دریمه راناوالونا
دریمه راناوالونا (زوکړه: د ۱۸۶۱ زکال د نومبر ۲۲مه – مړینه: د ۱۹۱۷ زکال د مۍ ۲۳مه) د ماداګاسکار د پاچاهۍ وروستۍ واکمنه وه. هغې د ۱۸۸۳ زکال د جولای له ۳۰مې نېټې څخه د ۱۸۹۷ زکال د فبروري تر ۲۸مې نېټې پورې په هغه دوره کې واکمني وکړه چې د فرانسې د دولت د استعماري طرحو پر وړاندې د ماداګاسکار د بې پایلو هڅو پر مټ مشخصه کېږي. د یوې ځوانې مېرمنې په توګه نوموړې د ملکې دویمې راناوالونا له مړینې وروسته د څو آندریانا مېرمنو ترمنځ د هغې ځای ناستې وټاکل شوه. د پخوانیو دواړو ملکو په څېر هغې هم د آزادو اشرافي مخکښانو د کورنۍ له غړي رینیلیاروني سره سیاسي واده وکړ چې د لومړي وزیر په توګه یې د هغې د حکومتولۍ ورځنۍ چارې څارلې او بهرنۍ اړیکې یې تنظیم کولې. راناوالونا هڅه وکړه د خپل سلطنت پر مهال له بهرنیو ځواکمنو هېوادونو سره د سوداګریزو او دیپلماتیکو اړیکو په پراختیا له استعمار مخه ونیسي، خو له دې سره هم فرانسې د هغو په سواحلي ښارونو برید وکړ او د ۱۸۹۵ زکال پر مهال یې په انتاناناریوو کې سلطنتي ماڼۍ ونیوله، همدا و چې د هغې سلطنت او د دغې پاچاهۍ څو سوه کلنې سیاسي خودمختارۍ ته یې پای ټکی کېښود.
په پیل کې راناوالونا او درباریانو یې اجازه ومونده چې د سمبولیکو څېرو په توګه پاتې شي، خو د منلامبا وګړیز مقاومت په ترسره کېدو او همدارنګه په دربار کې د فرانسې ضد سیاسي دسایسو په کشف سره فرانسویانو نوموړې په ۱۸۹۷ زکال کې رئونیون ته تبعید کړه. رینیلیاروني همدغه کال ومړ او رناوالونا د خپلې کورنۍ له څو نورو غړو سره په الجزایر کې یوې ویلا ته کډه شول. ملکې، د هغې کورنۍ او خادمانو د فرانسویانو له اړخه مالي مرسته ترلاسه کوله چې د معیاري ژوند لپاره یې ورته کفایت کاوه او همدارنګه یې کولای شو د هغو پر مټ کله کله پاریس ته هم چکر ووهي. ورته مهال د مکررو غوښتنو سربېره ورته اجازه ورنکړل شوه، ماداګاسکار ته ستنه شي. نوموړې په ۱۹۱۷ زکال کې د ۵۵ کلنۍ په عمر په الجزایر کې د امبولي ناروغۍ له امله په خپل کور کې مړه شوه. د هغې مړی په الجزایر کې خښ کړای شو، خو ۲۱ کاله وروسته یې مړی راوویستل شو او ماداګاسکار ته ولېږل شو او هلته د انتاناناریوو په مقبره کې د ملکې رازوهیرینا د قبر څنګ ته خښه کړای شوه.
