ويکيپېډيا:د اسلام لومړی منادي؛ حضرت ابوذر غفاري

ابوذر (رض) سمول

ليکوال : عبدالحميد جودة السحارة (تکړه مصری لیکوال)        فارسي ژباړه: ډاکټر علي شریعتي پښتو ژباړن : عبدالکافي

د ژباړن خبرې سمول

ارواښاد الفت په خپل اثر (د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش)  کې ليکي: سمول

((د رسول الله (ص) په اصحابو کې "حضرت ابوذرغفاري (رض)" د قارونيت پر ضد په تبليغي مبارزه لاس پورې کړ او په دغه جهاد کې يې ډېر تکليفونه وليدل،چې بالاخره د "ربذې" دښتې ته نفې بلد (تبعيد) شو او هلته د ډېړ غربت په حال کې ومړ او لارويو يې خاورو ته وسپاره. سمول

د حضرت ابوذر(رض) او يو شمېر اصحابو د تبليغ دغه معارضه د حضرت عثمان(رض) په خلافت کې ډېره توده شوه،د حضرت ابوذر(رض) تبليغ،چې څومره پر شتمنو او بډايانو بد لګېده،هومره يې خواران او فقيران ځان ته جلبول او طرفداران يې  ډېرېدل .

حضرت علي او ابوذر (رضى الله عنهما) په دې عقيده ول،چې د يوه کال د نفقې لپاره څلور زره درهمه ساتل جايز چار دى او تر دې زيات مال زېرمه کول ممنوع کنز شمېرل کېږي.

په ډېرو نبوي احاديثو کې دا مطلب ښـه روښانوي،چې اسلام فاحشه غنا بده ګڼي او دا نه خوښوي،چې ځينې په مزوچړچو کې ډوب وي او نور په لوږه او تنګسه کې ژوند وکړي . )) (٨٤ مخ)

موږ دلته د "حضرت ابوذر" رضى الله عنه پر شخصيت ښه تر ښه پوهېدنې لپاره د مصر د وتلي ليكوال "عبدالحميد جودة السحارة" "ابوذر" نومې كتاب ژباړلى،چې ارواښاد ډاكټر "علي شريعتي" پر 1334ل له عربي فارسي کړى او موږ د خپلې ټولنې د شرايطو په پامنيوي كې په پښتو وژباړه،چې تر پايه لوستل به يې د ارواښاد "الفت" د پورته ليکنې په پوهېدنه كې لاسنيوى وكړي .

په ټولنه كې د فرهنګي ويښتيا لپاره د خپلو سترو شحصيتونو د افکارو راسپړل د روښانفكرې مبارزې ځانګړنه ده،داچې استاد د هېواد ستر "اديب اسلامپوه" دى؛نو ځکه موږ يې پر افکارو د پوهېدو لپاره دا ګام پورته کړ.

د ځوان نسل د ويښتيا لپاره دا ډول فرهنګي زيار اېستل (( ملي - ديني)) دنده ده او له نوي کهوله هيلمن يو،چې زموږ دا هيله به د خپل علمي تړاو په بېديا کې انګازنه کړي .        

او همداراز مو له دې ژباړې موخه داده چې: (١) حضرت ابوذر غفازي (رض) ځوان کهول ته ((د اقتصادي تقوا)) او ((طبقاتي تضاد)) له منځه وړو په لار کې بېلګه وي : او د هغه (( وسواس الخناس)) پر وړاندې يو ډال وي، چې زموږ د نوي کهول په سينو کې په بېلابېلو بڼو اچول کېږي . (٢) دا يوه ګټوره تاريخي کره کتنه ده، چې د پوهنتوني ځوانانو لپاره،چې د خپلې بېلارې او پردي پالې ټولنې د سمون ارمان يې د ژمن او ويښ ضمير سترګې همېشه برېښوي (٣) او بالاخره د عرفاني ادبياتو زده کوونکيو ته کره ماخذ دى .

د يادونې وړ ده،چې ددې مصري ليکوال دا دويم کتاب دى،چې په پښتو ژباړل کېږي .


په درنښت

د ځوان کهول استازى، ورور مو؛

عبدالکافي

١٣٩٠ ل


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د لمر څرك سمول

د غفار د ټبر مشران راټول شوي ول، ډېر وخت شوى و، چې باران نه و ورېدلى،د غفار ټبر تنګسې او تنګلاسۍ ښکېللى و او څاروي يې سخت ځپلي ول،ټولو يو بل پوښته،چې دوى ولې خپل خداى (منات)  هېر كړي،حال داچې ډېر عبادتونه او قربانۍ ورته كوي .

د باران موسم تېر شو،نه په اسمان کې ورېځې وې او نه د باران نښه وه . ايا بې لارې شوي؟ او خداى پرې غوسه دى .

نه ! د خداى د رضا لپاره قربانۍ شوي دي، وينې تويې شوي دي، دعاګانې شوي دي . نه ! بې لارې شوي نه دي او نه پرې خداى غوسه شوى؛خو له اسمان سره به څه كوو؟

د غفار ټبر هېڅ نشي كړاى؛خو داچې د دوى لوى خداى منات باران واوروي او شاړې ځمكې يې بېرته سمسورې كړي.

هېڅ چاره نشته؛خو داچې ټول يو ځاى؛ښځې او سړي،په زارۍ او ژړا شي او د منات د لورنې انتظار وباسي،كېداى شي پرې ولورېږي او باران پرې واوروي او شاړې ځمكې يې بېرته ښېرازې شي .

ټبر د منات د عبادت لپاره تګ ته تيار شو او ټول پر اوښانو سپاره شول، انيس هم پر خپل اوښ سور شو او له ټبر سره د منات لور ته روان شو.

انيس شاوخوا تر سترګو تېره کړه،خپل ورور يې و نه ليد،اوښ يې پر ګونډو كړ او په منډه كور ته ولاړ او غږ يې وكړ: جندبه!جندبه! كور ته راننووت ، و يې ليده، چې جندب غلى په بستره کې پروت دى.

_  د خلكو زوږ  نه اورې؟

_ ولې نه ؛خو له  مناته كركجن يم .

_ غلى شه! بښنه ترې وغواړه! كه خبره دې واوري او بلا درباندې راښکته کړي؛نو بيا؟

_  ته فكر كوې،چې موږ ويني يا زموږ خبرې اوري؟

_ دا پر تا څه چل شوى؟! پېريانو نيولى يې كه ناروغ يې؟ ګوره! توبه  وباسه،کېداى شي توبه دې قبوله كړي .

ابوذر پر اړخ واوښت، سملاست او څه يې ونه  ويل .

انيس : پاڅه ! پاڅه! كاروان روان شو،چې له خلكو وروسته پاتې نه شو.

ودرېد،ابوذر يې له ځان سره يووړ.انيس چټك پر اوښ سپور شو. ابوذر زړه نازړه د اوښ پاو روان شو. انيس خپل ورور ته مخ كړ او و يې ويل : له دې  وډار شه،چې خلك ستا پر عقيده پوه شي؛ځكه خلك به د خداى د غوسې او وچكالۍ علت  تا وبولي او سخت به دې  وځوروي او بيا يې ورته د منات په ستاېنه پيل وكړ. حضرت ابوذر(رض) له ناکامه دا خبرې اورېدې؛چوپ و،څو ورځې وروسته كاروان منات ته ورسېد،چې ټول يې د ليدو لېوال ول . اوښان يې چو كړل او  له ځان سره راووستي څاروي يې په عاجزۍ او زارۍ قرباني كړل . حضرت ابوذر(رض) د نورو په څېر له مناته وچورلېد او د خپل ټبر دې ساده توب او ناپوهۍ ته  په سوچ كې و، چې ولې ډبرين خداى لمانځي،حال داچې هېڅ يې له لاسه نه كېږي او هم څه يې،چې په مخ كې تېرېږي ترې بې خبره دى؛خو بيا هم دوى خپله لار نيولې او منات لمانځي.

شپه شوه؛ د تورې تيارې څادر خپور شو،په اسمان كې ستوري او پر ځمكه د غفار د ټبر د اور انګار ځلېږي .خلك ډلې ډلې كېناستل،د قيصو مجلس تود شو،حضرت ابوذر(رض) هم د ټبر له مشرانو سره كېناست،د لات او عزى د مقام او منزلت په باب (چې العياذبالله د خداى لوڼې يې ګڼلې) خوږې او خوندورې قيصې ويل كېږي .يوه د سعد د مقام او منزلت په باب خبرې كولې،چې يو يې په خبرو کې  راټوپ كړ او ويې ويل:دهغه سړي قيصه مو اورېدلې،چې سعد ته يې كنځلې كړې وې؟ ټولو په يوه غږ وويل : نه!څه چل شوى و؟ يو سړى سعد ته ورغى،چې خپل اوښان ورته وقف كړي،څنګه چې سعد ته ورنږدې شو،اوښانو يې تور وخوړ او وتښتېدل .سړى د اوښانو په لټه کې شو؛خو پېدا يې نه کړل او ستړى سعد ته راغى او په يوه تيږه يې پر سر وايشت او و يې  ويل: ته چا ته څه خېر نشې رسولاى له سعد نه يې مخ واړوه او په اوښانو پسې ولاړ،  په لار کې  يې له ځان سره وويل: په سعد پسې راغلو،چې سره راټول مو كړي؛خو هغه خو موږ يو له بله بېل كړو،نور سعد نه لمانځم؛سعد خو يوازې يوه بې سا او مړه تيږه ده،چا ته خېر او شر رسولاى نشي .په دې وخت کې  يوه سړي په غوسه وويل : پر خداى دا سړى كافر شوى دى . خلكو وويل : ښه نو بيا څه چل وشو؟ هېڅ هم ونه شول . ټولو سرونه ښكته واچول او په سوچ کې  ډوب شول .

دې قيصې د حضرت ابوذر(رض) زړه نور هم ډاډه كړ او همدا قيصه وه، چې خلكو ته يې جرات وركړ،چې د دې بوتانو په باب فكر وكړي . په دې كې يو سړي وويل : د عدى بن حاتم کيسه مو اورېدلې، چې د فلس عبادت يې پرېښى او نصراني شوى دى؟خلكو وويل:نه! څه چل شوى و؟

صيفي د فلس خادم يوه اوښه د بني عليم له ټبره (چې د مالك بن كلثوم ګاونډى و) په زور واخسته،چې فلس ته يې قرباني كړي . د اوښې خاوند مالك ته راغى، چې خپله اوښه د فلس له خادمه واخلي.

مالك پر لوڅ اس كېناست او نېزه يې راوخسته،چې خادم يې له فلس سره نږدې وموند،خپله نېزه يې خادم ته ونيوه او ويې ويل : د ګاونډي اوښه مې راكړه!

صيفي: ته د خپل خداى سپكاوى كوې؟

مالك  په زور له صيفي د اوښې پړى واخست او خادم فلس ته پناه يووړه او څنګ ته يې ودرېد او په ژړا او زارۍ يې لاسونه پورته كړل . مالك ته يې په اشاره وويل : پالونکيه! مالك بن كلثوم نن له تا يوه ښاېسته اوښه واخسته او سرغړونه يې وكړه. پالونکيه! تر ننه چا پر موږ ظلم نه  و كړى . صيفي ډېره خواري كوله،چې فلس د مالك پر خلاف راوپاروي او مالك وځوروي .عدى بن حاتم او هغه بل سړى (د اوښې خاوند) له فلس سره نږدې ولاړ ول او دا پېښه يې ليده . عدى وويل : ګورو، چې نن پر مالك څه كېږي؟ له دې  پېښې ډېرې ورځې تېرې شوې؛خو هېڅ و نه شول، عدى هم د فلس او نورو بوتانو عبادت پرېښود او نصراني شو .

حال  داچې د ټولو خلكو رنګونه  له حيرته تور اوختي ول، سرونه يې ټيټ كړل او په سوچ کې  شول .

دې قيصې هم د حضرت ابوذر(رض) پر زړه يخې اوبه  تويې كړې او  روح يې ارام شو . ډلې يو له بله بېلې شوې او د منات په شاو خوا کې  يې بسترې هوارې کړې او پر ښخ خوب ويده شول . ټول ويده دي، چوپه چوپتيا ده؛ خو حضرت ابوذر(رض) سترګې اسمان ته نيولې او ستوري څاري او او په نننۍ غونډه كې يې د بوتانو پر اورېدلو قيصو سوچ كاوه. د بوتانو له الوهيت او قدرته يې انكار كاوه او له ځان سره يې ويل : منات يوازې تيږه ده،چې نه چاته خېر رسولاى شي او نه له چا شر تمبولاى شي . په همدې وخت كې سوچ ورغى،له ځايه راولاړ شو او د منات پر لور ولاړ.منات ته چې ورسېد؛نو ګوري،چې بې ساه مجسمه ده، چې نه اوري او نه ليداى شي. د ازمېښت لپاره يې منات په کاڼي وايشت،چې يوازې يې كړنګ واورېدل شو.

حضرت ابوذر(رض) په سوچ كې شو او له غوسې يې وويل: ته بېوسه يې! نه وسمن او ځواکمن! مخلوق او توږل شوى يې! نه خالق!نو ولې دې عبادت وكړو او څاروي درته قرباني كړو.دا ښكاره ده، چې زما ټبر بې لارې دى.

حضرت ابوذر(رض) په ارامۍ خپلې بسترې ته راغى او ويده شو. سهار شو؛لمر راوخوت او وړانګې يې خپرې شوې او د منات عابدين يې  راپاڅول؛ خو منات هماغسې چوپ او بې حسه و . نه  يې څه اورېدل او نه يې څه ليدل . ښځې و نر  له  مناته راټول شول او د منات عبادت يې پيل كړ؛خو حضرت ابوذر(رض) پکې برخه وانه خسته، منات ته يې شا كړه او پر اوښ سپور شو؛د فكر مرغۍ يې په هستى كې لوړه الوته، سر يې اسمان ته نيولى و،دهغه عظمت ته يې كتل او له ځان سره يې ويل:دا اسمان څنګه پر ځاى  ولاړ دى؟چا جوړ كړى؟ لمر ته يې داسې كتل؛لکه چې په لومړي ځل يې ليدلى وي،څنګه راخېژي او بېرته ډوبېږي،چې ورپسې تپه تياره كېږي؟او شپه په ستورو رڼا كېږي .د يقين په اندېښنو کې ډوب و؛هغه اندېښنې،چې د حضرت ابوذر(رض) شك يې د وچ  لرګي  په څېر په  اور کې  سوځاوه.

د غفار د ټبر عبادت پاى ته ورسېد،خلك تګ ته تيار شول . انيس، ابوذر ته ورغى،يوه شېبه ورته په ننداره شو.ګوري،چې حضرت ابوذر (رض) د خپل فكر د سمندر څپو اخستى دى،هيڅ يې ونه ويل او له خپل ټبر سره د غفار پاو روان شو.حضرت ابوذر(رض) هماغسې چوپ او په فكر کې ډوب و،چې كاروان يوې درې ته ورسېد؛په ځير يې شاوخوا غرونو ته وكتل،په زړه کې يې وويل : دا غرونه چا درولي؟ څنګه يې ودرولي؟ لکه چې حضرت ابوذر(رض) د لومړي ځل لپاره دا دنيا ويني؛ځمكې ته يې وكتل، څنګه داسې هواره ده؟ په سر کې  يې فكرونه خوټېدل . حضرت ابوذر(رض) نوى ژوند وموند،د هدايت او لارښوونو وړانګو د حضرت ابوذر(رض) د زړه د شك پردې څيرې كړې؛هغه د شك پردې،چې كلونه كلونه يې له  زړه راتاوې  وې .

حضرت ابوذر(رض) له ټبر سره "غفار" ته ورسېد.ښځې او نارينه له  اوښانو راكوز شول . حضرت ابوذر(رض)خپل كور ته راغى؛ هغه كور چې د قبر په څېر تياره او چوپه چوپتيا پرې خپره وه،خپلې بسترې ته ولاړ؛ خو خوب يې له سترګو والوت؛د فكر بې قراره مرغۍ يې كله يو خوا او كله بل خوا الوته.كله اسمان او كله ځمكې ته او له ځان سره يې ويل:دا ځمكه او اسمان چا جوړ كړي دي؟زه څوك يم؟ زما څښتن څوك دى؟هغه څوك دى،چې سترګې يې د ليدو،ژبه يې د خبرو او فطرت يې د تقوى (خېر) او فساد (شر) د الهام لپاره راكړي دي .له هغه پرته بل څوك د عبادت وړ نه دى. هغه نوښتګر، خلاق، پنځګر، وسمن او ځواکمن دى . هو! لات، منات، عزى، ساف، نائله او سعد د عبادت وړ نه دي؛يوازې تيږې دي،بېوسه او بې نوښته دي .

د ايمان او يقين وړانګو د حضرت ابوذر (رض) پر زړه د خداى د عبادت اور ولګاوه، له سترګو يې اوښكې راوبهېدې او خپل حقيقي خداى ته پر سجده پرېووت.

حضرت ابوذر(رض) د يقين او حقيقت تږى و او د همدې چينې په لټه کې  و، چې و يې مونده او د كلونو تنده يې د حقيقت او معرفت په سړو اوبو  ماته  كړه.

حضرت ابوذر(رض) سر له اوږدې سجدې راپورته كړ،چې د سترګو تړمو اوښكو او خولو يې بدن لوند كړى و؛ مخ يې د څوارلسم د سپوږمۍ په څېر ځلېده.

د اوږدې سجدې ژړاګانو يې له زړه د كلونو كلونو پېټى سپك كړ؛ خپلې بسترې ته ولاړ او ويده شو. دا یې په ژوند كې خورا ارامه شپه وه. سهار شو او حضرت ابوذر(رض) په ارام له خپلې بسترې راجګ شو او په خواږه غږ د خداى پر عبادت بوخت شو،لاسونه يې اسمان ته نيولي ول،چې انيس راننووت،غوښتل يې خبرې ورسره وكړي؛خو د حضرت ابوذر(رض) دې كار انيس حيران كړ،چې ورور يې خپل ورك دوست موندلى او په مينه ورسره خبرې كوي . حضرت ابوذر(رض) د انيس په راتګ پوه نه شو،انيس هم لږ څه وروسته په سد شو او ويې ويل :څه كوې؟ حضرت ابوذر (رض):لمونځ كوم (عبادت كوم).

انيس : د چا عبادت كوې؟

ویې ویل :د خداى عبادت كوم .

انيس :يعنې د " الله" عبادت كوې؟!؛خو له منات او ......  پرته د بل عبادت سم نه دى .

حضرت ابوذر (رض) : نه منات لمانځم او نه كوم بل بوت!

انيس : نو د چا عبادت كوې؟

ویې ویل : ما په دې نړۍ او طبيعت کې  داسې نښې ليدلي،چې ما ستاسې له خدايانو پرته بل خداى ته رابولي،هغه ستر، قادر او وسمن ذات دى؛ داسې هيلې نشته،چې په عقل او بحث جوتې شي،يو داسې ذات،چې تر ټولو لوى او پر ټولو واكمن دى .

انيس :هغه خداى لمانځې،چې نه يې  وينې او نه  يې موندلاى شې ؟ حضرت ابوذر(رض) : هغه مې نه دى پېدا كړى؛خو په نښو يې پېژنم . انيس : ابوذره! ته دومره بې عقله نه وې،هغه خدايان پرېږدې،چې هم يې وينې او هم يې موندلاى شې او هغه خداى منې او لمانځې يې،چې نه يې وينې او نه يې پېدا كولاى شي؟

حضرت ابوذر(رض) : دا خدايان يوازې ډبرې دي،چې نه پر څه پوهېږي او نه چا ته  زيان او ګټه  رسولاى شي.

انيس : ابوذره!غواړې،چې زموږ او زموږ د نيكونو عقل په سيند لاهو كړې ؟

حضرت ابوذر(رض): نو په دې کې  زما څه ګناه ده،چې زموږ نيكونه او پلرونه ناپوهه او بې لارې ول . زموږ دين بې بنسټه دى،د غڼو د جالونو په څېر سست دى . ګوره! دې خبرې ته دې فكر نه دى،چې له موږه څوك سفر ته ځي او په لار کې  څلور كاڼي وويني؛نو كوم يو يې، چې پر سترګو ښه ولګي؛نو هغه يې خداى شي او درې نور يې تر ديګ لاندې نغرى شي؛دا ځكه پر سترګو يې ښه نه دي لګېدلي .... (دا ډېره عجيبه خبره ده)

انيس : موږ كله هم په سفرونو كې داسې نه كوو،دا تيږې "اساف" او "نائله" دي او موږ يې د دې لپاره لمانځو،چې په مكه کې دي . حضرت ابوذر(رض) : اساف او نايله دوه زناكاران دي،په دې خوښ يې، چې عبادت يې كوې؟!

انيس : ابوذره!دا ته څه وايي؟ اساف په يمن کې پر نائله عاشق شوى و، دواړه كعبې ته راغلل،ويې ليدل،چې د خلكو له سترګو پناه دي؛ يو بل يې ښکل کړل او زنا يې وكړه؛بله ورځ د كعبې زيارت كوونكيو وليدل،چې دواړه مسخ شوي .خلكو هم د عبرت لپاره په كعبه کې كېښوول او څه موده وروسته  دوى د عبادت وړ او خدايان شول!!! حضرت ابوذر(رض) : دوى ستاسې خدايان دي؟!!!

انيس : نو ددې دومره معجزوپه باب يې څه وايي؟

حضرت ابوذر (رض) :دوى نه معجزې درلودې او نه به يې ولري . نه قدرت لري او نه قوت . هر څه د خداى له  لوري دي،هسې يې ورپورې تړي،همدا پرون د منات عبادت ته ولاړو،چې باران واوروي، عبادتونه مو وكړل، پسونه مو ورته حلال كړل، څه يې وكړل؟هېڅ!! د هغه له لاسه د هېڅ  نه کولو لامل دا نه دى،چې موږ يې عبادت نه دى كړى يا مو قرباني ورته نه ده كړې او يا دا چې له موږه خپه شوى؛بلکې اصلي لامل يې دادى،چې له لاسه يې هېڅ  پوره نه دي .

انيس : بس دى!غلى شه!نږدې ده پر خبرو دې باور وكړم او د خپلو خدايانو په باب شكمن شم .

حضرت ابوذر (رض): هو انيسه !همدا مې ارمان دى .زه هيلمن يم، چې ته هم زما په څېر له دې بوتانو بېزاره شې او د هغه چا عبادت وكړې،چې د ځمكې او اسمانو خالق دى .

انيس : ايا دين هم د زړو جامو په څېر په اسانۍ بدلولاى شو؟ حضرت ابوذر(رض) : هو انيسه ! چې دين مو د زړو جامو په څېر وي .

د خپلې مور په راتلو چوپ شول . مور يې زامنو ته مخ كړ او و يې ويل : څه به كوو؟نظر مو څه دى؟ انيس : مورجانې! د څه په باب؟

مور: د وچكالۍ په باب .

انيس : څنګه چې موخوښه وي .

مور: د ماما كره به دې ولاړ شو، ماما دې شتمن او د ځمكو خاوند دى .

حضرت ابوذر(رض): څنګه،چې مو خوښه وي،چېرې چې ولاړ شو، خداى مو مل دى .


نور به كله هم يو بل و نه ګورو سمول

                                                                                                  

(( د ابوذر شرم، حيا او زهد يې د عيسى بن مريم په څېر دى ))

د اسلام پېغمبر (ص)


حضرت ابوذر(رض) او انيس له خپلې مور سره د ماما كور ته روان شول . حضرت ابوذر(رض) خپل چاپېريال ته كتل،څه چې يې ليدل، هومره يې د هغوى خالق لوى ليده او يقين يې نور هم پخېده ، ناڅاپه يې له لرې د مكې دېوالونه وليدل.اوښان يې چټک كړل،چې ژر له دې بدمرغۍ او وچكالۍ بېغمه او د هوسا ژوند خاوندان شي.

حضرت ابوذر(رض)،انيس او مور يې د ماما كره ولاړل،ژوند يې ښه تېرېده؛ ځكه ماما يې پرې مهربانه و.

د ټبر خلكو دا حالات پخپله ګټه نه ليدل او په زړونو كې يې كينې راوپارېدې او د حضرت ابوذر(رض)،انيس او د مور دښمنان يې شول، چې كېداى شي د خور، ورور، ماما او خورينو د خپلوۍ له امله دوى هېر كړي،راټول شول او جرګه يې وكړه او يو سړى يې وټاكه او دنده يې وركړه .

سړى د حضرت ابوذر(رض) او انيس د ماما كور ته راغى،په ګوټ كې كرار كېناست،سر يې ټيټ کړ او سوړ اوسېلى يې وكړ،چې د هر چا زړه ته يې شل شكونه اچول .

د حضرت ابوذر ماما: خېر خو به وي، څه چل شوى دى؟

سړى : (په مكر) د مهمې خبرې لپاره راغلى يم،كه مې مينه او اخلاص درسره نه واى؛نو كله به مې هم دا خبره نه واى كړې،چې ستا په نه شتون كې په كور كې مو څه تېرېږي . تاسف دى،چې ستا د نېكۍ او احسان بدله بدي ده.

د حضرت ابوذر ماما پوه شو،چې څه خبره خو شته .غوسه يې وويل : سمه خبره كوه، څه چل شوى دى؟

سړى : انيس........

ماما: څه چل يې كړى دى؟

سړى : چې له كوره وځې،انيس د كور له ښځو سره ناسته پاسته لري. ماما: دا خبره دروغ ده! تور دى .

سړى : موږ هم غوښتل،چې دا خبره دروغ وي؛خو دا خبره د كاڼي كرښه ده .

ماما: اخر ته څه دلیل لرې؟

سړی : ټول پردې خبر دي،بل څوک وپوښته .

ماما: نه بس دی.

د حضرت ابوذر ماما ډېر زيات خړ او خپه شو او سر يې ښکته کړ او له كوره ووت، څومره چې يې وغوښتل خپله غوسه سړه كړي؛خو و يې نه کړاى شول؛شپې او ورځې يې په غم او غوسه كې تېرېدې،چې بالاخره حضرت ابوذر(رض) يې پر تندي پوه شو او ویې پوښتل:څو ورځې كېږي،چې خپه يې،په فكر كې يې، له موږ نه خو به  خپه نه يې؟

ماما: نه هېڅ خبره نشته.

حضرت ابوذر(رض): نه!څه خبره خو ده، ماته ووايه، كېداى شي، چې د زړه بوج دې سپك شي.

ماما: قوم مې راته ډېره غټه خبره رارسولې،چې ويل يې غټه خوله غواړي.

حضرت ابوذر(رض): څه يې درته ويلي.

ماما: ويلي يې دي،چې انيس يو ناوړه عمل كړى دى.

خلك وايي : چې کله په كور کې نه يم؛نو انيس زما له ښځو سره ناسته پاسته لري .

د دې خبرې په اورېدو د حضرت ابوذر(رض) رنګ واووښت او سترګې يې له غوسې سرې شوې،ويې ويل : څومره نېكۍ،چې دې كړې وې،پر سيند لاهو شوې،نور زموږ او ستاسې ترمنځ اړيكې وشلېدې او كله به هم  و نه ګورو.


*****


حضرت ابوذر(رض) او انيس په غفار كې د خپل كور په مخ كې ناست ول،چې يو سړى راغى او سلام يې واچاوه او په څنګ كې يې كېناست

حضرت ابوذر(رض) وپوښت : د كوم ځاى يې؟

سړى : د مكې.

حضرت ابوذر(رض) : په مكه كې څه حال دى؟ څه خبرې دي؟

سړى: يو تن راپېدا شوى، چې وايي: زه پېغمبر يم او له اسمانه راته وحې راځي.

حضرت ابوذر(رض): د خلكو چلن ورسره څنګه دى؟

سړى : څوك يې خبرو ته غوږ نه  ږدي.

حضرت ابوذر(رض) : ولې ؟

سړى :ځكه چې وايي : نيکونه او پلرونه مو بې لارې ول او ګروهې مو باطلې دي او په هر څه كې خبرې راوباسي.

حضرت ابوذر(رض) : هغه دا كار كړى دى؟

سړى : د حيرانتيا خبره خو داده،چې زموږ خدايان نه مني او وايي،چې خداى يو دى.

حضرت ابوذر(رض) سر په ګرېوان كې ښكته كړ او دې خبرې ته فكر يووړ؛خو ورته دا خبره دومره عجيبه نه وه؛ځكه په هستۍ كې د تفكر له لارې دې خبرې ته رسېدلى و.سر يې په ګرېوان كې هماغسې ښكته كړى و او په سوچ او اندېښنو كې ډوب و.له مكې راغلي سړي،چې حضرت ابوذر(رض) په دې حالت كې وليد؛نو اجازه يې وغوښته او ولاړ.

حضرت ابوذر(رض)،انيس ته مخ كړ او ويې ويل :انيسه!ولاړ شه او د هغه سړي له كړو وړو مې خبر كړه،چې وايي زه پېغمبر يم او وحې راته راځي.

انيس پاڅېد او پر اوښ سپور شو او د مكې پر لور روان شو.

مكې ته چې ورسېد؛ نو لومړى يې د كعبې طواف وكړ،چې يوې ډلې د طواف په ترڅ كې د انيس پام ځان ته راواړاوه،هلته ولاړ او يو سړى يې وپوښت : دلته څه خبره ده؟

سړى : يو (العياذبالله) مرتد راغلى او خلك نوي دين ته رابولي.

د سړي خبره لا خلاصه نه وه،چې د انيس پر غوږونو يو غږ ولګېد،چې يو سړى خلكو ته وايي:د خداى شكر ادا كوم،عبادت يې كوم،ترې مرسته غواړم،ايمان پرې لرم،هغه مې مرستندوى دى او ګواهي ورکوم چې بېشكه الله يو دى او شريك نه لري .

په خلكو كې يوه غږ وكړ : ته دروغ وايې!

مشر كله هم خپل ټبر ته دروغ نه وايي!قسم پر هغه،چې له هغه پرته بل ذات نشته،زه هغه تاسې ته رالېږلى يم.خداى مو هماغسې مړه كوي؛لکه چې تاسې ويده كېږئ او بېرته مو ژوندي كوي؛لکه له خوبه،چې راپاڅېږئ .له تاسې سره به د ټولو كړو وړو حساب و كتاب كوي او هغه د دوزخونو او جنتونو خاوند دى .

دلته يو سړي وويل : د هډوكو تر رژېدو وروسته څنګه ژوندي كېږو؟

[ او ويې ويل :  ((ايا چې كله موږ وراسته  هډوكي او مېده خاورې شو؛ نو بيا به له نوي سره  راژوندي کېږو؟! ))

ووايه : كه تيږه يا او سپنه ياست،يا ستاسې له نظره تردې هم كوم سخت شى (چې د ژوندي كېدو هېڅ وړتيا پكې نه وي؛ خو بيا هم خداى پردې ځواکمن دى، چې تاسې دويم ځل  را ژوندي كړي)؛ نو بې له درنګه به ووايي : ((څوك به موږ  بېرته د ژوندپر لور وراړوي؟!)) ووايه :(( هماغه چې په لومړي ځل يې پيدا كړي ياست. )) بيا به (په ملنډو) تا ته د هو سر وخوځوي او و به پوښتي : (( دا به كله وي؟! )) ووايه : ((ښايي چې نژدې وي ! (اسرا/۴۹-۵۱ آیتونه) ]

انيس په ځير سره د خلكو خبرو ته غوږ نيولى و او خپلو مغزو ته يې سپارلې .

خلك،چې خپاره شول،يوه وويل : پالي دى! يو بل وويل : شاعر هم دى! او يو بل زياته كړه : چې  پاړوګر هم دى.

انيس د پېغمبراکرم(ص) او قوم خبرې يې واورېدې . زړه يې ګواهي وركوله،چې په خبرو كې يې دروغ نشته،هغه رښتيا وايي؛خو قوم يې دروغجن دى .

انيس پر خپل اوښ سپور شو او پر ټوله لار د حضرت محمد (ص)  خبرو ته سوچ وړى و،چې غفار ته ورسېد. حضرت ابوذر(رض) د انيس په ليدو ورمنډه كړه او له واره يې انيس وپوښت؟ څه خبر دې راوړى؟

انيس : يو سړى مې وليد،چې فكر يې كاوه،چې خداى رالېږلى او خلك يې نېكۍ ته رابلل او له بدۍ يې منع کول .

حضرت ابوذر(رض) : خلكو د هغه په باب څه ويل ؟

انيس : خلك وايي،چې هغه شاعر، پالي  او کوډګر دى.

ابوذره! ته په خپله په دې خبره ښه پوهېږې،چې زه ډېر شاعران او د شعر ډولونه پېژنم،د هغه ټولې خبرې مې له بېلابېلو شعرونو سره په پرتله كړې؛خو د شعر په څېر نه وې؛ پاليان مې هم ليدلي؛خو خبرې يې  د هغوى په څېر هم نه وې .

حضرت ابوذر(رض): هغه څه وايي؟

انيس: څه عجيبه خبرې يي كولې.

حضرت ابوذر(رض): خبرې ېې درته يادې دي؟

انيس : پر خداى قسم خبرو يې ځانګړې خوږوالني درلوده؛خو يادې مې نه دي .

حضرت ابوذر(رض): قانع دې نه کړم؛لار دې چورتي كړم، مجبور يم، چې په خپله ولاړ شم او له نږدې وګورم، چې څه خبره ده.

انيس :څنګه،چې دې خوښه وي؛ خو له قومه يې ځان ساته؛ ځكه هغه خپل دښمن ګڼي او ډېره كينه ورسره لري.

د حضرت ابوذر(رض) د صبر كاسه ډكه شوه،نور يې ځان ټينګ نه کړاى شو او يو زوړ خيګ يې له اوبو ډك كړ او په مينه د ارمانښار (مدينه فاضله)پر لور روان  شو.په مغزو كې يې ډول ډول فكرونه تېرېږي . د نوي دين د سمندر په څپو كې حضرت ابوذر(رض) په مخه اخستى دى .له ځان سره يې وويل: چېرته روان يې؟ څنګه به هغه دين ته رسېږې،چې خلك اخلاقو ته رابولي؟څوك به يې له حضرت پېغمبر(ص) سره مخامخ کړي؟ كه د پېغمبراکرم (ص)  دښمنان يې ونيسي؛ نو ګنې ژوندى به يې پرېږدي؟!

خو بالاخره و يې پتيېله،چې نېغ جومات ته ولاړ شي او له هغه ځايه د پېغمبر اکرم (ص) پلټنه پيل كړي .

ابوذر مكې ته ورسېد او سيده جومات ته ولاړ او د پېغمبراکرم(ص) پلټنه يې پيل كړه؛خو پېدا يې نه کړ او نه يې په اړه څه واورېدل؛نو له ناچارې په جومات كې پاتې شو. لمر پرېووت؛ شاوخوا تپه تياره او چوپه چوپتيا خپره شوه،ټول خلك ويده ول؛خو څو تنو د كعبې طواف كاوه، په دې وخت كې حضرت علي (ک) طواف ته راغى؛ ګوري،يو لوړ او ډنګر سړى،چې توره پګړۍ يې پر سر وه او په زوړ او شلېدلي څادر كې يې ځان نغښتى،د جومات په ګوټ كې ناست دى . ورنږدې شو،ورته يې وويل : ګومان كوم ،چې مسافر يې؟

حضرت ابوذر(رض) : هو!

حضرت علي(ک) : راځه راسره .

په لار كې نه حضرت ابوذر(رض) څه وويل او نه حضرت علي وپوښت،كور ته ورسېدل،حضرت ابوذر(رض) شپه تېره كړه،چې سهار شو؛نو حضرت ابوذر(رض) د پېغمبراکرم(ص) پلټنه پيل كړه، بازار او كوڅې يې تر پښو لاندې كړې؛خو و يې نه  موند، ستړى، وږى او تږى جومات ته راستون شو، نه يې د خوړو له ځان سره څه راوړي او نه پيسې لري،چې څه پرې واخلي؛لوږې سخت تنګ كړ،مسكين د جومات ګوټ ته ولاړ او څادر يې پر ځان راخپوركړ او خوب يووړ،چې بيا هم حضرت علي (ک) پرې را برابر شو،ودرېد او ويې ويل: تر اوسه دې لا خپل كور نه دى پېدا كړى؟ راځه راسره!

