ښاغلى خسرو اپريدى د اول باز خان زوى ، په خټه زخه خېل اپریدى ، د پښتړ او لسې او سندر غاړي شاعر په ۱۹۰۶ کال د خیبر په سیمه کي زیږدلي دی . ښاغلي مراد شنوارى په خپل کتاب (د خیبر ادب) کښی لیکې ، چې د خسرو شاعرانه شعور په ۱۹۲۷ کال کي ټکان وخوړ او راویښ شو . د ښاغلي مراد په وینا ښاغلي خسرو د پښتو ژبې د پخواني شاعر میرا اپریدی په څیر د شعر او شاعرۍ نه علاوه په موسقۍ او نورو ملي آهنگو نو کښي هم لوي لاس درلود او بیا لیکي چې : هر کله به چې د چرسو نشي د کیف اوسرور په چپو لاهو کړو نو د رباب گونگي تارونه به ئې وترنگول ،ورو ورو به يې په گوتو کښی یوې نوې مسحورونکې نغمې د ژوندانه ساه واخیسته او بیا به هم د هغې نغمې په پسنده غیږ کښي یوه داسي زړه سوانده غزل ځاى ونیو ، چه د سترگو په رپ کښي به د امو دریاب د غاړو نه تر اباسین پوري د پښتو نخوا د هرې حجرې د رباب او منگي سره همنوا شو .

باندنۍ تړنې


اخځونه

  1. http://samsoor.com/shaer.php?s_id=27 Archived 2016-04-04 at the Wayback Machine.