دژوند دوران لری. ۶- Treat ability دچاتراشو د ساتلو قابليت: قابليت يا مهارت ورکول چاتراشو ته دساتندويه درملو په واسطه. A – په اسانه: په چاتراشو باندې اعيزه شوی ده دساتندويه درملو په غير دکوم مشکل نه يادغه درمل دکوم فشار نه پرته ورننوتی دی دچاتراشو داخل ته. B – په مناسبه توګه کلکوالی ورکول يامخنيوی کول. چاتراش په مناسبه توګه اسانه ده چې درمل شي. C – کلکوالی يامخنيوی: چاتراش مشکل دی چې ډک شی دفشار لاندې. D – په پراخه توګه مخنيوی کول: چاتراش دی چې خپل سری دي چې درمل شی.

دچاتراسو انتخاب سمول

دلته ډير زيات مختلف دچاتراسو توليد لپاره د ونو انواع او د چاتراسو تنظيم دمالي له پلو چې هر يو يې په لاندي ډول دی ۱- Their cost دهغوي قيمتونه ۲- Economies of scale اقتصادی درجه يې ۳- Ease of marketing دمارکيت سهولت ۴- Labour requirements دکارګرو غوښتنه ۵- Risks and uncertainty نامعلوم خطر Wood product option دلرګيو دتوليد اختيار: دلرګيو توليد کولی شو دلاندی نمبرو په اساس طبقه بندی کړو: ۱- Sawn timber products د اره شوی چاتراسو توليد. ۲- Composite board دلرګيو دتختو ترکيب. ۳- Paper and cardboard دکاغذ او کلک بندکاغذ. ۴- Posts and pole دپايو او ستنو. ۵- Fuel wood سوخت لرګيو.

داره شوی چاتراسو توليد سمول

کلک اوجامد شکل دچاتراسو توليد ښکاريدنه دانجينری ،ساختمانی چاتراس دچت او استر(پوښ) او دترکاڼ دفرينچر و هنر داهدافو لپاره دچاتراسو لرګي مستقماً په حام او يا وچ شکل شايد وازمايل شی دتجارت لپاره. لکه دکور جوړونی او هغه چې په خاص ډول سره وچ شوی وی په بټيو کې دغه چاتراس په ماشينونو کې په خاص ډول د نوغو ترتيب په اساس محدود شوي دی اودوی داهدافو په اساس مارکيټ ته ورکول کېږي .

دتختودلرګيوترکيب سمول

په استرليا کې به يې چاتراس لرګي د نرم پوښ ورکولو او نری تختو جوړولو لپاره استعمالول. همدارنګه دخاصو وړو تختو لپاره او دنورو تختو د توليد لپاره خو بعضی وخت به دنرم پوښ يافرش ورکول ( Veneers) او نری تختی ( Ply wood) استثناء وی له دوی دجوړولو په پروسه کې به بيرته جوړول دفابير دلرګيو او کوچنی ټوټی دلرګيو شاملی وی زيات له دوی نه په خام ډول سره نه استعماليدلی د ساختمانی تختو لپاره چې دغو لرګيو ياکوندو لپاره اری ماشينونه زياتره وخت په بيديا کې وی چې (٪۳۰) کوندی يا ( Log) به په دغو ماشينونو باندی برابريږي ياټوله کونده پری جوړيږی. چې بيا يې په اسانۍ سره دلاس په واسطه دښه کيفيت سره په ميده لرګيو بدلولی شو چې دوړو قطرونو لرونکی وی چې په دغو نريو تختو لرګی اودپوښ نري لرګي کې دړی او چاتراس شامل دی. چې دغه هر څه دلوګ څخه لاس ته راځی . چې بيا يې په بعدونو او ښی کوالټی په اسانی سره مشخص کولی شو او په اسانۍ سره يې مارکيټ ته انتقالولی شو. Posts and Poles د پايو او ستنو : دستنو او پايو لپاره په بعضو ساحو کې په زړه پوری مارکيټ وی له بده مرغه په خاص ډول سره له ددوي بې ساری کلکوالی يو شان نه وی. چې دغه يو ښه برابروالی دونو دحاصل ورکولو وخت لپاره دی چې دغه ځانګړتياوی شايد مارکيټ بې ثباته کړی مثلاً چالانده خپريدنه دمارکيټ تقاضا زياتوی لکه دروغو نښترو فارم چې د پايو د توليد لپاره زره په حاصل راځی چې دستنو قطر يې (۱۲۵) ملی متره وی اوکيدای شی چې دځينو پايو قطر يې کوچنی وی نو مارکيټ هم دپايو مختلفو سايزونو ته ضرورت لری.

د چاتراشو لرګي سمول

په کومه اندازه چې چاتراس د تني دعمر او اندازی له مخی غوڅيږی. او هغه اندازه په کوم کې چې دونو د تنی مقدار زياتيږی دغه فکتورونو داندازه کولو په واسطه کولای شو اړينه ډيتا برابره کړو. داختراعاتو کولو اودکاری پلانونو لپاره چې ددغه پلانونو کې شايد معلومات شامل دی دځنګل جوړولو ، بيا احيا کولو ، رنګړی کول ، هرزه بوټو لری کول ، دڅانګو پری کول ، ځنګل جوړونه او افورسټيشن او نور شامل دی. دچاتراشو لپاره ښي وني نښتر، ارچه،بيجوراو سرپو وني دی.

