خمير روج
د شخص معلومات
عملي ژوند
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خمير روج هغه نوم دی، چې په عام ډول د کمبوديا د کمونيست ګوند “Communist Party of Kampuchea (CPK)” غړو او د پراختيا له مخې هغه نظام ته ورکړل شوی و، چې له لارې يې ياد ګوند د ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ز کالونو تر منځ پر کمبوديا باندې حکومت وکړ. خمير روج نوم په ۱۹۶۰ز لسيزه کې د وخت دولت رئيس نورودوم سيهانوک “Norodom Sihanouk” له لورې رامينځته شو، چې موخه يې ورڅخه د خپل هېواد ډول ډول يا غيرمتجانس او د کمونيست په مشرۍ مخالفينو څرګندول وو، چې نوموړی ورسره په ۱۹۷۰ز کال کې له واک څخه له لرې کېدلو وروسته يو ځای شو. [۱]

د خمير روج پوځ د ۱۹۶۰ ز لسيزې د وروستيو پر مهال د ختيځې کمبوديا په ځنګلونو کې په بطي ډول جوړ شوی و، چې د شمالي ويتنام د پوځ وېټ کانګ “Viet Cong”، “The Pathet Lao” او د چین د کمونيست ګوند “Chinese Communist Party (CCP)” له لورې يې ملاتړ وشو. که څه هم پوځ په اصل کې د چين د کمونيست ګوند په سلا د سېهانوک پر وړاندې وجنګېده، مګر خمير روج خپل دريځ بدل کړ او وروسته له هغې يې د سېهانوک ملاتړ وکړ، چې نوموړی د لون نول “Lon Nol” له لورې د ۱۹۷۰ زکال کودتا کې له واکه لرې کړای او نول امريکا پلوی خمير جمهوريت رامېنځته کړل. د دوی پر وړاندې د امريکا له لورې د پراخه بم غورځونې له مبارزې سره سره، خمير روج پوځ هغه وخت د کمبوديا کورنۍ جګړه وګټله، چې په ۱۹۷۵ زکال کې يې د کمبوديا پلازمېنه ونيوله او خمير جمهوريت “Khmer Republic” يې نسکور کړ. له خپلې بريا څخه وروسته خمير روج د پول پوټ “Pol Pot”و نيون چيا “Nuon Chea”، اينګ ساري “Ieng Sary”، سون سين “Son Sen” او خيو سامفان “Khieu Samphan” په مشرۍ په سمدستي ډول په زور سره د هېواد د سترو ښارونو خالي کول پيل کړل. په ۱۹۷۶ز کال کې يې د هېواد نوم ديموکراتيک کمبوديا “Democratic Kampuchea” ته بدل کړ. [۲][۳][۴][۵][۶]

د خمير روج رژيم خورا استبدادي، ټولواک، پردی مخی [بېګانه پرست]، نژاد پال، متعصب، ظالم او دردونکی و. د نظام د ټولنيز تګلارو د پر مخ وړلو او موها لوټ پلاو “Moha Lout Plaoh” له امله ډېرې مړينې رامنځته شوې، چې وروستۍ کړنه د چين د “Great Leaf Forward” تګلارې پېښې يا يو ډول تقليد و، چې د چين د سترې وچکالۍ “Great Chinese Famine” لامل شوې وه. د اشتراکي کولو له لارې د کرنيز سمون برخه کې د خمير روج هڅې په ورته ډول د پراخه وچکالۍ لامل شوې، په داسې حال کې چې ان د درملو د عرضې برخه کې د بشپړې ځان بسياينې په اړه ټينګار يې د ملاريا په څېر د درملنې وړ ناروغيو څخه د زرګونو تنو د مړينې لامل شو. د خمير روج نظام په سلګونو زره خپل سياسي مخالفين ووژل او پر ملي سوچه والي باندې يې د نژادپالنې ټينګار د کمبوديا د لږه کيو د عام وژنې لامل شو. د نظام د غړو له لورې د ۱۹۷۵ او ۱۹۷۸ز کالونو تر منځ يا د نسل وژنې پاکولو پر مهال د پېژندل شويو ورانکارو عناصرو پر وړاندې له محکمې پرته په دار ځړول (اعدامونه) او ځورونې تر سره شوې. په پای کې د کمبوديا عام وژنه له ۱،۵ څخه تر ۲ ميليونه تنو يا د کمبوديا د ٪۲۵ نفوس د مړينې لامل شوه. [۷][۸][۹]

