حقوق: په نړی کی حقوقو ته داسي ځانګړی تعریف ندی شوی چی د ټولي نړي علماوو دی پری هوکړه کړی وی او ټولو ته د منلو وړ وی هر عالم د خپل اند نه ورته ځانکړی تعریف کړی چی د وخت په تیریدو پری انتقادونه شوی دی په انګلیسي ژبه کی ورته rights ویل کیږی

حقوق : د حق جمع ده چی حق په ډیرو معناوو سره راغلي یعنی حق د برخی په معنا لکه یو شحص لری په دی ځمکه کی زه هم حق لرم. حق د ریښتیا په معنا یعني زه یو شحص وایی زه چی څه وایم حق وایم او داسي ډیر نور مثالونه هم شته......

حقوق تعریف: حقوق د حق جمع ده او د حق ایجاد د حق ورکړه د حق غوښتنه او د حق انتقال عبارت د حقوق څخه دی ....

حقوق په دوه برخو ویشل شوی دی چی عبارت دی له ۱عندی حقوق ۲افاقي حقوق

عندی حقوق عبارت د هغه قدرت سلطه او امتیاز څخه دی چی یو شحص یی د بل شخص او یا یو شخص یی په مال کي لری. ... لکه پلار چي په ځوی لری یا یو شحص يی په حپله ځمکه کی لری....

افاقي حقوقو. عبارت د هغه قوعدو او مقرراتو څخه دی چي په ټولنه کی د ټولني د تنظم لپاره وضع کیږی او د افرادو تر منځ روابط ترتیب او تنطموی چي دا روابطو کي کله حکومت داحل وی کله د حکومت د عدم داحالت په صورت کی رامنځ ته کیږی