دخاورې تخريب دمخنيوي لپاره دتراسونو نو اهميت

راټولوونکی یوسف خان زيار ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځی پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنې او ځنګلونو څانګه


دخاورى تخريب د ځمکى د مخ يوه هموارونکى او ښويوونکى پروسه ده چه په هغې کى د خاورو او ډبرو ذرات د ځمکى د جاذبى د قوى پواسطه رغړول کيږى . د خاورى تخريب کوم نوې شى ندى او خاورى په تخريب باندى پخوا هم خلک پوهيده ، نژدې (٢٥) کاله مخکى Jeek and white دخاورى دتخريب خطرونه په مفصل ډول تشريح کړل او ددوى نتيجه اخيستنه د زيات شمير څيړونکو لخوا تايد شوه د څمکى او خاوري تخريب اندازه يواڅى د علمى ځيړنو ځخه معلوميداى شى ، هغه څيړنې چه په (١٩٣٤) ع کال کى د امريکا په متحده ايالاتو کى شويدي ښايي چه ټولې (١٦٧) ميلونه هکتاره د کرلووړ ځمکي ځخه (٢٠) ميلونه هکتاره ځمکه بيخى له منځه تللى ده، نوره (٢٠) ميلونه هکتاره څمکه نژدې له منځه تلونکى ده ، (٤٠) ميلونه هکتاره څمکى تر نيمايي زياتي سرنى خاوريTop) (soil ضايع شويده او پاتى (٤٠) ميلونه هکتاره خاوري د ځلورمې برخى زياتى سرنى خاوري له لاسه ورکړى.

د خاورى د تخريب پرابلم سمول

په خاره (Tropical) او نيمه خاره( Sub Tropical) هيوادونو کى ډير سخت او خطرناک دى بوسازا ( Besazza) په (١٩٥٣) ع کال کى وښودله چه افريقا کى د خاورى جيولوژيکى تخريب (Geological Erosion) تل د ډير سخت اقليم او د رودنو دزيات سلوب او چټکوالى له امله ډير زيات دى . نن ورڅ ډيرهيوادونه د خاوري دساتنى خدمتونه او پروګرامونه لرى خودا ډول کوښښونه په حقيقت کى يواڅى د خاورى د تخريب د کميدو لپاره کيږى دخاورى تخريب په ټوله نړى کى تر پخوا نوره هم ناوړه حالت ځانته غوره کړى ، د خاورى د تخريب د مخنيوى لپاره دوه مهم پرابلمونه موجود دي

لمړى : د خاوري په استعمال باندى محدوديت لګول چه د خاوري د تخريب مخنيوى کوى چه په اجتماعى او سياسى ډول خلکو او ملتونو ته د منلو وړندى .دوهم په يوه وږى نړۍ کى د اډي ګران کار وه چه د ضرورى خوراکى موادو پرابلم محدود کړو.

د خاوري د تخريب ډولونه سمول

(Kinds Of Soil Erosion) د خاوري په تخريب کى چى د خاورو اوډبروذرات د ځمکى د جاذبى قوي پواسطه رغړول اويا ړول کيږى، ددغو ذراتو دسستيدو او ماتيدو ډير مهم عوامل باد او اوبه دي، مګر ژوندي موجودات لکه سرخسونه (Mosses) ، تيږى ګل ( Lichens) ا و داسى نور هم د ډبرو د مايتدو او خاوري د تخريب سبب کيداى شى خو د ژونديو موجوداتو مهم تاثير د خاورى دنورو عواملو چټک کول دي نو دخاوري تخريب لاندي دوه ډولونه لري . A – د اوبو پواسطه د خاورى تخريب : او به دخاورى د تخريب ترټولو يواځني مهم عامل دى ، اورښت ، رودونه او ويالي ټول خاوري تخريبوى او د بحيرو او خليجونو څپي د هغوي غاړي تخريبوى ، په وچوسيمو کى کلنې اورښت کم او د اوبو پواسطه د خاورى تخريب هم کم دى، د اځکه چى يو ه کمه اندازه اورښت چه اورى د نباتاتو پواسطه اخستل کيږى، د بلى خوا ډير زيات کلنى اورښت چى تر (١٠٠٠) ملى مترو زيات شى د ګڼو ځنګلونو سبب ګرځى، د ځمکى مخ د نباتاتو پواسطه پوښل کيږى ا وپدى ډول داوبو پواسطه دخاوري تخريب کم وى ، د خاوري تخريب لپاره په کافى اندازه چى اورښت موجود وى زيات ليدل کيږى . د ا يو څرګند حقيقت دى چى اوبو پواسطه د خاورى په تخريب کى نه يواځى داوبو اندازه بلکه اورښت ډول هم ارزښت لرى، د نړۍ حاره سيمو سخت اورښتونه د معتدلو سيمو د لږ شديدو اورښتونو په نسبت زيات تخريبى توان لرى . B- داوبو پواسطه د خاوري تخريب : د باد پواسطه د خاوري د تخريب لپاره دوه حالتونه ضروري دي لمړى خاوره بايد وچه وى اودوهم باد بايد موجود وى هغه ځايونه چى کلنى اورښت يي تر (٢٥٠) يا(٣٠٠) ملى متره لږ وى د باد پواسطه د خاورى تخريب پکى زيات وى دابايد وويل شى چى پدى برخه کى ځينى سيمه ايز استثناًت موجود دى پدى ترتيب چى ددى دووشرايطو سره په ځينو خاصوځاينو کى دباد پواسطه د خاورى تخريب د شمالى امريکا په ځينو برخو کى دافريقا دسهارا او کالاهارى په دښتو ، مرکزى اسيا اومرکزى استراليا کى زيات وى .

