تړمه ییز خلاسونځی (خلاسون ځای) چې په لنډه یې خلاسونځی او په انگرېزۍ ژبه یې Expansion joint بولي. خلاسونځی هغه غوڅ شوي ځای یا ټکی ته وايي چې د تودوخې د امله د توکونو د تړمه ییزې پرختیا په پار پرېښودل کېږي تر څو د یوې شي دوې برخې په خپلواکه توکه څه وړې او غټې شي او ځیز کې وټونه (درزونه) او کوږوالی منځ ته رانه شي. د تودوخې مانا دلته د شپې - ورځې، د ژمي - وړي او داسې نور د تودوخې بدلونونه دي. د خلاسونځي د پټولو - د تړلو او د بندولو په پار د رابړ، د راز راز د تودوخې ساتلو توکونه خو په ډېر وختونو کې د گلگل څخه کار اخلي. گلگل به د اوبو (باران)، تودوخې او د کښولو او کښېکاږلو پیاوړتیا لري او په بڼه کې به یې بدلون نه رادرومي.

خلاسونځي په پلونو کې

دا هم وگورئ

سمول

سرچينې

سمول
  • ښيښه په ودانۍ کې (کتاب)
  • د ویکيپیدیا پاڼې