درېيمه نړيواله جګړه

World War III يا درېيمه نړيواله جګړه چې زياتره د WWIII يا WW3 په توګه لنډول کېږي، د لومړۍ او دويمې نړيوالو جګړو څخه وروسته يوې انګېرل شوې درېيمې نړيوالې پراخه کچه نظامي شخړې ته ورکړل شوي نومونه دي. ياده اصطلاح لږ تر لږه د ۱۹۴۱ز کال له لومړيو راهيسې کارول کېږي. ځيني [پوهان] د درېيمې نړيوالې جګړې اصطلاح په ناتړلي ډول ټاکلو يا يو څه کوچنيو شخړو لکه سړې جګړې يا د سيمې پر سر شخړو ته کارول کېږی. د يادو پوهانو خلاف ځيني نور ادعا کوي، چې دا ډول شخړه ښايي په پراختيا او ويجاړونکي اغېز کې له نړيوالو جګړو څخه مخکې وي. [۱][۲][۳]

د دويمې نړيوالې جګړې پای ته نږدې د هستوي وسلو د پرمختګ او کارونې او د زياتو هېوادونو له لورې يې د وروستۍ لاسته راوړنې او خپرونې له امله؛ د هستوي الهام شونی ګواښ د درېيمې نړيوالې جګړې په اړه په ګومانونو کې يوه عامه موضوع ده، چې د ځمکې د مدنيت او ژوند د پراخه ويجاړونې سبب کېږي. يوه بله بنسټيزه اندېښنه دا ده، چې بيولوژيکي جګړه د زياتو زیانونو سبب کېدلی شي. ياده جګړه په ارادي ډول يا پاملرنې سره د يو بيولوژيکي عامل په ناڅاپي خوشې کولو، د يو عامل په ارث کې د تمې خلاف بدلون يا له کارونې څخه وروسته له نورو نوعو سره يې د سمون په واسطه پېښېدلی شي. د ويجاړۍ په موخه د پرمختللې تيکنالوژۍ د کارونې له امله لکه دا ډول د پراخه کچې کتابي؟ پېښې؛ کولی شي د ځمکې سطحه د استوګنې نا وړ کړي.

په ۱۹۳۹ ز کلونه) کې د دويمې نړيوالې جګړې له پيل څخه مخکې د لومړۍ نړيوالې جګړې (۱۹۱۸-۱۹۱۴ز کلونه) په اړه باور و، چې د [ټولو] جګړو پای ته رسوونکې جګړه به وي. په عام ډول باور و، چې د دا ډول پراخې نړيوالې جګړې شونتيا بيا ځل هيڅکله نه شي کېدلی. د جګړې د دوام د دورې پر مهال لومړۍ نړيواله جګړه په عمومي ډول د «سترې جګړې» په نوم يادېده. د دويمې نړيوالې جګړې پيل هغه هيله ناسمه ثابته کړه، چې انسانيت ښايي د پراخه نړيوالو جګړو لپاره اړتيا له اندازې څخه زياته غټه کړې وي. [۴]

په ۱۹۴۵ کې د سړې جګړې په راتګ او شوروي اتحاد ته د هستوي وسلو د ټيکنالوژۍ په خپرېدنې سره د درېيمې نړيوالې جګړې شونتيا زياته د منلو وړ شوه. د سړې جګړې د کالونو پر مهال په زياتو هېوادونو کې د نظامي او ملکي چارواکو له لوري د يوې درېيمې نړيوالې جګړې د شونتيا تمه شوې او پلان شوې وه. کيسې [د جګړې] له معمولي جګړې څخه تر ټاکلې يا بشپړې هستوي جګړې پورې د لړۍ په ډول برابرې شوې. د سړې جګړې په لوړوالي [اوج] کې په دوه اړخيز ډول د ډاډمنې ويجاړتيا (mutually assured destruction:MAD) اصولو وده کړې وه. دې اصولو روښانه کړه چې يو بشپړ هستوي ټکر به په جګړه کې ښکېل ټول دولتونه ويجاړ کړي. د انساني سيالۍ بشپړه شونې ويجاړتيا ښايي د دې ډول کيسې په مخنيوي کې د امريکايي او شوروي د دواړو مشرانو وړتيا کې مرسته کړې وي.

