د خټکو د قبيلې تاريخي شاليد زمونږ ددې بحث موضوع د خوشال خټک د ژوند په يو اړخ ((توره)) باندې خبرې کول دي.

څرنګه چې ژوند په ټولنه او يو واحد ټولي او ځانګړي جغرافيوي موقعيت پورې اړه لري،نو لکه څنګه چې زمونږ د شاعر له تخلص نه دا معلومېږي چې خټک پښتون دى، اړينه بولم چې ، د خټکو په هکله يو څه لنډه تبصره وکړو چې د خوشال خټک د ژوند انګېزې او ټولنيز چاپېريال ځينې اړخونه را څرګند شي. 

په لومړي پلا کې خټک د جنوبي وزيرستان د شوال په غره کې چې د سليمان د غره شمال لويديځه لړۍ ده، اوسيدل د شوال وادي په بنو کې موقعيت لري. دوى تقريباً شپږ سوه کاله د مخه له هغه ځايه د اوسني صوبه سرحد د بنو ضلعې ته راغلل او هلته يې د هوني(هني) او منګلو له قبيلو سره چې د دوى په څېر کرلاڼي وو، استوګنه غوره کړه. څه موده وروسته د کرلاڼيو يوي بلې قبيلې شتيک چې اوس د بنوڅيوو په نامه ياديږي، د شوال خواته کوچ وکړ او له هغه ځايه يې د هوني او منګل قبيلې وشړلې او هلته مېشته شول. خټک هم له دوى سره استوګن شول او صدرون نهر او شاوخوا سيمې يې په ولکه کې وې. خو څه موده وروسته يې شيتکو سره د دښمنۍ په وجه دغه ځاى پرېښود او د کوهاټ شمال ختيځه سيمه کې خواره شول. ورو ورو د کوهاټ نورو خواو کې سره خواره شول. د کوهاټ دغه سيمې د چوترې، ټېرې، لاچي، کربوغه، شکردرې او نورو واديو څخه عبارت دي. کله چې خټکو پر دغه سيمو قبضه وکړه نو د اوسني کوهاټ د ضلعې شمال ختيځو ځمکو کې اورکزي پښتانه اوسېدل. په کال (١٣٩٨ع) کال د پښتنو يوې بلې قبيلې بنګښو د کُرمې د وادي له خوا نه کوهاټ ته په ليږد پيل وکړ او ددې ضلعې د لويديځو پولو نه تېر شول او کوهاټ ته يې تګت راتګ پيل کړ. خو لږه موده وروسته يې د اورکزيو سره شخړه پيښه شوه . په دې جګړه کې خټک د بنګښو ملګري ؤ. په پاى کې دوه فيصله کوونکې جګړې وشوې. اورکزيو ماتې وخوړه او د کوهاټ شمالي غرونو ته ولاړل چې تر اوسه همغلته استوګنه لري. د اورکزيو څخه د رسيۍ سيمه هم د خټکو لاسته ورغله او په شمال ختيځې برخې باندې يې خپله پراختيا جاري وساتله او د زېړه او نيلاب وادي ګانې يې خپلې کړې پدې ډول خټکو د کوهاټ په ډېرو برخو قبضه وکړه او استوګن شول. هغه خټک چې د خوړې له لارې راتلل، نو يې د شمال لوري ته پرمختګ وکړ او د کابل سيند جنوبي غاړې پورې ځايونه يې په واک کې راوستل. دوې د خوړې لويديځ لور ته هم پرمختګ وکړ او د اوسني چراټ ، څيړۍ او د اسماعيل خيلو ډاګ سيمې يې خپلې کړې. دغه سيمې اوس د نوښار يوه برخه ده. پدې سيمو سربېره په مردان او صوابۍ کې هم د خټکو څو کلي شته. خو په صوبه سرحد کې د خټکو زيات شمېر په کوهاټ او پيښور کې ميشته دي. خو هغه خټک چې د کوهاټ په جنوب ختيځه برخه کې پرمخ تللي نو هغوې د شکردرې د سيمې په جنوب کې د پنجاب ميانوالي د ضلعې د عيسى خيلو پر خوا پرمختګ وکړ چې اوس دغه سيمه د پنجاب پورې تړلې ده او خټک په کې د نورو پښتنو سره کډ اوسيږي او اوس ورته بنګي خيل وايې. دوې هلته په کهد قبضه وکړه . دغو جنوب ختيځو اوسيدونکو ته ساغري وايي. د خوشال خان لنډه پېژندنه خوشال د مغلي پاچا جهانګېر په وخت کې په (١٠١٤__١٠٣٦) هـ. ق کال د خټکو په همدغې خانۍ کې يو ماشوم نړۍ ته سترګې پرانستې. چې کله لوى شو ، ځوان شو، او خان شو ، نو يې دخپلې خانۍ د سياست په ساحه او په عام ډول د فرهنګ په ساحه کې دومره کارونه وکړل، چې اوس يې د پښتنو او سيمې په سياسي، او اجتماعي او فرهنګي تاريخ کې کارنامي ځلاندې دي او نوم يې مرګ نه مني دا شخص د خټکو د قبيلې نوميالى خان خوشال خان دى چې خپله بيوګرافي په خپله ژبه داسې بيانوي. راشه واوره دا داستان نيک و بد په کې عيان زه خوشال د شهباز خان يم چې تورزن يم کان په کان شهباز خان د يحي خان ؤ چې بل نه وه هسې ځوان يحى خان د اکوړي ؤ چې په توره شو سلطان هم په توره مېړنى ؤ تېر انداز و سخ کمان هم يې توره وه هم يې ديګ ؤ هم يې خلق ؤ هم احسان همدارنګه خوشال خان د شهباز خان ځوى ؤ د يحيى خان لمسى او د ملک اکوړي کړوسى ؤ او ملک اکوړى د درويش محمد چې په (پنجو) مشهور ؤ ځوى ؤ.خوشال خان په ( ١٠٢٢ هـ.ق) کال د خټکو د اکوړي په سرأى کې زيږيدلى دى. خوشال خان دخپلې کورنۍ په غيږ کې لوبېده، خو له کوچنيوالي څخه دده ژوند له ځېنو حوادثو سره ملګړى و. مثلاً:


خوشال خان د شپږ اوو کالو په سن په (١٠٢٩هـ.ق) کال لنډي سيند ته ولويد. دى د کور د خدمتګارو ښځو سره هلته تللى ؤ. ښځو جامې مېنځلې. د دوى له سترګو غايب او سيند اخستى و . ددې ښځو کوزپلو ته د شاه عالم ښځه او د اصف مور دولتۍ د سيند په غاړه ناسته او جامې يې مېنځلې خان په سيند کې ډوب و او چا نه ليده. ناڅاپه په سيند کې د وريښمو څوڼکۍ دولتۍ وليده. لاس يې ورواچوه ګوري چې ماشوم خوشال راپورته شو خيټه يې له اوبو ډکه او بې هوشه و. مېنځې پرې راټولې او فريادونه پورته شول پړمخې يې واچوه، اوبه يې له خولې له لارې بهر او ماشوم په هوش راغى او خداى ج له مرګه وساته. همدارنګه بله حادثه ورته په (١٠٣٠هـ.ق ) کال د عمر په اته کلنۍ کې ورپيښه شوه. پېښه داسې وه چې خان د هلکانو سره لوبې کولې . اوړى ؤ . ناڅاپه توند باد اوګرد سره راوالوته. او پاس په څپره پوزى غوړيدلې ؤ چې لوى لوى کاڼي يې پرې ايښي وو کله چې باد پوزى راواخسته نو کاڼي ورځني ورغښتل او د خان په سر ولګيده او وچولى يې دوپاره شول او د(٧ ) ورځو درو درملو وروسته په شعور راغى او خداى ج بچ کړو.

په (١٠٣٥ هـ.ق) کال د سن په ديارلس کلنۍ کې د پلار سره يې د يوسف زيو په جنګ کې برخه واخيسته او په غشې يې پښه ټپي شوه. غشى له پښې څخه د انبور په زور راکش کړى شو. او پلار يې هم په همدې جنګ کې سخت ټپي او له پنځو ورځو ناروغۍ او فلج وروسته مړ شو . بله حادثه ورته په (١٠٤٠هـ.ق) کال په آخر کې خان ته د سختې اوږدې تبې ناروغي پيښه شوه . دده دغه ناروغي د لمړي واده پر محال وه. همدارنګه خوشال خان په شل کلنۍ کې په شعر ويلو پيل کړى دى ، او په (١٠٧٢ هـ.ق) کال د اورنګزيب د سلطنت په درېم کال محمد حسين (داروغه) د اټک حاکم مقرر شوى ؤ. خوشال خان د هغه د لېدو د پاره د بېړۍ په وسيله هلته روان شو. ماښام مهال ؤ چې بېړۍ د ډبرو سره وجنګيده او دوه نيمه شوه. دده تخته د کاڼو په مينځ کې ونښته او نور ملګري يې چې بهرام او سعادت خان زامن هم پکې وو جنوب خواته لاړل چې دې پېښې خان ډېر په اندېشنه کې اچولى ؤ مګر ناڅاپه ورته کشتۍ راورسيده او وژغورل شول. همدارنګه ((بابا)) په (١٠٧٤هـ.ق) کال مغولو ونيوه او ډهلي ته يې لاس تړلى بوت . او په (١٠٧٧هـ.ق ) کال په ډهلي کې د نظر بندۍ په شپو او ورځو کې له آسه راپريوت او ژوبل شو. همدارنګه په (١٠٨٤هـ.ق) کال يې د سترګو نظر کمزورى شو او د خپلوانو، عزيزانو، زامنو د بدمرغيو او نفاق او مغولو ته د خدمت او طمعې له امله چې خواو شا ئې نور څوک پاتې نه وو په (١٠٩٨ هـ.ق) کال يې ډنبرې ته هجرت وکړ او هلته هم د بهرام له لاسه ارام نه ؤ . په پاى( ١١٠٠) هـ. ق کال يې خپل روح حق ته وسپاره . د خوشال خان زده کړه همدارنګه که چېرې د خوشال خان د زده کړې برخې ته راشو. په دستار نامه کې راغلي دي ((زمونږ !ستا د شاه اويس صديقي ملتاني ډېر بزرګ متبرک سړى ؤ. د علوم ظاهري او باطني برخمن ؤ. له دې يادونې څخه دومره پوهېږو چې خوشال خان له شاه اوېس صديقي ملتاني څخه زده کړه کړې وه. (١) هغه يې استاد ؤ . خو لکه استاد کامل چې ويلي دي: (( دا نده ښکاره چې له هغه نه خوشال خان کله ، چېرې او څومره وخت زده کړه کړې ده)) مګر د خوشال خان بابا د زده کړې په باب سړى دا ويلى شي، چې ده د کور په جومات او سيمه ييزه مدرسه کې درس ويلى دى اما دا نده ښکاره چې ده څومره وخت او د ژوند تر کومه کاله پورې د زده کړې لړۍ جاري ساتلې ده. اما د خان لدې لاندې بيتونو ښکاري چې د ښکار مينه دومره پر ده غالبه وه، چې درس او د علم حصول ته يې نه پرېښوده لکه چې بابا ويلي دي: طـــــبيـــعــــــت مـــــې عـــــطــــــــايــــي نــــــه د تـــــحـــصـــيـل دى کــــــــــه خــــــــبــــر يــــــــــم د اِمــــــــــلاء پـــــــه استــــــــعـــمـــــــال يـــو سـاعــت بـــه مـــې پـــه درس شــــل مـــــــې پـــه ښــکــــار وو کــــــلــــه ښــکـــــار پـــرېــــښـــــووم پـــه کـــســـب د کــــمـــــــــال