د خاوري د تخريب ميخانيکى کنترول سمول

(Mechanical Control Of Soil Erosion) دخاورى په ميخانيکى ساتنه کى ساختمانونه جوړيږى ترڅو د خاورى د تخريب څخه مخنيوى وکړى چى داوبوسرعت کموى او بل داچى د اصلى تګلارى څخه انحراف ورکوى نو داوبو مخ ته بندونه اچول کيږى . د خاورى د تخريب ميخانيکى کنترول د ځمکى داستعمال سره نژدى اړيکى لرى د مثال په ډول زيات وختونه داسى پيښيږى چى په ميخانيکى کنترول کى د هغو نباتاتولپاره چى په ليکو کرل کيږى چينل تراسونو(Channel Terraces) ته اړتيا پيداکوى، دخاورى ميخانيکى ساتنه د خاورى د زيات تخريب د مخنيوى لپاره کفايت نه کوى بلکه د خاورى سم استعمال او دخاورى او نباتاتو سم نتظيم هم ضرورى ګڼل کيږى، چيرته چى د ځمکى ميخانيکى ساتنى ته اړتياپيداشى بايد هغه ته دلومړيتوحق ورکړل شى، ځکه چى د خاورى د تخريب د مخنيوى لپاره د خاورى ميخانيکى ساتنه د بنسټ حيثيت لرى، د خاورى په ميخانيکى ساتنى پسى د ښى کرنې او دښو نباتاتو تنظيم ضرورى ګڼل کيږى، د خاورى ساتنى ميخانيکى اوبيولوژيکى لارى يو د بل پرځاى نشى استعماليداى او يو د بل سره يو ځاي د جدا مقصدونو لپاره استعماليږى .

د خاورى ميخانيکى کنترول کى د تراسونوجوړول سمول

که د سلوب لرونکو ځمکو د لوړو برخو روانې اوبه پريښودل شى چى لاندي کرنيزو ځمکو ته ولاړې شى په تدريجى ډول د روانو اوبو حجم او چټکتيا زياتيږى، چى پدى صورت کى نه يواځى هغه خاوره چى د شيندونکى تخريب پواسطه تخريب شويدى وړى بلکى روانى اوبه هم يو توږونکى او تخريبوونکى خاصيت ورکوى، ددى کار د مخنيوى لپاره د سلوب سره مخامخ يا د سلوب په مقابل کى د روانو اوبو د راګر ځولو لپاره تراسونه (Terraces) جوړيږى ، چى د چينل تراسونو(Channel Terraces) پنوم ياديږى، په امريکا کى د سلوب کمولو او اوارولود غه ساختمانونه د تراسونو په نوم ياديږى ، د تراسونو ورته خواص دادي چى ټول يي د قطعى په برخه کى يو کيندل شوى چينل لرى، له همدى کبله د چينل تراسونو پنوم ياديږى، زياتره وختونه کيندل شوي خاوري د چينل په ښکتنى برخه يا اړخ کى اچول کيږى او ځينى وختونه د هغو ښکتنيو اړخونو ته يوه اندازه سلوب ورکول کيږى، پدى مقصد چى زياتى اوبه بى له کومې تخريبى اغيزى پر هغه واوړى اوتيرى شى، دغه تراسونو ته درجه لرونکى تراسونه يا (Graded Terraces) ويل کيږى، ځينى وختونه نوموړي تراسونه د کانټور په شکل وى، پدى مقصد چى اوبه په خاوره کى نفوذ وکړي او دهغوي د راټوليدو څخه مخنيوى وشى، دغه ډول تراسونه زياتره د جذبوونکو تراسونو يا (Absorption Terraces) پنوم ياديږى او دداسى تراسونو اخرى برخي خلاصى او يا تړلى وي د تراسونو دوهم ډول بنچ (Bench Terraces)تراسونه دي چى ډير زيات سلوب په يوى زينې ته ورته ساختمانونو اړوى، ددى لپاره چى تراسونه دايمى شکل ولرى، د هغوي عمومى ديوالونه د ډبرو او ځينى وختونه د خښتو او لرګيو څخه جوړيږى خو په ثبات لرونکو سيمو کى ډبرو ، خښتو او لرګيو ته اړتيا نه پيدا کيږى، هغه تراسونه چى زينې يي يوه اندازه مخ په ښکته ځوړنتوب يا سلوب ولرى دسلوب لرونکو تراسونو (Sloping Terraces) او هغه چى هوارى زينې ولري د هوارو تراسونو (Level Bench Terraces) پنوم ياديږى کچيرى د تراسونو د زينو سلوب د ځمکى دسلوب مخالف وى د معکوس سلوب لرونکو تراسونو (Reverse slope or step Terraces) او هغه تراسونه چى د هري زينى په سر کى يو ه راوتلى برخه يا برامدګى ولرى د اوبو لګولو د تراسونو (Irrigation Terraces) پنوم ياديږى د اوبو لګولو تراسونه زياتره د شولو او ځينى وختونه د چايو او ميوه لرونکو ونو لپاره د اوبو ساتنى لپاره استعماليږى

