خبرې اترې:ولسي هڅوب
شفـــــاهــــــي فلکلور
سمولولسي ادب یا فلکلور ( Folklore )ادبیات د خلکو ټولنيز ژوند او د ژوندانه طرز او ډول ته فولکلور وايي. (١)همدارنګه فلکلور ته په بېلوبېلو ژبوکې د فرهنګ عامه ، خلک پېژندنه ، دانش عوام ، خلقيات ، اوهم د اساطير او مېتولوژۍ نومونه ورکړل شوي دي . چې هريو د خلک پېژندني او د خلکو د فرهنګ معنى ورکوي . سربېره پر دې ښايي يادونه وشي،چې (( فلکلور )) يوه انګليسي جمله ده ، چې د ( خلک ) او ( لور ) څخه جوړه شوې ( خلک ) د خلکو او عوامو معنى ورکوي او ( لور ) د علم او پېژندنې په معنى راغلى دى ، چې په مجموعي توګه دنيکونو عقايدو د اجداوو رسمونه او ددوى دعقايدو او د همدې رسمونو دڅېړنې معنى هم ورکوي . مېتولوژي او روايات ټول له عاميانه افکارو څخه راغلى ، چې ددوى دعقاېدوغوښتنو او تعبيرونو ممثل دى . په دې افکارو، رواياتو ، او افسانوکې په غالب ګومان بهرنى او نه ټاکونکى او طبيعى عنا صرو خواوې ستره برخه لري . چې د شخصي عناصرو او افرادو په قالب کې را مينځ ته شوې او هغه څه چې په دې اساطير ( مېتولوژۍ ) او فلکلور کې د زياتې پاملرنې وړ دي هغه د فولکلور سمبوليکې خواوې او د اتلا نو پټ او مرموز کارونه دي . له دي اساطيرو او افسانو څخه د مړو او وروسته پاتې قومونو ښکاره او څرګند حقيقت دى . په اصطلا ح کې فلکلور : دخلکو او ولسونو عنعنو او عقيدو پېژندنې علم دى . د فلکلور يا ولسي ادب پيدايښت دفلکلور دپيدايښت او منځ ته راتګ په برخه ښايي ووايو چې : هغه وخت چې بشر د لومړي ځل له پاره د طبيعت له مشا هدو سره مخامخ شو نو ددې مو جوداتو او اشياوو په مقابل کې چوپ او غلى پاتې نه شو او دخپل فکر د ډول سره سم يې څېړنه پکې وکړه. له هغي ورځي راهيسې چې انسان دوجود په ډګر کې قدم ايښى دى تل يې زيار ايستلى ، چې د اشياوو او موجوداتو حقايق او ريښې ځانته معلومې کړې نو ځکه له هر څه سره چې مخا مخ شوى فکر او غور يي په کې کړى ، څو يې يوه نتيجه لا س ته راوړي او دخپلې پلټنې دحل دتسکين له پاره يې دهر نا معلوم دمعلومولوپه غرض منډې را منډې کړي دي او د خپل محدود فکر له غوښتنې سره سم يې تر يوه حده د خپل ځان قناعت حاصل کړى او څرنګه چې دې په هغه وخت کې دخپل ژوند لومړني پړاوونه يې وهلي او فکري وده يې تر دې حده نه ده رسېدلې ، چې دپيداېښت ټول ارونه او معماوې حل کړي او نه يې دومره تجربه درلوده چې دخپلو تجروبو حاصل دخپلې لا رې ډيوه وګرځوي او دهغې په رڼا کې خپلوڅېړنوته دوام ورکړي نو په يو ډول خيالبافيو او موهماتو يې لاس پورې کړ او د هر څه له پاره يې اندې علت او دليل وټا که چې همدادليلونه او علتونه ورو، ورو درواياتو ، داستانونو ، عقايدو او افکارو په شکل واوښتل او فلکلور يې منځته راوړ. فلکلور له لومړي ځل څخه سينه په سينه دداستان ، کيسې ، فکاهې ، متلونو او انګېرنو په شکل په منظوم اوپه غيرمنظوم ډول خو په شفاهي تو ګه تردې دمه رارسېدلى . فلکلور ي کيسې ، داستانونه او روايات بايد ونه ږل شي که څه هم دزمانې په کږلېچونوکې اوښتې رااوښتې خپل ابتدايې شکل يې له لاسه ورکړى دى . خو بيا هم يو لړ تاريخي وقايع اود ملتونو دپېژندګلوۍ ډير رازونه په کې پټ دي . مېتولوژۍ خپل قدر ښودلى او يو لړ تاريخي او د بشر پېژندنې پرابلمونه يې حل کړي دي . خلکو په خپلو فلکلوريکو اثارو کې هغه هنري څېرې ښودلې دي ، چې په خلق کيدوکې يې له عقل ، ابتکار ، فکر اواحساس څخه کار اخستل شوى دى . لنډه داچې