حضرت علي(ک)، حضرت ابوذر(رض) له ځان سره راجګ كړ او كور ته يې راووست . حضرت علي او حضرت ابوذر(رض) هماغسې چوپ ول،چې حضرت علي(ک) ترې وپوښتل: ما ته  نه وايې، چې دلته څه كوې او د څه لپاره راغلى يې؟

حضرت ابوذر(رض) : لومړى لوز وكړه،چې چاته به  نه وايې او مرسته به راسره كوې.

حضرت علي(ک): سمه ده.

حضرت ابوذر(رض): اورېدلي مې دي،دلته يو سړى دى،چې د پېغمبرۍ دعوى يې كړې،خپل ورور مې د احوال لپاره راواستاوه؛خو د كار خبر يې را نه ووړ،پرېکړه مې وکړه،چې په خپله يې ووينم،اوس غم دادى،چې نه يې پېژنم او نه يې له چا د پوښتنې زړه کولاى شم .

حضرت علي(ک) ددې خبرو په اورېدو؛ لكه د پسرلي د ګل وغوړېد، حضرت ابوذر ته په ننداره شو، ورته يې وويل:څوك يې او له كوم ځایه راغلى يې؟

حضرت ابوذر (رض) : نوم مې "جندب جناده" او كنيه مې "ابوذر" دى او د غفار له ټبره يم .

حضرت علي(ک) : سم ځاى ته راغلى يې، پر خداى قسم هغه پېغمبر دى او څه چې پرې نازل شوي،حق دي . زه همدا اوس ورځم، ته هم راپسې راځه . زه چې چېرته ننووتم،ته هم راننوځه، كه په لار كې خطر و؛نو زه به دېوال ته مخ كړم؛ګنې پڼې ټينګوم او ته به مې له خوا تېر شې.

حضرت علي او حضرت ابوذر د شپې په تياره كې روان شول، حضرت ابوذر(رض) له خوشحالۍ په جامو كې نه ځايېده.

حضرت علي(ک) د كور وره ته ودرېد او په ځانګړي ډول يې ور وټكاوه،د وره له شا يو سړي  راوليدل او حضرت علي(ک) يې وپېژانده،ور يې ورته پرانست؛دواړه يوځاى كور ته ننووتل .

د حضرت ابوذر(رض)زړه له خوشحالۍ دومره درزېده،چې درزا يې په خپله هم اورېده؛ځكه له خپل محبوبه يوازې څو ګامه لرې دى .

ځان د خپل محبوب ليدو ته تياروي،پر ځان يې ګوتې ووهلې او حيران دى ،چې په كومو ټكيو به له خپل محبوب سره خبرې كوي.

لومړى حضرت علي(ک) كوټې ته ننووت او ورپسې حضرت ابوذر(رض)؛د پېغمبر اکرم(ص) په ليدو يې من من غوښه واخسته او ويې ويل : السلام عليكم.

پېغمبر اکرم(ص):عليك السلام و رحمة الله و بركاته....... د كوم ځاى يې؟

حضرت ابوذر(رض) په حيا او ټيټ غږ  : د غفار يم .

د پېغمبر اکرم(ص) او بوذر ترمنځ پر بېلابېلو موضوع ګانو خبرې اترې وشوې . حضرت ابوذر(رض) په ډاډه زړه ورته وويل : ما ته اسلام راوښيه .

پېغمبراکرم(ص):اسلام دادى،چې ګواهي وركړې،چې بېشكه خداى يو دى او شريك نه لري او محمد يې پېغمبر دى او لمونځ هم وكړې.

حضرت ابوذر(رض):زه ګواهي وركوم :چې خداى يو دى، شريك نه لري او محمد يې استازى دى.

پېغمبراکرم(ص):ابوذره! پام دې اوسه،چې په دې خبره درنه څوك خبر نشي،غلى خپل كلي ته ولاړ شه او تبليغ پيل كړه؛دا خبره مې ځكه درته وكړه،چې ددې ځاى خلك دې ونه ځوروي او زما د راښکاره کېدو خبر، چې دې واورېد؛نو هله راشه .

دا خبره پېغمبراکرم (ص)ځكه حضرت ابوذر(رض) ته وكړه،چې خلك يې  و نه ځوروي؛خو دلته دا پوښتنه را پېدا كېږي،چې ايا د حضرت ابوذر(رض) زړه به دا ومني،چې خپل ايمان پټ كړي او په څه چې پوهېږي، نورو ته يې و نه رسوي؟ هېڅكله نه!

حضرت ابوذر(رض) په ډاډه زړه (چې ايمان قوي كړى و) وويل: پر هغه خداى قسم، چې ته يې په حق را استولى يې؛ په چغو چغو به خپل ايمان ښكاره كړم .

حضرت ابوذر(رض) دې سړي ته فکر وړى،چې ځان ته پېغمبر وايي او هغه يې له تيارو را ايستى او د حقيقت  پلټنې تنده يې ورته د ايمان په چينو ماته كړې،چې له لمره جوړ شوى؛جسم دى كه له اسمانه راكېوتې؛پرښته ده كه عادي بشر دى؟ په ارام يې لاس د پېغمبر اکرم(ص) پر اوږو كېښود،د لاس اېښوول نه وو؛د حضرت ابوذر (رض) د زړه پر ټپونو مرهم اېښوول ول،زړه يې هوا وكړه؛اوږده ساه يې واخسته او له ځايه راپاڅېد او په پياوړې اراده جومات ته روان شو.دومره يې پر خپل ايمان يقين درلود،چې په لار كې يې نه زړه ته وېره راتله او نه شك. په جومات كې يې يوه ډله قريش وليدل،ناڅاپه يې چغه كړه :قريشو! قريشو! زه ګواهي وركوم، چې  بېشكه "الله" يو دى او شريك نه لري او محمد يې رسول دى .

حضرت ابوذر(رض) پينځم تن و، چې په ايمان راووړو يې د اسلام نيالګى خړوب كړ. د اسلام نيالګي لا دومره ريښې نه وې كړې او نه لا چا پېغمبر اکرم(ص) ته د مرستې او دوستۍ لاس اوږد كړى و.

پر قريشو د حضرت ابوذر(رض) غږ ښه اغېز ونه کړ،حيران او غوسه يې كړل،پرې راټول شول او په مرګ يې وواهه، ټولو په لغتو واهه،چې عباس ځان راورساوه،و يې ويل: دا څه كوئ ؟ وژنئ يې؟ نه پوهېږئ،چې د غفار د ټبر دى؛شام ته چې ستاسې د سوداګرۍ مالونه  ځي؛نو له غفاره تېرېږي .

له دې  خبرې سره سم قريش خپاره شول؛خو حضرت ابوذر(رض) د وچ لرګي په څېر پړ مخې په وينو ككړ پروت و،په خورا سختۍ يې ملا نېغه كړه، ورو ورو روان شو،چې د زمزم چينې ته ورسېد؛مخ او لاس يې پرېمينځل او له بدنه يې وينې پاكې كړې،لږې اوبه يې وڅښلې او د كعبې پر لور روان شو.د پېغمبر اکرم(ص) كور ته ورننووت؛ګوري چې حضرت ابوبكر (رض) هم ورسره ناست دى.

حضرت ابوبكر(رض) : څومره موده كېږي،چې دلته راغلى يې؟

حضرت ابوذر(رض) : درې ورځې .

حضرت ابوبكر(رض) : چا درته خواړه دركول؟

حضرت ابوذر(رض) : د زمزم په اوبو مې ګوزاره کوله.

حضرت ابوبكر(رض) : اجازه راكوې،چې له ځان سره يې ډوډۍ خوړو ته بوځم .

درې واړه يو ځاى د حضرت ابوبكر(رض) كور ته ولاړل؛ هلته يې ورته د طايف مميز (وڅکې) كېښوول،چې دا مميز په مكه كې د حضرت ابوذر(رض) لومړي خواړه وو.

بله ورځ د حضرت ابوذر(رض) زړه را اوچت شو،چې خپل ايمان ښكاره كړي.د حضرت ابوذر(رض) خوارې سينې او وړوكي زړه د ايمان د اور لمبه نه شوه پټولاى؛څومره چې خلكو ځوراوه،هماغومره يې اراده قوي كېده،له جوماته روان شو او په لوړ غږ يې وويل: قريشو! قريشو!

خلك ترې راټول شو،حضرت ابوذر(رض) په لوړ غږ وويل : (( ګواهې وركوم چې "الله" يو دى،شريك نه  لري او محمد(ص) يې رسول دى .))

په خلكو كې شور زوږ شو؛راټول شول،سم يې په وهلو او ډبولو ستړى كړ او دومره يې وواهه،چې بېسده شو.دا ځل هم عباس راورسېد او خلك يې وشړل .

حضرت ابوذر(رض) له ډېره درده اخ اخ  او  وۍ  وۍ كول؛خو روح يې خوشحاله او ارام و،چې دې خوشحالۍ ترې د قريشو د وهلو درد هېر كړ او د خپلې يوازېنۍ هيلې (پېغمبر) لور ته روان شو.

حضرت ابوذر(رض) آنحضرت (ص) ته کيسه وكړه،پېغمبر اکرم (ص) ورته وويل : داسې سيمې ته روان يم،چې د کجورو ونې لري،ايا  ته په خپل ټبر كې تبليغ كولاى شې؟ كېداى شي خېر ورته ورسوې او سمې لارې ته يې سيخ كړې .

حضرت ابوذر(رض): ولې نه ! په دواړو سترګو.

حضرت ابوذر(رض) پر خداى او رسول پر قوي ايمان د غفار لور ته روان شو؛ پر لار خپلې ورکې راتلونكې ته سوچ وړې و،چې څه به پرې كېږي؛هغو سختيو او ځورونو ته چې په مكه كې پرې تېرې شوې سوچ وړى و او داچې د منطق او عقل دين يې منلى و،له خدايه راضي او خوښ دى او داچې د موروپلار دين ورته پوچ او باطل څرګند شوى، پوره ډاډ او ازادي احساسوي .

له لرې ورته غفار ښكاره شو او هيلمن و، چې ژر تر ژره ورورسي، چې مور او ورور له خپل اسلام راووړو خبر كړي . غفار ته راورسېد،له اوښه راكوز شو،اوښ يې له واښكي نيولى او روان دى،چې انيس يې مخې ته راغى.

چغه يې كړه : تسليم شوم ! او ومې  مانه!

انيس: تسليم شوې او و دې مانه؟!

حضرت ابوذر(رض) :هو انيسه! د هغه دين پر حق دى او زه تا د هماغه دين ته رابولم .

انيس ته يې ټولې هغه کيسې وكړې،چې په مكه كې پرې تېرې شوې وې .

انيس سر څو شېبې ټيټ كړ او د پېغمبراکرم(ص) هغه خوږې خبرې يې،چې په مكه كې اورېدلې وې،را پرياد شوې؛زړه يې هوا وكړه او په ډاډه  زړه يې وويل :زه ستا له دين سره مخالف نه يم،زه هم تسليم شوم او ومې مانه! راځه،چې مور مو هم خبره كړو.

حضرت ابوذر(رض)او انيس دواړه مور ته ورغلل . مور يې حضرت ابوذر(رض) وپوښت : څه دې وليدل؟

حضرت ابوذر(رض) : يو سړى مې وليد،چې په ځوانۍ، خوى، خصلت ، ناسته پاسته،خبرو، صبر او ښو چارو كې تر ټولو مخكې دى، هېڅكله ترې چا بده خبره نه ده اورېدلې او په يوه باطله جګړه كې يې هم برخه نه ده اخستې؛نو ځکه خلك ورته "امين" وايي؛خلك نېكۍ ته رابلي او له بديو يې ژغوري . ما ګواهي وركړه،چې "الله" يو دى او شريك نه لري او محمد(ص) د خداى بنده او استازى دى؛ اسلام مې راووړ؛ ورور مې هم اسلام راووړ او مسلمان شو .

مور يې وويل: زه هم ستاسې له دين سره مخالفه نه يم . زه هم ايمان راووړم او تسليمېږم .

حضرت ابوذر(رض) د خپلې كورنۍ له مسلمانېدو ډېر خوښ شو؛ خو ايا هغه به يوازې په دې كار قانع وي،چې د كور په ګوټ كې په عبادت بوخت وي او نور مسئووليت و نه لري؟ نه هېڅكله ! هغه به داسې و نه کړي او بايد ولاړ شي او خپل ټبر د خداى دين ته راوبولي.

حضرت ابوذر(رض) له كوره راووت؛ ګوري،چې يوه ډله د ټبر له مشر (خفاف بن ايما بن رفصه غفاري) راټوله ده او په خبرو بوخت دي .

ډلې ته ورنږدې شو،سلام يې واچاوه او په ګوټ كې كېناست؛خو نه د ټوكو ټكالو لپاره،چې وخاندي او سات تېر كړي؛بلكې ددې لپاره، چې خپل قوم له بېوزلۍ،ناپوهۍ او بې اتفاقۍ وژغوري . هر يو خپله کيسه كوله،چې د حضرت ابوذر(رض) وار راورسېد؛ نو خپله کيسه يې وكړه او شور زوږ شو؛خو څه موده وروسته د حق رڼا د ناپوهۍ پر تيارو اغېزه وكړه،خلك ارام شول او حضرت ابوذر(رض) بيا خپلې خبرې پيل كړې :يو سړى په مكه كې پر پېغمبرۍ مبعوث شوى،چې خلك د دې ځمكې،اسمانونو او ځلانده ستورو د څښتن عبادت ته رابولي .

له دوى يو تن د حضرت ابوذر(رض) په خبرو كې راټوپ كړ، و يې ويل: ايا ته لات،منات،عزى او نهم د ځمكو، اسمانو او ستوريو څښتن نه بولې؟

حضرت ابوذر(رض) : هغه (پېغمبر) خلك ددې بې ساه او له ډبرينو خدايانو له عبادته ازاد ګڼي او خلك مطلقې ازادۍ ته رابولي.

دامهال يو بل سړي وويل:بې ساه او كلكې تيږې؟!ته هم د هغه خبرې كوې؟

حضرت ابوذر(رض) : هو! دا كلكې او بې ساه تيږې دي،چې نه چا ته خېر رسولاى شي او نه شر تمبولاى شي.

يو بل سړي حضرت ابوذر(رض) ته وويل:ته هم په دې خبرو باور لرې؟

حضرت ابوذر(رض):هغه (پېغمبر) تاسې د عقل دين ته رابولي؛هغه دين،چې وجدان اراموي او خلك برابرۍ او ورورولۍ ته رابلي،د مريي  او مالك ترمنځ بې له تقوا بل هېڅ توپير نه پېژني؛هغه د خداى او بنده ترمنځ لار پرانستې او هر ډول واسطې يې له منځه وړي،چې ستاسې په ګومان خداى ته مو رسوي،بندګان بې له كومې واسطې او شفيع خداى ته رسېداى شي؛ هغه وايي:((خداى بندګانو ته نږدې دى، د خپلو بندګانو غوښتنې او شكايتونه اوري او څه چې په ضميرونو او زړونو كې پټ دي،خداى پرې خبر دى . )) حضرت محمد (ص) خلك د حق دين ته رابلي؛نو څنګه يې زه ونه منم؟!

يو سړي غږ  وكړ: ابوذر بې لارې شوى دى .

حضرت ابوذر(رض) : پر خداى قسم،چې ابوذر نه دى بې لارې شوى؛ بلكې تاسې بې لارې ياست .

يو بل سړي غوسه وويل : ابوذر د هغه مرتد (العياذبالله) تر ليدو وروسته مرتد شوى،د خپل موروپلار عقيدې باطلې بولي.

حضرت ابوذر(رض):لږ صبر وكړه!هسې ټوپونه مه وهه، د محمد (ص) تر ليدو مخكې مې هم پر لات، منات، عزى او نهم عقيده نه درلوده؛په خپله دې خبرې ته رسېدلى يم،چې دا يوازې تيږې دي،چې نه چا ته خېر رسولاى شي او نه شر تمبولاى شي.

دا چې خدايان يې سپك شول، شور او زوږ  راپورته شو.

حضرت ابوذر(رض) په نرم او ملايم غږ وويل : بايد په سړه سينه د دې خبرې څېړنه وكړو، دليل به يوازې په دليل ردوو، زما هيله يوازې ستاسې لارښوونه او نېكمرغي ده، اجازه راكړئ،چې درته ووايم، چې څنګه د دې بوتانو پر بېوسۍ پوه شوم.

يو سړي د خبروپه منځ كې راودانګل او ويې ويل: نه ! دا كار ډېر وخت نيسي.

بيا شور شو،چې "خفاف" پاڅېد او ويې ويل: پرېږدئ،چې خپله خبره وكړي؛حق د لمر په څېر په ګوته نه پټېږي، اخر تاسې هم عقل لرئ، څه بې عقله خو نه ياست، كه خبرې يې په عقل سمې وي؛نو ويې منئ كه نه؛نو مه يې منئ.

حضرت ابوذر(رض) خبرې پيل كړې او ويې ويل:يوه ورځ مې د نهم لپاره شيدې يووړې،د شيدو كنډول مې په ډېره عاجزۍ او تواضع ورته كېښود،چې رانه راضي شي او غوسه يې سړه كړم،شيدې مې چې ورته كېښووې؛نو په راستنېدو كې مې عجيبه پېښه وليده،چې كله مې هم نه وه  ليدلې او هغه داچې  يو سپى راغى او زما د خداى مخ ته اېښوول شوې شيدې يې وڅښلي او خداى هم  بې ساه او ارام ناست و او شيده يې ونه ژغورل؛خداى نه څه ليدل او نه څه اورېدل؛لږ صبر مې وكړ،چې ووينم،چې نور به څه كېږي؛بيا مې تر دې هم عجيبه او وحشتناكه پېښه وليده او هغه داچې دې سپي يوازې د شيدو په څښلو قناعت ونه کړ؛بلكې پښه يې جګه كړه او متيازې يې هم پرې وكړي . ايا دا د نهم قدرت، دبدبه،جلال، ځواكمني او وسمني ده؟

ټول خلك د مړيو په څېر غلي شول او سرونه يې ښکته كړل .

حضرت ابوذر(رض) وويل : اوس مو د دې خدايانو قدرت وليد.

يوه وويل دهغه چا په باب،چې خبرې يې كوې،څنګه پوه شوې،چې رښتيا وايي  كه دروغ؟

حضرت ابوذر(رض): مخكې تردې چې پېغمبراکرم(ص)ووينم،ستا پوښتنه زما ذهن ته هم راغله،ورغلم او له نږدې مې وليد،چې په خبرو كې يې يوه هم دروغ  نه وه.

يو بل وويل :چې پخپله راغى؛نو د بلنې په باب به يې هماغه وخت سوچ وكړو.

حضرت ابوذر(رض) :هغه تاسې نېكۍ،تقوا،ښو اخلاقو او ورورۍ ته رابولي.هغه وايي : ((پر يو بل لورېږئ .))هغه تاسې د وړو نجونو له ښخولو منع كوي،د يوې وړې او معصومې نجلۍ ګناه څه ده،چې خاورې پرې ډېرۍ شي،هغه ستاسې د دنيا او اخرت خېر غواړي او د همدې لپاره راغلى دى .

حضرت ابوذر(رض) له خپل دعوت او تبليغه لاس وانه خست،چې د ټبر مشر يې مسلمان شو او ډېر خلك هم د مشر  پر پله مسلمانان شول.

حضرت ابوذر(رض)غوښتل،چې يو دم د كفر ټغر راټول كړي او په تمه و، چې نور خلك به هم مسلمانان شي او ويې ويل : تاسې ولې د خداى له دين او پېغمبره سرغړوئ ؟

دا ځل څوك ورته نه غوسه شو او نه چا دروغجن وباله؛اخر څنګه به يې دروغجن بللى واى،چې باطل،حق ته پر ګونډو شو او حق خپل اصلي ځاى ونيو.

دا ځل خلكو ورته په ارامۍ وويل:چې پېغمبر راغى؛نو ايمان به پرې راوړو.

"خفاف بن ايما" له خپل ټبر سره پر لمانځه ولاړ و؛ لمونځ يې،چې خلاص شو،خلك ترې خپاره شول؛ حضرت ابوذر(رض)او خفاف ځان ته پاتې شول او يو له بل سره يې خبرې كولې .

حضرت ابوذر(رض)ورته وويل : ډېر وخت كېږي،چې له حضرت محمد (ص) او ملګرو يې خبر نه يو،ستا څه خيال دى،چې څه به پرې تېرېږي .

خفاف : پرون يو كاروان شام ته تله،چې راته يي وويل:پر حضرت محمد (ص)،چې هر چا ايمان راووړى،كفارو ډېر ځورولي او په زندان كې يې اچولي دي،چې له خپلو عقيدو يې پښېمانه كړي او ځينې ترې حبشې ته هم مهاجر شوي دي.

_ :تردې وروسته به څه شوي وي؟په دې خبرو پسې خو مې سترګې سپېنې شوې او زه وايم،چې چېرته كفار يې نور ونه ځوروي .

_ : ايا  كفار خيال كوي،چې مسلمانان به په وهلو ټكولو له خپلو عقيدو لاس واخلي او بېرته به د بوتانو عبادت پيل كړي؟

_ : په زور كلي نه كېږي او په وهلو او ټكولو هم څوك ځاى ته نه دي رسېدلي،هغوى د زړه له كومي ايمان راووړى او خداى هغوى نه بې لارې كوي،چې لار يې موندلې وي .

- : له هر چم و چل يې كار واخست،د مسلمانانو په لارو كې يې خورا کندې وايستې، ډېر زورونه يې ووهل؛خو ماته يې وخوړه او اخر هم په خپله په هماغه كنده كې ولوېدل .

_ : له دې  ټولو سختيو سره به دين پر مخ ځي.

خداى تعالى هيڅ كله هغوى نه خواروي،چې " لا اله الا الله" يې ويلي وي او پر نېكيو امر او له بديو منع كوي .

ډېر ژر به خداى خپل دين وځلوي او په ټولو ځايو كې به يې اوازه خپره شي.

په دې وخت كې يو سړى راورسېد او سلام يې واچاوه.

حضرت ابوذر(رض) وپوښت : له كوم ځايه راغلې؟

سړى : له مكې .

حضرت ابوذر(رض): حضرت محمد (ص)  او ملګري يې څنګه ول؟

سړى : ډېرې سختې پرې تېرېږي او بله خبره داچې مسلمانان حبشې ته كډن شوي او هلته په ازادۍ او امنيت كې د خپل خداى عبادت كوي،نه يې څوك تنګوي او نه بدې خبرې اوري . قريشو "عمرو بن العاص" له ډېرو ډاليو سره د نجاشي پاچا دربار ته ولېږه او له هغه يې وغوښتل : هغوى چې له دينه سرغړولى،دوى ته وسپاري؛خو چې نجاشي د "جعفر" او د هغه د ملګرو خبرې واورېدې؛نو قريشو ته يې د مسلمانانو له سپارلو نټه (انکار) وکړ.

خفاف :له دې ښکاري،چې نجاشي ډېر ښه سړى دى.

سړى : د نجاشي ښه سړيتوب راته هله معلوم شو،چې خبر شوم له مهاجرو سره ډېر ښه سلوك او چلن كوي او ډېر پرې مهربان دى .

حضرت ابوذر(رض) : قريشو څه چل وكړ؟

سړى : چې قريش د نجاشي پاچا له دې كاره خبر شول؛نو دغه ماته ورته ډېره ګرانه پرېووته؛نو ملا يې د پېغمبراکرم(ص) او د هغه د يارانو وژنې او ځورونې ته وتړله او تړون يې وليكه،چې څوك به له "بني هاشمو" سره راكړه وركړه او ناسته پاسته نه كوي او دا تړون يې په "كعبه" كې راځوړند كړ. بيا يې بني هاشم د "ابوطالب" په دره (شعب ابوطالب) كې كلابند كړل،چې د عبدالمطلب بن عبد مناف زامن هم ورسره يو ځای شول . ابولهب، قريش د بني هاشمو پر خلاف راوپارول،تردې چې د څښلو اوبه يې هم پرې بندې كړې او درې كاله په دره كې كلابند وو  او يوازې په كال كې يوځل به د حج لپاره راوتل؛ ظلم او تېرى يې تردې کچې رسېدلى و،چې د ماشومانو چغې به يې له لرې اورېدل كېدې؛ځينې قريش د ماشومانو د چغو په اورېدو خوښېدل او ځينې خپه کېدل .پردغه مهال خداى،پېغمبراکرم (ص) ته وحې وكړه : مېږو د تړون هغه كرښې خوړلې،چې ستاسې پر خلاف پکې ظلم او تېرى ليكل شوى دى او يوازې هغه كرښه پاتې ده، چې د خداى نوم پکې ليكل شوى دى .پېغمبراکرم(ص)دا خبره خپل تره ابوطالب ته وكړه،چې ابوطالب په حيرانتيا وويل : وراره  دا خبره رښتيا ده؟ پېغمبراکرم(ص) : هو! پر خداى قسم،چې رښتيا ده . ابوطالب دا خبره خپلو وړونو ته وړاندې كړه،چې هغوى ورته وويل : ستا څه خيال دى؟

ابوطالب : پر خداى قسم،چې محمد(ص) هېڅكله دروغ نه وايي؛ښاېسته جامې به واغوندو او سر لوړي به د قريشو لوري ته روان شو او مخكې تردې چې خبر شي،موږ به يې خبر كړو.

ټول جومات ته روان شول او و يې لېدل، چې په ګوټ كې د قريشو مخور او مشران ناست دي . د قريشو مشرانو هغوى راوبلل او غوږ يې نيولى و،چې څه به  وايي؟

ابوطالب : وراره مې خبر كړم (البته هغه هېڅكله ماته دروغ نه دي ويلي) چې د تړون هغه كرښې د خداى په امر مېږو خوړلي،چې پکې زموږ پر خلاف بنديز،پرېكون او ظلمونه ليكل شوي ول او يوازې د خداى نوم پکې پاتې دى . كه هغه رښتيا وايي؛نو له دښمنۍ او كينې لاس واخلئ او كه دروغ يې ويلي وي؛نو په خپلو لاسو به يې در وسپارم،چې څه مو خوښه وي،هغه پرې وكړئ.

د قريشو مشرانو وويل:اوس دې د سړيتوب خبره وكړه. بيا يې درې تنه ولېږل،چې تړون وګوري، چې څه پرې شوي دي.

حضرت ابوذر(رض): ښه! نو بيا څه وشول؟

سړى : داچې هغوى رسوا شوي ول، سرونه يې ښکته نيولي ول او هېڅ يې هم ونه ويل او ابوطالب ورته مخ كړ او ويې ويل : ((اوس خو درته خبره په ډاګه شوه؛نو د څه لپاره مو كلابند كړي يو))

ابوطالب او ملګري يې د كعبې په څنګ كې ودرېدل او ويې ويل: لويه او پاكه خدايه!موږ پر هغوى بريالي كړه،چې ظلم او تېرى يې راباندې كړى!.

ټول بېرته درې ته ولاړل او ځينو قريشو،چې له بني هاشمو سره ناوړه چلند كړى و،پښېمانه ول . بنى هاشم درې كاله په دره كې ايسار او كلابند ول .

خفاف وويل : نورو قريشو څه وكړل؟

سړى : خپله  ماته يې  د زهرو د ګوټ په څېر تېره كړه او چوپ كېناستل

خفاف : دا خبره مې ډېر حيرانوي،چې پېغمبراکرم(ص) ولې دومره له خپل قوم او ټبره كړېږي؟

يثرب مسلمانېږي سمول

د غفار ټبر ته د يثرب د مسلمانېدو خبر ژر راورسېد او ټول خلك د "اوس" او "خزرج" د ټبرونو د ايمان راووړو له امله زيات خوشحاله دي او له خوشحالۍ په جامو كې نه ځايېږي،ټول يو بل ته مباركي وايي او زېري وركوي؛ځكه دواړه توريالۍ او جنګيالۍ قبيلې دي او لوى خداى اراده كړې،چې په مسلمانېدو يې خپل دين ښكاره كړي او بېشكه،چې خداى په خپله ژمنه وفا وكړه.

انيس په خوشحالۍ حضرت ابوذر(رض) ته وويل : زېرى مې درباندې! په يثرب كې اسلامي غورځنګ ښكاره شوى او  د "اوس" او "خزرج" ټبرونه  مسلمانان شوي دي.

حضرت ابوذر(رض): ډېر ژر به پېغمبراکرم(ص) هلته ورشي.

انيس په حيرانتيا وويل : بې له دې زېري دې كوم بل خبر اورېدلى دى؟!

حضرت ابوذر(رض): نه مړه! د يثرب د مسلمانېدو زېرى مې له تا واورېد.

انيس : نو چا درته وويل،چې پېغمبر اکرم(ص) يثرب ته ځي؟

حضرت ابوذر(رض) :هغه مهال مې چې پېغمبراکرم(ص) وليد؛ نو راته يې وويل:" زه به داسې سيمې ته ځم،چې د كجورو ونې به لري" او فكر كوم، چې له "يثرب" پرته به كوم بل ځاى نه وي....... د خداى رسول رښتيا ويلي وو....

انيس:قوم به يې ګنې پرېږدي چې يثرب ته ولاړ شي؟

حضرت ابوذر(رض): دا خو څه د هغوى خوښه نه ده؛خو خداى پوهېږي چې څنګه او كله به ځي؟

حضرت ابوذر(رض) د تګ اراده وكړه او روان شو .

ورور يې ورته وويل:چېرته ځې؟

حضرت ابوذر(رض): اراده مې كړې،چې يثرب ته ولاړ شم، چې ځان د پېغمبراکرم (ص) او يثربيانو د مسلمانېدو پر احوال پوه كړم .

حضرت ابوذر(رض) پر اوښ سپور او د يثرب پر لور روان شو،چې ورسېد؛ نو د "بني ذريق" جومات ته ننووت او د قرآن د په خواږه تلاوت غږ يې واورېد.په جومات كې يې چې څوك ليده؛ نو د آنحضرت (ص) پوښتنه يې ترې كوله.

  خلكو ورته د "رافع بن مالك(رض)" پته وركړه او روان شو، چې ورورسېد؛نو ويې ويل: السلام عليكم و رحمة الله و بركاته !

_عليك السلام و رحمة الله و بركاته !

حضرت ابوذر(رض) كېناست او ويې ويل: زه ستا اسلامي ورور ابوذر غفاري يم .

سړى : په خير راغلې او هر كله راشې! ښه خو به يې؟كه څه خدمت وي؛ نو تيار يم .

حضرت ابوذر(رض) : خبر شوى يم،چې ته مسلمان شوى يې او د اوس او خزرج ټبرونه هم مسلمان شوي دي .د حضرت محمد (ص) په باب راته ووايه،چې څنګه دى؟

سړى : موږ پېغمبراکرم(ص) وليد او اسلام مو ومانه .په دې ښار كې به داسې كور نه وي، چې د آنحضرت (ص)  پلويان به پکې نه وي .

حضرت ابوذر(رض): پېغمبراکرم(ص) دې چېرته وليد؟ ښه خو و انشاالله ؟

سړى : زه او پينځه تنه نور د مكې په "منى" كې وو،چې پېغمبراکرم (ص) روان و، ودرېد او ويې ويل : تاسې د يهودو هم  ژمني ياست؟

ورته مو وويل:هو! بيا يې موږ اسلام ته راوبللو او قرآن يې راته ولوست او په باب يې معلومات راكړل؛موږ هم مسلمانان شو. بيا آنحضرت (ص) وويل:((تر هغه زما لاروي كوئ،چې د خداى لارښوونه راشي)) موږ ورته وويل : د خداى رسوله! موږ پر خداى او رسول يې ايمان راووړ او پر لار يې ټينګ ولاړ يو؛خو اوس موږ يو له بل سره دښمني لرو،كه ته له موږ سره ولاړ شې؛نو كېداى شي ټول مسلمانان نشي،موږ ته اجازه راكړه،چې خپلو ټبرونو ته ولاړ شو؛كېداى شي، چې سوله وكړو؛بل كال چې حج ته راغلو؛نو سره به ووينو.يو كال وروسته موږ لس تنه د خزرج او يو تن د اوس له ټبره ولاړو او له آنحضرت (ص) سره مو وكتل او ژمنه مو وكړه،چې تر دې وروسته به شرك،غلا او زنا نه كوو؛خپل ماشومان به نه وژنو؛په يو بل به تورونه نه لګوو او ګناه به نه كوو. پېغمبراکرم(ص) وويل :" كه په خپله ژمنه مو وفا وكړه؛نو ځاى مو جنت دى او كه سرغړونه  مو وكړه؛نو بيا د خداى كار دى،چې بښي مو كه په عذابوي ." بيا موږ مدينې ته راغلو او خداى تعالى اسلام خپور كړ او د اسلام پلويان ډېر شول .

حضرت ابوذر(رض) : ايا  بيا دې پېغمبراکرم(ص) ليدلى و؟

سړى: هو! چې د حج وخت راغى؛ نو (500) تنه د خزرج له ټبره او (7) تنه د اوس له ټبره حج ته ولاړو او له آنحضرت(ص) سره مو وليدل؛ پېغمبراکرم(ص) راته وويل :چې شور زوږ خلاص شو؛نو له منى راكوز شئ، د غره شاته ښي لاس ته يو غار دى هلته راشئ. بيا يې حکم وكړڅوك،چې ويده وي؛نو مه يې راويښوئ او څوك چې رارسېدلي نه وي؛نو ورته مه درېږئ . ورو ورو، يو يو او دوه دوه روان شول. پېغمبراکرم(ص) له "عباس بن عبدالمطلب (رض)" سره و لاړ و،چې ټول راټول شول؛نو عباس (رض) ډلې ته مخ كړ او ويې ويل: ((خلكو!محمد (ص) ډېر دروند او مشهور سړى دى،محمد(ص)د خپلې عقيدې د مخالف هم ملاتړ کوي؛ځكه د ستر او ښه نسب خاوند دى؛خو بې له تاسې ټولو عربو ورته شا كړې،كه زور لرئ او په جګړه كې تكړه او جنګيالي ياست؛نو دې خبرې ته مو پام اوسه،چې په چارو كې يو له بل سره سلا مشوره وكړئ؛كه نه نو عرب به مو ټول په يوه توره حلال كړي . بې له پوهې او معلوماتو يو كار هم مه كوئ، يو موټى او د يو بل ملاتړي اوسئ ،تر ټولو  ښكلې او ښه خبره،رښتيا خبره ده.))

مغرور ورته وويل :خبرې دې پر ګل بدلې! ستا ټولې خبرې مو د زړه په غوږونو واورېدې! پر خداى قسم څه مو،چې  پر زړه دي،پر خوله مو هم دي؛كه بې له دې بله خبره وي؛نو درته به مو ويلي واى؛زموږ د زړونو پر ګرمو نغرو د وفا او دوستۍ كټوۍ باندې دي او بل څه په پام كې نه لرو او هيله مو داده،چې د خداى او رسول  په لار كې يې خپلې وينې تويې كړو.

بيا پېغمبراکرم(ص) په خپل خواږه غږ قرآن ولوست او موږ يې د خداى لوري ته راوبللو.حضرت براء بن مغرور(رض) د پېغمبراکرم(ص) بلنه ومنله او اسلام يې راووړ او ويې ويل: د خداى رسوله ! له تا سره بيعت كوو؛ مېړني، جنګيالي او توريالي يو او دا ځانګړنې راته له نيكونو په ميراث پاتې دي .

حضرت ابولهثيم(رض) وويل : اسلام منو او ايمان پرې راووړو، كه څه هم د پلار او نيكونو عقيدې مو دړې وړې شي.له هرې خوا غږونه شول او د پېغمبراکرم (ص) بلنې ته يې هر كلى وايه؛شور زوږ شو، چې حضرت عباس(رض) غږ كړ: چوپ شئ! غلي شئ!شاوخوا كې ډېر جاسوسان دي، موږ له دې  وېرېږو،چې زموږ ټبر له دې بيعته خبر شي او له تاسې سره دښمن شي. ټول مه ګړېږئ او خبرې مه كوئ!خپل سپين ږيري او مشران راولېږئ،چې له موږسره خبرې وكړي او زموږ پيغام درورسوي او چا چې بيعت وكړ؛نو خپل ځاى ته دې ستون شي. تردې وروسته عباس(رض)،پېغمبراکرم(ص) ته وويل:د خداى رسوله!لاس راوړاندې كړه! په دې وخت كې موږ ټولو د پېغمبراکرم(ص) لاس ونيو او بيعت مو وكړ.

