دلرګي عیبونه
د لرګي عيبونه (flaws of wood)
سمولد لرګي عيبونه کوم چې د لرګي په شکل او ساختمان او يا هغه نواقص کوم چې په لرګيو باندي د امراضويا ورستيدنه صورت نيسي دکوم په نتيجه کې چې د لرګي تخنيکې ارزښت لمنځه ځي او کموالي يې رامنځ ته کېږي. دلرګي ارثي مشخصات د هغه عيبونو د يو لړ ( اقليمي او محيطي ) فکتورونو سره تړاو لري . او نوموړي ورستيدنه او يا امراض د ونو د قطعه کولوڅخه وروسته د ذخيره کولو په وخت کې نور هم زياد ښت کوي چې په نتيجه کې خپل اصلي شکل او مشخصات دلاسه ورکوي .د لرګي عيبونه او نواقصات معمولاُ د لرګي د اصلي نواقصو له جملي څخه شميرل کېږي ونه يا هغه کومه بله برخه کوم چې د هر نوعه عيبونه څخه پاک وي که ميخانيکې او يا بيولوژيکې وي .په تدريجي ډول رامينځته کېږي . د لرګيو عيبونه نسبتي ارزښت لري . بعضي لرګي بي ارزښته کېږي په ځينو مواردو کې هر ډول اهميت لري او په نورو ځايونو کې د لرګيو ارزښت نسبتاُ زيات وي . د لرګي عيبونه مختلف ډول تاثيرات د لرګي په فزيکې او ميخانيکې خواصو باندي واردوي .
دلرګي عيبونو دوه ډولونه
سمول]]
.]]
ظا هري عيبونه
سمول(External flaws )
هغه عيبونه چې دوني په ساختمان يعني ساقه کې تر څيړني لاندي نيول کېږي او د هغه ارزښت او کيفيت ته کموالی ورکوي (دلرګې ظاهري) عيبونو په نوم ياديږي. د لرګيو دا نوعه عيبونه عبارت دي له لرګي کوږوالي ، د لرګيوکمبوتي، د کندي غټوالي ، غيرنورمال قطر په قاعدي باندي، ريښو زياتوالي ، د وني دوه ښاخه کېدنه او پړسوب لرونکې برخي وي.
کوږوالي :(leaness)
سمولکله چې د يو وني طولي محورد وني د مستفيم مرکز د عرض مقطع او د وني اخر نۍ برخي اوپه قاعدي باندي کوږوالي رامنځته کوي . ذکر شوي ونه له پيل څخه په کوږوالي دوام کوي .
د وني کوږوالي تقربياً د ونو په ټولو نواعو کې مشاهد کېږي او دونو ارثي خواص او يا محيطي او يا خارجي فکتورنو سره تړاو لري . کله چې د تني کوږوالي متمايل و ي اوهغه يو طرفه کوږوالي ولري هغه ته يو طرفه اوکه چېرته په څو جهتونوسره متمايل وي . هغه د هراړ خيزه کوږوالي په نوم ياديږي د وني په کوږوالي منفي اثرات لري . چې په ځينومواردو کې لکه په فرنيچر سازي ، موبل سازي او ځينو نورو مواردو کې له دي قسم لرګي څخه استفاده کېږي خو په غيرمستقيم ډول تخنيکې ارزښت ته زياتوالي ورکوي او همدارنګه تاثيرات يې د لرګي د لو يوالي ، او کوږ والي سره تړاو لري چې همدي رابطي په مطابق اعظمي حد په لرلو سره سورتبندي کېږي . او طول يې د فيصدي په حساب محاسبه کېږي K= f/e *100 F کوږوالي e اعظمي کمان د درجه بندي د سانتي متر په حساب. K د طول درجه بندي د سانتي مترپه حساب. د تني کوږوالي او يا د وني ساقه ځيني وختونه يو بل سره فرق لري چې په بعضو مواردو لکه زينتي پارکونو ، او يا صنعت لپاره بياهمدي عمل ته دوام ورکو ي. دا پدي معنا چې د زينتي ونو تني د جينتکې ميتود دوني له طريقي او يا د نورو ځنګلي تدابيرو له امله کوږوالي ته هڅوي. چه له همدي امله نور هم دښګلا زياتوالي ورپه برخه کوي .
د لرګي لږوالي(Tapered)
سمولپه تدريجي ډول دوني د قطر کموالي د لرګي د لږوالي څخه عبارت دي او يا د لرګي لږوالي عبارت دي دوني د تني د قطر د کموالي څخه چې د قاعدي له طرفه پورته خواته مشاهد کېږي . نوموړي عيب د ونو په ټولو نوعو کې ليدل کېږي چې اندازه او لويوالي يې د ارثي مشخصاتو په رابطه او همدارنګه په کوم چاپيريال کې چې هستوکنځی او يا (ژوند ) کوي له يو بل سره توپير لري . د مثال په توګه هغه وني چې په ازاده ساحه کې نمو يا ود ه کوي نسبت هغه ونو ته چې د ځنګل په چاپيريال کې وده کوي د کم لرګي لرونکې دي د لرګيو کموالي د تني په طول پوري تړاوي لري او د وني په نوعي، عمر ، کثافت ، د ځنکلي ونو په تعداد پوري اړه لري . نوموړي عيب د سانتي متره په اساس (ديومتر طول په ) اويا د فيصدي په حساب ښودل کېږي .
D-di)*100)= T يا لرګي لږوالي Dــ تني قطر (درجه بندي) دلويوالي په برخه کې په سانتي متر d ــ تني قطر ۰درجه بندي ) د وني د سوردکموالي برخه په سانتي متر I تني اوږدوالي (درجه بندي ) په سانتي متر د وني قطر معمولاُ د ځمکې د سطحي څخه يو مترپورته انداز کېږي په هره اندازه سره چې دوني د لرګي کموالي د تني په اوږدوالي سره زياتوالي مومي په همغه اندازه تخنيکې ارزښت کې کموالي رامينځته کېږي . غير مستقيم تختوکې ا ضافه والي راځي د لرګي کموالي چې ۵،۰په حدودکې اندازه کېږي د لرګي د لږ کموالي په نو م ياديږي په داسي حال کې چې د ۵،۰څخه تر ۵،۱ پوري اندازه شي نود لرګي د متوسط کموالي او د همدي فيصدي د لوړوالي په صورت کې د (لرګي د زيات کموالي ) په نامه ياديږي د لرګي کموالي نسبتي ارزښت لري او د يو ښه کيفيت لرونکې عنوان په توګه او په ځينو ضروري برخو او مواردو کې د ښه ارزښت لرونکي په شکل ښکاري .