        د جــــــــهــــــــان تــــحـــــصــــيــــــل بـــــــــه کـــــــل واړه زمــــــــا ؤ

کــــــه اخـــــــتـــــه نــــــــــه واى د ښــــکـــــار پــــه اشتـــغـــــال (٢) مګر علامه پوهاند عبدالحى حبيبي د خوشال مرغلرې د مقدمې په (١٨) مخ کې ليکلي دي: ((خوشال خان په کوچنيوالى کې د خپلې زمانې مروج علوم ټول ويلي وو. دده له کلامه ښه ښکاره کيږي چې ده اسلامي علوم لکه : فقه ، حديث، تفسيراو نور عقلي او فلسفي علوم لکه: منطق ، حکمت او ادبي

علمونه ، فصاحت او بلاغت اصول ، لکه : معاني ، بيان، عروض، قافيه او نور ټول ويلي او عالم ؤ.)) د خپل وخت له ځېنو مشهورو عالمانو سره يې ناسته ولاړه هم درلوده له هغو څخه يو هم مولانا عبدالحکيم سيالکوټى(١٠٤٧هـ.ق) (مړ) دى. دى د جهانګير او شاه جهان په دورانونو کې د نيمې وچې له جيدو عالمانو ؤ . خوشال جنګيالى او مېړنى شاعر پـــــــــه دنـــــــــيـــــــا د نــــنــــــــــګــــــــــالـــــــي دي دا دوه کــــــــــــــاره يــــــــابــــه وخــــــــوري کـــــــــکــــــــرۍ يـــــــا بـــــه کــــامـــران شــــي خوشال خټک ستر شاعر، مېړنى او جنګيالى، ښه نثر ليکونکى، د سياسي او ملي جنبش لارښوونکى او هم د خپل وخت په علومو کې پوره وارد وو. د خوشال خان په اشعارو کې که څه هم عرفاني او هيو مانيستي افکار ليدل کيږي ، خو هغه د ګورګانيانو له تسلط څخه د خپل ملت د ژغورنې له پاره د عدم تشدد او د مينې او محبت نغمې نه غږوي، بلکې باالعکس په توره تکيه کوي. خو خوشال بابا وائي: پــښـتانـه چـې نــور څــه فـکـر کــــا نـاپـــوه دي بــــې د تورې خـــلاصـــــــى نــشتـــته په بل کــار خوشال خان ته ځکه جنګيالى شاعر وايو چې دده ژوند، د جنګ او رزم يو تابلو ده ؛بلکې هنداره ده دده شاعري د جنګ او جدل په خبرو ډېره درنده ده ؛خوشال خان خپل د ژوندانه احوال له زوکړې تر وروستيو شېپو پورې د نظم ژبې ته ډېر ورسپارلى؛ خوشال خان په يو لاس کې قلم او په بل لاس کې توره څرخولې. او خپله مېړانه يې په قلم او توره کې د سترو نومونو په لړ کې د لومړيتوب تر حده رسولې. دده ادب، مروت، غېرت، عزم، سخاوت، ، نيلى ده په خپله هومره تېزلى، چې د مبالغې کولو باک يې نه دى پريښى . بابا وايې. که سخا ده او که توره که خامه ده

په دا درې توکه زما تللې نامه ده



ده خپله توره او مېړانه په رښتيا هم اثبات ته رسولې او خلکو ورسره منلې هم ده. دى يو فوق العادة انسان ځکه ؤ . چې د ژوندانه هر اړخېزه تجربه يې لرله. هم عاشق ؤ. هم ملاؤ. هم عسکرؤ . هم پېشوا. او همدارنګه طيب او مفکر شخصيت ؤ؛ خو مېړنى او جنګيالى ډېر ؤ دى په خپله دا دعوه کوي. او وائي. لا تراوسه يې ماغزه په قرار نه دي

چا چې ما سره وهلى سر په سنګ دى

لا په خوب کې په لړزه پرېوځي له کټه

چې د چا تر غوږو زما د تورې شرنګ دى

د خوشال په شعر کې د تورې د ماهيت تنوع: زمونږ ددې بحث بنسټيزه موخه يوازې او يوازې د ستر او اتل خوشال خان ((بابا)) د شخصيت او کرکټر په داسې اړخ باندې خبرې کول دي؛چې د پښتون کهول او ولس د آرې تومبلې (غيرت، مروت، سرښدنې او کلتور) څرګندونه پکې وشي. دا چې د ((بابا)) ټول ژوند د رزم او بزم په ځليدونکو پلوشو کې را ايسار دى؛خو دا هم بايد له هېره ونه ويستل شي؛چې دده ژوند او سيرت د پښتون ولس د ابدي حريت او خپلواکۍ په هيلو او بلن ښکاري. لکه د مخه مو چې وويل د ((بابا)) ژوند د تورې ښکار او جګړو سره لکه د روح او جسد يو ځاى پاتې شوى؛ خو ده توره بيا داسې څرخولې، چې هم ترې غليم د وينو څاڅکې توى شوي او هم د پښتون ولس د دود او دستور ولوليز شرنګهار د کرغېړنو ميرځمنو تر غوږو رسېذلې په دې هکله بابا په خپله داسې وايي: لا په خوب کې په لړزه پرېوځي له کټه

