دانفلاسيون اړونده نظرونه
د انفلاسیون اړونده نظرونه
سموللومړي : دانفلاسيون په هکله دکينزيانو نظريا ت :
کينزيان ډير عوامل دانفلاسيون دپيداکيدو مسول ګڼي .١
څرنګه چي انفلاسيون د مريضي يو علامه ده ، نوبعضي پوهان دمجموعي عرضي په پر تله د مجموعي تقاضا چټک زياتوالي دانفلاسيون demand push inflation ))))علت بولي چي دتقاضا زياتولي ممکن ددولت دبوديجي دکسر او ياهم دپيسو دمقدار دزياتوالي له امله وي ، بعضي پوهان عقيده لري چي دقيمتونو لوړوالي ممکن دمزد دلوړوالي لپاره دکاګري اتحاديو زيات فيشار ، عرضي دکمبود ، اويا دضروري وارداتي اجناسو دقيمت دلوړوالي له کبله وي .
په اقتصاد کي دوامداره انفلاسيون دا ظافي مصارفو څخه پيداکيږي ، کله چي د خلکو مختلف ګروپونه ، تصدي ، حکومت او خارجيان تقاضا زياته کړي او يا هم مجموعي مصارفو ته نظر هغه څه ته چي اقتصاد دتوليد دکا مل استخدام په حالت کي کولي شي زياتولي ورکړي ، قيمتونه لوړيږي .
ترڅو پوري چي داجناسو او خداماتو لپاره تقاضا کمه نه شي اويا داجناسو او خدماتو دتوليد لپاره دملي اقتصاد ظرفيت لوړنه شي ، قيمتونه لا پسي لوړيږي .
تر هغه وخته پوري چي ملي اقتصاد دخپل توليدي ظرفيت څخه کم توليد کوي ، دمجموعي تقا ضا هر زياتولي د توليد دزياتوالي سبب ګرځي .
يوه منځني مرحله هم وجود لري چي تر اوسه اقتصاد خپل ممکنه توليد ي ظرفيت ته نوي رسيدلي ، محض دتوليد دبعضي عواملو لپاره دتقاضا زياتوالي ددغه عواملو قيمتونه لوړوي چي دهغي په اثر د اجناسو قيمتونه هم لوړيږي ، ورسته له هغه چي اقتصاد دتوليد دعواملو دکامل استخدام حالت ته ورسيږي ، د تقاضا هر زياتوالي ، فقط تقاضا اضافه کوي اومجموعي توليد پخپل حال پاتي کيږي ، يعني انفلاسيوني پروسه شروع کيږي .
دوهم : دانفلاسيون په هکله دپوليانو نظريات : وموليدل چي کينزيانو دانفلاسيون لپاره مختلف عوامل وړاندي کړل او دپيسو زيات عرضه کول ي په غير مستقيم ډول دقيمتونو دلوړوالي باعث و ګڼل ، دلته مونږ اوس د Milton friedman نظريه تر استفادي لاندي نيسو .
Friedman ورسته دمقدماتي خبرو څخه دپيسو د ماهيت ، وظايفو او تا ريخي انواعو په رابطه واي چي نن ورځ د تبادلي وسيله په عمومي توګه کومه جنسي پشتبانه نلري .
دپيسو مقدار په هر ملک کي د حکومت له خوا تعينږي . يوازي او يوازي حکومت د پيسو د هر زياتوالي مسوليت لري .
چي دغه واقعتونه اوداسي نور سو تفا همونه د پولي تورم عوامل ګرځيدلي دي .
مأخذ
سمول١ شبان محمد انور اسد محمد نعيم سياست پولي و بانکداري در افغانيستان ٣٩ صفجه