کندي لويوالي
سمولد کندي لويوالي له هغه عيبونو څخه عبارت دي کوم چې دونو په ټولو انواعو کې تر سترګو کېږ ي. لکه څنګه چې د وني قطر زياتوالي د قاعدي په برخه کې تر سترګو کېږ ي نوموړ ي عيب د تني د لرګي کموالي څخه دی دسانتي متر په اساس د قاعدي برخي څخه د وني د يو متر په ارتفاع سره اندازه کېږي نوموړي زيان دلرګي تخنيکې ارزښت ته کموالي ورپه برخه کوي . چې د تختو د مخ د پوښولو يعني (دوپوست ) تختي او همدارنګه موبل سازي او په همدي ترڅ کې داضافه لنډو تختو کې اضافه والي رامينځته کېږ ي . د قاعدي غير نو رمال ريښي قطر: -the base abnormal roots diameter دانوع عيب دونو د قاعدي په برخه کې د پړسوب په شکل را منځته کېږي چه د ريښو د غير نورماله رامينځته کېدو له کبله رامنځته کېږي . نوموړي عيب برسيره پردي د موج لرونکو کرښو چې تني له برخي د تخنيکې ارزښت له نظره د وني دبهترين لرګی په ثبت کې تشکيلږي مينځته راځي او همدارنګه دزياتو ريښو له امله د وني چپه کولوکې هم ستونز ي رامينځته کوي هغه وني چې د نوموړو عيبونو سره مخ دي په ډير مشکلاتو سره قطع کېږي . او د چپه کولو په صورت کې د ډيرو ضايعاتوسره مخ کېږي دقاعدي غير نورماله ريښي د ونو په ټولو انواعو په قطر کې رامينځته کېږي او دا اوږدوالي د سانتي متره په اساس اندازه کېږي
دوه ښاخه لرونکې تني folked stems
سمولدوه ښاخه لرونکې تني د چټکې ودي په نتيجه کې فرعي ښاخونه وروسته له مړيني (مرګ) څخه د مرکزي او يا اصلي وچېدني باعث ګرځي . او مينځته راځي نوموړي عيب هغه مهال کې چې (۱۰) متره ارتفاع د قاعدي په سمت موجود وي دلرګي تخنيکې ارزښت ته په مکمل ډول کموالي راولي . دوښاخه لرونکې تني کله چې په نظر کې ونيسونو معلوميږي چې خپلي ساحي ته نژدي ونو ته تکېه کوي او يا په زوړند شکل قرار نيسي په دا ډول نوعو کې هغه تازه راشنه شوي نيالګي او نوي ځوان نيالګي حتا غـټــي وني ته هم ضرر رسو ي او همدارنګه د چپه کېدو په وخت کې ماتيږي اويا هم چوي ا و په نتيجه کې تخنيکې ارزښت يې له منځه ځي دا نوعه وني د دوښاخه کېدو په وسيله د باران د اوبو ساتنه کوي او همدارنګه قارچونو ، امراضو او حشراتو ته زمينه برابرو ي همدا عامل دي چې د دوښاخي وني دقارچې امراضو مهم پناګاه بلل کېږي چې د نوموړو ونو ساتنه په ځنګل کې لازمه نه دي د دوښاخه بلوطو ونو په لوړ ارتفا ع (۱۴ نه تر ۱۶) متر ښکته په صورت کې دوښاخه موجود وي کم لرګي توليدو ي د لرګي تکنالوژي په رابطه هغه مواد چې له دي څخه لاسته راځي دښه کيفيت لرونکې دي نوموړي زيانونه د ځنګلي ونو په ټولو انواعو کې خصوصاً هغه انواعو کې کوم چې پلن پاڼي وي ډير ژر تر سترګو کېږي .
پړسوب (swelling)
سمولپړسوب د هغه عيب څخه عبارت دي کوم چې په ونو کې له انساجو له ودي مانع سبب ګرځي . نوموړي عوامل د بعضي خارجي تاثيراتو له وجه لکه پوخوالي ، د حيواناتو هجوم ، سوزيدنه ، قارچونه ، حشرات او نورو غيره عواملو په وجه رامينځته کېږي د نوموړو عيبونو ظهور د پړ سوب ډير والي د ونو په رشد او نمو کې صورت نيسي . بي ارزښته کېږي او د ژمي په موسم کې د انقباض او انبساط په صورت کې د لرګي په خارجي او داخلي برخو کې د وني پړسوب ديو غيري منظم غږ په راپورته کېدو کې هم پيژندل کېږي او د عميقو چاوديدلو په صورت کې او يا سطحي چاوديدني سره مواجه کېږي او کله چې د قارچونو د حملي لاندي په ورستيدنه او يا مختلف پړسوبونه سره مخامخ کېږي پړسوب معمولاً راوتلي شکل اختياروي چې نوموړي پړسيدنه د ونو په ساقو کې د حلقي په ډول رامنځته کېږي او د ځينو ونو په انواعو کې لکه ستن پاني او يا هم پلن پانه کې صورت نيسي پړسوب د ظاهري نقطي نظر په همواري او يا هم غير هموار ډول سره فرق کېږي هغه پړسوبونه کوم چې هموار سطحه لري او د لرګي دساختمان سره په متناسب ډول وي . هموار پړسوب په نوم ياديږي او هغه چې غير هموار سطحه او د لرګي ساختمان غير منظم وي دغير هموارپړسوب په نوم ياديږي هغه وني چې ځنګلي ونو په تولنه کې خپل ژوند پر مخ بيايې د پړسوب دوهم ډول نسبتاً هغه چې په ازاده ساحه کې وده او نمو کوي په کمه اندازه تر سترګو کېږي نوموړي پړسوب معمولاً د غوزانو په لرګيو کې منځته راځي اما په ځيني انواع کې لکه :اشجار راش ، پنجه چنار ، ريمه ، شنګ ، تور لرګي او چنار کې هم ليدل کېږي نوموړي لومړنی پړسوب دونو په ټو لو انواعو کې او دوهم پړسوب په اکثره پلن پاڼو ونو کې تر سترګوکېږي هغه لرګي چې غير منظم اناتوميکې ساختمان لري د ښايسته نقاشيو لرونکې دي چې د قيمتي پوښونو په منظو ر استفاده تري کېږي او همدارنګه د وني پړسوب يا د لرګيو پړسوب د ناوړه عيب له جملي څخه تر بحث لاندي راځي او ساختماني موادو کې د غټ زيانونو له ډلي څخه شميرل کېږي خصوصاً په موبل سازي او فرنيچر سازي کې د طبعي نقشونو له جملي څخه دي چې په نوموړو مواردو کې له همدي نقاشيو په صورت کې مناسب ګنل کيږي .