حضرت ابوذر(رض): په دې وخت كې د خداى رسول څنګه و؟

رافع(رض) : ډېر خوشحاله و؛څېره يې له خوښۍ د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده؛ځكه خداى د حضرت محمد(ص) لښكر په ډېرو ننګياليو، تورياليو او جنګيالو سمبال كړ.

حضرت ابوذر(رض): د قريشو كينې او دښمنۍ له پېغمبراکرم(ص) سره لږې شوې وې  كه نه؟

رافع(رض): نه ابوذره!خبر شوى يم،چې له موږ سره تر كتنې وروسته، مشركينو پر پېغمبراکرم(ص) ډېر فشار او زور اچولى او خورا يې ځوروي .

حضرت ابوذر(رض) :ددې كړاوونو او ځورونو پايله به دا وي،چې مسلمانان مكه پرېږدي او يثرب ته مهاجر شي.

رافع(رض): ايا  پېغمبراکرم(ص) به هم ورسره راځي؟

حضرت ابوذر(رض): هو! دا کار ډېر ژر كېدونكى دى.

د يثرب ښار او خلك څومره نېمكرغه دي،چې پېغمبراکرم (ص) ورته راځي!

غفار غفرالله لها سمول

د غفار ټبر ته د پېغمبراکرم(ص) د راتګ خبر راورسېد،چې له خپل يار حضرت ابوبكر(رض) سره دوى ته راځي . د غفار ټبر د خوشحالۍ جامې اغوستې وې او له دې خوشحالۍ په جامو كې نه ځايېدل او ټول د پېغمبراکرم (ص) راتګ ته سترګې پر لار ول.

حضرت ابوذر(رض)هم انګېرله،چې د "هجران" تورتم پاى ته ورسېده او د "وصال" لمر راختلى دى .ټول خلك پر حضرت ابوذر(رض) راټول شوي دي او په تمه ول،چې ژر تر ژره پېغمبراکرم(ص) راورسي،چي ويې ويني.حضرت ابوذر(رض)هم لارې ته كتل،چې كله به يې محبوب رارسي .خلك هم تلولي( بې صبره) په تمه ول او هره شېبه يې له حضرت ابوذر(رض) پوښتنې كولې: پېغمبر اکرم (ص) څنګه دى؟څنګه څېره لري؟

حضرت ابوذر(رض) حال داچې سترګې يې لارې او غوږونه يې خلكو ته نيولي ول،د خلكو پوښتنې يې ځوابولې او د خپل پېغمبراکرم(ص) په صفت نه مړېده؛ويل يې :اوس به د دنيا تر ټولو غوره انسان ووينئ!پر خلكو او حضرت ابوذر(رض) هره شېبه لكه كال تېرېده .حضرت ابوذر (رض) هم د زېري لپاره ولاړ و، چې پر خلكو د پېغمبراکرم(ص) د راتګ زېرى وكړي؛خو داچې پېغمبراکرم(ص) ناوخته كړ،ډېر ناکراره و؛ ناڅاپه د حضرت ابوذر(رض)سترګې پر يوه اوښ ولګېدې،چې له خوشحالۍ په ټوپونو شو؛چغه يې كړه: پر خداى قسم،چې پېغمبراکرم(ص) دى!

خلكو په خوشحالۍ وويل: پېغمبراکرم(ص) راغى.

حضرت ابوذر(رض)د پېغمبراکرم(ص) مخې ته ورمنډه كړه او سلام يې واچاوه.

پېغمبراکرم(ص) ورته وويل: ته "ابونمله" يې؟

حضرت ابوذر(رض) نه ! زه ابوذر يم .

حضرت ابوذر(رض) د اوښ پړى ونيو او خلك پر پېغمبراکرم(ص) راټول شول او په خوشحالۍ يې چغې وهلې : الله اكبر ! الله اكبر!

ښځو،نرانو او ماشومانو په خوشحالۍ او مينه ويل : دا د خداى رسول دى،چې راغى.

د خداى رسول له اوښه راكوز شو او مسلمانانو پرې سلام واچاوه. پېغمبر اکرم(ص) هم پرې سلام واچاوه . پېغمبراکرم(ص)كېناست او حضرت ابوبكر(رض) پر ولاړه خلكو ته وينا پيل كړه . بيا پېغمبر اکرم (ص)قرآن ولوست او خلك يې اسلام ته راوبلل . ټول د بيعت لپاره رامات شول؛حضرت ابوذر(رض) د پېغمبراکرم(ص)تر څنګ ولاړو او د دې پېښې په ليدو يې من من غوښه اخسته .

خلك پېغمبراکرم(ص) ته ګوته پر خوله ول،چې څومره نېك خويه انسان دى .

خفاف بن رفضه غفاري له پېغمبراکرم (ص) څخه وغوښتل، چې ټبر ته يې يو ليک وليكي . پېغمبراکرم(ص) هم ورته تړون وليكه : د غفار مسلمان ټبر په غم ښادۍ، سختۍ او هوسايۍ كې له نورو مسلمانانو سره شريك دى . د هغوى ځان و مال به خداى او پېغمبر يې ساتي، كه چا پرې تېرى كاوه؛ نو مرسته به ورسره وشي او چې پېغمبراکرم(ص) پرې امر كاوه؛نو لاس پر سينه به درېږي . پر هغوى د پېغمبراکرم(ص) مرسته فرض ده. كه چا پر دې تړون عمل و نه کړ؛ نو ګناه به يې كړې وي.

د غفار ټول ټبر مسلمان شو او حضرت ابوذر(رض) هم له دې،چې ټبر يې د خداى دين منلى،ډېر خوشحاله و. لاسونه يې اسمان ته پورته كړل،ويې ويل : (( الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَـذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلا أَنْ هَدَانَا اللّهُ ( اعراف - 43 )=ستاينه يوازې الله ته ده،چې موږ ته يې (دې) مقام ته ( دايمان په وسيله د رسېدو) سمه لار وښوده او كه خداى موږ ته سمه لار نه واى راښوولې؛نو دا (مقام) زموږ په برخه كېداى نه شو)).....

بيا پېغمبراکرم (ص) حضرت ابوذر(رض) ته په خوښۍ مخ كړ او ويې ويل : غفار غفرالله لها .

يثرب ته روانېدل سمول

څه وخت تېر شو،مازيګر پر خپلې اوږدې تنې او ډنګر ځان جومات ته ورننووت،تر لمانځه وروسته (حال داچې زړه يې د غم په لمبو كې سوځېده) د جومات په ګوټ كې د يوه  سړي خوا ته ( چې په خوږ او په زړه پورې غږ يې قرآن لوسته) كېناست او غوږ يې ورته ونيو او سر يې په ګرېوانه كې كښته كړ :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ-تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ-يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ .  (الصف 10-12)= مؤمنانو! ايا تاسې ته داسې يوه راكړه وركړه دروښيم، چې له دردناك عذابه مو وژغوري؟! -  پر خداى او استازي يې ايمان راووړئ او د خداى په لار كې په خپلو مالونو او ځانو جهاد وكړئ،كه پوهېږئ  دا (سرښندنه) درته (تر هر څه) غوره ده- (كه داسې مو وكړل)؛نو ستاسې ګناهونه به وبښي او(جنتي)باغونو ته به مو ننباسي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او په همېشنيو باغونو كې به ډېر غوره هستوګنځي دركړي، دا ستره بريا ده.)

حضرت ابوذر(رض) آيتونو ته غوږ نيولى و او روح يې د جنت لوري ته په الوتو كې و او دې خبرې ته په سو چ  و،چې ولې يثرب ته نشي تلاى؟ چې د خداى او پېغمبر اکرم (ص) په لار كې وجنګېږي . د "بدر"، "احد" او "خندق" غزاګانې تېرې شوې او حضرت ابوذر (رض) له دې  ثوابه بې برخې شو. هو! پېغمبراکرم (ص) او ياران يې د جګړې په ميدانو كې له ځانو تېر ول، نور به د پېغمبراکرم (ص) ملاتړ او مرستندوى وي او حضرت ابوذر(رض) به په آرام پروت وي؟ پېغمبراکرم(ص) به په خپلو لاسونو خندق كني او ابوذر به په بستره كې خوبونه كوي! مسلمانان به له سختيو، كړاوونو او خونړيو ستونزو سره مخ وي او د حضرت ابوذر(رض) زړه به يوازې په دې خوشحاله وي،چې لمونځونه كوي او مسلمان دى . د څه لپاره په غفار كې پاتې دى؟ چا او څه د پېغمبراکرم(ص) او يارانو يې بېل كړى؟ نه!نور بس دى . بايد ولاړ شم او له دښمن سره وجنګېږم . يا به غازي او سر لوړى راستون شم او يا به شهيد شم . حضرت ابوذر(رض) هوډ وکړ،چې ولاړ شي. پاڅېد او كور ته ولاړ او غوڅ يې انيس ته وويل : زه سبا يثرب ته ځم .

انيس: د څومره وخت لپاره.

حضرت ابوذر(رض): بېرته نه راځم.

انيس: بېرته نه راځې؟! هلته به څه كوئ؟

حضرت ابوذر(رض): د خداى له رسول سره يوځاى كېږم او هېڅكله به ترې بېل نه شم.

انيس: دچا كره به اوسېږې؟

حضرت ابوذر(رض): د پېغمبراکرم(ص)له اصحابو سره،چې بې له جوماته بل كور نه لري .

انيس : ته مسلمان يې او د خداى دين دې منلى دى،دا درته بس دى؛ په خپل ټبر كې پاتې شه . ګوره خپل ژوند مه پرېږده؛ كورنۍ دې درته ډېره اړه ده او هغوى د لومړيتوب حق لري .

حضرت ابوذر(رض) : د پېغمبراکرم(ص) ځان و مال ټولو مسلمانانو ته لومړيتوب لري . پېغمبراکرم (ص) د بدر جګړې ته ولاړ او زه دلته وم . د احد جګړه راغله او د پېغمبراکرم (ص) ياران شهيدان شول؛ د خندق جګړه تېره شوه او زه پكې نه وم؛ بس دى انيسه ! نور مې مه ايساروه؛كه نه نو زړه مې پړک چوي؛كب كله بې اوبو ژوند كولاى شي. بس دى،چې دومره وياړونه مې له لاسه ووتل .

انيس : ښه نو چې دا خبره ده؛ په كور كې كېنه او چې پېغمبراکرم(ص) درباندې غږ وكړ، ورشه .

حضرت ابوذر(رض): نه انيسه ! پر خداى قسم كه خداى انسان ته په سينه كې دوه زړونه وركړي واى؛ نو دا كار به مې كړى واى . نوره دې دنيا ته هېڅ تمه نه لرم، زه له دې  دنيا څه غواړم؛پر خداى قسم زه به هرومرو يثرب ته ځم او خداى به راته نېغه او سمه لار ښيي .

حضرت ابوذر(رض) موزې پر پښو کړې او روان شو؛خو له ځان سره يې د سفر لپاره څه وانه خستل.

انيس : د سفر لپاره وسايل نه وړې؟

ابوذر: په دې لار كې ډوډۍ مې بس ده.

حضرت ابوذر(رض) يثرب ته ورسېد او له حضرت محمد (ص) سره يو ځاى شو؛د هغه د علم له چينې يې ځان مړاوه او د هغه كړه وړه يې خپله تګلار كړه او دهغه د ښو خويونو، نارينتوب او مېړنتوب خبرې يې په هر ځاى کې كولې.


حضرت ابوذر(رض)؛ سمول

"چوتره مېشت" صحابي و سمول

حضرت ابوذر(رض) به شپه او ورځ د پېغمبراکرم(ص) په جومات كې پروت و،خداى ته به يې زارۍ او عبادتونه كول . د نورو په څېر يې ځان د دې دنيا په نعمتونو نه و بوخت كړى او له نورو اصحابو سره يې (چې كور او ژوند يې نه درلود) د جومات پر صفه (چوتره) ژوند كاوه؛دوى د پېغمبر اکرم(ص) سرتېري ياران ول او چې پېغمبراکرم (ص) به پرې غږ وكړ؛ نو تر ټولو مخكې به په لومړۍ ليكه كې ولاړ ول. پېغمبراکرم(ص) به دوى د شپې پر خپلو اصحابو ويشل او يو شمېر يې له ځان سره بوتلل،چې حضرت ابوذر(رض) به هم و.

خداى د حضرت ابوذر(رض) مل و او ستره نېكمرغي او ثواب يې ور په برخه كړى و،د زړه زنګونه يې لرې شوي ول؛خداى ورته رښتينه ژبه، لويه سينه،رڼې سترګې او حق اورېدونكي غوږونه وركړي ول؛د حضرت محمد (ص) خبرې يې د زړه په غوږونو اورېدې او خلكو ته يې كولې . په غزا كې يې توره وهله او د سولې پر ورځ به يې له پېغمبراکرم )ص) علم او دين زده كاوه، تردې چې دومره علم يې زده كړ،چې د اسلام له لويو محدثيونو او راويانو وګڼل شو. په تقوا او نېكچارۍ دومره مشهور شو،چې پېغمبراکرم (ص) به يې د تقوا ستاېنې كولې.

يوه ورځ حضرت عمر(رض) جومات ته راننووت،چې حضرت ابوذر(رض) له ځانه يو تور څادر راتاو كړى،په ګوټ كې ګوښې ناست و. حضرت ابوذر(رض) ته يې وويل: ولې ځان ته ناست يې؟

حضرت ابوذر(رض) : كېنه.... له بدانو سره تر ناستې پاستې يوازېتوب ښه دى او له يوازېتوبه له نېكانو سره ناسته پاسته ښه ده .

حضرت ابوذر او حضرت عمر(رضی الله عنهما) دواړه پر خبرو بوخت شول . ډلې ډلې مسلمانان د ماښام لمانځه ته راننووتل . حضرت بلال(رض) اذان وكړ او پېغمبراکرم(ص) هم له كوره راووت .تر لمانځه وروسته مسلمانان پر پېغمبراکرم (ص) راټول شول او خبرو ته يې غوږ نيولى و. حضرت ابوذر(رض) هم د پېغمبراکرم (ص) خبرو ته په مينه او اخلاص غوږ و؛ د ماسخوتن تر لمانځه وروسته خلك خپلو كورونو ته روان شول او جومات خالي شو،يوازې هغه "اصحاب صفه" پاتې شول،چې په جومات كې ويدېدل . پېغمبراکرم (ص) هم كور ته روان شو او اصحاب ويده شول . نيمه شپه تېره شوې وه،چې پېغمبراکرم (ص) له كوره راووت او جومات ته راغى او حضرت ابوهريره(رض) ته يې وويل : ملګرو ته دې غږ كړه،چې راشي .

حضرت ابوهريره(رض)په بېل بېل پسې ولاړ او هر يو يې راپاڅاوه . حضرت ابوذر(رض) يې هم راپاڅاوه او ټول له پېغمبراکرم(ص) سره كېناستل.دا ټول اصحاب 30 تنه ول . پېغمبراکرم (ص) له ځان سره راووړې ډوډۍ ورته مخې ته كېښووه،ورته يې وويل : د خداى په نامه يې په خوړو پيل كړئ . قسم پر هغه خداى چې محمد يې پېدا كړى، چې د محمد كورنۍ هم همدغه ډوډۍ خوړلې ده.

تر خوړو وروسته ولاړل،چې ويده شي؛ ټول ويده شول او په جومات كې چوپه چوپتيا شوه. د حضرت ابوذر(رض) هم سترګې ورغلې وې، چې د جامو ښکالو او کښهار يې واورېد؛سترګې يې پرانستې، ويې لېدل،چې پېغمبراکرم(ص) له كوره جومات ته را روان دى،بې له دې چې له ځايه وخوځي،پېغمبراکرم(ص) ته ځير شو،چې جومات ته ولاړ او پر لمانځه ودرېد . حضرت ابوذر(رض)هماغسې ځير و او غوږ يې نېولى و،چې پېغمبراکرم (ص) په زارۍ د مائدې ١١٨ آيت لوسته[إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ =(اوس) كه ته هغوى ته سزا وركړې؛نو ستا بندګان دي (او ستا له سزا د تښتېدو وس نه لري) اوكه يې وبښې؛ نو په رښتيا چې يوازې ته بريمن (او) د حكمت خاوند يې . ( نه ستا سزا د بې حكمتۍ نښه ده او نه يې بښنه د کمزورۍ . )  ))

حضرت ابوذر (رض) هماغسې په خاورو كې پروت و او ليدل يې،چې پېغمبراکرم(ص) ركوع ته ځي او بيا سجده كوي او هماغه آيت پکې وايي .

آنحضرت(ص) تر سهاره عبادت وكړ. حضرت ابوذر(رض) هم غلى د پېغمبراکرم په خوا كې ودرېد،چې ځان په راز پوه كړي.

ويې ويل : د خداى رسوله ! دا آيت دې تر سهاره وايه،دا ولې؟ د خداى رسول(ص) وويل : له خداى نه مې شفاعت وغوښت او را يې كړ، چاچې شرك ونه کړ،خداى ورته شفاعت وركوي.



وصيت سمول

كور مو په يوه بل ځاى كې دى،چې له مخکې مو ورته ښاېسته سامان لېږلى دى .                                                                                                                                                     

                                                                                         ابوذر غفاري (رض)


وخت تېرېده او حضرت ابوذر(رض) تر خندق وروسته له پېغمبراکرم (ص) سره په ټولو غزاوو كې برخه واخسته؛په هره غزا كې يې په مړانه د ننګيالي په صفت توره وهله او غازي به راستنېده . د "بني لحيان" او "ذي قرد" په غزا كې يې هم له پېغمبراکرم (ص) سره برخه واخسته . د هجرت پر شپږم كال،چې پېغمبراکرم (ص) د "بني المصطلق"جګړې ته روان شو؛ نو حضرت ابوذر(رض)يې په مدينه كې خپل ځايناستى وټاكه او راښيي،چې حضرت ابوذر(رض)متقي او د پېغمبر اکرم(ص) باوري شخصيت و.

حضرت ابوذر(رض) پر پېغمبراکرم (ص) ډېر ګران و او د پېغمبراکرم (ص) په نزد يې ځانګړى مقام درلود،چې حضرت ابوذر(رض) به حاضر و؛نو پېغمبراکرم (ص) ورسره خبرې كولې،چې به نه و؛نو رسول الله (ص) به ويل : ابوذر چېرته دى؟

ابوذر(رض) يوه ورځ پېغمبراکرم (ص) ته ورغى،آنحضرت(ص) ويده و او سپين څادر يې پر ځان خپور كړى و،ابوذر(رض) ورغى او رسول الله(ص) يې راويښ كړ. د پېغمبراکرم (ص) سترګې،چې پر حضرت ابوذر(رض) ولګېدې؛نو ويې ويل : څوك چې "لا اله الا الله " ووايي او پر همدې حال ومري؛ نو جنت ته به ځي.

ابوذر(رض) : كه زنا او غلا يې هم كړې وي؟

رسول الله(ص) :هو! كه زاني او غل هم وي.

ابوذر(رض) بيا وپوښتل: كه زاني او غل هم وي؟

پېغمبر اکرم (ص)په ټينګار ورته وويل : كه زنا او غلا يې هم كړې وي .

ابوذر(رض) بيا په حيرانتيا او انكار ورته وويل : كه غل او زاني هم وي؟

رسول الله(ص) : هو ابوذره! كه زنا او غلا يې هم كړې وي.

ابوذر(رض) په فكر كې ډوب و،چې دوه تنه جومات ته راننووتل . پېغمبراکرم (ص) حضرت ابوذر ته وويل : هغوى وګوره.

ابوذر(رض)سر راپورته كړ،چې يو سړي نوې او د ځل بل جامې اغوستې وې .

پېغمبراکرم (ص) بيا حضرت ابوذر ته وويل : هغه بل وګوره.

ابوذر (رض) سر راپورته كړ او ويې ليدل،يو سړى دى،چې شلېدلې او رېمنې جامې يې اغوستې دي .

پېغمبراکرم (ص) وويل: دا سړى خداى ته تر هغه بل ډېر ګران دى.

ابوذر(رض) همداسې په جومات كې ژوند كاوه،تر څو چې يې "ام ذر(رض)" نكاح كړه او واده يې ورسره وكړ. ام ذر(رض) د پېغمبر (ص) له هغو محترمو صحابيه وو ځنې وه،چې د اسلام لپاره يې د خپل مېړه هومره سختۍ تېرې كړي دي .

حضرت ابوذر(رض) تر واده وروسته له "چوتره مېشتو" سره ژوند پرېښود او له مدېنې بهر يې پر يوې غونډۍ کېږدۍ ووهله .بيا نو د حضرت ابوذر(رض) د ژوند د كتاب بله پاڼه اوړي .

د حضرت ابوذر(رض)روح دومره ستر و،چې د ښار په تنګ چاپېريال كې نه ځايېده؛بلكې د بيديا په څېر ستر او چوپ و؛ ډېر به د خپلې کېږدۍ تر څنګ پر غونډۍ ناست و او په فكر به بوخت و،د لمر ويرجنو پرېووتو او ښکليو او خوشالونكيو راختو ته ځير و؛ ښه او پتمن دوستان يې تفكر او يوازېتوب و. كله به يې پر خپل تېر ژوند فكر كاوه او هغه پېښې يې رايادولې،چې پرې په غفار او مدينه كې تېرې شوې وې او كله يې د نوي غورځنګ په باب سوچ كاوه؛هغه غورځنګ،چې بېوزلي او وحشت له منځه وړي او ورځ پر ورځ يې ريښې او ښاخونه خورېږي.د بېديا له چوپې چوپتيا ورته د مريينې د زنځيرونو د ماتېدو غږونه راتلل، ورته يې ويل : چې خلك د "ايران" او "روم" له مرييتوبه خلاص شوي او په پوره ازادۍ ژوند كوي.د صحرا هر نسيم ورته زېرى و؛ مسلمانانو وروڼو زېرى مې درباندې ! چې يووالي د ايران او روم د پاچايانو پوزه پر ځمكه مږلې ده . زېرى مې درباندې ! چې مكه هم مسلمانانو فتح كړه، لنډه داچې اوس د اسلام د لمر وړانګو ټوله ټاپووزمه نيولې ده.

د حضرت محمد(ص) په هوښيارۍ او تدبير د بېوزلۍ، پرېشانۍ، بې اتفاقۍ ، بغض او كينې جرړې له عربستانه راوپوښتېدې او  په خپلو لاسونو يې د برابرۍ او ورورولۍ نيالګى كېښود.

حضرت ابوذر(رض)ليدل،چې د اسلام په راتلو مريان،بېوزلي، مستضعفان، غريب او وروسته پاتې ټبرونه خپل ژوند ته هيلمن او هر يو د ژوند او كور خاوندان شوي دي او د فكر او حيرانيتا خبره خو دا ده،چې په خپله حضرت ابوذر(رض) د اسلام او نهضت له هغو مشرانو دى، چې خلكو ته يې كور، ژوند او برابري ور پر برخه كړې او په خپله يې يوازې له ښاره بهر د غونډۍ پر سر کېږدۍ وهلې ده.

يوه ورځ يې دوست ورغى،شاوخوا ته يې وكتل؛خو هېڅ  يې و نه ليدل .

ابوذر(رض) ته يې مخ كړ،ورته يې وويل: ابوذره! د كور سامان دې چېرته اېښى دى؟

ابوذر(رض) : موږ يو بل كور لرو، چې سامان هلته ورلېږو.

د ابوذر دوست : څو چې دلته يې؛نو څه سامان خو بايد ولرې.

ابوذر(رض): موږ د دې كور خاوند دلته ډېر پاتې كېدو ته نه پرېږدي.

بيا حضرت ابوذر(رض) خپل مېلمه ته وكتل او ويې ويل:" پر خداى قسم ! پر څه چې زه پوهېږم،كه تاسې ترې خبر واى؛نو كله به مو له خپلو ښځو سره كوروالى نه واى كړى او پر خپلو فرشونو به نه كېناستئ. پر خداى قسم! ډېر به خوشحاله وم، چې د ونې په څېر پېدا شوى واى، چې خلكو ترې مېوه خوړاى او په اخر كې  يې غوڅولاى او له منځه تله".

د حضرت ابوذر دوست : دا كار ستا د دنيوي ژوند مخه نيسي .

ابوذر(رض): د خداى رسول (ص) راته وويل : ((هغو ته حيران يم،چې د اخرت پر ابدي ژوند ايمان لري او ځان  په دې دنيا تېر باسي)).

تر خبرو اترو وروسته د ابوذر مېلمه ولاړ. حضرت ابوذر(رض)هم جومات ته روان شو؛جومات ته چې ننووت،ګوري،چې پېغمبراکرم (ص) ګوښې ته ناست دى،ورغى او په څنګ كې ورسره كېناست .

پېغمبراکرم(ص) حضرت ابوذر(رض)ته وويل : هر څه يو ځانګړى احترام لري او د جومات احترام دادى،چې لمونځ پكې وشي، پاڅه او لمونځ وكړه!

ابوذر(رض) پر لمانځه ودرېد او تر لمانځه وروسته راغى او كېناست . حضرت ابوذر(رض) له ځان سره وويل : له وخته بايد پوره ګټنه وشي؛ځكه يې رسول الله(ص) ته وويل: د خداى رسوله! موږ ته وايې،چې لمونځ وكړه؛ خو لمونځ څه دى؟

پېغمبراکرم(ص) : لمونځ غوره قانون دى، كه ډېر وشي كه لږ.

ابوذر(رض) : د خداى رسوله ! تر ټولو سپېڅلې كړنې،كومې دي؟

پېغمبراکرم(ص) : پر خداى ايمان درلودل او په لار كې يې جهاد.

ابوذر(رض) : د كوم مؤمن ايمان پوره دى؟

پېغمبراکرم (ص): د ښو خويونو د خاوند.

ابوذر(رض): له مؤمنانو كوم يو ښه مسلمان دى؟

پېغمبراکرم : هغه چې خلك يې د لاس او ژبې له زيانه خوندي وي .

ابوذر(رض) : د خداى رسوله ! کوم لمونځ سپېڅلى دى؟

پېغمبراکرم (ص): هغه چې قنوت يې اوږد وي .

ابوذر(رض) : كوم هجرت تر ټولو ښه دى؟

پېغمبراکرم (ص):  له ګناهونو.

ابوذر(رض) : د خداى رسوله! روژه څه ده؟

پېغمبراکرم(ص): دنده ده،چې د خداى په نزد ډېره ستره ده او څو ځل اجر لري .

ابوذر(رض): د خداى رسوله! غوره جهاد كوم دى؟

پېغمبراکرم(ص): د خداى په لار كې جهاد.

د خداى رسوله ! كومه بښنه تر ټولو غوره ده؟

پېغمبراکرم(ص) : دهغه غريب بښنه،چې په خپل زيار او لاسونو يې وګټي او له فقيرانو سره مرسته وكړي.

ابوذر(رض): د كوم مريي ازادول تر ټولو غوره دي .

پېغمبراکرم(ص): هغه چې پر مالك ډېر ګران وي.

ابوذر(رض): پر تا په نازل شويو آيتونو كې كوم يو لوى دى؟

پېغمبراکرم(ص): آية الكرسي... ابوذره! اوه واړه اسمانونه د آية الكرسي په پرتله داسې دي؛ لكه څاڅكى، په سمندر كې.

ابوذر(رض): خداى څو كتابونه رالېږلي دي.

پېغمبراکرم(ص): يو سل او څلور كتابونه پر "شيث"، پنځوس صحيفى پر "اخنوع"، دېرش صحيفې پر "ابراهيم" لس، او تر تورات مخكې پر "موسى" (ع) هم لس صحيفې نازلې شوې بيا "تورات"، "انجيل"، "زبور" او "قرآن" نازل شوي دي.

ابوذر(رض) : د خداى رسوله! د ابراهيم په صحيفو كې څه ول؟

پېغمبراکرم(ص) : ټول حكمتونه او نصحيتونه ول؛لكه : مغروره پاچا او د خلكو پر اوږو سپوره! ما ته ددې لپاره لېږلى وې، چې د مظلوم حق له ظالمه واخلې. هوښيار سړى يو ساعت د خداى عبادت كوي،يو ساعت په ګرېوان كې ګوري،فكر كوي او خپل خداى ته حساب وركوي . له درېو چارو پرته په بل څه پسې هڅې مه كوئ : د ژوند لپاره هڅه، له دنيا په حلاله د خوند اخستو هڅې او د آخرت لپاره هڅه . هوښيار بنده بايد خپل وخت وپېژني،د خولې برغولى ولري،د عمل خاوند وي او يوازې د اړتيا پر مهال وګړېږي .

ابوذر(رض): د خداى رسوله ! د موسى په صحيفو كې څه ول؟

پېغمبراکرم(ص): ټول عبرتونه ول؛لكه : هغه چا ته حيران يم، چې پر مرګ ايمان لري او بې ځايه خوشحالي كوي او هغه ته حيران يم،چې پر اور ايمان لري او بېځايه خاندي او هغه ته حيران يم،چې پر برخليك ايمان لري او بيا هم خپه وي . هغه ته حيران يم،چې دنيا ته ګوري او پرې غولېږي او ورباندې ډاډه وي . هغه چا ته حيران يم،چې د اخرت پر حساب و كتاب ايمان لري او عمل پرې نه كوي .

ابوذر(رض): د خداى رسوله! ما ته  وصيت وكړه.

پېغمبراکرم(ص): د تقوا وصيت درته كوم،چې تر ټولو اوچت مقام دى.

ابوذر(رض): د خداى رسوله ! علم رازده كړه.

پېغمبراکرم(ص): قرآن لوله،په دنيا او آخرت كې به خوشحاله يې، ډېر مه خانده؛ځكه د مخ رڼا كموي او زړه وژني.خوله دې يوازې د ښو او نېكو چارو لپاره سپړه؛ځكه چوپتيا شيطان شړي او په دين كې ملګري كوي . له فقيرانو او خوارانو سره پر ناسته پاسته مه شرمېږه او څوك چې ستا تر لاس لاندې كار كوي،پرې مهربان اوسه . انسان بايد د خداى پر وركړه شكر وباسي. له خپلوانو سره مړى ژوندى كوه،كه څه هغوى درسره تګ راتګ پرېښى وي . د خداى په لار كې له هېچا مه وېرېږه . حق تريخ دى؛ خو ته همېشه د حق خبره كوه.ځان ته وګوره، كوم عيب، چې دركې وي، په باب يې خلكو ته نصيحتونه مه كوه. كوم كار،چې كوې او خلك يې هم كوي؛نو څوك پرې مه رټه؛ځكه همدومره عيب دې بس دى،چې خپل عيب نه وينې او د نورو وينې.

بيا پېغمبراکرم (ص) خپل لاس د ابوذر(رض) پر سينه كېښود،ورته يې وويل : ابوذره! تدبير ښه عقل،ځان ساتنه ښه زهد او ښه عمل نېك خوى دى .


حضرت ابوذر(رض) سمول

د مكې په فتح كې له خپل محبوب سره و سمول

((وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (اسرا – 81)= ( او ووايه :((حق راغى اوباطل له منځه ولاړ (؛ځکه) چې باطل له منځه تلونى دى .))

آنحضرت(ص) په جومات كې له يوې ډلې سره غلى په فكر كې ناست و، ټولو خيال كاوه،چې ګنې پر پېغمبراکرم (ص) وحې نازله شوې ده؛ځكه يې پر خپل حال پرېښود. وخت همداسې تېرېده او ټول غلي ناست ول،په جومات كې د ناستو مغزو ته ډول ډول سوچونه راتلل،چې څه چل شوى دى . داسې غلي ناست ول؛لكه د هر يو پر سر چې مرغۍ ناسته وي او كه وخوځي؛نو وا به لوځي،د ابوذر(رض) پر راتګ چوپتيا ماته شوه؛ ابوذر(رض) په خوارۍ ځان له خلكو راواېست او ځان يې پېغمبراکرم (ص) ته ورساوه او په څنګ كې ورسره كېناست .

پېغمبراکرم(ص) ابوذر(رض)ته وكتل ورته يې وويل:لمونځ دې كړى؟

ابوذر(رض) : نه .

پېغمبراکرم(ص) : پاڅه لمونځ وكړه.

ابوذر(رض) پاڅېد او د ماسپښين څلور ركعته لمونځ يې وكړ.

پېغمبراکرم(ص) ابوذر(رض)ته وويل:ابوذره! له خدايه او د انس او جن له دښمنانو پناه غواړه.

ابوذر(رض) : د خداى رسوله ! بشر هم دښمنان لري؟!

پېغمبراکرم(ص): هو! د جن او انس دښمنان د هغوى ښايسته او غولوونكې خبرې دي، چې يو بل ته يې كوي .

پېغمبراکرم(ص)غلى شو، ابوذر(رض)هم غلى شو.دې خبرې د خلكو د زړونو پخوانۍ خاطرې راژوندۍ كړې .

بيا پېغمبراکرم(ص) وويل: ابوذره! خوښه دې نه ده،چې د جنت له خزانو يو څو ټكي در زده كړم .

ابوذر: ولې نه ! اى د خداى رسوله، ځار دې شم.

پېغمبراکرم(ص): له خداى پرته بل هېڅ ځواك نشته.

بيا ټول غلي شول .

عمرو بن سالم (رض) په تادۍ او منډه جومات ته راننووت او پرېشانه د پېغمبراکرم(ص) خواته كېناست او ويې ويل:د خداى رسوله! د "حديبې" تړون يې مات كړ.

په خلكو كې شور زوږ شو: څنګه ! كله! ولې! چا !!!؟؟؟

عمرو بن سالم(رض) : زما ټبر (خزاعه) ستاسې هم ژمنى دى او د "بكر" ټبر د قريشو ملاتړ اعلان كړ؛ لكه څنګه چې پوهېږئ زموږ او د بني بكر ترمنځ ډېرې دښمنۍ او شخړې تېرې شوي،چې د حديبې تر تړون وروسته هوارې شوې وې . تاسې چې د "موته" په جګړه كې له روميانو غچ وانه خست؛نو قريش پر دې خيال شول،چې تردې وروسته مسلمين ځواكمنېداى نشي؛ځکه يې د بنى بكر ټبر زموږ پر خلاف راپارولى دى؛هغه تېره ورځ،چې زموږ د اوبو وار و، پر موږ يې بريد وكړ او څو يې راڅخه ووژل؛زه هم راغلى يم،چې تاسې زموږ مرستندوى شئ.

پېغمبراکرم (ص) په ډاډ او ارام سره وويل : مرستندوى به دې شو.

پېغمبراکرم (ص) په فكر كې شو،چې ددې شخړې هوارول يوازې د مكې فتح ده. پېغمبراکرم(ص) د عربستان شاوخوا ته خپل پيغامونه واستول او خلك يې خبر كړل،ورته يې وويل : چې "تيار شئ" او زما د حکم په تمه شئ .

سوچ او غور يې كاوه، چې مكه څنګه له جګړې او وينې تويېدو پرته فتح كړي.

داسې فكر ورغى : خلك بې له دې چې خبر شي،چې چيرته ځي، جګړې ته تيار كړي،چې د مكې كفار د دوى له ارادې او كاره خبر نشي او هغوى ځان د يوه ترسره شوي كار پر وړاندې وويني،چې هغه وخت به ترې ورخ اوبو وړى وي.

خلك تيار شول،بې له دې چې پوه شي چېرته روان دي . پېغمبراکرم (ص) له ابوذر(رض) سره له جوماته راووت،چې ورته ووايي : د مكې د فتح لپاره روان يو. د راتلو پر وخت يې يوه ونه  له دوو ښاخونو راونيوه او ويې خوځوله،چې پاڼې يې راتويې شوې،بيا يې وويل: ابوذره !

ابوذر(رض) : ځار دې شم، څه وياست .

پېغمبراکرم(ص): مسلمان بنده كه د خداى لپاره لمونځ وكړي ګناهانو يې لكه د دې ونې د پاڼو په څېر رژېږي .

دواړه روان شول او ځانونه يې لښكر ته ورسول او امر يې وكړ، چې د مكې د فتح لپاره لېچې راونغاړئ! پام كوئ،چې د قريشو جاسوسان درباندې خبر نشي او له ټولو هيله لرم،چې دا مهمه اوستره دنده په ډېر احتياط سرته ورسوئ .