‌‌‌==دتراسونواهميت== تراسونه دخاورى ساتنى له مخى زيات ارزښت لرى، خودخاورى دسمون دزراعتى طبقودجوړيدوله مخى هم زيات رول لرى ،دوه ډوله تراسونه پيژنوچى يويي ځوکي ډوله تراس(Bench Terraces)اوبل دکانال ډوله ترآس(Channel Terraces)په نوم ياديږي اودادوا ړه ډوله تراسونه داوبودتخريب(Erosion)دکمښت لپاره په کاروړل کيږى،تراسونه معمولاً په ځوړوکې داوبو دمقداراوسرعت دکمـښت په منظورجوړيږى،تراسونه په زياتى پيمانى سره چآپيريال ته تغيرورکوى،دايروژندکمښت اوداوبود زيرمه کيدوتر ځنګ تراسونو دچاپيريال حالت بدلوى،دا چى دتراسونودجوړيدوپه وخت کې يو زيات مقدار خاوره خوزښت مومى،په يوه برخه کې دخآورى طبقه نرى ګرځى،خو په بله برخه کې هغه ډبليږى،نودهمدى دليل پربنسټ دغذآيې موادو او اوبو طبيعى حالت هم په داډول ځايونو کې تغير پيداکوى،پس ضرورى ګــڼل کيږ‌ى،چې پدىوخت کې دغذايې موادودوراضافه کولوپه هګله هم فکروکړو،تراسونه هم دخا ورى دميخا نيکې ساتنى ساختمانونه دى ،چې ډير دقيق فګراو پلانونه غواړى نوددا سى سا ختمانونو دجوړولو په وخت کې با يد لاندى اساسى ټکي په نظر کې ونيول شى. ١- دخاورى سا تنى ميخا نيکى کارونه زيا تره په کرنيزوځمکو محدود دى، ځکه چى ديوى خواډيرمِِصرف غواړىاو يوازى په ډيرو ښو کرنيزو ځمکوکې اقتصادى تما ميږىاو په نا همواروڅړځا يونو کې چيرى چې دځمکې قيمت زياتره د سا ختما نونوتر قيمت کم وى،دغه ساختمانونه اقتصا دىنه تماميږى،له بلى خواکرنيزي ځمکى دتخريب په مقابل کې ډيرى حساسى دىاو بيله ميخا نيکى کارونو دهغوى ساتنه زياتره وخت ډيره ګرانه ده خو دا وينا دامعنا نه لرىچې ټولي کرنيزى ځمکى هرو مرو ميخانيکې ساتنى ساختمانونو ته ا ړتيا لرى او يا دا چې په غيرى کرنيزو ځمکو کې ميخا نيکى ساتنى ته هيڅ ا ړتيا نه ليدل کيږى. ٢-د خاورى ميخا نيکى سا تنى د ساختمانونودجوړولولومړى مقصد بايد دخاورى د تخريب مخنيوى وي، که چيرى سربيره پردى کارداوبودساتنى لپاره کار ځنى واخستل شي نودابه لا ښه وي خوبايد دهغوى اغيزمن والى دخاورى دتخريب په مخنيوي کى کم نشي . ٣ – دخاورى دميخانيکي ساتنى کارونه ښايي چى دخاورى دتخريب دپرابلم دحل کولو لپاره ضروري نه وي يا ښايي چى ددى پرابلم دحل يوه لاره نه وي، دمثال په ډول په لږ سلوب لرونکو کرنيزو ځمکوکى ښايي دخاورى دتخريب دنه ساتلو په صورت کى ډير سخت وي خو کيداى شي چى دکانټوريوى (Contour ploughing) يادکبلوليکو پواسطه چى دخاورى دتخريب دمخنيوي يوه ساده اوارزانه لاره ده دخاورى دتخريب څخه مخنيوى وشي . ٤ – دخاورى دساتنى ساختمانونه ددوه دليلونو په اساس يو با لقوه خطرشميرل کيږي ،لومړى نوموړي په يو چينل کى يوه زياته اندازه اوبه راټولوي اوپه بالقوه ډول ترهغه چى اوبه دځمکى پرمخ توندى شي خطرناکه ګڼل کيږي اودتخريب سبب ګرځي ،دوهم دخاورى ميخانيکي ساختمانونه دتخريب په صورت ښايي چى ډير زيات تاوان ورسيږي نسبت وهغه ته چى بيخي دغه ډول ساختمانونه وجودونه لري، ځکه يوه زياته اندازه اوبه په يو ټاکلي ځاى کى سره راټوليږي ،دپورتنيوساختمانونو دتخريب په صورت کى لاندى ساختمانونه تر خطرلاندىراځي اوتخريبيږي،دساختمانونو دنشتوالى په صورت کې اوبه دځمکى پر مخ پر يوه پراخه ساحه تيتى او په دى ترتيب دخاورى دتخريب بالقوه خطر هم کموى، ٥- دخاورى دساتنى دساختمانونوساتنه او ترميم دهغوى داغيزمن کارلپاره ضرورىګڼل ګيږى، سړى،غوايىاوموږکان هم ددى ساختمانونوپه خرابولوکې ډيره مهمه ونډه اخلى،له همدىکبله دهغوى ساتنه اوترميم په منظمه توګه ضرورىدى. ٦- دخاورى ساتنى ميخانيکىکارونه بايد دهغوى دجوړولودطريقىپه اساس ډيزاين شى،دمثال په ډول په هغو هيوادونوکې چيرى چى بيکارىاوبشرى قوه زياته وىزياتره کارونه بايد داسى ترتيب شىچى په لاس سرته ورسيږى خوپه ډيروصنعتى هيوادونوکې چى زياتره وګړي په فابريکو کې په کارونو بوخت دى بايدزياتره کارونه داسىډيزاين شىچي دماشينونوپواسطه وشى، په هغوځايونوکې چى کار دماشين پواسطه کيږىبايددماشين ډول ته پاملرنه وشى، ځکه ځيني کارونه يوډول اوځينى نورکارونه بيا بل ډول ماشين ته اړتيا لرى. ٧- دکارانخاب اوډيزين بايددسيمه ايزوشرايطوسره برابروي، دمثال په ډول يوسيمه کي ښايي چي دومترسوراويومترژوردسيلاوزهکش په نظري ډول مناسبه وګڼل شي خوپه هغوځمکوکي چي خاوره يي نيم مترژوروالي ولري، دداسي زهکش جوړول عملي اړخ نلري اوښايي چي يوبل ډيزين تردي مناسب وي . ٨- ديوځانګړي سيمي دمخانيکي کارونوډيزين په وخت کي بايددټولي سيمي عمومي پلان په نظرکي ونيول شي اودهغه په اساس کاروشي، همدارنګه درتلونکي وخت پرمختګونه هم بايدله پامه ونه غورځول شي ،دخاوري دساتني دمخانيکي ساختمانونودجوړوولووخت کي بايددځمکي داستعمال نوراړخونه هم په پام کي ونيول شي .

تراسونوډولونه سمول

. (kinds of terraces) 
کولاي شوچي تراسونه په دوه برخووويشو ، Chennal Terraces -1 .

