درې ګونی تړون


درې ګونی تړون (Triple Entente) چې entente فرانسوي ويی(لغت) دی او د «ملګرتيا، پوهېدنې، يا تړون» معنا لري، د روسي سترواکۍ، د فرانسيو درېيم جمهوريت او د سترې بريتانيا او ايرلينډ متحده عالم تر منځ رسمي پوهېدنه يا ادارک تشرېح کوي. ياد تړون د فرانسې او روسيې تر منځ د ۱۸۹۴ ز کال تړون (Franco-Russian Alliance)، د پاريس او لندن تر منځ د ۱۹۰۴ ز کال درې ګونی  تړون (Entente Cordiale) او د انګليستان او روسيې تر منځ د ۱۹۰۷ ز درې ګوني تړون له مخې رامنځته شوی دی. درې ګوني تړون د جرمني، اطريش – هنګري او ايټاليا د درې ګوني اتحاد (Triple Alliance) پر وړاندې يو پياوړی بانګ جوړ کړ.  درې ګونی تړون د درې ګوني اتحاد يا په خپله د فرانسې او روسيې د اتحاد په خلاف د دوه اړخيزې دفاع اتحاد نه و.

د فرانسې او جاپان تر منځ د ۱۹۰۷ کال تړون د يووالي يا ائتلاف جوړولو يوه کليدي برخه ځکه وه، چې فرانسې له جاپان، روسيې او په نارسمي ډول له بریتانيې سره د تړون په رامنځته کولو کې مشري په غاړه واخيسته. جاپان په پاريس کې د پور لوړول غوښتل، نو فرانسې پور د روسيې او جاپان تر منځ تړون او په Indochina کې په ستراتيژيک ډول د فرانسې زيان منونکو ملکيتونو لپاره د جاپان پر تضمين باندې تکيه کړ. بریتانيې د روسيې او جاپان بيا پخلاينه وهڅوله. په دې ډول د درې اړخيز تړون يووالی جوړ شو، چې درېيمه نړيواله جګړه يې وکړه. [۱]

په ۱۹۱۴ ز کال د لومړۍ نړيوالې جګړې په پيل کې د درې ګوني تړون ټول درې غړي جګړې ته د مرکزي ځواکونو (جرمني او اطريش-هنګري) پر وړاندې د متحدو ځواکونو په توګه ننوتل. د ۱۹۱۴ ز کال د سپټمبر په ۴ درې ګوني تړون يوه اعلاميه خپره کړه، چې له مخې يې غړو دولتونو ژمنه کوله، چې د بېلې سولې پرېکړه به نه کوي او يوازې د همدې درې ډلو تر منځ د هوکړه شوې سولې د اصولو غوښتنه به کوي. تاريخپوهان د لومړۍ نړيوالې جګړې د يو سبب په توګه د اتحاد نظام د ارزښت په اړه بحث ته ادامه ورکوي. [۲][۳]

د اتحاد نظام سمول

د فرانسې او پروس تر منځ د ۱۸۷۱-۱۸۷۰ ز کلونه جګړې پر مهال، پروس او متحدينو يې د فرانسې دويمې سترواکۍ ته ماته ورکړه، چې په پايله کې يې درېيم جمهوريت (Third Republic) رامنځته شو. د Frankfurt په تړون کې پروس پر فرانسې فشار راوړ، چې Alsace-Lorraine د نوې المان سترواکۍ ته وسپاري، چې وروستۍ اړيکې يې سړې [کمزورې] کړې. فرانسه د جرمني د ډېرېدونکي نظامي پرمختګ په اړه په اندېښنه کې و، نو ځکه يې د جرمني د تيري د مخنيوي په موخه يې د خپلو جنګي صنعتونو او لښکر جوړول پيل کړل.