ټايم مجله (Time magazine) سمول

ټايم مجله که «د درېيمې نړيوالې جګړې» د اصطلاح رامنځته کوونکې نه ده، خو لومړنۍ منونکې يې ده. د يادې اصطلاح لومړنۍ کارونه د ټايم مجلې د ۱۹۴۱ ز کال د نومبر د درېيمې نېټې مسئله کې د «ملي چارو» تر برخې لاندې راښکاره شوه او د نازي کډوال Dr. Hermann Rauschning په اړه يې «درېيمه نړيواله جګړه» سرليک ورکړ، چې نوی متحده ايالتونو ته راغلی و. يادې مجلې د ۱۹۴۳ ز کال د مارچ د ۲۲ نېټې ګڼه کې د «باندينيو خبرونو» تر برخې لاندې د متحده ايالتونو د هغه وخت د مرستيال ولسمشر Henry A. Wellace بيانيو ته په پام سره، ورته سرليک (درېيمه نړيواله جګړه.) بيا وکاروه. د مرستيال ولسمشر بيانيې دا وې: «موږ بايد په ۱۹۴۳ يا ۱۹۴۴ ز کال کې يو څه وخت پرېکړه وکړو، چې ايا د درېيمې نړيوالې جګړې تخمونه وکرو که نه». ټايم مجلې د پاتې لسيزې لپاره ځيني مسئلو ته د درېيمې نړيوالې جګړې نوم ورکولو يا يې په کيسو کې يادولو (او مخ پر وړاندې: ۱۹۴۴، ۱۹۴۵، ۱۹۴۶ز کال  (بکتریايي جګړه)، ۱۹۴۷ او(  ۱۹۴۸ ز کال) ته ادامه ورکړه. ټايم د دې اصطلاح پر کارونې ټينګار کوي. د بېلګې په ډول: د ۲۰۱۵ زکال د «دا هغه څه دي، چې درېيمه نړيواله به يې په شان ښکاره شي) په سرليک د يو کتاب په کتنه کې. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

نظامي پلانونه سمول

نظامي پلان جوړونکي د جګړې د لوبې بېلابېلې کيسې دي، چې د سړې جګړې د لومړيو ورځو له راهيسې د تر ټولو خراب حالت لپاره چمتووالی نيسي. د دې پلانونو له ډلې ځيني يې اوس له کاره لوېدلي او په اړخيز او بشپړ ډول نا ډلبندي شوي دي.

له اټکله لرې عمليات سمول

د بریتانيې لومړی وزير وينسټن چرچېل (Winston Churchill) اندېښمن و، چې د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې په مرکزي او ختيځه اروپا کې د ګڼ شمېر شوروي سور لښکر خپاره شوي ځواکونه او د شوروي مشر Joseph Stalin بې باوري د لويديځې اروپا لپاره سخت ګواښ و. د ۱۹۴۵ ز کال له اپريل څخه تر می پورې بریتانوي وسله والو ځواکونو له اټکله لرې عمليات (Operation Unthinkable) رامنځته کړه، چې فکر کېږي د درېيمې نړيوالې جګړې لومړۍ سناريو يا کيسه ده. د عملياتو لومړنۍ موخه پر روسيې باندې د متحده ايالتونو او برتانوي سترواکۍ خوښه تحميلول وه. ذکر شوی پلان د برتاتوي کمېټې د دفتر رئيس له لوري په نظامي ډول د ناشوني پلان په توګه رد شو. [۱۶][۱۷]

په لويديځ اروپايي سمول

Operation Dropshot په لويديځ اروپايي او اسيايي لوبو کې له شوروي اتحاد سره د شوني هستوي او معمولي جګړې لپاره د متحده ايالتونو د ۱۹۵۰ ز کال لسيزې د ناڅاپي يا شونې پېښې پلان و. که څه هم سناريو له هستوي وسلو څخه ګټه اخيستنه رامنځته کړه، مګر د يوې پرېکنده ونډې لوبولو تمه ترېنه ونه شوه.

په هغه وخت کې د متحده ايالتونو د هستوي وسلو جوړولو او ساتلو ځای د اندازې له مخې ټاکلی و، چې زياتره يې د هېواد دننه وو او د لېږد لپاره يې په بم غورځونکو باندې تکيه کوله. Dropshopt د ماموريت پېژنيالونه (پروفايلونه) راونغاړل، چې په ۱۰۰ ښارونو او ښارګوټو کې په يو ګوزار سره د شوروي اتحاد د ٪۸۵ صنعتي ځواک د له منځه وړلو په موخه به يې په ۲۰۰ نښو کې ۳۰۰ هستوي بمونه او ۲۹۰۰۰ لوړ چاودېدونکي بمونه کارولي وي. د ۳۰۰ هستوي وسلو له ډلې څخه د ۷۵ او ۱۰۰ تر منځ وسلو پر ځمکه باندې د شوروي د جنګي الوتکې د ويجاړولو په موخه په نښه شوې وې.