مونږ هغه وخت دمبارزو انسانانوپه تاريخ پو هېدلى شو چې دفلکلور په هکله کره او پوره معلومات ولرو. دولسي ادبياتو ا هميت : ولس هغه چينه ده چې ژوندترې را ټوکېږى . اوژوند د انساني فطرت د بېلا بېلو انځورونو هنداره ده فلکلور هغه ستره کلتوري پانګه ده چې ملت په معنوي لحاز ژوندى ساتي . ديو ملت فلکلور دهغې ملت ، فرهنګ ، ژبه عنعنه ، او اسا طيري پديدې ژوندۍ ساتي چې همدغه پورتنۍ پديدي دملت روح ګڼل کېږي . دپښتو ولسي ادبياتو ځانګړنې : ١_ پښتو ولسي منظوم ادب دعربي عروضو او ، او اوزانو تابع نه دى ، خپل ملي ، ولسي وزنونه لري په سېلاب او هجاد شننې وړدي . ٢_ ولسي ادبيات دموضوع له کبله دولسي توب اوکليوالي ټولنېزو، اقتصادي ، سياسي او کلتوري اړيکوڅرګندونکي دي . ٣_ ژبه يې ساده ، سوچه او دخلکو يا ولس له ورځنۍ محاورې سره برابره ده . ٤_ ډېره مبالغه او غير له حقيقته پکې بل شى نه ليدل کيږي . ٥_ افسانوي رنګ يې تربيوي اړخ لري ، نه ويرونکى . ٦_ دپردو ژبوله تسلطه خلاص دى . ٧_ ښکلا، اسانوالى ، اوريښتياوالى په ښه بڼه په کې ځان ښکاره کړى .(١) دفلکلورمعنوي او مادي ارزښتونه مادي اړخ ! اوس چې تاسو پوه شوۍ چې فلکلور په اصل کې دولسونودعنعنو او عقيدوپوهه ده نودابه هم له يا ده ونه باسو، چې ولسي ادب دخلکودمادي اومعنوي اړخ ته په پاملرنې دولس دپوهانو له خوا په شعوري توګه رامنځته شوى بلکې عامووګړو رامنځته کړى . که مونږ فلکلورته بدوي ياکليوالي ساينس ووايو هم سمه برېښي ، ځکه چې فلکلور داوسني ريښتينى او ريالستيکي نړۍ دفورم اوبڼې پېش ګويې داوسنۍ پرمختللى نړۍ دپرمختګ فکرونه دخلکو په ذهن کې تداعي کړي که چېرته پخوانوکيسو او افسانوته ښه ځېر شو دا به ترې جوته شې چې په رښتياهم افسانې او خيالې انګېرنې داوسني ساينس زيږنده دي . که ديوان په افسانوکې له يوځاى څخه بل ځاى ته دسترګوپه رپ کې ځان رسوي يا کوم افسانوي اتل په يواځې تن له زروکسانوسره جنګېږي او دويښته په سوځيدودديوانو او ښاپېرو حاضريدل دادهمدې زمانې دالوتکې ، مبائيل ، انټرنيټ اوتوغندي پخوانۍ بېلګې دي ، چې دولسي ادب دمادي اړخونوکره او ريښتينې نماينده ګي کوي . په مادياتو کې دسرچينې په استاځيتوب کار او زحمت دى که کرکيله ، ترکاڼي او نورو جنګي مواردو کې راښکيلول دشفاهي ادب دريښتيني ولسيتوب ټولنيز هدف دى . زمونږ په پښتو ادب کې مادي اړخونه هم دنړۍ مترادف ځکه دي چې دې کهول دمادي پرستوپر وړاندې خپل عکس العملونه ښودلي ، نو په همدې اساس يې خلک دې ته چمتوکړي ، چې دکرکيلې زيار وزحمت او پوندګرۍ له لا رې ځان خپل هدف ته ورسوي ،چې ددې بېلګې مونږ په قبل الميلادکې لرو . دپښتو او اريايانو په مشهور کتاب ( ويدا ) کې راغلي : پوه او دانشمندانسان تل په کرهڼه کې بوخت وي . همدارنګه په بل ځاى کې وايې : اى انسانانو ! دغنمو او نوروشيانو د کرهڼې له پاره په سپاره ، ځمکه څيرې کړئ ، ښکلې اربې وچلوئ او ځانونه پرې وساتئ(١) په اوستاکې _ چې دپښتنو او افغانانو دعنعنو او مېتولوژۍ کتاب دى _ زردشت ليکلي ځانونه په کرهڼه او مالدارۍ تشويق کړى (٢) همدارنګه د تيرو اسلا فوپه څېر اوسني پښتانه هم دکرهڼې او زراعت له لا ري خپل دژوند ستونزې حلول غواړي لکه داژوندۍ بڼه : شــــولې ټکومــــــــه تــــــــابه واده کـــــــــــړمـــــــــــــــــــــــــه (٣) پــــــه خداى ( ج ) مې دې قسم وي پلانې ته به دې ورکمه همدا اوهمدي ته ورته بېلګې دپښتوادب په لمنوکې ځاى په ځاى ليدله کيږي .