چې د چا تر غوږ زما د تورې شرنګ دى

خو د ((بابا)) په اشعارو کې توره يوازې توره نه؛بلکې د غيرتي ولس د ميړانې، غيرت، ننګ او ولسي سمبوليکو اشعارو په څېر راوړل شوې ده. ددې له پاره، چې د بابا په اشعارو کې د تورې بېلا بېل اړخونه تر څېړنې لاندې ونيسو اړينه بريښي چې د بابا دې وينا ته د قناعت غاړه کېږدو چې دى يوازې د تورې ميړنى نه وو؛بلکې د تورې تر څنګ د قلم او سخا داسې دعوى کوي چې په خپل ژوند کې يې څرګند مثالونه وړاندې کړي؛وايي که سخا ده او که توره که خامه ده

په دا درې توکه زما تللې نامه ده

دده دا دعوه يوازې د پښتون ولس پورې چا منلې نه ده؛ بلکې: نورو نړۍ والو هم ورته د تابعت غاړه کوزه کړې. اقبال لاهوري وايي: راز قومى ديد و بى باکانه گفت

حرف حق با شوخي يې انرا نه گفت

د ((بابا)) د عظمت او شجاعت اوازې تر لويديځه هم د خلکو غوږونو ته رسېدلې په دې هکله د لندن خوشال پېژندونکى((بيد ولف: په خپل کتاب کې چې په (١٨٩٠ع) کال په انګلستان کې خپور شوى دى، هلته د خوشال خان (١٥) قصيدې (٤٦) قطعې او يو ترجيع بند په انګريزۍ ژبه ترجمه کړى او دده په باب يې ويلي دي . ((خوشال خان ډېر لوى استعداد او زبردسته پوهه درلوده. هېڅ مضمون نه دى پاتې چې ده په شعر کې نه وي ويلى. دده په اشعارو کې د وطن مينه او جذبه ده. د وطن خواهۍ جنبه لري.)) په اسلامي انسايکلوپيديا کې داسې ليکل شوي دي: ((خوشال خان توريالى شاعر او مشهور خان ؤ، دده اشعار له وطن خواهۍ ډک دي...)) مشهور ختيځ پوه استاد اسلانوف: په خپل اثر ((د روښانيانو ملي نهضت)) کې داسې ليکلي دي: ((په پښتو کې د شعر او ادب تر ټولو لوى سړى خوشال خان ګڼل کيږي. دى د خټکو د قوم مشردى ، شاعر دى، سپه سالار او جنګي شخصيت دى.)) ځوان شوروي ختيځ پوه ډاکټر ګيرس: په خپل اثر ((د افغانستان ادبيات)) کې د خوشال په باب يو لوى څپرکى ليکلى او داسې نظريه يې څرګنده کړې ده: خوشال خان خټک د کلاسيکې دورې نامتو شاعر او د پښتو ادب پلار ګڼل شوى دى. خوشال خان د پښتو ژبي د ملي ادبياتو په پراختيا کې د قدر وړ خدمتونه کړي دي. خوشال خان په خپلو اشعارو کې د خپل وخت تاريخي مختلفې پېښې انځور کړي دي. څه چې دده په اثارو کې ډېر د قدر وړ دي او د خلکو پاملرنه ځانته راګرځوي هغه دده د ازادۍ مفکوره ده چې غوښتل يې د فيوډالي ظالم حکومت څخه خپل قوم وژغوري او يو ملي حکومت جوړ کړي. اوس به دې بحث ته راشو ؛چې د بابا په اشعارو کې د تورې بېلا بېل اړخونه او اشعاري تعبيرونه راواخلو: ١- توره کټ مټ د تورې په حيث: خوشال خان د سردارۍ له پاره که نور هر څه اړين ګڼي خو توره هم د سلطنت او سردارۍ يو بنسټيز اصل ګڼي او وايي: ورکول ، تورې وهل دا دواړه بويه چې پرې چار د سردارۍ شي انصرامه

ددې تر څنګ بابا توره خپل پلارنى ميراث ګڼي: ځان ګهي لرم په سر کې

په ميرات د تورو شور

يا : هغه کار لکه دوه تورې سترګې وکا

هسې کار نشي په توره په لښکرې

اوس به وګورو چې خوشال خان ((بابا)) توره د پښتون ولس د تورزنتوب او مېړنتوب د سمبول په حيث څنګه بولي: د خوشال توره د افغاني سمبوليزم د يو سمبول په حيث. پر سمبول او سمبوليزم باندې د پوهيدنې په موخه اړينه بريښي؛چې په سمبول او وروسته په سمبوليزم ځان وپوهوو. سمبول (symbol) د علامت او رمز اصطلاحي معنا ده يا د يوې واقعې مجازاً د خپل ځان نه لوى د يو بل شي نمايندګۍ کولو ته وايي. د يو لفظ مجازي مفهوم ته سمبول وايي او په امانت ډول د يو نوم اخستل د يو بل شي لپاره راوړل چې يو ځانګړى مفهوم افاده کړي سمبول ورته وايي؛لکه د شمعې کلمه چې دعلم لپاره په رمزي ډول راوړل کېږي او يا هم د زمري کلمه چې د مېړني له پاره هم راځي. د بېلګې په توګه : فلانى ډېر زمرى سړى دى يعنې ډېر مېړنى سړى دى. لکه پخپله د ((بابا)) دا بيت: د زمريو مړنتوب په لښکر نه شي

