داغوجان(اغاجان) کلۍ

داغوجان aghaojan کلی


داغوجان کلی د ګیلان ولسوالی د مرکز جنډی له بازار څخه لویدیځ لورته په دوه کیلومتره کی پروت دی دا کلی تقریبا تر ۲۰۰ کلونو پوری ثبوت شوی او اسناد لرونکی تاریخ لری ټول پښتانه دی او د ترکی په قوم کی د ناخیل له اولادونو څخه دی په خپل منځ کی څلور ډلی لری: مزیدخیل؛یعقوب خیل؛آیدل خیل؛جلال خیل؛ له دوی پرته ځینی نور قومونو هم میشت دی ډیر خلک یی په کرهڼه بوخت دی او په تیرو څو کلونو کی تعلیم هم ښه پرمختګ پکی کړی یوه عالی لیسه او یو ابتداییه مکتب لری چی هر کال تقریبا ۴۵-۶۵ پوری ددولسم ټولګی فارغین لری څلورو طرفونو ته یی: شمال ته یی د شینکۍ کلی او مقر ولسوالی ختیځ ته یی د جنډی بازار او کابل کندهار عمومی سړک جنوب ته یی د زابل ولایت شاه جوی ولسوالی لویدیځ ته یی د ګوهاراو دظابت کلی دی تقریبا ۴۰۰۰تنه نفوس لری په دی کلی کی اوس مهال انګور او مڼی ډیری کرلی شوی دی او دا میوی یی دعاید اصلی سرچینه جوړوی ځمکی یی ډیر وخت د یوه کاریز داوبو په وسیله خړوبیږی مګر ځینی ځمکی یی دڅاهانو داوبو په مرسته هم خړوبیږی ځینی نښی چی دا کلی پری پیژندل کیږی هغه داغوجان عالی لیسه ده ځینی مسجدونه چی په دی کلی کی شته؛ عمر دکلی مسجد. تورماما مسجد. مسعود مسجد. دغټ دکلی مسجد. او دچمبر دکلی مسجد په زیاته اندازه کشمش هم لری چی د مقر ولسوالی په بازار کی خرڅیږی