معنوي اړخ : دادب آره موخه دخلکو او ولسونو روزنه او تربيه ده . که دهر ولس ادبيات وي دهم هغي ولس دمذهب او عقيدوي معنوي خصوصياتوپه کږلېچونوکې خړوبېږي اودولس له پاره دانساني ارزښتونودغوښتلو په موخه په ټولنه کې رامنځته کيږي ، په پښتوادب کې هم په دې اړه ډېرې څرګندونې ځاى په ځاى راغلي که مذهب ، تاريخ ، اوکه حماسه ده دپښتوشفاهي ادب کې ورته پوره ځاى ورکړل شوى دى . او د خپل ولس يې په دې برخه کې پوره روزنه کړې ده . راځئ چې وګوروچې په پښتوادب کې تر کومه حده معنوي ځواک غښتلى دى . (١) وعده او ژمنه په پښتنوکې تر هر څه لوړه اوستره پانګه ګڼل کيږي ، چې دلته همدااثر داسې راغلى : يــوه وعــده را ســـره کېــږده چې د صراط په پله به يوځاى سره ځونـه ددې ترڅنګ چې پښتانه ځوانان څه ووايي پښتنې پېغلې هم دخپل ولس ځوانان د کار په مرحله کې تاند اوهاند ليدل غواړي اوداسې هيلې څرګندوي : سپـــــوږمــــۍ څـــرک وهـــــه راخــــېـــــــژه اشنـــا دګــلــــــولــوکـــوي ګــوتــې رېبينـه حماسه دپښتنې کلتور په خټه کې داسې اخستل شوې چې لکه روح او جسم . کوم شى چې دپښتو ادب ګاڼه ګڼل کېږي هغه همداحماسه او وياړنه ده ، چې دوطن پرستۍ خوند په کې غالب دى . ددې په دليل مونږ دمېوندحماسه لرو چې : کـــه پــه مېــونـــد کـــې شهيـــد نــه شوې خداېــږولا ليـه بې ننګۍ ته دې ساتمه(٢) همداسې که تاريخونوته مخه کړوپښتوولسي ادبياتو په هکله پوره پانګه لري ، دابېګه :
عبـــــــــــدالرحـمــــــــانـــــــه زوروره دشاغاسي کلا دې ولې ورانولـه يـــــــــــا : خـــــــــــانـــــــــــه راځــــــــــــــــــــه دلــــــــــــــــــــبره ډکـــــــــــې لا رۍ د جنکــــو لنــــدن تــه ځينـــه
دجنــــکــــــــــو قــــــد ر يــــــې کـــــم کـــــــــــــــــړ امان الله تــه دې خداى ( ج ) لوڼـې ورکـوينـه(١)
لنډه داچې دپښتو ولسي ادب له هره پلوه خورا بډاى دى هيڅ داسې اړخ ترې نه دى پاتې ، چې د ټولنې پوري اړه ونه لري .
دپښتو ولسي ادبياتو وېش په نړۍ واله کچه د فلکلور په هکله ډېرې وېشنې راغلي ، خو مونږ ترې يو انتخابوو اوورسته خپلو پښتو ادبياتو ته د کره کتنې پام ور اړوو .
فلکلور درې برخې لري : (٢)
١_ شفـــــاهــــــي فلکلور ٢_ غير شفاهـي فلکلور ٣_ نيم شفــاهـي فلکلور ١_ په شفاهي فلکلور کې : محاورې ، متلونه ، سندرې ، چېستانونه ، فکاهيات ( ټوکې ) دودونه ، موسيقي ، سيمه ايز خواړه سيمه ايز ادب . ٢_ په نيم شفاهي فلکلور کې : خرافاتي عقيدې ، سيمه ايزې لوبې نڅاوې او نور راځي(١). په عمومي تو ګه ادبيات که دهرې ژبې وي په منظومو او منثورو وېشل کېږي همدا سې د پښتو ولسي ادبيات هم په ادب وېشل کېږي .