داوبو دخونديتوب میتودونه

راټولوونکی او پورته کوونکی فیض الرحمن احمدی لغمان پوهنتون کرنی پوهنځی چاپیریال ساتنې او ځنګلاتو څانګه که د لیکنی په اړه کوم نظر وړانديز یا نیوکه لری دمهربانی له مخی یی په دغه شماره راسره شریکی کړی ۰۷۶۶۰۵۶۶۰۹ مننه

د اوبو جوشول: دا میتود اوبه د ناروغیو د ټولو لاملونو څخه پاکوي خو لا هم د اقتصادي ستونزو له امله د دې تطبیق ستونزمن دی. د ابو فلتر کول:

دا د ناروغیو د اسبابو او د پرازیتونو د هګیو د له منځه وړلو لپاره یو ساده میتود دی. دا میتود د اوبو خطرات کموي مګر کافي نه دی چې د ناروغیو ټولو لاملونه له منځه یوسي او اوبه خوندي کړي.

د لمر د وړانګو په واسطه غیر منتن کول د لمر وړانګې ۳۱۵-۴۰۰ نانو میتره وړانګې لري کوم چې میکروبونه وژني او د میکروبونو ۷۰٪ له منځه وړل د ماورای بنفش وړانګو له امله دی. دا ممکنه ده چې شفافې اوبه په بشپړ ډول سره د ماورای بنفش وړانګو سره غیر منتنې شي مګر د ماورای بنفش وړانګو په واسطه د له منځه وړلو اغیزې لږترلږه ۳ ساعتونه د شنه اسمان لاندې او په وریځ کې څو نورو ساعتونو ته اړتیا لري.

کلورینیشن:

کلوروکین یو د لاس رسي وړ او ارزانه ماده ده. دا د اوبو د یو اړتیا وړ ماده ده او په اوبو کې د میکروبونو په وړاندې یو محافظوي ماده ده. دا د اوبو بد خوند او بوی ته بدلون ورکوي او په چټکۍ سره میکروبونه لري کوي او د انساني ناروغیو څخه مخنیوی کوي. کلورین همیشه د فلتري او څښلو اوبو لپاره کارول کیږي او د هغو اوبو خطر چې د تشنابونو څخه راځي کموي.که چیرې د کلورین ګاز اوبو ته داخل کړو نو دا به هایپوکلورس (HCL) + هایپورکلورس اسید (HOCL) جوړ کړي او دا HCL د میکروبونو وژونکی دی چې د ازاد کلورین په نامه هم یادیږي.

د کلورین ۳۰٪ میتود: د هغه کلورین اندازه چې په اوبو کې کارول کیږي فرق کوي، معمولا ۱.۵-۵ ګرامه په هر میتر مکعب یا ۱۰۰۰ لیتره اوبو کې. که په یو لیتر اوبو کې یو ملي ګرام کلورین وي نو کولای شي اکثریت میکروبونه ووژني. نو ځکه کولای شو چې د ۰.۵-۱.۵ ملی ګرامه په هر لیتر سطحي اوبو کې استعمال کړو. خو که اوبه ډیرې ککړې وي نو کولای شو چې په هر لیتر کې ۳ ملي ګرامه استعمال کړو. په دې ۳ لیترو کې به ۲ ملي ګرامه په ۲۰ دقیقو کې مصرف شي او یو ملي ګرامه به پاتې شي.

د کلورین هغه پوډر چې په بیرلونو کې راځې کلسیم هایپوکلورایټ دی (2Ca (OH)). کلسیم کلورایډ (Cacl2) او کلسیم هایدروکسایډ هم شته ( Ca (OH)) چې په اوبو کې د ۲۵-۳۰٪ فعال کلورین سره یو ځای وي. وروسته له دې چې سرپوښ یې لرې شي او د هوا سره په تماس راشي د کلورین مقدار کمیږي نو ځکه باید په یخ او وچ ځای کې وساتل شي.


د کیندل شوو څاګانو کلورینیشن: د سطحي څاګانو غیر منتن کول د میکروبونو، بکتریاوو او وایرسونو د لرې کولو یو ښه میتود دی کوم چې ډایسینټري، چینجیو، نس ناستې، محرقې، فلج او امیبیاسیس لامل کیږي. نن ورځ په افغانستان کې کلورین د سپین رنګ سره راځي او د بلیچینګ پوډرو یا کلورین پوډرو په ۳۰-۷-٪ فیصده نومونو پیژندل کیږي. د کلورین مایع ډول هم ډیر عام دی. د کلورا، نس ناستې، محرقې په پیښو کې د کلورین د استعمال لپاره لاندې میتودونو څخه کار اخیستل کیږي: لومړنۍ ورځ: د اوبو ټول حجم باید په متر مکعب سره محاسبه شي او د کلورین اندازه باید د ټاکلو نورمونو سره سم په اوبو کې مخلوط شي.

د کورنۍ په کچه د سطحي څاګانو کلورینیشن:

V= د اوبو حجم Л= =3.14 D= د څا قطر H= د څا لوړوالی V= ЛR2H

د ۱۰ نفره غړو کورنۍ لپاره د سطحي څا څخه د اوبو مصرف په ۲۴ ساعته کې ۵۰۰ لیتره دی.

کلورینیشن په دوه ډوله دی:

د کلورا و نورو ناروغیو په صورت کې. په دې حالت کې د هر میتر مکعب اوبو لپاره د کلورین مقدار ۱۷ ګرامه دی. دا د مستو د یوې قاشغې سره معادل دی، په لومړنۍ ورځ د کلورین مقدار د موجوده اوبو د حجم له مخې ټاکل کیږي او په دوهمه او دریمه ورځ او وروستیو ورځو کې باید د هغه مقدار اوبه کلورینیټ شي چې د څا څخه راځي. په عادي یا روټین حالت کې: د کلورا د نه موجودیت په صورت په هر میتر مکعب اوبو کې یې مقدار ۷ ګرامه دی او لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه باید د لاندې میتود سره سم وکارول شي:

کلورین باید د اوبو سره په یو سطل کې مخلوط شي بیا باید سطل په احتیاط سره څا ته ښکته شي او وروسته د یو ساعت یا زیات وخت لپاره بیا د استفادې وړ دی. کلورین باید په یو سرخلاصي بوتل کې اوبو کې منحل شي او بیا بوتل د یو تار سره ونښلول شي او څا ته ورښکته او پکې زوړند وساتل شي. د اړتیا وړ ۸.۵ ګرامه کلورین باید وزن او محاسبه شي او د لومړۍ ورځې لپاره د ۳ جدول سره سم وکارول شي او باید لږتر لږه نیم ساعت یا له هغې څخه زیات وخت وروست وکارول شي. په وروستیو پاتې ورځو کې یې باید مقدار د مصرف شوو اوبو سره سم محاسبه شي.

د ډاکار میتود: ۲۰۰ ګرامه کلورین د ۳۰۰ کوچنیو ډبرو سره په تورو سټنډرډ خلطو کې چې د کلک پلاستیک څخه جوړې شوي وي او اندازه یې د 27x20cm شاوخوا کې وي مخلوط کیږي. د متخصصینو له نظره په اوبو کې داسې کلورین نږدې د یوې میاشتې لپاره د ګټې اخیستنې وړ دی. په داسې حالاتو کې د کلورینو خوله تړل کیږي او د کلورین ۳۰٪ پوډر وي اخیستنه دچاپیریالي روغتیا ستراتيژی د عامی روغتیا وزارت