عثماني خلافت

(له خلافت عثمانيه نه مخ گرځېدلی)

د عثماني امپراتورۍ د خلافت (په عثماني ترکي کې: خلافت مقامي، په رومي: hilâfet makamı، lit. «د خلافت دفتر») ادعا د منځنيو پېړيو په وروستيو او د معاصرې دورې په لومړیو کې د ترکیې د عثماني امپراتورۍ د مشرانو له خوا د اسلام د خلفاوو په توګه ترسره کېده. د عثماني امپراتورۍ د پراختیا په دوره کې، کله چې لومړي سلطان سلیم په ۱۵۱۷ کال کې مملوک مصر فتح کړ تر هغه وروسته عثماني واکمنانو د خلافت ادعا وکړه، چې هغه ته یې د مکې او مدینې د سپیڅلو ښارونو د مدافع لقب ورکړ او د عثماني خلافت ادعا یې په اسلامي نړۍ کې پیاوړې کړه.

عثماني خلافت
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
عثماني سترواکي ( – ۱۹۲۲) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۱۹۲۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

د عثماني خلافت ړنګېدل د غربي اروپا له خوا د واک د ورو تخریب له امله او د ملګرو ملتونو په امر د عثماني امپراتورۍ د ویشلو په پایله کې ترسره شو. دویم عبدالمجید، د عثماني خلافت وروستني خلیفه تر وېش وروسته هم د څو کلونو لپاره د خپل خلافت منصب په غاړه درلود خو د مصطفی کمال پاشا (پاچا) د سیکولر اصلاحاتو او په ۱۹۲۴ کال کې د عثمان اوغلو د شاهي کورنۍ له ترکیې نه د جلاوطنۍ له امله د خلافت مقام لغوه شو. مصطفی کمال پاشا احمد شریف السنوسي ته په دې شرط د خلافت وړاندیز وکړ چې له ترکیې نه بهر ژوند وکړي. سینوسي دا وړاندیز رد او له دویم عبدالمجید نه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.[۱][۲][۳][۴][۵]

تاریخ

سمول

۱۵۱۷- ۱۸۷۵

سمول

په ۱۵۱۷ کې، عثماني لومړي سلطان سلیم په قاهره کې د عثماني – مملوک په جګړه کې د مملوک سلطنت ته ماتې ورکړه. د قاهرې وروستی خليفه، درېیم المتوکل، د بندي په توګه قسطنطنيه ته واستول شو. ویل کېږي چې هلته، المتوکل په رسمي توګه د خلیفه لقب او د هغه ظاهري نښانونه - د محمد توره او خرقه - سلیم ته وسپارل او عثماني سلطانان یې د نويو خلفاوو په توګه معرفي کړل. او دوی په تدریج سره د اسلامي نړۍ د اصلي مشرانو او استازو په توګه وګڼل شول. عثماني سلطانانو له قسطنطنیې نه پر یوې داسې امپراتورۍ واکمني کوله چې په خپل اوج کې، اناتولیا، د منځني ختیځ ډیری برخې، شمالي افریقا او قفقاز یې تر پوښښ لاندې وو، او ختیځې اروپا ته یې هم پراختیا وموندله.[۶]

هغه اروپايي قوتونه چې د ویسټفالیا د سولې او صنعتي انقلاب په واسطه پیاوړي شوي وو، بیا سره یو ځای او عثماني واکمنۍ یې وننګوله. عثماني امپراتورۍ په لویه کچه د کمزوري مشرتابه، لرغونو سیاسي معیارونو او د اروپا له تخنیکي پرمختګ سره د یوشان کېدو په برخه کې د ضعف له امله، په دې ونه توانیده چې د اروپا د بیا راژوندي کېدو په برخه کې اغېزمن ځواب ورکړي او په تدریج سره یې د یو مخکښ لوی ځواک په توګه خپل موقف له لاسه ورکړ.[۷][۸][۹]

