خبرې اترې:د نړۍ د هیوادونو نوملړ

سلامونه!

تر هر څه دمخه د نوملړ، ليکلړ، نيوليک اولړليک تر مېنځ توپير بايد روښانه شي، چې د دغه درې واړو پښتو وييونو ماناګانې په لاندې ډول دي.

نوملړ = list of names يا په پارسي = فهرست نامها

ليکلړ = index يا هغه لړليک چې د کتابونو په پای کې د کتاب موضوعګانې د ابېڅو په ترتيب او په کتاب کې د موضوع د موندلو مخونه پکې په منظمه توګه اوډل شوې وي.

نيوليک = contents يا فهرست

لړليک = list يا لست

د دغو ماناګانو لپاره د مجاور احمد زيار کتاب نويزونه وګورۍ.

بله خبر دا چې د هېوادونو د لړليک له پخوا نه په دوه نومونو په ويکيپېډيا کې خپور شوی پتې يې داسې دي:

  1. نور هېوادونه
  2. د نړۍ برحاله ولسمشران
  3. هېوادونه
  4. هندو هېوادونه
  5. منځنۍ آسيا

دا چې د پخوا نه هم د هېوادونو لړليکونه شته نو زما په نظر داسې مخونو بيا جوړولو ضرورت نشته. د دې پر ځای د نړۍ د پلازمېنو، د نړۍ ښارونه، د آسيا ښارونه، د امريکا ښارونه، د افريقا او اروپا ښارونه او همداراز د آسټراليا د ښارونو تر سرليک لاندې مخونه جوړول به ګټور وي. مهرباني وکړۍ او همدې ټکي ته پام ونيسۍ. --Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 19:39, 3 نومبر 2011 (UTC)

و "د نړۍ د هیوادونو نوملړ" مخ ته وروګرځي.