ياده کيسه د لويې وچې دننه توغېدونکو راکټونو له پرمختګ څخه مخکې رامنځته شوې وه. دا کيسه له هغه وخته هم مخکې رامنځته شوې وه، چې د متحده ايالتونو ولسمشر John F. Kennedy او د نوموړي د دفاع وزير Robert McNamara د متحده ايالتونو د هستوي جګړې پلان له «ښار وژنې» د ارزښت خلاف [ضد] ګوزار پلان څخه د «ځواک خلاف» پلان (زیاتره يې نظامي ځواکونه په نښه کړل) ته بدل کړ. په دې وخت کې هستوي وسلې کافي کره [دقيق] نه وې، چې ورسره د ګاونډ ښار له ويجاړونې پرته يوه سمندري هډه باندې په نښه کړي، نو له کارونې څخه يې موخه دا وه، چې د دښمن صنعتي ظرفيت ویجاړ او له مخې يې د ياد هېواد د جګړې اقتصاد معيوب [کمزوری] کړي.

Grand Slam، Longstep او Mainbrace تمرينونه سمول

د ۱۹۹۵۰ ز کال په جنوري کې د شمالي اتلانتيک شورا د ناټو د ځای نيونې نظامي تګلاره تاييد کړه. د ناټو نظامي پلان جوړونې د ۱۹۵۰ ز لسيزې په لومړيو کې د کوريا د جګړې له پيل څخه وروسته ټينګه غوښتنه وکړه او ناټو يې وهڅوله چې د تېري د مخنيوي او لويديځې اروپا د دفاع د ډاډمنولو په موخه تر يو متمرکز امر لاندې يو مناسب فوځ جوړ کړي. د ۱۹۵۱ ز کال، د اپرېل پر دويمه د متحده ايالتونو د پوځ د جنرال Dwight D. Eisenhower تر لارښوونې لاندې د متحد امر اروپا (Allied Command Europe) رامنځته شوه. د لوېديځې اتحاديې د دفاع سازمان وار له مخه د تمرين رښتيا (Exercise Verity) تر سره کړې وه، چې د ۱۹۴۹ ز کال يو ګڼ اړخيز تمرين و، چې شمندي هوايي بريدونه او د اوبتل بريدونه يې رانغاړل. [۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې سمول

  1. The New Quotable Einstein. Alice Calaprice (2005), p. 173.
  2. (په 2022-03-15 باندې). Opinion | This Is How World War III Begins. The New York Times.
  3. Soros, George (2022-03-11). "Vladimir Putin and the Risk of World War III | by George Soros". Project Syndicate (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Safire, William (2008). Safire's Political Dictionary. Oxford University Press US. د کتاب پاڼي 792–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-534334-2. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Foreign News: World War III?". Time. 3 November 1941. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Foreign News: World War III?". Time. 22 March 1943. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "International: Or Else?". Time. 15 February 1943. مؤرشف من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Germany: For World War III". Time. 5 June 1944. مؤرشف من الأصل في ۱۸ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Science: World War III Preview?". Time. 10 July 1944. مؤرشف من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Letters, Oct. 1, 1945". Time. 1 October 1945. مؤرشف من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Policies & Principles: Morgenthau's Hope". Time. 15 October 1945. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Science: World War III Preview". Time. 25 March 1946. مؤرشف من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Medicine: Germs for World War III?". Time. 29 December 1947. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Medicine: Germs for World War III?". Time. 29 December 1947. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Security: This Is What World War III Will Look Like". Time. 30 June 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. کينډۍ:In lang Jonathan Walker (2013). Operation Unthinkable: The Third World War. The History Press. د کتاب پاڼې 192. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7524-8718-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. British War Cabinet, Joint Planning Staff, Public Record Office, CAB 120/691/109040 / 002 (11 August 1945). "Operation Unthinkable: 'Russia: Threat to Western Civilization'". Department of History, Northeastern University. د اصلي (online photocopy) آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  18. Lord Ismay. "Chapter 3 – The Pace Quickens". NATO the first five years 1949–1954. NATO. مؤرشف من الأصل في ۱۳ مارچ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Chapter 4 – The Pace Quickens". NATO the first five years 1949–1954. NATO. مؤرشف من الأصل في ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. X (July 1947). "The Sources of Soviet Conduct" . Foreign Affairs. 25 (4): 575–576. doi:10.2307/20030065. ISSN 0015-7120. JSTOR 20030065. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)