دحج فوت والی او هديه
د حـج فـوت والـى
سمولكه چادحج په نيت سره احرام وتړى اودلوى اختردسهاردسپيدو پورى دعرفات پرميدان ونه دريدى حج ئې فوت (قضاء) شو، پر عرفات نه دريدل په سبب دشرعى عذرلكه ناروغى ياد دښمن ويره يا داسى نور احصار يعنى بندوالى بلل كيږى، كه له حاجى نه د عرفات لار وركه شوه ياويده وو دعرفات وخت ورنه تيرشو يا و عرفات ته نه راورسيدى اوداسى نور، فوت يعنى قضاء بلل كيږى پدغه بيان سره داحصار او فوت توپير وشو، پرحاجى باندى لازمه ده چه په عمره سره ځان له احرام نه خلاص كړى يعنى پركعبه شريف دى اوه شوطه طواف وكړى اودصفااومروه ترمابين دى اوه شوطه سعيه وكړى ځان دى له احرام نه خلاص كړى اوراتلونكۍ كال دى دحج قضاء راوړى، كوم دم ورباندى نشته ځكه چه جنايت ئې ندى كړى، عمره نه فوت كيږى په اجماع دامت مرحومه په ټول كال كښى رواده، مګرپه كال كښى پنځه ورځى دى چه د عمرى افعال پكښى مكروه دى لكه دعرفات ورڂ، د لوى اخترورځ اودتشريق درى ورځى، عمره كول سنت دى اوعبارت دى له احرام تړلواوپركعبه شريف طواف كول اودصفا او مروه په مابين كښى سعيه كول، عمره په حنيفى مذهب كښى سنت مؤكدده څوك وايى واجب ده، څوك وايى فرض كفايى ده، حضرت امام شافعى (رح) ئې فرض عين ګڼى .
هــديـه
سمولهغه حيوان چه مكى شريفى ته دتقرب (ثواب) دپاره واستول شى هديه بلل كيږى، دهديى كمه برخه پسه يا وزګړى دى، هديه له دروقسموحيواناتوڅخه رواده، اوښ يااوښه، غويى ياغوا، پسه ياميږه يا وزګړى، په دغوحيواناتوكښى دهديى دپاره ثنى (دوه غاښى) يا ترثنى بالاروادى، دكوكب درى په روايت د اوښانو ثنى هغه اوښ دى چه دژوندپنځه كلونه ئې پوره شويوى، په غويو كښى ثنى هغه دى چه دژوند دوه كلونه ئې پوره شويوى دپسو ثنى هغه دى چه دژوند يوكال ئې پوره شويوى، مګردپسه په ذات كښى دهديى دپاره شپږ مياشتنى ورى هم روادى، هغه حيوان چه پوره غوږ ئې غوڅ وى يائې دغوږ ډيره برخه غوڅ وى يائې لكۍ غوڅه وى يائې لاس ياپښه غوڅ وى يائې يوه سترګه ړنده وى ياهغه ګوډحيوان چه دحلاليدوترځاى پورى پخپله تلاى نشى دهديى دپاره روانه دى، همدارنګه د هديى دپاره ډيرډنګر حيوان هم روانه دى، كه حاجى په جنابت سره طواف زيارت كړى وى يائې له عرفات نه وروسته دښځى سره يوځايوالى كړيوى ددغه دواړوجنايتودپاره دپسه هديه روانده ځكه په دغه جنايتو كښى د اوښ يا دغويى هديه ده، نورنودهرجنايت دپاره دپسه هديه رواده، د اوښ يا دغويى هديه ياقربانى په شراكت د اوه (٧) كسانو رواده خو اوه واړه به نيت دثواب كوى، كه له اوه (٧) شريكانونه ديوه شريك مطلب خپله برخه غوښى وى نودپاته شپږ كسانودپاره دغه شريكه هديه دثواب دپاره روانه ده، دكوكب درى د(٧٨) صفحى په ښوونه دنفلى هديى اودتمتع اوقران دهديى د غوښوخوړل وخاوندته روادى او د نوروهديولكه دجنايت هديه ياداحصارهديه يادنذرهديې دغوښو خوړل وخاوندته روانه دى، د هديى حلالول په هروخت كښى روادى مګردنفلى هديى او دتمتع او قران دهديوحلالول يوازى اويوازى دلوی اخترپه ورځ روا دى، د دم دهديى حلالول بيله مكى نه بل ځاى روانه دى، وروسته له حلاليدونه دى غوښى دمكى شريفى دښار او نورومسكينانوته وركړى خوعرفات ته دهديى بيول واجب نه دى . داوښ په حلالولوكښى ښه طريقه نحردى (نحردځګراواوږى تر هډوكولوړ داوښ دحلاليدوځاى دى) مستحب طريقه داسى ده چه داوښ كيڼ لاس دى وتړى په ولاړى دى ترحلق كښته چه لبه ورته وايى حلال كړى، په غوايى اوپسه كښى ذبح ښه ده (ذبح دحلق پربرابرحلاليدوته وايى) يعنى اول به غويى پاپسه پرځمكه څملوى بيابه ئې دحلق پربرابرحلالوى، كه دچاحلالول (ذبح) زده وى ډيربه ښه وى چه خپله هديه په خپله ذبح كړى ځكه چه ذبح عبادت دى نوعبادت په خپله كول ډيرښه دى، كه هديى والا ذبح نشواى كړاى نوبل څوك دى وكيل كړى او د ذبح په وخت كښى دى هديى والاورته ودريږى، كله چه داوښ هديه حلاله كړه شوه د اوښ ځل اومهاردى هم خيرات كړى، په مزدورى كښى دى و قصاب ته نه وركوى، همدارنګه غوښى دى هم په مزدورى كښى نه وركوى دهديى اكثره احكام داضحيى د احكامو سره برابر دى كه چاله مكى شريفى نه هديه شړله دهغه وسوارلۍ ته مجبورشو پرسپوردى شى، كه سوارلۍ ته اړتيانه وه نه دى پرسپريږى، كه د هديى اوښه ياغوالنګه وه اوشيدى ئې درلودى نه دى لوشى بلكه پرغولانځه دى يخى اوبه ور وپاشى چه شيدى ئې وچی شى كه چا مكى شريفى ته قربانى بيوله اوپه لاركښى مړه شوه نو د نفلى قربانۍ بدله نشته، كه هديه واجب وه نوبله هديه (قربانى) پرواجب ده، همدارنګه كه واجب هديه معيوبه شوه نوواجب ده چه بل حيوان دى هديه كړى دغه معيوب حيوان دى دخپلى خوښى سره خرڅ كړى يادى حلال كړى اوداسى نور، كه دنفلى قربانۍ اوښه دمكى شريفى په لاركښى ومرګ ته نژدى شوه نوخاونددى هغه حلاله كړى اودهغى په وينو دى هغه څپلۍ رنګ كړى چه په غاړه ئى ورځړولى وى بيادى په رنګ شوى څپليوداوښى بغل ووهى، همدارنګه خاوند او نورغنيان خلګ دى ددغى اوښى غوښى نه خورى بلكه مسكينان دى وخورى، دنفلى قربانۍ بدله ورباندى نشته، كه دغه اوښه واجب قربانى وه نوبله هديه (قربانى) به كوى . په مړژواندى اوښى دى هغه وكړى چه خوښه ئې وى، دنفلى تمتع اوقران دهديى (قربانۍ) په غاړه به څپلى ورځړوى اوداحصار اوجنايت دهديى په غاړه دى شى نه ورځړوى .