=حفاظت موسم دچاتراشو دونو سمول

داوبو مقدار په تنه کې تقريباً (٪ ۱۰۰) دی کوم چې په قلاره بخار کوی او الوزی او لرګی راغونډيږی. او خپل وزن دلاسه ورکوی او سپکيږي او کلک کېږي دلرګی راټوليدل دخارج او مينځ دواړو طرفونو نه راټوليږی. پخوانی شکل يې د هندسی شکل په توګه پيژندل کېږي او وروستی شکل يې دمماس لګيدونکي په حيث پيژندل کېږي د سټی ګرد چاپيره راټوليدنه دوړانګونه زياته دمماس په ډول وی دغه راز سټه په اوږدوالی د چاوديدلو باعث کرځی دونی سټه شايد دحفاظت پواسطه دچاوديدلو يادکږيدلو څخه مخنيوی ترسره شی دسټی نه بيله شوی دړه لومړی په غټه اندازه اره کېږي. او بيا ورته يو سرکې اړم يښودل کېږي چې په ازاده هوا کې ايښودل کېږي تر څو دلرګی دجوړيدو لپاره يې رطوبت ختم شی او تر يو کال پوری پاتی شی. چې دلرګی خفاظت دی په ښه ډول تر سره کېږي فرنيچر يو ښه لرګي ته ضرورت لری د رطوبت اندازه يې (٪ ۲۰) څخه وچته نه وی او هم لرګی ددی وړ نه وی چې فنجی او حشرات پری حمله وکړی. په دی خاطر چې مختلفو ارګانيزمونو د حملو پر ضد دلرګي خفاظت وکړو او همدارنګه ډير ساتندويه دواګانی جوړی شوی دی چې دواګانی په دوه کټګوريو ويشل شوی دی چې لومړی يو ډول تيل دی چې په لرګی مږل کېږي تر څو لرګې حشرات خراب نه کړی نو موړی تيل د سکرو دتصفيه کولو څخه لاسته راځی او بل ډول يې زهرجن منرالی مالګی لکه کاپر کروميوم او لاريسنيک يو ډول زهر کوونکی مالګی چې دمرکباتو څخه دارو جوړيږي دغه ساتندويه دواګانی لرګي ته ورکول کېږي او دحجری په واسطه جزبيږي چې لرګي دحشراتو او فنجی څخه ساتی او لرګی مقاومت کوی او د زياتو کلونو لپاره پاتی کېږي

دسوخت لرګي سمول

دسوخت لرګي دمختلف قيسمو لرګيوڅخه چې داستفادی وړ نه وی برابريږی. ونی اوهغه برخی دلرګيو چې په صنعت کې په مصرف نه رسيږي دسوخت لپاره داستفادی وړه ګرځی دغه لرګی چې دسوخت په مورد استعماليږی د ذغالو دتقويه لپاره په مصرف رسيږی دغه لرګي په (۱۹۶۷) م کال کې (۱۰- ۱۲) مليونه متر مکعب تخمين شوي وه په فرانسه کې د (٪۸۰) څخه زيات دسوخت لرګی دپرمختللو هيوادونو څخه لاس ته راځی. ځکه نوری وسيلی او سرچېنی د سون لپاره ډير ګران دی په هر حال په صنعتی نړی کې دلرګيو نسبت د سوخت دانرژی دسرچېنی په حيث (٪۱۰) نه زيات نه دی. دجنوبی اسياء هيوادونو کې لکه افغانستان،پاکستان،هندوستان،بنګديش، سريلنکا او برما کې ديو نفر په سر دلرګين شيانو مصرف ( ۰.۶) متره مکعب څخه کم نه و نوموړی سروی د (F A O) لخوا په ( ۱۹۸۳) م کال کې ترسره شوی په زياتو پرمختللو هيوادونو کې دسوخت دلرګيو اندازه زياته وه. او بعضی وخت مفته وی چې د نږدی اوسيدونکو لخوا ونی قطع کېږي دځنګل ونی او بوټی چې دغه دسوخت لرګی دکليوالو لخوا ستعاليږي په همغه ډک شکل سره زياتره دپخلی او په ژمی کې د خونی دتودولو لپاره استعماليږی دنوموړو لرګيو اور په قلاره وی خو ډير وخت دوام کوی دنورو زراعتی او حيوانی پاتی شونو په مقاسه ورته توجو په دی خاطرکېږي چې ډير اقتصادی او په اسانی سره ساتل کيږي دسوخت لرونکو لرګيو او سکرو لپاره مهمه سرچېنه وی همدارنګه په پرمختللو هيوادونو کې دوړو صنعتونو لپاره مهم وی نو له دی وجی دوی پوره کوونکی د لرګيو دی نو له دی وجی مکمل پروګرامونه د ونو دانواغوکيښنول دسوخت ،چاتراشو، کاغذجوړولو لپاره د پاکستان په سند او پنجاب کې نيالګی کيښودل کيږي له داسی کېښت لپاره زره وده کوونکی او حاصل ورکوونکی انواع کرل کېږي لکه: Acacia niloticکيکر، پلوسه Acacia modesta Acacia spp, کيلرنوعی، Prosopis sppعناب، Albizia lebbekالبيزيا، Morus serrate توت،Salix wallichiana بيد،Eucalyptus globules يوکالپټس،Fraxinus floribunda شنګ او داسی نور.

د لرګيو سکاره سمول

دلرګو سکاره دکليوالو لخوا دسوځيدو په واسطه برابريږي. چې يو ځاي ته لرګي راټولوی او په ځمکه کې په پاڼو باندی پټوی چې دهوا اندازه محدوده کړی چې دغه دلرګو ټوپ دلاندی خوا نه سوځوی په قلار او په څو ورځو کې چې دغه دلرګيو سکاره يو محلوط وی دکاربن او منرالی موادو همدارنګه دوی جوړيدای شي د خښتو په بټيو کې چې دغه يوه پخوانی ساده طريقه وه دسکارو دتوليداتو. په داس حال کې چې په وروستی ميتودونو او څو قسمونو دمايعاتو او عازاتوکېدای شی لاسته راشی د (Distllation ) تقطر په واسطه په نظری ډول د لرګيو سکاره (٪۳۳) د پخوانيو لرګيو دوزن نه لاس ته راځی. مګر په حقيقت کې (٪۳۰) مختلف قسمه لاس ته راځی او په عصر سپکو فلزی بټيو کې يواځی (٪۱۰-۱۵) دهری کندی نه لاس ته راځی دلرګيو سکاره دوه چنده ارزښت لری او دوچ لرګی سکاره سپک وی يوه کوچنی توکړه يې په اسانی سره کولی شو انتقال کړو. دلرګو سکاره سوځيدل پرته دلوګی نه و ی دوی جلا هم استعماليږي دسوخت لپاره دلرګيوسکارو فعالول ډير مهم دی په فلزی لوښو يابټيو کې چې دپوره تودوخی قابليت ولری دوی دبوری په شان تصفيه شوی وی ددوی حل کېدنه دعازونوکېداشی چاودنه جوړه کړی.

