په کرښه کونکی: رازمحمد محمدی

ډاکټر لطیف یاد 

دلازاک تاریخ: سمول

د پښتنو دعنعنوي او دوديزې شجرې له مخې دلازاک دکرلاڼي پښتنو په ټو لنیزې ډلې کې شمير ل کيږي، خو دلازاک دتا ريخي پلوه دساکي پښتنو يوه څا نګه ده چې د(۷۵۰) او (۸۵۰ زیږدیز) کلونو تر مینځ دسليمان دغرو نو دلړۍ نه د خپلې استو ګنې او سنۍ سیمې ته ليږ ديد لي دي٠ 

دتاريخي رواياتو سره سم دلازاک لومړني پښتانه دي چې دپیښور په وادۍ کې دابا سين تر غاړو پورې استو ګن شوي وو او داسي ويل کيږي ې دوی پر دغه سيمې با ندې دهندو شا ها نو په وخت کې قبضه کړې وه ٠دلازاک دغزنوي سلطان محمود٩٩٧(-) زیږدیز د واکمنۍ په وخت کې دهغه سره دهند په بر يدونو کې ملګري او دخپل يوه مشر ملک يحيي په مشر تا به د سو منات په حمله کې يې ګډون درلود٠ (١)

داسي رو ايتو نه هم شته چې دلازاکو دلا هور دراجا دکمزورتيا په وجه دخيبر دتا ريخي درې له لارې پر پیښور باندې چې په هغه وخت کې بګرام ورته ويل کیده (٢) ير غل وکړ او دتورې په زور يې دغه سيمه په خپله ولکه کې راوسته، ان چې دسند لويديزې بر خې يې هم تر ليرې ليرې ځايو نو کې په خپلې قبضې کې راوستې او خپل تسلط يې وربا ندې ټينګ کړ٠ 

تاريخ حيات افغا ني چې له نن نه١٤۶ کلو نه وړاندې ليکل شوی دی د دلازاکو پښتنو په اړوند داسي کښلي دي :  سمول

ددغې قبيلې ځيني سپين ږيري دخپلو پلرو نو او نيکو نو په اړوند داسي روايت کوي کله چې په پيل کې د دلازاک قبيله د افغا نستان ختيځو بر خو ته داخله شوه، نو تر دې وړاندې په پيښور او دسند درياب په لو يدېزو او ختيزو غاړو کې سره کافر او سيدل او هغو خلکو ته يې سره کا فر ويل چې د ګر يک او بکټرين له نسله وو٠ په پيل کې ديګان او داصلي سو اتيو نيکو نه هم د پيښور ، راولپينډۍ او دجلال اباد تر حدودو میشته وو چې بيا د دلا زاکو دقبيلې خلکو په تد ريجي تو ګه دغه خلک پر شا وتمبول او خپله قبضه يې پرې ټینګه کړه٠ لنډه دا چې دغه قبیله دکابل دواکمن مرزا الغ بيګ تر وخته ډېره مشهوره وه، خوکله چې دوی خپل زور او ځواک با ندې مغروره شول، نو لو مړی دخليلو او مو مندو له خوا چې پیښور ته راتلل مات او دپیښور پرېښودلو ته اړ شول٠ ه په هغه وخت کې پیښور، دو آبه،با جوړ، ننګرهار،کلپا ڼه او دهزاره تر سیمې پورې ټو لې سیمې ددلازاکو وي٠ په دغه وخت کې يو سفزي هم په کا بل کې د مرزا الغ بيګ له خوا ټکول شوي وو او پيښور ته راغلي وو٠ (٣)

د يو سفز يو مشر ملک احمدد دلا زاکو نه د يو سفز يو لپاره د يوې سيمې غو ښتنه وکړه ، هما غه و چې دلا زاکو ديو سفز يو سۍمه دوی ته ورکړه٠ ورو سته بيا يو سفز يو ددلازاکو نه دنورو سيمو غو ښتنه وکړه او ورته يې وويل چې يوازې دو ابه لږه ده په هغې سيمې کېمو ګو زاره نه کيږي، چې بيا دلا زاکو ورته د دانشکول، عنبر او دبا جوړ سیمې هم ورکړي او دلا زاکو ته يې وويل چې اشنغر هم په دوابه پورې دی که څه زور او قوت مو وشي اشنغر هم په خپله توره له شلما نيو نه واخلئ .(٤)

وروسته بيا د يوسفزيو او دلازاکو تر مينځ دځمکو په نيولو سختې او خو نړۍ جګړې وشوې چې له دواړو خواوو ډېر کسان ووژل شول٠ په پای کې ديو سفزو دمشر ملک احمد او ددلا زاکو دقبيلې دمشر ملک محمد خان دلا زاک تر مينځ سو له وشوه٠ 

د دلا زاکو يو شمير د مغو لي واکمن جهانګير دو اکمنۍ په وخت کې دظفرخان کوکه تر مشرتابه لاندې ددلازاکو دځواک دټکولو لپاره وګومارل شو.ظفرخان کوکه ددلازاکو ډیر شمیر مشران بندیان کړل او ډیر شمی کورنۍیې پنجاب او د هند بيلا بيلو بر خو ته وليږل شوې چې زيات شمیر دلازاک لا تر او سه هم هلته میشته دي٠ دمغولی واکمن شاهجهان دواکمنۍ په وخت کې ددوی ډیرې کورنۍ دپنجاب نه بیرته دخیبر پښتونخوا سیمې ته راغلې.