داخلي عيبونه(Internal flaws )
سمولد لرګيوپه داخلي ساختمان کې لاندي ذکر شوي عيبونه شامل دي چې عبارت دي له دوېيزه هستي ، داخلي سپين والي ، نچوړوالي، کلني حلقوڅپيزجوړښتونواو لاندي خلتود بندونو حلقي
دويېزه هسته double neuclus)
سمولکله چې د ونو د تني د پاسه دځينو محيطي شرايطو سره تړاو ولري دويېزه هسته منځته راځي دا نوعه وني معمولاً دويېزه هسته لرونکې دي. او دا رنګه ونو په اطرافو کې د کلني حلقو سيستمونو لرونکې دي دواړه ذکرشوي هستي اکثراً د پوست د پيوست کېدو په صورت سره تړاو لري هغه تني چې د دوه هسته لرونکې دي خالي يا تش متناسبه فورم څخه د ي او ګول شکل لرو نکې دي او بيضوي فورم يې اختيار کړی وي د دوه يا زياتو حلقو د سيستم په موجوديت کې دويېزه هستو د لرګيو داخلي برخه او نظم يې نامنظم کړي وي او په همدي ډول پړسوب او چاوديدنه دلرګيو په انواع کې زياتوالي راولي دويزه هسته کې د لرګيو تخنيکې ارزښت کې کموالي رامنځته کوي د لرګي په ضايعو او نجاري دستګاوي کې په کمه اندازي سره استفاده لاندي قرار نيسي .
د لرګيو داخلي سپين والي
سمول- wood internal whiteness
د ونو پسرلني اويا اوړني رويشو نه چې کلنۍ حلقي مينځته راو ړي روښا نه رنګ لرونکي دي او د لرګي داخلي سپينوالي رامنځته کوي ذکر شوي کلنۍ حلقي د ساقي په هستي پوري تړاو لر ي ددي رنګ دنقطي نظره او د لرګي کيفيت پوري کوم خاص تړاو نه لري د لرګي نوموړي عيب يعني د اږودوالي برخه دکلني حلقو دمنځني په شکل ظاهريږي د لرګي داخلي سپين والي معمولاً د دويزو هستو نښه معمولاً په بلوطو کې زيات تر سترګو کېږي هغه وني چې دا نوعه عيب لرونکې وي کم مقاومت لرونکې دي . د فنګسي امراضو له وجي څخه په اساني سره تخريب کېږي هغه انتقالي عناصر چې د لرګيو په برخه کې موجود دي د ذخيروي مواد په زريعه ملوث ندي مايع مواد له هغه څخه عبور کوي له همدي اساسه نوموړي زيانونه ځينو نورو مواردو کې دبيلګي په ډول نوشابه کې تر مراقبت لاندي قرار نيسي .
د وني نچوړوالي
سمولکله چې د تني برخي اويا د وني ښاخونه د ځيني خارجي قواو يا د ځيني نور تاثيراتو له امله تر تاثير لاندي راشي يو ډول زيات تانيني مواد په دغه کې راجمع کېږي چې په نتيجه کې د تني نچوړوالي او استحکام ورکوي . د لرګي په دا ډول انواعو کې کلنۍ حلقي د نورماله لرګيو په څير تيز يا سريع ډول نه واضح کېږي . بلکه پسرلني حلقو نښي د اوړني حلقو په نسبت تدريجي شکل لري او په ډير مشکل سره يو له بل څخه فرق کوي د تا نيني موادو ذخاير نصواري مايل سور رنګ لري چې د لرګيو کلکوالي او مقاومت ته زياتوالي ورکوي .
نچوړوالي لرګې اساساً د مهم عيبونو له جملي څخه دي او بعضي لدي د ضروري ، اصلي عنوان په څير او په ځينو مواردو کې د پديدي په شکل مقتضي رول لري ځکه چې ځيني لرګي چې دا ډول عيبونو لرونکې وي سلولوز يې کم او لګنين يې زياد وي د سلولوز موادو په جوړولو کې نسبتاً غيري نورمال لرګيو ته غيري اقتصادي ډول سره تماميږي ددي په خلاف ددي دا نواع لرګي د نورمال لرګيو په نسبت د ښه مقاومت او ستحکام لرونکې دي د ځينو وسايلو په جوړولو کې د فوق العاد ه ارزښت لرونکې دي نچوړشوي لرګي نسبت نورمال لرګيونه د طولي جهت له لحاظه په سرعت ډول دي د راډيال او تانګنسال په جهت په بطي ډول سره وچېږي او هم لوند والي منځته راوړي کوم مواد چې دا ډول لرګيو څخه جوړيږي په کم وخت کې چوي په همدي صورت نوموړي عيب د ساقي دغټي برخي څخه اخستل شوي نه وي فزيکې او ميخانيکې خواص د نورمال لرګيو تقريباُ يوشان دي په هم دي دليل درجه بندي په يو قيمت سره محاسبه کېږي درجه بندي د دارنګه لرګيو کيفيت په نظر کې لرلو سره کوم مواد چې تر ي تهيه کېږي او يا لاسته راځي درجه بندي کېږي .
موج لرونکې ساختمانونو کلني حلقي
سمولکله چې د لرګينواليافو لکه (فايبر) خپل اصلي استقامت څخه انحراف وکړي مارپيچ اوموج لرونکې شي کلني موج لرونکې حلقي تري رامنځته کېږي دا نواعه حالت د لرګي په ساختمان باندي غير منظم حالت رامنځته کوي چې بعضي له دينه د لرګي په ټول تنه باندي خپريږي او په ځيني برخوکې د لرګي په محدود ساحه کې رامنځته کېږي ساختماني فايبرونه کوم چې موج لرونکې او غير منظم تر سترګو کېږي د لرګي استحکام ورکولو ته تقليل ورکوي او د هغه تعويضي عمليات په پخو موادو تبديلوي زيات ستونزي سره مخامخ کېږي نوموړي عيب د شرطي عيبونو له جملي څخه مطرح کېږي او د پوښونو په مواردوکې فوق العاده ارزښت لري او د تختو په جوړولو کې پارچه يا ټوټه کېږي چې د لرګي په تخنيکې برخو کې تقليل رامنځته کوي چې دا نوعه لرګي په ډير ستونزي سره جودا کېږي چې د اره کشي په عمليه کې ډير زيات مقاومت کوي .