لښكر له مدينې څخه د مكې پر لور روان شو، مدينې لا تر اوسه  دومره لوى لښكر نه و ليدلى. حضرت ابوذر(رض) پر ټوله لار له آنحضرت(ص) نه بېل نه شو او د هغه خدمت يې كاوه.د مسلمانانو لښكر"مرالظهران" ته ورسېد. په دې وخت د مكې پر خلكو د وېرې سيورى خپور شو او "ابوسفيان"، "بديل" او "كليم" د خبر راووړو لپاره له مكې بهر واستول .

حضرت عباس(رض) د پېغمبر تره د پېغمبراکرم (ص) پر اوښ سپور روان و، چې ناڅاپه يې غږ واورېد او ودرېد،غوږ يې ونيو،چې ابوسفيان او بديل يو له بل سره خبرې كوي .

ابوسفيان : تر اوسه مې لا دومره لوى لښكر نه و ليدلى .

بديل : دا د "خزاعه" قوم دى، چې د جنګ لپاره راغلى دى.

ابوسفيان : د خزاعه قوم دومره نه دى؛لكه دا څومره اور،چې لګېدلى دى .

حضرت عباس(رض) د ابوسفيان غږ وپېژاند او غږ يې كړ: "ابوحنظله" (ابوسفيانه )!

ابوسفيان هم د عباس(رض)غږ وپېژاند او ځواب يې وركړ: "ابوالفضل"(عباسه)! څه خبره ده؟!

عباس(رض) : د خداى رسول(ص) راغلى دى . افسوس پر خلكو كه په زور مكې ته راننوځي .

ابوسفيان له وېرې په رپار شو او ويې ويل : موروپلار مې دې درنه  ځار شي اوس به څه كېږي؟ چاره څه ده؟

عباس، هغه د پېغمبراکرم(ص) پر اوښ خپل شا ته كېناوه او روان شول . خلكو،چې د پېغمبراکرم (ص) اوښ ليده؛ نو لاره يې پرانسته، له لګېدليو اورونو،چې (د مكيانو د وېرولو لپاره بل شوى و) تېرېدل. د حضرت عمر(رض) له اوره، چې تېر شول؛ نو حضرت عمر (رض) ابوسفيان وليد او په منډه يې ځان د پېغمبراکرم (ص) کېږدۍ ته ور ورساوه او له پېغمبراکرم (ص) يې وغوښتل : اجازه راكړئ،چې ابوسفيان څټ مخى حلال كړم .

عباس(رض) وويل: د خداى رسوله ! ما هغه ته پناه وركړې ده.

د حضرت عباس او حضرت عمر(رضی الله عنهم) ترمنځ غږونه پورته شول، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) عباس(رض)   ته وويل: له ځان سره يې بوځه او سبا راشئ .

سبا سهار د مهاجرو او انصارو مشران له پېغمبر اکرم(ص) راټول شول . پېغمبراکرم(ص) وويل : ابوسفيانه!پر ځان ووېرېږه! اوس يې وخت دى،چې وپوهېږې،چې له خداى پرته بل خداى نشته .

ابوسفيان : ځار دې شم،ته څومره نېك او څومره پر خپلو خپلوانو مهربان يې . پر خداى قسم كه له خداى پرته بل خداى واى؛ نو اوس به يې هرومرو يو څه كړي واى .

پېغمبراکرم(ص) : ابوسفيانه! پر ځان ووېرېږه! اوس يې وخت دى، چې پوه شې،چې زه د خداى استازى يم .

ابوسفيان : موروپلار مې درځار شه،ته څومره مهربان او نېك او څومره پر خپلو خپلوانو مهربان يې، ما هم همدا فكر كاوه، چې يو څه خبره خو ده.

عباس(رض)، ابوسفيان ته مخ كړ،ورته يې وويل : مخکې تردې ، چې څټ مخى دې حلال كړي، مسلمان شه .(ابوسفيان بل يو سپڼ هم و نه کړ او مسلمان شو).

لښكر د مكې پر لور روان شو؛ پېغمبر اکرم(ص) د مهاجرو له يوې ډلې سره پر يوې غونډۍ (چې شاته يې مكه وه) وخوت . د "ذى طوى" غره ته  چې ورسېدل، تر اوه كالو سختيو،مهاجرتونو او بېکوريو وروسته يې مكه وليده. حضرت محمد (ص) له غره د مكې ګوټ ګوټ ته كتل؛ پخواني يادونه يې رايادېدل؛د "حرا" غار ته په ځير شو او ور ياد يې شول،چې هلته يې ډېرې شپې په تفكر تېرې كړې وې، د وحې د نازليدو شپه يې ور پر زړه شوه . د مكې دښتو ورته د شپنۍ او سوداګرۍ شپې ورځې رايادې كړې، ښار ته يې چې كتل د قريشو ظلمونه  او تېري وريادېدل . د مهربانې او غمخورې "خديجې" كور،د خداى كور،د مكې د شاوخوا غرونه، ټول يې له سترګو تېر كړل؛ غټې تړمې اوښكې يې پر اننګو راتويې شوې او پر سجده پرېووت . د حضرت ابوطالب او حضرت خديجې قبر ته ناست و،چې وپوښتل شو: د استراحت لپاره به خپل كور ته ځې؟

پېغمبر اکرم : كوم كور؟ دوى خو په مكه کې ماته كور نه دى پرېښى،چې پکې استراحت وكړم .

د حضرت خديجې بي بي او حضرت ابوطالب د قبر تر څنګ يې ورته سيورى جوړ كړ او استراحت يې وكړ او وروسته پر خپل اوښ سپور او له غره راكوز شو. حضرت ابوذر(رض) يو لوښى له اوبو ډك كړ او پېغمبراکرم (ص) ته يې پرده ونيوه،چې ځان پرېمينځي . بيا پېغمبراکرم (ص)، ابوذر(رض) ته پرده ونيوه او هغه هم ځان پرېمينځه .

دواړه په خوشحالۍ كعبې ته روان شول؛ پېغمبراکرم (ص) له كعبې اوه ځل راوګرځېد او "طواف" يې وكړ او وروسته يې د كعبې ور پرانست . د تاريخ تر ټولو حساسې شېبې رارسېدلې وې؛ ډېر ژر به د بوت نمانځنې كډه بار شي او د توحيد نيالګى به وكرل شي. د بوتانود عزت يو څو شېبې پاتې دي . پېغمبر اکرم(ص) د كعبې وره ته ودرېد، خلك ټول په تمه دي،چې پېغمبراکرم(ص) به ورسره څه كوي؟غچ به اخلي كه  نه ؟ څه چل به كېږي؟خلك ټول د خپل برخليك په تمه ول، چې پېغمبر اکرم په خبرو پيل وكړ او ويې  ويل : (( يَا أَيُّهَا النَّاس إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (حجرات/٣) خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبرټبر وګرځولئ،چې سره وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن،ستاسې ډېر پرهېزګار دى  په رښتيا چې خداى پوه (او) خبر دى .)

بيا هم له خلكو سره وېره وه،چې محمد (ص)  به  ټولوژنه كوي؛ غچ به اخلي ؟ څه به كوي؟

پېغمبراکرم(ص) : قريشو! څه مو خيال دى،چې څه به درسره كوم؟

خلكو وويل : نېكي به  كوې .

پېغمبراکرم(ص): ځئ ولاړ شئ، ټول ازاد ياست!

حضرت محمد (ص) د ځواكمنۍ پر وخت له بښنې ډېر خوښ و،پر شونډو يې موسكا خپره وه او په خوشحالۍ كعبې ته ورننووت او په خپله امسا يې په كعبه كې اېښوول شويو بوتانو ته اشاره كوله او ويل يې : (وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا)

بوتان له هرې خوا رانړېدل او راغورځېدل او مسلمانانو به نارې وهلې : (وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا)

ابوذر(رض) هم ځان د بوتانو په ماتولو او نړولو ستړى كړى و او له سترګو يې د خوشحالۍ اوښكې څڅېدې او د زړه له تله يې نارې وهلې : (وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا)


حضرت ابوذر(رض) تر ځمكې په اسمانو كې سمول

ښه پېژندل شوى سمول

"محمده! پر هغه خداى قسم، چې ته يې پېغمبر كړى، يې ابوذر تر ځمكې په اسمانو كې ډېر پېژندل شوى دى . (حضرت جبرائيل امین )


عربي ټبرې ورځ پر ورځ، ډلې ډلې مسلمانېدل، د اسلام د لمر وړانګې د عربستان پر ټول ټاپو لګېدلې وې،پېغمبراکرم(ص) خپل استازي د زكات او مالياتو د راټولولو لپاره سيمو ته لېږلي ول،د مسلمانانو په ژوند كې ښكاره بدلونونه راغلي ول؛وږي ماړه شوي او له بېوزلۍ او تنګلاسۍ خلاص شوي ول او خلك د حلالو شتمنيو خاوندان شوي ول؛خو حضرت ابوذر(رض)هماغسې ساده او د زهد ژوند درلود،چې خواړه يې يوازې اوربشينه (روټه) وه.

يوه ورځ حضرت ابوذر(رض) " ربذې" ته ولاړ او څه وخت پاتې شو، چې مدينې ته راستون شو؛نو نېغ د خپل حبيب (پېغمبراکرم) كور ته  ولاړ او په څنګ كې يې چوپ كېناست .

پېغمبراکرم(ص) : ابوذره!

ابوذر(رض) هماغسې غلى ناست و او سر يې ځوړند نيولى و او د پېغمبراکرم (ص) ځواب يې ور نه کړ.

پېغمبراکرم(ص): ابوذره! مور دې سر ته كېنه!

ابوذر(رض): (په شرم او حيا سره ) پاك نه يم.

پېغمبراکرم(ص) يوې مينځې ته غږ كړ: اوبه راووړه!

ابوذر(رض) اوبه واخستې او غسل يې وكړ؛راغى او سلام يې واچاوه

پېغمبراکرم(ص) ورته وويل : كه شل كاله هم اوبه نه وي؛نو خاوره خو شته (تيمم وكړه) او چې اوبه دې  پېدا كړې؛نو غسل وكړه.

پېغمبراکرم(ص) ابوذر(رض)ته نصيحت كاوه او هغه هم د زړه په غوږو اورېده،چې د زكات راټولولو مامور [ابن ليتيه (رض)] راغى او څه يې،چې راووړي ول، دوه برخې كړل او ويې ويل: دا ستا برخه او دا نوره خلكو ماته راكړې ده. په دې خبره د پېغمبراکرم (ص) څېره سره شوه.ابوذر(رض) هم،چې د پېغمبراکرم (ص)حالت وليد، سړي ته يې وويل : څنګه خلكو دا برخه دركړې؟ پېغمبراکرم(ص) غوسه خلكو ته مخ كړ او و يې ويل : ما د يوې دندې د سرته رسولو لپاره له تاسې يو لېږلى و؛ نو چې راغى وايي : دا ستا برخه او دا بله خلكو ماته راكړې . قسم پر هغه خداى،چې ژوند مې يې په لاس كې دى،چاچې د خلكو مال وخوړ د قيامت پر ورځ به هماغه مال (غوا، غويي، ګډه ، پټى.......) د هغه پر سر سپور وي او چغې به وهي او د محشر ميدان ته به راوستل شي .

ابن ليتيه(رض)څه چې د ځان لپاره بېل كړي ول، بېرته پېغمبراکرم (ص) ته وركړل . ابوذر(رض) ورته وويل : اوس دې د سړيتوب كار وكړ. ابن ليتيه(رض): زه ناپوهه وم او.........

ابن ليتيه(رض) له خجالته سرټيټ نيولى و او له شرمه يې پر تندي خولې روانې وې، چې ابوذر(رض) ورته وويل : مه خپه کېږه! په دې پوه شه، چې دنيا د هغو كور دى،چې كور نه لري او د هغو مال دى، چې مال نه لري او هغوى په دنيا پسې هڅې كوي،چې ايمان نه لري ؛ ځه خېر دى، ولاړ شه او له پېغمبراکرم (ص) بښنه وغواړه.

ابن ليتيه(رض)راغى او له پېغمبراکرم(ص)يې بښنه وغوښتنه،چې پېغمبر اکرم(ص)ورته وويل:خداى وايي :"تاسې ټول ګناهكاران ياست؛ خو هغوى چې ما بښلي؛نو له ما بښنه وغواړئ، چې و مو بښم او څوك چې د بښنې په باب زما پر وس پوهېږي او له ما بښنه غواړي، زه يې هم بښم او زه د چا پروا نه لرم،تاسې ټول بې لارې ياست؛خوهغوى چې لار يې موندلې وي، تاسې ټول فقيران ياست؛ خو هغوى چې ما غني او شتمن كړي دي،له ما يې وغواړئ، چې در يې كړم". پېغمبراکرم (ص) پاڅېد او ولاړ او د خلكو تر منځ شور زوږ شو.

ابوذر(رض) په جومات كې پاتې شو او خلك يې د خداى دين ته رابلل او په خبرو كې يې هغه كسان رټل،چې په فاني دنيا پسې هلې ځلې كوي او هغه خلك يې ستايل،چې په خپلو مالونو كې يې د فقيرانو،يتيمانو او بېوزليو برخه كوله او هغوى ته يې د جنت وعدې وركولې .

تر خبرو وروسته  خلك خپاره شول . ابوذر(رض) هم كور ته روان شو. په لار كې يې پېغمبراکرم(ص) وليد،چې يو سړى ورسره روان و او هغه جبرائيل و،چې ځان يې د خادم په بڼه كړى و. ابوذر(رض) بې له دې چې پرې سلام واچاوي تېر شو.

حضرت جبرائيل امین : دا ابوذر (رض) و، كه سلام يې اچولى واى،يو څو خبرې به مې ورسره كړې واى .

حضرت محمد(ص) : هغه له څه پېژنې؟

حضرت جبرائيل امین : پر هغه خداى قسم،چې ته يې پر حقه پېغمبر كړى يې، ابوذر تر ځمكې په اسمانو كې ډېر مشهور دى .

حضرت محمد (ص) : څه شي هغه دې مقام ته رسولى دى؟

  حضرت جبرائيل امین : تقوا، زهد او پرهيزګارۍ!

حضرت ابوذربه څنګه پكې نه وي؟! سمول

پېغمبراکرم(ص) ته خبر راورسېد،چې "هراكليوس" د روم پاچا خپل لښكر چمتو كړى او د "لحم"، "جذام"، "عامله" او "غسان" قبايل يې هم له ځان سره يوځاى كړي، چې د عربستان پر شمال بريد وكړي .

حضرت محمد (ص) هم د خپل هېواد د امنيت ساتلو لپاره اړ شو، چې له دې  خطرناك دښمن سره د مقابلې لپاره ځان چمتو كړي .

د عربستان هوا په اوړي او په تېره بيا په مني كې ډېره ګرمېږي او حضرت محمد (ص) بايد په يوه داسې موسم كې د جګړې لپاره روان شي،چې له اسمانه اور ورېږي او سوځنده لمر ځمكه سوځوي؛بلخوا د مسلمانانو لښكر بايد د جګړې لپاره له هېواده بهر ووځي او شام ته ولاړ شي او دا خطرناكه او اوږده لار په ګرمۍ كې ووهي،چې وينه په رګو كې وچوي او ماغزه د سر په كاسه كې خوټوي .

په دې وخت كې څو سست ايماني وګړي ددې لپاره،چې له جنګه پاتې شي او د مسلمانانو د لښكر د تګ مخه ونيسي،پر منفي تبليغاتو لاس پورې كړ. پېغمبراکرم(ص) ته خبر راورسېد او ددې لپاره، چې ځان د دنننې دښمن له شره خلاص كړي،په هغه ځاى كې يې اور ولګاوه،چې دوى راټوليدل او نقشې يې اېستې .

پېغمبراکرم(ص) چې لښكر جنګ ته لېږه؛نو د دښمن د غافلولو لپاره يې په كږو او پټو لارو بوت (لښكر ته يې هم نه ويل،چې كوم خوا ته روان يو)؛خو دا ځل يې له هماغه وړومبيه خپل لښكر ته هر څه پر ډاګه كړل،چې چېرته او له چا سره د جګړې لپاره روان يو؛ځكه دا ډېره خطرناكه جګړه وه؛ځکه مسلمانان بايد پخپله خوښه داسختي ومني .

قبايل ټول مدينې ته راټول شول او پېغمبراکرم(ص) له سوداګرو او شتمنو هم د لښكر د تيارولو لپاره مالي مرسته وغوښته . دې لښكر ته د دې له امله د "سختيو لښكر" وايي،چې ډېرې سختې پرې تېرې شوې .

حضرت ابوذر(رض) پوه شو،چې پېغمبراکرم(ص) د روم له امپراتور سره د جګړې لپاره روان دى،د تګ اراده يې وكړه،خپل اوښ ته يې وكتل؛خو ډېر ضعيف او ډنګر يې وليد او په دې اوږده لار كې به يې مرستيال نشي؛ لږ سوچ يې وكړ، له ځان سره يې وويل : څور ورځې به ښه واښه وركړم، چې غښتلى شي،بيا به پرې ولاړ شم .

اوږده لار او ګرمه هوا د سست ايمانو لپاره د نه تګ ښه پلمه وه، حال داچې داسې كسان ول،چې تګ ته يې بيړه وه او پېغمبراکرم(ص) ته يې زارۍ كولې،چې موږ هم له ځان سره بوځه،چې له دې لوى سعادته بې برخې نه شو؛خو له بدمرغۍ دوى هغه كسان ول،چې د تګ وزله او وسيله يې  نه درلوده . پېغمبراکرم(ص) هم څه يې،چې په وس كې ول،ورته برابر كړل او له نورو يې بښنه وغوښتنه،ورته يې وويل: ستاسې د تګ لپاره مې سپرلۍ پېدا نه کړاى شوې،دې  ډلې ته د بكائين (ژړغونيو) ډله ويل كېده؛ځکه په خپګان او ژړا له خپلو مجاهدينو بېله شوې وه .

د حضرت محمد (ص) په پر له پسې هلو ځلو له روم سره د جګړې لپاره 30 زريز لښكر چمتو شو.

لښكر له مدينې بهر لمونځ وكړ او بيا وخوځېد. د لښكر په روانېدو له هرې خوا دوړې پورته شوې،د مدينې خلكو لا تر اوسه دومره لوى لښكر نه و ليدلى او ټولو د دې لښكر په ليدو غرور احساساوه، د اسلام يووالى او پرتم يې كوت، لښكر دښتې ته روان شو، د تكبير نارې سر شوې او ټولو په خپله خوښه په مستۍ د خپل يار د ميخانې شراب څښل . لښكر ورو ورو د هغو ښځو او ماشومانو له سترګو پناه شو، چې د بدرګې لپاره يې پر بليو ولاړ ول او د ژړغونيو ډله هم په ژړا او خپګان د خپل يار د ميخانى له شرابو بې برخې پاتې شوه .

د سختيو لښكر حال داچې دوه دوه يا درې درې تنه پر يو اوښ سپاره ول، د خداى د رضا او خوښۍ لپاره ولاړل او منافقين يې د شرم، بې ننګۍ او د خداى د غوسې په سمندر كې ډوب پرېښوول؛ لښكر په سوځنده لمر کې همداسې روان و او څومره به چې مخكې تله، د سست ايمانو اراده به د راستنېدو لپاره نوره هم پياوړې كېده،چې ناڅاپه "كعب بن مالك" مدينې ته راستون شو. اصحابو پېغمبراکرم (ص) ته وويل : رسول الله ! كعب بن مالك ولاړ او ستون شو .

رسول الله(ص) : پرېږدئ،چې ځي ! كه په راتګ كې مو يې خېر وي؛ نو خداى به يې په خپله راستون كړي او كه داسې نه وي ؛نو پوه شئ، چې خداى يې له شره خلاص كړئ .

لښكر همداسې روان و،چې اصحابو بيا غږ كړ: رسول الله! "مراره بن ربيع" ولاړ او وګرځېد.

رسول الله(ص) : پرېږدئ،چې ځي ! كه په راتګ كې يې خېر وي؛ نو خداى به يې په خپله راستون كړي او كه نه وي؛نو پوه شئ،چې خداى يې له شره خلاص كړئ .

يو څه چې بيا مخكې ولاړل،بيا اصحابو پر پېغمبراکرم ته وويل: رسول الله(ص) ! "هلال بن اميه" هم ولاړ او ستون شو. پېغمبراکرم(ص) بيا ورته هماغه خبره وكړه او خپل يون يې وغځاوه. دا درې تنه وروسته ډېر خوار او ذليل شول، تر پنځوسوو ورځو پورې ورسره  چا ناسته پاسته،مړى ژوندى،راكړه وركړه او خبرې نه كولې، تردې چې ژوند پرې ډېر تريخ شو او له خدايه يې بښنه وغوښته او خداى هم هغوى په خپل رحمت وبښل .

څومره به چې مخكې تلل، سختۍاو ازمېښتونه به پرې زياتېدل . لښكر روان و،چې اوازه  شوه : ابوذر(رض) هم مدينې ته ستون شو. پېغمبر اکرم (ص) دا ځل هم هماغه خبرې تكرار كړې او خپله لار يې وهله؛خو پوښتنه داده،چې ابوذر(رض) به له جنګه تښتي؟ د پېغمبراکرم (ص) له فرمانه به سرغړونه کوي، مدينې ته به ستنېږي، دا به څنګه د ابوذر(رض) مين زړه ومني،چې خپل حبيب په هغه سوځنده او وچه دښته كې پرېږدي او مدينى ته به ستون او له منافقينو سره به يوځاى شي .

ابوذره! د غيرت او مينې خبره ده؛ ځان رسوه،خپل اوښ ته يې پونده ورکړه،چې ژر ژر پېغمبراکرم(ص) ته ځان ورسوي؛خو هېڅ ګټه يې ونه کړه؛اوښ يې ډېر کمزورى شوى و، نور له ځايه نه خوځېده او ځاى پر ځاى سملاست . ابوذر(رض) چې څومره هڅې وكړې،چې راپايڅوي؛خو راپا نه څېد. اوس به څه چل كېږي! هېڅ چاره نشته، ابوذر(رض) اوښ ځاى پر ځاى د خداى په اسره پرېښود او خپل سامان يې پر شا كړ او په حضرت محمد (ص)پسې پلى روان شو؛ يا بايد مړ شم يا ځان خپلو يارانو ته ور ورسوم.

اوږدې لارې،سوځنده لمر او وچې دښتې ابوذر (رض) ستړى او تږى كړ، په پښو كې يې دمه نه وه، ساه يې تله راتله؛ خو بيا يې هم خپله لار نيولې وه، زړه يې پر خداى سپارلى و او رحمت ته يې ډېر هيلمن و. زړه يې ورته ويل : ابوذره! د غيرت، ملګرتوب او د خداى د رضا خبره ده.تر هرې تورې شپې وروسته روڼ سهار وي . تر هر غم وروسته خوشحالي وي . ملا يې وتړله او بډې يې ووهلې؛ اراده يې نوره هم مزبوته شوه،دومره قوي،چې نه يې سختي پېژانده، نه تنده او نه لوږه او يوازېنۍ موخه يې خپلو يارانو ته رسېدل وو. له ځان سره يې ويل : دې ګرمۍ به مې له يارانو او حبيب سره څه كړي وي، څه به پرې تېرېږي؟ هرومرو به ستړي وي، تږي به هم وي .خداى خبر چې اوبه به يې هم څښلې وي  كه نه؟ خدايه ! ما ترې ځار كړې،ما له خپل ياره صدقه كړې . په همدې چورت كې روان و،چې د اسمان په يوه ګوټ كې يې سترګې په ورېځو ولګېدې هماغې خوا ته روان شو، څو ټوټه مزل يې، چې وكړ،مخې ته يې يو ګټ راغى،چې د باران اوبه پکې ډنډ شوې وې، خپل ژى يې ترې ډك كړ؛پخپله هم تږى و، يوه لپه اوبه يې وڅښلې؛اوبه ډېرې يخې او تازه وې، دويمه لپه يې،چې څښله، پېغمبراکرم(ص) ور ياد شو،له مرۍ يې تېرې نه شوې . له ځان سره يې وويل : پېغمبراکرم(ص) به تږى وي او ته به اوبه څښې!ژى يې اوږې ته واچاوه او همداسې تږى او ستړى ستومانه؛خو په مزبوته اراده او ايمان يې خپله لار ونيوه .

د حضرت محمد (ص) لښكر هم له هرې خوا سختيو را اېسار كړى و؛اوبه ورسره تمامې شوې وې، بدنونه يې لمر كباب كړي ول، ګرمۍ،تندې او ستړتيا بالاخره دې ته اړ كړل،چې په يو ځاى كې واړوي او په اوبو پسې خپاره شي؛ خو اوبه يې پېدا نه کړې . مسلمانانو يو بل ته ويل، چې د ژوند وروستۍ شېبې دي او دا تنده به مو ووژني،چې ناڅاپه په اسمان كې ورېځې راپېدا شوې او باران وورېد او دومره اوبه راپېدا شوې،چې د مسلمانانو تنده يې ماته كړه او خپل ژي يې ډك كړل .

ابوذر(رض) همداسې روان و،له ورايه يې پر لښكر سترګې ولګېدې، زړه يې غوښتل،چې اوس خداى وزرې وركړې واى او الوتى واى اوپه منډه يې ځان خپل حبيب ته ور رسولى واى . خدايه ! قوت راكړې، چې د وفا او ملګرتوب په ډګر كې پاتې رانه شم، بس دى نور وس نه لرم، څومره بېلتون؟ نور وس نه لرم، چې دوست مې راباندې د بې وفايئ او منافقت ګومان وكړي . دوه يې خپلې او دوه يې پردۍ كړې او ګامونه يې اوچت اوچت اخستل؛ځكه د خپل زړه ټكور، رحمة اللعالمين او د نړۍ تر ټولو غوره انسان ته رانږدې شوى دى .

لښكر خپله لار وهله،چې يو صحابي غږ كړ: په دښته كې يو سيورى ليدل كېږي .

لږ ودرېد او بيا يې وويل : د خداى رسوله ! يو سړى يوازې په دښته كې په موږ پسې را روان دى او اشاره راكوي .

پېغمبراکرم(ص): هغه ابوذر دى .

لښكر ټول په تمه ولاړ و،چې څوك را روان دى،چې يوه غږ كړ: پر خداى قسم، چې ابوذر دى .

پېغمبراکرم (ص) : خداى دې ابوذر وبښي،يوازې ژوند كوي، يوازې به مري او د قيامت پر ورځ به هم يوازې راپاڅي  .

د ابوذر مخې ته يې ورمنډه كړه او په غېږ كې يې راونيو او له خدايه يي د داسې پتمن دوست له امله شكرونه كول؛د ابوذر(رض) تندى يې ښكل كړ،ورته يې وويل : ابوذره! خداى په هر قدم، چې تا په موږ پسې راخسته، يوه ګناه درنه رژولې . رسول الله (ص) له ابوذر(رض) سامان واخست او پر ځمكه يې كېښود.ابوذر(رض) له تندې او ستړتيا پر ځمكه راولوېد. پېغمبراکرم(ص) كېناست او د ابوذر(رض) سر يې په غېږ كې راجګ كړ او ويې ويل : ابوذر ته اوبه راووړئ،چې ډېر ستړى دى! ابوذر(رض) په سختۍ سترګې پرانستې او ويې ويل : اوبه راسره شته ، مه يې راووړئ !

پېغمبراکرم(ص) : اوبه درسره وې او نه دې څښلې؟!

ابوذر(رض): (په موسكا) هو! اوبه راسره وې،خداى مې دې درنه ځار كړي . پر لار مې يو ګټ وليد،چې يخې اوبه پکې ډنډ وې، يوه لپه مې ترې وڅښله؛ ډېرې يخې او خوږې وې، ومې ساتلې،چې ته يې وڅښې

پېغمبراکرم(ص) : (په مينه او اخلاص) خداى دې درسره ښه وكړي! ابوذره! يوازې اوسېږې،يوازې به مرې او د قيامت پر ورځ به هم يوازې راپاڅې .


حضرت ابوذر(رض) د خداى په لار كې سمول

پر مبارزه وياړي سمول

حضرت ابوذر(رض) تر حج وروسته له پېغمبراکرم (ص) سره راستون شو،د پېغمبراکرم(ص) وروستۍ حج و،ابوذر(رض) سر په ګرېوانه كې كړ او دې سفر ته چورت وړى و،پېغمبراکرم(ص) د حج مناسک بشپړ كړل او په خپلو خطبو كې يې څه نوې او مهمې خبرې كړې وې،له ځان سره يې وويل : دا عادي سفر نه و. د فكرونو او خيالونو مرغۍ يې ډېره ناکراره وه او پر يوه ځاى هم نه شوه كېناستى او د پېغمبراکرم(ص) غږ ( د مائدې درېم آيت( (نن مې ستاسو دين تاسې ته بشپړ كړ او خپل نعمت  مې درباندې تمام كړ او اسلام مې ستاسې لپاره دين وټاكه) يې په  مغزو كې انګازې كولې،دا د غم او بېلتانه انګازې وې،حضرت ابوذر(رض) پر خپلو اوږو د غم پېټى احساس كړ او يقين يې راغى،چې  ډېر ژر به يې حبيب (چې خپله دنده يې سر ته رسولې) له نړۍ خپل ابدي دوست ته ورشي؛فكر يې ډېر پرېشانه و،چې څنګه به د خپل داسې دوست او لارښود بېلتون وزغمي،چې په دې څو كالو كې ترې يوه شېبه هم نه و بېل شوى . خدايه! صبر راكړې او له ځان سره يې وويل : دا هم كېداى شي،چې تر هغه مخكې له دې  نړۍ ولاړ شي؛خېر هر څه چې د خداى رضا وي . ناڅاپه د ديدن تږى شو او احساس يې كړ،چې پر زړه يې د بېلتون اور ولګېد، پاڅېد او له كوره ووت، پېغمبراکرم(ص) په جومات كې ولاړ و او له خپلو يارانو سره يې خبرې كولې او هغوى هم په مينه د آنحضرت(ص) خبرو ته غوږ نيولى و،په دې كې دوه تنه انصار راغلل او ويې ليدل،چې اصحاب له رسول الله (ص) راتاو دي،يوه وويل : دا ياران وګوره،چې تل سره يوځاى وي،داسې كم وخت راپېښيږي، چې يو يې په ډله كې ناسوب وي .

_ دوى د پېغمبراکرم (ص) له نږدې يارانو دي .

_ نن پکې يو كم دى!

_ څوك پکې نشته؟

_ ابوذر(رض) پکې نه ښكاري.

_ كېداى شي  د كوم كار لپاره چېرته تللى وي.

_ دې خبرې ته دې پام دى،چې ابوذر(رض) ډېر پر پېغمبراکرم(ص) ګران دى .

_ پام مې دى،چې ابوذر(رض) به ورسره و؛ نو دواړه [پېغمبراکرم (ص) او ابوذر(رض) ] به په خبرو نه مړېدل او چې نه به و؛نو نور به يې پوښتل،چې ابوذر(رض) چېرته دى،ولې نه دى راغلى؛خېر خو به وي،څه مشكل خو به نه لري، ان شاء الله پر سټه خو به روغ وي .

_ رښتيا چې ابوذر(رض) د دې مقام وړ دى . هغه ډېر پاك او نېك سړى دى .

_حضرت ابوذر(رض)د خداى پر رسول د پاكلمنۍ او تقوا له كبله ډېر ګران دى .

په دې وخت كې حضرت بلال(رض)د پېغمبراکرم(ص) موذن راغى او غوسه يې سلام واچاوه.

پېغمبراکرم(ص) : بلاله ! خېر خو به وي، ولې دې تندى تريو دى؟

حضرت بلال(رض): زه او ابوذر پر يوه خبره سره ونښتو،چې د مور كنځل يې راته وكړه.

د بلال خبره لا نه وه خلاصه شوې،چې ابوذر هم راورسېد.

رسول الله ورته په تريو تندي وويل : ولې دې خپل ورور ته كنځل كړي؟ فكر كوم،چې د جاهليت هوا دې لا په سر كې پاتې ده.ابوذره! ما ته وګوره ! په دې پوه شه، چې د تور او سپين ترمنځ هېڅ توپير نشته او توپير يوازې د هغوى په كړو وړو ثابتېږي .

حضرت ابوذر(رض) له خپلو كړو ډېر پښېمانه و، سر يې ښکته کړى و او هېڅ يې و نه ويل،چې ناڅاپه پر ځمكه سملاست او مخ يې پر ځمكه كېښود او حضرت بلال(رض)ته يې غږ كړ،ورته يې وويل : بلاله وروره ! راشه او پښه دې زما پر مخ كېږده،ما وبښه!

حضرت بلال(رض)ورمنډه كړه او حضرت ابوذر(رض) يې په غېږ كې ونيو ورته يې وويل : د خداى لپاره،دا ته څه كوې،ما بښلى يې،خداى دې هم وبښه .

حضرت ابوذر(رض)سر ښکته نيولى و او له شرمه يې غږ له خولې نه راوت،چې پېغمبراکرم(ص) وپوښت : بلال ته دې ولې كنځلې كړې وې؟

ابوذر(رض): (په خجالت او حيا) زه يې غوسه كړى وم .

پېغمبراکرم(ص): چې کله غوسه وې؛نو كه ولاړ وې،كېنه او كه ناست وې ډډه ووهه او بيا يې ورته وويل: ابوذره! خوښه دې نه ده،چې داسې كړه وړه دروښيم،چې كول يې اسان دي او ثواب يې ډېر دى .

ابوذر(رض) : څنګه مې نه ده خوښه.

پېغمبراکرم(ص):هغه چوپتيا او ښه خوى دى او له هغو كړو وړو سترګې پټول،چې انسان كوم ځاى ته نه رسوي.

دواړو دوستانو سره خبرې كولې،چې خلك ورو ورو خپلو كورونو ته وخوځېدل . پېغمبراکرم(ص) او ابوذر(رض) هم راووتل او بازار ته راورسېدل . د خلكو شور زوږ و،پېغمبراکرم(ص) ابوذر(رض) ته وويل : زه به درته يو آيت ولولم، كه خلك پرې عمل وكړي، ورته بس دى : [ وَ مَن يَتَّقِ اللَّهَ يجْعَل لَّهُ مخْرَجاً وَ يَرْزُقْهُ مِنْ حَيْث لا يحْتَسِب = او څوك چې له خدايه ووېرېږي،خداى به ورته  له ستونزو د وتو لار وښيي او له داسې ځايونو به روزي وركړي،چې فكر به يې هم نه كوي.] ابوذر(رض) غلى و او پېغمبر اکرم(ص) هم څه نه ويل او همداسې اوږه پر اوږه روان ول،چې پېغمبر اکرم(ص) ابوذر(رض) ته وويل : ته ډېر پاك يې او ډېر ژر به دې د سختېو سېلاب يوسي.

ابوذر(رض): دا سختۍ به راباندې د خداى په لار كې راځي.

پېغمبراکرم(ص) : هو!

ابوذر(رض):پر دې سختيو وياړم او پېغمبراکرم(ص) ته يې په ډاګه وويل: د خداى په رضا راضي يم .


د يارانو بېلتون سمول

پېغمبر اکرم(ص) سخت ناروغ شو او يوه ورځ،چې لږ ښه شو؛نو عايشې بي بي ته يې وويل : په جومات كې ناست ياران مې راته راوغواړه!عايشې بي بي هم يو تن ورپسې ولېږه او يو شېبه وروسته ټول راغلل،چې حضرت ابوذر(رض) هم پکې و، سلام يې واچاوه او كېناستل . پېغمبراکرم(ص) خپلو پاكو،ننګيالو او پتمنو دوستانو ته په ځير كتل،ورته يې وويل : خداى دې له تاسې سره ښه وكړي،خداى مو وبښه،پر خداى مې سپارلي ياست،خداى مو رزق پراخه كړه،خداى مو په چارو كې بركت واچاوه،خداى دې تاسې ټولو ته اجر او صبر دركړي،تاسې ټولو ته د تقوا وصيت كوم،زه مو له خدايه وېروم،له خدايه ووېرېږئ،زړونه او عقلونه پرې وسپارئ،له خدايه ووېرېږئ او هېڅكله له خپل هېواد او هېوادوالو سره خيانت مه كوئ،د خداى پر وړاندې مه غره كېږئ؛ځكه هغه ما ته وويل :

[تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لاَ يُرِيدُونَ عُلُوّاً فِي الْأَرْضِ وَلاَ فَسَاداً وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ(قصص / 83) (هو) دا د اخرت كور (يوازې) د هغوى لپاره دى، چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د پرهېزګارانو ده.]

