خاورين چينجی

Lumbricus terrestris
خاورين چينجی
مملکه ژوی
شاخه بې شمزۍ ژوي
طایفه د حلقې چانجی
ډله Clitellata
تیره Oligochaeta

خاورين چينجی (په لاتين: Lumbricus terrestris)د حلقوي چينجيانو د ډلې څخه دی چې په آسيا او اروپا کی په قلیایی خاورو کې ژوند کوي. اوږدوالی یې ۳۰ سانتي مترو ته رسېدلای شي. خاورين چينجی استواني بدن لري. پوستکي یې د کلاجن لخوا پوښ شوی دی. په دې پوستکي کې مرغړي شته چې پکې بلغم منځ ته راځي. دغه بلغم د چينجي خوځښت په خاورو کې آسانوي. خاورين چينجي د کوچنیو مرغانو لخوا ښکار کېږي.