درک (په لاتیني ژپه کې perceptio  چې د نتیجې اخیستلو یا لاس ته راوړلو په معنی دی) د حسي معلوماتو ترتیب، تشخیص او تفسیر دی تر څو د اخیستل شوو معلوماتو یا چاپېریال څخه پوهه ترلاسه شي.  [۱]

ټول درک له سیګنالونه څخه جوړ شوی چې د عصبي سیسټم له لارې تېرېږي، چې په خپل وار سره د حسي سیستم له فزیکي یا کیمیاوي آخذې څخه لاس ته راځي. د بېلګې په توګه، په لید کې رڼا شامله ده چې د سترګو له شبکیه برخې سره لګېږي؛ بوی د بویایي مالیکولونو په منځګړیتوب حس کېږي او اورېدل د فشار له څپو څخه منځ ته راځي. [۲]

درک یوازې د دې سیګنالونو تابع اخستونکی نه دی، همدارنګه د ترلاسه کوونکي د زده کړې، حافظې، تمې او پاملرنې په بنسټ هم بڼه اخلي. حسي انپوټ هغه بهیر دی چې د ټیټې کچې معلومات د لوړې کچې معلوماتو ته بدلوي (د بېلګې په توګه د شي د پېژندلو لپاره هغه ته بڼه ورکوي). له دې وروسته بهیر د یو شخص سوچ او تمه (یا پوهه)، راستوونکي او ټاکونکي میکانیزمونه (لکه پاملرنه) سره نښلوي چې درک تر اغېز لاندې راولي.  [۳][۴]

درک د عصبي سیستم په پېچلو دندو پورې تړاو لري، خو په موضوعي توګه تر ډېره حده دا کار ساده ښکاري ځکه چې دا پروسس د ارادي پوهې څخه بهر ترسره کېږي. [۵]

د ۱۹ پېړۍ په ترڅ کې د تجربي ارواپوهنې په رامنځ ته کېدو سره، له درک څخه د ارواپوهنې پوهې د ډول ډول تګلارو په ترکیب سره پرمختګ وکړ. رواني فزیکي پوهه د کمیت په بنسټ د حسي انپوټ او د درک د فزیکي ځانګړتیاوو ترمنځ اړیکې تر بحث لاندې نیسي. حسي عصبي علم د عصبي میکانیزم بنسټیزه درک مطالعه کوي. همدارنګه د درک سیستم کېدای شي په محاسبوي توګه، د هغو معلوماتو په بنسټ چې تر پروسیس لاندې یې نیسي، مطالعه شي. په فلسفه کې د درک بحث تر هغه حده شامل دی چې حسي ځانګړتیاوې لکه غږ، بوی یا رنګ د یو شي په حقیقت کې شتون ولري نه د لیدونکي په ذهن کې. [۶][۷]

که څه هم په دودیز ډول حواس د تابع اخیستونکو په توګه لیدل کېدل، د خیالونو او مبهم انځورونو مطالعو ښودلې چې د دماغ ادراکي سیسټمونه په فعاله توګه او د مخه په شعوري توګه هڅه کوي د دوی انډول احساس کړي. اوس هم په دې اړه فعال بحثونه شته چې تر کومه حده د فرضیې ازمایښت یوه فعاله پروسه ده، له ساینس سره ورته والی لري یا دا چې آیا ریښتیني حسي معلومات دومره بډایه دي چې دا پروسه غیر ضروري کړي.[

د دماغ د درک سیستم وګړو ته دا وړتیا ورکوي چې نړۍ په خپله په دوامداره توګه وویني، که څه هم حسي معلومات ډېری نیمګړي او په چټکۍ سره بدلون مومي. د انسان او حیوان مغزونه په سټنډرډ ډول جوړ شوي، خو په بېلابېلو برخو کې ډول ډول حسي معلومات پروسیس کوي. ځینې ​​دا ماډلونه د حسي نقشونو بڼه اخلي، د دماغ د سطحې په اوږدو کې د نړۍ ځینې اړخونه نقشه کوي. دا بېلابېل ماډلونه یو له بل سره تړلي دي او پر یوه بل اغېزه کوي. د بېلګې په توګه، خوند د بوی تر اغېز لاندې راځي. [۸][۹]

پروسه او اصطلاح  پېژندنه سمول

د درک بهیر په ریښتینې نړۍ کې په یوه شي سره پیلېږي چې د لرې پاروونکي (distal stimulus) یا لرې شي په نوم یادېږي. د رڼا، غږ یا بل فزیکي بهیر له لارې، شی د بدن حسي غړي پاروي. دا حسي غړي د انپوټ انرژی عصبی فعالیت ته بدلوی – چې د لېږد (transduction) په نوم یادېږي. د عصبي فعالیت دا لومړنۍ (خامې) بڼې ته نږدې پاروونکي (proximal stimulus) ویل کېږي. دا عصبي څپې وروسته مغز ته لېږدول کېږي او تر پروسیس لاندې نیول کېږي. له لرې پاروونکي څخه را منځ ته شوی ذهني جوړښت د درک په نوم یادېږي. [۱۰][۱۱]

د درک د بهیر د تشرېح لپاره، یو عادي بوټ یوه بېلګه کېدای شي. بوټ پخپله یو لرې پاروونکي شی دی. کله چې د بوټ رڼا سترګې ته ننوځي او د سترګې د شبکیې برخه پاروي، نو دا نږدې پاروونکی دی. د بوټ انځور چې دماغ له خوا جوړېږي، د درک په نوم یادېږي. بله بېلګه یې د تلیفون زنګ کېدای شي. د تلیفون زنګ لرې پاروونکی دی. هغه غږ چې د اورېدو اخیستونکي هڅوي، نږدې پاروونکی دی. د دې په اړه د دماغ تفسیر چې دا "د تلیفون زنګ دی" د درک په نوم یادېږي.  [۱۲]

د حس بېلابېل ډولونه (لکه تودوخه، غږ او خوند) د حسي موډلونو یا حسي پاروونکو په نوم یادېږي.  [۱۳]

سرچينې سمول

  1. Schacter, Daniel (2011). Psychology. Worth Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781429237192. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Goldstein (2009) pp. 5–7
  3. Gregory, Richard. "Perception" in Gregory, Zangwill (1987) pp. 598–601.
  4. Bernstein, Douglas A. (5 March 2010). Essentials of Psychology. Cengage Learning. د کتاب پاڼي 123–124. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-90693-3. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Goldstein (2009) pp. 5–7
  6. Gustav Theodor Fechner. Elemente der Psychophysik. Leipzig 1860.
  7. Gregory, Richard. "Perception" in Gregory, Zangwill (1987) pp. 598–601.
  8. DeVere, Ronald; Calvert, Marjorie (31 August 2010). Navigating Smell and Taste Disorders. Demos Medical Publishing. د کتاب پاڼي 33–37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-932603-96-5. مؤرشف من الأصل في ۰۹ نومبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Deleuze and Guattari, What is Philosophy?, Verso, 1994, p. 163.
  10. Goldstein (2009) pp. 5–7
  11. Pomerantz, James R. (2003): "Perception: Overview". In: Lynn Nadel (Ed.), Encyclopedia of Cognitive Science, Vol. 3, London: Nature Publishing Group, pp. 527–537.
  12. "Sensation and Perception". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Willis, William D.; Coggeshall, Richard E. (31 January 2004). Sensory Mechanisms of the Spinal Cord: Primary afferent neurons and the spinal dorsal horn. Springer. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-306-48033-1. مؤرشف من الأصل في ۰۹ نومبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)