دکاغذ لرګي سمول

په پخوانی مصرکې تقريباً (۲۰۰۰) ق م کې د (Papyrus plant) يا (Cyperus papyrus) نباتاتو باندی ليکل کېدل له دغی نباتاتو مغزی لوڅی برخی ياساقی دواړه طرفه يې دکاغذ په شان و چې په انډيااو مصر کې دکتابونو لپاره استعماليده چې دغه کتابونه جوړ شوی و دپاڼو دمغز برخونه مخکي د کاغذ داختراع نه او چې په چېن کې کاغذ جوړ شو ی و. دغورځول شوی برخو دتنی مغز نه د بوټو د ( Tetrapanax) او ( Papyriferus) کوم چې اړه لری د ( Araliaceae friedrich keler) په کورنی پوری د جرمنی کارکوونکو کاغذ توليد کړه دلومړی ځل لپاره په (۱۸۴۰) م کال کې دپاتې شونو دلرګو نه کله چې د پرنټر دتخنيک اختراع وشو نو کټه واخستل شو د کاغذ نه په راز راز اهدافو کې او په عجيبه ډول سره د کاغذ عوښته زياته شوه. تر (۱۹) پيړی پوری دوه برابره شو کله چې دکاغذ لرګي کموالی وکړو نو ددغی تبديل لپاره څيړنی وشوی او خلک تشويق شول چې تقاضا په غټه اندازه ښکاره کړی او فکر وکړی دټولو تهديدشو ځنګلونو او ونو په حاص ډول د بحرنی نړی لپاره کله چې هغوی دکموالی په ويره کې و دکاغذ لرګی لپاره بغضوته اختيار ورکړی شوی دی دکاغذ لرګي لپاره موهمه منبع واښه دGiant reed (Arundodonax) کوم چې ډير زيات دی په پاکستان کې او يوه برخه pine او Spruce species نښتر نوعی دی او همدارنګه نور زيات لرګين بوټی دی لکه : Avicennia officinalis, Sesbania grandiflora Rizophora mucronata , Rhizophora corniculata کوم چې ډير زيات پيداکيږي په پاکستان کې د بحرونو غاړو ته جوخت او کولی شو د کاغذ لرګي لپاره تری ګټه واخلو.

دکار لرګی سمول

دکارلرګی هغه لرګيو ته وايې چې دزياتو ابعادو لرونکې وي. او مخکې له ورکولو دمصرف کوونکو کارخانو ته په غرض دخرڅولو او اخيستلو نسبت دټولو لپاره په مصرف رسيږي دغه لرګيو کې شامل دلرګيو دروکش جوړولو لپاره مناسب لرګی دی چې ددغو زنتي لرګيو څخه د مبل سازی جوړونه کې ، کوچونو جوړونه، صندقونو جوړولو او دوطاقونو دداخل لپاره دروکشونو جوړولو او داسی نور زيات داستعمال موارد لری . په فرانسه کې دکار دلرګيو توليد په لاندې ډول سره و. پلن پاڼی لرګي ۷۸۸۲۰۰۰ مترمکعب او ستن پاڼی لرګي ۸۷۶۹۰۰۰ متر مکعب که دغه توليد دپلن پاڼو لرګيو له نظره د کافی کيفيت لرونکي و او په هغه صورت کې چې دپلن پاڼو لرګيو مقدار کافی وی او ستن پاڼی لرګيوکيفيت لږ کمبوت ولری له دی ويره موجوده وی چې په راتلونکې کالونو کې به دستن پاڼو لرګيو حالت نور هم کموالی وکړی. ځکه دپلن پاڼولرګيو په نسبت ستن پاڼی لرګي زيات استعمال لری د کورونو په جوړولوکې .

صنعتی لرګي سمول

صنعتی لرګي هغه لرکيو ته ويل کېږي چې مخکې له مصرف نه دلرګيو په صنعت کې دوړوکو ابعادو لرونکی وی. مخصوص دتير يا دکوټو دابادولو لرګي او دغه لرګي دمعدن اوصنعت په راوستلو کې استعماليږي. دفرانسی دځنګل توليد دصنعتی لرګيو دتوليد له نظره په (۱۹۷۵) کال کې په لاندې ډول سره و. پلن پاڼی لرګي ۱۵۶۰۰۰ متر مکعت او ستن پاڼی لرګي ۲۴۷۰۰۰ متر مکعب دخرڅولو بازار ددغه لرګيو تل د ښکته کېدو حالت درلوده او په ښه ډول د فرانسی دمعدنونو احتياجات پوره کولای شو. دکوچنيو لرګيو استعمال په صنعت کې: د کاغذ جوړولو دکارخانو لپاره لازم لرګی دی ( دکاغذ اوکاغذ کارتن جوړول) دسلولوز برابرول (مصنوعی منسوجات) او دتختې جوړولو په مواردو کې استعماليږي . لرګې په صنعت کې داستفادی په منظور دمختلف ډولو لرګيو توليد په (۱۹۶۷) م کال کې په فرانسه کې دغه اندازه ۸۰۱۰۰۰ مترمکعب وه.

نرم لرګی   (softwoods ) او سخت لرګي (hardwoods) 
 د ونو لرګي په دوه ښاخونو باندې تقسيم شوي دي: 

۱- نرم لرګى(Soft woods) چې د ستن ډوله پاڼو لرونکي وي او د مخروطيانو په نامه سره ياديږي.

نرم لرګي سمول

Sub phylum gymnospermae يا The conifers دغوزيو لرونکو ونو څخه نرم لرګی توليديږی . Tracheids: دونی تنی ته داوبو ورکولو او ونی دچتر ملاتړ کوی تراشيدونه منځ يو خالی غوندی تيوب دی چې مختلف پراخوالی (۳۳) ملی متره پوری دی او اږدوالی (۳-۷) ملی متره پوری دی چې په محروطی ډول يودبل سره نښتی دی او دونی (٪۹۳) حجم جوړه وی Rays شعګانی دونی (٪۷) حجم جوړوی دنرم لرګی .

