دزړه هیله
هنري نثر دزاهدالله زاهد له وال څخه
دا د طبیعت قانون دی چې هر مهذب انسان زوریدو کړیدو درد او دردمن حالت سره کرکه او نفرت لري . خو زما زړه به هر وخت په داسې رنځونو اخته چې ټول بدن به مې ورسره دردمن وو د زړه باغ به مې هر وخت خزان وهلی وو د زړه څانګې او پاڼې به مې د فراق او تنهایي سختو ګردونو داسې سپیرې کړی وې لکه خړ پړ طوفان وهلی بیابان. او دې فراق به د زړه څخه داسې اوازونه ویستل لکه د سختې باراني وریځې ګړزار او درزار. او وینو به یې د پاشلو په ځای داسیې څپې او موجونه وهل لکه د بهر ویرونکې او بوږنونکې غوندۍ غوندۍ څپې. خو چې کله به مې د فکر قافلې د زړه باغونو د زړه ګلونو او د زړه اوازونو ته کده راوسته نو ذهن به مې ورسره ټکان وخوړ او د غوښې دې وړې ټوټې به ورسره په ټوپونو شروع وکړه زړه به مې یو دول نڅا او فکر به مې په تماشه شو او د فکر ګلورینه قافله به مې په داسې غم لړلې دنیا واوخته . زړه به مې په داسې عجیبه حالاتو کې ګیروو هر وخت به په ټوپونو وو او خوږ خوږ درد به یې کاوه او د درد دې خوږوالي به مې هم فکر ته مسکا وربخله. او فکر به مې د ازاد خپلواک او خپل سري غرني باز په څیر په خپلو پراخه وزرونو د خوشالۍ الوتنه کوله چې د زړه درد او د فکر الوتنې مې د نه ختمیدونکې مسیر په لور روانې وې او د فراق او تنهایې دښتې بیابانونه غوندۍ او غرونه یې پاس کول چی د رحیم ذات په رحم او لورینه مې د فکر باز د زړه هیله په خپلو منګلو کې ونیوله فراق جدایي او تنهایي په وصلت بدله او د زړه هیله مې پوره شوه د زړه هیله.