دویم سلطان عبدالحمید، ۱۸۷۶- ۱۹۰۹

سمول

دویم سلطان عبدالحمید چې په ۱۸۷۶- ۱۹۰۹ کلونو کې یې واکمني کوله، داسې احساس کاوه چې د امپراتورۍ له مایوسۍ ډک وضعیت یوازې د قوي او ثبات لرونکي مشرتابه له لارې حل کیدای شي. هغه پر خپلو وزیرانو او نورو چارواکو چې مخکېنیو ته یې هم خدمت کړی و بې باوره شو او په تدریجي ډول یې په خپل رژیم کې د هغوئ ونډه کمه کړه، او د امپراتورۍ د حکومتولۍ پورې اړوند بشپړ واک یې په خپل لاس کې واخیست. هغه د عثماني خلافت په چارو کې د لويديځ له خوا د لاس وهنو پر وړاندې سخت دريځ خپل کړ، هغه د امپراتورۍ پر«اسلامي» کردارو ټينګار وکړ، خپل موقف یې د خليفه په توګه بيا راڅرګند کړ او د خلافت تر شا يې د مسلمانانو د اتحاد غوښتنه وکړه. عبدالحمید د امپراتورۍ حیثیت تر یو څه حده پیاوړی کړ، او په لنډ وخت کې د ډیرو ښوونځیو په جوړولو، د ملي پورونو په کمولو، او د هغو پروژو په پیلولو چې موخه یې د امپراتورۍ د ویجاړو شويو زیربناوو بیا رغونه وه، د اسلامي ځواک په بیا ټینګولو کې بریالی شو.

په ۱۸۹۹ کال کې، عثمانیانو د متحده ایالاتو د حکومت غوښتنه ومنله او له خپل مذهبي واک نه یې د خليفه په توګه ددې لپاره کار واخیست ترڅو امر وکړي چې د سولو تاوسګ سلطنت ( چې په فیلیپین کې موقعیت لري) خپل مقاومت ودروي او د متحده ایالاتو حاکمیت ته تسلیم شي؛ د تاوسګ خلکو د دویم سلطان عبدالحمید حکم ته غاړه کېښوده او تسلیم شول.[۱۰][۱۱]

پنځم سلطان محمد، ۱۹۰۹- ۱۸

سمول

له لیبیا سره

سمول

په ۱۹۱۱ کال کې ایټالیا له لیبیا سره د عثمانیانو په سر جګړه وکړه، او د دې سیمو په دفاع کې د ترکیې پاتې راتلل د عثماني اردو د ضعف څرګندوالی وکړ. په ۱۹۱۲ کال کې بلغارستان، صربستان، مونټینیګرو او یونان د بالکان اتحادیه رامنځته کړه، چې په اصل کې دا د عثماني امپراتورۍ پر وړاندې یو اتحاد و چې وروسته یې په ګډه پر عثماني امپراتورۍ برید پیل کړ. وروسته د بالکان جګړو د عثمانیانو هغه لږ شتون هم له منځه یووړ چې په اروپا کې یې درلود، او یوازې د بالکان اتحادیې د متحدینو ترمنځ جګړه ددې لامل شوه چې اناتولیا ته د دوی د پرمختګ مخه ونیسي.

عثمانیانو په داخل کې له سیاسي بې ثباتۍ نه سر ټکاوه. ملتپالو پاڅونونو چې په تیرو پنځوسو کلونو کې یې امپراتورۍ ځپلې وه، نور هم زور واخیست. ولس د اوږدې غلطې حکومتدارۍ او د نظامي شخړو په برخه کې د عثمانیانو د ضعف له امله نا امیده شوی و. په غبرګون کې یې، په ۱۹۱۳ کې CUP د دویمې کودتا مشري وکړه او د حکومت بشپړ کنټرول یې ترلاسه کړ.

لومړۍ نړیواله جګړه

سمول

په اروپا کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیل سره، ځوانو ترکانو له المان سره اتحاد وکړ، چې دې کار یې ناوړه پایلې له ځانه سره درلودلې. امپراتورۍ د ۱۹۱۴ کال د نومبر په میاشت کې د مرکزي قوتونو له خوا جګړې ته ننوته او بریټانیې، فرانسې او روسیې سمدلاسه د عثماني امپراتورۍ پر ضد د جګړې اعلان وکړ. د جګړې د پراختیا په بهیر کې، د امپراتورۍ حالت مخ په خرابېدو و، او ان په منځني ختیځ کې - د اسلامي نړۍ په زړه کې – هم د له منځه تلو په حال کې و.[۱۲]