د چين کمونيست ګوند په ۱۹۷۰ز لسيزه کې د خمير روج ستر ملاتړ او تمويل کاوه او له ماو زيډنګ له لورې يې تاييد کېده. اټکل شوې ده چې نظام لپاره د چمتو شوې بهرنۍ مرستې ٪۹۰ د چين له لورې کېدلې. ياد نظام په ۱۹۷۹ز کال کې هغه مهال له واک څخه لرې کړای شو، چې ويتنام پر کمبوديا باندې بريد وکړ او په چټکۍ سره يې د خمير روج د ځواکونو ډېری برخه له مينځه وېوړه. خمير روج له دې څخه وروسته تايلېنډ ته وتښتېد، چې حکومت يې دوی د کمونيست ويتناميانو پر وړاندې د لاسپوځي ځواک په توګه وګڼل. خمير روج په ۱۹۸۹ زکال کې د جګړې تر پايه پورې د ويتاميانو او د کمبوديا د نوي ولسي جمهوريت د حکومت پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړ. د خمير روج په ګډون د کمبوديا تبعيد شويو حکومتونو تر ۱۹۹۳ز کال پورې د پام وړ نړيوال ملاتړ په مرسته ملګرو ملتونو کې د کمبوديا څوکۍ وساتله او دا هغه وخت و، چې پاچاهي بېرته ورغول شوه او د کمبوديا دولت نوم د کمبوديا پاچاهۍ “Kingdom of Cambodia” ته بدل شو. يو کال وروسته د خمير روج نظام زرګونه چريکي جنګياليو د حکومت له لورې عمومي بخښنه کې ځانونه تسليم کړل.

په ۱۹۹۶ زکال کې د اينګ ساري له لورې د ملي اتحاديې ديموکراتيک خوځښت “Democratic National Union Movement” په نوم نوی سياسي ګوند جوړ شو؛ اينګ ساري ته د خمير روج د مسرتيال مشر په توګه د ونډې له امله د عمومي بخښنې ډاډ ورکړل شوی و. ياده اداره د ۱۹۹۰ز لسيزې نيمايي کې په پراخه کچه ړنګه او په پای کې ۱۹۹۹ز کال کې په بشپړ ډول تسليم شوه. په ۲۰۱۴زکال کې د خمير روج نظام مشران نيون چيا او خيو سامفان د ملګرو ملتونو په ملاتړ محکمې له لورې د ټول عمر بند سزا واورول شوه؛ محکمې هغوی د خمير روج د عام وژنې مبارزه کې د ونډو له امله د انسانيت ضد جرمونو له امله محکوم کړل. [۱۰][۱۱]

ارپوهنه سمول

د خمير روج “Khmer rouges” اصطلاح چې فرانسويان يې سور پوستو خميرانو ته کاروي، د پاچا نورودوم سېهانوک له لورې رامېنځته او وروسته د انګريزي ويونکو له لورې د “Khmer Rouge” ناسمې نسخې په بڼه ومنل شوه. دا اصطلاح په کمبوديا کې واک ته د هغو کمونيست ګوندونو يو په بل پسې راتګ ته ويل کېدله، چې د کمبوديا کمونيست ګوند او وروسته د ديموکراتيک کمبوديا ګوند کې يې تکامل وکړ. پوځ يې په پرله پسې ډول د کمبوديا اوښتونيز پوځ “Kampuchean Revolutionary Army” او د ديموکراتيک کمبوديا ملي پوځ “National Army of Democratic Kampuchea” په توګه پېژندل کېده. [۱۲][۱۳]