د ساقو زخي (Stem buds )
سمولدساقو (تنو) زخي چې اصلاً د قاعدي اوشاخچو د فرعي قسمتونه څخه دي معمولاً تياره رنګ په پاسني او يا د ايستل شوي تختو په نورو اطرافو کې او همدارنګه چارتراشو کې په ملاحظه رسيږي چې نوموړي د شکل په اساس د موقعت تعداد او اندازه د ونو په واحد تني باندي رامنځته کېږي داچې يو ځنګلي ونه خپل په ټول ژوند کې په طبعي ډول شاخه بري کيږي او د تني په مختلفو برخو نه د زخو په موجوديت کې په دي ډول طبقه بندي کېږي د ازاد زخو قسمتونه عبارت دي د لرګي د شاوخوا برخو او د تني داخلي برخي څخه دي زخو د پيوسته او غير پوسته برخو څخه عبارت دي او د لرګي مرکزي او دتني داخلي برخه او د لرګي شاوخوا برخه د وسطي تني څخه دي د پيوست زخو برخه د ټولو ساقي ئي خپل حملي لاندي راويستي دي.لکه څنګه چې د تني داخلي برخه صرف د لرګي مرکز احتوا کوي او د تني برنۍ برخه د لرګي د عمق په ټول قطر کې موجود وي . د تني داخلي برخه معمولاً د وړو زخو لرونکې دي چې د هغه په مرکز ي برخه کې پيوست لري . او د تني وسطي برخه خپاره (پراګنده ) زخي لرونکې دي او شاوخوا تني د زخي څخه پاک وي . د تني شاوخوا د وني معمولاً د خپل دعمر په اندازه د زخو څخه پاک وي . چې د ځواني په مرحله کې هر برخه د وني کم او زيات د نوموړي عيبونو لرونکې وي کوم مواد چې د تني د وسطي برخي څخه تهيه کېږي اصلاُ د زيات زخي لرونکې وي او يا دا چې د نوموړي زخي اندازه ډير کوچني وي . غوله اکثره په پورتنۍ برخه د تني نژدي د تاج برخي ته هموار او پيوست زخي لرونکې وي خو د قطر خارجي ساحي خواته زياتوالي کړي وي چې فاصله د دوو بندونو ترمنځ دي د تني پورتني اصلي برخي پرتله داخلي برخي په نسبت کم ليدل کېږي چې نوموړي اصل کولي شي چې د نمو زياتوالي د تني د طول قاعدي برخه دوني څوکې کې صورت نيسي . د تني زخي د شرايطو په رابطه او دوني د هستوګنځي پوري هم تړاو لري په ونه کې چې په ازاده ساحو کې د ځنګل د محيط څخه لري هستوګنځي لري نسبتاً کم ولاړ شاخونه لرونکې او هغه وني چې د ځنګل په ساحو کې وده او نمو کوي د زيات سوري په موجوديت کې او د کافي رڼا په صورت کې فوتوسنتيز عمليه په طبعي ډول شاخه بري کېږي او صافي ساقي منځته راوړي دا نوعه عمليه د صحيح قطع کولو له طريقي څخه ا وصحيح روزني د لاري منځته راځي .او د روښنايې خوښوونکې ونو لپار مثبت نتيجه ورکوي او د سوري خوښوونکو ونو لپاره د فوتوسنتيز د عملي په اساس د روښنايې په موجوديت کې ترسره کېږي. مګر دومره موثره نده روښنايې خوښونکې ونو نسبت هغه ونوته کوم چې خوښونکې دي حتئ په طبعي شاخه بري باندي شرو ع کوي او د تخنيکې پخيدني په رسيدو سره د اطرافي يا شاوخوا شاخونه يې قطعه کېږي بعضي ستن پاني وني خصوصاُ د کاجو انواع يو معيني برخي پوري يو ګروپ شاخونو لرونکې وي لکه څنګه چې د نوموړي دا حالت نسبت هغه ونو ته کوم چې د پراګنده شاخونو او دانه داره دي د مهم عيبونو له جملي څخه شميرل کېږي . د فزيکې او ميخانيکې زخي خواص مختلف اثرات لري د يو اندازه فکتورو سره اندازه کېږي موقعيت د هغوي نوعه د يو وني ساقي په نوع پوري تړاو لري. استحکام کونکې زخي د لرګي په فشار اثر کوي د لرګي په الياف او استحکام باندي تقليل منځته کوي د لرګي د تقليل لوي استحکام په ځينو مواردو کې د لرګي په الياف کې په ملاحظه رسيږي
ريزين کڅوړۍ :sacks of resin
سمولبعضي ستن پاڼو ونو لرګي لکه بحري کاج (Pinus maritiana ) ناجو (Pinus langifolia) سور کاج (Pinus sylvestris ) جلغوزي (Pinus gerardiana) سرپ (Picea smithiana) او داسي نور چې د زياتو ريزين کانالونو لرونکې دي او شروع يې د هموارو کڅوړوڅخه چې د ريزين څخه ډکي دي دا رنګه کڅوړي طو ل او عرض بعضي يې ۱۰ سانتي متروته رسيږي چې ضخامت يې ۷ ملي متره څخه زيات تجاوز نه کوي د دا رنګه کڅوړي رامنځته کېدل معمولاُ د کلني حلقو کې هم زمان دي د ونو په ذکر شويو کانالونو کې خارجيږي صورت نيسي او په همدي اساس د ساقي کامبيم په داسي وخت کې په مکمل ډول فعال وي ريزين په داسي وخت لاندي تويږي چې د ځينو لرګيونوقشرونو په ذريعه را ګېريږي چې ځيني وتلي برخي منځته راځي ذکر شوي وتلي برخي د ريزين د کڅوړي په نامه ياديږي .
۴ــــ۵ کلنو کې د لرکې په واسطه احاطه کېږي د ځينو جنوبي ځنکلونو په برخه کې مستقيماً دلمر شعاع په مقابل ولاړوي او نوموړی حالت زيات صورت نيسي هغه لرګي چې نوموړي کڅوړي منځته راوړي د موبل سازي او فرنيچر سازي لپاره غير مساعد دي ځکه چې د دا نوعه لرګي استحکام ډير کم دي اوپه ساختماني مواردو کې کم ارزښت لري .
د ساقي د اطرافو وچوالي:dryness of stems sides
سمولد وني د شينوالي په حالت کې يا د ژوند په حالت نسجونه يې وچېږي او د ساقي يو برخه احتواء کېږي د ساقي د اطرافو يا شاواخوا وچوالي په نوم سره ياديږي. نوموړي برخه د ساقي پوستکې نه لري او په محدبه ډول د تني په شکل راښکاره کېږي. ددي وچوالي دنري زخو په واسطه احاطه شوي ده .
چاوديدنه:(Explodness)
سمولچاوديدنه په دوه ډوله دي
دولاړو ونو چاوديدنه
سمولدا رنګه چاوديدنه معمولاً د هستوي چاوديدني په شکل وي. د کلني نموي چاوديدنه ده هغه په ظاهري شکل کې ليدل کېږي . چې په دري ډول ويشل شوي.
هستوي چاوديدل:ـthe neuclus explodness
سمولدا ډول نوع چاوديدل معمولاً د ساقي په لاندي برخي کې کله چې ونه ژوندي وي او يا د قطع کېدو په وخت کې ظاهريږي او د قطع کېدو په وخت کې چې کله د چپه کېدو په حال کې د يو کلک جسم سره تصادم وکړي نوموړي چاوديدل شوي ځاي زيات تخريبږي هستوي چاوديدل معمولاُ د لرګي راديال د مرکزي قسمت د تني د اطرافي جهت په مرکزي برخه باندي نقصانات واريدوي او خارجوي ساحي ته د لرګي هم چاوديدنه صورت نيسي دا چې نوموړي چاودلي لرګي د راديال په برخه کې ليدل کېږي او د يو تعداد شعه چې د لرګي اناتوميکې عناصر له منځه وړي او لرګي بدشکله کوي ذکر شو ي چا ودل د هستي دا خلي برخي فوق العاده عرض لري او د خارجي سطحي فوقاني برخي ډير نري کېږي حال دا چې يو يا دوه د يو واحد قطر باندي قرار ولري د ساده چاوديدلي په نوم ياديږي هستوي چاوديدلي د تختو په مورد معمولاً په پاسني ساحه کې په ملاحظ رسيږي هستوي چاوديدلي د لرګي کېفي وضع تر تاثير لاندي راوړي او د يو شيمر تختي د جوړوني لپاره اضافه ضايعات زيات د لاسه ورکوي او ضايعه کېږي په هرميار سره چې د دارنګه لرګي وچوالي زياتوالي مومي او د هستوي چاوديدلي اوږدوالي زيادښت کوي او تخنيکې ارزښت لمنځه ځي .