پېغمبراکرم(ص) غلى شو؛نور هم غلي شول،بيا آنحضرت(ص) وويل: ايا  په دوزخ كې د خپلسرو لپاره ځاى شته؟او بېرته غلى شو.پر كوټه د سكوت سيورى خپور شو،د چا له خولې خبره نه راوته او ټولو په ژړاندو سترګو رسول اكرم(ص) ته كتل،چې آنحضرت(ص) وويل : بېلتون رانژدې شو؛د ستنېدو وخت رانږدې شو،د خداى پر لور د ستنېدو وخت ، د "جنة الماوى" پر لور، د "سدرة المنتهى پر لور، د رفيق اعلى پر لور....

د پېغمبراکرم(ص)له يارانو يوه وويل : د خداى رسوله!څوك غسل دركړي؟

_ زما له كورنۍ يو تن،چې ډېر راباندې ګران دى .

_ د كفن چارې دې څنګه كړو؟

_ كه خوښه مو وه،په دې خپلو جامو كې مې ښخ كړئ يا د مصر يا يمن په يوه ټوټه كې .

_ څوك دې جنازه وكړي؟

حضرت ابوذر(رض) زړه ټينګ كړى و،چې ځان غلى او چوپ ونيسي؛خو ویې نه كړاى شو؛پر خداى قسم زړه مې پړک چوي،حبيب مې رانه روان دى،يو دم يې چغه كړه او په ژړا شو او له سترګو يې د اوښكو رودونه جاري شول .

د پېغمبراکرم(ص) نور ياران هم په ژړا شول او د پېغمبراکرم(ص) مباركې سترګې هم له اوښكو ډكې شوې .

د حضرت ابوذر(ض) پر زړه څه تېرېږي؟ورشه عاشقان وپوښته،چې د يار بېلتون څومره غم لري؛څه درته ووايم،د عاشقانو له زړه يو الله خبر دى . پر زړه يې د بېلتون اور بل شو، غوښتل يې وژاړي،چغې كړي؛خو دومره يې ژړلي وو،چې د سترګو اوښكې يې وچې شوې او دومره چغې يې وهلې وې،چې نورې يې نه شواى وهلې، پر مرۍ يې د خپګان خپسه ناسته وه، سر يې ښکته كړ او له كوره ووت .

خلكو په جومات كې له حضرت ابوبكر(رض) سره لمونځ وكړ،چې پېغمبراکرم(ص) په تړلي سر او ناروغ ځان جومات ته راننووت . د خلكو زړونه د پېغمبراکرم(ص) په ليدو د پسرلې د ګلانو په څېر وغوړېدل؛ځكه پسرلى راغلى و او خوشحالۍ يې كولې او له دې  خوشحالۍ په جامو كې نه ځايېدل . حضرت ابوذر(رض)هم رامنډه كړه،چې د يار ديدن وكړي . ټول له آنحضرت (ص) راتاو شول او تر خپل كوره يې ورساوه.

د حضرت ابوذر(رض) پر غمځپلي زړه بيا پسرلى راغى؛د زړه د باغ بلبلو يې سندرې ويلې،چې د زړه د بڼ بڼوال يې روغ شو او په همدې خيال خوشحاله خپل كور ته ولاړ؛خبر نه و چې دا يې د زړه د باغ وروستى پسرلى و؛خبر نه و،چې د پېغمبراکرم(ص) دا ليدنه او راتګ له خپلو يارانو سره خداى په اماني وه؛راغلى و،كه د چا پوروړى وي،چې ور يې كړي؛لنډه داچې په دې دنيا كې خپل حساب كتاب خلاص كړي او ځان د خپل يار ديدن ته تيار كړي.

حضرت ابوذر(رض) خوشحاله كور ته ولاړ؛خو خبر نه و،چې يوازېنى سرسيورى يې له نړۍ روان دى او څومره سختې به پرې د پېغمبر اکرم(ص) ددې خبرې له امله راځي،چې ورته يې ويل : "همېشه د حق خبره كوه، كه څه ترخه وي او د خداى په لار كې له چا مه وېرېږه" خبر نه و،چې د پېغمبراکرم(ص) تر وفات وروسته به پرې د حق او د خداى د رضا لپاره څومره سختۍ او كړاوونه راځي .همداسې په چورت كې روان و،چې يو خپلوان يې وليد او ویې پوښت :

_ چيرته روان يې؟

_ تاسې كره در تلم.

_ خېر خو به و؟

_ په كور كې دې ماشومه زېږېدلې ده.

حضرت ابوذر(رض)غلى شو.خپلوانو يې ورته وويل :[و اذا بشر احدهم بالاثنى ظل وجهه مسودا و هو كظيم؛(چې کله ورته د لور د زوكړې، زېرې وركړ شي؛نو له غوسى يې رنګ اوړي او خپله غوسه كېنوي.)

ابوذر(رض) : نه! خداى شته،چې دا خبره نه ده،د مرګ لپاره يې زېږوي،د خرابۍ لپاره يې ابادوي او...... او څومره ښه ياران دي دا دواړه؛ مرګ او فقر .

د پېغمبراکرم(ص) په كور كې چغې شوې او خلكو په وارخطايۍ او بيړه د پېغمبراکرم (ص) كور ته منډې وهلې او سره پوښتل يې :د خداى رسول مړ شوى دى؟ پېغمبراکرم (ص) مړ شوى دى؟ او .........

د "فاطمې بي بي " د خپګان له امله پرښتې هم په اسمانو كې پر ژړا وې، فاطمې ژړل او ويل يې:

ابتاه يا ابتاه ؟ ................ ابتاه

اجاب ربا دعاه؟...........................يا ابتاه

الى جبريل ننعاه .........................يا ابتاه

جنه الفردوس ننعاه......................يا ابتاه

من ربه ما ادناه............................يا ابتاه

د خلكو چغې  او وير له ځمكې اسمانو ته رسېده؛ حضرت ابوذر(رض) هم په چغو او ژړا ځان مړ كړ،ګرد سره يې نه غوښتل،چې باور وكړي، چې پېغمبراکرم(ص) مړ شوى دى . اصحابو هم په همدې باب يو له بل سره خبرې كولې،هيچا د يو بل خبرو ته غوږ نه نيوه،د چا زړه چېرته صبرېده او يوازې ژړاګانې يې كولې.

حضرت عمر(رض) راننووت او د پېغمبراکرم (ص) له مخه يې څادر پورته كړ،ويې ليده،چې پېغمبراکرم(ص) ارام او بې ساه پروت دى، فكر يې وكړ، چې پېغمبراکرم (ص) غيبت كړى،په منډه جومات ته راغى او ويې ويل : په تاسې كې ځينې وايې،چې پېغمبراکرم (ص) مړ شوى دى،پر خداى قسم،چې نه دى مړ شوى او د حضرت موسى او حضرت عيسى په څېر خداى ته اسمانو ته ورغلى دى او ژوندى دى!

پر حضرت ابوذر(رض) د حضرت عمر(رض)خبرې ډېرې ښې ولګېدې او په زړه كې يې حضرت عمر(رض) ته وويل : پر خوله دې ګوړه او شكره او دعا يې كولې،چې كاش د حضرت عمر(رض)خبره رښتيا واى او حضرت محمد (ص) د منافقينو د ځپلو لپاره يو ځل بيا راپاڅي؛خو چې حضرت ابوبكر(رض) راغى د حضرت ابوذر(رض) د ارمانو پر كاسه خاورې ايرې تويې شوې .حضرت عمر(رض) ته يې وويل :

عمره! ودرېږه ! بې صبري مه كوه، خلكو ماته اجازه راكړئ ...... او ويې ويل : چاچې د حضرت محمد(ص)عبادت كاوه؛نو هغه مړ شوى دى او څوك چې د خداى عبادت كوي،خداى خو ژوندى دى او تل به ژوندى وي .

حضرت عمر(رض) په ژړا شو او يقين يې وشو،چې پېغمبراکرم(ص) مړ شوى،حضرت ابوذر(رض) هم چغې كړې او چغې يې وهلي : وخيلا! د خداى رسول،امين، مهربان او كريم ورور مې مړ شو.

د څښلو د اوبو په لټه كې شو،چې كېداى شي د حضرت محمد (ص) د بېلتون له امله يې په سينه كې لګېدلې اور مړ شي؛خو هېڅ ګټه يې نه درلوده،له ځان سره يې فكر وكړ،چې د تسل دارو يوازې قرآن دى او د قرآن په لوستو يې پيل وكړ.

وَلاَ تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلهاً آخَرَ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ كُلُّ شَىْ‏ءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ. (قصص – 88) او له الله سره بل معبود مه بله، چې له هغه پرته بل معبود نشته، د هغه له (سپېڅلي) ذاته پرته نور ټول څيزونه هلاکېدونكي دي،واکمني يوازې د هغه ده او يوازې د هغه لوري ته ورګرځول کېږئ.)    

ابوذر(رض) نهيلى او خپه له كوره راووت او له ځان سره يې په وير كې دا جملې ويلې: د خداى رسوله خداى دې وبښه!ولاړ د خداى رسول مړ شو..........

ټول په جومات كې ناست ول او له څېرو يې څرګندېده،چې څومره د پېغمبراکرم(ص) پر مړينې خپه دي؛خطرناكې او له پېښو ډكې راتلونكې پر ټولو غاښونه لګول . خدايه!څه چل به كېږي؟حضرت عمر،حضرت ابوعبيده او حضرت ابوذر(رضی الله عنهم) او نور مسلمانان ولاړ ول، چې يو سړى راورسېد او حضرت عمر(رض) ته يې وويل : انصار په "سقيفه" كې راټول شوي،چې د خلافت لپاره له حضرت سعدبن عباده(رض) سره بيعت وكړي .

دا خبره نه وه، سم تندر و،چې پر حضرت ابوذر(رض) راوغورځېد ، رنګ  يې د كوركمن په څېر ژېړ شو او په حيرانتيا يې له ځان سره وويل : عجيبه خلك دي؟دوى څنګه ځان ته اجازه وركوي، چې له حضرت علي پرته له بل چا سره بيعت وكړي؟! حضرت علي(ک) تر ټولو دې كارته وړ دى، هغه لومړى تن و، چې پر پېغمبراکرم(ص) يې ايمان راووړ،د پېغمبراکرم (ص) د تره زوى دى، زوم يې دى؛عجيبه خبره ده.نه پوهېږم،چې ددې خلكو مغزو ته څه فكرونه راغلي، چې له حضرت علي(ک) پرته له بل سره بيعت كوي؟

حضرت ابوبكر(رض)راووت،حضرت عمر(رض)ورته وويل : وا دې نه ورېدل، چې انصار د بني ساعده وو په سقيفه (څپرګي) كې راټول شوي او د خلافت لپاره له سعد بن عباده سره بيعت كوي؟!

حضرت ابوبكر، حضرت عمر او حضرت ابوعبيده(رضي الله عنهم) سقيفې ته روان شول،حضرت ابوذر(رض)هم ورپسې ورووت .

حضرت علي(ک)،حضرت عباس(رض) او ځينې نور بني هاشم د پېغمبر اکرم(ص) پر كفن او ښخولو بوخت ول،چې حضرت عباس (رض)احساس كړه،د پردې تر شا نورې خبرې دي او ځينو د پېغمبراکرم (ص) د ځايناستۍ لپاره ځانونه چمتو كړي دي .حضرت علي(ک) ته يې مخ كړ،ورته يې وويل : لاس دې راكړه، چې بيعت درسره وكړم؛ځكه خلك به وايي،چې د پېغمبر اکرم(ص) تره ورسره بيعت كړى او هغه دوه نور به هم درسره مخالفت ونه کړي .

حضرت علي(ک) : ولې نور څوك هم شته، چې دې كار ته تمه لري؟

حضرت عباس(رض) : وربه شې، خبر به شې!

په دې كې حضرت علي(ک) د وره ټك ټك واورېد، ورغى او پوښتنه يې وكړه: څوك يې؟

_ زه يم، ابوذر.

_ خېر خو به يې؟

_ خلكو له  حضرت ابوبكر(رض) سره بيعت وكړ.

حضرت علي(ک) ور پرانست او حضرت ابوذر(رض) راننووت .

حضرت علي : څنګه او چا له حضرت ابوبكر  سره بيعت وكړ؟

حضرت ابوذر(رض) :انصار د بني ساعده وو په سقيفه کې (د بني ساعده و د ټبر په څپرګي کې چې به پکې راټوليدل) راټول شوي ول، چې له حضرت سعد بن عباده(رض)سره بيعت وكړي،حضرت ابوبكر،حضرت عمر او حضرت ابوعبيده(رضی الله عنهم) هم هلته ولاړل، د حضرت ابوبكر (رض) تر ډېرو خبرو اترو وروسته،انصارو ورته وويل:((يو امير به له تاسې وي او يو به زموږ وي )).

حضرت ابوبكر(رض)ورته وويل :عرب دا خبره درسره نه مني!امير بايد يوازې له قريشو وي؛نو له همدې كبله امير دې زموږ له لوري او وزير دې ستاسې له لوري وي .

په همدې وخت كې حضرت عمر(رض)هم د حضرت ابوبكر(رض)د خبرې د پخلې لپاره وويل : پرخداى قسم،چې خلك درسره دا حكومت نه مني؛ځكه پېغمبراکرم(ص) له تاسې و،دې كار ته يوازې موږ وړ يو؛ځكه پېغمبراکرم(ص) زموږ له ټبره و او څوك چې له موږ سره مخالفت وكړي؛نو غټه ګناه به يې كړې وي . بيا حضرت عمر(رض)غږ وكړ:ابوبكره! لاس دې راكړه . حضرت عمر(رض) د حضرت ابوبكر (رض) لاس ونيو ورته يې وويل : خو پېغمبراکرم(ص) تا ته امر نه و كړى،چې مسلمانانو ته لمونځ وركړه!ته د خداى د رسول خليفه يې، موږ له تا سره د دې لپاره بيعت كوو،چې په موږ كې پر پېغمبراکرم(ص) ډېر ګران وې . حضرت ابوعبيده(رض)هم بيعت وكړ او ويې ويل:ته تر ټولو غوره مهاجر يې، ته د پېغمبراکرم(ص) د سمڅې يار يې، ته د خداى د رسول خليفه يې؛ نو تر تا به څوك دې چار ته وړ وي؟

حضرت ابوذر(رض) تر خپلې كيسې وروسته په فكر كې ډوب شو او غلى شو.

حضرت عباس(رض)، حضرت على(ک)ته وويل : زما خبرې ته مو غوږ ونه نيو، ګوره  چې څه  وشو.             

امرتهم امر بمنعرج اللوى              فلم يستبينو النصح الاضحى الغد

حضرت علي(ک) : چاره څه ده؟

حضرت ابوذر(رض):بايد حضرت مقداد، حضرت سلمان، حضرت عباده بن صامت،حضرت ابوهيثم،حضرت حذيفه اوحضرت عمار (رضی الله عنهم) هم راوغواړو بيا به ګورو،چې څه وكړو؟


* * *

شپه شوه او د همېشه په څېر تپه تياره؛ خو دې شپې تر نورو شپو ډېر توپېر درلود،څه عجيبه شپه وه، د اسلامي حكومت لومړي بنسټونه اېښوول كېدل .انصار د جومات مخې ته راټول شوي ول،حضرت ابوذر(رض) ورته وويل : څوك شك نه لري،چې حضرت علي(ک) تر ټولو د خلافت لپاره وړ دى او موږ بايد د خلافت چارې مهاجرينو ته وسپارو. راځئ د سقيفې تړون مات كړو!

_ څنګه؟

حضرت ابوذر(رض) : هغوى انصارو ته دا دليل ووايه چې پېغمبراکرم (ص) له هغوى دى او موږ به هم مهاجرينو ته همدا دليل ووايو؛ځكه حضرت على(ک) په موږكې تر ټولو پېغمبراکرم(ص)ته له هر اړخه  نږدې دى .

ټول ددې خبرو په اورېدو په فكر كې ډوب شول؛شور زوږ شو او پرېکړه يې وکړه،چې د دې كار په اړه له مهاجرينو سره سلا مشوره وكړي .

د دويمې ورځې لمر راوخوت؛حضرت ابوذر(رض) له خپل كوره راووت او د خداى د رسول د لور (فاطمې) كور ته ولاړ؛هلته حضرت عمار،حضرت زبير،حضرت مقداد او حضرت سلمان(رضی الله عنهم) هم ول،چې حضرت خالد بن سعيد(رض) هم راورسېد،حضرت على(ک) ته يې وويل : پر خداى قسم،چې په خلكو كې څوك تر تا د خلافت د چارو د سمبالي لپاره وړ نه وينم!

حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضی الله عنهم) ته خبر ورسېد،چې دا كسان د حضرت فاطمې په كور كې راټول شوي دي . هلته ورغلل او له حضرت علي(ک) او يارانو يې وغوښتل،چې راووځي او د نورو په څېر له دوى سره بيعت وكړي؛خو چا يې خبرو ته غوږ و نه نيو. په دې وخت كې "ابوسفيان" راورسېد او ويې ويل : پر خداى قسم،چې د ويني تږى انقلاب ګورم،چې را روان دى . بيا يې حضرت علي(ک) او حضرت عباس(رض) ته وويل : سستو خلكو! ذليلانو!حضرت على(ک) ته يې وويل : لاس دې راكړه، چې بيعت درسره وكړم، كه غواړې چې مدينه درته له لښكره د ابوفضيل (ابوبكر) پر خلاف ډكه كړم؟

حضرت علي(ک) د ابوسفيان له خبرو سره په مخالفت كې په موسکا او ريشخند لاندې شعرونه وويل:

و لايقيم على فيم يراد به

الا الا ذلان غير الحى والوتر

هذا على الخسف مربوط برمته

و ذا يشج فلا يرثى احد

له دوو ذليلانو پرته څوك پر ځان ظلم نه مني : يو د ټبر خر او بل  موږى، خر په موږي پورې تړل كېږي او هغه بل تل پر سر وهل خوري؛ خو څوك نشته،چې وير ورته وكړي .)

حضرت ابوذر(رض) غوسه ابوسفيان ته وكتل او پوهېده،چې د ابوسفيان دا خبرې د دوستۍ لپاره نه دي او يوازې په مسلمانانو كې درز اچول غواړي، اوس يې اوبه خړې ليدلي، غواړې  كبان ونيسي.

حضرت علي(ک) ابوسفيان ته څو خبرې وكړې،چې د حضرت ابوذر(رض) زړه پرې خوشحاله شو.

حضرت علي(ک) وويل : ته څومره له اسلام سره كينه لرې،ځه ولاړ شه! زه ستا لښكر او بيعت ته اړ نه يم .

ژباړن : د دې تاريخي پېښې په پوهېدو سره لوستونکي د خوشحال بابا د دې شعر پر مفهوم  ښه پوهېداى شي چې :

اختلاف يې چې د اصحاب په منځ کې راشي

د مــفــهـــومـــو کار هغو زده چې "مـفـهـوم" دى


حضرت ابوذر(رض) د لومړي خليفه په زمانه كې سمول

حضرت ابوذر(رض) لاس تر زنې په فكر كې ډوب ناست دى او له سترګو يې غټې غټې اوښكې راتويېدې،خپل تللى يار يې پر زړه راورېدلى او د هغه خبرې يې رايادېدې،چې يوه ورځ آنحضرت(ص) په تړلي سر او ناروغ ځان جومات ته راغى او خلكو ته يې وويل : ((اسامه ستاسې قوماندان دى، قومانده يې ومنئ اوس،چې تاسې يې پر قوماندانى خپه ياست او نېوكې پرې كوئ،پخوا مو د هغه د پلار پر قوماندانۍ هم نيوكې كولې...... )) دې خبرو ته يې سوچ كاوه او ځان يې پوښت : ايا حضرت ابوبكر(رض) به د حضرت اسامه(رض) لښكر د "قضاعه" جګړې ته ولېږي؟ ايا حضرت ابوبكر(رض) به د هغو اصحابو خبرو او نيوكو ته پام وكړي،چې وايي: حضرت اسامه(رض) لا تر اوسه ځوان دى او شل كلن شوى هم نه دى،هغه بدل كړئ او  پر ځاى يې يو بل وټاكئ، چې لږ تر لږه يوه جامه خو يې تر حضرت اسامه(رض) زياتې زړې كړې وي؛خو اسلام ته عمر مهم نه دى او كله هم كم عمري د دې لامل نه دى،چې چاته مهمې دندې ونه سپارل شي،په هغه وخت كې خو حضرت علي(ک) يوازې څوارلس كلن و،چې پېغمبراکرم(ص) خپل ځايناستى وټاكه؛خو پېغمبراکرم (ص) ونه وويل : چې خداى به اسلام ته د حضرت عمر (رض) په لاس عزت وركړي" حال داچې حضرت عمر 26 كلن و، و مو نه ليدل،چې حضرت سعد بن وقاص(رض) راپاڅېد او په مړانه يې د پېغمبر اکرم (ص) دفاع وكړه او له كفارو سره وجنګېد او په يوه ورځ كې يې زرغشي وايشتل،حال داچې 17 كلن و؛اسلام په ځوانانو قوي شوى او په اوږو يې دې ځاى ته رارسېدلى دى؛نو څنګه خلك د حضرت اسامه(رض) پر قوماندانۍ نيوكې كوي؟ حال داچې پېغمبراکرم(ص) له نړۍ تر تګ مخکې هغه ته يې دا دنده ورسپارلې وه او له حضرت ابوبكر (رض)هم د پېغمبراکرم (ص) د فرمان له مخې دا تمه كېږي، چې د حضرت  اسامه(رض) لښكر جنګ ته ولېږي . د خلكو خبرې خو مهمې نه دي،د پېغمبراکرم(ص) فرمان دى،چې ارزښت لري . حضرت ابوذر(رض) راپاڅېد او حضرت ابوبكر(رض) ته ورغى،ګوري چې ډېر مسلمانان ترې راتاو دي او ترې غوښتل يې،چې د اسامه(رض) لښكر مه لېږه!هغوى استدلال كاوه،چې د حضرت محمد (ص) تر مړينې وروسته حالات اوښتي او څوك څه پوهېږي،چې د مرګ خبر يې قبائلو ته څنګه رسېدلى او نه پوهېږو،چې څه به كېږي؟

حضرت ابوذر(رض) د حضرت ابوبكر(رض) خولې ته كتل او په تمه و،چې د خليفه ځواب به څه وي؟ د خلكو خبرې او كه د پېغمبراکرم(ص) فرمان؟ ځان يې د پېغمبراکرم(ص) دې خبرې ته چمتو كړى و،چي ورته يې ويلي وو: "د حق خبره كوه كه څه ترخه وي او د خداى په لار كې له چا مه وېرېږه"؛خو د حضرت ابوبكر (رض)له خولې د حضرت ابوذر(رض)د زړه خبره راووته،چې د ابوذر (رض) زړه پرې ډېر خوشحاله شو؛حضرت ابوبكر(رض) وويل : قسم پر هغه خداى،چې د ابوبكر ژوند يې په لاس كې دى،كه لېوان مې وداړي او په دې سيمه كې ځان ته هم پاتې شم،بيا به هم د پېغمبراکرم(ص) فرمان عملي كوم او د اسامه لښكر به جنګ ته لېږم . دې خبرې د حضرت ابوذر(رض) رنګ وغوړاوه،تازه شو او پر زړه يې د اميد وړانګې ولګېدې؛يو دم يې نظر پر حضرت عمر (رض)شو،وارخطا شو؛ځكه پوهېده چې حضرت عمر(رض) د اسامه(رض) د قوماندانۍ سخت مخالف دى؛بلخوا د هغه او حضرت ابوبكر(رض) اړيكې ډېرې ښې دي؛كېداى شي د حضرت ابوبكر (رض)په اراده كې بدلون راوولي، ودرېد چې څه به كېږي؟

حضرت عمر(رض) له حضرت ابوبكر(رض) وغوښتل،چې د اسامه(رض) د لښكر د تګ مخنيوى وكړي؛خو حضرت ابوبكر(رض) ورته وويل : كه لېوان مې هم وداړي،د رسول اكرم(ص) فرمان عملي كوم .

حضرت ابوذر(رض) په خوشحالۍ راووت او دباندې يې وليدل،چې ځينې مسلمانان راټول شوي دي،چې د حضرت عمر(رض) د خبرو پر پايله ځان پوه كړي . ابوذر(رض) هم ورسره ودرېد،خلك د حضرت عمر(رض) پر تندي پوه شول،چې څه خبره ده؛خو بيا يې هم له حضرت عمر(رض) وغوښتل،چې له حضرت ابوبكر(رض) سره د حضرت اسامه(رض) د قوماندانۍ خبره وكړي .

دا به څنګه وي،چې يو ځوان د داسې لښكر قوماندان وي،چې د پېغمبر اکرم (ص) لوى لوى اصحاب؛لكه حضرت عمر(رض) پکې سر تېري وي .

حضرت عمر(رض)بيا حضرت ابوبكر(رض)ته راغى او د حضرت اسامه(رض) د قوماندانۍ خبره يې ورسره بيا واچوله،چې دا ځل حضرت ابوبكر(رض)غوسه شو او په لوړ غږ يې حضرت عمر(رض) ته وويل : هلاك شې!مور دې بوره شي! د خطاب زويه! د خداى رسول هغه پر دې منصب ټاكلى دى او ته وايې،چې هغه له دې منصبه لرې كړه، ته ښه پوهېږې كه پېغمبر؟!

حضرت عمر(رض) راووت او په لار كې دې خبرې ته سوچ وړى و، چې څنګه هغه نرم خويه ابوبكر(رض)ورسره په غوسه چلن وكړ؟ پرېشانه خلكو ته راغى،خلكو ورته وويل : څه چل وشو؟حضرت عمر(رض)په چغو شو او ويې ويل :ځئ! ولاړ شئ! ميندې مو درباندې بورې شه ! ستاسې په خاطر مې د رسول الله(ص) له خليفه څومره توندې خبرې واورېدې .

حضرت ابوذر(رض) ولاړ او د خداى شكر يې ادا كړ او ځان يې له لښكر سره تګ ته تيار كړ،د جنګ ډهول ووهل شو او لښكر د تګ لپاره  تيار شو او ابوذر(رض)هم په ډاډ د حضرت ابوبكر(رض) د سياست په لاروۍ د خداى په لار كي جګړې ته ولاړ.

حضرت ابوذر(رض)د حضرت ابوبكر(رض)په خلافت كې د نورو په څېر په جګړو كې برخه اخسته؛خو زهد او د تقوى لمنه يې پرې نښووه،حضرت ابوبكر(رض)هم زاهد او متقي و؛ځكه حضرت ابوذر (رض) پرې هېڅكله نيوكې ونه کړې؛ورځ پر ورځ د مسلمانانو په ژوند كې ښكاره بدلونونه راتلل، د اسلام ځواكمني او دبدبه ډېرېده؛ خو حضرت ابوذر(رض) هماغسې د  زهد ژوند كاوه.


حضرت ابوذرغفاري(رض) د دويم خليفه په زمانه كې سمول

حضرت ابوبكر(رض)ناروغ شو او تر وفات مخکې يې،حضرت عمر (رض) يې خپل ځايناستى وټاكه . حضرت ابوذر(رض)د حضرت ابوبكر (رض) د مرګ خبر واورېد،ډېر خپه شو او څو ورځې په مدينه كې پاتې شو او وروسته  له خپلې ښځې او لور سره شام ته ولاړ،په شام كې يوه ورځ په جومات كې ناست و او خلك ترې راټول شوي ول او پر بېلابېلو موضوعاتو يې خبرې اترې كولې، يو چا وپوښت: ابوذره! ته ولې حضرت ابوهريره(رض)په څېر(د بحرين امير) منصب نه اخلې؟

حضرت ابوذر(رض) :زه په منصب او مقام څه كوم ؟ زما همدا غنم، اوبه او يو جام شيدې بس دي،چې الحمدلله رارسي.

يو بل وويل : خبر نه يې،چې امير المؤمنين حضرت عمر(رض)له ابوهريره(رض) سره څه كړي دي؟

_ نه ! څه يې كړي دي؟

_حضرت عمر(رض)د حضرت ابوهريره(رض)مال او شتمنۍ وشمېرله،ورته يې وويل : هغه ورځ مې چې ته د بحرين امير وټاكلې؛ نو يوه جوړه پڼې دې هم نه لرلې اوس وينم،چې په 1600 ديناره دې اسونه اخستې دي.

حضرت ابوهريره(رض) ورته وويل:له پخوا مې څه اسپې لرلې،چې بچي يې وزېږول او يو شمېر هم خلكو راكړي دي .

حضرت عمر(رض): ما چې ستا حساب وكړ، دومره مال درته زيات دى،نور را كړه؟

حضرت ابوهريره(رض) : نه يې دركوم.

حضرت عمر(رض): پر خداى چې ملا دې ماته كړم .

او دومره يې وواهه،چې حضرت ابوهريره(رض) وويل : دركړى به مې واى؛ خو هغه ټول مې د خداى د رضا لپاره خلكو ته وربښلي دي.

حضرت عمر(رض): له كومه دې راووړي دي،مور خو دې درته د خره  له  څرولو پر ته بل څه نه و درښوولي،د بحرين له خلكو به دې ماليات اخستل او هغه دې په خپل جېب كې اچول،كه په خپله دې ګټلي واى بيا هم يوه خبره؟!!!

حضرت ابوذر(رض): حضرت عمر په دې كار خداى او رسول يې راضي كړ؛ځكه ولسمشر بايد د خلكو لپاره كار وكړي؛نه د ځان لپاره.

يو ځل بيا په خلكو كې خبرې اترې شوې،چې د شام د والي حضرت حبيب بن مسلمه(رض) استازي حضرت ابوذر(رض)ته وويل : والي صاحب دا 300 ديناره ستا د ژوند د اړتياوو د لرې كولو لپاره رالېږلي دي.

حضرت ابوذر(رض):بېرته يې وركړه! تر ما يې بل څوك خداى ته نږدې پېدا نه کړ؟ زما هماغه يوه كوټه،څو مېږې او يو خدمتګار(چې په تنخوا كې يې راكړى) بس دى .


* * *

حضرت ابوذر(رض) خپله تنخوا واخسته او له حضرت عبدالله صامت (رض) او يوې ښځې سره له كوره راووتل او بازار ته ولاړل؛ مينځې څه سامان واخست او پاتې پيسې يې حضرت ابوذر(رض) ته وركړې او هغه هم پر بېوزليو وايشلې.

عبدالله صامت(رض) : ته د كور خرڅ لرې،مړى ژوندى لرې،مېلمه ايزمه لرې...... دا پيسې به دې ساتلې واى؟

حضرت ابوذر(رض):حبيب مې راته ويلي : هر سره يا سپين،چې ساتل كېږي،د خاوند لپاره يې اور كېږي؛خو داچې د خداى په لار كې يې وبښي .


* * *

حضرت عمر(رض) د خلكو د ستونزو او اړتياوو د لرې كولو لپاره شام ته ولاړ . خلك د حضرت عمر(رض) په ليدو خوشحال او ترې راټول شول، حضرت عمر(رض) هلته حضرت ابوذر(رض)وليد او په ورين تندي يې غېږه وركړه او د هغه لاس يې په خپل لاس كې نيولى و،چې حضرت ابوذر(رض) په شوخۍ وويل : لاس مې پرېږده فتنې !

حضرت عمر(رض) : فتنه دې ولې راته وويله؟

حضرت ابوذر(رض): يوه ورځ موږ له پېغمبراکرم (ص) سره ناست وو،چې راغلې،خلك زيات ول او تا هم ونه غوښتل،چې د خلكو ترمنځ راتېر شي او موږ ته ځان راورسوې او هملته د وره څنګ ته كېناستي،پېغمبر اکرم(ص) تا ته په اشاره وويل : د فتنو لپاره مو همدا يو سړى بس دى .

حضرت ابوذر(رض) تل له حضرت عمر(رض) سره و؛يوه ورځ يې وليدل،چې حضرت عمر(رض)خپه ناست دى،حضرت ابوذر(رض) ورته وويل : ولې خپه يې؟

حضرت عمر(رض) : بشر(رض) مې د مالياتو مامور وټاكه؛خو هغه مې حكم ونه مانه . بله ورځ مې،چې وليد،ومې پوښت : ولې دې زما فرمان ونه مانه؟زه ستاسې امير نه يم؟ راته يې وويل : هو! ته زموږ امير يې؛ خو له رسول الله(ص) مې اورېدلي:څوك چې د مسلمانانو د چارو لپاره وټاكل شي،د قيامت پر ورځ به يې د دوزخ د پله له پاسه دروي،كه خدمت يې كړى وي؛نو تېر به شي او كه خيانت يې كړى وي،نو پُل به سورى شي او د اويا كالو لپاره به په دوزخ كې وي .

حضرت ابوذر(رض) : تا په خپله  له آنحضرت (ص) نه دا خبره نه وه اورېدلې؟

حضرت عمر (رض) : نه .

حضرت ابوذر(رض) : په خپلو غوږونو مې له رسول الله(ص) واورېدل،چې ويې ويل: "چاچې د يو تن چارې په لاس كې واخستې، د قيامت پر ورځ به يې د دوزخ  د پُل له پاسه ودروي، كه خدمت يې كړى وي؛ نو تېر به شي او كه خاين وي؛نو د اويا كالو لپاره به دوزخ ته ورګوزار شي" اوس ته ووايه، چې كوم يو يې ډېر درد لري؟

حضرت عمر(رض): دواړو مې زړه ودرداوه!څوك نشته،چې خلافت ورته له هر څه سره وروسپارم .

حضرت ابوذر(رض) :په رښتيا،چې ډېره سخته دنده ده؛ خو زه اوس په  تا كې د نېكۍ څه نه وينم.

حضرت عمر(رض)د خلكو د چارو او د ژوند د ښه كولو لپاره ډېرې هلې ځلې كولې او له خپلو مامورينو سره به يې د ټكى پر ټكى حساب كاوه؛ يوه ورځ ترې خلكو وغوښتل،چې حضرت بلال(رض) ته د اذان ووايي .

حضرت بلال(رض) د رسول اكرم (ص) مؤذن و، چې دآنحضرت (ص) تر مرګ وروسته يې اذان و نه کړ . خلكو د پېغمبراکرم(ص)د ژوند د خاطرې د راژوندي کولو لپاره،غوښتل يو ځل بيا د حضرت بلال(رض) په خواږه غږ اذان واوري .

حضرت عمر(رض): بلاله ! اذان وكړه .

حضرت بلال(رض) پاڅېد او په خپل خواږه او سوځند غږ يې (چې په كلونو كلونو د مدينې خلك ورسره عادت و)  اذان پيل كړ.

د حضرت بلال(رض)اذان د حضرت ابوذر(رض) پر زړه اور ولګاوه او آنحضرت(ص) يې ورياد كړ،چې په نبوي جومات كې به يې له اصحابو سره خبرې كولې .

اشهد ان محمد رسول الله           اشهد ان محمد رسول الله

حضرت بلال(رض) چې څومره وس وكړ اذان پوره كړې؛ خو پوره يې نه كړاى شو؛ په ژړا شو، اذان يې نيمګړى پرېښود او د جومات په ګوټ كې  غلى كېناست .


حضرت ابوذر غفاري(رض) خلك پر احاديثو پوهول سمول

نشتمن او بېوزلي به له حضرت ابوذر(رض) راټوليدل او همېشه به ورسره ول، هغوى د حضرت ابوذر(رض) پر پاكۍ او زهد عاشقان ول، د شپې او ورځې به ناست ول او د هغه له خولې يې د پېغمبراکرم(ص) خبرې اورېدې .

حضرت ابوذر(رض)د اسلام له سترو محدثيونو شمېرل كېده او ښې فصيحې خبرې يې كولې او پر تقوا او پرهېزګارۍ مشهور و؛ځکه د مسلمانانو د دين مرجع و. يوه ورځ له خلكو سره پر خبرو بوخت و،چې يو چا سوړ وكړ او په خپګان يې وويل:" كاشكې ما هم رسول الله ليدلى واى."