لومړني کلونه
سمولدریمه راناوالونا د اندریانتسیمیانترا او د هغې د مېرمنې او تره لور شهزادګۍ راکټاکا لور وه چې د ۱۸۶۱ زکال د نومبر په ۲۲مه نېټه د انتاناناریوو څخه بهر د مانژاکازافي په امپارابیه لرې پراته کلي کې د رازافیندراهتي په نامه وزیږېده. د ملکې دویمې راناوالونا د خورځې او همدارنګه د پاچا اندریانامپوینیمرینا د لمسۍ په توګه د هغې اصل او نسب لامل وګرځېد چې نوموړې د ماداګاسکار د پاچاهۍ د وراثت په شرایطو برابره شي. پلار او مور یې د دغه نوي زېږېدلي ماشوم سرپرستي د خپلې کورنۍ غلامې ته وسپارله. [۱][۲][۳][۴]
هغه مهال چې نوموړې په کافي کچه لویه او د ښوونځي په عمر برابره شوه؛ پالنه یې خاله، ملکې دویمې راناوالونا پر غاړه واخیسته او هغه یې د لندن د تبلیغي ټولنې ښوونکو ته وسپارله څو همالته په خصوصي بڼه زده کړې وکړي. نوموړې د هڅه کوونکې او ځیرکې ماشومې په توګه وستایل شوه چې د بایبل له لوستلو سره یې شدیده لېوالتیا لرله او همدارنګه یې له خپلو ښوونکو سره له مینې ډکې اړیکې ټینګې کړې. هغې د نوې ځوانۍ پر مهال د امباتوناکانګا په ښوونځي کې زده کړې وکړې چې د نجونو لپاره د یادې ټولنې اصلي ښوونځی و. د ۱۸۷۴ زکال د اپریل میاشتې په ۵مه نېټه ورته په امبوهیمانګا کې د یوې پروتستانتې په توګه د تعمید غسل ورکړل شو. د هغې ښوونکو په دوامداره توګه هغه د نورو تکړه زده کوونکو ترمنځ زیاته لایقه بلله. [۵][۶]
رازفیندراهتي په ځوانۍ کې له اشرافي راتریمو (راتریموآریوني) سره واده وکړ. د هغې مېړه څو کاله وروسته د ۱۸۸۳ زکال د مۍ په اتمه نېټه د ۲۲ کلونو په عمر مړ شو او له امله یې دا په ځوانۍ کې کونډه شوه. ګنګوسې داسې وې چې لومړي وزیر رینیلیاروني کېدای شي د سیاسي لاملونو له امله نوموړی مسموم کړی وي. د ۱۸۶۳ زکال ارستوکراتیک انقلاب چې د رینیلیاروني د مشر ورور، لومړي وزیر رینووینوناهیترونوني له خوا تنظیم شوی و مطلقه اشرافي حکومت یې په مشروطه سلطنت تبدیل کړ او له مخې یې واک د اشرافي پاچا او آزاد لومړي وزیر ترمنځ ویشل کېده. هغه لار برابره کړه چې د لومړي وزیر او حاکمې ملکې ترمنځ چې په عملي بڼه د ده له خوا ټاکل شوې وه واده وشي. هغه مهال چې د ملکې دویمې راناوالونا د مړینې مهال په رانږدې کېدو و او د هغې د ځای ناستې د موندلو لټون پیل شو، رینیلیاروني کېدای شي په قصدي بڼه تریمو مسموم کړی وي، ځکه چې رازافیندراهتي د هغې په شرایطو برابره ځای ناستې وه او همدارنګه باید د لومړي وزیر سره د واده په موخه آزاده وي. [۷]
واکمني
سمولدریمه راناوالونا د خپلې مخکښې ملکې دویمې راناوالونا له مړینې وروسته د ۱۸۸۳ زکال د جولای په ۱۳مه نېټه نوې ملکه اعلان شوه چې په دې سره یې په انتاناناریوو کې د رووا سلطنتي استوګنځای دننه یوه لرګین کور ته کډه وکړه. د تاج پر سر کولو مراسم د ۱۸۸۳ زکال د نومبر په ۲۲مه نېټه د دې د ۲۲ کلنۍ په عمر انتاناناریوو ته څېرمه په ماهاماسینا کې ترسره شول چېرې چې نوموړې ته «د خدای په رحم او د خلکو په اراده د اعلیحضرتې دریمې راناوالونا، د ماداګاسکار د ملکې او همدارنګه د دغه هېواد او قوانینو د ساتونکې» لقب ورکړل شو. هغې د دود ماتولو په موخه د تاج اېښودو په مراسمو کې د پلازمینې له ښوونځیو څخه د غوره ۵۰۰ هلکانو او ۴۰۰ نجونو زده کوونکو څخه د سرتېرو په نامه یوه ډله جوړه کړه. نجونو سپینې جامې اغوستې وې په داسې حال کې چې هلکانو بیا د