روسيه له پخوا څخه د درې سترواکانو د يووالي يا اتحاد (په ۱۸۷۳زکال کې له اطريش ـ هنګري او جرمني سره يو اتحاد) يو غړی و. ياد اتحاد د جرمني صدراعظم Otto van Bismarck د پلان برخه وه، چې په ديپلوماتيک ډول فرانسه ګوښه کړي. نوموړی ووېرېده چې د فرانسې تلافي هيلې ښايي دې ته لارښوونه وکړي چې د فرانسې او پروس تر منځ له جګړې له امله د خپل ۱۸۷۱ ز کال له لاسه وتلې سيمو بېرته تر لاسه کولو په موخه هڅه وکړي. ذکر شوي اتحاد لکه د لومړي نړيوال (First International) غوندې د سوسياليستي خوځښتونو د مخالفت په موخه هم خدمت وکړ، چې محافظه کار حکمرانانو ګډوډ وګڼل. که څه هم د درې سترواکانو ياد اتحاد د روسيې او اتريش – هګري تر منځ د زياتېدونکو کړکېچونو له امله له سترې ستونې سره مخامخ شو؛ په اصلي ډول د بالکانونو پر سر، چې د ملت پالنې راپورته کېدل او د عثماني سترواکۍ پرله پسې پرېوتنې زيات پخواني عثماني ولايتونه خپلواکۍ لپاره هڅې کولو ته اړ کړل. په اروپا کې د روسي او فرانسوي ګټو د مخنيوي په موخه د ۱۸۷۹ ز کال په اکتوبر کې د جرمني او اطريش – هنګري تر منځ غبرګ اتحاد او د ۱۸۸۲ ز کال په می کې له ايتاليا سره کړی اتحاد پای ته ورسېد. په بالکانونو کې حالت په ځانګړي ډول د سربستان او بلغاریا تر منځ د ۱۸۸۵ ز کالونو د جګړې په پيل او د برلين د ۱۸۷۸ زکال  کال تړون سره، چې د ۱۸۷۷ او ۱۸۷۸ زکالونو کې له ترکيې او روسيې د جګړې پر مهال د خپلو لاسته راوړنو په اړه د درغلۍ احساس ورکړ؛ په ۱۸۸۷ ز کال کې يې د سترواکانو د ياد اتحاد د بيا نوي کېدلو مخنيوی وکړ. له فرانسې سره د روسيې له يو ځای کېدلو څخه د مخنيوي په هڅه کې، بسمارک (Bismark) په ۱۸۸۷ ز کال کې له روسيې سره د بيا بيمې يو پټ تړون (Reinsurance Treaty) لاسليک کړ. دې تړون ډاد ورکړل، چې که چېرې جګړه خپرېږي، دواړه ډلې به بې پرې پاتې کېږي. د روسيې او فرانسې تر منځ د اړيکو زياتېدونکې بيا تړلتيا او په ۱۸۸۷ز کال کې د بسمارک له لوري د جرمني له مالي بازار څخه د روسيې اېستنې، په ۱۸۹۰ ز کال کې د ياد تړون د بيا نوي کېدلو مخنيوی وکړ او په دې سره د جرمني او روسيې تر منځ اتحاد پای ته ورسېد. په ۱۸۹۰ کې په زور د بسمارک له استعفا څخه وروسته ځوان Kaiser Wilhelm د Welpolitik (نړيوال سياست) امپرياليستي دوره تنظيم کړه، چې په نړۍ کې د سترواکۍ اغېز او پر نړۍ يې اداره زياته کړي. . [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د فرنسې او روسيې اتحاد سمول

روسيې د ټولو شپږو اروپايي ځواکونو د انساني ځواک تر ټولو خورا پراخه زېرمې لرلې، مګر په اقتصادي ډول خورا وروسته پاتې وه. روسيې د جرمني په اړه د فرانسې اندېښنې ګډې کړې. وروسته له  هغې چې جرمنيانو له عثمانيانو څخه د مرستې غوښتنه وکړه او له برتانيې سره يو ځای يې د سمندري ځواکونو د قوماند Limpus تر مشرۍ لاندې د عثماني لښکر بيا برابرول پيل کړل، روسيه ووېرېدله چې دوی به د دردانيل Dardanelles واک تر لاسه کړي. دردانيل تنګی د سوداګرۍ يوه مهمه ارتباطي لاره ده، چې د روسيې د صادراتو دوه پر پينځمه لېږدوي. [۱۰]