Bench Terraces -2 . • چينل تراسونه (Chennal Terraces) : په سلوب لرونکوځمکوکي اوبه هغه وخت دخاوري دتخريب سبب کيږي چي دروانواوبوسرعت دتخريب حدته ورسيږي نوددي لپاره چي داوبوتخريب څخه مخنيوي وشي، رواني اوبه دځمکي په يولمنه کي وړاندي ځي ،مخکي لدي چي سرعت يي دتخريب حدته ورسيږي دمنطقي څخه دخاريجيدولپاره رهنمايي کيږي نوپدي منظوردچينل تراسونوڅخه استفاده کيږي،چينل تراسونه دسلوب په اخرکى ديوى پولى په ډول واقع کيږى، دتراسونو عرضى مقطع ديوى ويالى دمقطعى په شکل وى په همدى دليل دغوتراسونوته چينل تراسونه وايي اودچينل تراسونوډولونه په لاندى ډول دى . الف- ميلان لرونکىاوافقى چينل تراسونه دچينل تراسونه علاوه ددى چىدخاورى حفاظت کوى، داوبو حفاظت هم کوى په دبناً دغه دوه ډوله دچينل تراسونه جوړيږي . a- سلوب لرونکي چينل تراسونه (Graded Terraces) سلوب لرونکي چينل تراسونه هغه ترسونه دي، چي دويالي سلوب يي کم ورکول شوي وي، دخاوري دنفوذقابليت دباران دشدت څخه زيات وي اواوبه پدي ونه توانيږي چي په چينل کي راجمع اوتندي شي ،اوبه دچينل تراس په وياله کي درهنمايي کيږي چي پدي دليل داترسونه په هغوسيموکي جوړيږي چي داورښت شدت يي نسبت دخاوري دنفوذقابليات ته زيات وي ،اصلاً ددي تراسونووظيفه دخاوري ساتل دي ولي داوبوهم ترحده حفاظت کوي . b- مسطح ياافقي چينل تراسونه (Level Terraces) . هغه تراسونه دي چي دهغوي ويالي (چينلونه ) افقي وي، يه نتيجه کي اوبه کولاي شي چي په تراس کي ذخيره شي اوپه دي تدريج سره په خاوره کي نفوذکوي، په همدي دليل دغوتراسونوته اوبه ساتونکي تراسونه هم وايي ،دغه تراسونه په زياتوسيموکي چي داورښت نسبت يي نظر دخاوري نفوذته کم وي جوړيږي اوپه هغه سيموکي چي اورښت ته په خپل ځان کي نفوذورکوي غوره دي ،ددي تراسونوجوړول په وچوسيموکي دمحصولاتودتوليدلپاره خورازيات هميت لري ،دغه تراسونه اصلاًً داوبوحفاظت کوي ولي دخاوري حفاظت هم کوي . ب: - موازي اوغيري موازي چينل تراسونه :. کولاي شوچي چينل تراسونه موازي اوياغيري موازي جوړکړو . a- غيري موازي چينل تراسونه ) (Non parallel Terraces  : دغه تراسونه تقريباًدخطونوپه امتدادبيل شوي دي ،غيري موازي تراسونه عجيب تراسونه دي چي دهغوي دجوړولوڅخه وروسته معمولاً نامنظمي قطعي منځته راوړي اوپه نتيجه کي دکرني عمليات له خنډسره مخامخ کيږي نوپدي تراسونوکي هغه نباتات کرل کيږي چي په کرنيزوعملياتوکي ماشين الاتوته ضرورت نلري. b- موازي چينل تراسونه (Parallel Terraces) دغه تراسونه داس جوړشوي دي چي دامکان ترحده دخپلومجاويروتراسونوسره موازى وي، ددي څخه چي په موازى تراسونوکي موازى ځمکي نامنظمى مينځته راوړي، دغه تراسونه دهغه محصولاتودرديف لپاره په کاروړل کيږي چي په کرنه کي ماشين الاتوته ضرورت لري.

