ختيځ محاذ (لومړۍ نړيواله جګړه)

ختيځ محاذ (جبهه) يا د لومړۍ نړيوالې جګړې ختيځه صحنه د عملياتو يوه صحنه وه، کومې چې په خپله وروستۍ پراختيا کې، له يو لوري  د روسيې او رومانيې تر منځ او د اتريش-هنګري، بلغاريې، عثماني سترواکۍ او المان ترمنځ په بل لوري کې ټول محاذ په ځان کې رانغښتی و. دا په شمال کې د بالتيک سمندر څخه نيولې په سويل کې تر تور سمندرګي پورې خپور و، چې د ختيځې اروپا ډېره سيمه پکې شامله وه، او په منځنۍ اروپا کې تر ژورو پورې رسېدلی و، دا اصطلاح له لوېديځ محاذ سره په عکس کې ده، کومه جګړه چې په بلجيم او فرانسه کې شوې وه.

د 1910ز کال په اوږدو کې، روسي جنرال Yuri Danilov "19 پلان" جوړ کړ، د کوم تر مخې به چې څلورو پوځونو په ختيځه پروشيا بريد کاوه. په دې پلان له دې امله نيوکه وشوه، چې اتريش-هنګري د الماني سترواکۍ په پرتله ستر ګواښ جوړېدای شوای. له همدې امله په ختيځه پروشيا د څلورو پوځونو د يرغل پر ځای، پروشيايانو طرحه چمتو کړه چې دوه پوځونه ختيځې پروشيا ته واستوي، او دوه پوځونه د اتريش-هنګري د ځواکونو په وړاندې مقاومت وکړي، چې له ګالیشيا څخه يې يرغل کاوه. د جګړې په پرانيستونکو مياشتو کې، شاهي روسي پوځ په شمال لوېديځه صحنه کې په ختيځه پروشيا د يرغل هڅه وکړه، کوم يرغل چې د يو څه ابتدايي برياوو څخه وروسته د المانيانو له خوا بېرته له ماتې سره مخ او په شا وتمبول شو. په ورته وخت کې، په سويل کې، دوی په برياليتوب سره په ګاليشيا بريد وکړ، اتريشي-هنګري ځواکونه يې مات کړل. په روسي پولنډ کې، المانيان د وارسا په نيولو کې ناکام شول. خو تر 1915ز کال پورې، الماني او اتريش-هنګري ځواکونه د پرمختګ په حال کې وو، په ګاليشيا او پولنډ کې د روسيې د درندو تلفاتو سره مخ سمبالښت له امله يې هغوی شاتګ ته اړ کړل. مشر ډيوک «Nicholas» د مشر مسئول په توګه له خپلې دندې ګوښه کړای شو او د هغه ځای خپله «Tsar Nicholas» ونيو. په 1916ز کال کې، د «Lake Naroch» او «Baranovichi» د جګړو په ګډون د المان پر ضد ګڼې جګړې ناکامې شوې. په هر حال، جنرال Aleksei Brusilov د اتريش-هنګري پر ضد د ډېرو بريالیو عملياتو څارنه وکړه، کوم چې د Brusilov د تيري په نوم پېژندل کېږي، په کوم کې چې روسي پوځ سترې لاسته راوړنې درلودې. د لومړۍ نړيوالې جګړې د تر ټولو سترې او خونړۍ جګړې په توګه، د Brusilov د تيري اغېزې تر ډېر لېرې ورسېدې. دې بريد د Verdun په جګړه کې د المان د فشار په کمولو کې مرسته وکړه، په داسې حال کې چې په ايټالويانو د اتريش-هنګري د فشارونو په کمولو کې يې هم مرسته وکړه. د پايلې په توګه، اتريش-هنګري وسله وال پوځونه په مرګوني ډول کمزوري شول، او بالاخره رومانيې پرېکړه وکړه چې د متحدينو په پلوۍ په جګړه کې داخله شي. په هر حال، د روسيې بشري او مادي زيانونو هم د روسيې په انقلابونو کې زياته ونډه درلوده.[۱][۲][۳][۴][۵]

د 1916ز کال د اګست په مياشت کې رومانيه جګړې ته ننوته. اتحادي ځواکونو د رومانيې د ملاتړ په بدل کې د Transylvania (کومه چې د اتريش-هنګري برخه وه) د سيمې ژمنه وکړه. رمانيايي پوځ په Transylvania يرغل و کړ او لومړي برياليتوبونه يې تر لاسه کړل، خو درېدلو ته اړ کړای شول، او د المانيانو او اتريش-هنګري له خوا هغه مهال شاتګ ته اړ کړای شول، کله چې بلغاريې پر هغوی د سويل له لورې بريد وکړ. په ورته وخت کې، د 1917ز کال د مارچ په مياشت کې په روسيه کې انقلاب منځ ته راغی (د دې يو لامل د جګړې ستونزې وې). «Tsar Nicholas II» د واک پرېښودو ته اړ کړای شو او د روسيې لنډمهالی حکومت جوړ شو، چې Georgy Lvov يې لومړی رهبر و، چې بالاخره د هغه ځای Alexander Kerensky ونيو.