له اتريش-هنګري سره په بالکانونو کې د نفوذ سيمې پر سر هم د روسيې وروستی مخالفت و او وروسته له هغې چې د بيمې تړون (Reinsurance Treaty) په ۱۸۹۰ کې بيا ځل نوی نه شو؛ روسي مشرانو د هېواد په سياسي ګوښه کېدنه کې د ګواښ احساس وکړ او په ۱۸۹۴ ز کال کې د فرانسې او روسيې اتحاد سره يو ځای شوه. [۱۱][۱۲]

فرانسې له روسيې سره د فرانسوي-روسي اتحاد په تصويبولو سره پياوړې ملګرتيا رامنځته کړه. د دواړو هېوادونو تر منځ ياد اتحاد د درې ګوني اتحاد پر وړاندې د يو پياوړي مخالف يا سيال په توګه جوړ شوی و. د فرانسې اصلي اندېښنې د جرمنې د بريد پر وړاندې ځان خوندي کول او د Alsace-Lorraine بيا تر لاسه کول وې.

درې ګونی صميميت سمول

د ۱۹ پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې برتانيې له هېواده د باندې د خپلې لويې سترواکۍ پر ساتنه باندې په خپل لومړني تمرکز سره؛ خپل سياست «پرتمين بېلوالي» ته ادامه ورکړه. که څه هم د ۱۹۰۰ ز لسيزې په لومړيو کې د جرمني ګواښ په ناڅاپي ډول زيات شو او برتانيې فکر وکړ، چې متحدينو ته اړتيا لري. لندين لرلين ته وړانديزونه وکړل، چې پر وړاندې يې غبرګون ورنکړل شو، نو لندن يې پر ځای پاريس او سنټ پيټرزبرګ ته مخه وکړه.

په ۱۹۰۴ ز کې انګليستان او فرانسې د تړونونو يوه لړۍ لاسليک کړه، چې له ډلې يې د درې ګوني ملګرتيا تړون زياتره د استعماري شخړو د حل په موخه و. دې د بریتانوي پرتمين بېلوالي د پای زېری ورکړ. فرانسې او انګليستان په ۱۹۰۴ ز کال په شمالي افريقا کې د نفوذ سيمو په اړه د درې ګوني ملګرتيا پينځه بېلابېل تړونونه لاسليک کړل. وروسته د Tangier کړکېچ د دواړو هېوادونو تر منځ د څرګند جرمني د پراختيا پلوۍ څخه د دوی د دوه اړخيزې وېرې [پر وړاندې] ګډه مرسته وهڅوله. [۱۳]

جرمني سره سمندري سيالي سمول

انګليستان چې په دوديز ډول يې د سمندرونو واک درلود، په ۱۹۰۹ ز کال کې يې جرمني سمندري ځواک د خپل شاهي سمندري ځواک پر وړاندې يو سخت ګواښ وګڼه. انګليستان د لويې جنګي بېړۍ د ټيکنالوژۍ په برخه کې مخکې و او په يوې سترې جوړښتي خپرونې سره يې ځواب ورکړ. دوی يو شاهي سمندري ځواک جوړ کړ، چې جرمني يې هيڅکله سيالي نه شوه کولی. انګليستان د ۱۹۱۲ په فبروري کې برلين ته د جګړې وزير Lord Haldane واستوه، چې د انګليستان او جرمني د ګډو سمندري لښکرو له سيالۍ څخه راپيدا شوی اختلاف لږ کړي. ياد ماموريت ځکه بې پايلې و، چې جرمنيانو له برتانوي ژمنې سره د «سمندري رخصتي» د يو ځا کولو هڅه وکړه. د دوی موخه بې پرې پاتې کېدل وو؛ يانې دا چې که چېرې جرمني جګړه کې بوختېدلو ته اړ شي، نو څوک به ورته بريدګر يا تېری کوونکی ونه شي ويلی. Zara Steiner وايي: «دې ښايي د درې ګونو د ټول نظام د پرېښودلو معنا لرله، چې د تېرو شپږو کالونو پر مهال په خورا پاملرنې سره پالل شوې وه. د جرمني تېري د ډار د مخالفت په موخه هيڅ جرمني امتياز نه و. په اړين ډول، انګليستان له هر هغه هېواد سره د يو ځای کېدلو حق وساته، چې پر جرمني بريد کوي؛ ان که جرمني يوه جګړه پيل نه کړي نو خبرې اترې به له ناکامۍ سره مخ کړي. د الماني تاريخپوه Dirk Bonker په وينا: «د ډاډمن اوسېدلو په موخه د سمندري سيالۍ په له وخته پرېکړه شوې وه؛ سياسي مشرانو او ديپلوماتو د يوې مسئلې په توګه د دې په يوه ډله کې راوړل زده کړې وو او دا په ۱۹۱۴ کې جګړې لپاره د پرېکړې سبب نه شو. مګر سمندري سيالۍ په دې ډول د دوه اړخيزې دښمنۍ او بې باورۍ فضا رامنځته کړه، چې د سوله ايزې ديپلوماسۍ [سیاسي اړيکو] او د ګډو ګټو عمومي پېژندنې لپاره فضا راونغاړله او په اروپا کې يې جګړې ته د غځېدلي سړک په برابرولو کې مرسته وکړه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