سخت لرګي سمول

د Sub phylum angiospermae دونو شکل او جوړښت دی لکه دوه مشيمه نباتات ياد ګل لرونکو ونو دلرګيو په واسط توليد شوی دی . Vessels دلته دويسل په ذريعه ونی ته اوبه رسيږي چې دتراشيد نه پراخوالی زيات دی داهم يو خالی تيوب دی چې تقريباً څو متره اوږدوالی لری. دتراشيد په شان نه دی دونی چتر سره کومک او ملاتړ نه کوی. خو د Fibers سره کومک کوی کوم چې غځيدلی دی او ډبلوالی او اوږدوالی ورکوی انساجوته د فرنشيما حجرې نرۍ دي کوموچې دحجری ديوال احاطه کړی دی کوم چې نرمی ښکاری . د نرم لرګيو او سخت لرکيو په شکل يا بڼه کې زيات توپيرونه لری:

نرم لرګي :

۱- دموسمونو په بدليدو سره لرګي دپام وړ بدلون کوی چې تراشيدونه ددی شکل کېږي چې دپسرلی لرګی او داوړی دلرګی دغټيدو دنشونما سبب وګرځي . ۲- له دوی په کانال کې جاوله يا کنډ موجود وی په نښترو،سرپو Larix, Larch, او (douglas fir) ۳- له دوی سرحدات په جال جال سره ترتيب شوی وی .

دسخت لرګيو تغيرات سمول

۱- دموسمونو په واسطه لرګی ښکاره تغير کوی چې دموسم دبدليدو سره کوچنی سوری تغير کوی . ۲- په استوای سيمو کې دلرګی نری انساج اندازه اکثره يوشان وده کوی په حلقو کې . ۳- دويسل کوچنی انساج يو دبل سره د ګيډی غوندی يو شوی دی چې راديال دضرب په شان اکثره (۲-۴) يوځای وي ۴- له دوی يوځای کېدنه په ګروپی شکل سره وی له دوی راديال ترتيب شوی و ی په څلور ضلعی لاينونو، مماسي لاينونو وی. ۵- دفرنشيمادحجرو نرم انساج چې ډيری نمونی لری چې دنرم انساجو څخه جوړه شوی دی چې دهغوی دتشخيص لپاره ګټور دی . د سختو ونو د طاقت(hardness) اندازه او درجه او د نرم لرګو لرونکو ونو د طاقت اندازه او درجه يو له بل څخه فرق نه کوي. ځينې وني پاڼه غورځونکي يا هغه وني چې سخت يا نرم لرګى لرونکي وي او ځينې وني دنرم سخت لرګى لرونکي وي . ۱.- د نرم لرګى (softwood)لرونکى وني اصطلاح له نوى انګلستان څخه سرچېنه اخستى ده. په هغه ځاى کې د ونو لپاره دا اصطلاح د کم وزن لرګين سپن کاج لپاره په کار وړل کېږي، د کاج ونه د مخروطيانو له جملي څخه ده. دا اصطلاح د هغې د لرګى د غلظت يا فشردګې په نظرکې نيولو څخه په غير د هغوي لرګى ټولو مخروطيانو(conifers) ته مسوب کېږي. ۲- د سخت لرګى لرونکى وني اصطلاح هغه اصطلاح ده چې د افرا وني لپاره په کار وړل کېږي، د افرا (maple) ونه د غليظ لرګى لرونکي وه او وروسته همدا اصطلاح د پاڼه غورځونکو ونو (deciduous)ټولو نوعو ته تر استفادې لاندې نيول شوي ده. ۳- لرګى په آسانۍ سره کولى شي چې د سوريو د شتوالى او نه شتوالى پواسطه جلا کړل شي چې آيا لرګى سخت دى يا لرګى نرم دى البته هرکله چې د لرګى متقاطع برش(transverse section) ته نظر وکړل شي. ۱ - که چېري سوري شتون ونه لري په دي معني چې د لرګى پري کړى شوى قطعه نرمه(softwood) ده. ۲- د کاج وني(Pines) يوشانته توزيع او تقسيم لري او په عرضي مقطعې سطحه کې يو شانته او واړي د ريزين مجراوي(Resin ducts ) په ګوته کوي، د ريزين مجراوي بايد چې د سخت لرګى له سوريو (pores) سره معشوشي نه کړل شي په سختو لرګيوکې سوري يو له بل سره نسبت د ريزين مجراوو ته په نرم لرګي کې ډير نژدي وي . ۳- که چېري يو مخروطي لرګى د متقابل برش په وړاندې له پورته لورى ورته نظر واچول شي، د د اوبو حاملين (رګونه) جسم يا د لرګى د جثې سطحه تشکيل کوي. د څو حجراتو په منځ کې نښليدونکى او سمنټي ماده شتون لري چې د middle lamella په نامه سره ياديږي. د پسرلني لرګيو حجرات (چې د پسرلى په فصل کې تشکيل کېږي) د خپل ډير لوى سايز پواسطه د اوړي د لرګيو له حجراتو څخه تفکيک کېږي. د اوړي لرګي د حجراتو د وړوکى سايز لرونکي وي. الف) د پسرلنى لرګى حجرات او د اوړى د لرګى حجرات يوځاى کلنۍ حلقه ترکيب کوي او دا کلنۍ حلقه ونې ته علاوه کېږي. ۱- معين او ټاکلى کيمياوي مواد کولي شي ترڅو چې middle lamella منحل کړي تردي پوري چې آزاد فايبرونه يو له بل څخه جلا شي. هغه پروسه ده چې د کاغذ په جوړلوکې په کار وړل کېږي. ب) که چېري لرګى په عمودي سطحه کې مشاهده کړل شي، مغزي شعاع (medullary rays) يې ليدل کېدلى شي او د هغې دندي د غذا له ذ خيره کولو او د هغې له افقي توزيع نه عبارت دي. دوه نوعه شعاوي شتون لري: دوک ډوله مغزي شعاوي او هغه شعاوي چې افقي ريزيني مجراوي ولري. ج ) نرم لرګى د شيري د انتقال لپاره له فايبر څخه تر استفادي لاندې نيول کېږي. ساده سوري (Simple pits ) د حجري د ديوال له نا غليظه شوو برخو څخه عبارت دي چې د نوري حجراتو شيره د هغې له منځ څخه رشتو ته عبور يا تيريدنه کوي، يا برعکس. سرحد لرونکي سوري يا منفذونه دا نوعه سوري په کنارو يا څنډو باندې لري چې دبيرون لورى احاطه کونکي حجري د ديوال پواسطه بيرون کړل شوي وي . ۵- سخت لرګى د شيري(sap) د انتقال او هدايت کولو لپاره دى چې د خاصو او ځانګړو سوريو درلودونکي وي. په سختو لرګيوکې د سوريو اندازه د لرګى د نوعې په پام کې نيولو سره توپير کوي. ځيني له منفذونو څخه په سترګو هم ليدل کېږي. د سخت لرګى مجراوي يا سوري له ازادو حجراتو څخه عبارت دي چې يوه د بل د پاسه قرار لري او د اوږدي فاصلې لپاره ازادانه عبور کوي د لرګى په ځينو نوعوکې د لرګى مغز او بيروني طبقه د عضوي موادو په واسطه د (tyloses)په نامه سره ياديږي چې له پارانشيم حجراتو څخه په څنګ کې د وني د سوري په لورى دفع او اچول کېږي.د پارانشيم حجرات هغه جوړښتونه دي چې د نازکه ديوال لرونکي دي اود ميتابوليزم په عمل کې او د قند په ذخيره کولوکې برخه اخلي. د سخت لرګى قوي کونکي عناصر د لرګينو رشتو(wood fibers) په نامه سره ياديږي معمولاً لرګيني رشتي د وړو خلاوو او ډبلو ديوالونو لرونکي دي. په فايبر يا د ديوالونو په رشتوکې سوري شتون لري چې شيره ورڅخه له يوې خلانه بلې خلا ته تيريږي.

