دحضرت لوط علیه السلام دقوم دهلاکت اسباب.!

د حضرت لوط علیه السلام د هلاک شوی قوم د هلاکت سبب شوی څلور صفتونه چی اوس هم زموږ په ځوانانو کی شته:

اول: شپیلک وهل: د لوط علیه السلام د قوم دا صفت وو چی بل به یی بد کار ته رابلو نو په خوله به یی شپیلک ورته واهه، او دا کړنه اوس زمونږ په ځوانانو کی تر بل هر وخته زیاته شوی ده، که څه هم د اوس ځوانان او خلک د شپیلک مقصد غلط کار نه وی خو ښه کار هم ندی او دا کار د خدای دیر بدی راځی. او منع کړل شوی دی.

دوهم: د لاری او چوک پر سر دریدل:

د لوط علیه السلام د قوم بله نښه دا وه چی هغوی به د تلو راتلو د لاری داسی څنډی ته به دریدل چی د راتلونکی او تلونکی پیغلو او تنکیانو مزاحمت اوکړی. چی دا کار په لوطیانو کی بیخی دیر وو، ان دا چی د الله له خوا د لوط علیه السلام کور ته د انسان په څیره کی لیږل شویو ملایکو ته یی هم مزاحمت وکړ، او د هغوی څخه یی د بد کار غوښتنه اوکړه. او نن صبا ګورو چی سړکان او لاری د ځواناو ډکی وی، او د لاری په منځ کی ولاړ وی، څو مخامخ راتلونکو جینکو ته اوګوری او هغوی ته مزاحمت اوکړی. دا کار د لوط علیه السلام د قوم بده طریقه وه. نبی کریم ص او خدای دا کار ‌‌‌‌‌‌ډیر بد ګوری او خفه کیګی ورباندی.

دریم: پرانستی ګریوان ګرځیدل:

د لوطیانو پټوان چی پر ځان به یی اچولی وه، لکه زموږ او ستاسو کرتی قمیصونه چی اوس باب دی، دوۍ به خپل ګریوانونه خلاص کړی وه، څو خلګ یی غاړی او غاړی لاندی عورت ته اوګوری، او دا کار به یی د جانب مقابل د توجو لپاره کاوه، او نن صبا خو موږ او تاسو ګورو چی ځوانانو تر نامه پوری خپل ګریوانونه خلاص کړی یې، څو خلک یی دا پراخ ځیګرونه او ورباندی شنه ویښتان ننداره کړی، دا کار هم د الله ‌‌‌‌‌‌ډیر بدی راځی او همیشه منع کړل شوی دی.

څلورم: د پرتاګه یا پتلون دیر لاندی تړل:

دا صفت د لوط علیه السلام د قوم په یوه خاصه طبقه کی موجود وه، هغه طبقه چی خلکو به بد کار یا لواطت ورسره کاوه، او دا یی د پیژندلو یو ډول نښه وه، نن صبا دا عادت په ځوانانو کی بیخی دیر شوی دی، چی خپل پتلون د حاصری د لګن هدوکی ته څیرمه تړی، او متاسفانه نپوهیګی چی د داسی کار او عمل سرچینه څه ده.دا کار هم د لویدیځ څخه راوارد شوی او د اروپا همجنس باز(ازیا) اروپای پلان کړی او ایجاد کړی یی دی، چی د بد کارانو هلکانو او پیغلو نښه بلل کیګی.

نو مسلمانانو ورونو او خویندو دا هغه څلور نښی وی چی و لوط علیه السلام په قوم کی موجودی وی، او دا اعمال د لوط علیه السلام د قوم د هلاکت سبب شوی. او دا هغه اعمال دی چی خدای پری ډیر خفه کیګی، او زموږ ځوانان تری ناخبره دی، نو راځی هر څوک خپله ونډه واخلی او دا موضوع او خبر نورو ته هم ورسوی تر څو نور پری هم خبر شی او د داسی اعمالو نه ځانونه اوساتی.


لیکنه : شریف الله وکیلی