ج :- زيات سلوب اوکم سلوب لرونکي چينل تراسونه . چينل تراسونه دځمکي دميلان په اساس کولاي شوپه دوه برخووويشو . a- زيات سلوب لرونکي چينل تراسونه . دغه تراسونه معمولا‌ً دميوه لرونکواوځنګلي ونولپاره په کاروړل کيږي اومعمولاً دتراسونوپه منځ کي علوفه يي نباتات کرل کيږي دغه تراسونه مختلف انواع لري، لکه دپارابولاپه شکل چينل تراسونه ،نارمل پارابولا په شکل چينل تراسونه . دپارابولاپه شکل دچينل تراسونومفطع دV په شکل دي اومعمولاً په توندوسلوبونوکي چي غالباً سلوبي د%٦٠ څخه زيات وي جوړيږي، دنارمل پارابولاپه شکل چينل تراسونه ديوي ويالي په شکل دي ،کله چي سلوب کم وي دغه تراسونه دځمکي دطبيعي سلوب په مخالف جهت په هغوسيموکي جوړيږي چي سلوب يي په سلوکي %٦٠ څخه کم وي،دچينل ==تراسونودجوړول په سلوب لرونکوځمکوکي== معمولاً ددوطريقوڅخه استفاده کيږي . لومړي دپشتوتکراري ډوله جوړول : په دي طريقه کي ديوپال قلبي څخه چي ديوسلنډريوه برخه ده اوخالي برخه يي په طرف دشټرينګ قرارلر ي چي دشټرينګ سره وصل کيږي دغه پال دخوځيدونکي محورسره چي هايدروليک دسيستم په مرسته کارکوي، دتراکتورسره وصل شوي وي ،پدي ترتيب پال کولاشي چي مختلفوجهتونو (پورته ،ښکته ،چپ اوښي طر ف ) ته حرکت وکړي اوهمدارنګه کولاي شي چي دځمکي په سطحه يوه زاويه جوړه کړي ،تراکتورپه هغه حالت کي چي دغه تيغه نسبت د تراکتورمحورته چي زاويه لري حرکت کوي ،تولي شوي خاوري په جلودتراکتور بيرون ته اچوي اوپوله مينځته راوړي . دوهمه طريقه .د زيات سلوب په مطابق دپولوجوړول :پدي طريقه کي تراکتودزيات سلوب په طرف حرکت کوي اوخاوره راجګوى اولاندي طرف ته يي اچوي تراکتوروروسته شاته راځي په همدي مسير خپلي عملي تکراروي چي پولي موردنظرارتفاع ته ورسيږي ،ددغه مرحلودطي کولوڅخه وروسته ترکتوربيادسره شروع کوي اوله سره نوي پولي جوړوي . b- کم سلوب لرونکوځمکوچينل تراسونه . دغه تراسونه غالباً په هغوځمکوکي چي سلوب دهغو %١٨ وي جوړيږي اوددي په نتجه کي دکرني اوکښت لپاره په کاروړل کيږي، دغه تراسونه دځمکي دسلوب په اساس مختلف ډولونه لري چي عبارت دي له ؛ Broad base Terraces : چي د magnum په نوم هم مشهوردي چي زياتره داډول تراسونه په امريکاکي داستفادي لاندي نيول کيږي ،نوموړي تراسونه غالباً په هغه سلوبونوکي چي له %١٢ څخه کم وي جوړيږي، پدي ترتيب هيڅ قسمه مشکلات دزراعتي ماشين الاتودګرځيدلولپاره نه رامينځته کوي لکه څنګه چي په هغه سلوبونوکي چي سلوب له %١٢ځخه کم وي، .دواړه طرفونه دپشتي په دي اندازه دي چي زراعتي ماشين الاتولپاره هيڅ قسمه مشکلات منځته نه راوړي . Broad base terraces کيداى شى چي سلوب داره اوياافقى شکل ولرى جوړشى ، چه په سلوب داره Broad base terraces اوافقى Broad base terraces په نوم مشهوردى . افقى چينل تراسونه: افقى چينل تراسونه اوبه په خپله سطحه ساتى اوافقى تراسونه معموﻻً داوبودجريان په نتيجه کى چه د٢٤ ساعته باران د١٠ کالونودورى لپاره جوړيږى . • دچينل تراسونوډيزاين : ديوى منطقى دتراس بندى دسيستم لپاره لمړى دنوموړى منطقى دځمکى فزيکى خصوصيات په دقيقه توګه تر مطالعى لاندى ونيول شى ، په نوموړى مطالعه کى دځمکى سلوب ،ناهموارى ،طبيعى شيلى ،دمنطقى حدود، جادى ،ساختمانونه په نظرکى نيول کيږى . دتراسونوپه ډيزاين کى هغه ځايونه هم انتخابيږى چه داضافى اوبودنفوذقابيليت ولرى . دنوموړوتراسونودډيزاين لپاره لاندى ټکى ضرورى دى ١- په هغه صورت کى چه دتراس بندى په شبکى کى دوسايلودعبوراومرور لپاره دلارى جوړول ضرورى دى، دامکان په صورت کى بهتره ده چى جاده دبرجستګى په ساحه ( خط الراس ) کى واقعى شى اوتراسونه دجادى په دووطرفونوکى لښتوته وويستل شى . ٢- په هغه صورت کى چه جاده يالاره اصلى يافرعى لښتى قطع کوى بايددلښتى په سر پل جوړشى . ٣- د لويو ځمکو ويش په کوچنيو ځمکو او د ډيرو کوچنيو ځمکو تبديلول تقريباً په لويو ځمکو باند بايد په داسى ډول صورت ونيسى، تر څو دتراس دبندى د شبکى ډيزاين سره يوځايوالى ولرى د قطعاتوحدودبايد داسى انتخاب شى چى وکولاي شو چى د خروجى زهبر په حيث دتراسونو او جادو لپاره استعمال کړو اوهمدارنګه بايد د قطعاتو حدود داسى انتخاب شى چى د هر تراس اوږدوالى په يو ه قطعه ځمکه کى قرار ونيسى . ٤- د تراس بندى په سيستم په احداث کى بايد دتشکيل کوونکو عناصرو ترتيب رعايت شى ، کچيرى تراس بندى په سيستم کى د علفى چينل څخه استفاده وشى لمړى بايد چينل مخکى د احداث څخه په تراسونوتبديل شى ،کچيرى همزمان جوړشى معمولاً چينل د علفو څخه نه پوښل کيږى ، کچيرى چينلونه همزمان دتراسونو سره جوړشى، د چينل په اړخونو کى بايد پولى جوړي شى ترڅو د تراسونو اوبه د ګياوو تر ودى پورى هغوي ته داخلى نشى چى پدى حالت کى د ګياوو دنمو څخه روسته ګياوي په اصلى چينل کى پولى جګوى او ددوى خاوره د خندقونو دډکولو لپاره داوبو د جريان له لارې په موقتى چينلونو کى په کار وړى . ٥- د تراسونو جوړول بايد د پورته خواڅخه ښکته خواته شروع شى، ځکه چينل تراسونه داسى ډيزاين کيږى چى هر يو ددوي څخه قادر دى چى خپل مربوطه حوزى ته اوبه ورکړلايشى . ٦- په يو اوفقى تراس کى چى د کښت لپاره وى بايد داورښت ميزان او دخاورى نفوذ قابليت بايد داسى وى چى اوبه د خاوري په مخ کى د ډير وخت لپاره ولاړي پاتى نشى او د ګياوً داکسيجن دقلت باعث ونه ګرځى، په هغه تراسونو کى چى اوبه ژر د خاورپواسطه جذبيږى او د ګياوً د خفګان سبب ګرځى بايد يو خروجى زهبر د تراس لپاره تعين کيږى تر څو اضافى اوبه په سرعت سره لرى شى . ٧- تراسونه بايد داسى ډيزاين شى چى د مزرعى ټولو برخو ته لاس راسى ولرى يعنى د حيواناتو د حرکت لاره او د زراعتى ماشينونو انتقال د ساتلو ځاى څخه مزرعى ته او د مزرعى څخه بلى مزرعى ته لنډه فاصله کى صورت نيسى ، د کم سلوب لرونکوځمکو تراسونه بايد داسى ډيزاين شى چى د تراس بندى شوى ساحى زياته فيصدى د کښت وړ وى ، ديوې تراس بندى شوى ساحى د کښت د ساحى زياتول بايد د امکان په صورت کى تراسونه موازى جوړشى، دتراسونو موازى جوړول د تراس نامنظم او پيچ ځايونه له منځه وړى چى په نتيجه کى د کښت لاندى ساحه زياتيږى . کچيرى ځمکه ناهمواره وى بايد دتراسونو اوږدوالى کم ونيول شى چى پدى صورت کى د زهبرونو تعداد زياتيږى چى د کښت دساحى د کموالى سبب ګرځى او ډير مشکلات منځته راوړي چى د ځمکى د کميدو او زراعتى عملياتو لپاره خنډواقع کيږى، د پورته مطالبوپه نظرکى نيولو سره په نامنظمو مناطقو کى د تراسونو اږدوالى بايد دامکان ترحده اوږد کړو . • د چينل تراسونو ترمينځ فاصله د دوه متوالى تراسونو ترمنځ فاصله بايد داسى وټاکل شى چى لښتي د لس کالونو په دوره کى ونشى کولاي چى تخريب منځته راوړى ،ډير عوامل لکه داورښت شدت، د خاورخصوصيات او دځمکى سلوب په تخريب کى رول لرى، فلهذادتخريب محاسبه کول مشکله ده نوښه به وى چى د يوې تجربى په ډول لاسته راشى چى ددى لاسته راوړل هم اسانه کار نده ځکه چى د يوې خواڅخه اوږد وخت ته ضرورت لرى ( ځکه د تخريب اندازه بايد دشديد باران چى دلس کالو په موده کى وى تعين شى) اوله بلي خوا دتعين شوى تخريب اندازه يواځى د مشابه ځمکى په باره کى قابل د قبول دى بناً عمودى فاصله د چينل تراسونوترمنځ دتجربى فارمول له مخى تعين کيدايشى ، پدى فارمولونو کى د دوه تراسونو ترمنځ کى فاصله معمولاً دهغوي د ارتفاع داختلاف په اساس تعين کيږى . ساکاردى چى ډير مطالعات يي په الجزايرکى سرته رسولى، لاندى فارمول يي د تراسونو ترمنځ فاصلي لپاره چى د %٢٥ څخه کم سلوب ولرى منځته راوړ. H 3 =260 + 10 p ددوترسونوترمينځ عمودي فاصله په مترسره H =