مټ يې هر کله يوازې په خپل ځان شي

همدې نښې راوړنې ته سمبوليزم او وينا والو ته يې سمبولستان وايي. خوشال خان توره د يو داسې سمبول په حيث نه ده راوړې چې يو توکيز مفهوم په هر اړخ کې په سمبوليکه توګه ولېږدوي ؛بلګې ده توره د رنګا رنګو مفاهيمو لپاره کارولې ده؛ مثلاً دلته توره د هوډ او عزم له پاره رمز نه ، ګرځېدلې: د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګيالى د زمانې خوشال خټک يم



غيرت : هر کله چې کوم ويي د يو بل ويي له پاره کنايه کيږي خامخا به د هغه بل ويي سره، چې کنايې نسبت ټينګوي يو معنوي تړون به لري؛ لکه: که ووايو فلانى د زمري زړه لري په دې معنى چې هغه زړ ور دى؛ همدې ته ورته بېلګى ((بابا)) په خپلو اشعارو کې ډېرې راوړي. دلته خوشال خان په عشق کې غيرت کول يوه داسې مرتبه بولي؛ چې د دوزخ اور هم ددې مرتبې پر وړاندې مقاومت نه شي څرګندولى او مين ته د ابدي ژوند د هوساينې زيرى ورکوي. همدا ((غيرت)) د تورې په حيث شاعر داسې راوړي: د دوزخ لمبې به نه رسي عاشق ته

چې د عشق په توره مړ شو هغه مرحوم دى

د ((بابا)) شعر د فوق العاده ذهن محصول دى او په لفظي او معنوي هنر پسوللې ويناوې کوي. همغه د غيرت مفهوم په دې مصرو کې په بل انداز کې افاده کوي هغه داسي چې : په زړګي باندې دې توره سوى داغ شي

چې دې توره يا پيسه وځي له کوره

هنر کله چې خوشال د پښتون ولس د ژوند د خپلواکۍ راز په هغه ټاکلي وخت کې بې له تورې بل قوت او ځواک نه ويني؛ نو د پښتون لپاره تر هر څه هم دا د تورې هنر ډېر ضروري او ښه هنر ګڼي او له تورزن سړي څخه ځان لوګى کول غواړي او داسې وايي: چې څرګنده سربازي کاندي د تورو

زه خوشال خټک تر هسې هنر جار شم

همدې پورته وينا ته خوشال لا د تاکيد مخ وراړوي او توره او مېړانه داسې يو هنر ګڼي چې د خداى ج له برکت سره يې يو مثبت حرکت بولي: يا تکيه د يوه خداى ج ده يا دتورې په جرګو مرکو نه شي کار تمامه

که دې نقش د تورې کښېني راته غوږ کړه

کامروابه شي هاله له هر کامه

توره په مذهبي تېکي کې: خوشال د خپل څو بعدي شخصيت په توګه د ټولنې په هر راز پوه دى د ټولنپوهنې په سرخېلانو کې ځکه شمېرل کيږي چې په ټولنيزو مسايلو کې يې ښه لاس درلود. دده فوق العاده شاعري په عشق، فلسفه ، جماليت، حماسه او تشبيه سره سره د مذهبي پلوه هم خورا بډايه ده. دا چې زمونږ غرض دده په شعر کې د تورې تر څنډو پورې راڅرخېږي ؛ نو وبه ګورو، چې توره په مذهبي ويناو کې څه رنګې ځايوي. په تصو ف کې دا حال وي؛ چې صوفيان بې له خدايه نور هر څه نشت او معدون بولي او له خداى ج پرته د بل هېڅ شي مينې ته په خپل زړه کې ځاى نه ورکوي. خوشال بابا هم توره، مذهب او ورځنۍ اصطلاح لو(رپېدنه) د نظم زرين قالب ته داسي غورځوي: درويشان د (( )) په توره

هميش لو د ما سيوا کا

همدا مضمون بيا لا پسې فصيحه ژبه داسې بيانوي : عاشق هر زمان غزا که

په تېره توره د (لا)

بيا د مذهبي پيروۍ له کبله دا عقيده ډېره نه خوښوي چې يو سړى دې لاس تر زنې کښيني سوبه او کامراني دي د قضا په پولې پورې تړلې وبولي او بيا دې ځان هم ميړنى وګڼې راځي؛چې د خوشال خان خټک دې بيت ته مخه کړو: هغه هېڅ ميړنى نه دى

چې په توره د قضا خوري

خوشال دې ته ورته اشعار په تصوفي بڼه ويېلې دي دى په ټولو عرفاني او مذهبي رمزونو پوه شخصيت ؤ. ده د تصوف او عرفان بنسټيزه توحيدي مسئله په يو څو لنډو او هنري ټکو کې بيان کړې هغه داسې وايي چې: په هر څه کې ننداره دهغه مخ کړم

چې له ډېرې پيدا يې ناپديد شه

مخ د يار له خط وخال مستفني دى

د غني وي هر اسباب له خپله کوره

دا او دې ته ورته مسايل د وجودي او شهودي توحيد په هکله د خوشال خان ډېر اشعار شته، جې دلته يې راخستنه زمونږ له موضوع سره اړخ نه لګوي . د خوشال بابا په اشعارو کې هر هغه څه نشته چې د نورو په اشعارو کې نشته او د فنونو په لحاظ د رومانيت ، کلاسيزم، سمبولېزم اړخ جوت دى؛ خو ريالېزم يې غالب دى. لکه څنګه چې څرګنده ده؛ دده شعر کې توره، ښکار او ښځه په ټولنيزه توګه بيان کړې. حتى دده فطري ذوق دومره غالب دى چې په مذهبي ويناو کې هم د ښځې لطافت بيانوي او خپل اورېدونکي دې ته متوجې کوي؛ تر څو دده وينا په غور واوري: مثلاً : زه هاله د عافيت ناوې قبول کړم

