ختیځ آذربایجان ولایت

ختیځ آذربایجانپه ایران هیواد کې یوله ترک نشېنو ولایتونو څخه دی چې اکثرا اوسیدونکي یې آذري ترکان دي یاد ولایت دشمال له لورې د آذربایجان او ارمنستان د جنوب او لویدیځ له لورې د لویدیځ آذربایجان ولایت او د ختیځ له لورې د اردبیل ولایت سره ګډه پوله لرې.مساحت یې ۴۹۱’۴۵ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې په ۱۳۹۵ کال کې ۶۵۲’۹۰۹’۳ تنه وو.