نوې جوړ شوي روسي جمهوريت د رومانيې او نورو متحدينو سره يوځای په تيت پرک ډول جګړې ته دوام ورکړ. دا په 1917ز کال کې بالشويکيانو نسکور کړ. د رومانيې او مرکزي قدرتونو تر منځ د Focșani له اوربند وروسته، رومانيې هم د 1918ز کال د مۍ په اومه نېټه له مرکزي قدرتونو سره د سولې تړون لاسليک کړ، خو دا تړون د 1918ز کال د نومبر په لسمه نېټه د رومانيې له خوا لغوه شو. د بالشويکيانو له خوا جوړ شوي نوي حکومت د 1918ز کال د مارچ په مياشت کې له مرکزي قدرتونو سره د Brest-Litovsk تړون لاسيک کړ، هغه يې له جنګ وويست، او په دې ډول په ختيځ محاذ کې مرکزي قدرتونو بريا تر لاسه کړه او روسيه په دويمه نړيواله جګړه کې ماته شوه.

جغرافيه سمول

د ختيځ محاذ د لوېديځ په پرتله ډېر اوږد و. د جګړې د صحنې حدود تقريباً په لوېديځ کې د بالتک تر سمندر، او ختيځ کې تر منسک، شمال کې تر سينټ پيټرزبرګ او سويل کې تر تور سمندرګي پورې، تر 16000 کيلو متره (900 ميله) څخه زياتو لېرې سيمو پورې غزېدلي وو. دې حالت د جګړې په نوعيت ناوريني اغېزې وکړې.

په داسې حال کې چې په لوېديځ محاذ کې جګړه د خندق د جګړې په بڼه منځ ته راغله، په ختيځ محاذ د جګړې ليکې ډېرې روانې وې او هيڅکله هم خندقونه په حقيقي معنا جوړ نه شول. د دې لامل دا و چې د محاذ زيات اوږدوالي ډاډمنه کړې وه چې په ليکو کې د سرتېرو راغونډېدل کم وو، له همدې امله ليکه ماتول اسانه وو. يو ځل د دې لیکو له ماتېدو وروسته، د اړيکو تيت پرک شبکو د دفاع کونکو لپاره دا ستونزمنه ګرځوله چې د جګړې د ليکې ماتې شوې برخې ته په چټکۍ سره مرسته ورسوي، او د هر ډول وړاندې تګ د مخنيوي لپاره متقابل بريد وکړ.

تبلیغات سمول

تبليغات د دويمې نړيوالې جګړې د کلتور يوه مهمه برخه وه. تبليغات عموماً د دولت تر واک لاندې رسنيو له لارې ښودل کېدل، او په هېوادونو کې د هېوادپالنې او ملتپالنې په پياوړتيا کې يې مرسته وکړه. په ختيځ محاذ کې، تبليغاتو په ګڼو بڼو کې صورت وموند، لکه ډرامه، فلم، جاسوسي داستان، صحنه، نمايش، د جګړې ناولونه او ګرافيک هنرونه. په ټول ختيځ محاذ کې د هر هېواد له خوا استعمال شويو تبليغاتو اندازې له يو ايالت څخه په بل ايالت کې توپیر درلود. تبلیغاتو په هر هيواد کې ګڼې بڼې خپلې کړې، او د ډېرو مختلفو ډلو له خوا وېشل کېدې. عموماً دولت تبليغات توليدول، خو د جګړې ضد سازمانونو په څېر نورو ډلو هم تبليغات توليد کول.[۶]

په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو ابتدايي حالت سمول

المان سمول

د جګړې له پيل مخکې، د المان ستراتيژي تقريباً په بشپړ ډول د Schlieffen تش په نوم پلان ولاړه وه. د فرانسې-روسيې په تړون سره، المان پوهېدو چې د دې جنګياليو څخه له يو سره د جګړې پايله به له دويم سره د جګړې پېښېدل وي، د کوم معنا چې دا وه چې په لوېديځ او ختيځ (د جګړې دوه محاذونه) دواړو کې به جګړې وي. له  همدې امله، د المان عمومي درستيزوالۍ، چې لومړی يې مشري Alfred von Schlieffen او وروسته « Helmuth von Moltke the Younger» کوله، د فرانسې د نيولو لپاره په لوېديځ محاذ کې د يوې چټکې، هر اړخيزې ځمکنۍ جګړې پلان چمتو کړ، او له بريا وروسته به المان خپله پاملرنه په ختيځ کې د روسيې لور ته واړوي.

Schlieffen باور درلود چې د 1904-1905 د روسيې-جاپان په جګړه کې د روسيې پوځي وسايلو ته د رسېدلي زيان، د نفوس د کموالي او د اورګاډي پټلۍ د کمښت له امله به روسيه د المان پر ضد د خوځېدو او يرغل کولو لپاره چمتو نه وي او يا به ونه غواړي. خو د دې په عکس، شاهي الماني سمندري ځواک باور درلود چې دوی به د روسيې د بې پریتوب په حالت کې د برتانيې په وړاندې بريالي وي، دا هغه څه و چې Moltke پوهېدو چې ممکن نه دي.

سرچينې سمول

  1. The Great Retreat, Eastern Front 1915 Archived 2015-03-14 at the Wayback Machine. Military History Online. Michael Kihntopf.
  2. "Brusilov Offensive Begins". history.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tunstall, Graydon A. (2008). "Austria-Hungary and the Brusilov Offensive of 1916". The Historian. 70 (1): 30–53. doi:10.1111/j.1540-6563.2008.00202.x. S2CID 145525513. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Golovin, Nicholas (1935). "Brusilov's Offensive: The Galician Battle of 1916". The Slavonic and East European Review. 13 (39): 571–96. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Spencer C. Tucker (2002). The Great War, 1914-1918 (Warfare and History). Routledge. د کتاب پاڼې 119. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781134817504. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Roshwald, Aviel; Stites, Richard, المحررون (1999). European Culture in the Great War:The Arts, Entertainment and Propaganda 1914–1918. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 6, 349–358. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-01324-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)