چې هوس يې په کابين راڅخه يووړ

خو أدبي فنون يې هم په فکري لحاظ خورا هنري دي او د بلاغت او فصاحت په اصولو داسې استوار دي چې د نوښت درجې ته رسېدلې . دا چې زمونږ بحث د تورې پورې ايسار دى؛ نو اوس به وګورو چې توره يې په فني لحاظ څنګه د شعر په امېل کې پېېلې ده: تشبيه: تشبيه هغه وخت د يو شي لپاره راوړل کيږي چې معنوي او شکلي يو والى ولري او يو تشبې کړى شوى څيز د تشبې شوي څېز سره داسې خيالي او انځوريز ځواک ولري؛چې خپل معنوي او مجازي ارزښت اورېدونکي يا ليدونکي ته تداعي کړي. اوس به تشبيه داسې تعريف کړو : تشبيه: هغه حال يا حالت چې د بل حال يا حالت سره ورته او يو شان وبلل شي تشبې ده . دا چې په تشبې پوهـ شو اوس راځو چې ((بابا)) توره څنګه د حالت او شي سره تشبيه کوي : توره که د وروځو سره تشبه شي مناسبت به يې ډېر ښکلى وي؛ځکه چې د وروځو څوکې هم د تورو په څېر راماتې راماتې دي. او د خپل لطافت له کبله د عاشق زړه ته د تورې مښت وربښي.

بابا وايي: ددې دي تورې سترګې لکه دوې تورې بلا

دوې دي تورې ور وځي لکه دوې تورې تر ملا

توره بيا د مېړاني سره يو لازم او ملزوم توکى دى د مېړانې او توريالي ښکلا او ګاڼه د هغه په لاس کې همدا توره ده بابا ښايسته د خپل جمال څخه ناخبره ګڼي او وايي چې مېړني هم له خپلې تورې ميړانې او مروت نه په دې سبب ناخبره دي چې دا دده فطري ځواک دى بابا هم لکه د ولس دې خبرې ته پام کړى. چې :

  ښايست دا نه وي چې خپل صفت کړي

ښايست هغه دى چې يې بل صفت کوينه

((بابا )) داسې وايي: مېړنى په خپله توره نظر نه کا

ښايسته په خپل جمال دى نابينا

که چېرته سپينې لېچې د سپينو تورو سره تشبه شي ښه بريښي او که سره لاسونه ته عاشق داسې يو ملت پورې چې د معشوقي په نکريزو سره لاسونه په اصل کې په نکريزو سره نه دي؛بلکې دا د مين په وينو سره دي دا به يو ښه علت وي ډېر مهال د حسن تعليل علت د تشبې او استعارې په شکل ښودل کېږي؛ چې دلته د تشبې په توګه داسې راغلي. لکه : سپينې لېچې تورې ګذاروته نيولې

سر موې د عاشق په وينو لاس تر مړوندونو

پښتانه د خپل قبيلوي ګروهي او دودېز کلتور له کبله توره د مېړانې عصمت او عفت سمبول ګڼي او په دې کار کې خلوص او سپيڅلتيا مهم رکن ګڼي؛ لکه څنګه چې پاکي او سپيڅلتوب له دين څخه بولي؛ همداسې توره،ريښتينوالي په قانون کې يو مهم اصل دى باباوايي: که عصمت عفت له دينه

توره هم ګڼه ته سپينه

نو عصمت او عفت يې له تورې سره تشبې کړي. استعاره: په لغت کې امانت اخيستلو ته وايي. او په اصطلاح کې داسې يوه کلمه په وينا کې راوستل چې د اصلي معنا نه پرته بله معنا وښندي او په کلام کې د خپلو لوازمو او قرينو له کبله پېژندل کيږي؛ چې قرينه داسې يو طرز دى په وينا کې مخاطب له غير مقصودې وينا څخه مقصودې وينا ته متوجه کوي. کله چې د عاشق او معشوقې تر منځ د عشق نزاکتونه پېښ شي دې نزاکتونو ته که عاشق د جنګ نوم واخلي بد نه ايئېږې او که شاعر دا جنګ د تورې او خونرېزۍ سره بدرګه کړې يو ښه شاعرانه تسلسل پيدا کېږي او که چېرته باڼه غشي وګڼو او د غشو په غاړه د تورې اېښودلو خبره وکړو دا به ترې جوته شي چې له دې څخه مراد وروځې دي . بابا وايې: .

بيا دي جنګ وته خونرېزه شمله پرېښوه 

چې دې توره د غمزې په غاړه کېښوه

حق ناحق به دې په دا توره وژل څوک

دلته توره د وروځو لپاره استعاره شوې، چې قرينه يې غمزه ده يا همدې ته ورته يو بل مثال دده له اشعارو نه د نمونې په څېر را اخلو : خلقه دې همګي واړه تر پښې شوه

ما وې اوس دې د غمزې توره په کې شوه

دلته توره وينو سره استعاره شوې او قرينه يې غمزه ده.