حضرت ابوذر(رض) : پېغمبراکرم (ص) وويل:"تر ټولو راته نږدې هغه ياران دي،چې له مال او شتمنۍ تېرېږي،چې ما وويني".

حضرت ابوذر(رض)خپلې خبرې له سره پيل كړې او خلكو ته يې د پېغمبراکرم(ص) د معراج کيسه كوله،چې يو ناپېژندګلو سړى يې وليد ورته يې وويل : څوك يې؟

_ زه "نافع طاحي" يم .

_ د كوم ځاى يې؟

_ د "عراق" يم .

_ "عبدالله عامر" پېژنې؟

_ هو.

حضرت ابوذر(رض) : ما او هغه به يوځاى قرآن لوست؛خو هغه د حكومت هوس وكړ،چې "بصرې" ته ولاړې،ورشه،هغه به  دې هرومرو پوښتي،چې د څه كار لپاره راغلى يې؟ ورته ووايه : چې زه ابوذر رالېږلى يم،سلامونه يې درباندې ويل او ويل يې : خرما زموږ خوراك او اوبه  مو شراب دي . ته هم ژوندى يې او موږ هم ژوندي  يو. په دې وخت كې د حضرت ابوذر(رض) يو انډيوال راغى، سلام يې واچاوه او كېناست . حضرت ابوذر(رض) ورته وويل : له مدينې كله راغلى يې؟

_همدا نن .

_ هلته څه حال و؟

_ حضرت عمر(رض) اورېدلي ول،چې ا بوسفيان د خپل زوى معاويه ( د شام والي) تر ليدو وروسته راستون شوى دى . حضرت عمر(رض) وويل : چې زوى به يې ورته جېبونه ډك كړي وي،چې ابوسفيان راغى،حضرت عمر(رض)ورته وويل : ابوسفيانه!زموږ برخه راكړه.

ابوسفيان : ما ته څه رارسېدلي،چې ستا برخه هم پکې وكړم؟

حضرت عمر(رض) د ابوسفيان لاس راښکه او د هغه له ګوتې يې ګوته راواېسته،خپل سړي ته يې وركړه ورته يې وويل : د ابوسفيان ښځې (هند) ته د ابوسفيان له خولې پيغام ورسوه؛هغه كڅوړه مې، چې له شامه راووړې،راكړه. كه ښځې يې څه وويل؛ نو دا ګوته وروښيه . سړي څو شېبې وروسته كڅوړه راووړه، چې پکې لس زره درهمه ول،چې حضرت عمر(رض) هغه ټول بيت المال ته وسپارل .

حضرت ابوذر(رض) : پر خداى قسم د رسول الله هغو اصحابو ته حيران يم ، چې په دنيا پسې مړه دي، سپينو او سرو ته پر ارزښت قايل دي،سره له دې،چې له پېغمبر اکرم(ص) يې اورېدلي دي،چې ويې ويل : " د مال او دنيا مثال د هغه سړي دى،چې په سره اوړي كې پر اوښ سپور وي او د لږې شېبې لپاره د ونې تر سيوري لاندې وي او ژر بېرته روان شي ."

يو له دوى وويل : خداى ويلي دي : "مال او اولاد د دنيا ښكلا ده.

حضرت ابوذر(رض) : هغه ته حيران يم،چې پر ابدي دنيا ايمان لري او بيا هم ځان پردې دنيا غولوي، لوى څښتن ويلي دي:"د خداى په نزد غوره ثواب نېكي ده، چې تر تا وروسته پاتې كېږي .

حضرت نافع طاحي(رض)بصرې ته راورسېد،د والي حضرت عبدالله عامر(رض) كور ته ولاړ، سلام يې واچاوه او كېناست. حضرت عبدالله (رض) ورته وويل : څه اړتيا لرې؟

نافع(رض) : زه په شام كې وم،چې هلته مې حضرت ابوذر وليد، درباندې يې سلامونه ويل او ....

حضرت عبدالله(رض)چې د حضرت ابوذر نوم واورېد،خپلې هغه ټولې شپې ورځې وريادې شوې،چې له دې پاك صحابي سره يې په زهد كې تېرې كړې وې، حضرت نافع(رض) خپلو خبرو ته دوام وركړ او ويې ويل : ابوذر تر دعا او سلام وروسته ورته وويل:"زموږ خواړه كجورې او شراب مو اوبه  دي او سره له دې  موږ هم ستا په څېر  ژوندي يو."

حضرت عبدالله(رض)چې دا خبره واورېده؛نو د غم ورېځې پرې راخپرې شوې، سر يې ښکته كړ او په ورټ ورټ يې وژړل، دومره يې وژړل،چې ګرېوان يې په اوښكو لوند خيشت شو.


انقلابي سمول

شام ته خبر راورسېد،چې ايراني "ابولوءلوء"(چې مريى و او له كوفې يې مدينې ته راووستى و) حضرت عمر(رض) د لمانځه پر مهال په توره وهلى او حضرت عمر(رض)هم "شپږ کسيزې  شورا" ته دنده وركړې،چې خليفه وټاكي .

د شورا غړي دادي :

حضرت علي(ک)،حضرت عبدالرحمن عوف،حضرت سعد بن ابي وقاص،حضرت زبير،حضرت طلحه او حضرت عثمان (رضى الله عنهم).

حضرت ابوذر(رض) له ځان سره وويل : پر خداى قسم له حضرت على(ک) بل څوك د خلافت وړ نه دى . و يې وغوښتل،چې مدينې ته ولاړ شي او خپل نور ژوند له حضرت علي(ک) سره تېر كړي؛ لكه څنګه چې له پېغمبراکرم (ص) سره و، د خپلې ښځې او لور په ملګرتيا له هغه كاروان سره يوځاى شو،چې مدينې ته روان و؛ په لار كې يې د حضرت علي(ک) په باب سوچونه كول او فكر يې كاوه ،چې حضرت علي(ک) به خليفه شي او په اسلامي نړۍ كې به عدالت، مساوات او ورورولي راولي؛ډېر خوشحاله و،چې ګنې حضرت علي(ک) به خليفه شي او مسلمانان به يې په خليفه كېدو د روښانه راتلونكې خاوندان شي . په لار كې له هغه كاروان سره مخامخ شو، چې له مدينې څخه شام ته راته . د حضرت ابوذر(رض) ټول خيالونه،هيلې او خوبونه خاورې ايرې شول؛ پر زړه يې وېره او وحشت كېناست؛ځكه وا يې ورېدل،چې د خلافت چارې يې حضرت عثمان بن عفان(رض) ته سپارلي دي . له ځان سره يې وويل : له دې  څوك منكر نه دي،چې حضرت عثمان(رض) سپېڅلى سړى دى؛خو په دې سړي كې هغه اراده،ښېګڼې او دور انديشي نشته،چې د حضرت عمر (رض) ځايناستى شي . نه پر خداى چې هغه به و نه کړاى شي،چې د خلافت چارې سمبال كړي .

كاروان مدينې ته راورسېد او حضرت ابوذر(رض) بې له ځنډه حضرت علي(ک) ته ورغى،سلام يې واچاوه او كېناست او له حضرت علي(ک) سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته پوه شو،چې حضرت عثمان(رض) ولې خليفه شوى دى او حضرت علي(ک) په ټينګه د خپل حق دفاع نه ده كړې .

حضرت ابوذر(رض) حضرت علي(ک) ته وويل:د خداى رضا به داسې وه، موږ يې په رضا راضي يو.

حضرت ابوذر(رض) په مدينه كې پاتې شو او ليدل يې،چې پر حضرت عثمان(رض)خپل ټبر امويان،ډېر ګران دي او په اسلامي دولت كې د امويانو نفوذ ورځ پر ورځ ډېرېږي او حضرت عثمان (رض)ټول مهم منصبونه امويانو ته سپارلي . ليدل يې،چې اسلامي خلافت پر "سلطنتي رژيم" اړول شوى؛هرې خواته  ځل بل او تشريفات دي او د تقوا او زهد پر ځاى نومپالنه او دنيا پالنه دود شوې ده . ليدل يې،چې د پېغمبراکرم (ص) ياران اوس هغه پخواني ياران نه دي؛د ډېرو عقېدې او زړونه بدل شوي دي . حضرت زبير، حضرت طلحه او حضرت عبدالرحمن بن عوف  (رضی الله عنهم) (هغوى،چې په شپږ کسيزه شورا كې يې حضرت عثمان(رض) ته راى وركړې وه) د حضرت عثمان(رض) په نوي حكومت كې د ډېرو مالونو او شتمنيو خاوندان شوي دي . حضرت سعد بن ابي وقاص(رض) په "عقيق" كې داسې كور جوړ كړى،چې سترګې ورته برېښي . حضرت ابوذر(رض) چې دا ټولې نادودې ليدې؛نو له مبارزې پرته يې هېڅ چاره نه  ليده،راپاڅېد؛خو بې له دې،چې د وخت له چارواكي د يو خس هومره ووېرېږي؛ځكه يقين يې درلود كه چوپ پاتې شي؛نو د پېغمبراکرم (ص) ټوله خواري په اوبو لاهو كېږي .

خلك يې زهد او تقوا ته رابلل او د چارواكي پر كړو وړو او سياستونو يې نيوكې پيل كړې . بله ورځ خبر شو،چې حضرت عثمان(رض) د خيبر كلا او د افريقا د مالياتو پينځمه برخه خپل تره "مروان حكم" (هغه چې پېغمبراکرم هغه او پلار يې له مدينې شړلي ول) ته وربښلې ده . 300000 (درى لكه ) درهمه يې هم "حرث بن ابي العاص" ته او 100000 ( يو لك) درهم يې "زيد بن ثابت" ته وركړي دي .

حضرت ابوذر(رض) په جومات كې ناست و او د قرآن شريف دا آيت يې لوسته :

((وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (توبه – 34 آيت) او هغوى،چې سره او سپين زر زېرموي او د خداى په لار كې يې نه لګوي؛ نو له دردناك عذابه يې خبر كړه! ))

مروان ته خبر راورسېد،چې حضرت ابوذر(رض) پر هغه او د حضرت عثمان(رض) پرخلافت سختې نيوكې كوي . دا خبره يې حضرت عثمان(رض) ته ورسوله . حضرت عثمان(رض)هم خپل مريى (نائل) په حضرت ابوذر(رض)پسې ولېږه. حضرت ابوذر(رض) راغى او ساه يې لا نه وه سمه كړې،چې حضرت عثمان(رض) ورته وويل : ابوذره!له كومو چارو دې، چې خبر شوى يم، لاس واخله!

حضرت ابوذر(رض) : زما له كومو چارو خبر شوى يې؟

حضرت عثمان(رض) : اورېدلي مې دي،چې خلك زما پر خلاف پاڅون ته راپاروې .

حضرت ابوذر(رض) : څنګه؟

حضرت عثمان(رض) : اورېدلي مې دي،چې تل د والذين يكنزون الذهب.... آيت په جومات كې لولې.

حضرت ابوذر(رض) ايا ته د رسول الله خليفه،ما د قرآن له لوستو او له هغو سره له مبارزې منع كوې،چې د خداى پر حكم عمل نه كوي؟ پر خداى قسم،چې ستا پر خپګان به له ځانه خداى خوشحاله كړم؛خو هېڅكله به ستا پر خوشحالۍ له ځانه خداى خپه نه کړم.

حضرت عثمان(رض) چوپ شو،چې اوس څه ورته ووايي . غلى شو او بل غږ يې هم و نه کړ؛همداسې غلى پاتې و،چې حضرت ابوذر(رض) ترې په قوي ايمان راووت .

حضرت ابوذر(رض) او حضرت علي(ک) به سره زيات كتل،پر حضرت عثمان(رض) شپه او ورځ د حضرت ابوذر(رض) بې باكه او بې پروا نيوكې زياتېدې . حضرت عثمان(رض)هم پلمه لټوله،چې حضرت ابوذر (رض) وشړي او تل ځان له دې غمه خلاص كړي . يوه ورځ حضرت ابوذر(رض) حضرت عثمان(رض)ته ورغى،چې "كعب الاحبار" (يهودى ملا ،چې د حضرت عمر(رض) تر خلافت پورې نه و مسلمان شوى او اوس د حضرت عثمان(رض)  سلاکار وزير دى) يې په څنګ كې ناست و، ورته يې مشورې وركولې،حضرت عثمان(رض)،كعب ته وويل : ستا په نظر خليفه ته جايز دي،چې له بيت الماله څومره مال،چې وغواړي واخلي او چاته يې،چې خوښه وي، وركړي؟

حضرت ابوذر(رض) : نه! جايز نه دي .

كعب : زما پر خيال،چې جايز دي .

حضرت ابوذر(رض) كعب ته وويل : د يهودي زويه!ته  موږ ته  زموږ دين راښيي .

كعب له حضرت ابوذر(رض)،حضرت عثمان(رض)ته ګيله وكړه، حضرت عثمان(رض) ورته وويل : ابوذره! په دې ورځو كې دې زه او زما ياران پوزې ته راوستي يو.

د حضرت عثمان(رض)او حضرت ابوذر(رض) ترمنځ حالات ترينګلي او كړكېچن شول؛حضرت عثمان(رض) غوسه او لوړ غږ حضرت ابوذر (رض) ته وويل : ځه نور شام ته ولاړ شه،چې دلته دې ونه ګورم .

د بېوزليو په پلوۍ ټولنيزه مبارزه سمول

حضرت ابوذر(رض) شام ته راورسېد، معاويه بن ابوسفيان ځان ته ماڼۍ جوړوله او په زرګونو مزدوران يې پر كار اچولي ول؛خوشحاله و او په جامو كې نه ځايېده .حضرت ابوذر(رض) له هغه ځايه تېرېده،چې دا ننداره يې وکړه . معاويه بن ابوسفيان ته ورغى، ورته يې وويل:كه دا ماڼۍ د بيت المال له پيسو جوړوې؛نو خيانت دې کړى او كه له خپله جېبه يې جوړوې؛نو اسراف دې كړى دى .

معاويه بن ابوسفيان له خجالته او به اوبه شو او د ځواب لپاره يې په خوله كې لاړې وچې شوې .

حضرت ابوذر(رض) ولاړ او نېغ پر جومات ورننووت او كېناست،خلك ترې راټول شول او له معاويه بن ابوسفيانه يې ورته شكايتونه وكړل :ډېر وخت كېږي،چې زموږ معاشونه يې نه دي راكړي.

حضرت ابوذر(رض) خپه شو او يوه شېبه يې هېڅ و نه ويل .بيا ناڅاپه راپاڅېد او خلكو ته په وينا شو: دا څه روان دي او څه كېږي! زه خو پرې پوه نه شوم . پر خداى قسم دا كارونه،چې دوى كوي،نه د خداى په كتاب كې شته او نه د رسول اكرم(ص)  په سنتو كې. پر خداى چې باطل ته حق ويل كېږي او پر ريښتنيو د دروغجنو نومونه اېښوول كېږي . پانګوالو ! له بېوزليو سره مساوات وكړئ!

((وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ. يُحْمَى‏ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى‏ بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ = او هغوى،چې سره او سپين زر زېرموي او د خداى په لار كې يې نه لګوي؛ نو له دردناك عذابه يې خبر كړه! (پر هغه) ورځ چې دا ( زېرمې) يې د دوزخ په اور سختې سرې كړې وي او وچولي او اړخونه او شاګانې يې پرې  وداغل شي . )) (توبه 34 او 35 آيتونه).

پانګواله!پوه شه چې مال دې درې شريكان لري:لومړى يې ستا برخليك دى،چې د مال په نابودۍ كې به درنه اجازه وانه خلي، دويم يې ستا وارث دى،چې هره شېبه له خدايه غواړي،چې مړ شې او د مال خاوند دې شي او درېم يې ته پخپله يې، كه كولاى شې؛ نو تر هغو دوو نورو ځان مزبوت كړه.

څښتن تعالى وايي :

((لَن تَنَالُوا البِّرَّ حَتَّى‏ تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ (آل عمران – 92)=هېڅكله به د نېكۍ (حقيقت) ته  و نه رسئ؛خو دا چې خپل ګران څيزونه ( د خداى په لار كې ) نفقه كړئ . ))

پانګواله! خو پردې خبره نه پوهېږې،چې انسان مړ شي؛نو د هر كار له كولو بېوسې شي؛خوهغوى چې داسې څه يې پرېښي وي،چې تل د خلكو په كار راشي يا عالم وي،چې له جلنه يې خلكو ته ګټه ورسي او يا نېك عمله اولاد ولري،چې تر مرګ وروسته يې ورته د خېر دعا وكړي . پېغمبراکرم(ص) وويل :پالونکي مې راته وويل: "كه غواړې د مكې بطحاء درته پر سرو زرو واړوم،ورته مې وويل: نه خدايه! غواړم يوه ورځ وږى يم او هغه ورځ ستا پر عبادت تېره كړم او بله ورځ موړ يم،چې ستا شكر پکې ادا كړم" تاسې نرمې او ورېښمينې جامې اغوندئ حال داچې د خداى رسول به پر پوزي ويده كېده، تاسې ډول ډول خواړه خورئ؛خو رسول الله (ص)  يوه ورځ هم ګېډه مړه نه کړه. پانګوالو!په دې خبره پوه نه ياست،چې هره ورځ ځمكې ته دوه پرښتې راځي،يوه يې وايي:خدايه!هغوى ته چې نفقه وركوې،اجر وركړې . هغه بله يې وايي:خدايه!هغوى چې خپل مالونه ساتي هلاك  كړې.

پر بېوزليو او نشتمنو د حضرت ابوذر(رض) خبرې ډېرې ښه لګېدې او ټول يې عاشقان شوي ول؛خو پر پانګوالو يې خبرې ډېرې بدې لګېدې او پر هغوى يې رپ لګولى و. جندب بن مسلمه فهري(رض) چې د حضرت ابوذر(رض) شاو خواته دا شور زوږ وليده؛نو له ځان سره يې وويل : دا څه پر غم اوښتي يو! او نېغ د شام والي معاويه بن ابوسفيان ته ولاړ،ورته يې وويل : ابوذر درباندې د شام خلك راپاڅوي، كه شام غواړې؛نو خلك راټينګ كړه.

زور پرې راووړم؟ خليفه ته شكايت وكړم كه څنګه ؟ كه زور پرې راووړم؛ نو په خپلو لاسونو به مې دې اور ته پوكى وركړى وي او كه خليفه ته شكايت وكړم، هغه به راته وايي، چې يو سړى مې درولېږه، هغه دې هم سمبال نه کړاى شو.غوره به داوي چې له شامه يې لرې كوم جنګ ته ولېږم؛ځكه ابوذر(رض) خو هسې هم د خداى په لار كې په توره وهلو پسې لېونى دى .

د شام والي هم خپل فكرونه وكړل او په حضرت ابوذر(رض) پسې يې يو څوك ولېږه . حضرت ابوذر(رض) راغى، په غونډه كې حضرت ابوالدرداء،حضرت شداد بن اوس او عباده بن صامت (رضی الله عنهم) د معاويه بن ابوسفيان په څنګ كې ناست ول،حضرت ابوذر(رض) هم د هغوى په څنګ كې كېناست .

معاويه بن ابوسفيان خپلې خبرې منځ ته راواچاولې: ما حضرت عمر (رحمه الله عليه) ته د "قبرس" د فتح په باب وړانديز وكړ، ورته مې وويل : دا سيمه موږ ته نږدې او فتح كول يې راته اسان دي؛خو حضرت عمر(رض)زما د وړانديز پر وړاندې عمرو بن عاص(رض) ته وويل : د سمندر په باب راته معلومات راكړه . عمرو بن العاص(رض) هم ووېراوه او خليفه له دې كاره پښېمانه شو؛خو اوس مې دا وړانديز حضرت عثمان(رض) ته وكړ . هغه وويل : چې څنګه د خلكو خوښه وي، هماغسې وكړئ، اوس ستاسې خوښه،چې په دې اړه څه پرېکړه کوئ؟

حضرت ابوذر(رض):د خداى په لار كې يوه ورځ تېرول تر هغو زرو شپو غوره ده،چې د بل لپاره يې تېروې،موږ د خداى په لار كې جهاد ته رابلل شوي يو او تر دې  به ښه خبره چېرته وي .

هلته ناستو نورو اصحابانو هم د حضرت ابوذر(رض)خبره ومنله . معاويه بن ابوسفيان، حضرت عبدالله قيس(رض) د بني خزاره د قبيلې هم ژمنى د لښكر قوماندان كړ. بېړۍ تيارې شوې او د لښكر قوماندان د خوځېدو حکم وكړ؛بېړۍ روانې شوې او د سمندر منځ ته ورسېدې،چې طوفان راغى او نژدې و،چې بېړۍ واړوي،مسلمانانو ځان د مرګ په خوله كې وګاڼه او يو بل ته يې وويل،چې د ژوند وروستۍ شېبې دي؛خو څو شېبې وروسته طوفان كېناست او د سمندر څپې ارامې شوې او خداى هغوى د دې بلا له خولې راواېستل. حضرت ابوذر هم د طوفان تر غلي كېدو وروسته دا آيت ولوست : (( وَإِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِي الْبَحْرِ ضَلَّ مَن تَدْعُونَ إِلَّا اياهُ(اسراء/ 67)= او چې كله په سمندر كې پر تاسې (څه) ناورين راځي؛ نو له هغه پرته چې نور (د خپلو ستونزو د حل لپاره) رابلئ (ټول) هېروئ . ))

مسلمانان تر ستونزو وروسته قبرس ته ورسېدل . جګړه ونښته، ننګياليو مسلمانانو د زمريو په څېر توره وهله . قبرسيان يې وځپل او ځينې يې تسليم شول او برى د مسلمانانو په برخه شو. ګډ بهرنى دښمن وځپل شو. نور څه كار نه و،چې حضرت ابوذر(رض) پاتې شوى واى . شام ته راستون شو، چې د كورنيو نادودو پر خلاف مبارزې ته دوام وركړي او پر معاويه بن ابوسفيان او دهغه پر څېر پانګوالو(چې د ملت پر مال يې ګېډه اچولې) ژوند تريخ كړي .

يو ملګرى يې حضرت ابوذر(رض) ته راغى او ويې ويل : ابوذره! د معاويه بن ابوسفيان خبرې دې نه حيرانوي چې وايي : دا مال د خداى مال دى او په دې خبرو غواړي چې د خلكو نوم له بيت الماله لرې كړي او پر هر څه خپله ګېډه واچاوهي.

حضرت ابوذر: ايا  هغه په خپله دا خبره كړې ده؟

ملګرى : هو! په څو ويناوو كې يې دا خبره كړې .

حضرت ابوذر(رض): په دې خبره يې په خداى كه پرېږدم .

حضرت ابوذر(رض) ووت او معاويه بن ابوسفيان ته ولاړ،د ننووتو اجازه يې وغوښته او ورننووت .معاويه بن ابوسفيان پر ورين تندي ورته ښه راغلاست ووايه؛خو حضرت ابوذر(رض) تندى ور نه کړ او غوسه يې وويل : معاويه! مطلب دې څه دى،چې د خلكو مال ته د خداى مال وايي.

معاويه (په موسكا) : د خداى بنده!ولې موږ څه د خداى بندګان نه يو؟او دا مال څه د هغه مال نه دى؟

حضرت ابوذر(رض) : بيت المال د خلكو مال دى او ته وايي چې د خداى مال دى .

معاويه : سمه ده، تر دې وروسته به وايم،چې د خلكو مال دى.

حضرت ابوذر(رض) په تلو كې و،چې معاويه بن ابوسفيان ورته وويل : ابوذره ! ته ولې ماته داسې مچيو چيچلى يې؟

حضرت ابوذر(رض): "فى" د خلكو حق دى او ته يې ځانه ته کولاى نشې؛خو تا دا حق (فى)د پېغمبر اکرم(ص)،حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضی الله عنهم) پر خلاف په خپلو منګولو کې نيولى دى 

معاويه بن ابوسفيان : ته ولې داسې فكر كوې؟داسې نه ده،چې ته فكر كوې،ما پر كوم مال ګېډه نه ده اچولې؛بلكې "في" مې خلكو ته ساتلې ده، چې په عمومي چارو كې يې ولګوم او په كوم ځاى كې،چې اړتيا وي، انفاق مې هم كړى دى.

حضرت ابوذر(رض) : ته انفاق د خداى د رضا لپاره نه كوې؛بلكې غواړې خلك درته غني او سخي ووايي؛لكه چې درته يې وايي.معاويه بن ابوسفيانه! فقيران ستا له لاسه فقيران او خانان ستا له لاسه  خانان دي .

معاويه : ابوذره!له دې کارو لاس واخله! ته خلك داسې انقلاب ته راهڅوې، چې خداى خبر پايله به يې څه وي.

حضرت ابوذر(رض): پر خداى قسم څو چې پانګوالو خپل مال په مساوي توګه پر خلكو نه وي اېشلى، له خپل كاره به لاس وا نه خلم.

دا خبرې يې وكړې او غوسه له ماڼۍ ووت.

معاويه بن ابوسفيان د چارې په لټه كې شو،چې څه ورسره وكړم؟ يوه شېبه وروسته يې خپل مريي ته وويل چې د درې سوو دينارو يوه كڅوړه راووړي . كڅوړه يې چې راووړه،ورته يې وويل : په منډه يې ابوذر(رض) ته ورسوه . مريي ځان حضرت ابوذر(رض) ته ورساوه ورته ويې ويل : دا كڅوړه معاويه بن ابوسفيان ستا لپاره راكړه .

حضرت ابوذر(رض) كڅوړې ته وليدل او پوه شو،چې دينار پکې دي؛ نو ورته يې وويل: كه دا زما تنخوا ده؛نو ولې يې تر اوسه پورې بې برخې كړى وم؛ نو وابه يې خلم او كه  ډالۍ وي؛نو بېرته يې يوسه.

مريي همداسې ولاړ و او په تمه و،چې حضرت ابوذر(رض) به ترې كڅوړه واخلي .

حضرت ابوذر(رض) غوسه وويل : ځه ولاړ شه! او خپل بادار ته يې وركړه. زه دينارونو ته اړتيا نه لرم او غوسه جومات ته ورننووت،چې خلك په تېره بيا نشتمن ترې راټول شول .

حضرت ابوذر(رض) پر لوړ غږ : پانګوالو! خداى چې څه دركړي، نفقه ترې وركړئ! ددې دنيا پر ژوند مه غولېږئ ! په مالونو كې د فقيرانو برخه هم وكړئ . خداى وايي: "بني ادم وايي :چې زما مال زما مال؛خو ته بې له هغه چې خورې او له منځه ځي، هغه چې زړېږي،هغه چې بښې او هغه چې درسره پاتې دي، نور څه هم لرې"؟

پانګوالو! لوى څښتن د پانګوالو مخالف دى.د خداى رسول وويل: " مرګ پر سرو او سپينو" دا خبره هغه وخت د پېغمبراکرم (ص) پر يارانو هم بده لګېدلې وه؛ لكه دا اوس چې پر تاسې هم بده ولګېده؛ نو ورته ويې ويل : نو كوم مال ولرو؟ حضرت عمر(رض) ورته وويل : زه به له آنحضرت(ص) نه ددې خبرې پوښتنه وكړم .حضرت عمر(رض) ولاړ او پېغمبراکرم(ص) ته يې وويل : رسول الله(ص)! خبره دې پر يارانو بده لګېدلې ده او وايي  چې كوم ښه دى؟

پېغمبراکرم(ص) وويل : ژبه د عبادت لپاره،زړه د شكر لپاره او يوه ښځه چې د ايمان په پوره كولو كې درسره مرسته وكړي.

د " في" مالونه د خلكو حق دى؛ خو معاويه بن ابوسفيان پرې ځان ته ماڼۍ جوړه كړې او پرې يې ځان ته ساتندويان نيولي دي،د خلكو پر مال يې ګېډه اچولې او د خلكو مال پر خپلو درباريانو بې خرته لګوي. معاويه بن ابوسفيان هېركړي؛چې د دوو جوړو جامو(يوه د اوړي او بله د ژمې) د كور لګښت او د خداى د كور له زيارت پرته نور هېڅ هم ورته جايز نه دي . هغه هم بايد د نورو قريشو په څېر ژوند وكړي؛نه تر هغوى لاندې او نه باندې . هغه بايد د "في" مال د پېغمبراکرم (ص)، حضرت ابوبكراو حضرت عمر(رضی الله عنهم)په څېر پر خلكو واېشي . حضرت عمر (رض)،چې حج ته ولاړ؛نو د سفر لګښت يې 16 ديناره شو،په راتګ كې يې خپل زوى ته وويل چې ډېر اسراف مې كړى دى . معاويه بن ابوسفيان اوس بې حسابه په زرونو زرونو دينار بني اميه وو ته وركوي او وايي،چې كمې مې وركړې دي!تاسې په خپله فكر وكړئ،هغه هم خليفه و او دا هم خليفه دى .

حضرت ابوذر(رض) پر وينا بوخت و،چې يوه وېرندوكي د ابوذر (رض) په غوږ كې وويل: د ځان خېر غواړه، بس دى ډېر دې معاويه بن ابوسفيان وڅانډه!

حضرت ابوذر(رض) : حبيب مې راته ويلي : "د حق خبره كوه، كه ترخه هم وي او د خداى په لار كې له چا مه وېرېږه" او زه هم ځان ته هماغه دعا كوم، چې رسول الله(ص) ځان ته كوله :خدايه! له وېرې او کنجوسۍ مې وساتې . خدايه!د ژوند له مكره مې وساتې.خدايه! ځنكدن راباندې اسان كړې . سړي چې دا خبرې واورېدې پر ځاى كېناست او بل غږ يې هم ونه کړ. حضرت ابوذر(رض) له ځان سره وويل : دومره وېره به څه كړم او بيا يې د خپلې وينا په ترڅ كې وويل : دوى ډول ډول خواړه خوري او دومره خوري چې بيا يې د هضم لپاره درمل كاروي؛خو حضرت محمد (ص)  له دنيا ولاړ؛خو يوه ورځ يې هم چا پر دستر خوان دوه ډوله خواړه و نه ليدل؛ كله به په مياشتو مياشتو هم د هغوى له نغري د نګولي پخولو لپاره لوګى نه پورته کېده.

يوه په حيرانتيا وويل : نو څه يې خوړل؟

ابوذر(رض):كجورې او اوبه . د خداى رسول وويل : ګېډه ډېر ناوړه څيز دى . انسان بايد دومره وخوري،چې پرې وپايي او بس،ډېره مه خورئ؛ځكه لمانځه ته مو تمبلوي او جسم زيانمنوي او د ډېرو ناروغيو لامل دى؛په خوړو كې ګوزاره كوئ؛ځكه پردې كار خداى خوشحالېږي،اسراف نه كول د بدن لپاره ګټور دي او انسان د خداى عبادت ته چمتو كوي "؛خو تاسې داسې خيال ونه کړئ،چې ګنې دوى به څه نه لرل؛ځكه يې نه خوړل!پر خداى قسم،چې دوى هر څه لرل؛خو د خداى د رضا لپاره يې خپل خواړه فقيرانو ته وركول؛يوه ورځ "حفصې" بي بي (مدينې ته د غنايم و رارسېدو پر وخت) حضرت عمر(رض) ته وويل : پلاره! ښه به نه وي،چې دا زړې جامې نورې بدلې كړې او خواړه دې هم ښه كړې ؟ د خداى شكر دى اوس خو مو خداى رزق پراخ كړ . حضرت عمر(رض) ورته وويل : هېر دې كړل،چې رسول الله(ص) او حضرت ابوبكر(رض) به څومره په سختيو ژوند تېراوه.حضرت عمر(رض)همداسې څو نورې خبرې وكړې او د پېغمبراکرم(ص) د ژوند دومره مثالونه يې ورته وويل،چې حفصه بي بي يې په ژړا كړه . بيا حضرت عمر(رض) ورته وويل: زه هم غواړم دهغوى په څېر ژوند وكړم؛كېداى شي دهغوى په څېر نېكمرغه شم؟

د خداى رسول (ص) به له غنيمته پینځمه اخسته،نه يې زېرمه كوله او نه يې ځان ته څه اخستل؛بلكې ټوله يې د خداى په لار كې وېشله، تردې چې د خپل خوراك،څښاك لپاره هم ورسره څه نه پاتې كېدل؛  يوه ورځ "عايشې" بي بي رسول الله (ص) وږى وليد؛نو په خپګان او ژړا يې ورته وويل : د خداى رسوله!ولې له خدايه  نه غواړې،چې خواړه دركړي . ویې ویل: عايشې!كه له خداى مې غوښتي واى،چې د دنيا ټول غرونه راته سره زر كړه او راته يې په لمن كې واچاوه؛نو دا كار به يې كړى واى؛خو زه ددې دنيا پر لوږه تر مړښت،پر فقر تر غنا او پر غم تر خوشحالۍ خوښ يم . عايشې! دنيا د محمد (ص) او دهغه د كورنۍ  وړ نه ده . څښتن تعالى له خپلو سترو پېغمبرانو پر صبر خوشحالېږي،نه د دنيا پر مال او زه هم د نورو په څېر مكلف يم او دستور يې راكړى،چې صبر وكړم؛ لكه نورو پېغمبرانو چې وكړ.قسم پر هغه خداى،چې له اطاعت پرته يې هېڅ چاره نه  لرم،د نورو په څېر به صبر وكړم .


* * *

يوه ورځ جلام بن جندب(رض) د "قنسرين" حاكم ، د شام والي ته ور روان و، چې د ماڼۍ مخې ته يې يو اوږد،خوار او غنم رنګى سړى وليد،چې په زور چغې وهي: تاسې ته د اور لمبې بلې شوي دي. خدايه!هغوى هلاك كړې،چې پر نېکيو امر(امر بالمعروف) یې پرېښې دى . خدايه!هغوى هلاك كړې، چې له بدیو منع (نهى عن المنكر) پرېښى دى .

معاويه په مظلوم او غمجن غږ وويل: دا چغې چې وهي، پېژنې؟

جلام (رض) : نه .

معاويه : هره ورځ پر همدې وخت دلته راځي او همدا چغې وهي.

بيا يې ساتندويانو ته وويل : ابوذر(رض) راته راولئ.

حضرت ابوذر(رض) يې په زور ماڼۍ ته راښكودلى دننه كړ او د والي مخې ته يې ودراوه.

معاويه : اى د خداى او رسول دښمنه!هره ورځ راځې او دلته چغې وهې، كه بې د خليفه له اجازې بل څوك وژنم؛نو هغه به ته وې او زه به ترې ستا د وژنې اجازه اخلم .

حضرت ابوذر(رض) : زه د خداى او د هغه د رسول (ص) دښمن نه يم . ته او پلار دې د خداى او د پېغمبراکرم دښمنان ياست،چې په ظاهره مسلمانان شوي ياست؛خو په باطن كې هماغسې كافران ياست !


حضرت ابوذر(رض) ربذې ته شړل كېږي سمول

حضرت ابوذر(رض)هماغسې بې ځنډه او بې پروا خپلو نيوكو ته دوام وركړ،خلك يې له پانګوالۍ ژغورل او ويل يې،چې نن هم بايد د پېغمبر اکرم(ص)،حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضی الله عنهم) د خلافت په څېر مالونه او پانګه پر ټولو خلكو په مساوي توګه ووېشل شي .

د حضرت ابوذر(رض)غوسو،راوېښوونكيو او انقلابي ويناوو د پانګوالو د ماڼيو بنسټونه ولړزول او د فقيرانو په زړونو كې يې د پاڅون اور بل کړ او هره ورځ ددې امكان و،چې د بني اميه وو د زبېښناك او پانګوالۍ نظام له بېخه ونړېږي . نشتمن پوه شوي ول، چې دوى څومره زموږ حقوق تر پښو لاندې كړي؛نو پر خلاف يې په مبارزه لاس پورې كړ.

پانګوالو د انقلاب خطر احساس كړ او د شام والي ته يې د پېغمبراکرم (ص) له دې پاك، زړور او زاهد صحابي شكايت وكړ؛ والي هم په حضرت ابوذر(رض)پسې يو سړى ولېږه،هوډ يې کړى، چې ځان نور له دې غمه بېغمه كړي،چې د شام پر پخوانيو او نويو پانګوالو يې اور لګولى و او د والي ټولنيز دريځ او مقام ته ګواښ و.

