خبرې اترې:لطيف الله عاقل

د شاتو مچي سمول

غه ځوك چې د شاتو مچيو ساتل او روزل غواړي نو تر هرځه د مخه بايد اساسات زده كړي، دا اساسات لاندې بيانيږي: كه ځوك غواړي د شاتو مچۍ وروزي نو له فني مشورو دې پيروي وكړي. له دې رشتې سره له سروكارپيداكولو سره سم بايد د مسلك په هكله پوره اشنائي پيداكړي. د مچيو د روزلو لپاره د محيط، اراضي او دهغو بوټو مطالعه ضروري ده چې دشاتو مچۍ يې گلان خوښوي او شات ورځخه توليدوي.

ددې مفيدې او گټورې حشر د روزنې په باب بايد مچۍ روزنكي فني لارې چارې زده او هغه وپيژني. دشاتو مچيو روزونكي ته لازم دي چې د شاتو مچيو د روزلود ماهرانو له علمي تجربو ځخه په استفاده دشاتومچيو د روزنې پورې اساسات زده كړي او هميشه له فني ماهرانو او اشخاصو سره ارتباط ولري. د هغه چا لپاره چې په لومړي ځل غواړي د شاتو مچۍ وروزي كولاي شي د شاتو د مچيو له يوې ځخه تر دوو پورې كالوني يا كورنۍ وروزي.

دشاتو د مچيو د نوعيت په هكله دې پوره معلومات حاصل كړي.له هر ډول مرض او افت ځخه پاكو مچيو روزنه دې وشي او له مچۍ روزونكى دې خپل ځان مطمئن كړي چې دا مچۍ له مرض او افت ځخه پاكې دي. دشاتو مچيو دكورنۍ ضعيف والى او قوي والى دې په نظر كې ونيول شي او دا په يوه كندو كې د ملكې، پوره شمير كارگرانو(دښځيو مچيو) او نرو مچيو موجوديت او ساليمتوب پورې اړه لري. دملكې د عمر په باب چې ځوانه ده ،زړه ده ؟ ايا د نر سره جوړه شويده كه ځنگه؟په دې باب بايد پوره معلومات ولري. په كندو كې د ذخيره شويو شاتو او دهغه دمقدار په باب پوره خبرتياوې او پوهه بايد موجوده وي. كه ځوك غواړي چې د مچيو له روزنې سره سرو كار پيداكړي نو د ماهرانو له فني مشوروځخه دې تل استفاده وكړي. لطيف الله عاقل (خبرې اترې) 12:32, 30 اکتوبر 2017 (UTC)

و "لطيف الله عاقل" مخ ته وروګرځي.