توره او نور بيلا بيل اړخونه

که کشمير يو وخت د پښتنو په لاس کې او يا کابل د پښتنو مرکز دى خوشال خان د توري برکت او ګټنه بولي او هغه کسان په سندرو کې ستايل کيږي او يا يې په مرګ خلک وير کوي چې په توره ميړنى، نو وايي: 
کل ګټه ده د توريگ که کابل دى که کشمير 

ميړنى دي چې ياديږي په سندرو يا په وير په جهان کې چې د ملک ګيرۍ توفانونه راغلي دي او ځينو ولسونو پر نورو ولسونو حکمرانۍ کړي دي او هغو ملکونه يې نيولي او د ځان کړي يې دي دا څه د خداىج پر پار نه دي بلکې جنګونه يې کړي دي، وينې يې بيؤلې دي، قربانۍ يې ورکړې دي، نو که پښتانه غواړي چې له خپلې پښتني خاوره د نورو له تجاوز څخه وساتي او يا د نورو لاسونه له خپلې پښتني خاورې څخه لنډ کړي او يا دخپلي پښتني خاوري ځېنې ټولې بېرته د ځان کړي او د پښتنو يو لوي متحد ملت جوړ کړي، نو بايد توريالي اوسي او د هر تجاوز ځواب ته حاضر او هرې قربانۍ ته اماده وي، ځکه چې ملکونه په مفته نه ساتل کيږي او نه خپل حق په مړه خوله څوک له چا اخستلاى شي، خوشال خان همدا وايي: چې وند وهي په دواړو لاسو توره

چا ملکونه په ميراث نه دي موندلي

چې تر سر و مال تېر نشي په عشق کې

څوک د جونو په پالنګ نه دي ختلي

د مغولو په دوره کې چې پښتانه ژوندي پاتې شول او نوم يې ورک نه شو هغه د خوشال خان د پښتني تورې صدقه وه دا لا څه که ځينې پښتانه بې ننګه شوي نه وايي پنجاب به هم د دوى واى، لکه خوشال خان چې يادونه کوي .


دا همه د ما د توري صدقه ده

پښتانه چې پکې خوري سيور غال

يګانه ځوانان که زر له ما سره واى

نور زماو، په پنجاب باندې يرغال

خوشال خان هغه څوک کامياب بولي چې په توره قوي وي ، او هم تورزن سړي په ميړانه قوم، او ملت ساتل کيږي. نو وايي :. چې په توره ترک تازي کا

هغه هر کله کامګار دي

مور دې نه شي باندې بوره

چې مېړونه د کار زار دي

څوک چې شته تر شرقه غربه

د تورزنو خدمتګار دي

هغه پښتون چې توريالى نه وي پښتون نه بلل کيږي، پښتون لاڅه خوشال خان يې مرد هم نه ګڼي. چې په ځان سړى تورزن وي

بل کار نشته تر داښه

که مئن وي په تور زنو

خو نامرد وي هم لا ښه

که نه داوي نه هغه وي

هغه څه دي وچ واښه

چې د اور لمبه پرې راشي واښه په پورته بيتو کې چې خوشال خان نامرد سړى وچ واښه ګټلى دى، د قوت او ضغف يو ښه مثال دى ، ځکه چې وايي، لکه وچ واښه چې د اور لمبې مخ ته تکيه کيدلاى نه شي همدا شان هغه پښتون چې توزن نه وي که چيري دده په خاوره کوم خطر راشي نو دى هم هغه شن د وچ واښه غوندې له منځه ځي او که ټول پښتنه په دې لاره کې بې قوته شي، نو ضرور د زمانې د حوادثو په مقابل کې ملې نوم ورکېږي او د هستۍ له کوره به د نيستۍ کور ته ولاړ شي ځکه نو خوشال خان هر پښتون ته توصيه کوي چې بايد په وسله مين وي، که نه وي نو دده او د بې ننګې ښځې فرق نشته ، وايې: .

چې مين په وسله نه وي

مرد دې نه وايې خپل ځان ته

لاس دي سره کا سترګې تورې

ځان دې و جوړوي ځوان ته

څنګه چې په ډيرو وختو کې د هر کار د پاره يوره نمونه لازمه وي، چې د هغې نمونې له روئه کار بشپړ او تکميل شي نو خوشال خان هم ددې د پاره چې پشتنو ته د تورياليتوب يوه نمونه وښيي ځان تمثال جوړ وي چې پښتانه بايد دده تورياليتوب د ځان سره مشق وګرځوي او درس ځېنې واخلي . او حقيقتاً هم هغه جنګونه چې خوشال خان د پښتو د ننګ د پاره دښمنانو سره کړي دي،د ستايلو وړ دي. دى د تورو په ميدان کې ځان داسې ستايي: د تورو په ميدان کې چې سودا وي د سرونو

هغه زمان مې ګوره تل به سور وي نه زما آس

بل ځاى د خپلې خوښۍ او خوشحالۍ وخت داسې څرګندوي د خوشال خټک خوښي په هغه وخت وي

چې برېښنا د سپينو تورو وي د زغرو

بل وخت چې يې په اورنګ زيب زړه سوړ کړى او له جنګه فاتح راګرځيدلى د خپلې تورې نقش څنګه ښه ستايي: تر اورنګ بادشاه مي وويست

تاو د بند او د زندان

نقش مې کښېناوه د تورې

په هند و په مسلمان

خوشال خان عشق هم پښتنې عشق دى يعنې ساده او سپېڅلى : کومه غلا او پټه نه لري نه د رقيب څخه پټېږي او نه ښېرا ورته کوي بلکه په ښکاره توره ور اخلي او رقيب خپلې مقابلې ته رابولي، نو وايي:. په درست جهان به نه وي يو د ما غوندې رسوا بل

ورځم توره ورکښلې چې مين وار وم په تا بل

خوشال خان ته د تورو د ميدان ((هاى و هوى)) دومره خوند ورکوي لکه د زوى د زېږېدو سندرې نو ځکه وايې: يا د ښو زويو سندرې دي د ز وو

