خاور تلویزیون

خاور تلویزیون د کندوز ولايت له فعالوتلويزيونونو څخه دى، چې د افغانستان ملي راډيو تلويزيون د مرستيال جلال الدين محمودي له خوا په ١٣٨٥ لمريز کال کې تاسيس شوى او خپرونې لري. ياد تلويزيون ٨ ساعته شپنۍ خپرونې لري او ٣٥ کيلومتره ساحه تر خپل پوښښ لاندې راولي، چې له شخصي بوديجې اکمالېږي او له ٢٥ زيات کارکوونکي لري. خاور اوسمهال د کندوز له هغو رسنيو څخه ده، چې تر ټولو زيات ليدونکي لري او د شهباز صابري له خوا اداره کېږي .