اداره کول دونوچې دښه لرګي لپاره کرل شوی وی سمول

سلويکلچر ولاړي ځنګلي ونی په ښه توګه اداره کوی او سلويکلچر تر ټولو زيات طاقتور سامان دځنګل کروندګرو لپاره . شايد داور لرګي ترلاسه کړی يا لوړه ارزښت دمخ پوښ او چاتراش لرګي وی. کله چې ولرو انتخاب شوی توليد دساحی او سپيشزونو نو سلويکلچر دنباتاتو دډيزين دشروع نه نيولی تر هغه وخت پوری جاری وی چې نباتات حاصل ته ورسيږي فيصله کوی . ۱- دټول Timber حجم چې په ځنګل کې ولاړ وی . ۲- دهری ونی حجم. ۳- دچاتراشو تشريح په ونه کې . ۴- دونی دهری برخی کيفيت دچاتراسو دتوليد کرل دکوندو دمارکيټ سيال کوم چې خاص دغوښتنی په اساس دهغی ونی انتخاب شوی وی زيات خصوصيات دمهم انتخاب ياهدف اکثره دونی شکل وی، قطر اود لرګيو کوالټی دسلويکلچر دنظام ترقی ده چې بيمي ته دوی ضرورت لری له دوی مخکی وی مګر په دی چې فکر وکړو سلويکلچر ته چې مونږ پوهيدو ته ضرورت لرو چې څنګه وني وکرو.

د استعمال لپاره دلرګی انتخاب سمول

الف) د لرګو هر توليد لرګي تير دلرګو په مکمله اداره اوچهار تراش کې اهميت لري او ددي په خاطر چه هر توليد دلرګو بزګر ته دا ذمينه مسا عدوي څو خپل دتير لرګي په مناسب وخت کې قطعه کړي او ددي لاري نه پيسي په لاس راوړي او د خپل ځنګل ګټورتوب ( productivity) ولاړو ونو ته ښه والي وروبښي . ۱- چهارتراش (Timber): عبارت دهغو لرګو نه دي چه دهغي نه تختي( الوار) کاغذ،دلاس لرګی ،پايې او دسوند لرګي اوداسي نور لاس ته راځي. ۲- چار تراش دلرګو نه خاص شيان لاس ته راځي. دچهارتراش دلرګو توليد ځانته خپل خاص خصوصيات لري، په کلي توګه دلوړ تو ليد دبيي تمام شوي دي ، داداسي معني ورکوي چه ځينې خصوصيات ( مشخصات ) دچهار دلرګو نه داستفادي ساحه محدود وي. الف) دنرم لرګي په مقابل کې ډيري غوښتني شته حال داچه دپايې اودتير لرګو ته زياتي غوښتني نه ليدل کېږي. ب ) سخت لرګي دسرکونو،ريل پټليو د استحکاماتو دپاره تري زياته استفاده کېږي،حال داچه دکلکولرګيو څخه د تختو په جوړولوکې زياته ګټه اخستل کېږي.

۳- دځنگل   توليدات  :