د کلني حلقوچاوديدل:ـthe year rings explodness
سمولنوموړي چاوديدل د کلنۍ حلقو په برخه کې موقعيت لري په مکمل شکل يا غيرمکمل شکل راښکاره کېږي حال دا چې کلنۍ حلقي په ټوله ساحه کې ترسره کېږي.او د مکمل چاوديدلو په نامه ياديږي . او کله چې يې يوبرخه احتوا کړي وي د غير مکمل چاوديدلو په نامه ياديږي علاو له دينه ساده چاوديدل په مرکب ډول ظاهريږي که چېرته په کلنۍ حلقو کې يې موقعت لرلي وي د مرکب چاديدلو په نوم ياديږي نوموړي عيب د تني د قاعدي په برخه کې د ځمکه سطحۍ څخه تقريباً يو متر پورته تر سترګو کېږي او د اشجارمثن او د مثن ونو دپورتني طبقه کې په ملاحظه رسيږي نوموړي چاودلي کلنۍ حلقي د ټولو ونو په انواعوکې تر سترګو کېږي چې په زياته پيمانه په پلن پاڼو کې ليدل کېږي . د نوموړي عيب اصلي علت لاتروسه واضع شوي نه دي احتمال لري چې نوموړي علت د لرګيو د داخلي ساختمان د يو ځايوالي په صورت کې ترسره کېږي د چاوديدلو کلنۍ طريقي د لرګي تخنيکې ارزښت هم ښکته راولي او اندازه يې په سانتي متر سره تثبيت کېږ ي .
د يخوهني چاوديدنه :freezness explodness
سموللکه څنکه چې د ژمي په مو سم کې د هوا درجه ډ ير ښکته راځي د لر ګي د تني په اوږدوالي کې يو نوع عميق چاوديدل چې په کم عمق په لرلو سره ظاهريږي د يخ وهني چاوديدو په نوم سره ياديږي د دا نوعه چاوديدلو زياتوالي د حرارت نزول سره په سريع ډول رامينځته شي او دساقي خارجي برخه يخ اومنقبض کېږي. صورت نيسي دا چې د وني لرګي داخلي برخه د زيات حرارت په مقابل کې کوم ښه والي نه لري مرکزي برخه يې او يا د لرګي هسته دخارجي برخي په مقايسه کم ګرميږي چې په نتيجه کې پوست او لرګي په قطار شکل د چاوديدو سره مخ کېږي .په همدي لحاظ څنګه چې د يخوهني چاوديدنه د ژمي د يخوالي له وجي ترتاثير لاندي راځي او د يوي نوعي ا نقباض په صورت کې د لرګي داخلي او خارجي نوعو څخه رامنځته کېږي دا نوعه چاوديدنه د لرګي راډيال په برخه کې صورت نيسي او تخنيکې ارزښت يې لمنځه ځي . ديخوهني چاوديدنه د ونو په ټولو انواعو کې ترسترګوکېږي. اکثره پلن پاني وني چې پراخه چت لرونکې دي په هغوي کي زيات ترسترګوکېږي او په زياته پيمانه يې تر خپل تاثير لاندي راولي. نوموړي عيب په رطوبت لرونکې ساحوکې او يا شمالي مناطقو کې چېرته چې ونه زيات وده او نمو کوي ذ کر شوي عيب زيات ليدل کېږي ځکه چې په نوموړي ساحو کې د حرارت درجه ښکته راځي او نوموړي چاوديدنه کې زياتوالي رامنځته کېږي او زيات صورت نيسي د يخ وهني چاوديدل د لرګي فزيکې خواص تخريبوي. او دباران اوبه په زياته پيمانه جذبوي او د قارچونو تر حملي لاندي راځي او امکان لري چې د ساقي ټوله برخه ورستيدني سره مخ شي او هغه وني چې نرم لرګي لرونکي دي نسبت کلک لرګيو ته په کمه اندازه چاوديدنه پکې صورت نيسي چې ستن پاڼي لکه ، سورکاج ، تور کاج، بحري کاج ، سرپ او داسي نور د زياتو زينتي موادو لرونکې دي هيڅ وخت دا نوعه د چاوديدلو له امله نه متاثره کېږي د نوموړي عيب اندازه او معيارد معين طول په اساس اندازه کېږي مګر په ځينو مواردوکې د چاوديدني عمق يا د ژوروالي اندازه ترنظرلاندي نيول کېږي چه د هغه د ضخامت يا ډبلوالي څخه تفريق کېږي ===د چپه شوو ونو چاوديدنه===
- ـthe felled tree explodness
په داسي حال کې ځنګلي وني قطع کېږي او وچېدلو په خاطرټول لرګي ذخيره کېږي او يو د بل د پاسه اښودل کېږي چې وروسته له دي نوموړي چاودونه پکې صورت نيسي دنوموړي عيب لوي علت د لرګي په ټوله اعضاء کې وچېدنه صورت نيسي دهمدي وچېدو له امله چاوديدنه رامينځته کېږي ځکه چې د وخت په تيريدلو سره د لرګي شاوخوا کې وچېدنه پيل کېږي او د خارجي برخي د وچېدو څخه وروسته نوموړي وچېدنه د لرګي مرکزي برخي ته هم سرايت کوي او په نتيجه کې چاوديدنه صورت نيسي او په عرضي ډول د وني خارجي تنه او داخلي برخه يې نري او کم عرضه کيږي دا نوعه چاودونه په کمه اندازه د لرګي طولي الياف د هستوي چاودونو څخه تفريق کېږي . د عمق او نفوذ په مطابق د لرګي درجه بندي کې نوموړي چاوديدني د عمق چاوديدنو او کم عمق چاوديدو په نسبت يو له بله جداکېږي چې ۰ ۱/۱ حصي د تني ضخامت لوي وي. چاودونه هغه نوعه چاوديدني ته ويل کېږي چې يو۰ ۱/۱ حصي څخه د تني ضخامت کوچني وي هغه درجه بندي شوي لرګي چې لوي قطرونو لرونکې دي د وچېدولو په جريان کې دقطر د لويدلو په وجه چاوديدنه پکې صورت نيسي هغه لرګي چه کوچني قطر لرونکې دي په داسي حالتو يا مواردو کې کم متضرره کېږي کومه چاوديدنه چې د وچوالي په وخت کې صورت نيسي د لرګيو په تخنيکې ارزښت کې کموالي رامنځته کوي. چې د نوموړو چاوديدنو اندازه دطول او عرض چاوديدلوپه اساس تعين کېږي چې په دقيقه اندازه اومعيا ر د لرګي چاوديدنه په وچو موقعتونو کې اوپه صافه هوا کې ( بغيرله ورځي )څخه تعينيږي. او په باراني موسمونو کې د او بو د جذب په واسطه پړسوب پکې رامينځته کېږي .