سرتېرو یونیفورم اغوستی و او په نیزې باندې یې سنتي پوځي تمرینات ترسره کول. خپله راناوالونا سپینې وریښمني جامې اغوستې او تاج یې پر سر اېښې و چې په جامو کې یې سرو پټیو شتون درلود او طلایي تزئینات یې لرل. امریکايي مطبوعاتو ملکه داسې توصیف کړه: «هغې له معمولې کچې لږ لوړ قد درلود، ظریفې ځانګړنې یې لرلې، د مخ رنګ یې د نورو عادي وګړو څخه لږ تور و. په داسې حال کې چې په بشپړه توګه وارخطا ښکارېده خو په سمه توګه یې د خپلو دغو درباري مسئولیتونو مشري وکړه». اوس مهال د بریتانیا په موزیم کې راناوالونا ته اړونده یوه لس سنټي سکه شتون لري چې په ۱۸۸۳ زکال کې ضرب/وهل شوې ده. [۸][۹][۱۰]
هغې د خپلو دوه مخکښو ملکو په څېر له لومړي وزیر رینیلیاروني سره سیاسي واده وکړ. په دولت کې د دغې ځوانې ملکې رول نږدې په بشپړه توګه تشریفاتي بڼه لرله ځکه ټولې مهمې سیاسي پرېکړې د هغه د پاخه عمر لرونکي او باتجربه لومړي وزیر له خوا کېدلې. رینیلیاروني به هم نوموړې په یو لړ عامه غونډو کې د خپل ځان په استازیتوب وینا ته رابلله او همدارنګه به یې د ایسواویناندریانا روغتون او همدارنګه امبودین اندوهلو په نامه د نجونو د ښوونځي په څېر د عامه ودانیو په پرانیست غونډو کې ګډون کاوه. د هغې د واکمنۍ پر مهال عمه یې، رامیسیندرازانا د سلاکارې په توګه رول لوباوه او د هغې په دربار کې یې پام وړ ځایګی درلود. د هغې مشره خور راسندرانارو او د هغې زوی راکاتومنا او لور یې رازافیناندریامانیترا چې له خپلې مور سره په رووا کې اوسېدل د هغې نږدې ملګري وو. هغه مهال یو امریکايي خبریال د دې له ماڼۍ لیدنه وکړه او څرګنده یې کړه چې نوموړې د خپلې بېکارۍ ډېری مهال په دربار کې د خپلو خپلوانو او نورو ښځو سره د کاغذ باد په الوزولو او لوټو لوبې تېروي. همدارنګه یې له اوبدنې، سوزن دوزۍ او کروشنولي ګڼدنو سره علاقه لرله او د خپلو لاسي چارو وروستۍ پروژه به یې آن له ځانه سره د کار په موخه د کابینې غونډو ته هم راوړله. له غوره جامو سره یې ځانګړې مینه لرله او یوازنۍ مالاګاسي حاکمه وه چې د لندن په ځای یې ډیری مهال خپلې جامې له پاریسه راوړلې. هغې فرانسوی شعبده باز ماریوس کازنوو ماداګاسکار ته راوباله څو په دربار کې یې نندارې ترسره کړي. د راپورونو له مخې ملکې او کازنوو عاشقانه اړیکه جوړه کړه او هغه د دې په دربار کې د فرانسې په ګټه د اطلاعاتو په راغونډولو او همدارنګه د فرانسې د نفوذ د پراختیا لپاره کار کاوه. [۱۱][۱۲][۱۳]
سرچينې
سمول- ↑ Fouque, Antoinette; Calle-Gruber, Mireille; Didier, Béatrice (2013). Le Dictionnaire universel des Créatrices. Éditions des Femmes. p. 14009. ISBN 978-2-7210-0631-8.
- ↑ Trotter Matthews 1904, p. 243.
- ↑ Titcomb 1896, pp. 530–542.
- ↑ Stuart Robson 1896, pp. 103–104.
- ↑ Trotter Matthews 1904, p. 243.
- ↑ Stuart Robson 1896, pp. 103–104.
- ↑ Ministère de la marine et des colonies 1884, p. 117.
- ↑ Nativel 2005, p. 112.
- ↑ Stratton 1964, p. 142.
- ↑ "coin | British Museum". The British Museum (in انګليسي). بياځلي په 10 December 2020.
- ↑ Cousins 1895, p. 73.
- ↑ Dousset, Jean-Luc (2018). Commandeur Cazeneuve. Le magicien était un aventurier. Le Puy-en-Velay: Éditions Jeanne d’Arc. ISBN 978-2362620744.
- ↑ Stuart Robson 1896, pp. 103–104.