                                              دځمکي سلوب                  P =

ساکاردي دچينل تراس لپاره دعمودي فاصلي ټاکل چى د %٢٥ څخه ډيروي لاندي رابطه يي ارايه کړي ده . H2 =64 p په اسرايلوکي دلاندي فرمول څخه کاراخيستل کيږي . H = p + 2

      10

په ايران کي کولاي شوچي لاندي فرمول استعمال کړو ( که خاصه رهنماموجودنه وي ) . H2 =100

              p
نوموړي فرمول داورښت شدت په اساس   1/5  nm/secدي بناپردي دايران مختلفومناطقوکي داورښت شدت په ساس کولاي شودنوموړ فرمول څخه ديوزي په نظر کي نيولوسره استفاده وکړو .دامريکادخاورې دحفاظت سروي کي دچينل تراسونه دتعين لپاره درامسردفارمول څخه استفاده کيږي .نوموړي دهغوځمکولپاره چي کم سلوب ولري معموالاً %٢٠ کم سلوب لپاره په نظرکي نيول کيږي  .                                                  H=(ap+b)0.305   

دتراسونوعمودي فاصله په مترکي H = دځمکي سلوب په فيصدي p = داورښت عامل ده اواندازه يي o/6 هغه مناطقولپاره چي کم سلوب ولري تر 0/3 دهغه مناطقو لپاره چي زيات ورښت لري تغيرکوي a= دخاوري عامل او ګياؤ پوښښ څخه عبارت دى او دخاورى تخريبى توان په اساس b= دچينل تراسونولپاره علي الخصوص موازي چينل تراسونولپاره دعمودي فاصلي برعلاودافقي فاصلي څخه هم استفاده کيږي دعمودي اوافقي فاصيلوترميځ لاندي اړيکه موجودي دي L= H(100)

                    p

• دچينل تراسونواوږدوالي : دتراس بندي په سيستم کي بايددچينلونواوبودنهرونوپه وسيله دمنطقي څخه خارجي شي ،ددي لپاره بايدترممکن حده کوښښ وشي ترځودطبيعي چينل څخه استفاده وشي چي دتراس بندي مصرف کم شي، کچيري طبيعي مجرا موجوده نه وي اوياداوبودانتقال لپاره نامساعده وي بايدمصنوعي چينل جوړشي ،په يومنطقه کي چي دچينل تراس طول ترڅوزيات وي په همغه اندازه دچينل په تعدادکي کم والي راځي اوپه نتيجه کي دتراس بندي شبکه په لږمصرف سره جوړيږي . ځيني محقيقين دهغوي څخه هارسون عقيده درلوده چي دتراس اوږدوالي دډيزين مصرف کموي چي په نتجه کي دتراس کارونه کميږي اوعمريي لنډيږي، .ځکه که چيري دتراس طول زيات انتخاب شي دتراس په کانال کي علي الخصوص په هغه خاوره کي چي غيري قابل نفوذ وي تخريب منځته راوړي ،هغه څيړني چي په افريقاکي دتراسونودخرابوالي له امله شوي، دا راښايي چي دهغودخرابيدوعمده علت دتراسونواوږدوالي دي په هرصورت بايددتراسونوطول هغه اندازه تعين شي چي دهغوي دلنډوالي په نتجه کي بايدکارزيات نه شي . دامريکادحفاظت په سرويس کي دتراسونوحداکثرطول ٥٠٠ متره نيول کيږي اوپه استثنائي مواريدوکي د٥٠٠ متروڅخه ډيرهم نيول کيداي شي .نوموړي اندازه بايدمطلق حداکثراندازي څخه تجاوزونه کړي چي، مطلق حداکثراندازه يي ٦٠٠ متره دي البته نوموړي مطلق حداکثرپه هغه تراس پوري مربوط دي، چي اوبويوخواته رهنمايي کوي ،کچيري اوبه دوخواوته جمع کړي نودامطلق حداکثرپه دواړوطرفونوکي سديق کوي بايدپه نظرکي ولروچي افقي چينل تراسونواوږدوالي زيات ونيسو،کيداي شي ددي تراسونوطول ١٠٠٠ متروپوري ونيسوپه هغوځايونوکي چي په چينل کي داوبوجريان لپاره موانع نه وي د١٠٠٠متروڅخه ډيرهم کيداي شي دچينل تراسونوسلوب بايدپه دي اندازه تعين شي چي نه تخريب منځته راوړي اونه رسوب واقع شي بايدپه نظرکي ولرچي دنوموړي سلوب تاکل اسانه کارنه دي ځکه چي په يودقيق سلوب ټاکل دکرلپاره اسانه نده ځکه کرنيزعمليات معمولاً موانع منځته راوړي اودسلوب دتغيرباعث ګرځي . دچينــل تراسونوعظـــــمي اوږدزوالــــي نورمال اعظمي اوږدوالي __٥٠٠ متره مطلق اعظمي اوږدوالي ___٦٠٠ متره دکلي شوي ځمکي اوږدوالي __٤٠٠ متره