نظريه سمول

د کمونيست فکر اغېز سمول

د خوځښت نظريه د ۱۹۷۶ز کال پر مهال د واک د هڅې له مخې بڼه غوره کړې وه، چې د پول پوټ په مشرۍ تش په نوم “Party Centre” په کې د خپلې مشرۍ نورو سيمه ييزو عناصرو ته ماتې ورکړه. د پارټي سنټر ګوند نظريې په پياوړي ډول د خمير ملتپالنې پردي پال بڼه له کمونيزم عناصر سره يو ځای کړه. تر يوې اندازې د ګوند د محرميت او ټولنه ته د خپل ځان ورپېژندې څرنګوالي کې د بدلونونو له امله يې د سايسي دريځ پوهنيزې ژباړې پراخه توپير لري، چې له خورا مارکسيست-ليننست خوځښت په توګه ژباړنې څخه د مارکسيست ضد «کروندګر اوښتون» په توګه مشخص کولو پورې پراخه لړۍ جوړوي. لومړۍ ژباړنه باندې د تاريخپوه بين کېرنان “Ben Kiernan” له لورې نيوکه شوې ده، نوموړی ادعا کوي چې ياده ژباړه د کمونيست ضد هوسا ليد څخه سرچينه اخلي. د ګوند مشرانو او انديالانو چې زياتره يې د ۱۹۵۰ز لسيزې پر مهال د فرانسې د کمونيست ګوند خورا سټالين پلوې نظريې تر اغېز لاندې راغلي وو، يوه بېله او ټاکنيزه “post-Leninist” نظريېته وده ورکړه، چې د سټالين اصالت (سټالينيزم)، ماو اصالت (ماويزم) او د فرانتز فانون “Frantz Fanon” د استعمار پلوې نظريې د عناصرو پر بنسټ تر لاسه شوه. د ۱۹۷۰ز لسيزې په لومړيو کې خمير روج د اينور هوکزها “Enver Hoxha” د البانيا موډل په پام کې ونيو، چې د دوی په باور هغه مهال تر ټولو پرمختللی کمونيست دولت و. [۱۴]=

که څه هم خمير روج نظام خپلې ځانګړتياوې په خورا بې سارې بڼه څرګندې کړې، مګر داسې ښکاري چې زياتره يې د ماوېست نظريې تر اغېز لاندې وې. لکه: د اوښتون د سنګر په توګه د ښاري کارګرې ډلې په پرتله پر کليوالي بزګر پوړ باندې تمرکز، د چين د “Great Leap Forward” ډول نوښتونو باندې ټينګار، انساني چلند کې د شخصي ګټو د له منځه وړلو هيله، د ټولنيز ژوند او خواړو برخه کې پرمختګ او د تخنيکي پوهې په اړه پر درک شوي عمومي فکر يا حس باندې تمرکز. د دې تر څنګ هغوی چې خميريان نه وو او د بزګر پوړ د پام وړ برخه يې نيولې وه، د نژاد له امله له دندو څخه ګوښه کړای شول. د بين کېرنان له نظره «دا نه هغه کمونيست کارګر اوښتون و، چې کارګر پوړ ته يې لومړيتوب ورکاوه او نه د ټولو بزګرانو په ګټه کروندګر اوښټون و». [۱۵][۱۶]

سرچينې سمول

  1. "Khmer Rouge". Encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Chandler, David P. (2018). Brother Number One: A Political Biography Of Pol Pot. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-429-98161-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Strangio, Sebastian. "China's Aid Emboldens Cambodia". Yale Global Online. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Chinese Communist Party's Relationship with the Khmer Rouge in the 1970s: An Ideological Victory and a Strategic Failure". Wilson Center. 13 December 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hood, Steven J. (1990). "Beijing's Cambodia Gamble and the Prospects for Peace in Indochina: The Khmer Rouge or Sihanouk?". Asian Survey. 30 (10): 977–991. doi:10.2307/2644784. ISSN 0004-4687. JSTOR 2644784. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "China-Cambodia Relations". Radio Free Asia. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. McLellan, Janet (1 April 1999). "5". Many Petals of the Lotus: Five Asian Buddhist Communities in Toronto (الطبعة 1st). University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 137. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8020-8225-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Chandler, David (2007). A History of Cambodia. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1578566969. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Ratner, Steven R.; Abrams, Jason S. (2001). Accountability for Human Rights Atrocities in International Law: Beyond the Nuremberg Legacy (الطبعة 2nd). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 272. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-829871-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 17 January 2012 باندې). Cambodia profile. BBC News.
  11. (په 2008 باندې). No Redemption – The Failing Khmer Rouge Trial By Allan Yang. Harvard International Review.
  12. Becker, Elizabeth (1998). When the War was Over: Cambodia and the Khmer Rouge Revolution. PublicAffairs. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1891620003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. DeRouen, Karl R. (2007). "Cambodia (1970–1975 and 1979–1991)". Civil Wars of the World: Major Conflicts Since World War II, Volume 1. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 231. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781851099191. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Jackson, Karl D (1992). Cambodia, 1975–1978: Rendezvous with Death. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691025414. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Gidley, Rebecca (2019). Illiberal Transitional Justice and the Extraordinary Chambers in the Courts of Cambodia (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-030-04783-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 7 August 2014 باندې). Why the world should not forget Khmer Rouge and the killing fields of Cambodia.