د جنګ په هنرونو کې خوشال خان ډېر مهارت او زښتي تجربې لري، مګر تر ټولو هنرونو چې خوشال خان خوښې کړى دى يو هنر دى، دى وايې : که په جنګ کې هم، دا يو هنر چا درلود هغه کامياپ او فاتح کيږي، هغه يو هنر کوم دى؟ 

((تر سره تېرېدل )) نو وايې:

مزريتوب بويه د تورو په ميدان کې

په خالي ميدان هر يو ګيدړ مزرى دى

که د جنګ په کار کې ډېر دي حکمتونه

چې د سر صرفه ونه کړې نو برى دى

خوشال خان وايې: سړي ته دا يوه څمڅه ويني چې په غم کې يې دى که نه دى نور څه نشته : دا يو څمڅه د ځان ويني بلا شوې

چې سړي سره يې غم په هر زمان شي

خوشال خان پښتو ته وايې: چې هيڅکله تر هغو ارام مه کښېنئ، څو چې د خپل غليم څخه انتقام وانخلى، دى د انتقام سخت پلوى دى، که هر څه کيږي خو ودي شي، مګر پښتون به د پشتنوالي له دښمن څخه انتقام اخلي: که تل تورې غشي خوري ماتې د جنګ وړي

مرد به سوړ نه شي په زړه له انتقامه

انتقام خو به ضرور د يوې تعدي په عوض کې وي او لويه تعدي د خوشال خان په نظر کې داده چې د پښتنو په حقوقو څوک تجاوز منلاى نشي، نو دا تجاوز که د پښتو پر ماوي، ټول د پښتنوالي په نظر کې د يو دى او خوشال خان دا د پښتنوالي حکم د پښتنو غوږ ته داسې رسوي: که په توره يې ځواب ورکړې مردي ده

که وجود دي څوک ازار کاندي په چوب

لکه څنګه چې تورياليتوب هر پښتون ته خوشال خان لازم ګڼلي همدا شان يې تپښتنو مشرانو ته ضرور بولي بلکه څوک چې د قوم سرار وي هغه بايد پښتني ننګې پر ځاى کولو د پاره د خپل سر پروا هم ونه کړي دى وايې: سر دي نه غړوي خوشاله

د بلا نه چې سردار دى

همدارنګه بل ځاى وايې :

د سردار رياست ونه په وينو

په لړ شينو د اعداء کا شمرو نه

بې د تېغ له آبه نورې اوبه نشته

چې جنګجوى سره ساړه کا ټټرونه

هو! د زړه تورې هغه بايد هغه ووهي چې د مشرتوب يا تاج و تخت خاوندان وي د پيسو نوکران د خپل غرض دپاره تورې وهي، خوشحال خان ځکه وايې: هغه چې تورې د بري په وخت وهي

هغه يې واړه د بل په بخت وهي

سپاهيان د طمع د خپل مقصود وي

د تنکڅې توري څښتن د تخت وهي

يا دا چې: سرداري لره بويه دا درې توکه

يو همت، دوهمه توره ، بل اخلاق

پايله

د خوشال په هکله څه ويل څه ليکل او فکر کول به هر څوک وکړي : خو سم قضاوت د هر چا د وس کار نه دى . خوشال د علومو له اړخه د يو پوهنتون حيثيت لري او هر اړخ يې بېل پوهنځى ګڼلاى شو، زمونږ ددې مقالې موضوع هم دده د ژوند يو اړخ چې هغه توره (څېړل وو(دي ) له دې بحث څخه مونږ دې پايلې ته ورسېږو چې : د خوشال توره دده په اشعارو کې يوازې د ژوبلې آله نه ده ښودل شوې،بلکې غيرت، مېړانې، عظمت، دبدبې او هوډ يو سمبول په بڼه ښودل شوې. لنډه دا چې خوشال خان خټک خپله توره يواځې د پښتنې کلتور او عنعنې تر سمبوله نه ده را ايساره کړې او نه دده توره يوازې د پښتنو تر سيمې محدوده او تړلې پاتې شوې بلکې نړۍ واله شتمني ګرځېدلې. د نړۍ په هر ډګر کې که څوک د خوشال په هکله پوهه ولري؛نو دده د تورې په هکله به همدا نظريه ولري؛جې مونږ يې په دې کوچنۍ رساله کې نوم وينه کړې(ذکرمو کړى) او مني به يې هم راسره. ددې مقالې أره موخه همدا ده،چې د بابا د تورې ماهيت او د بڼې د نوعيت په هکله څېړنه يې کړې او دا يوه داسې ليکنه ده ، چې تر يو څخه حده يې دده د ژوندانه درېم اړخ چې توره ده راوڅپړلى ،خو بيا هم نيمګړى دى په دې هيله چې په ګانده کې په دې ژورې څيړنې وشي دمګړۍ زه پر همدې بسنه کوم

ستا دښايست ګلونه ډېر دي 

ځولۍ مې تنګه زه به کوم ،کوم ټولومه


پښتونخوا]] او لرغونی افغانستان له سترو قبيلو څخه يوه قبيله ده ، چې درې زره کاله پخوا په آريايي کتابونو کې د ستهلک يا ستهاک په بڼه راغلي دي . د پکت له قبيلو څخه شمېرل کېږي . د دوهمې زېږديزې پېړۍ د مشهور ځمکپوهاند بتليموس په کتابونو کې د گندهاريانو ، اپريديو او تاجيکو تر څنگ د خټکو د قام ذکر هم راغلی دی ، خو اوسيني تاريخونه لیکي چې خټک د لقمان اولاده ده چې د يوې واقعې له لامله وروسته د خټک لقب ورغوره شوی  دی .