او د نوموړي په عرض او ژوروالي کې زيات نقصانات رامينځته کېږي د نوموړي عيب د درجه بندي په مورد د لرګي طول، عرض او لويوالي په نظرکې نيول کېږي او د متر په حساب تثبيت کېږي نوموړي چاوديدنه د لرګي کلک والي او د لرګيو د الياف په برخه کې عموداً کم متضرره کېږي او ارتجاعي خاصيت د لرګي الياف ته فوق العاده تقليل ورکوي
د ځنګل څخه د استفاد ه اخستني په وخت کې د عيبونو ظاهريدل
سمول(Appearance of flaws doring forest cutting ) دا نوعه عيبونه دانساني دفعاليتوپه وجه د ځنګل په محيط کې رامنځته کېږي يواځني علت او اسباب يې لرګي څخه د استفادي په وخت کې په فرعي ځنګلونو کې (ونوچپه کېدنه ، تنظيم ، رنګړي کونه ، ترانسپورت ، دلرګي ويستل له ځنګل څخه ، دريزين او تانين استحصال، د حيواناتو د څړ ځاي او نور ) په وجه رامنځته کېږي.کوم عيبونه چې د همدي لاري مينځته راځي په لاندي ډول دي
د ځنګلي ولاړو ونو د پوستکې تخريب
سمولskin destrachon of forest shood tree ددي لپاره چې تانيني مواد د ونو څخه استحصال کړو او د ولاړو ونوڅخه د پوستکې زخي لري کوو او د ساقي يوه برخه په ښکاره توګه په نظر راځي چې په همدي وجه د حشراتو او قارچونو د ودي او نمو لپاره زمينه برابرو ي چې دنوموړي حشراتو او قارچونو له امله دسا قي په رنګ کې تغيرات راولي او د ورستيدو سبب کرځي نوموړي عيبونه د حيواناتو دبي ځايه څړ په وجه چې ځنګلي وني ترحملي لاندي راولي او د وني څخه پوستکې بيلوي
سطحي او يا عميقي زخي
سمول- ـsurface or deep wouds
سطحي او عميق زخمونه چې د ښاخونو او د ساقي د برخي څخه د وني د تني پرمخ پاتي کېږي دوني نورماله وده له ځنډ سره مخامخ کوي چې په ونه کې د ورستيدني امکان هم پيدا کوي او مختلف ډوله عيبونه رامينځته کوي دا نوعه جراحت د غير فني طرزالعملونو په واسطه خصوصاً د لرګيو په ټولو او استحصال شوو ريزيني موادو چې د تبر ا و نور سامان الاتو په وسيله اجرا کېږ ي اړه لري.
د ساقي چاوديدل او يا شکيدل
سمول- stems pabs
د وني قطع کولو په وخت کې کو م چې د اره شوو برخو څخه پاس يا ښکته برخه کې چاوديدنه صورت ونيسي د وني کندي او څه برخه ضايع شي او يا د نښه شوي ځاي څخه پورته يا ښکته وشکېږي او د کندي ارزښت لرونکې برخه له منځه لاړه شي او دضايعاتو په جمله کې راځي او يا دا چې د چپه کېدو په وخت کې کېداي شي چې دا وني ديو کلک جسم سره تصادف وکړي او په نتيجه کې کم عمق چاودونو کې زيادښت صورت ونيسي او نوموړي عيب د لرګي په تخنيکې ارزښت کې کموالي راولي او د حشراتواو قارچونو په صورت کې ورستيدنه هم صورت نيسي او دغه ورستيدنه زياتوالي کوي ذکر شوي عيب د زخمونو يا جراحت په اساس چې په ساقه باندي وارديږي . پټ او ښکاره زخمونه يو له بل سره توپير لري .
ښکاره زخمونه
سمولهغه نوعه زخمونو ته ويل کېږ ي کوم چې د ساقي دنوي لرګي په واسطه بيرته پټيږي او د هغه لاندي برخه مړه لرګي يا د پوستکې پاتي شوني په نظر راځي دنوموړي لوي عيب په اساس نوعه او عمق په جراحت تعينيږي او په متر اندازه کېږي . دا چې د ريزين استحصال يا په علمي ډول صورت نيسي چې نوموړي تاثيرات د لرګي په ميخانيکې خواصو باندي دومره زيات نه و ي د ځينو تجاربو څخه د همدي عمل په اساس تر لاسه شوي توضع کېږي چې په همدي اساس د ريزين استحصال په فني توګه صورت نيسي او منفي اثر لري . د لرګي په تخنيکې ارزښت باندي کوم خاص اثر نه واردوي او په ساختماني مواردوکې نور مال لرګي تر استفادي لاندي قرار نيسي چې دهمدي رابطي سره نوموړي جراحت د وني په صحي وضع منفي اثرات واردوي او يا خه نتيجه ګيري ترسره شوي چې صرف ۴ نه تر ۶ کلو کې هيڅ نوعه حشرات او قارچونه په وجه ترحملي لاندي ند ي راغلي چې ورستيدنه او ځيني امراض پکې سرعت وکړي .
