خيبر اپريدی

خيبر اپريدی (زوکړه ۱۹۴۲ ز کال - ) يو افغان پښتو ژبی شاعر وو.

مخينه سمول

خيبر اپريدی د ملک علم جان زوی پر ۱۹۴۲ ز کال د خيبر ایجنسۍ په جمرود کې زېږېدلی دی. د ده نيکه ملک عبدالله او ور نيکه يې ملک قمبر خان نومېدل. لومړنۍ زده کړې يې د جمرود په مدرسه کې وکړې. دی لا پر ۱۹۵۶ ز کال، چې په پېنځم ټولگي کې وو، په شعر ليکلو پيل وکړ. خپل ليکلي شعرونه به يې لال زاده ناظر شينواري ته د ليک پر مټ ورلېږل او هغه به يې شعرونه ورسمول. نوموړي وروسته له امير حمزه شینواری سره په جم کې پېژندگلوی وکړه او د دوی کلي ته به يې تگ راتگ کاوه.

خيبر اپريدي پر ۱۹۶۲ ز کال د لسم ټولگي ازموينې ورکړې او پر ۱۹۶۴ ز کال يې د لواړگي په لويه مدرسه کې پر زده کړو پيل وکړ. وروسته يې د «جي . وي» ازموینه هم په همدغه مدرسه کې ورکړه او «اېف .ای» يې هم همدلته پاس کړ.

مړينه سمول

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

  1. گرزندي (نظم).
  2. رڼا (نعتيه کلام).
  3. پېچومی (نظم).
  4. شان (نظم).
  5. درند (نظم) د ۲۰۰۱ ز کال پښتونخوا چاپ.
  6. پښتني نومونه (نظم).
  7. داروگر (نثر).
  8. کيميا (فلسفي نثر).

سرچينې سمول

  1. http://kitabtoon.com/kitabona/shaeri/makhkaxa/83-darand