خبرې اترې:حضرت علي او لارويان به يې د حوض کوثر تر څنګ وي

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

حضرت علي او لارويان سمول

به يې د حوض کوثر تر څنګ وي سمول

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٣١ مخ ) له طبراني نقل کړى،چې په خپل سند يې د رسول اکرم د خولې وينا راخستې،چې حضرت علي ته يې وويل : (( علي ! ته او لارويان به دې حوض کوثر ته راننوځئ؛خو په خپله به ماړه ياست او نور به مړوئ، څېرې به مو سپينې وي او ستا دښمنان به له علي سره حوض کوثر ته راننوځي؛خو لاس تړلي او تږي . ))

( کنوزالحقايق : ١٨٨ مخ ) ، ( استيعاب : دويم ټوک،٤٥٧ مخ ) ، (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٦ مخ )  او ( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک، ١٠٢ مخ ) په دې مضمون روايتونه نقل کړي دي .

( هيثمي؛مجمع : لسم ټوک،٣٦٧ مخ ) له حضرت ابي هريرة او حضرت جابربن عبدالله روايتوي،چې دواړو ويلي دي : رسول اکرم وويل : ((  د قيامت پر ورځ به علي بن ابطالب زما د حوض خاوند وي،چې د ستورو د شمېر هومره جامونه لري،چې بر يې له جابيه تر صنعا دى . ))

( کنوزالحقايق : ٩٢ مخ ) ،( حلية الاولياء : لسم ټوک،٢١١ مخ ) ، (د بغداد تاريخ : څوارلسم ټوک،٩٨ مخ ) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٠٣،٢١١ مخونه) ،( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٢ مخ ) ، (هيثمي؛ مجمع الزوائد: نهم ټوک،١٣٥ مخ ) ، ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : درېم ټوک،١٣٨ مخ او همداراز نهم ټوک،١٣٠ مخ ) ، (مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٨ مخ ) او ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٠،٤٠٣،٣٩٧ مخونه ) هم په دې اړه  روايتونه نقل کړي دي .

و "حضرت علي او لارويان به يې د حوض کوثر تر څنګ وي" مخ ته وروګرځي.