د ترکیې ملي غورځنګ، لکه څنګه چې د ترکیې د خپلواکۍ په جګړه کې توضیحات ورکړل شوي، د ۱۹۲۰ کال د اپریل په ۲۳ په انقره کې د ترکیې لویه ملي شورا جوړه کړه او د ۱۹۲۳ کال د فبروري په ۲۰ د لوزان د تړون له لارې د هیواد خپلواکي او نوي سرحدونه په رسمیت وپېژندل. د ترکیې ملي شورا د ۱۹۲۳ کال د اکټوبر په ۲۹ د ترکیې جمهوریت اعلان کړ او انقره یې خپله نوې پلازمېنه اعلان کړه. تر ۶۰۰ کلونو وروسته عثماني امپراتورۍ په رسمي ډول له منځه لاړه. په هرحال، د متحدینو تر لارښوونې لاندې، سلطان ژمنه وکړه چې دا ډول خوځښتونه به ځپي او له شیخ الاسلام نه یې رسمي فتوا ترلاسه کړه چې دوی یې غیر اسلامي اعلان کړل. خو ملتپالو په دوامداره توګه حرکت وکړ او پراخ ملاتړ یې هم ترلاسه کړ. ډیریو داسې احساس کاوه چې ملت د انقلاب لپاره چمتو دی. د دې ګواښ د مخنیوي په موخه، سلطان موافقه وکړه چې ټاکنې ترسره کړي. د هغه د بې زړه کېدو په پار، ملتپالو ډلو په ټاکنو کې برخه واخیسته، او هغه یې دې ته وهڅاوه چې د ۱۹۲۰ کال په اپریل میاشت کې بیا پارلمان منحل کړي.[۱۳]

سرچينې

سمول
  1. Algar, Ayla Esen (January 1992). The Dervish Lodge: Architecture, Art, and Sufism in Ottoman Turkey. ISBN 9780520070608.
  2. Sirriyeh, Elizabeth (2005). Sufi Visionary of Ottoman Damascus: ʻAbd Al-Ghanī Al-Nābulusī, 1641-1731. ISBN 9780415341653.
  3. Wasserstein, David J.; Ayalon, Ami (17 June 2013). Mamluks and Ottomans: Studies in Honour of Michael Winter. ISBN 9781136579172.
  4. ́Goston, Ga ́bor A.; Masters, Bruce Alan (21 May 2010). Encyclopedia of the Ottoman Empire. ISBN 9781438110257.
  5. Özoğlu 2011، م. 5; Özoğlu quotes 867.00/1801: Mark Lambert Bristol on 19 August 1924.
  6. Drews, Robert (August 2011). "Chapter Thirty – The Ottoman Empire, Judaism, and Eastern Europe to 1648" (PDF). Coursebook: Judaism, Christianity and Islam, to the Beginnings of Modern Civilization. Vanderbilt University.
  7. Barthold
  8. Finkel, Caroline (2005). Osman's Dream: The Story of the Ottoman Empire, 1300-1923. New York: Basic Books. p. 111. ISBN 978-0-465-02396-7.
  9. Qureshi, M. Naeem (1999). Pan-Islam in British Indian Politics: A Study of the Khilafat Movement, 1918–1924. BRILL. pp. 18–19. ISBN 978-90-04-11371-8.
  10. Karpat, Kemal H. (2001). The Politicization of Islam: Reconstructing Identity, State, Faith, and Community in the Late Ottoman State. Oxford University Press. p. 235. ISBN 978-0-19-513618-0.
  11. Yegar, Moshe (1 January 2002). Between Integration and Secession: The Muslim Communities of the Southern Philippines, Southern Thailand, and Western Burma/Myanmar. Lexington Books. p. 397. ISBN 978-0-7391-0356-2.
  12. Nicolle, David. (2008). The Ottomans : Empire of Faith. Ludlow: Thalamus. ISBN 978-1-902886-11-4. OCLC 455106992.
  13. Gingeras, Ryan (2009). Sorrowful Shores. New York: Oxford University Press. pp. 95. ISBN 978-0-19-956152-0.