الف) نرم لرګي (Pulpwood) دکاغذ دجوړولو خام مواد دي، اوس تقريبا نور نر م او کلک لرګي دکاغذ دجوړ ولو په فابريکوکې دکاغذ دجوړلو لپا ره پکاريږ ي ۱- دکاغذ جوړولو نرم لرګي لنډ لرګي دی چې اوږدوالي يې(۳ ) متره يا تر دري مترو زيات ۲ – دکاغذ جوړولو ځينې کارخاني ټولي چپه شوي وني د ډيري کيدو او بار ګيري نه مخکي په بيه اخلي. ۳ – ټولي وني بايد ځمکي ته نژدي پري کړل شي. دونو ښاخونه او پاڼي يې عمومي تني (داوني ډډ) ته نژدي پريکړل شي . ۴ - دروغو ونو ساقي يا (ډډ) پري کول چه روغ قطع شوي دي رنګ يې تور(سوزيدلي)نه وي اوهم فلزي مواد لکه (ميخ ،پيچ ) اوداسي نورشيان ونه لري. ب )- دلرګيو کټاره ( دلرګو پنجري) ښي سو ري او خروجي لاري د وړو تيرو دپاره اماده کوي،خصوصاً دهغو تيرو دپاره چه ددو نرمو لرګو د يو کولو په منظور قطع شوي وي. د پنجري جوړولو دپاره دکاج تيرو ته برتري ورکوي . ۱- داچه دګاچ لرګي په اساني سره د (مخ نيونکو سره ) معامله کوي په دی توګه ورځ په ورځ په preservative ولي ځينې وختونه سخت لرګي ( داستپراکس لرګي دپنجري په جوړول زياتيدونکي ډول سره دحصاري پنجرو دجوړولو دپاره دزياتي استفادي وړ ګرځي. ۲ - هغه لرګي چه دپنجري په جوړولوکې پکاريږي با يد ښه مستقيم اوسخت وي څو دقفس چاپير ديوارونه کلک او استوار وساتي . ج )- دمعدن دلرګي تير دهغو تيرونه ده چه په معادنوکې دتونلو داعمار دپاره دکلکو ستنو اوهم په وړو کورو او دتونل په داخل کې داستفادي وړ ګرځي. • کلک لرګي داصل دمخي بلوط او جنوبي کاج لرګي يې مهم ډولونه دي چه منحيث د معدن د لرګي تير په ډول د استفادي وړ ګرځي. • د هغو لرګو ډولونه چه ددي موخو دپاره په کار وړل کېږي .بايد دستنو دشرايطو دلوړي درجي وي کوږوالي ونه لري او هم د استحکام لرونکي وي. د) ـــ داوسپني د ليکي لرګي (د اورګاډي سرک) دجوړولو دپاره په کار وړل کېږي.څو د هغي فلزي ليکي دکلکوالي دپاره کومکی حالت برا برکړي. • دجنوبي دټيټي درجي لرګي لکه دګاچ ،صنوبر اودوګلاس او داسي نور نرم لرګي تقريبا ټول دټيتي درجي کلک لرګي داوسپني پټليو (ريل) سرک دجوړولو دپاره مناسب دي. • په کلي توګه هغه لرګي چه د نورو څيزو دپاره مناسب نه وي. بيا نو د ريل (داوسپني دسرکودجوړولو ) دپاره خرڅيږي. ل ـــ د اره کشي دپاره مناسبي وني (Saw timbers): عبارت دهغو ونو څخه دي چه دْضرورت په اندازه اوږدوالي ولري او دونو دقطع کولو دپاره دښه کيفيت لرونکي وي .او د (lumber) دلرګو نه څو طبقه اي يادفرشولولرګي ، (veneer) يا (plywood) لاس ته راځي. • ويلاي شو چه تقريبآ نور نرم لرګي داره کولو دپاره پري کېدي شي. څه کم او يا څه زيات دټولوکلکو لرګو ډولونه چه دمناسب کيفيت لرونکي وي دتختو دتوليد دپاره په کار وړل کېږي. الف) دسختو ډيرو ټيتو درجو لرګو نه دسرک جوړولو تختو دپاره د استفا دي وړ ګرځيدلاي شي . دټيتي درجي تختي دتيلو په څا ګانوکې په کار وړل کېږي. م) ـــ پايې (Poles) عبارت دمدورو تيرانو څخه دي چه اکثره دبجلي لين دپايو په ډول تري کار اخستل کېږي. ۱- دبرق دلين پايې اکثره دکاج ،صنوبر،دوګلاس ،سرو ه او عربي لاريکس تيرو نه لاس ته راځي. ۲ـ دتير دپايو خصوصيات ډير لوړ دي. • پايې بايد دنورو نواقصو لکه سوري ،درز، دمرغانو دجالو ، ويجاړي،حرارت ( هغه حرارت دي چه جسم پکي د ګرمي له کبله سورکېږي ) وروستوالي ، او نور فلزي مواد لکه(ميخ ،پيچ او داسي نورشيان)ونه لري او تري نه پاک وي. ف)- دستني لرګي (Piling) عبارت دهغو مدورو تيرو څخه دي چه په کلي توګه دودانيو دساتني او کلک ساتلو دپاره په مځکه باندي ايښودل کېږي. اوپه عامه توګه دکيمياوي مواد دکروسوت ( creosote) په نوم پلو رل او خرڅول کېږي. ۱ – دستني لرګي(Piling) دپلونو او لنګرونو،تاسيسات اوساختماني کارونواو داسي نورو چارو(مواردو)کې تري استفاده کېږي. ۲ - کوم شرطونه چه د بجليو پايو دلرګيو داستفادي دپاره موجودي دي، عين شرايط دستنو دلرګو دانتخاب دپاره هم ضروري دي . ص )- دفرش يا مخ پوښ لرګي (Veneer) عبارت دلرګو دنازکو ورقو څخه دي چې مشابه او يو ډول پنډوالي لري. دا هغه نازک لرګي دي چه يوشان او يوډول پنډوالي لري او دوني د تني نه په اوږدو پريکولو سره لاس ته راځي .( دوه پوښه اودري پوښه تختي اوداسي نور دي) . قاش کړل شوي پوښونه ياورقي معمولاً په قيمتي مبل يا په کوچنيو ځايونو کي په کاروړل کېږي . قاش شوي پنډ او نري ورقي يا پوښونه کېدي شي که وغواړو چه څو پو ښه (Poly wood) تري جوړ کړو څو نري يا (نازکي )تختي يو دبل سره سريښو. ۴ - د وني هغو برخو نه چه تختي، لايې (طبقي) دجوړولو دپاره په کاريږي بايد دهر ډول نواقسو څخه لکه خساکېدلو او داسي نورو نواقصو نه خلاص وي. يعني هيڅ عيب ونه لري .خو زيات وختونه دپوښ يا دتختو دلرګي کندي دوني دتني دښکتني برخي څخه پريکېږي او داره کشي کندي (Saw log ) د وني هغي برخي دي چه خرڅيږي دهغي نه غير پاتي برخي يې پري کېږي. دونی دتنی (trunk) توليدات لکه دکاغذ جوړولو نرم لرګی ، پايې، ستنی، ديوارونه، تختی، دلرګو فرش ، او بر اره (داری بوره)، اماده کوی

۶-  دونو څوکي  ‌ښايست  يا ارايش  ،  ميوي ا و غوړ اماده کوي .زياتره لرګي دمشخصو مقاصدولرونکي وي.لاندي څو  مثاله  يا نموني دعامو لرګو او دهغو داستفادي دضرورت ځايونه بيان  شويدي.
 

