خبرې اترې:بابېړی

د بابیړي په اړه که څوک معلومات ولري چې څه معنی او له کوم ګړدود (سیمې، ولایت او ولسوالۍ) خلک ورته دا شی وایي؟

تر کومه چې ما دا مطلب لږ څه ولوست نو له نکس څخه مې دا مطلب واخېست چې راګرځېدونکې تبه.

د ژبپوهنې د آرونو پر بنسټ: مونږ کولای شو چې په یوه لیکنه کې ۲۵ سلنه د اصلي ژبې پور واخلو. ۲۵ سلنه عامه ژبه، ۲۵ نویزونه او همداسې نور. په علمي لیکنو کې ددې ویش بنسټ پوهاند زیار ایښی او د هغه توصیه ده. نو: دلته که د بابیړي پر ځای مونږ د اصلې ژبې اصطلاح وکاروو نو دا به کومه بده خبره نه وي، (په ځای ددی چې د لرغونې پښتو کارېدونکي ویي!؟).

یوه اصطلاح چې مونږ دلته ویکي کې کاروله: ونج چې د بدلون په معنی ده. دا اصطلاح د ننګرهار ولایت، سره رود ولسوالۍ په ککړک کلي کې د میا صاحبانو د کلي اصطلاح ده چې د بدلون په معنی یې کاروي. ښه نو که مونږ همدا لرغونې اصطلاح د بدلون په څېر یو بل ویي پر ځای وکاروو چې هم پری ټول ښه پوهېږي نو څومره به مو ښه کار کړی وي؟

عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 18:23, 13 فبروري 2015 (UTC)

و "بابېړی" مخ ته وروګرځي.