خبرې اترې:نثر

سر يزه

      لکه څنګه چې زمو نږ ادب له دووه توکو څخه رغاونه کړيده او ټول ادب په همدغه توکو څرخي راڅرخي نو هغه توکي عبارت دي له نظم او نثر څخه نور ټول هغه څه چې د ادب په چوکاټ کې داخل دي يو له دغو پورې به تړاو لري .
         په ادب کې د نظم خپل خوند ، دلچسپي او چوکاټ موجود دى اما په نثر کې بيا له نظم نه هم ډېر خوند او تاثير پروت دى په عمومي ادب کې له نظم نه نثر لومړى منځ ته راغلى دى بيا وروسته نظم او د هغه ډولونه راغلي . لکه : په مصر کې د ګلګه ميش حماسه يا زموږ په فولکلوريک ادب کې کيسې  او افسانې . لکه : موسى خان او ګل مکۍ ، يوسف خان او شير بانو ، مومن خان او شيرنۍ  ادم خان او درخانۍ او داسي نورې کيسې چې ځېنې يې مخکې له دې يا راوروسته له دې چې ليکل شوي چې ځينې يې بيا په دويم پړاو کې په نظم اړول شويدي .
  نثر ( خبرې اترې يا خطابه )  د مرغلرو پاشلو ته وائې په اصطلاح کې بيا هغه دى چې قافيه ونلري ( د قافيي له شرطه خلاص وي اما کيداى شي يو څه په وزن سره وليکل يا ولوستل شي . لکه : د پير روښان مسجع نثر . څرنګه چې زما د مونوګراف موضوع نثر او بيا په نثر کې يو اړخ چې ادبي پا هنري نثر دى . د هنري نثر اساسي ځانګړنه د ساده نثر سره دا ده چې ليکنه يې هنري ارزښت ولري .
      ما پدغه برخه کې تر خپلې وسي پورې پوره پوره هلې ځلې وکړې تر څو په دغه رابطه ښه او کره معلومات راغونډ کړم . 
        خو زمونږ په چاپير يال کې د اقتصادي ضعف يا کمزورۍ او يا په کتابخانو کې د کتابونو د نشتوالي له امله ما ونشو کړاى چې تر حده زياته پلټنه وکړم .  اوس هغه نا چيزه څه ستاسي مخې ته ږدم چې د مونوګراف لپاره مې راغونډ کړي او د لسانس بشپړيدو په خاطر يې ادارې ته سپارم .
     په راتلونکي کې غواړم چې د کتاب په شکل يې درنو لوستونکو ته وړاندې کړم نو له ټولو درنو ملګرو او لوستونکو څخه هيله کووم که کومه سهوه او نېمګړتيا له ما څخه شوي وي هغه را په ګوته او اصلاح کې يې راسره پوره وکړئ . 
        په اخره کې له درانه استاد مياولي شاه  (( مياخيل )) څخه ډېره زياته مننه کووم چې ما سره يې د مونوګراف په ليکلو کې هر اړخيزه همکاري کړيده .

په درنښت

                                                                           محمدطوفان  (( بهار  ))

ب

و "نثر" مخ ته وروګرځي.