د رنګ تغير او ورستيدنه
سمول- Changing of colore or destraction
لکه څنګه چې قارچونه د ونو په تنو او ځيني نورو برخو باندي تاثيرات واريدوي او د حملي لاندي راولي او د ونو حجروي ديوالونو او د حجراتو څخه استفاده کوي او په فزيکې کېمياوي او تخنيکې خواصو کې تغيرات رامنځته کېږي . قارچونه د ونو د داخلي محتوياتو يعني داخلي حجراتوڅخه تغذيه کوي او د لرګي رنګ ته تغير ورکوي فزيکې او ميخانيکې خواصوته تغير نه ورکوي هغه قارچونه چې ديو اندازه حجراتو څخه تغذيه کوي لرګي تخريب کوي او ورستيدنه پکې صورت نيسي او تخنيکې ارزښت يې له منځه وړي ټول قارچونه د فعاليت په نوموړي مرحلو کي د لرګي رنګ ته تغير ورکوي او کله چې صحيح وده او نمو وکړي د لرګي د اخلي ساختمان تخريب او له مينځه وړي او په هغه کې ورستيدنه صورت نيسي چې اوله مرحله يې د ورستيدني په نوم ياديږي او بعدي مرحله يې د نهايې مرحلي په نوم ياديږي . د نهايې مرحلي په جريان کې ورستيدنه د لرګي داخلي رطوبت د زياتوالي له امله رامنځته کېږي د لرګيو انساج متراکم کېږي او په وزن کې کموالي رامنځته کېږي البته په عين وخت کې مخصوصي وزن کې کموالي راځي اود ناوړه ګنده مايع په شان بوي لري . د رنګ تغير او ورستيدنه د قارچونو تراغيزي لاندي راځي چې په دري برخو تقسميږ ي چې درنګ د تغير ورستيدنه د داخلي ، وسطي ،اوسطحي په مرکب ډول يوله بل څخه توپير لري د رنګ تغيروالي او داخلي ورستيدنه په ولاړو برخو کې په ملاحظه رسيږي .چې درنګ تغيرات و سطي ورستيدنه د تني په خارجي قشرونوکې ښکاره کېږي. معمولاً د لرګيو په زخيره ځاي کې رامنځته کېږي . د رنګ تغيرات دليدل شوو تنو پرمخ يا مړو لرګيو په سطحه ليدل کېږي اود استفادي په وخت کې مرطوب والي رامنځته کېږي. د قارچونو وده او نمو دلرګيو اسبابو ورستيدنه کې زياتوالي راولي چې زيات رطوبت او حرارت له وجي هم زياتوالي کوي چې دنوموړي ۲ څخه تر۳۸ سانتي ګريد دحرارت درجي په لوړوالي سره انکشاف يې توقف کوي دا نوعه توقف د قارچونو په وده او نمو باندي يو موقعتي پديده رامنځته کوي او داقليمي شرايطو په بهتروالي سره بيرته فعال کېږي اود خپلي ودي او نمو زياتوالي ته ادامه ورکو ي. دنورمال حرارت درجي په انکشاف سره قارچونه ۲۴ څخه تر ۳۰ سانتي ګريډ په اساس ثبت شوي او ددي زياتوالي او کموالي دقارچې سپورونو کې صورت نيسي کوم لرګي چې دقارچونو وده اونمو ته تامين ورکوي بايد دفايبر د اشجا ع دنقطي څخه لوړوي .په داسي حال کې چې لرګي وچ شي او رطوبت يې لمنځه لاړشۍ د قارچونو د انکشاف ساحه بنديږي مګر د هغه ساحي څخه نه خارجيږي او د رطوبت په زيات والي سره کله چې د هوا جريان د لرګي په ساحو کې محدودشي د قارچونو وده او نمو متو قف کېږي. قارچونه معمولاً يو اندازه انزايمونه د خپل بدن څخه خارجه وي چې د همد ي په مرسته د حجراتو داخلي مواد حلوي. چې دکېمياوي محلل مواد په څير رامنځته کېږي نوموړي انزايمونه د هغه اتومونو دکتليست په څير کوم چې کېمياو ي عمل ته سرعت ورکوي نژديوالي پيداکوي. لکه څنګه چې ذکر شوي داخلي ورستيدنه معمولاً د لرګي د مرکز ي هستي په ونو باندي په ژوندي حالت کې منځته راځي. هغه قارچونه چې دا نوعه ورستيدنه رامنځته کوي او د ماتو ښاخونو يا نورو زخمونو دلاري ساقي ته داخليږي ددي وده او انکشاف وروسته له قطع کولو اوځيني انواعو دونو کوم چې بي هستي وني کې ادامه پيدا کوي د لرګېو تخريب شوو موادو په رابطه داخلي ورستيدنه او فرسايش ورستيدنه (corrosion) او تخريبي ورستيدنه (destructive) او د موقعت دنقطي له نظره د ساقي ورستيدنه او ريښي يې يو له بل سره فرق کوي.
داخلي فرسايش ورستيدنه
سمول- ـinternal corrosion
د نصواري ليکو او يا سور نصواري کرښي او کوچنۍ نقطه يې سپين او يا ژيړ رنګونو لرونکې دي او د لرګي په طولي شکل باندي په مايل ډول قرار لري او مشاهده کېږي د لرګيو د تخريب په صورت کې دانوعه ورستيدنه دکوچنيو خالي ګاوو په مينځ کې ساختماني رشتي رامينځته کوي البته کله چې ديو سخت جسم د فشار لاندي راځي په نوموړي برخه کې په مساوي ډول تغيرات راځي.
داخلي تخريبي ورستيدنه
سمول(Destructive) : معمولاً د لرګيو په نرمو برخو کې ليدل کېږي لکه څنکه چې چاوديدنه په متواتر ډول د لرګي په مرکزي اطرافو کې په نظر رسيږي دا نوعه ورستيدنه د غټ فشار لاندي تخريب سره مخ کېږي ا و د برادي په شکل جدا کېږي نوموړي ورستيدنه تياره نصواري يا روښانه نصواري رنګ لري سطحي ورستيدنه معمولاً په پرتو لرګيو او يا ولاړو وچوشو ونوکې ښکاره کېږي چې نوموړي انکشاف يا شروع يې د ساقو په خارجي سطحو کې رامينځ ته کېږي چې بعضي په همغه ساقو کې پاتي کېږي او بعضي دوني په خارجي او داخلي مرکزي برخو کې صورت نيسي او نوموړي برخو ته په چټکه توګه سرايت کوي.د ورستيدني په لومړي مرحله کې د لرګي برخي پخپل حال پاتي کېږي .بعضي ذخيروي موادو د زيان زياتوالي سبب کرځي او په نهايي مرحله کې ورستيدنه دا نوعه نچوړوالي تقريباً دوو څخه تر دونيم ځله پوري دنورماله لرګي په نسبت زياتوالي کوي او نهاي مرحلي په رسيدو سره ورستيدنه او دلرګي داخلي ساختمان تخريب او فزيکې او ميخانيکې خواص يې لمنځه ځي او دا ډول دلرګی عادي کېدل ډيرکم دي او د دا ډول لرګي استحکام د سالمو لرګيو په مقايسه د ۱۷ څخه تر۳۵ مرتبي کم دي او د ورستو لرګيو استعمال موارد ډير کم دي کوم چې سکاره له هغه څخه جوړيږي کميت او کېفيت يې مناسب نه دي او هم اقتصادي نه تماميږي . د لرګيو ورستيدنه بعضي دکاذبي هستي په شکل، د لرګيو پوپننک ، او همدارنګه د حشراتو په وسيله رامينځته کېږي
کاذبي هستي unreal neuclus
سمولکاذبي هستي په راش لرګي کي ) Fistula silvatica (چې په بعضي ونو کې يواځي په هسته کي موجود وي ريمه ) ( Beatula alba او تور لرګي) Acer pseudolapanus ( ونوباندي په مشاهده رسيږي کاذبي هستي بغير له دي چې تياره نصواري او يا سور نصواري تياره شين رنګ لري او تور خط په وسيله دنوموړي هستي په غاړه محدود دي او داصلي ياطبيعي لرګيو سره فرق کوي دا نوعه هسته ساده او يا مرکب ډول دي حال دا چې يو نوعه رنګ لري او هيڅ ډول تغيرات نلري دساده کاذبي هستي په نوم ياديږي او کله چې په څو برخو تقسيم شي هر برخه يې بيلابيلو توروخطونو په وسيله منحصر وي د مرکبي کاذبي هستي په نوم ياديږي نوموړي کاذبي هستي اصلي عامل همغه قارچونه دي کوم چې دلرګي هستي تخريبوي ا و اصلي رنګ ته يي تغيرورکوې نوموړي قارچونه دلرګي حجرات ترحملي لاندي راولي او بورماننده مواد تريې لاسته راځي . دا نوعه مواد دوني انتقالي انساجو دبنديدوسبب کرځي د انتقالي غذاي موادو لاره بنده وي او قارچونه وروسته لدي نورو ونو ته خپرښت کو ي . کاذبي هستي بعضي دورستيدني علايم په ځينو مواردو کې لدي اثراتو څخه پاک وي.او که چېرته د همدي ورستيدني علايم پکې موجود وي فزيکې او ميخانيکې خواص يې دنورمال هستوسره تقريباً يو شان وي او دوام يې ۸ نه تر ۱۰ کلونونه په زياتو حدودوکې دهغه نه زيات دي دا نوعه هستي بعضي عالي کېفيت لرونکې دي مخکې لدي چې پخيدو مرحلي ته ورسيږي په مصنوعي ډول وچېږي . کاذبي هستي کوم چې د تانين موادو لرونکې دي کېمياوي مواد ځان ته جذبوي.بعضي کاذبي هستي دورستيدني د علايمو څخه پاکي دي د خپل اندازي او معيار مطابق دلرګي ميخانيکې ارزښت ته کموالي ورکوي .
