درخانۍ
مېرمن درخانۍ د طاوس خان يوسفزي لور، او د آدم خان محبوبه وه. چې د آدم خان د داستان لويه برخه په دې پښتنې شاعري اړه لري. درخانۍ د آدم خان په عشق كي ډېر تكاليف ليدلي، او يوه وفاداره او د ميني په اور سوې پښتنه وه. دا هم پر آدم خان مينه وه او ډېري عشقي نارې لري، درخانۍ د (950 هـ) په شاوخوا كي ژوندۍ وه او د عشق تورې تيارې يې ليدلي دي.
د دې مېرمني عشقي نارې په پښتنو كي زيات شهرت لري او دلته لاندي يو څو نارې د نمونې په توگه راوړو:
(1)
درخانۍ چې د آدم خان مينه وه، نو د ده په بېلتون كي داسي نارې كوي:
ورانه خلقه ديو،پېري وهلې نه يم
چي د چا خبره نه اورم كڼه يم
آدم خان كوچ وكړ له ما لاړ شو
په آدم پسي په تور لېمه ړنده يم
(2)
درخانۍ چې خپل ديار په انتظار كي ناسته ده، خپله ژړا داسي تصويروي:
په دا نيم پلنگ يم ناسته
دغه نيم پلنگ مي تا و ته پرېښئ
هـر چې ته زلمى رانغلې آدم خانه
د اور بل وېښته مي ژاړي گوښى گوښى
د وصال په شپه چې درخانۍ او د دې محبوب آدم خان سره يوځاى دي، درسته شپه ويښ د ميني او محبت خبري سره كوي، خو دوى نه دي خبر سهار سو _ د درخانۍ د پلار يوې مېږي ناره وكړه، گويا د سهار اعلان يې خپور كړ وگورى چې درخانۍ په څه تاثر ناره پر كوي:
په كومي كي دي خوږ شه اى زما د بابا مېږي!!
سبا نه و، تا سبا كړ، دا شاهي آدم دي ويوست زما له غېږي
د دې مېرمني اشعار ټول ملي او له سپېڅلي ميني ډك دي چې د عامو او ملي پښتنو په خولو كي ډېر او پر ملي لحنو ويل كيږي او زيات شهرت لري. دا مېرمن هم د زمانې له ناوړو پيښو او د خپلوانو د جهل په اثر د ميني قرباني شوې او مرگ يې په ناكامۍ كي دى.
آدم خان تر دې دمخه په جنگ كي مري او دا بيا د خپل محبوب په غم كي مري او له آدم خانه سره يو ځاى ښخيږي.
رحمان بابا د دې مېرمني زحمتونه داسي بيانوي:
درخانۍ په سل غمونو خداى اخته كړه
زه به ولي له تا زار كوم كه گورې