دچنـل پـــه اوږدوکي دســــــلوب دتـــغيـرانـدازه دچينل فاصله دچينل سلوب په لومړيو ١٠٠ متروکي په هر١٠٠٠ متروکي يومتر په دوهمو١٠٠ متروکي په هر٥٠٠ متروکي يومتر په دريمو١٠٠ متروکي په هر٣٣٠ متروکي يومتر په څلورمو١٠٠ متروکي په هر٢٥٠ متروکي يومتر

• دتراسونوسلوب اودهغه ژوروالي دخاورونيولولپاره : دتراسونوپه جوړولوکي دتراس په هره برخه کي دسلوب ددرجي په ټاکلوځان پوهول اوهمدارنګه دهغي ژوروالي دخاوري دنيولولپاره په نظرکي ونيول شي چي داډيره داهميت خبرده .دتراسونودسلوب دمحاسبي اوهمدارنګه دهغه ژوروالي اندازه دخاوري دنيولولپاره دځمکي دپارابولاسطحه دهرتراس په امتدادکي رسميږي پدي منظور دځمکي پرمخ اودچينل دبرخوپه هرکونج کي دنخودټاکلولپاره له ميخونوڅخه کاراخيستل کيږي ،دمتولي برخومخالفي نقتي دوپه دوه تعينوي دخاوري دتحمل اوژوروالي اندازه دلاندي فرمول په واسطه محاسبه کيږئ =1/2 (h+sw/100) دژوروالي اندازه دخاوري دتحمل لپاره په فټ په دي کي h= دتراس لوړوالي په فټ

                                  S= په سلوکي دځمکي ميلان (سلوب)
                                 W= دراټولي شوي خاوري مساحت په فټ