هغه داخلی او خارجی انواع چې دلرګي لپاره انتخابيږي سمول

Abies alba هغه ونی دی چې ستن پاڼی لرونکی دی دځنګل په محيط کې قطراو ارتفاع ( ۵۰) متره ته لوړيږي ژوندی لرګی سپين او ژيړ ته مايل رنګ لری دهستې رنګ نصواری دی نرم او سپک لرګی دی او دهغوی له جملی څخه A . spectabilis په نوم ياديږي دهيواد جنوب شرق برخو کې زيات پيدکيږي ددغه ونی لرګی سخت او کلک دی چې دا په ساختمانونو، تغميراتو کې او موبل سازی کې زيات استعمال لری او نورو کې . Acer psudoplatanus (تور لرګي) : دغه ونه دپلنو پاڼی لری چې دهغه ارتفاع دهغه دعمر د( ۸۰-۱۰۰) کالونو پوری تکميل کېږي د ( ۲۰-۲۵) متره پوری ځوانی موسم ته رسيږي له دغی ونی لرګي سپين دی او هستی خالی وی مستحکم دزيات ارزښت لرونکی وی نور اقسام يې Acer campestris,

Acer oblongus, Acer caesium دغه اقسام زمونږ په هيواد کې پيداکيږي دوړو ونو په شکل  ساختمانی او صنعتی  ارزښت  يې کم دی . 

Betula alba (توس، ريمه) : دغه ونی پلنی پاڼی لری او زينتی ونی دی د( ۲۸-۳۲) متره په ارتفاع باندی دځوانی موسم ته رسيږي او د دغی لرګی رنګ ژيړ سپين ته ورته دی لرګی يې سخت او قوی ارتجاعی دی ترافيکی لوحی موبل ، سلولوز،فورنير او روکش اوداسی نور تری جوړيږی ددی لپاره چې ددغی لرګی مقاومت کم دی په تعميراتی اوساختمان کې تری کار نه اخيستل کېږي اوله پوستکی نه يې حيوانات استفاده کوی Castanea sativa : دغه ونی پلنی پاڼی لرونکی ده زينتی ونه ده چې دځنګل په محيط کې قطر (۰.۵) متره او تر ( ۲۰-۲۵) متره ارتفاع پوری لوړيږی ددغی ونی دژوندی لرګی رنګ ژيړ او هسته يې توره نصواری رنګ لری دغه ونه دڅيړی دلرګی په شان قوی او تخنيکی ارزښت لری ځکه دتانين مواد ډيرپکی ذخيره کېږي . Cedrus deodara: يا ارچه يوه د هيواد دمهمو ونو څخه ده چې په ډير لوړه اندازه باندی لوړيږی چې دبعضی ارتفاع يې ( ۵۰) متره ته هم رسيږي دغی ونی لرګی نسبت کلک دی دژوندی لرګی رنګ سپين دی او هسته يې ژيړه نصواری ده ددغه ونی اصلی په ارچه باندی مشهوره ده چې غوړه ده او هميشه لوګی کوی په تعميراتی ، ساختمانی او موبل او فرينچر کې تری استفاده کوی . Dalbergia sisso شيشم : دغه ونه پلن پاڼی لرونکی ده دسمندر دسطحی څخه په (۶۰۰) متره څخه زيات لوړه ارتفاع کې پيداکيږي. د بعضو ونو جګوالی ( ۲۰) متره څخه زيات وی لرګی يې سخت او ډير دوام داره دی دساختمان له نظره کم دهغی لرګی مقايسه کيږي د موبل او فرنيچر کې تری کار اخيستل کېږي دغه لرګی قيمته او کم پيداکيږي خو زيات ارزښت لری . Fagus sylvatica ( راش ) : دغه ونه د ( ۱۲۰) کلنی په عمر کې د (۳۰-۲۵) متره په ارتفاع پوری دځوانی موسم ته رسيږي له دغی ونی لرګي رنګ سپين او سور ته مايع دی کلک او ډير ارزښت لرونکی دی ساختمانونو ،تعميراتی ،موبل اوداوسپنی خطونو کې تری کار اخيستل کېږي . Fraxinus excelsior : (شنګ) دغه ونه (۳۰) متره په ارتفاع کې دځوانی موسم ته رسيږي دلرګی رنګ يې ژيړه دی او حلقوی سور لرونکی دی مستحکم سخت او ارتجاعی دی د اوسپنی سرکونو ، کشتی جوړونه او فورنير کې تری استفاده کېږي او دغه اقسام زمونږ په هيواد کې پيداکيږي . F.xantholoides ,F. rhederi, F.syriacaf, F.floribunda, F.raibocarpa Juniperus commuis ( اوبخته) دغه ونه دستن پاڼو لرونکی ده بعضی وړی ديوی متوسطی ونی يې (۱۰) متره په ارتفاع لوړيږي دوچکالی او برودت په وخت کې زيات مقاومت کوی ددغه لرګی هسته ژيړه او يا سره وی دغه لرګی سپک او سخت او دډير وخت لپاره کار کوی زمونږ دهيواد کې دغه اقسام پيداکيږي . J.macropoda , J. recurva, J polycarpus Larix deciduas : داهغه ونی دی چې ستن پاڼی لرونکی دی دمنی په موسم کې پاڼی رژوی د(۶۰-۱۵۰) کلنی په عمر د( ۲۰-۳۰) متره ته لوړوالی ته دځوانی موسم کې رسيږي دژوندی لرګی رنګ ژيړه دی او هسته نصواری او سورته ورته ده لرګی سخت اوارزښت لرونکی دی او په زياتو مواردو کې استعماليږی . Picea smithiana (سرپ) يوه دلويو ونو څخه ده بعضی تر (۶۰) متره پوری لوړيږی دژوندی لرګی رنګ يې سپين دی او کله چې وهل شی دهستی رنګ يې نصواری وی. دريزين دمادی څخه غنی دی نرم او کلک دی او په زياتو ځايونو کې ورڅخه استفاده کېږي .