دنګ ابوذر(رض) په خواره او غنم رنګې څېره په مزبوتې  ارادې او اېمان د والي ماڼۍ ته ننووت؛والي مخې ته ورمنډه كړه او په ورين تندي يې حضرت ابوذر(رض)ته ښه راغلاست ووايه او خدمتګارانو ته يې وويل  چې ابوذر(رض)ته خواړه راووړئ!دسترخوان خپور شو او ډول ډول خواړه پرې كېښوول شول . والي حضرت ابوذر (رض) ډوډۍ خوړو ته راوباله؛خو حضرت ابوذر(رض) ونه منله او والي ته يې وويل:د پېغمبر اکرم(ص) پر ژوند مې خواړه  د اونۍ د جوارو يو کيلو اوړه وو،پر خداى قسم،چې پېغمبراکرم(ص) مې بيا نه وي ليدلى، تر هغه به ډېر څه ونه خورم . بيا يې په خپګان والي ته وكتل ورته يې وويل : ولاړې بدل شوې،اوس چې دې وينم؛نو سهار يو ډول او غرمه بل ډول جامې او رنګارنګ خواړه خورې؛ خو د پېغمبراکرم (ص) ژوند داسې نه و.

والي ورته وويل : هغه وخت تېر شو، اوس موږ په  پرديو سيمو كې يو او كه داسې ونه کړو؛نو ددې ځاى خلك به راته په سپكه وګوري.

حضرت ابوذر(رض) : زه به هېڅكله ځان بدل نه کړم، كېداى شي په هغه دنيا كې په تاسې كې، رسول الله (ص) ته تر ټولو نږدې اوسم؛ په خپلو غوږونو مې له رسول الله (ص) واورېدل،چې راته يې وويل : "هغوى به د قيامت پر ورځ راته نږدې وي، چې زما تر مرګه وروسته اوښتي نه وي او هماغسې پاتې شوي وي؛لكه څنګه چې زما پر ژوند ول ." پر خداى،چې ټول بې له ما بدل شوي ياست .

معاويه : ابوذره! شتمنو له تا راته شكايت كړى،چې بېوزلي يې پر خلاف پاڅون ته هڅوې .

حضرت ابوذر(رض): زه هغوى له پانګوالۍ منع كوم او بس .

معاويه : ولې؟

حضرت ابوذر(رض) : ځكه د خداى خبره ده، چې وايي : (( وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (توبه – 34) ))

او زه هم ورته د دې سخت عذاب زېرى وركوم .

معاويه بن ابوسفيان : دا آيت  د كتابيانو په باب نازل شوى دى.

حضرت ابوذر(رض) : نه! داسې نه ده!هم زموږ په باب دى او هم د كتابيانو.

معاويه بن ابوسفيان : زه دستور دركوم،چې له دې  كارو لاس واخله.

حضرت ابوذر(رض) : پر خداى چې همداسې به خلك له پانګوالۍ ژغورم او زهد ته به يې رابولم او پانګوالو ته وايم،چې ځانونه د قيامت د ورځې سختو عذابونو ته چمتو كړئ .

معاويه بن ابوسفيان : خېربه دې په دې كې وي،چې له دې چارو لاس واخلې.

حضرت ابوذر(رض) : زما مبارزه به تر هغې جاري وي،څو مالونه په مساوي توګه پر خلكو نه وي وېشل شوي .

معاويه بن ابوسفيان پر لوړ او ګواښنده غږ : ابوذره!پام دې اوسه، چې دا كارونه به زما او ستا په منځ كې اوبه خړې کړي او بېلتون به راولي.

حضرت ابوذر(رض) په سړه سينه : (( قُل لَن يُصِيبَنَا إِلَّا مَاكَتَبَ اللّهُ لَنَا هُوَ مَوْلاَنَا وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ(توبه/ 51)=(ورته)  ووايه :(( موږ ته هېڅ ( زيان يا ښېګڼه ) نه رسي؛خو داچې څه راته خداى ليكلي وي، الله زموږ پالندوى (او كارساز) دى؛ نو مؤمنان بايد يوازې پرخداى توكل وكړي .))

معاويه بن ابوسفيان حضرت ابوذر(رض) له خپلې ماڼۍ واېست او ويې ويل : چې څوك ورسره د ناستې پاستې حق نه لري.

حضرت ابوذر(رض) نېغ جومات ته ولاړ؛اودس يې وكړ او د قرآن لوستو ته كېناست . په دې كې د حضرت ابوذر(رض) وړه،وچه او ژيړ مخې لور،چې زړې جامې يې پر تن وې راننووته او د پلار مخې ته ودرېده،ورته ويې ويل : پلار جانه!خانان راته وايي،چې د پلار عايد دې يو فلس ته هم نه رسي.

حضرت ابوذر(رض) : لورجانې!هغوى خپلو خبرو ته پرېږده، ستا پلار ته په دې ټولو سرو او سپينو كې بې له يوه فلسه بل څه نه رسي.

د حضرت ابوذر(رض) لور ولاړه او والي له خپلو كسانو سره په غوسه او دبدبه جومات ته راننووت،خلك د جمعې لمانځه ته راټول شول، والي ممبر ته وخوت او خلكو ته په وينا شو:مال،زما مال دى او "في" زما "فى" ده؛نو خوښه مې چې چا ته يې وركوم او چا ته نه.

په دې كې يو سړى راپاڅېد او په لوړ او زړور غږ يې وويل : داسې هم نو نه ده! مال زموږ مال دى او "فى" هم زموږ "فى" ده او چاچې ترې بې برخې كړو،په توره به يې د خداى په نزد محاكمه كړو.

والي سر ټيټ كړ او هېڅ يې هم ورته ونه ويل او له ځان سره يې وويل : له خبرو يې د ابوذر بوى راځي .

پوه شو چې بې له ابوذر(رض) بل چا نه دي رالمسولى(معاويه په چورت كې و،چې) له دې ګستاخ سره څه چل وكړي،راشه پرې راودانګه او دومره يې ووهه، چې نورو ته هم عبرت شي . نه!په زور كلي نه كېږي او د زور باد به د انقلاب تر ايرو لاندې سكروټې راتازه كړي .

معاويه،چې سياستوال او ځيرك و،له ځان سره يې وويل:غوره به دا وي چې ځان روښانفكر وښيي او سملاسي چوپ پاتې شي،تر لمانځه وروسته يې يو تن په دې ابوذري مسلمان پسې ولېږه،چې راغى خلكو ته يې وويل : دې سړي زما مړ شوى ضمير راژوندى كړ،خداى دې يې د تل لپاره ژوندى لري . له رسول الله (ص) مې اورېدلي،چې" تر ما وروسته به داسې واکمنان راشي،چې څوك به ورسره د مخالفت جرئت نه لري او هغوى به په دې چارو د بيزوګانو په څېر دوزخ  ته  ټوپونه وروهي ."

د جمعې لمونځ خلاص شو،والي خپلې ماڼۍ ته راستون شو،له غوسې يې خپل غاښونه چيچل، غورېده او غړمبېده، چې څو خپلوان يې راننووتل .

په حيرانتيا يې وپوښتل : ولې دې تندى تريو دى؟

معاويه : ابوذر پوزې ته راوستى يم،پر خداى كه همداسې مو پرېښود خلك به راباندې راپاڅوي .

_ زه به مو له دې  غمه خلاص كړم .

معاويه : زور پرې اغېز نه لري .

_ خېر دا ځل يې ما ته  را پرېږدئ .

سړى د حضرت ابوذر(رض) كور ته روان شو،چې ورورسېد، په زوره يې ور وټكاوه،ابوذر(رض) چې ور پرانست ،سړى يې ونه پېژانده؛خو پوه شو،چې له هغوى دى،چې جنګ په بيه اخلي .

حضرت ابوذر(رض): ستړى مه شې، خېر خو به وي .

_ شر دى ! د والي مه خنډېږه كه  نه نو............

حضرت ابوذر(رض) : پر ناسمه پته راغلى يې (په ملنډو) ځه ځه ! كوم بل څوك له مرګه ووېروه،زه له مرګه نه وېرېږم .

_ ګوره خېر به دې په دې كې وي،چې له خپلو ؛ارو لاس واخلې،ولې والي له ځانه خپه كوې؟

حضرت ابوذر:د خداى له خپګانه به راته د والي خپګان ښه وي .

_ ګوره ولې ځان د بلا خولې ته وراچوې،په  موږ پسې خلك مه راپاروه.

حضرت ابوذر(رض) : والي ته مې هم ويلي او ته دې هم ښه پرې غوږونه خلاص كړه :  تر څو چې مالونه پر ټولو مسلمانانو په مساوي توګه نه وي وېشل شوي، زه لاس اخستونكى نه يم . ځه اوس دې لاس خلاص او توره دې تېره .

_ موږ ښه پوهېږو،چې ته د چا لپاره لګيا يې، ښه به درته نشي كه له خپلو چارو دې لاس وانه خسته .

حضرت ابوذر(رض):پر خداى قسم،څو بېرته د خداى كتاب ته راستانه نشئ، له خپلې مبارزې به لاس وا نه خلم .

سړى چوپ شو او سر  يې ښکته کړ او له ځان سره يې وويل : په رښتيا چې د حق او باطل په دې مقابله كې موږ په زور د ابوذر(رض) ملا نشو ماتولاى؛نو راشه له چله كار واخله او بډې وركړه كېداى شي و يې مني.

_ ابوذره ! ولې سادګي كوې،علي(ک) خو درته نه خېر در رسولاى شي او نه درڅخه  شر تمبولاى شي؛خو معاويه بن ابوسفيان به دې په سرو او سپينو كې پټ كړي .

ابوذر(رض) : زه ستاسې مال ته اړتيا نه لرم .ما ته هماغه د خداى رضا بس ده .

_ خوښه دې خپله ! په دې چارو، پخپلو لاسونو ځان ته قبر كنې .

ابوذر(رض): تر دې ژوند راته مرګ ډېر  غوره ده .

د بني اميه وو له اړخه هر ورځ له هر لوري،پر حضرت ابوذر(رض)  زور زياتېده،تردې چې معاش يې هم پرې بند كړ؛خو حضرت ابوذر (رض) له خپلې مبارزې لاس وا نه خست او يوه شېبه يې هم ظالم ته سرټيټ نه کړ او له حكومته يې د دين پرده لرې كړه؛يوه ورځ يې په خپله وينا كې وويل : بني اميه ما له مرګ او فقره ډاروي،پر خداى قسم،چې له ژونده پر مړينې خوښ يم،پر فقر له غنا ډېر خوشحاله يم . پانګوالو او شتمنو! د خداى دركړي مالونه د خداى پر بندګانو په مساوي توګه واېشئ او مه وياست،چې د خداى لاس تنګ دى او خداى فقير دى ا و موږ خانان يو.

((إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلاَدُكُمْ فِتْنَةٌ وَاللَّهُ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ . فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا استَطَعْتُمْ وَاسمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنفِقُوا خَيراً لِأَنفُسِكُمْ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ . إِن تُقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضاً حَسَناً يُضَاعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ . عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ .(تغابن/١٨-۱۵)= مالونه او اولادونه مو يوازې [د] ازمېښت [وسيلې] دي او دا خداى دى،چې ستره بدله ورسره ده؛نو ترخپلې وسې [خپل ځانونه] د خداى له  [عذابه] وساتئ او واورئ او اطاعت وكړئ او [د خداى په لار كې] نفقه وركړئ،چې درته غوره ده او څوك چې د خپل ځان له کنجوسۍاو حرصه وژغورل شي؛نو يوازې همدوى بريالي دي .كه خداى ته غوره پور(قرض الحسنه) وركړئ؛نو هغه به درته څو ځل زيات كړي او و به مو بښي او خداى ډېر منندوى او زغمناک دى .(هغه) پر پټو او څرګندو پوهېږي  ]او] بريمن حکيم دى .]

هغه ورځ حضرت ابوذر(رض) همداسې خپلو هڅو ته دوام وركړ، چې د شپې كور ته روان و؛نو ور ياد شول،چې لور يې په كټ كې ناروغه پرته ده، مبارزې ترې خپله لور هم هېره كړې وه،له زړه پرې د "إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلاَدُكُمْ فِتْنَةٌ " آيت غږ  وشو، په سوچ كې روان و،چې كور ته راورسېد؛نو ګوري،چې لور يې پرته او مور يې ورته ناسته ده . د حضرت ابوذر(رض) مېرمن،چې د لور ناروغۍ وارخطا كړې وه، د حضرت ابوذر(رض) په ليدو په ژړا شوه . حضرت ابوذر(رض) چې د خپلې ښځې دا حال وليد؛سترګې يې له اوښكو ډكې او په  ژړا شو،په سختۍ يې خپلې سترګې پټې كړې او له ځان سره يې وويل : خداى يو دى او هغه ته بېرته ورستنېږو، ولاړ او د كوټې په ګوټ كې كېناست.

د حضرت ابوذر(رض) د كور پر اسمان د غم او سكوت ورېځې راخپرې شوې او ورياد شول،چې د قريشو غلو د اسلام تر راووړو مخكې پر مدينه يرغل وكړ او په دې يرغل كې د حضرت ابوذر(رض) يو زوى هم مړ شو او د هغه حبيب ورته د زوى د مړينې تسلي وركوله، په شونډو كې يې ويل : د مرګ لپاره يې زېږولى و او خرابۍ ته يې ابادي كړې ده.

د حضرت ابوذر(رض) نيوكې پر شتمنو ورځ پر ورځ زياتېدې،چې دا كار د معاويه بن ابوسفيان د حكومت لپاره ستر ګواښ ګڼل كېده. معاويه بن ابوسفيان هم په دې فكر كې و،چې خپل ټولنيز دريځ او حكومت له دې ګواښه  وژغوري . سوچ ورغى،چې راشه تور پرې ولګوه او خلكو ته ووايه،چې حضرت ابوذر(رض) ددې لپاره،چې پر خپلو مالونو او زېرمو پرده واچاوي،دا كارونه كوي .( د مجاهد ځانګړې وسله تقوا او د منافق توره ده) راشه بې وسلې يې كړه؛نو څنګه به دا كار سرته ورسوي؟ په فكر كې ډوب شو،چې ناڅاپه فكر ورغى او خپل چپړاسي ته يې زر ديناره وركړل،چې ابوذر(رض) ته يې وركړي . شپه تېره شوه او سهار شو . معاويه بن ابوسفيان،چې لمونځ وكړ؛نو خپل چپړاسي ته يې وويل : ولاړ شه او ابوذر(رض) ته ووايه، چې معاويه بن ابوسفيان هغه دينار ماته دبل چا لپاره راكړي وو؛ خو ما په تېرو كې تا ته دركړل او پردې كار يې دومره ووهلم، چې ټول بدن مې خوږېږي . سړى حضرت ابوذر(رض) ته ورغى او دا خبره يې ورته وكړه .

حضرت ابوذر(رض) ورته وويل : زويه!معاويه بن ابوسفيان ته ووايه : كوم دينار،چې دې رالېږلي وو،يوه شپه يې هم زما په كور كې نه ده كړې او څو ورځې مهلت راكړه،چې له خلكو يې بېرته راټول كړم . معاويه بن ابوسفيان پوه شو،چې حضرت ابوذر هغه دينار شپه پر شپه پر خلكو وېشلي دي او يوه شېبه يې هم له ځان سره نه دي اېښي او يقين يې وشو،چې حضرت ابوذر(رض)،چې هره خبره كوي پرې ټينګ ولاړ دى او د معاويه بن ابوسفيان دا غشى هم پر هدف و نه لګېد. معاويه بن ابوسفيان د حضرت ابوذر(رض) د مبارزې د مخنيوي لپاره له نرمۍ، زور، پيسو او....... كار واخست؛خو څه ګټه يې ونه کړه . بله هېڅ چاره ورسره نه وه پاتې،بې له دې چې له شامه يې وشړي؛نو د همدې كار لپاره يې درېم خليفه ته وليكل : (( د ابوذر(رض) شاوخوا ته ډېر خلك راټول شوي،چې زه يې پوزې ته راوستى يم او كار يې راته ډېر سخت كړى دى . له دې وېرېږم،چې زما په څېر پر تا هم خلك راپانه څوي،كه شام غواړې؛نو ابوذر(رض) له دې ځايه لرې كړه))

خليفه ورته په ځواب كې وليكل:" ددې انقلاب د اور لوګي زما سترګې هم سوځولي دي،لږ څه پاتې دي،چې اور هم راباندې ولګوي، ته ځان د سندرې مه سر كوه او پر خوار څاروي يې كېنوه او داسې سړى ورسره كړه،چې پر لار يې سم وزبېښې او ويې ځوروي او ما ته يې راورسوي . ستا پام دې د شام پر خلكو وي او له سړې سينې كار اخله؛ځكه كه له خلكو سره دې كار و نه لاره؛ نو هغوى به هم له تا سره كار ونه لري ."

معاويه بن ابوسفيان ته د اميرالمؤمنين ليك راورسېد.

فقيران او نشتمن د حضرت ابوذر(رض) له شړلو خبر شول،چې ډېر پرې خپه ول،له سترګو يې د اوښكو رودونه روان ول؛ځكه يوازې حضرت ابوذر(رض)د ظلمونو په مقابل كې د دوى سر پناه و او د حضرت ابوذر(رض) په تلو به بيا دوى زبيښي . خلكو غوښتل د حضرت ابوذر (رض) د تلو مخنيوى وكړي؛خو ګټه يې نه درلوده . حضرت ابوذر (رض) په مينه او وفا خلكو ته كتل،ورته يې وويل : خلكو!زه نفاق او فتنه نه غواړم . يوازې څه چې ستاسې په ګټه ول، درته مې وويل : خلكو! د خداى شكر وباسئ (خلكو وويل : خدايه شكر) اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا عبده و رسوله (خلكو هم ورپسې تكرار كړه) خلكو! زه ګواهي دركوم،چې قيامت راتلونكى دى، دوزخ او جنت شته او څه چې د خداى له لوري راغلي ايمان پرې لرم، تاسې ټول شاهدان اوسئ .

(خلكو په يوه غږ سره) موږ شاهدان يو.څوك چې پردې عقيده مړ شي او د ګناهكارانو او ظالمانو پلوي يې نه وي كړې،د خداى او پېغمبراکرم(ص) د شفاعت زېرى پرې كوم.

خلكو! خيانت مو چې وليد؛نو د لمونځ او روژې په څېر درباندې فرض دى،چې مخنيوى يې وكړئ،د خداى په خپګان له ځانه خپل رئيسان،وزيران او پاچايان مه خوشحالوئ،كه خيانت مو ترې وليد؛ نو ترې لرې شئ او ځان ته يې مه پرېږدئ،كه څه هم وشړل شئ او يا وځورول شئ كه داسې مو وكړل؛ نو خداى به مو له ځانه راضي كړى وي،چې هغه ډېر ستر او د لوى مقام خاوند دى او موږ ته نه ښايي،چې د خداى د بنده په خوشحالۍ خداى خپه كړو.

حضرت ابوذر(رض) يې په كجاوه كې پر يوه خواره اوښه سپور كړ او پینځه وحشي اروپايي (د سيسيل د جزيرې) مريان يې ورسره كړل . دوى ته معاويه بن ابوسفيان ويلي وو،چې اوښه به په منډو ځغلوئ او پر لار به يوه شېبه هم دمه نه وركوئ . هغوى هم د خپل واکمن په وينا اوښه دومره په ځغاسته بوتله،چې پر لار د حضرت ابوذر ورنو پوټكي واچاول او سرې وينې ترې روانې شوې .

پر لار د دې وحشيانو ناوړه چلن او د حضرت محمد (ص)  په لاسونو جوړه شوې د برابرۍ،مساوات او ورورولى د ټولنې د ړنګېدو غمونو لاسونه سره يو كړل او حضرت ابوذر(رض) يې غمجن او نهيلى كړى و. اوښه همداسې روانه وه،چې ځان يې وپوښت : ولې درباندې دومره سختي راغلې ده؟ زړه يې ورته وويل : دا ځكه د خداى پر كتاب عمل كوې او خلك نېكۍ ته رابولې او په همدې وخت كې ورياد شول، چې يوه ورځ له خپل حبيب (صلى الله عليه و آله وسلم) سره په مدينه كې روان و،ورته و يې ويل : ((زما تر مرګ وروسته به ډېر ژر د سختيو او بلاګانو په سمندر كې لاهو شې)) او حضرت ابوذر (رض) وپوښت : دا سختي به راباندې د خداى په لار كې راځي؟ پېغمبر اکرم(ص) ورته وويل : هو! د دې خبرو په رايادولو يې له زړه د صبر سمندر جوړ شو او څومره سختۍ،چې پرې راتلې،په دې سمندر كې د يوه څاڅكي په څېر وركېدې .

د اشرافي نظام پر خلاف خپلې مبارزې ته  فكر وړى و. احساس يې كاوه، چې له اسمانه ورته په ورېځو كې خپل حبيب په خپله ښاېسته او زړه وړونكې څېره ګوري، ورته د خوښۍ او آفرين موسكا كوي . دې فكرونو د حضرت ابوذر(رض) ذهن دومره بوخت كړى و، چې پر لار ددې وحشيانو پر ناوړه چلن بېخي پوه نه شو.د خپل حبيب او ګران مشر د خبرو را يادول د حضرت ابوذر(رض) پر ټپونو د شفا ملهم و؛ ځكه د پېغمبراکرم (ص) پردې خداى مين صحابي باندې،چې څومره سختۍ راتلې، اراده يې نوره هم غښتلېده.

ماښام و،چې حضرت ابوذر(رض) يې مدينې ته راورساوه، د اذان غږ يې واورېد او روح يې تازه شو. د "سلام" د غره غاړې ته څو تنه ناست ول،حضرت ابوذر(رض)ورباندې غږ وكړ،ورته ويې ويل:د مدينې خلك له  تاريخي او لوى انقلابه خبر كړئ .

همداسې يې پر اوښه سپور كړى و،چې د مدينې غره ته ورنږدې شول، هلته حضرت علي(ک)،حضرت عثمان(رض) او څو تنه نور ولاړ ول.

خليفه : خداى دې ټول له تا وساتي جنيدب!

ابوذر(رض) : زه جنيدب يم او پېغمبراکرم(ص) راباندې د عبدالله نوم اېښى، چې راباندې ډېر ګران دى .

خليفه : ولې دې د شام خلك پوزې ته راووستي ول .

ابوذر(رض) : مالونه يې ډېرول او زېرمول؛ځكه ما ورباندې د دوزخ د اور زېرى كاوه .

خليفه : ته خيال كوې،چې موږ وايو خداى فقير دى او موږ خانان يو؟

حضرت ابوذر(رض) : كه داسې فكرونه مو نه كول؛نو ولې د خداى مال د خداى پر بندګانو نه اېشئ؛څو ځل مې تاته وويل،راباندې دې د خائن نوم كېښود،څو ځل مې ستا هغه انډيوال(معاويه)ته نصيحت وكړ،هغه هم راباندې ستا په څېر د خاين نوم كېښود.

خليفه : ته دروغجن يې او دروغ وايي، ته نفاق او  اخ و ډوب غواړې . تا د شام خلك پاڅون ته لمسولي دي .

حضرت ابوذر(رض):د خپلو دوستانو[حضرت ابوبكر او حضرت عمر (رضی الله عنهم)] په څېر حكومت جوړ كړه،چې څوك درپسې را پا نه څي .

خليفه : بې موره سړيه!ستا يې پر دې چارو څه؟

حضرت ابوذر(رض) : په دې چار ما "پر نېکیو له امر او له بدیو له منع" منع كوې .

د خليفه څېره له غوسې سره شوه او چغه يې كړه : څوك دې ماته ووايي، چې زه له دې دروغجن بوډا سره څه وكړم؟ له اسلامي هېواده يې وشړم ويې وهم، مړ يې كړم او..... هغه په مسلمانانو كې نفاق راولي.

حضرت علي (ک) :زه به درته هغه څه ووايم،چې د آل فرعون مؤمن ويلي ول :

كه دروغجن وي؛نو ځان ته به دروغجن وي او كه رښتيا وايي او څه يې، چې ستا په باب وړاندوينه كړې وه؛ نو په تا پورې هم اړه لري .

خليفه پر ناوړو ټکيو د حضرت علي(ک) ځواب وركړ،ورته و يې ويل: تا او ابوذر سره لاسونه يو كړي دي.

د حضرت علي(ک) او خليفه ترمنځ شخړه پېدا شوه او خبره يې ان جنګ ته ووته،خلكو منځګړتوب وكړ او دوى يې ارام كړل،په پاى كې خليفه وويل : زه به خلك له ابوذر(رض) سره له ناستې پاستې او معاملې منع كړم.

حضرت ابوذر(رض) ولاړ او خلكو د خليفه د دستور پر خلاف نه يوازې له حضرت ابوذر(رض)سره ناسته پاسته پرې نه ښووه؛بلكې ورځ پر ورځ پرې راټوليدل او داسې په مينه يې د هغه خبرې اورېدې؛لكه چې په لومړي ځل يې ليدلى وي .

خليفه دستور وركړى و چې څوك حق نه لري له حضرت ابوذر(رض) فتوا واخلي؛خو هغه به هره ورځ فتواوې وركولې؛يوه ورځ په جومات كې ناست و،چې يو سړى راغى او ویې پوښته : مامورينو زيات ماليات وضع كړي دي؛نو ددې لپاره،چې ډېر ماليات ورنه کړو،جايز دى،چې څه مالونه ترې پټ كړو؟

حضرت ابوذر(رض): نه!دا كار مه كوئ او چې راغلل ورته ووايه، چې څومره مو حق وي هومره واخلئ او حق نه لرئ،چې له موږه زيات ماليات واخلئ.

په دې كې يو ځوان راغى او حضرت ابوذر(رض) ته يې وويل : ابوذره! ته امير المؤمنين له فتوا وركولو نه يې منع كړى؟

حضرت ابوذر(رض) : ته د دولت ځرى يې؟پر خداى قسم،كه توره راته پر ورمېږ كېږدئ،هغه خبرې مې،چې له رسول الله(ص)اورېدلې وي، خلكو ته به يې ووايم .

حضرت ابوذر(رض) خپله مبارزه روانه وساتله او د پانګوالو او د مرييوالو پر خلاف يې نيوكې توندې كړې او خلك يې مساوات ته رابلل او له طبقاتي اختلافه يې ژغورل .

درېم خليفه(رض) ورته وويل : هغه احاديث او آيتونه مه وايه،چې نشتمن په شتمنو پسې راپاڅوي؛خو حضرت ابوذر(رض) د پخوا په څېر خپلې مبارزه روانه وساتله . يوه ورځ خليفه ته خبر راورسېد،چې ډېر خلك پر حضرت ابوذر(رض) راټول شوي او پاڅون ته يې لمسوي؛څو تنه يې په حضرت ابوذر(رض) پسې ولېږل .

حضرت ابوذر(رض) راننووت، "كعب الاحبار" او څو تنه هلته ناست ول، چې خليفه(رض) وويل : ابوذره! بس دى،نور دې دا هڅونې پرېږده!كله به له دې  چارو لاس اخلې؟

حضرت ابوذر(رض): هله چې نشتمن له شتمنو خپل حق واخلي.

خليفه خپلو شاوخوا ناستو ته په كتو وويل  :ستاسې په عقيده چا چې د خپل مال زكات وركړى وي، نور څوك يې هم په مال كې برخه لري؟

كعب الاحبار: نه امير المؤمنينه!د مال زكات يې چې وركړى وي، نوره يې خپله خوښه ده،چې د خټو كور جوړوي كه د سرو،د چا پکې حق نشته .

حضرت ابوذر(رض) غوسه پخپله امسا كعب الاحبار وواهه ورته ويې ويل : دروغ وايي ! د يهودي زويه! او  بيا يې ورته دا آيت ولوست :

((لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَومِ الآخِرِ وَالْمَلاَئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى‏ حُبِّهِ ذَوي الْقُرْبَى‏ وَالْيَتَامَى‏ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ الْسَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقابِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَاساءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَاس أُولئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوْا وَأُولئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ (بقره :١٧٧)= نېكي (يوازې) دا نه ده، چې تاسې ( په لمانځه كې) خپل مخونه ختيځ او(يا) لويديځ لوري ته واړوئ ؛بلكې نېكي داده چې (چا) پر خداى او د قيامت پر ورځې او پرښتو او (اسماني) كتاب او پېغمبرانو ايمان راووړ او (خپل) مال يې ورته له ګرانښت سره سره پر خپلوانو او يتيمانو، مسكينانو، پرديسانو،درويزګرو،مريانو ته ورکړ او لمونځ يې وكړ او زكات يې وركړ او(همدا راز) پر ژمنو درېدونکي وي او د تنګسې او ناروغيو او د جګړى په ډګر كې صبرکوونکى وي . همدوى ريښتوني دي (او ويناوې يې له خپلو عقايدو سره همغږى دي؛) او همدا پرهېزګاران دي .)

ګورې نه چې د زكات او له خپلو خپلوانو، پلار مړيو، فقيرانو او مريانو سره د مرستې ترمنځ يې توپير راوستى او دا كار يې تر زكات ښه ګڼلى؛نه ګورې چې د مال له  زېرمولو يې منع كړي يو او د خېر په لار كې يې انفاق ته رابللي يو.

خليفه(رض) : ګوره ابوذره ! موږ خو خلك څه په زور نه شو متقي كولاى . زما دنده ده،چې د الهي احكامو له مخې قضاوت وكړم او خلك په منځلارۍ كې وساتم.

ابوذر(رض) : موږ به تر هغه د شتمنو ګرېوان نه پرېږدو،چې له خپلو ګاونډيانو او ورونو سره نېكي او زړه سوى ونه کړي .

كعب : كه چا زكات وركړى وي، نور يې په مال كې د چا حق نشته .

حضرت ابوذر(رض) بيا په غوسه كعب په خپله امسا ټېل واهه ورته يې وويل:كه څوك د خلكو پر مال ګېډه واچاوي او د خلكو مال پر ناحقه وخوري او بيا ددې مال زكات وركړي او خپل فرضيات هم سر ته ورسوي، ته ورته مسلمان وايي؟ دايې وويل او غوسه ووت .

خليفه(رض) ددې لپاره چې د حضرت ابوذر(رض) زړه لاس ته راووړي،خپل مريي ته يې دوه سوه ديناره وركړل،ورته يې وويل : دا ابوذر(رض) ته وركړه ورته ووايه، چې پر خپلو پلويان يې ووېشه.  

ابوذر(رض) : ايا  خليفه ټولو مسلمانانو ته همدومره وركړي دي؟

مريى : نه .

ابوذر(رض) :زه هم د نورو په څېر يو مسلمان يم،څومره چې ماته رارسي نورو ته هم بايد ورورسي .

مريى : خليفه(رض) ويلې چې دا زما خپل مال دى او حرام پکې نه دي ګډ شوي او زه درته يوازې حلال مال درلېږم .

ابوذر(رض): زه دې مال ته اړ نه يم،زه نن تر ټولو شتمن يم .

مريى :عجيبه سړى يې،ما خو ستا په كور كې هېڅ هم ونه ليدل.

ابوذر(رض): په دې شكاره(ټوكرۍ) كې د څو ورځو ډوډۍ پاتې ده، چې بس مې ده،زه به دينار څه كړم؟

خليفه(رض) څو ځل دا كار وكړ؛خو ګټه يې نه درلوده؛يوه ورځ يې سل دينار خپل مريي ته وركړل ورته يې وويل : كه دې دا دينار ابوذر(رض) ته وركړل؛ نو ازاد يې .

مريي ورته دينار راووړل؛خو ويې  نه منل .

مريي ورته وويل : دا دينار رانه واخله كه و يې منې؛نو زه به له مرينې ازاد شم .

ابوذر(رض) :ته به ازاد شې او ما به بنده او مريى كړې.


* * *

يوه ورځ يې خليفه(رض) ته د حضرت عبدالرحمن بن عوف(رض) ميراث مخې ته كېښود، دا مال دومره زيات و،چې د خليفه(رض) او هغه بل سړي ترمنځ دېوال شو، چې يو بل ته  نه ښكارېدل .

خليفه(رض) : خداى دې حضرت عبدالرحمن بن عوف(رض)وبښي؛ صدقه يې وركوله،ښه مېلمستيا يې وركوله او داچې ګورې ترې پاتې شوې دي .

كعب : تاسې ګل خبره وكړه، امير المؤمنينه!په حلاله يي وګټله او په حلاله يې وڅټله او حلال ترې پاتې شوي،خداى ورته د دنيا او اخرت خېر ور پر برخه كړى دى .

حضرت ابوذر(رض) له دې  پېښې خبر شو او غوسه له كوره راووت او په كوڅو كې يې كعب لټاوه.پر لار يې د اوښ يو هډوكى وموند،را وايې خست او په كعب الاحبار پسې روان شو.حضرت ابوذر(رض) د كعب په لټه كې و،چې كله به ګوتو ته ورځې . كعب هم چې وليدل،چې حضرت ابوذر(رض) ورپسې دى،دوه يې خپلې او دوه يې پردۍ كړې او پښې یې له هغه ځايه سپكې كړې . خليفه(رض) ته ولاړ،حضرت ابوذر(رض)ورپسې ورغى،د كعب سترګې،چې پر حضرت ابوذر (رض) ولګېدې د خليفه شاته پټ شو،حضرت ابوذر(رض)هم ورغى او له واره يې د كعب سر په هډوكي مات كړ او چغه يې كړه : د يهودي زويه!ته هغه سړي ته چې مړ شوى او دومره مال ترې پاتې دى وايې، چې خداى ورته د دنيا او اخرت خېر وركړى و،ته د خداى ذمه واري كوې؟ يوه ورځ پېغمبراکرم(ص) "احد" ته روان، زه هم ورسره وم، راته يي وويل:ابوذره!

ما ورته وويل : ځار دې شم د خداى رسوله!

راته يې ويل : پانګوال په هغه دنيا كې ړانده دي .

بيا يې راته وويل: ابوذره! ما ورته وويل : ځار دې شم د خداى رسوله! راته يې وويل : خوښ نه يم،چې د احد هومره مال د خداى په لار كې نفقه كړم او مړ شم او رانه دوه قيراطه (نيم دانګ) پاتې شي".

ما ورته وويل : د خداى رسوله!دوه قنطاره!(سل كيلو)؟!

راته يې وويل : نه دوه قيراطه!بيا يې را ته وويل :زه كم غواړم او ته يي راته زياتوې .

د خداى رسول داسې وايي او ته د يهودى زوى راځې او وايې،چې له عبدالرحمن بن عوف(رض)  پاتې مال حلال دى؛ته ما ته دا ووايه،چې عبدالرحمن بن عوف(رض)  دومره مال حال له كومه كړ؟خداى ورته له اسمانه په لمن كې اچولى و كه نه،د خلكو پر مال يې ګېډه اچولې وه؟ پر خداى قسم،چې د قيامت پر ورځ به ددې مالونو خاوندان ډېر زيات پښېمانه وي؛پېغمبراکرم(ص) وايي:((هر مال سره وي، كه سپين، كه پرې بخل وشي،د قيامت پر ورځ به يې د مالك لپاره اور وي؛خو دا چې مالك يې د خداى پر بندګانو واېشي.))

ايا  حضرت عبدالرحمن بن عوف(رض) ددې مال خاوند نه و؟

كعب : ته دروغ وايې او څوك چې ستا په څېر عقيده ولري دروغجن به وي .

خليفه(رض) له كعب څخه وغوښتل،چې د حضرت ابوذر(رض)له دې  کړو وړو خپه نشي او حضرت ابوذر(رض) ته يې وويل : بس دى، نور دى! پوزې ته دې راوستم،ځه ورك شه،چې مخ دې ونه ګورم،زما او ستا نوره په  يو ځاى كې ګوزاره نه كېږي.

ابوذر(رض) : خليفه!ارام شه! تا پېغمبر اکرم(ص)،حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضی الله عنهم) نه وو ليدلي؟ اوس ته په خپله وګوره،چې كوم كارونه دې ورسره اړخ لګوي؟ د هغوى په څير يې كه نه؟

خليفه(رض) : غوسه وويل : ځه ولاړ شه!زما له هېواده ووځه؛بلكې زما له ګاونډه هم ووځه .

ابوذر(رض) : چېرته ولاړ شم .

خليفه (رض) : چېرته چې ځې ولاړ شه !

ابوذر(رض) : مكې ته به ولاړ شم .

