خبرې اترې:ژړۍ ولسوالۍ

ژړۍ ولسوالۍ دکندهارښارلويديځ ته پرته سمسوره ولسوالې ده. ژړۍ ولسوالي د جمهوررئيس حامدکرزي په امر ددريوولسواليو:پنجوائي،ارغنداب اوميوندڅخه رابيله اودژړۍ نوم ورباندي کيښودل سو،

ولې ورباندي دژړۍ نوم اپښودل سوى دى؟ياده ولسوالۍ يوپراخه دښته لري اودې دښتې ته ځکه دژړۍ دښته وايي چې دې دښت کې يوډول نباتات چې ژړ ګلونه کوي زرغونيږي. دژړۍ دښت اودژړۍ ددښتې ګلونه زموږپه فلکوريکو نثرونواونظمونوکې مشهوردي.

ژړۍ ولسوالي دکندهارولايت لپاره دفرهنګي ،سياسي اواقتصادي ارزښت څخه يوبرخمن ولسوالې ده،دژړۍ ولسونه دلوى افغانستان دنورو ولسونوپه شان هروخت دخپل ټاټوبي دساتني،رغونې اووياړ په پار نستړي کيدونکي هلې ځلي کړې دي. ژړۍ په خپله غيږه کې نوم وتي وګړي روزلي دي. ژړۍ ولسوالۍ دهراړخه يوه ارزښت لرونکي ولسوالې ده.

ژړۍ ولسوالي دلاندي لويو کليوڅخه جوړسوې ده:سنګحصار دژړۍ ولسوالۍ هغه کلى دى چې دطالبانودحکومت بنسټ ګر ملامحمد عمر پکښي ژوند کوي اودهمدې کلي څخه يې دطالبانو په نوم يوه ډله جوړه کړه چې ورسته دافغانستان حکومت ددوى لاست ورغلى. نلغام،پاشمول،سيا چوي، کلک،سبلغى،نهرکاريز،عاشقه،سنځرى،نادى،کاريز سليم،دژړۍ دمحاجروکمپونه او دژړۍ پراخه دښته.

کرهڼه: ژړۍ يوه زرعتي(کرهڼيزه ولسوالي ده چې ډېر وګړي يې په زرعت(کرهڼه) اومالدارۍ بوخت دي. انګور،انار،غنم،جوار،توتان،انځر اولسګونه نور نباتات په ژړۍ والسواۍ کې زرغونه دي.


ادب: ژړۍ ولسوالۍ اديبان اوادب پالوته هم خپل په غيږه کې ځاى ورکړى دى چې ياد وګړي دخپلې خوږې ژبې پښتو دبډايني لپاره نستړکيدونکي هلي ځلي کوي. دژړۍ ولسوالۍ وګړي دعلم،پوهې او ادب مينوال دي. ژړۍ ولسوالۍ کې دعلم،پوهې په ګاڼه سمبال وګړي وه اوسته.

ښوونځي:پيرمحمدکاکړلېسه دتاسيس کال 1335هـ ،سنګحصارلېسه، دتاسيس کال 1348هـ ش ،اسعدسوري شپې لېسه،شيرمحمدهوتک لېسه اونور 29 بابه ښوونځي.

مدرسې:په ژړۍ والسوالۍ کې يوباب رسمي مدرسه درنن 1398/6/14تاريخ پوري شتون لري اوپه څنګه کې يې په لسګونو غيري رسمي مدرسي شتون لري.

ژړۍ ولسوالۍ يٶدښوونکو دروزني مرکز دارالمعلمين لري. لوبي.کرکټ،فوټبال،غيږنيونه،خوسى،پټيدنګه،دورنه خط (دوره)ټوپ لنډه،آس ځغلونه... ليکنه: محمودحميدزى

و "ژړۍ ولسوالۍ" مخ ته وروګرځي.