درې ګونی تړون سمول

درې ګونی تړون د درې ګوني اتحاد او د فرانسې او روسيې تر منځ اتحاد په خلاف د دوه اړخيزې دفاع يو اتحاد نه و؛ نو د همدې له امله برتانيه په ۱۹۱۴ کې د خپل بانديني سياست پرېکړو کولو کې خپلواکه وه. لکه د برتانيې د باندينو چارو د ادارې چارواکي Eyre Crow ياداښت کړل: «بنسټيز حقيقت په يقيني ډول دا دی، چې درې ګونی تړون يو اتحاد نه دی. د وروستيو بېړنيو حالتونو د موخو لپاره ښايي وموندل شي، چې دا تړون هيڅکله کومه ماده نه لري. د درې ګوني تړون لپاره د عمومي سياست نظريه د فکر له يو چوکاټ څخه پرته نور هيڅ نه دي، چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو له لوري ګډ شوي دي، مګر ښايي دومره ناڅرګند اوسي يا شي، چې ټوله اصلي معنا له لاسه ورکړي. [۱۸]

د انګليستان او روسيې تر منځ کنوانسيون سمول

روسيې په وروستيو کې له جاپان سره سپکوونکې جګړه بايللې وه، چې همدا د ۱۹۰۵ ز کال روسي اوښتون يو سبب او د قانوني پاچاهۍ يوه روښانه اړونه وه. که څه هم دا له جاپان سره د جګړې پر مهال د بې ګټې په توګه درک شوی و، مګر ياد اتحاد د درې ګوني اتحاد د ګواښ د غبرګون په موخه په اروپايي لوبه کې ارزښتناک و. Tomaszewski د درې ګوني اړيکې بشپړتيا د ۱۹۰۸ز کال څخه تر ۱۹۱۴ ز کال پورې دورې پر مهال؛ د روسي ليد لوري له مخې د پوهېدنې له يو داسې خوځند ټولګې څخه د ودې په توګه تشرېح کوي، چې د بېلابېلو کړکېچونو پر وړاندې ودرېده او د لومړۍ نړيوالې جګړې له پيل څخه وروسته په بشپړ ډول د يو عيار اتحاد په توګه راښکاره شو. [۱۹]

په ۱۹۰۷ ز کال کې د انګليستان او روسيې تر منځ تړون ومنل شو، چې هڅه يې وکړه د پروس، افغانستان او تبت او په مرکزي اسيا کې د دوی د سيالۍ په اړه (چې د سترې لوبې يا Great Game کنيه نوم يې ورکړی و) اوږد مهاله شخړې حل کړي او د بغداد د اورګاډي د ليکې په اړه يې د انګليستان وېرې په ګوته کړې، چې ښايي يادې ليکې په نږدې ختيځ کې د جرمني پراختيا سره مرسته وکړي. [۲۰]