خليفه : نه ! هلته را څخه نشې تلاى.

ابوذر(رض): ته مې د خداى د كور له زيارته منع كوې .

خليفه(رض) : هو! همداسې ده.

ابوذر(رض): شام ته به ولاړ شم.

خليفه(رض): د څه لپاره مې له شامه راغوښتى يې،چې بېرته دې ورولېږم؟

ابوذر(رض):عراق ته به ولاړ شم.

خليفه(رض): نه! د عراق خلك درنه ډېر د دولت تر مامورينو تنګ دي.

ابوذر(رض) : مصر ته به ولاړ شم .

خليفه(رض): بې له دې ځايو کوم بل ځاى ته ولاړ شه .

حضرت ابوذر(رض): بې له دې ځايو بل يوځاى ته هم نه ځم . كه خپله خوښه مې واى له مدېنې به نه واى خوځېدلى،اوس دې خپله خوښه، چېرته چې مې لېږې؟

خليفه (رض): زه به دې دښتې ته وشړم.

حضرت ابوذر(رض): يعنې تر ښاري ژونده وروسته مې بېرته د دښتو عرب كوې .

خليفه(رض) : همدا كار درسره كوم.

حضرت ابوذر(رض): كه داسې وي؛نو د "نجد" دښتې ته به ولاړ شم.

خليفه(رض): نه! تا بايد ډېر لرې وشړم او بايد ژر تر ژره له دې ښاره ووځې او همدا نن بايد ووځې؛زه دې "ربذې" ته شړم؛ (خپلو درباريانو ته): ابوذروباسئ، پر شاتوري اوښه يې سپور كړئ او څومره،چې كولاى شئ په لار كې يې وځوروئ اوڅوك حق نه لري مخې ته يې ورشي؛ وروسته به ګورو چې خداى څه غواړي .

مروان او د دربار نورو غوړه مالانو حضرت ابوذر(رض) په ټېلو وهلو له درباره واېست .


حضرت ابوذر(رض) په ربذه كې سمول

پېغمبر اكرم  (ص) :

ابـــوذر يوازې ژوند كوي، يوازې به مري او يوازې به د قيامت پر ورځ راپاڅي.


خليفه(رض) مروان ته وويل :ابوذربه ربذې ته ورسوئ او په لار كې به څوك نه پرېږدئ،چې ورسره خبرې وكړي.

حضرت ابوذر(رض)يې پر شاتورې اوښه سپور كړ او مروان هم ورپسې شو،خلك يې د خليفه د دستور له مخې نه ورپرېښوول ابوذر(رض)  شاوخوا ته كتل او هغه بدعتونه او بدلونونه يې ليدل، چې د پېغمبراکرم (ص) تر وفات وروسته منځ ته راغلي ول . ددې ښار په ګوټ ګوټ كې يې خاطرات لرل . له غمه يې سر ښکته نيولى و، په فكر كې ډوب و او په غوږونو كې يې د پېغمبراکرم(ص) د غږ انګازې وې،چې ورته يې ويلي وو:((تر مرګ وروسته به د سختيو او بلاګانو په سمندر كې لاهو شې .))

_ د خداى لپاره به وي ؟

_ هو!

_ د خداى په رضا راضي يم.

حضرت ابوذر(رض) چې سر راپورته كړ،ليدل يې،چې په دښتو كې يې روان كړى دى . دا دښتې نن بيا د پېغمبراکرم(ص) ددې پاك،پتمن او زړه ور صحابي پر شړنې شاهدانې دي .

حضرت ابوذر(رض)يې روان كړى و،لمر هم له خپګان او شرمه وړانګې راټولې كړې او نهيلى په لوېديځ كې ډوب شو.

حضرت علي(ک) چې د حضرت ابوذر(رض) له شړلو خبر شو، په ژړا شو او په حيرانتيا يې وويل: د پېغمبراکرم(ص) له پتمن يار سره يې څه وكړل؟ له حضرت امام حسن،حضرت امام حسين،حضرت عقيل، حضرت عبدالله بن جعفراوحضرت عمار بن ياسر(رضی الله عنهم) سره په حضرت ابوذر(رض) پسې ووتل او په بيړه ورورسېدل . حضرت علي(ک) د حضرت ابوذر(رض)مخې ته ورغى،چې خبرې ورسره وكړي،مروان رامخې ته شو،ورته ويې ويل : علي! اميرالمؤمنين راته ويلي،چې څوك حق نه  لري له ابوذر سره خبرې وكړي،كه خبر نه يې؛نو خبر شه؟

حضرت علي(ک) د مروان د خبرو پروا و نه کړه او ورنږدې شو، مروان بيا راغى او د حضرت علي(ک) مخه يې ونيوه؛خو حضرت علي(ک) دا ځل د مروان اوښه پر سر ووهله ورته ويې ويل : لرې شه!د خداى په قهر ككړ شى .

مروان چې د حضرت علي(ک) غوسه او هوډ وليد،حضرت ابوذر (ک) يې ور پرېښود او پښې يې ښار ته سپكې كړې،حضرت علي(ک) او ياران يې له حضرت ابوذر(رض) سره شول او ربذې ته يې ورساوه.له اوښانو راكوز شول، كېناستل او په خبرو اترو بوخت شول. خبرې ډېرې خوږې وې؛خو بېلتون راغى او حضرت علي(ک) راپاڅېد. د حضرت علي (ک) پر زړه د غم څپه راغله،نږدې ول،چې زړه يې پړک چاودلى واى،په ژړا شو؛حضرت علي(ک) حضرت ابوذر (رض) ته ورغاړې وت،له سترګو يې غټې غټې اوښكې روانې وې، حضرت علي(ک) هم د پېغمبر اکرم(ص)  ددې پتمن، د بېوزليو سرپناه او د نبوي كورنۍ د پلوي پر بېلتون ډېر خپه شو او پر ژړا شو. حضرت ابوذر(رض) هم په ژړا حضرت علي، حضرت امام حسن او حضرت امام حسين(رضى الله عنهم) ته كتل او پر غمجن او ژړغوني غږ يې وويل : د رحمت كورنۍ!خداى مو وبښه!علي! چې تا او زامن دې ګورم؛نو پېغمبراکرم(ص) رايادېږي . په مدينه كې ما بې له تاسې څوك نه درلودل او زړه به مې ستاسې په ليدو ډېر خوشحالېده. په شام او مدينه كې زه د خليفه او دهغه د تره د زوى پر سر پېټى وم؛نه يې غوښتل زه هلته پاتې شم؛وېرېدل،چې حكومت يې ړنګ کړم . زه يې دلته راوشړلم،چې بې له خدايه بل يار نه لرم.

حضرت علي(ک) په ژړا ورته وويل : ابوذره! ته د خداى لپاره پاڅېدلى وې او د هماغه خداى په هيله اوسه،دوى د خپلې دنيا لپاره له تا وېرېدل او ته د خپل دين لپاره له دوى وېرېدې او د څه لپاره،چې درنه وېرېدل،ورته يې ورپرېږده او د څه لپاره،چې ته ترې وېرېدې له ځان سره يې وساته،ډېر ژر به پوه شي،چې چا ګټه كړې او چا تاوان؟ كه پر چا د ځمكې او اسمانو ورونه وتړل شي او د بنده په زړه كې د خداى مينه او وېره وي،خداى به يې په خپله مل شي . ابوذره! يوازې د حق دوستي كوه او له باطله ځان لرې ساته، كه تا هم د هغوى په څېر خپل اخرت په دنيا پلورلى و او مالونه دې ځان ته زېرمول؛نو هېڅ كار به يې درسره نه درلود.بيا يې حضرت امام حسن او حضرت امام حسين ته وويل: زامنو! له خپل تره سره خداى په اماني وكړئ (ابوذر(رض) هم د پېغمبراکرم(ص) په څېر د دې دوو جنتي ځوانانو تندي او لاسونه ښكل كړل) . عقيله!له خپل ورور سره دې خداى په اماني وكړه او همداسې نورو خداى په اماني وكړه او د غم او خپګان په بېړۍ كې سپاره شول او حضرت ابوذر(رض) يې يوازې د غم او خپګان د سمندر څپو ته پرېښود. حضرت ابوذر(رض) هم،چې له سترګو يې نه وو پناه شوي، سترګې و نه خوځولې.

مروان له حضرت علي(ک) خليفه ته شكايت وكړ. خليفه(رض) غوسه له خپل ځايه راپاڅېد او ويې ويل:مسلمانانو! زه له علي سره څه وكړم، زما مامور يې د دولتي دندې د سرته رسولو پر مهال رټلى او وهلى دى او زما له فرمانه يې سرغړولى، صبر وكړئ،چې راشي؛ نو خوښ به يې شم .

حضرت علي(ک) چې مدينې ته راستون شو، خلكو يې مخې ته ورمنډه كړه ورته ويې ويل :خليفه درته مچيو چيچلى؛ځکه له حضرت ابوذر (رض) سره دې خبرې كړي دي .  

شپه شوه؛حضرت علي(ک) جومات ته ولاړ،خليفه ورته وويل :له مروان سره دې ولې داسې چلن كړى؟ او زما له فرمانه دې سرغړولى دى؟

حضرت علي(ک) : مروان لومړى له ما سر وغړاوه، ما يې يوازې په دې چې ابوذر له ليدو منع كولم،خبره ونه منله او را به شو ستا فرمان ته، ما ستا له فرمانه سرنه دى غړولى .

خليفه : خبر نه وې،چې ما دستور وركړى و، چې څوك حق نه لري له ابوذر سره خبرې يا خداى په اماني وكړي؟

حضرت علي(ک) : ايا  ستا هر دستور كه څه هم د خداى او حق پرخلاف وي، ومنم؟ نه پر خداى قسم،چې هېڅكله به داسې ونه کړم.

خليفه : د مروان بدله وركړه.

حضرت علي(ک): د څه بدله؟

خليفه : تا يې اوښه پر سر وهلې ده.

حضرت علي(ک):هغه زما اوښه ده،ولاړ دې شي او هماغسې،چې ما يې اوښه وهلې،زما اوښه دې هم ووهي.پر خداى قسم چې مروان ته مې كنځل نه دي كړي .

خليفه : داسې خو نه كېږي،چې تا به مروان ته كنځل كړې واى او هغه به يې تا ته نه كوي . پر خداى قسم،چې مروان ما ته تر تا ډېر ښه دى .

حضرت علي (ک) غوسه وويل :ته ما ته دا خبره كوې،تر ما مروان ښه دى؟پر خداى قسم،چې تر تا ډېر غوره يم او پلار مې ستا تر پلاره او مور مې ستا تر موره غوره ده .  

خليفه غوسه كور ته ولاړ او حضرت علي(ک) هم خپل كور ته ولاړ. په لار كې ترې انصار او مهاجر راټول شول،چې ارام يې كړي . سبا سهار، چې خلك خليفه ته ورغلل؛نو خليفه له حضرت علي(ک) ورته زړه وخوړ او ويې ويل : علي تل پر ما نيوكې كوي او هغه څوك پر شا ټپوي،چې پر ما نيوكې كوي .

خلك د حضرت علي(ک) او خليفه ترمنځ منځګړي شول او دواړه يې پخلا كړل او بيا حضرت علي(ک) په ارامۍ خليفه ته وويل : له حضرت ابوذر(رض) سره له مخه ښې مې موخه يوازې د خداى رضا وه او بل هېڅ مطلب مې نه درلود.


يوازېنى رښتين سمول

خلك د حضرت ابوذر(رض) په شړلو خورا خپه شول.حضرت ابوالدرداء (ض) چې د حضرت ابوذر(رض) له شړلو خبر شو؛نو ويې ويل : پر خداى قسم كه سر رانه غوڅ كړي،چې د حضرت ابوذر(رض) له سره  يو وېښته كم كړم؛نو دا كار به مې نه واى كړى؛ ځكه له رسول الله(ص)  مې اورېدلي وو،چې ويې ويل : " لا تر اوسه پر ځمكه او تر اسمان لاندې د ابوذر په څېر رښتين نه دى تېر شوى".

حضرت عبدالله بن مسعود(ص) (د پېغمبر (ص) ستر صحابي)، چې په "كوفه" كې د حضرت ابوذر(رض) له تبعيده خبر شو؛ نو بني اميه وو له غوږونو يې تل خلكو ته دا آيت لوسته :[ثُمَّ أَنتُمْ هَـؤُلاء تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقاً مِّنكُم مِّن دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِم بِالإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِن يَأتُوكُمْ اسارَى تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاء مَن يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (بقره/85 )= (خو همدا تاسې ياست؛چې په خپلوكې وژنئ او ځينې له خپلوځمكو شړئ اوپه دې ګناه او تېري كې يو دبل مرسته كوئ (او دا ټول د هغې ژمنې ماتول دي،چې له خداى سره مو كړې) او چې كله ځينې اسيران ونيسئ؛نو د تاوان په بدل كې يې ازادوئ حال دا چې دهغوى شړل خو لا له سره پر تاسې حرام وو. ايا د اسماني كتاب پر ځينو برخو ايمان راوړئ او پرځينو يې كافران كېږئ ؟ نوپه تاسې كې چې څوك دغسې كړه (په الهي احكاموكې توپير) كوي؛نو سزايې په دنيا كې رسوايي ده او د قيامت پر ورځ  به په سختو عذابونو اخته شي او څه چې كوئ خداى ترې نا خبره نه دى.)]

د كوفې د والي (وليد) غوږونو ته دا خبره ورسېده او هغه هم دا خبره خليفه ته ورسوله او خليفه هم وليد ته فرمان وركړ،چې حضرت عبدالله بن مسعود(رض) مدينې ته راولېږه . حضرت عبدالله بن مسعود(رض)،چې مدينې ته ولاړ؛ نو جومات ته ننووت؛ خليفه خپل تور مريي ته وويل : دباندې يې وباسه، چې څېره يې ونه وينم.

تور مريي هم حضرت عبدالله بن مسعود(رض) اوچت كړ او له جوماته بهر يې پر ځمكه ووېشت او تر پښو لاندې يې كړ، لومړى يې ښه وواهه او بيا يې بندي كړ او هېڅ خواړه يې هم ورنه کړل څو ساه يې وركړه او ومړ (شهيد شو).

معاويه بن ابوسفيان ته خبر ورسېد،چې خليفه ابوذر(رض) ربذې ته شړلى؛خوشحاله شو او و يې پتيېله،چې مېرمن يې هم ربذې ته وشړي  "ام ذر" (د حضرت ابوذر مېرمن) چې له كوره راووته؛نو د پيسو كڅوړه ورسره وه . معاويه بن ابوسفيان ترې واخسته او خپل شاوخوا خلكو ته يې وويل : ابوذر به تاسې ته مسلې كولې او په خپله پرې حملې كوي!تاسې يې له دې  كڅوړو ژغورلئ او په خپله يې دا كڅوړې زېرمولې!اوس يې كڅوړې وګورئ.

ام ذر: پر خداى قسم،چې دا نه دينار دي او نه درهم؛ بلكې څه ماتې پيسې دي،چې كله به حضرت ابوذر معاش اخسته؛نو دا به يې راته د كور د لګښت لپاره راكولې .

ام ذر چې ربذې ته ورسېده؛نو ګوري چې خاوند يې په دښته كې جومات جوړوي .

يوه ورځ  حضرت نعيم رياحي(رض) ربذې ته ولاړ او ام ذره يې وپوښتله : حضرت ابوذر چېرته دى؟

_ په اوبو پسې تللى، اوس به راشي.

نعيم(رض) پاتې شو،چې حضرت ابوذر(رض) وويني . څو شېبې وروسته حضرت ابوذر(رض) دوه اوښان را راوان كړي ول،چې پر هر يو يې د اوبو ژي ځوړند كړي ول . حضرت ابوذر(رض) راغى او ژي يې له اوښانو راښكته كړل .

نعيم(رض) : په خلكو كې به زما په څېر سړى پېدا نه کړې، چې ستا په ليدو هم خوشحاله شي او هم خپه !

حضرت ابوذر(رض): پر پير دې رحمت شه ! دا څنګه خبره دې وكړه؟

نعيم(رض) : د جاهليت پر مهال مې خپله يوه لور ژوندۍ ښخه كړې وه؛ خوشحاله وم،چې كېداى شي ستا له خولې واورم،چې توبه وباسه،خداى به يې قبوله كړي او خپه پردې وم،چې كېداى شي له خولې دې واورم، چې توبه دې نه قبلېږي .

حضرت ابوذر(رض): د جاهليت په وخت كې دې دا كار كړى و.

نعيم : هو!

حضرت ابوذر(رض) : تېر په هېر! خداى ستا د تېر وخت له ګناهونو تېر شوى دى .


د لوږې پر ضد د مخكښ مبارز سمول

د ژوند ويرجنه پاى سمول

د حج موسم راورسېد. حاجيان به چې له "ربذې" تېرېدل؛نو د حضرت ابوذر(رض) په جومات كې يې لمونځ كاوه او بيل به يې د پېغمبر اکرم(ص) له دې ستر صحابي سره كېناستل او خبرې يې كولې  يوه ورځ يوه ډله حاجيان جومات ته ننووتل ګوري،چې حضرت ابوذر(رض) پر لمانځه ولاړ دى،ودرېدل چې حضرت ابوذر(رض) خپل لمونځ خلاص كړ.حضرت ابوذر(رض) حاجيانو ته وويل : زه خپلو ارمانو وژلى يم، چې كله  به هم ور و نه رسم .

خلك له  حضرت ابوذر(رض)  راتاو ول او ځينو داچې د حضرت ابوذر(رض) زړه يې خوشحال كړى وي،په خليفه پسې يې خوله پرانسته؛خو حضرت ابوذر(رض) پرې نه ښوول، پاڅېد او له خپل خادم سره ولاړ. حضرت مغرور بن سويد(رض) وليدل،چې د حضرت ابوذر(رض) او مريي جامې يې يو شان دي؛په حيرانتيا يې حضرت ابوذر(رض) وپوښت .

ابوذر(رض) ورته وويل:د خداى رسول (ص) راته وويل:خدمتګاران ستاسې وروڼه دي،چې خداى  ستاسې تر لاس لاندې كړي دي او د چا تر لاس لاندې چې يې ورور كار كوي؛نو بايد خوراك او څښاك يې يو شان وي او هغه سخت كارونه،چې په خپله يې نشئ كولاى، ور و نه سپارئ او په سختو کارو كې ورسره مرسته وكړئ .

حضرت ابوذر(رض) ولاړ او د خپلې کېږدۍ مخې ته پر تراټ كېناست . يو سړي د حضرت ابوذر(رض) ښځه وليده،چې مخ يې توراو مړاوى و؛ ابوذر(رض) ته راغى او د زړه سوي له مخې يې ورته وويل : ته داسې سړى يې چې زوى نه لرې .

( يادونه : دا د حضرت ابوذر د ژوند له اختلافي مسئلو ده.)

حضرت ابوذر(رض): د خداى شكر دى،چې له دې  فاني دنيا ولاړ او د اخرت توښه شو.

_ ښه به نه واى چې  بله ښځه دې كړې واى.

_ حضرت ابوذر(رض): هغه ښځه راته غوره ده،چې ما خاكسار كړي نه مغرور.

_ ښه به نه واى،چې ښه كور دې جوړ كړى واى.

ابوذر(رض) : پر هر څه شكر دى.........نه!زه د خداى په رضا راضي يم.

حاجيان ولاړل او حضرت ابوذر(رض) او ښځه يې په ربذه كې پاتې شول .

شپې ورځې تېرېدې او حضرت ابوذر(رض) به شپې او ورځې د خداى په عبادت تېرولې او ځان يې خداى ته په هغې لويه او وچه دښته كې ډېر نږدې ګاڼه . له خليفه يې د بيت الله د زيارت اجازه واخسته او مكې ته ولاړ. كعبې ته چې ورسېد، ودرېد او غږ يې كړ: خلكو! زه جندب غفاري يم! خلك چې ترې راټول شول،په وينا يې پيل وكړ: خلكو! ايا  ستاسې پر عقيده څوك چې سفر ته ځي، بايد له ځان سره د سفر توښه يوسي كه نه؟

خلك : دا خو معلومه خبره ده.

حضرت ابوذر(رض) : د قيامت سفر له تصوره ډېر اوږد دى؛نو څه مو چې په كار راځي، له ځان سره يوسئ.

_ په سفر كې مو څه په كار راځي؟

حضرت ابوذر(رض): د مهمو چارو د سرته رسولو لپاره؛د خداى د كور زيارت ته راشئ . د قيامت د ورځې د حساب و كتاب د اسانتيا لپاره؛ په تودو ورځو كې روژې نيسئ.د قبر د رڼا لپاره؛د شپې دوه ركعته لمونځ كوئ . د قيامت د ورځې په خاطر د حق خبره كوئ او له باطله ځان لرې ساتئ . له خپلو مالونو خلكو ته ور وبښئ، كېداى شي  د هغې ورځې سختۍ درباندې اسانه شي.دنيا د ځان لپاره دوه برخې كړئ : يوه برخه يې د حلالو ګټلو لپاره او بله يې د اخرت لپاره او بې له دې به مو بل څه په كار رانشي . خپل مالونه دوه برخې كړئ : په يوه برخه د خپل ژوند او كورنۍ اړتياوې پوره كړئ او بله برخه يې اخرت ته وساتئ او بې له دې  به مو مال په كار رانشي .

حضرت ابوذر(رض) حج خلاص كړ؛"منى" ته ولاړ او خبر شو،چې خليفه په سفر كې څلور ركعته لمونځ كړى . حضرت ابوذر(رض) له غوسې سور شو او په خليفه پسې يې خوله وسپړله،و يې ويل : زه د خداى له رسول (ص) سره وم؛هغه په سفر كې دوه ركعته لمونځ كاوه؛حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضی الله عنهم) به هم همداسې كول؛نو خليفه څوك دى،چې په دين كې بدعتونه راولي؟

بيا حضرت ابوذر(رض) ودرېد او په خپله يې هم څلور ركعته لمونځ وكړ. د شاوخوا خلك د حضرت ابوذر(رض) له دې كاره حيران شول، چې لمونځ  يې خلاص كړ؛نو حضرت ابوذر(رض) ته  يې  وويل : ته خو خليفه ته د همدې كار له امله مچيو چيچلى وې او په خپله دې هم د خليفه كار وكړ.

حضرت ابوذر(رض): دا كار د مسلمانانو تر نفاق غوره دى.

حضرت ابوذر(رض) ربذې ته ستون شو. دلته د حضرت ابوذر(رض) د ژوند د كتاب ډېرې غمجنې او ژړوونكې پاڼې پيلېږي . د ژوند سختۍ او تنګسې پرې ورځ پر ورځ  زياتېدې؛ لور، ښځه او زوى يې لوږې سخت تنګ كړي ول؛خو ددې ټولو سختيو پر وړاندې يې د زړه تسل دا و،چې دا ټولې سختۍ پرې د خداى،د خلكو د ازادۍ او له بېوزليو د خلاصون لپاره راځي . د هرې سختۍ او بلا لپاره يې سينه پراخه كړې وه. څو مېږې يې درلودې،چې ژوند يې پرې تېراوه، چې هغه هم يوه په بلې پسې مړې شوې، د ژوند د ستونزو،فقر او لوږې لېوانو پرې بريد كړى و. هغه د لوږې له لاسه په سترګو د خپلې لور مرګ  وليد؛خو د فقر او لوږې لېوانو يوازې د هغه پر لور صرفه و نه کړه؛بلكې په زوى پسې يې هم ورغلل . حضرت ابوذر(رض) ووېرېد، چې كه زوى يې هم په دښته كې مړ شي؛نو مسئوول به وي . پاڅېد او مدينې ته ولاړ او نېغ خليفه ته ورغى.

د وره څنګ ته د خليفه مخې ته ودرېد او په نيولي او لوړ غږ يې وويل : خليفه ! تا زه داسې سيمې ته لېږلى يم، چې نه پکې خواړه شته او نه پکې څه كښت كېږي . څو ګډې لرم،چې لا تر اوسه نه دي لنګې شوي،له ښځې پرته بل خدمتګار نه لرم، په هغې توده او وچه دښته كې مې سيورى يوازې يوه  ونه  ده.

خليفه!يو خادم او څو ګډې راكړه، چې ژوند مې پرې تېر شي.

ته به وايې؛لكه چې خليفه د ابوذر(رض) خبرې بيخي نه وي اورېدلي، له حضرت ابوذر(رض) يې مخ واړاوه . حضرت ابوذر(رض) هغه بل اړخ ته ورغى او بيا يې خپلې خبرې ورته وكړې .

حضرت حبيب بن سلمه(رض) د خليفه له مامورينو و،پر حضرت ابوذر(رض) يې زړه وسوځېد،ورته ويې ويل : ته  له ما سره زر درهمه، پينځه سوه ګډې او يو خادم لرې .

حضرت ابوذر(رض) : پيسې، ګډې او خادم دې هغه ته وركړه،چې تر ما ورته ډېره اړتيا لري زه خپل حق غواړم،چې قرآن راته  ټاكلى.په دې وخت كې حضرت علي(ک) راننووت .

خليفه (حضرت علي ته په خطاب كې) : دا لېونى دې له ځان سره بوځه.  

حضرت علي(ک) : كوم لېونى؟!

خليفه: ابوذر.

حضرت علي(ک): هغه لېونى نه دى!پر خداى قسم،چې له پېغمبره مې اورېدلي : ابوذر په شرم، زهد او عاجزۍ كې د عيسى بن مريم په څېر دى .

حضرت ابوذر(رض) د خليفه په دې خبره ډېر خپه او غوسه شو او په خپګان او غوسې ترې ووت او څومره چغې ېې چې ورپسې ووهلې،مخ يې ور وا نه ړاوه او نېغ ربذې ته ولاړ. كور ته چې ننووت؛ نو و يې ليدل چې ښځه يې د خپل زوې جنازې ته (چې د حضرت ابوذر تر راتګه څو شېبې مخكې يې له  لوږې ساه وركړې وه) ناسته وه او ژړل يې؛حضرت ابوذر(رض) پوه شو،چې د فقر او لوږې لېوانو يې زوى هم داړلى دى؛د يوې شېبې لپاره يې ويرجنى سترګې پټې كړې او داچې غم وزغمي؛نو ځان يې پر خداى وسپاره؛ سترګې يې پرانستې او اوښكې يې په لاسونو پاكې كړې او په پوره اېمان يې د خپل زوى جنازه واخسته؛خو د زوى د بېلتون اور يې سينه سېځله،خپل زوې يې په كفانه كړ او خاورو ته يې وسپاره.پر حضرت ابوذر(رض) چې څومره سختۍ راتلې،هومره يې ځان خداى ته نږدې ګاڼه . په دې وخت كې يې په زړه كې تېر شول  چې نن تر هر وخت ډېر خداى ته نږدې يې. څو شېبې د زوى قبر ته ناست و او په پلرنۍ مينه يې د زوى د قبر پر تورو خاورو لاسونه وهل او په سختۍ يې ويل : زويه!خداى دې وبښه،ډېر ښه هلك وې،له خپلو زړو موروپلار سره دې ډېره مرسته كوله . ګرانه زويه!زه ستا پر مرګ ځان فقير او خوار نه ګڼم . زه بې له خدايه بل هېچا ته اړتيا نه لرم . زويه ! كه له حساب و كتابه وېره نه واى؛نو خوښ وم،چې ستا پر ځاى مې خداى ساه اخستې واى . زويه!كاشكې په دې پوهېدلى واى،چې د مرګ پر لومړۍ شپه يې څه درنه وپوښتل او تا څه ځواب وركړ؟ خدايه! تا چې پرې څه حقوق فرض كړي ول او څه دې چې پرې زموږ لپاره فرض کړي ول؛ما ورته خپل حق وربښلى، ته يې هم ور وبښې،چې ته تر ما ډېر بښونكى او مهربان يې.

د خپل زوى له قبره راپاڅېد د لوږې بې رحمه منګولې يې لا پر وجود ښخې وې . د پېغمبر اکرم(ص) دې دوو پتمنو يارانو : حضرت ابوذر او حضرت ام ذر؛ دې د تاريخ اتلانو څو ورځې په لوږه تېرې كړې او هره شېبه د مرګ په تمه ول؛په دښته كې چوپه چوپتيا وه،د ربذې ځمكې او اسمان د تاريخ د دوو  بد مرغو اتلانو څارنه كوله او د "زر" او "زور" بې رحمه لاسونو څومره غمجنه ننداره جوړه كړې ده .

مرګ رانږدې شو؛حضرت ابوذر خپلې ښځې ته وويل : راپاڅه،چې د هغې غونډۍ سرته وخېژو،كېداى شي واښه پرې وي،لږ به وخورو، چې د لوږې اور مو پرې لږ سوړ شي .

له کېږدۍ راووتل : توند باد راغى،چې د ربذې شګې يې را اخستې او پر ځمكه ايشتلې؛ته وا د باد زړه هم پړک چوي او دومره ظلم د خداى پر پاكو بندګانو نشي زغملاى،غوښتل يې ټول طبيعت له دې ظلمه خبر كړي .

د څه وخت لپاره په لټه كې شول؛خو څه يې پېدا نه کړل؛ حضرت ابوذر(رض) کمزورى شو او پر تندي يې د مرګ خولې راماتې شوې او بېرته راوګرځېدل؛خو طوفان هماغسې په توندۍ چلېده او د كجورې په ونې پورې د دوى کېږدۍ تړلې وه، رانړېدلې وه . د حضرت ابوذر(رض) په زنګنو كې زور نه و پاتې،پښې يې سستې شوې او سر يې پر سينه راځوړند شو؛ته وا له يوه باز څخه يې چې وزرونه غوڅ كړي وي .

ښځې يې د ابوذر(رض) په څېره كې د مرګ نښې وليدې . حضرت ابوذر(رض) په خوارو سترګو؛په حسرت خپلې ښځې ته وكتل او و يې ويل : بېلتون رانږدې شو.

ام ذر(رض): دا پر تا څه وشو؟

ابوذر(رض) : پر خداى قسم،چې ډېر ژر به له دې  فاني دنيا ابدي دنيا ته ولاړ شم .

بي هوشه شو او د ښځې يې نور طاقت او صبر تمام شو او سترګې يې وبهېدې .

حضرت ابوذر(رض) چې سترګې پرانستې،ليدل يې،چې ښځه يې ژاړي . ورته يې وويل : ولې ژاړې؟

ام ذر(رض) : ژاړم به نه،په خپلو سترګو دې وينم،چې په دې دښته كې مرې او هيڅ كار مې له لاسه نه كېږي . نه ستا داسې جامې شته او نه زما، چې پکې دې په كفانه كړم.

د حضرت ابوذر(رض)زړه پر خپلې مسكينې ښځې وسوځېد او تسلي يې وركوله : ښځې مه  ژاړه! زېرى مې درباندې! د خداى له رسول  مې اورېدلي : د مسلمان ښځې او مېړه، چې دوه يا درې زامن مړه شوي وي او صبر يې كړى وي او ځانونه يې خداى ته سپارلي وي؛نو هېڅلكه به د دوزخ اور و نه ويني . درې بچې مو مړه شول،صبر مو وكړ او ځانونه مو پر خداى وسپارل . بيا غلي شول؛ښځه يې په ژړا شوه،دا مهال د حضرت ابوذر(رض) پر زړه خپل حبيب (ص) راورېد او خوشحاله شو،چې ژر به يې وګورم . د خپلې ښځې د تسلۍ لپاره يې وويل :پېغمبر اکرم(ص) يوې ډلې ته چې زه هم پکې وم وويل : " په تاسې كې به يو په دښته كې مري او يوه ډله مسلمانان به يې جنازه وکړي،چې له هغه ځايه تېرېږي " بې له ما څوك چې په دې ډله كې ول، مړه شوي او يوازې زه يم،چې په دښته كې بايد مړ شم . پر خداى قسم، چې نه درته دروغ وايم او نه راته دروغ ويل شوي دي . پاڅه! لار وڅاره چې څوك شته كه نه؟

ام ذر(رض) : چېرته وګورم ؟ حاجيان تللي او څوك نه ښكاري .

حضرت ابوذر(رض): كه څوك دې ونه ليدل؛نو دا څادر راباندې واچاوه او د لارې پر سر مې كېږده؛هره قافله چې له دې ځايه تېرېده، ورته ووايه : دا د پېغمبر اکرم(ص) صحابي ابوذر دى؛مړ شوى، چې په كفن او ښخولو كې درسره مرسته وكړي .

ښځې كله يوې خواته او كله بلې خواته منډې وهلې؛خو څوك يې مخې ته ور نه غلل؛ بېرته راستنه شوه او د حضرت ابوذر(رض) سرته كېناسته .

حضرت ابوذر(رض) بيا ترې وغوښتل : ولاړه شه!وګوره كه څوك راغلي وي .

ښځه يې نوره نهيلې شوې وه؛خو د حضرت ابوذر(رض) د زړه لپاره به كله پر يوې غونډۍ او كله پر بله ختله؛ له ورايه يې سترګې پر څو سړيو ولګېدې . حضرت ام ذر(رض) ورته ټوټه وخوځوله او هغوى هم د دوى خواته روان شول، چې ور ورسېدل؛نو ام ذر(رض) ته يې وويل : د خداى وينځې له موږسره څه كار لرې؟

_ يو مسلمان مري؛راشئ په كفن او ښخولو كې راسره مرسته وكړئ، خداى به درسره ښه وكړي .

_ څوك دى؟

_ابوذر.

د پېغمبراکرم (ص) صحابي؟

_ هو!

_ خدايه! ما او مور و پلار مې له ابوذره ځار  كړې.

په منډه د حضرت ابوذر(رض) کېږدۍ ته ورغلل؛حضرت ابوذر (رض) لا ژوندى و، سلام يې واچاوه.

حضرت ابوذر(رض) په ارام اوغمجن غږ وويل : كه له ما او ښځې سره مې دومره ټوټه واى،چې زما د كفن لپاره بس وي؛نو په هغې كې به مې ځان كفن كړى واى . ستاسې دې پر خداى قسم وي،په تاسې كې كه څوك د خلافت مامور وي؛ نو ما دې نه كفانه كوي .

ټولو په حيرانتيا يو بل ته وكتل؛ځكه ټول په دولت كې مامورين ول،بې له انصاري ځوانه،چې ويې ويل :كاكا جانه! زه په دولت كې منصب نه لرم،يا به دې په خپلو جامو كې يا په دې ټوټه كې(چې مور مې راته ګنډلې) كفن كړم .

حضرت ابوذر(رض) : ته مې كفن كړه.

حضرت ابوذر(رض) چې له خپل كفن او ښخولو ډاډمن شو،په ارامۍ او ډاډ يې سترګې  پټې كړې او داسې د ابوذر(رض) د ژوند د سر لوړې او غمجنې كيسې كتاب وتړل شو.

غسل يې وركړ، په كفن كې يې تاو كړ او د حضرت ابوذر(رض) د  جنازې لمونځ يې وكړ او د يوه ګټ تر څنګ يې د دښتې په پستو شګو كې ښخ كړ.

ځوان انصاري د حضرت ابوذر(رض) د قبر خواته ودرېد او ويې ويل:

خدايه ! دا ابوذر پر تا مين و او ستا د نازولي استازي پتمن يار و، ستا په لار كې يې له مشركينو سره په مړانه جهاد وكړ؛

خدايه!ستا د پېغمبر تر وفات وروسته وانه وښت،په ټولنه كې يې منكرات ليدل او په ژبه او زړه يې ورسره مبارزه پيل كړه او ځکه يې وځوراوه؛ معاش يې پرې بند كړاو د ژوند له لومړنيو امكاناتو يې هم بې برخې كړ او بالاخره يې دې وچې دښتې ته  راوشاړه،چې په غربت كې يوازې مړ شو؛

خدايه!چاچې ابوذر(رض) له خپل كوره،ستا له  كوره او د پېغمبر اکرم (ص)د حرم له زيارته بې برخې كړى او شړلى وي، ته ورسره پوه شه .

ټولو لاسونه اسمان ته نيولي ول او ويل يې : آمين يا رب العالمين.

له دوى يو په ژړا وويل :

د خداى رسوله(ص) ! د ابوذر(رض) په باب دې رښتيا ويلي وو :

((ابوذر ؛

                يوازې ژوند كوي

                                   يوازې به مري

                               او يوازې به د قيامت پر ورځ راپاڅېږي.))


پاى