ددلا زاکو دقبيلې ښا خو نه :  سمول

ددلا زاکو د قبيلې مشهور ښا خو نه دادي : نوري خيل، يعقوب خيل، احمد خيل، دتک زي،عمر خيل،يحيي زي، زکر يا خيل، سموزي، شمشير خاني،نصرت خيل،عنا يت خيل ،امازي ،یاسین خیل ،مونډازي ،موتي زي وحیدرزي،موما زي حسین زی او نور٠٠٠ 

دلازاک په پښتو نخواکې :  سمول

د لازاک اوس دپښتو نخوا په چارسدې،مردان، سوات، پونیر ، ، مانسهره ،شبقدر،چکدره،ښار(باجوړ)،پيښوراو همداراز په حسن ابدال، ټکسيلا، راولپنډۍ، هريپور، چچ ، هزاره،اټک او ايبټ آاباد کې میشته دي٠ 

د هر يپور دسيمې دلازاک په لا ندنيو کليو او با نډو کې میشته دي: 

سرای صالح،شاه محمد،لبن با نډې،مراد اباد،مونن،غيبه،بګرا،شاه مقصود، چور، پورانا باکه، هرې، اخون با نډې،تیر،تالوکير،بهيرا، کو ليان،کلنوان او چمبه کې اوسيږي٠ 

همداراز داټک دسيمې دلا زاک ددغې سیمې په لا نديو کليو او با نډو کې ژوند کوي: 

د اټک په کلی، دوليا په کلي، دفور ملي په کلی، دحميد په کلي او غورغشتي کلي کې ژوند کوي٠ (٥) 

په هندوستان کې ددلازاکو داستوګنې سیمې : سمول

د هندو ستان داتراپراديش دايالت د ميرټ د ولسوالۍ ( دسټر کټ)کې هم ډېر شمیر دلازاک پښتا نه او سيږي چې تر او سه پورې ددغې قبيلې ځيني خلک په پښتو ژبې خبرې کوي٠ دشا هجهانپور دسيمي يو مشهور پښتون ليکوال چې ددلا زاک په قبيلې پورې اړه لري ښا غلی مر غوب احمد خان دی چې ددلا زاکو دقبيلې په اړوند يې پر اخه څيړ نې کړي دي چې دسرخ مناري، شيوګۍ، مصري خيلو،جلالپور،رسولپو ر دسيمو دلازاک يې چې د ميرټ د دسټر کټ دشاهجهانپور په سيمې پورې اړه لري موږ ته را پيژ ندلي او همداراز يې په دغه سيمه کې ددلازاک دقبیلې ځيني تا ريخي شخصيتو نه يې مو ږته رامعر في کړي دي چې په دغو کسانو کې يو هم محمد عباس خان دلازاک و چې دمغولي واکمن جها نګير په وخت کې د خپلو پنځه زره پو ځو نو سره هندوستان ته راغلی او بيادشاهجهان دو اکمنۍ په وخت کې همد لته میشته شوی و او د شا هجهان له خواورته شا هي منصب هم ور کړل شوی و٠ 

دوهم نا متو پښتو ن چې ددلازاک په قبيلې پورې يې اړه درلوده هغه محمدخان و چې د مغولي واکمنۍ له خوا ورته داوړيسه دسيمې صو بداري ورکړل شوې وه ا و دهو ګلي، بنګا پور او دبيهار پر سيمو يې راج کاوه چې دده او لاده په هو ګلي کې استو ګنه لري ، خودده مزار دشا هجهانپور دسيمې په شهيد والا باغ کې دی او داسي ويل کيږي چې په کو مې جګړې کې شهيد شوی و٠ 

همداراز بل نا متو پښتون چې دشاهجهانپور په سیمه کې میشته شوی و دولت خان و چې ددلازاک ه قبیلې پورې يې اړه درلوده دلازاک پښتون و چې دده او لاده اوس هم دشاهجهانپور په سيمه کې استو ګنه لري٠ 

جنيد خان بل پښتون دلازاک و چې درسولپور سيمې ته را ليږ ديدلی و او اوس دغه ځای د ننپورپه نا مه يا ديږي چې دا سیمه هم په شاهجهانپور پورې يوه تړ لې سیمه ده٠ 

بل پښتون دلازاک دلاور خان و چې هغه هم دې سیمې ته راليږ ديدلی و او دشاهجها نپور په دلازاک محله ياجلا لپور کې يې استو ګنه غوره کړې وه٠ 

همداراز د او رنګزيب په وخت کې د دلا زاکو دقبيلې يو شمير مشهور شخصيتو نه چې سر کاري پو ځي منصبو نه يې درلودل په هغو کې مصري خان، عنا يت خان او نهر خان مشهور دي٠ (٦) 

پا تي دې نه وي چې دهند په بنګال،داندراپراديش په باري، د پنجاب په جلندر، دراجستان په دلازي او ځينو نورو سيمو کې هم دلازاک پښتانه استو ګنه لري٠(٧) 

د دلا زاکو دقبيلې يوه مشهوره اتله شاه بورۍ نو ميده چې د عبد الر حمن عمر خيل دلازاک لور وه چې دنو موړې د اتلوالۍ کا رنا مې د پښتو ژبې په کيسو کې شته٠ (٨)

------------------------------------------------------------ 

منابع او ماخذونه :  سمول

١- پښتا نه دتاريخ په رڼا کې،٣٧٥ مخ٠ 

٢-تاريخ حيات افغاني،ددانش چاپ،پیښور، ٣٢٣ مخ٠ 

٣- نو موړی اثر ٣٢٣ مخ٠ 

٤-تواريخ حا فظ رحمت خاني، دپير معظم شاه اثر، پیښور،٣٠-٣١ مخونه٠ 

  1. ٥-http://dilazak.blogspot.com

٦- http://en.wikipedia.org/wiki/Dilazak 

٧- http://www.freewebs.com/ishaat/detail.htm