لرګي پوپنک:the wood poping
سمولد لرګي پوپنک د ونو په ټولوپورتنيو انواعو کې په ملاحظه رسيږي . د لرګي پوپنک د قارچونو څخه پاک دي په نوموړي مرحله کې ځيني سطحي ډول او په تعقيب کې يي د لرګي اصلي رنګ په شين ، خاکې ،ګلابي اويا سوررنګ باندي اوړي حال دا چې کومي وني يا لرګي چې په نوموړي مرضونو اخته وي دوخت په تيريدوسره وچېږي ذکرشوي پوپنک ونو د سطحي څخه په يوځايوالي په صورت کې دهغه بقايا وي ديو نوعه رنګونوچې په غير روښانه ډول سره ترسترګوکېږي بعضي د قارچونو انواع په عميق ډول دلرګېو په داخل کې خصوصاً ستن پاڼو کې ژورداخليږي او د لرګي اصلي رنګ په ژيړ ليمويې ،ژيړ نارنجي ، سور اووا غيره رنګونوباند ي تبديلوي .نوموړ ی عيب کوم منفي اثرات د لرګيو په ميخانيکې خواصو باندي نه واريدوي په داسي حال کې چې د قارچونو فعاليت زياتوالي کوي . يعني کله چې د لرګيو حجرو ي ديوال تر خپل حملي لاندي راولي د لرګي استحکام ميخانيکې ضرباتو په مقابل کې کموي.
د حشراتو ضررونه او خسارات
سمول- the insects dangerness or deseases
لکه څنګه چې د وني لرګي په قارچې مرض اخته وي اويا زخمي شوي وي ډير ژر د حشراتو تر حملي لاند ي راځي . چې په وني کې په لنډ وخت د ژور لاري په دهليزي شکل را منځته کيږي. هغه ضررونو چې حشراتو د ناحيي څخه لاسته راځي د چېنجي خوړلي په نوم ياديږي . حشرات دقارچونو په خلاف په معمولي ډول لرګي ترحملي لاندي راولي خصوصاً د لږ رطوبت لرونکې وي .همدا لامل دي چې تعميراتو د سقف لرګي نسبت د فرش لرګيو ته زيات دحشراتو حملي لاندي راځي . او چېنجي خوړلي ساحي د وني په خارجي برخو باند دپراګنده خطونو په ډول دهليزي او حلقوي لارو په څير ليدل کېږي چې بعضي لدي لارو څخه په ونو کې په عميق ډول لاري جوړي وي معمولاً عميق چېنجي خوړونکې لاري او ځيني کم عمق کونکې لاري يو له بل څخه په واضيح ډول توپيرکېږي کم عميق چنجي خوړونکې لاره هغه نوع د حشراتو ته ويل کېږي چې عميق يا ژوروالي يې ۵ ملي متره پوري اندازه کېږي او عميق چېنجي خوړونکې لاري په نوم ياديږي چې ژوروالي يې ۵ ملي متره پوري اندازه شويده په دي رابطه ددي نوعي لارو عميق چېنجي خوړونکې چې کوچېني ژوروالي په صورت کې (قطرددي کوچني لاري ملي متر ) ته رسيږي او عميق چېنجي خوړلي لاره چې لويوالي يې د ۳ ملي متر څخه زيات د ي د بعضي حشراتو ددي دهليزونو تګ اوراتګ لاره په کامل ډول تخريب شوي وي چې د تخريبي تګ راتګ لارو destructive) (په نوم ياديږي دا نوعه چنجي خوړونکې د تګ راتګ لاري ځيني وړي لاري او ځيني غټي لاري چې د وني د تني زياته برخه تخريبوي دانوعه لرګي د اره کولو په جريا ن کې ا ضافه تختي زياتي رامنځته کوې او زياتي لنډي تختي تري لاسته راځي او په نجاري صنايعي کې غير اقتصادي تماميږ ي د ژور چېنجي خوړونکې تخريب (destructive) د لرگي تخنيگي ارزښت کې کموالي راولي او بعضي لدي څخه صرف سوند د موادو په توګه استفاده تري کېږي د حشراتود تګ راتګ د لارو ژوروالي عيبونو اندازه ديو مترطول په اساس مطالعه کېږي بعضي حشرات دي چې ونه په مکمل ډول تخريبوي لکه سفيدار ونه چې د crytorhynchus lapthi ګونګټي په واسطه چې دسفيدار وني پوستکې سوري کوي اولرګينو انساجوته ځان رسوي چې دوني تنه په مکمل ډول تخريبوي علاوه لدي نه د ولي په ونه کې هم ليدل کېږي.
سرچینې
سمولراټولوونکی نیکمل خان سيد جمالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه 1. حميد،حميدالله (۱۳۹۲)دونوافتونه لکچرنوټ.کڼرسيدجمال الدين افغاني پوهنتون 2. ناصري،غلام نقش بند( )دلرګي تکنالوژي .مخ (۲۳ـــــ۳۵). 3.www.google.com/search pictures .