Pinus nigra  : ( تور کاج) دغه ونه د ( ۱۰۰) کلنی په عمر (۱۶-۱۷) متره په لوړوالی سره ځوانی ته رسيږی دوچکالی په وخت زيات مقاومت کوی. ددی ونی هسته نصواری اوسورته مايع رنګ لری او قوی دی او دريزين مادی څخه غنی دی په ساختمانی ،تعميراتی ،صنايع او موبل سازی او فرنيچر او همدارنګه په معدنونو په استخراج کې تری استفاده کېږي . Pinus silvestris (سپين کاج) : دغه ونه د (۸۰) کلنی سپه عمر باندی (۲۰-۲۵) مترو پوری لوړيږی. دژوندی لرګی رنګ يې ژيړ سپين سور ته مايع دی او د هغه هسته نصواری رنګ لری. سپک نرم وی زيات مقاومت لری په صنعت ،موبل سازی ، الوتکو کې ،کشتی او ريل او داسی نورو کې تری استفاده کېږي. دريزين مادی څخه غنی وی ډير قوی دی نو په دی خاطر تری ډيره استفاده کېږي . Pinus wallichiana نښتر : دغه ونه يوه لويه ونه ده چې (۵۰) متره په ارتفاع باندی لوړيږي او دهغی لرګی نسبت سخت وی او په مختلفو ساختمانونو ،تعميرات ، صنعت او موبل سازی اوداسی نورو کې تری استفاده کېږي. دريزين دمادی څخه غنی نو په دی خاطر تری ډيره استفاده کيږي . Platanus orientalis شرقی پنجه چېنار: دغه ونه د (۲۰-۳۰) مترو په اندازه لوړيږي دلرګی رنګ يې سور سپين ته مايل دی. هسته يې تور رنګ لری سخت او جلا لرونګی دی. ښه تخنيکی ارزښت لری په صنعت، موبل جوړونه ، فورنير جوړولو او داسی نورو کې تری استفاده کېږي. Populus alba سپين سفيدار: دغه ونه د (۳۰-۴۰) کلنی په عمر د (۳۰) مترو په لوړوالی ځوانی ته رسيږي او له دغه ونی لرګي رنګ ژيړ نصواری ته مايل دی هسته يې سپين رنګ لری لرګی يې سخت دی او داستعمال ځايونه يې روکشونه ، فورنير،موبل ،سلولوز او داورلګيت لپاره او په نورو مواردوکې . Populus nigra عرعر: دغه ونه يودچېنار دقسمونو څخه ده محيطی عواملو په صورت کې ( ۴۰-۵۰) کلنی په عمر ( ۲۰-۳۰) متره په لوړوالی دځوانی موسم ته رسيږي دهستی رنګ ژيړ نصواری مايع دی او روښانه لرګی لری لرګی يې سپک دی دسفيدار په شان له دی لرګی نه هم استفاده کېږي زموږ په هيواد کې P ciliatc ، P euphratica چې ساختمان او تعميراتی مواردو کې استفاده کېږي Quercus dilatata څيړی : يوله هغه لويو ونو څخه ده چې هميشه شنه وی. زمونږ دهيواد په جنوب شرق کې پيداکيږي. چې دجلغوزی او بلنځه سره په مخلوط ډول وی چې لرګی سخت او دوام دار لرونکی دی اود زيات وخت لپاره کار کوی او دروند لرګی دی او دمعدنونو په استخراج او صنعت ،موبل جوړونی ،فرنيچر ، پول جوړولو ،کشتی او داسی نورو کې تری استفاده کيږي زمونږ په هيواد کې . Q semicarpifolia, Q baloot دڅيړۍ څخه دسکرو په استخراج کې هم استفاده کېږي . Robinia pseudodoacaia ګل داره سيه اکاسی : دغه ونه ( ۲۵) متره لوړيږي دژوندی لرګی رنګ يې سپين ژيړ ته مايل دی او دهستی رنګ يې ژيړ نصواری دی او ډير سخت او جلا لرونکی دی په ساختمان کې تری استفاده کېږي او تيز بوی لری . Salix fragilis بيد: يوه دپلن پاڼو ونو څخه ده چې تقريباً زمونږ په ټول هيواد کې پيداکيږي دبرودت په مقابل کې زيات مقاومت کوی په ژورو او مرطوبو ځمکو کې زياته وده کوی د(۱۰-۱۵) مترو په لوړوالی ځوانی ته رسيږي د لرګي رنګ ژيړ نصواری ته مايل دی په زياتو ځايونو کې تری استفاده کېږي.

زمونږ په هيواد  کې  په هر ځاي کې پيداکيږي .S  angustifolia,    S  elegans,     S  wallichiana             S  babylonica 

Taxus baccacta : وړه ونه ده چې د ( ۱۰-۱۵) متره په ارتفاع پوری ځوانی ته رسيږي دروند او سخت لرګی لری ډير زيات دوامداره او تخنيکی مقاومت لری دتاکسين ماده لری دحيواناتو دخوړلو لپاره ډير مضير دی

Ulmus compestris دپشخانی ونه : دغه ونه د (۳۳) مترو په ارتفاع لوړيږي لرګي سپين زيړ ته مايل رنګ لری هسته يې نصواری رنګ لری حلقوی سورو لرونکی وی تخنيکی ارزښت يې زيات دی له دغی ونی نور اقسام زمونږ په هيواد کې Ulmus Montana, Ulmus wallichiana , له دی لرګی څخه په مختلفو ځايونو کې تری استفاده کیږی

سرچینې سمول

راټولوونکی محیب الله محیب سیدجمال الدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه ۱- امن، شاهدالله.(۱۳۹۲هـ ش).دلرګيوټکنالوژۍ لکچرنوټ.کنړسيدجمال الدين افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی. ۲- حميد،حميدالله. (۱۳۹۲هـ ش). دونوافتونه لکچرنوټ.کڼرسيدجمال الدين افغاني پوهنتون . ۳- کوشه، پی ير. (۱۳۸۲هـ ش). بررسی وپرورش جنګل ترجمه داکتر بيرنګ نويده، داکتر جوانشير. عزيز، مجتهدی يوسف. دويم چاپ. تبريز. ۴- ناصري،غلام نقشبند.(۱۳۶۹هـ ش ).دلرګيو ټکنالوژي.کابل پوهنتون کرنې پوهنځی. 5- R A Z A, SAyed Baqer. (2011). Comprehensive forestry. (4th Edn). Ahatta shadarian,22 Urdu Bazar,Lahore. • http://pages.swcp.com/~awa/characteristics_of_wood.htm Archived 2013-01-19 at the Wayback Machine.. • http://mff.dsisd.net/Balance/UseWood.htm Archived 2018-01-02 at the Wayback Machine.. • WWW.google.com/search/wood charachter. • WWW.google.com/search/pictures.