• Bench تراسونه : د Bench تراسونوجوړول دډيرپخواوخت څخه معمول دي لکه څنګه چي Lowdermelk ځرګنده کړي چي په حدودد٤٥٠٠ کاله مخکي دميلادڅخه فنيقيانودخپلوکرنيزوځمکودحفاظت په خاطرسلوب لرونکوځمکوکي تراسونه د Bench په شکل دتيږوله ديوالونوڅخه جوړول . روميانواوايرانيانوڅوقرنه مخکي دکښت لپاره دغونډيوپه لمنه کي د Bench تراسونوڅخه استفاده کوله ، Bench تراسونه دچينل تراسونوسره په کامل ډول فرق لري ،دچينل تراسونه په فاصلوسره سلوب لرونکوځمکوياپه زراعتي ځمکوکي تيت وي په داسي حال چي Bench تراسونه سرترسره ځمکه پوښي اودهغوي پورته برخه تراشل کيږي اوخاوره يي لاندي برخوته انتقالوي ،په دي توګه هموارياتقريباُ همواربنچونه دغونډيوپه سرترسره لمنوکي منځته راځي .داډول ساختمانونه په هغوځايونو کي معمول دي کوم چي ډير زيات ميلان لري اوداساختمانونه په داسي شکل جوړوي چي زيات سلوب په يوزيني ته ورته ساختمان اړوي ،لپاره ددي چي داډول ساختمانونه کلک اودايمي شکل ولري نوداساختمانونه دډبرو،خښتواولرګيوڅخه جوړوي ،په واقعت کي په مټينوخاوروکي دډبرواوخښتوديوالونوته اړتيانشته اوديوالونه اوساختمانونه دکبلوپه واسطه ساتل کيږي داساختمانونه داوبوسرعت کموي چي تخريبي توان هم کموي ،که د کروندي ځمکه Sandy وي هلته بايدداسي ساختمانونه جوړشي چي دايمي شکل ولري .دغه تراسونه په هغومنطقوکي جوړيږي ،چيرته چي دوګړوشميرزيات اوهمواري درميانه سلوب لرونکي ځمکي دغذايي موادودتوليدلپاره کافي نه وي ،ددنياپه زياتره مناطقوکي دهمواروياکم سلوب لرونکوځمکودکمبودپه صورت کي په تدريجي ډول Bench تراسونوڅخه استفاده کيږي ،دنموني په ډول دپورتوريکوپه جزيره کي %٤٠ په حدودوکي سلوب لرونکي کرنيزي ځمکي زياتي لري، ددغي جزيري %٨٠ خلګ دخپل ژونددتيرولولپاره په مستقيم اوغيري مستقيم ډول دکرني سره سروکارلري نوپه داسي شرايطوکي دتراسونوجوړول ضروري دي . • د Bench تراسونوډولونه : الف – Sloping bench terraces  : له هغه تراسونوڅخه عبارت دي چي کوم چي زينه يي يواندازه مخ په ښکته سلوب ولري. ب- Level bench terraces : له هغه تراسونوڅخه عبارت دي، کوم چي همواري زيني ولري. ج –Reverse slop or step slop bench terraces  : (معکوس سلوب لرونکي تراسونه ): دهغه تراسونوڅخه عبارت دي کوم چي دزينوسلوب يي دځمکي دسلوب په مخالف جهت کي قرارولري. د – Irrigation bench terraces: له هغه تراسونوڅخه عبارت دى کوم چه دزينى په سر کى يوه راوتلى برخه ولرى ترڅواوبه دهغى څخه تيرى نشى اودنوروبرخوداوبولګولومنبع اومنشاتشکيلوى ،داډول تراسونه مخصوصاًدشولوپه کروندواوځينى وخت دچايواوميوولرونکوونوداوبوساتلولپاره استعماليږى، ځکه نوموړى نباتات ډيرمقداراوبوته اړتيالرى . • د Bench تراسونوډيزاين : دتراس بندى دسيستم دپلان لپاره دلوړوالى توپيرددوه متوالى بنچونو،دBench عرض ،Bench اوږدوالى ،Bench سلوب اوږدوالى په نظرکى نيول کيږى ، عمودى فاصله دبنچونوپه منځ کى اودبنچ عرض ،دخاورى ژوروالى اودځمکى ميلان پورى اړه لرى ، هرڅومره چه د خاورى ژوروالى کم وى دلوړوالى تفاوت اودتراسونوسوربايدکم په نظر کى ونيول شى ترڅوچى دتراسونودجوړولوپه اثردځمکى لاندى خاوره ښکاره نه شى ،هرڅومره چى دځمکى سلوب کم وى کولاى شوچى بنچ سورورجوړکړوبايدپه نظرکى ولروهرڅومره چي په يوميلان کي دبنچ عرض زيات وي دخاوري ساتلواندازه زياتيږي . علاوه لدي هرڅومره چي دبنچ پراخوالي زيات وي نوپه هم هغه اندازه دبنچونوترمنځ دارتفاع نسبت زيات اوپه نتجه کي دمحافظ ديوال لوړوالي زياتيږي ، دهغه وسايلوپراخوالي چي بنچ تراسونوکي دکښت په منظورپه کاروړل کيږي دبنچ په پراخوالي په تعينولوکي دخلت لري ،دبنچ عر ض اوعمودي فاصلي رابطه په لاندي ډول ده H= L . p .H عمودي فاصله ددوتراسونوترمنځ ، L دبنچ عرض او P دځمکي سلوب راښايي مناسب طول دتراس ٤٠٠ مترو په حدودوکي دي چي يوي تپي کي کوالاي شوتراسونه دخطونوپه ليول جوړکړو چي تپه له هره طرفه احصاره شي ،هغه تراسونه چي دنباتاتودکرلولپاره جوړشويدي داوبخوخرداسانتيالپاره بايددسلوب معمولي ميلان چي دبنچونوپه اوږدوالي ورکول کيږي له %٠.٤ څخه تجاوزونه کړي • د Bench تراسونوکي دڅينونقاتومراعتول : په بنچ کي دراټولي شوي خاوري اودشيندل شوي خاوري خواص يوشان نه وي نوځکه امکان لري چي شيندل شوي خاوره دځمکي له مايلي برخي څخه وښويږي چي پيښه اکثره هغه وخت مينځته راځي چي په نوموړي ساحه کي زيات باران وشي ، بناً دخاوري دښويدو دمخنيوي لپاره دغه مايلي ځمکي هغه برخه چي راټوله شوي يعني کندل شوي خاوره ورباندي اچول کيږي مخکي ددغه پلان دتطبق څخه بايدوګرول شي دکندل شوي خاوري هغه برخه چي پاتي کيږي دابه ډيره کلکه اوهغه خاوره چي دځمکي په سطحه خوره شوي دابه ډير ه نرمه وي نوپه پورته دواړوبرخوکي دجذب موازينه يامختلفه ده ،ددي لپاره چي دغه اختلاف کم شي اوياروڅخه مخنيوي وشي بايددځمکي هغه برخه چي خاوره ورڅخه کندل شوي نرمه شي ،دخوري شوي خاوري په برخه کي حاصل خيزه خاوره مخکي دڅمکي دخوريدوڅخه دځمکي په سطح قراردرلووده دابه دخوري شوي خاوري په لاندي برخه کي پاتي کيږي اوهغه کمزور ي خاوره چي دکندل شوي ځمکي څخه انتقال شوي ده دځمکي سطحي ته راځي اودځمکي په هغه برخه کي چي خاوره ورڅخه انتقال شوي دي دلته هم کمزوري خاوره دځمکي په سطحه کي پاتي کيږي چي بلااخره دتراس حاصل خيزي کميئـږ ددغه حاصل خيزي دکميدودمخنيوي لپاره بايدمخکي لدي چي دغه پلان په کارواچوبايددپورتني دواړوبرخوله سطحي څخه خاوره راټوله شي اوکله چي تراس جوړشودغه راټوله شوي خاوره په ټوله بر خه دتراس کي خوره کيږي . په څينومواريوکي چي خاوره کمزوري وي اويايوکلکه طبقه دځمکي په سطحه ميمځ ته راشي دتراس جوړول دڅينومشکلاتوسره مخامخ کيږي چي پدي شرايطوکي دتراس بندي سيمتم داجادولولپاره وړانديزنه کيږي .

سرچينې سمول

١- ايوبى .ع . غ : د خاوري ساتنه کابل پوهنتون ١٣٦١ هـ ش کال ٢- توره کى . م . ط : دخاوري سمون ننګرهار پوهنتون ١٣٨٥ هـ ش کال ٣- رفاهى . د. ح : فرسايش آبى وکنترول آن دانشګاه تهران ١٣٧٥ هـ ش کال 4- www.google. Com / search / Terraces/