مېرمن خديجه د محمد لور، د احمد لمسۍ ده، چې پلار يې لوى فقيه و نور ځاى يې نه دى معلوم خو د خراسان ده.

دې مېرمني خط ډېر ښه خوش خطه ليكه، چې د خپل وخت مشهوره خوش خط نويسه بلله كېده.

په علم كي يې هم ښه مقام درلود، له خپل پلار او نورو علماوو څخه يې تحصيل كړى و.

على القارى په خپل كتاب كي چې "اثمارالجنيه" نومېږي ليكي چي: خديجه د محمد لور ډېره فاضله ده او په فقه كي خاص مهارت لري.

د دې وفات په (372 هـ) كال كي واقع سوى دى نور حالات يا هم د دې آثار څرگند شوي نه دي، فقط د خيرات حسان د موْلف له خولې يې پېژنو چې خورا فقيهه ښځه وه او له خپله پلاره او نورو څخه يې ډېر روايتونه كړي دي.