خبرې اترې:لمريز غونډال

عثمان خانه گرانه خپل په گړدود لیکنه مه کوه ځکه چې ستاسو په گړدود کې اوردو او پنجابي گډه کارېږي چې د پښتو معیار شاته غورځوي . معياري گړدود کې هېڅ پردی لفظ او د غونډلو پردۍ اوډنه نشي يوځای کېدای د پښتو ژبې يوه ځانگړنه همدا ده چې غونډله ځانته د اوډنې ترتیب لري هغه زده کړه . تاسو د زیار صیب لیکنې ولولئ . مننه--Afghanwrites (خبرې اترې) 19:11, 2 می 2015 (UTC)

Dear Usman khan (عثمان ) try to learn the basic format and structure of Pashto language than participate , you are trying to mix the Urdu and Panjabi structure and its words to implement it here , this may deteriorate the pashto language developement in this wikipedia. try to read lot of Dr. Zyar's scriptures and books so you can correct the forms of pashto sentences

You have also used your own daily chatt formats in a scientific article for example ( لمریز نظام ته ويلي کېږي ) in pashto =وېلي = means to melt. thanks --Afghanwrites (خبرې اترې) 19:11, 2 می 2015 (UTC)

یواځې غونډال اړین و!؟ سمول

هغه ملګرو ته چې له فلسفي او فلکي لیکنو سره لېوالتیا لري! دې سرلیک لاندې ګورم چې په سلګونه عربي، فارسي او انګریزي وییپانګه ځای پر ځای شوې، مګر مونږ د نظام لپاره د غونډال!؟ ویي راوړی چې ټوله لیکنه یې بې سیکه او بې خونده کړې! زه به د هغو انګریزي، عربي او فارسي وییو شمېره په لاندې توګه راوشمارم:

  • شمسي نظام
  • سکني پژیو (اسماني اجرامو celestial bodies)
  • سیارې،
  • کهکشان
  • عطارد،
  • زهره،
  • مریخ،
  • مشتري، *زحل،
  • اورانوس،
  • نیپټون،
  • پلوټو،
  • سېریز،
  • سیاره ګیانو،
  • سیاره وزمو،
  • سیارو نیپتون،

دا او نور په لسګونو او سلګونو نور مونږ په دې موخه له دې ډول وییپانګې ډکوو چې لیکنه مو ګو ۱۰۰ په ۱۰۰٪ سوچه پښتو کړه، مګر دېته مو پام نه دی چې هغه ۹۰٪ پښتانه چې نه انټرنیټ ته هروخت لاسرسی لري، نه د پوهاند زیار کتابونو ته چې غیر له پښتو ژبې ادبپوهانو او ژبپوهانو نور څوک ترې په اسانه ګټه نشي پورته کولای! ایا دا به مو د پښتو ژبې صادقانه خدمت کړی وي که خیانت!؟ هماغه متل دی چې هندو ستړی و خدای ناراضه!

راشئ په یوه لیکنه کې د پوهاندزیار صېب وړاندیز شوې وېېپانګې هغه ویي راواخلو چې د اوس لپاره په پښتو کې ښه د جذب وړتیا ولري، مګر په دې ډول نه چې هغه ملي مصطلحات چې له عربۍ، فارسۍ او تورکۍ راپاتې دي، د هغې د چاڼ بې ځایه هڅه ونه کړو!

شمسي نظام! که مونږ یې شمسي په لمریز بدل کړو، نو لمریز نظام یو ښه نوم او عامه توګه د پوهېدو او پوهولو وړ دی. که مونږ غونډال ولیکو، نو دې کار ته مونږ لسګونه کلونو ته اړتیا لرو چې نظام په غونډال واړوو، نه سملاسي!

هیله ده ملګري په دې اړه خپل نظریات شریک کړي! --عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 20:21, 13 می 2015 (UTC)

دا غونډل باید سیسټم شي سمول

په غونډل مونډل مو نه پوهیږو سم یی سیسټم ولیکی چی عام او خاص ورباندی پوه شی. --180.94.84.219 21:02, 30 اپرېل 2016 (UTC)

و "لمريز غونډال" مخ ته وروګرځي.