تړون په فعاليت کې سمول

د تړون اوسېدلو راتګ په اړين ډول د دوه مخالفو بلاکونو تر منځ يو تل پاتې وېش پر ځای نه کړ او حالت د بدلون وړ پاتې شو. د اروپا د ستر ځواک له دوه مرکزونو سره د روسيې يو ځاې کېدنه په دواړو اړخونو کې جنجالي يا د بحث موضوع وه. زياتو روسي محافظه کارانو نامذهبي فرانسه باندې باور ونه کړ او د بریتانيې له تېرو ديپلوماتيکي تمرينونو څځه يې وغوښتل، چې په نږدې ختيځ کې د روسيې د نفوذ مخه ونيسي. نامتو او فرانسوي او برتانوي ژورنالېستانو، علمي هستيو او قانون ايښودونکو تزار پلوی ارتجاعي نظام بې خونده وباله. بې باورۍ د برتانوي او فرانسوي سياستپوهانو له لورې د هوساينې په څرګندولو سره؛ ان د جګړې په وخت کې ټينګار وکړ. دا هغه مهال و چې تزار Nicholas II له واک څخه لاس واخيست او په ۱۹۱۷ ز کال کې د فبروري له اوښتون څخه وروسته يې روسي لنډ مهاله حکومت (Russian Provisional Government) ځايناستی شو. Romanoves لپاره د سياسي پناه يو وړانديز د عمومي غبرګون د وېرې له امله د بریتانوي پاچا له لوري نه و منل شوی. همدارنګه فرانسې هېڅکله هم په معزول شوي تزار سره د پناه موضوع نه ده لويه کړې. [۲۱][۲۲]

سرچينې سمول

  1. Ewen W. Edwards, "The Far Eastern Agreements of 1907." Journal of Modern History 26.4 (1954): 340-355. online
  2. Robert Gildea, Barricades and Borders: Europe 1800–1914 (3rd ed. 2003) ch 15
  3. کينډۍ:Cite report
  4. Edgar Feuchtwanger, Imperial Germany 1850–1918 (2002). p 216.
  5. Gildea 2003, p. 237.
  6. Ruth Henig, The Origins of the First World War (2002), p.3.
  7. Norman Rich, Great power diplomacy, 1814–1914 (1992) pp 244–62
  8. Christopher Clark, Kaiser Wilhelm II (2000) pp 35–47
  9. John C.G. Wilhelm II: The Kaiser's personal monarchy, 1888–1900 (2004).
  10. Fiona K. Tomaszewski, A Great Russia: Russia and the Triple Entente, 1905 to 1914 (2002)
  11. "Reinsurance Treaty - Germany-Russia [1887]". Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. George Frost Kennan, The fateful Alliance: France, Russia, and the coming of the First World War (1984)
  13. Christopher Clark, The Sleepwalkers: How Europe went to war in 1914 (2012), pp. 124–35, 190–96, 293–313, 438–42, 498–505.
  14. Zara S. Steiner, Britain and the origins of the First World War (1977) p 95.
  15. Christopher Clark, The Sleepwalkers (2012) pp 318-19.
  16. John H. Maurer, "The Anglo-German naval rivalry and informal arms control, 1912-1914." Journal of Conflict Resolution 36.2 (1992): 284-308.
  17. Bönker, Dirk (2015). "Naval Race between Germany & Great Britain, 1898-1912". International Encyclopedia of the First World War. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Hamilton, K.A. (1977). "Great Britain and France, 1911–1914". In Hinsley, F.H. (المحرر). British Foreign Policy Under Sir Edward Grey. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 324. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-21347-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Fiona K. Tomaszewski (2002). A Great Russia: Russia and the Triple Entente, 1905-1914. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼي 19–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-97366-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Edward Ingram, "Great Britain's Great Game: An Introduction" International History Review 2#2 pp. 160–171 online
  21. Gareth Russell (2014). The Emperors: How Europe's Rulers Were Destroyed by the First World War. Amberley. د کتاب پاڼي 164–165. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781445634395. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Keiger 1983، ص. 87.