د ويکيپېډيا خبرې اترې:خداى د علي زړۀ پر ايمان ازمېلى دى
ژباړه: اجرالدین اقبال
پته: www.andyal.com
خداى د علي زړۀ پر ايمان ازمېلى دى 31- حديث: حضرت علي(ک) وايي: پېغمبر اکرم ته د قريشو يوه ډله راغله او ورته يې وويل: موږ ستا ګاونډيان يو، زموږ يو شمېر مريان د كم عقلۍ له مخې مسلمان شويدي، چې هغوى زموږ ملكيت او پانګه ده، بېرته يې راكړه. رسول اکرم حضرت ابوبكر(رض) ته وويل: ستا څه نظر دى؟حضرت ابوبكر(رض) وويل: د قريشو خبره سمه ده،مسلمان شوي مريان به بيرته وركړو.په دې خبره د پېغمبر اکرم څېره له غوسې سره شوه او له حضرت عمر(رض) نه يې هم نظر وغوښت. هغه هم د حضرت ابوبكر په څېر ځواب وركړ.د پېغمبر اکرم نوره هم غوسه ډېره شوه او قريشو ته يې وويل:((د قريشو ډلې! پر خداى قسم،چې خداى ستاسو ځپلو ته داسې يو سړى ټاكلى، چې خداى زړۀ يې پر ايمان ازمېلى او هغه درسره په ټينګه د دين لپاره جنګېږي . حضرت ابوبكر وويل: د هغه چا په باب مو ، چې وويل زه يم؟ رسول اکرم وويل: نۀ!حضرت عمر وويل : زه يم! رسول اکرم وويل: نۀ ! هغه چې اوس زما اس ته نعلونه لګوي .(او رسول اکرم خپل نعلونه علي(ک) ته وركړي و، چې پر اس يې ولګوي) .
31 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 370 ، ح 32072 (17) ؛ مسند احمد : ج2 ، ص 448 ، ح 1336 ؛ فضائل احمد : ص 158 ، ح 227 ؛ سنن ابي داود : ج 3 ، ص 65 ؛ مسند بزّار : ج1 ، ص 79 ؛ سنن ترمذي : ج 5 ، ص 634 ، ح 3715اوص 35 ، ح 2660 ؛ شرح طحاوي : ج 4 ، ص 359 ؛ مستدرك حاكم : ج 2 ، ص 137اوج 4 ، ص 298 ؛ سنن کبرى بيهقي : ج 9 ، ص 229 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 54 ، ح 78 ؛ كنز العمال : ج 13 ، ص 127 ، ح 36402 .
Start a discussion about ويکيپېډيا:خداى د علي زړۀ پر ايمان ازمېلى دى
Talk pages are where people discuss how to make content on ويکيپېډيا the best that it can be. You can use this page to start a discussion with others about how to improve ويکيپېډيا:خداى د علي زړۀ پر ايمان ازمېلى دى.